Sunday 29 January 2012

طالبان ولې له کابل سره خبرې نکوي


طالبان  ولې له کابل سره خبرې نکوي  
حنان حبیبزی 

له هغې وروسته چې طالبانو اعلان وکړ چې درې مخور استازي يې د طیب اغا په مشرۍ دوحې ته رسیدلي چې د بندیانو د تبادلې په اړه له امریکايي چارواکو  سره خبرې وکړي، د طالبانو دلومړۍ درجې کورنیو دښمنانو ( د شمال ټلوالې غړو)  ته يې  په کابل، مزار شریف او شبرغان کې ټکان ورکړ. 

که څه هم ددې خبرو جزیات په بشپړ ډول روښانه نه دي، خو د طالبانو دغه ګام ښيي چې د هغه حکومت یا قانون منلو ته چمتو نه دي چې جوړونکي يې په 1995 کال کې د هغو جنایتونو او ګډوډیو له امله بیوکه کړل چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې يې رامنځته کړې وې، په بله وینا، دهیواد په بیلابیلو برخو کې د ظلمونو، چور او چپاول په غبرګون کې د طالبانوغورځنګ راپورته شو او د افغانستان نژدې 98 سلنه خاوره يې ترخپل کنټرول لاندې راوستله. 

له پیله، په 2002 کال کې چې کومو طالبانو د هیواد په سویل، ختیځ او لویدیځ کې وسلې کیښودې او د کرزي له حکومت سره يې د کار کولو هوډ وښود، د پښتنو ضد کسانو لکه  امرالله صالح په مشرۍ ملي امنیت او د قسیم فهیم په مشرۍ د دفاع وزارت، د یونس قانوني په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت، د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت امریکايان ولمسول چې دغه خلک ونیسي او یايې ووژني. یو شمیر خلک د نیولو، ټکولو او وژلو په لړۍ کې له منځه یوړل شول، تیښتې ته اړوتل یا  بندیان شول چې ځينې يې ګونټانامو ته واستول او ځينې يې په بګرام او په نورو زندانونو کې ترشکنجې لاندې دي.   

د همدې لپاره، د طالبانو مقابل لوری د متحدو ایالاتو حکومت دی ځکه چې د افغانستان د هوا، مځکې او حکومت کنټرول د متحدو ایالاتو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو په لاس کې دی.   په 2001 کال کې د امریکا د یرغل په پایله کې د طالبانو رژیم ړنګ شو او هغه خلک يې بیرته قدرت ته ورسول چې طالبانو د هغه فساد له امله  شړلي  وو چې د ډاکټر نجیب الله له حکومت وروسته يې افغانستان د بیلا بیلو قومندانانو ترمنځ وویشه. 

حامد کرزی د امریکا د یرغل په نتیجه کې د واشنګټن له لورې  قدرت ته ورسول شو چې طالبان یې  یو بيواکه سړی او د بهرنیو ځواکونو لاسپوڅی بولي. مخکې له دې چې متحد ایالات پرافغانستان یرغل وکړي، حامد کرزي په امریکا کې د UNOCAL  لپاره د سلاکار په توګه  کار کاو.  پر افغانستان د یرغل یوه موخه د ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو  پر تیلو او غازوکنټرول دی، ددغه یرغل په هڅونه کې د  UNOCAL مالي او سیاسي ملاتړ شامل وو. دادهغه کمپاین پیل وو چې په ترڅ کې يې  جورج بوش په اسلامي هیوادونو کې سیکولرڅیرې رادمخه کړې چې  پخپلو هیوادونو کې دودپاله حکومتونه  له منځه یوسي او په دې توګه د اسلامي حکومتدارۍ نظریه شنډه کړي.  

اسلامي حکومت
له نورو دینونو سره د اسلام توپیر دادی چې دا بشپړ قضايي، سیاسي، اقتصادي، ښونیز، اداري او پوځي سیسټم لري، په دې سیسټم کې د ژوند د ټولو اړخونو لپاره معیارونه ټاکل شوي او دا معیارونه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حدیثونو او بیا دفقهې د علماوو له لارې تشریح شوي دي.

