Sunday 3 April 2011

د مزار شریف د سټراټیژیک ځای ځایګي د کنټرول پر سر

لیکوال :حنان حبیبزی  
بلخ  د افغانستان  یوسټراټیژیک ولایت  دی  ، چې  له ازبکستان سره پر پوله پروت دی او د هغې مهمې لارې دروازه بلل کیږي چې د منځنۍ اسیا هیوادونه له سویلي اسیا سره تړي.
د دغه ولایت،  د حیرتان ښارګوټی یوازینۍ لار ده  چې افغانستان د روسیې د مخامخ  اغیز لاندې سیمې  یانې  د  منځنۍ اسیا له هیوادونو سره نښلوي. بلخ  د یوې  سوداګریزې  او صنعتي سیمې په توګه لویه اقتصادي سرچینه ده او دهغه چا لپاره ډیر د اهمیت وړ ده  چې پر دې ولایت سیاسي کنټرول لري.
 مزار شریف چې د بلخ ولایت مرکز دی ، کنټرول يې د شمال ټلوالې د مخکښ قومندان عطا محمد نور  په لاس کې دی چې د څو کلونو راهیسې له حکومت سره دژورو اختلافاتو سره سره دغلته د والي په توګه دنده ترسر کوي.
په داسې حال کې چې  د افغانستان اساسي قانون دولتي چارواکي د انتخاباتو پر مهال د رایه اچوني په بهیر ، یا د انتخاباتو په اړه له سیاسي نظر څخه منع کوي ، خو  د ۲۰۰۹  کال د ټاکنو پر مهال  عطا محمد د والي په توګه په څرګند ډول د حامد کرزي د نوماندۍ مخالفت وکړ او د هغه د سیال په ملاتړ يې کمپاین پیل کړ چې له قانون څخه ښکاره سرغړونه وه. دا کار ، که څه هم پر حامد کرزي ښه ونه لګید  خو په حکومت کې يې د شمال ټلوالې د پراخ شته والي له کبله  ونشو کړی چې قومندان عطا له دندې ګوښه کړي.
قومندان عطا  ددغه کنټرول لپاره په دوه زره دوم، دریم او څلورم کال کې دخپلو متحدینو  جنرال رشید دوستم   او د محمد محقق د وحدت ګوند پخلاف پرله پسې وسله وال خوزښتونه وکړل چې د یو شمیر ملکي خلکو د وژل کیدو لامل وګرځیدل. 
عطا د کابل په حکومت کې  د جمعیت د ډلې له ځواکمن  نفوذ څخه په ګټه اخیستلو هغوی  مجبور کړل چې مزار شریف پریږدي. ورپسې يې د محقق ،جنبش او نورو سیمه ییزو ډلو ملاتړي د بلخ په ولایت کې له دولتي کارونو ګوښه کړل.  
دغه  قومندان چې په خټه تاجک دی ،د بل تاجک برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ډلې یو وتلی غړی دی، څوک چې  دتهران ټایمز په وینا له روسانو سره ډير نژدې اړیکي لري او له هغوی مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
د تهران ټایمز د یوې مقالې له مخې چې د روان کال د مارچ د میاشتې په لسمه نیټه يې خپره کړه، د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ډله  ډیر ملاتړ له  روسانو  تر لاسه کوي. دتهران ټایمز په باور روسان ددې لپاره د رباني د ډلې ملاتړ کوي چې د پخواني شوروي د ولکې لاندې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د ورځپاڼې په باور د طالبانو د بنسټپاله سني بڼې دخپریدو مخه ونیسي.
د قومندان عطا  تر مشرۍ لاندې مزار شریف د برهان الدین رباني او د روسيې د اړیکو د چوڼۍ په توګه په افغانستان او سیمه کې د مسکو  د اجنډا پر مهم مرکز بدل شوی دی، هغه څه چې امریکايي ګټې نه یوازې په  افغانستان بلکې څیرمه هیوادونو کې هم ګواښوي.