د اسلامي حکومت بنسټ د ''لا الا اله الا الله محمد رسول الله'' پر بنسټ ولاړ دی. یانې له الله پرته بل چاته نه تسلیمدل، کوم مسلمان چې له الله پاک پرته بل چاته د تابعدارۍ سر ټیټ کړي، دبل چا قدرت ته تسلیم شي، د الله پاک له حکم څخه سرغړونه ده او دغه ډول تیری په اسلام کې تر ګردو بده ګنا ده چې هیڅ نه بخښل کیږي. کله چې یو مسلمان په لمانځه کې ''الله اکبر'' وایي نو مانايي داده چې په عادي ژوند کې له الله تعالی پرته د بل چا د حکم منلو ته چمتو نه دی. 

یو شئ باید روښانه وي چې په اسلام کې منځلاري او بنسټپالي نشته، دغه دین هغه څه دی چې په قران کریم او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې تشریح شوی دی، یانې مسلمان هغه څوک دی چې د الله او د رسول د لارښونو پر بنسټ عمل کوي. په دې نظام کې پریکړې د الله پاک د کتاب قران کریم له مخې کیږي او الله پاک  پخپله لوی ترینه قدرت supreme power  دی، او له الله تعالی  پرته بل چاته سر ټیټول شرک ګڼل کیږي. د الله پاک یو نوم ''الحکم'' دی، یانې امر کونکی، په قران کریم کې الله پاک امر کړی، چې داسې وکړئ او داسې مه کوئ، د اسلامي حکومت سیاست دادی چې د الله پاک دغه لارښونې پخپله جغرافیه کې عملي کړي. 

خو په اسلامي هیوادونو کې د سیکولرانو دنده داده چې اسلام د نورو دینونو په څیر یوازې ترعبادت پورې ورلنډ کړي او مسلمانان چې د وګړو اکثریت جوړوي خپلې تابعدارۍ ته مجبور کړي، عام خلک چې پخپل ډول کې نشي کولی کوم اواز ولري، له بې دینۍ څخه خپل انزجار د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو په بڼه او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند په چوکاټ کې ښيي، ځکه چې دغه خلک په دین کې سانسور نشي زغملی. 

تاریخي شالید
د شمال ټلوالې قومندانانو چې د کابل په حکومت کې اصلي پریکړه کونکي دي، په تیرو وختونو کې يې د خپل رژیم د ناکامولو اسباب پخپله برابر کړي دي  او دداسې  سرچینې په وړاندې يې لفظي کمپاینونه کړي چې دوی يې تر چتر لاندې د قدرت او شتمنۍ خاوندان شول. 

هغوی خپل ځانونه په قومي  ډلو وویشل او په داسې حال کې چې په حکومت کې يې پراخ کنټرول درلود، بیايي هم هڅه وکړه چې د حکومت پخلاف سیمه ییز خلک ولمسوي. د بیلګې په توګه د بلخ والي عطا محمد  په داسې حال کې چې د کرزي د حکومت برحاله والي دی ، د 2009 کال د ولسمشریزو تاکنو پر مهال د کورنیو چارو له وزیر سره خوله ووهله او د حامد کرزي سربیره يې پر پخواني وزیر حنیف اتمر سخت لفظي ګذارونه وکړل چې د یو والي له صلاحیته پورته کار دی.  په دې توګه، د کرزي او د ټلوالې ترمنځ بي باوري رامنځته شوه، ددوی له  دغو اعمالو څخه کرزی راضي نه دی او  بی باورۍ ته يې مجبور کړی دی ځکه چې دوی يې ملا هغسې ونه تړله څومره چې کرزی پرې د پښتنو ترمنځ  بندنام دی.    

احمد ضیا مسعود، د خپل وژل شوي ورورد ارمانونو پخلاف د شیعه ډلې محمد محقیق په تخرګ ورننوت او له دوستم سره يې یوځای هڅه وکړه چې د سیاسي ایتلاف د لرلو پیښې وکړي، په داسې حال کې چې محقیق تر اوسه دا نه دي هیر چې په 1990 کلونو کې شورای نظار د افشارو په سیمه کې په سلګونوکسان چې ښځینه او ماشومان هم پکې شامل وو، یوازې ددې لپاره قتل عام کړل چې شیعه ګان او هزاره ګان وو. 

ان تر دې چې ګومان کیږي د کابل د عاشورا په وروستي برید کې چې پنځوس تنه پکې ووژل شول، د کورنیو چارو په وزارت کې پلان شوی وو چې مشري يې د شورای نظار د قومندان بسم الله خان په غاړه ده.  بسم الله خان هغه سړی دی چې  په 1990 کلونو کې يې د کابل په لویدیځ کې د قومندان ډنګرپه ملګرتیا د وحدت ګوند پخلاف جنګیده چې د برهان الدین رباني حکومت خوندي کړي. د عاشورا د دسیسې موخه دا وه چې طالبان بدنامه کړي، امریکایان او خپله کرزی د خپلو مخالفینو په وړاندې ولمسوي چې له ډیپلوماټیکو هڅو لاس واخلي،  پروفیسر رباني هم د همدغسې یوې لوبې قرباني شو. 


دا بل لامل هم لري، په دې وروستیو څو کلونو کې شیعه ګان د کریم خلیلي او محسیني له خوا هڅیدلي وو چې نیم کوره شي، هم په کلي کې او هم په ښار کې،  یا کلیوالې سیمې پریږدي اوپه ښارونو کې ځای په ځای شي. د عاشورا مراسم په نادوده توګه ترسره کیدل، د ښار په ټولو واټونو کې تورې جنډې ځړیدلې چې د ښاریانو مذهبي پیژندګلوي يې بدله ښودله. د کابل په زړه کې د شیعه  ګانو دغې ګڼې ګوڼې ددولت د سني کړیو ترمنځ اندیښنې راولاړې کړې وې.  

هغه وخت چې طالبانو کابل ونیوه، د 1375 کال د تلې په میاشت کې احمد شاه مسعود، کریم خلیلي او رشید دوستم د بغلان ولایت د خنجانو په ولسوالۍ کې کیناستل او پر پخوانیو دښمنیو يې ډبره کیښوده. دوی د دفاع په نامه یو ایتلاف جوړ کړ او خپلې موخې يې سره شریکې کړې.  د اسلامي ګوند یوسیمه ییز قومندان چې په خټه تاجک دی په نا طبیعي ډول په دغه غونډه کې  وو، له دې ناستې وروسته يې د سیمه ییزو خلکو په وړاندې چې ډیری يې د اسلامي ګوند ملاتړي وو ادعا وکړه چې دریواړو قومي قومندانانو پریکړه کړې چې پښتانه په ډله ییزه توګه له شماله ولیږدوي، او بیا د افغانستان تجزیه اعلان کړي.ددغه ایتلاف یوه موخه دا وه چې په مزارشریف کې د رباني د حکومت بنسټونه په پښو ودروي،  د ایران او روسيې په مرسته د پښتنو پخلاف یوه جبهه جوړه کړي. 

دغه هڅې په وژنو،  چورولو، بندیانولو او نورو ورته جنایتونو کې د یو ځانګړي کولتور په توګه د دفاع په نامه ددغې شورا د ځواکونو په لاس انځوریږي. دوی اړتیا درلوده چې دغه جنایتونه ترسره کړي چې طالبان پرې وویروي، یا په شمال کې دهغوی د اغیز یا اړیکو سرچینې له منځه یوسي، خو برعکس، دې هڅو ددفاع شورا ته زیانونه واړول، هغو سیمه ییزو پښتنو چې د وسلې د پورته کولو هوډ نه درلود، د روانو تیریو په غبرګون کې مجبور شول چې وسله واخلي، هغه څه چې طالبانو ورته سترګې په لار وو.   

په دې توګه، ډیر پښتانه مجبور شول چې له بغلان، کندوز، سمنګان، مزارشریف، سرپل او له فاریاب څخه کډه شي، او د هیواد سویل ته ولیږدي، یا پاکستان ته لاړشي، او بیا د طالبانو په پوځي تشکیلاتو کې راڅرګند شي. دغه خلک چې ډیری يې څاروي لرونکي، او مځکه وال وو خپل جایدادونه يې له لاسه ورکړل. خو کله چې طالبانو هرات ونیوه او یو پر بل پسې يې ولایتونه تر فاریابه پورې ولکه کړل، د دفاع شورا خپلې بسترې په شا کړې او د تاجکستان په کولاب کې يې واړول. 