قومندان عطا چې د طالبانو له ماتې وروسته په د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د متحدو ایالاتو د ځواکونو په ملاتړ دمزار شریف ښار ته  له یو جوړ جامو سره چې په تن کې يې وې ، ننوت ، لس کاله وروسته د ده بیشمیره رنګینو ودانیو او دمیلیارډونو ډالرو کاروبار دهغه  منتقدین راهیښ کړي دي.
د خالد بن ولید په نامه رنګین ښارګوټی او لږ تر لږه د مزارشریف د ښار په اویا برخو کې دده شخصي ماڼیو او د سوداګریز کاروبار مرکزونو چې په دې وروستیو کې يې جوړې کړي، د ځايی خلکو نیوکې راپارولې دي.
دده په شاوخوا کې هغه خلک چې هیڅ اقتصاد يې نه درلود ،نن يې هر يو د سلګونو زره امریکايي ډالرو پانګه لري. عادي خلک شکایت کوي چې دغه پانګه خو په دولتي تنخوا شونې نه ده ،نو دوی دا دومره له کومه کړې؟  
له بلې خوا  ایران پخپله، مزار شریف د یو داسې مرکز په توګه کاروي چې مرکزي اسیا ته د ایراني اجنډاوو د خپرلو او په افغانستان کې د امریکا د ګټو پخلاف پکې دسیسې جوړیږي. په دغه ښار کې د ایران قونسلګري د بلخ له چارواکو سره نژدي اړیکي لري او هغوی ته د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره بې دریغه پیسې ورکوي.
دغه پیسې نه یوازې قومندان عطا ته ورکول کیږي بلکې د محمد محقق په مشرۍ د وحدت ګوند هم پکې خپله برخه لري او په دې توګه ، د تهران د سیاسي ،کولتوري او مذهبي موخو د پلي کولو لپاره هرې قربانۍ ته چمتو کیږي.
په هره بیه چې وي ،تهران غواړي چې د لویدیځ او په ځانګړي ډول د متحدو ایالاتو اغیز دمزارشریف په سټراټيژیک ولایت کې له خنډ سره مخامخ کړي.  
له بلې خوا هلته د متحدو ایالاتو او نړیوالې ټولنې د شته والي یوه مهمه موخه  داده چې د روسانو ، سیمه ییزو چارواکو  او د ایران  اړیکي او کړه وړه له نژدې وڅاري او  پرېنږدي چې د لویدیځ  ګټو ته ګواښ پیښ کړي شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسمشر حامد کرزي اعلان وکړ چې د بلخ ولایت امنیت به کورنیو ځواکونو ته سپارل کیږي ،هغه ځواکونه چې د ملي ګټو په پرتله ډیر د شمال ټلوالې ګټو ته وفادار دي او ډیری افغانان پرې باور نشي کولی ځکه چې  ډيری پولیس او دملي اردو سرتیري د شمال ټلوالې پخوانۍ ملیشې دي.
اندیښنه داده ، که امنیت دغو ځواکونو ته وسپارل شي ښايي روسیه او ایران هلته خپلې منګولې  کلکې او د لویدیځ  ګټو ته ګواښونه پیښ کړي.
همداراز ،د څومیاشتو راهیسې،  د بلخ  والي قومندان عطا  او نورو سیمه ییزو جنګسالارانو پر پي ار ټي او نړیوالو ځواکونو نیوکې کولې چې ددوی  اړیکي يې د ملګرو ملتونو  له سیاسي دفتر یوناما سره  خړ کړي وو ځکه چې  یوناما د پي ار ټي او نړیوالو ځواکونو له دریځ څخه بیا بیا دفاع کوله.
له هغې وروسته چې تیر کال د کورنیو چارو  وزارت پخوانی مرستیال او د جمعیت ډلې یو بل وتلی قومندان داود داود په مزارشریف کې  د شمال د زون د پولیسو د عمومي قومندان په توګه  د عطا محمد ترڅنګ ځای پر ځای شو ، د دغه ولایت د ملي امنیت ، دولایت د امنیه قومندان  او د شاهین ۲۰۹ نمبر قول اردو له قومندان څخه شکایتونه ډیر شول.  
عطا محمد نور او داود  داود چې له روسیې او ایران سره نژدې اړیکي لري ، د دریواړو  یادو  شو  ادارو پر  مشرانو ځکه باور نشي کولی  چې هغوی په خټه پښتانه او تر هر چا ډير حامد کرزي ته وفادار دي.