طالبانو مزار ونیوه، جنرال مالک چې د خپل ورور رسول پهلوان د قتل پر سر له دوستم سره دښمني درلوده، له طالبانو سره یوځای شو، محمد محقیق هم د مالک په شا وخوا کې ځان خوندي کړ. څو ورځې تیرې شوې نه وې چې جنرال مالک او محقیق پر طالبانو بریدونه پیل کړل، او په زرګونو کسان يې ووژل چې د ملا احسان الله په نامه د طالبانو یومخکښ هم پکې ووژل شو.
طالبانو خپل مورال له لاسه ورنکړ او د ملا دادالله او ملا عبدالمنان نیازي په مشرۍ يې یوځل بیا پر مزار بریدونه وکړل او دا ځل يې ددغه ښار کنټرول په بشپړه توګه  په لاس کې واخیست او له هغه ځایه د سمنګان، بغلان، کندوز او تخار په لور لښکرې ولیږلې چې یو پر بل پسې يې دغه ولایتونه ونیول. 

د سپټمبر له 11 وروسته  
 له دې سره سره چې طالبانو چمتوالی وښود چې بن لادن یوې دریمګړې محکمې ته وسپاري، خو دمتحدو ایالاتو ولسمشر دا وړاندیز ونه مانه. امریکايي فیلسوف پروفیسر ناوم چومسکي پخپل یو کتاب کې لیکي چې امریکا د هر ډول اسنادو له ښودلو ډډه وکړه او د اکټوبر په میاشت کې  ولسمشر بوش افغانانو ته په ډاګه کړه چې تر هغې پورې به يې بمبار کړي چې خپل رژیم بدل نکړي. د چامسکي په وینا د متحدو ایالاتو موخه دا وه چې مالومه کړي د پوځي استعمال له لارې د یو رژیم د بدلولو تجربه څنګه خوند کوي. 

دغه ټینګار چې د طالبانو رژیم دې بدل شي، د رسنیو او روڼ اندو د خوشاله کولو لپاره وشو چې  له یوې خوا د رسنیو او نړیوالو روڼ اندو پام  د امریکا جګړیزو اوزارو ته واړوي، له بلې خوا دوی وکولئ شي چې د امریکا د پوځي ځواک د تعریف په بدل کې شتمني او نوم ترلاسه کړي. 

افغانستان په داسې یو سیمه کې پروت دی چې خلک یې د بهرنیو یرغلونو په ضد د ستایلو وړ تاریخ لري لومړنی سړی چې پر افغانستان  يې یرغل کړی وو، د فارس امپراتور داریوش وو چې له سختې ماتې سره مخامخ شو، له هغه وروسته د قبل المیلاد په څلورمه پیړۍ کې مقدوني سکندر پر افغانستان یرغل وکړ خو ددې هیواد پریښودلو ته اړوت. په معاصر افغانستان کې د مغلو، صفویانو، انګریزانو ، شورویانو او اوس هم د امریکا یرغلونه چې د خپل وخت جګړه ییزه ټیکنالوجي يې پر افغانانو ازمایلېده ، په دې بریالي نشول چې دغه بیوزلی ولس تابع کړي. پر دې خاوره تل بریدونه شوي او همدا لامل دی چې افغانان تل د بهرنیانو پر نیتونو شکمن دي. 

کله چې پر افغانستان برید وشو،  امریکایانو دا ګڼلې وه چې د طالبانو حکومت کوم دفاعي سیسټم نلري او د پرله پسې خونړیو هوايي بریدونو په پایله کې به له منځه ځيي.  خو دايي نه وه ګڼلې چې دغه افغانان به یوځل بیا د طالبانو د همدې غورځنګ په شکل کې د نیواک په وړاندې راپورته کیږي، او د کابل لاسپوڅی حکومت به سختو حالاتو ته مجبوری. د امریکایانو د سترګو په وړاندې د شمال ټلوالې قومندانانو په زرګونوطالب بندیان چې د یوتړون له مخې يې وسله ایښې وه، ددې لپاره په ډله ییزه توګه قتل کړل چې  په راتلونکي کې يې د بیا راپورته کیدو پټ قوت یا جرت له منځه یوسي.  

له زندانونوڅخه بهر د طالبانو د ملاتړ په تور د تیرو لسو کلونو راهیسې په لسګونو زره نوردهیواد په ګوټ ګوټ کې ووژل شول، بندیان شول، او درنښت ته يې زیانونه واوښتل. په لسګونو زره نور مجبور شول چې خپل اصلي کورونه پریږدي او کډې کولو ته اړوځي. د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو د کیمیاوي وسلو د کارولو له لارې نه یوازې عام خلک ووژل بلکې د هیواد چا پیریال ته يې سخت زیان ورساوو چې له کبله يې په ډيرو سویلي او ختیځو سیمو کې ماشومان نیمګړي زیږیږي. 

د نړیوالو قوانینو له مخې ددې  دومره لویو بشري جنایتونو پوښتنه باید له هغو امریکايي چارواکو څخه وشي چې پر افغانستان يې د یرغل امر ورکړی وو، خو افغانان ددې جنایتونو پوښتنه له امریکایانو نکوي بلکې د شمال ټلوالې له قومندانانو يې کوي چې  بهرنیو ځواکونو ته يې پلانونه او مشورې ورکړي دي. 

لس کاله وروسته امریکایان او نور نړیوال ملګري يې په دې حقیقت پوهه شوي چې د شمال ټلوالې غړي له سلو څخه ډیر نه دی، او هیڅ ولسي ملاتړ نلري،  پخپلو منځونو کې بي باوره،  تیت او پرک دي. ددې لپاره اوس نړیواله ټولنه غواړي چې له اصلي قوت سره چې ولسي ملاتړ لري خبرې وکړي. 

د قطر تاریخي ارزښت
په تیرو وختونو کې داسې هڅې شوي دي چې د جګړې ترڅنګ له طالبانو سره خبرې هم روانې پاتې شي، خو دا ډول منډې تړلې بریالۍ شوې نه دي. سعودي عربستان له  اصف زرداري او حامد کرزي سره نژدي اړیکي لري، په تیرو وختونوکې د سعودي سلطنتي کورنۍ هڅه کړې چې منځګړتوب وکړي خو طالبانو د سعودي په نیت شک ښودلې وه. 

ترکیې هم د پاکستان له لارې هڅه وکړه چې طالبان قانع کړي چې په استنبول کې خپل دفتر پرانیزي، خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړ. دوی نه غوښتل چې په داسې هیواد کې خپل دفتر پرانیزي چې ددوی یو دښمن ازبک جنګسالار رشید دوستم ته مالي او سیاسي ملاتړ ورکوي. د زرګونو هغو طالبانو د قتل عام پړه پر دغه جنګسالار اچول شوې ده چې د 2001 کال د نومبر په میاشت کې  په کندوز او د شمال په نورو ولایتونو کې يې خپلې وسلې ایښې وې.  

له دې قتل عام وروسته د طالبانو دوه جیګ پوړي مشران ملا نورالله نوري او ملا فاضل اخند امریکایانو ته وسپارل شول او دا مهال په ګونټانامو کې بندیان دي.  طالبان نشي کولی هغه څه هیر کړي چې په تیرو کلونو کې ددوی پر ملګرو راوستل شول. بل په تیرو وختونو کې د ترکې ځواکونه د ایساف په اډانه کې د طالبانو په ضد جنګیدلي دي، او د هغوی د رژیم په له منځه وړلو کې يې د امریکا مرسته کړې ده او همدا راز د ترکې رسنیو د طالبانو په ضد کمپاینونه کړي دي.  

 قطرد خلیج د کوچني هیواد په توګه په وروستیو څو کلونو کې نه یوازې دامریکا په ګډون په لویدیځو حکومتونو بلکې  په لویدیځو هیوادونوکې د عامو خلکو پام ځانته اړولی دی. ساده بیلګه يې د 2022 کال د فټبال نړیوالې لوبې دي. دې ویاړ په نړیواله کچه د قطر هیواد د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فټبال د بیلیونونو مینه والو ترمنځ شهرت ته ورساوو او د منځني ختیځ لومړنی هیواد شو چې د فټبال دنړیوالو لوبو کوربه توب ورپه برخه کیږي.  

په دې حساب، د قطر ارزښت په دې کې دی چې له لویدیځو هیوادونو سره ډيرنژدې اړیکي لري او نړیواله ټولنه يې نظر ته درناوی لري، دا نه یوازې د دغه هیواد د سټراټیژیک موقعیت له کبله بلکې ددغه هیواد د پرمختللي اقتصاد او د یوې ګډې ژبې له کبله چې د نړۍ له مهمو هیوادونو سره يې جوړه کړې ده. 