Friday 1 April 2011

په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د برید ترشا څه پراته دي ؟

دملګرو ملتونو پر دفتر د برید ترشا څه پراته دي ؟
ليکوال :حنان حبیبزی 
په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو کارکونکي د لاریون کونکو له خوا  په داسې حال کې وژل  کیږي چې  ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې دغه ښار  د یوې داسې  سیمې په توګه  اعلان کړ چې امنیتي مسولیت به پکې کورنیو ځواکونو ته سپارل کیږي.
په پرتلیز ډول ارام ښار کې چې ددغسې یوې خونړۍ پیښې تمه نه کیده ، بې له شکه يې  دافغانستان  نړیوال ملګري  په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو ته  سخت  ټکان ورکړی دی.  
ظاهرا ، دغه لاریون د یو بنسټپاله مسیحي کشش د هغه چلند د غندلو لپاره وشو چې دمارچ په میاشت کې  يې د متحدو ایالاتو د فلوریډا په ایالات کې  د قران کریم یوه ګڼه وسوزوله او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د مسلمانانو احساسات ټپي کړل.  
له هغې پیښې  نژدې دوه اونۍ وروسته د مزارشریف په ښار کې دمسیحي کشش په ضد دغه لاریون  د روضې د ملایانو په نوښت ترسره شوی چې پخپل ډول کې یو بیساری عمل دی.
د روضې ملایان چې پر انصاریانو شهرت لري ،په مزارشریف کې دحضرت علی رضي الله عنه روضه خپل جایداد بولي او ددوی لپاره یوه اقتصادي سرچینه ده.
دوی  زیارت کونکو ته د روضې په اړه د مالوماتو د ورکړې سربیره هغوی ته د پیسو په بدل کې  دم ، دعا او داسې ټوټې ورکوي چې  وايی د روضې  له هغه  څادرڅخه يې  جلا کړي چې پر قبر پروت دی.
 دوی کوم سیاسي فکر نلري او له طالبانو څخه ددې لپاره کرکه لري چې  د واکمنۍ پر مهال يې  د حضرت علي رضي الله عنه په روضه کې د زیارت کولو پر یو شمیر دودونو بندیز لګولی وو.
طالبانو پر هغه څه هم سخت بندیز لګولی وو چې  له انصاریانو څخه ددم او دعا اخیستل بلل کیږي او د نو روز میله هغسې نه لمانځل کیده چې د روضې ملایان  يې تمه لري . د ډیرو زیارت کونکو نه ګډون  ددې لامل ګرځیدلی وو چې انصاریان  اقتصادي لاسته راوړنه ونلري او د سپیڅلو منجویرانو په توګه  پر خلکو ځانونه هغسې ونشی تپلی چې دوی يې نیت لري.
خو اوس چې د فلوریډا د مسیحي کشش په ضد ، تش په نامه سوله ییز لاریون  د روضې له جومات څخه راپورته شوی دی داسې پوښتنې له ځان سره لري چې باید وڅیړل شي.  ولې یو سوله ییز لاریون پر تاوتریخوالي بدل شو او ولې  د تاوتریخوالي ضد پولیس هلته نه وو؟
که هغو خبرونو او انځورونو ته چې له مزارشریف څخه رارسیدلي دي وګورو نو په زغرده  څرګندیږي چې د ملګرو ملتونو پر دفتر د برید پر مهال هلته  د تاوتریخوالي ضد پولیس نه لیدل کیږي په داسې حال کې چې د مزار شریف په ښار کې د تاوتریخوالي ضد پولیسو یوه مجهزه قطعه پرته ده او په تیرو ټولو لاریونونو کې يې شته والی څرګند وو.
یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي  او  د ملګرو ملتونو له دفتر سره نژدې ژوند کوي ، د ټلیفون له لارې راته وویل چې دملي امنیت کارکونکي چې په دغسې لاریونونو کې تل ځانونه څرګندوي ، د لاریون پر مهال  نه لیدل کیدل.
د ملګروملتونو دفتر  د مزار شریف په زړه کې یو داسې ځای کې دی چې  د ملي امنیت د بیړني غبرګون د  قطعې مرکز ترې یوازې دوه سوه میټره لیرې پروت دی. ویل کیږي چې ددغې قطعې په مرکز کې د لاریون پر مهال هیڅوک نه وو  او که وو هم هیڅ يې غبرګون ونه ښوده.
په داسې حال کې چې  خلک د لاریون لپاره  د روضې د جومات د امام په بلنه راغونډ شول ،د بیړني غبرګون د قطعې غړو ته پکار وو چې د ملګرو ملتونو او نورو هغو بهرنیو خیریه ټولنو امنیت يې ساتلی وای چې ګومان کیده لاریون کونکي يې په وړاندې ټولیږي.
هغه لاریون کونکي چې ټپیان شوي دي د ملګرو ملتونو پر دفتر له برید او د بهرنیو کارکونکو له وژلو وروسته بیا د سیمه ییزو پولیسو په ډزو وژل شوي دي. یو عیني شاهد وویل چې له پیښې وروسته پولیس د ښار په بیلا بیلو څنډو کې راپیدا شول او دیخوا اخوايي ډزې کولې. څو تنه پولیس بیا د روضې جومات ته ورغلل او هلته يې پر یو زاړه  سړي ډزې وکړې .  
په مزارشریف کې خو د ملګرو ملتونو پخلاف  د خلکو  ترمنځ کوم بد نظر نه وو لیدل شوی او ددغې نړیوالې ټولنې  کار د افغانستان په شمال او په ځانګړي ډول په  مزار شریف کې  تل ډیر ګټور  او حیاتي بلل شوی . دا  ددې لپاه چې ملګري ملتونه  په افغانستان کې  ثبات او ملکیتوب ته د ټولنې د بیولو لپاره هڅې کوي او افغانانو ته د کار په پیدا کولو او د هیواد د ودانولو لپاره مرسته کوي.
 خو  په ۲۰۰۴ کال کې د وحدت ډلې د وسله والو او د عطا محمد نور د ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د ملګروملتونو د دفتر دوه افغان ساتونکي وژل شوي وو ، دغه پیښه هیڅکله د ملګروملتونو پر دفتر برید نه وو بلکې د تنظیمي تربګنۍ نتیجه وه.