دغه هیواد همداراز، د اسلامي هیوادونو او لویدیځ ترمنځ د پله حیثت لري او د اسلامي  نړۍ او لویدیځو هیوادونو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د منځګړیتوب اوږد تاریخ لري. هغه وخت چې په سوډان کې د دارفور کړکیچ یوه نړیواله مساله وه، دواړو غاړو ته په دوحه کې د خبرو اترو شرایط برابر شول او په دې هڅوکې د ډیرو کلونو لپاره ښکیل وو.  

په 2006 او 2007 کلونو کې قطر د یمن او د الحوثیون په نامه د شیعه ډلې ترمنځ منځګړیتوب وکړ او ددغې ډلې مشرانو ته يې په دوحه کې د اوسیدو شرایط برابر کړل چې د یمن له حکومت سره خبرې وکړي، دوحې همداراز په تیرو وختونو کې د فلسطیني ډلې حماس او نورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړي دي. 

له بلې خوا، قطر ظاهرا په افغانستان کې ښکیل نه دی او نه هم په دې هیواد کې خپلې ګټې لټوي، ددې لپاره طالبانو هم په خورا غور سره پریکړه کړې او ددې ګټې دادي چې د دوحې نړیوال اړیکي به طالبانو ته لار پرانیزي چې نوي ملګري پیدا کړي او د نړۍ په نورو هیوادونو کې له خپلو خواخوږو سره وګوري.  طالبان به هلته د اوریدو وړغږ پیدا کړي، له رسنیو سره به په اسانۍ لیدلی شي او نړیوال ملګري به يې هم د تګ راتګ جوګه شي. 

پایله
امریکایان د زړه له کومي غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو غورځنګ له منځه یوسي یا دخپلو ګټو په وړاندې دغه خنډ ویجاړ کړي، خو په جګړه کې دوی ته هغه څه په لاس ورنغلل چې د تر لاسه کولو لپاره يې راغلي وو. بن لادن هم په افغانستان کې نه بلکې په یو بهرني هیواد کې وموندل شو او ووژل شو، نو ددې لپاره مجبور شول چې له طالبانو سره مساله د خبرو له لارې اواره کړي. 

کله چې بهرنیانو پر افغانستان یرغل وکړ شمیر يې 45 هیوادونو ته ورسیده چې په بالقوه توګه يې له دغه جګړه ځپلي هیواد سره د پوځي، سیاسي او اقتصادي مرستو ژمنې ورکړې او سم لاسي د افغانستان  سفارتونه په دغو هیوادونو کې پرانیستل شول. 

دا باید پرانیستل شوي وای، ځکه چې دغه هیوادونه نور په افغانستان کې په مخامخ ډول ښکیل وو او مجبور وو چې ډیپلوماټيک اړیکي له سره جوړ کړي. خوهغه مالي مرستې چې وشوې د هغې اغیز پر ټولنه هیڅ یا بیخي لږ ولیدل شو، ډیری يې د فاسدو چارواکو جیبونو ته ولویدلې چې د شتمنۍ د پیدا کولو په لټه کې وو. 

همداراز،  په دې تیرو لسو کلونو کې د ښارونو اوسیدونکي لومړی درجه وګړي وګڼل شول او د کلیوالو سیمو اوسیدونکي چې د افغانانو اکثریت جوړوي، دوم یا دریم درجه وګړو ته ورښکته شول. کلیوالو ته له بمونو، د شپې د یرغلونو، د نیولو، بمباریو او ډله ییزو وژنو پرته بل څه ورنکړل شول، خو د ښاریانو لپاره د برښنا، د ښځو حقونه، د زده کړو او کار د شرایطو د برابرولو ، د سرپنا، مځکو د ویشلو اسانتیاوې برابرې چې د خلکو ترمنځ يې واټن پیدا کړ. 

اوس نړیواله ټولنه پوهه شوې ده چې مساله باید له کلیو سره اواره کړي، او طالبان د کلیوالو زامن دي، د ښاریانو زامن نه دی. په دې حساب فکر کیږي چې شمال ټلواله، یا ددغې ټلوالې غړي نور هغه ارزښت نلري چې شپږ کاله پخوا يې درلود. ددوی د بهرنیو اړیکو شالید ته په پام سره چې له روسيي او ایران سره يې لري امریکا او د لویدیځ نور هیوادونه  بي باورۍ ته هڅولي دي. 

خو له هغې راهیسې چې طالبانو په قطر کې له امریکا سره د خبرو لپاره د دفتر د پرانیستلو خبر ورکړی دی، دکابل د سولې شورا هڅه کوي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ  اسلامي ګوند د هغو پخوانیو غړو له لارې چې په کابل کې دي وهڅوي چې له کرزي سره خبرو ته کیني، له دې لارې د سولې شورا هڅه کوي چې د طالبانو دریځ کمزوری وښيي، د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په وړاندې د مقاومت ترمنځ  درز جوړ کړي. په کابل کې د امریکا سفیر هم د سولې د شورا ددغو هڅو ملاتړ کوي، خو پنټګان په قطر کې له طالبانو سره بوخت دی. که د سولې شورا په دې بریالۍ شي چې اسلامي ګوند له مقاومت رابیل کړي،ښايي طالبان تر فشار لاندې راشي. 

 برعکس د طالبانو او اسلامي ګوند ترمنځ د خبرو پرمهال سیاسي همغږي د شمال ټلوالې قومندانان او د کرزي رژیم له ننګونو سره مخامخ کوي.  دطالبانو او اسلامي ګوند له همغږۍ ډکه راګرځیدنه به هغه خلک ترپوښتنې لاندې راولي چې  په تیرو لسو کلونو کې يې نړیوالې مرستې د بیا رغاونې پر ځای په بهرنیو هیوادونوکې خپلو شخصي بانکونو ته لیږدولي دي. امریکا، اروپايي هیوادونه او ملګري ملتونه هر وخت کولی شي چې دغه شتمنۍ کنګل کړي، او د افغانستان راتلونکو حکومتونو ته يې وسپاري.  
 د طالبانو او اسلامي ګوند لومړنۍ غوښتنه به دا وي چې ددوی د ملګرو یا د دوی د ملګرتیا په تور د قتل عام شوو خلکو دوسيي به څنګه کیږي؟ د طالبانو په ګډون به هغو خلکو  ته چې په دې لسو کلونو کې يې قربانۍ ورکړي دي  څه نوم ورکول کیږي؟   


Monday 23 January 2012

د ټولنیز موقعیت په سیوري کې، درغلي

د ټولنیز موقعیت په سیوري کې، درغلي
حنان حبیبزی 
                                                         
لنډیز
ټولنیز دریځ social status  لکه سیاسي، پوځي او اقتصادي ځواک، کاري ځای ځایګی، مسلک او دنده انسان ته  داسې ټولنیز ځواک ورکوي چې  دغه فرصت دخپلو شخصي موخو او ارمانونو لپاره  وسیله کړي. هغه ټولنیز اړیکي چې دغه شخص يې د خپل مسلک، کاري شخصیت، یا اقتصادي، سیاسي او پوځي کنټرول له کبله لري د خپلو شخصي ارمانونو او موخو د پوره کولو لپاره  کاروي. 
ساده بیلګه يې د هالیوډ د سینما د لوبغاړو شخصي ژوند دی، هغه ژوند چې د خپل ټولنیز موقعیت یا دریځ او کاري شخصیت له کبله يې ترلاسه کړی دی. دوی د خپلو فیلمونو او رسنیزو هڅو یا ملاتړ له کبله  د ټولنې ترمنځ پراخې او ژورې ریښې غځولي دي او عامو خلکو ته د مهمو ټولنیزو څیرو په توګه ورپیژندل شوي.  له ښه اقتصاد نیولې، تر ښه ژوند او ښو جنسي اخلاقو پورې ټولې انساني ځانګړنې ورپورې تړل شوي دي. کاري شخصیت دوی ته دا ځواک ورکړی چې خپلې خوښې او ناخوښې په اغیزمنه توګه عملي کړي.
د دې ځواکمن دریځ له کبله هغه ځای ته رسیدلي چې په اسانۍ کولی شي خپل شخصي ارمانونه یو پر بل پسې پوره کړي او په انتخابي بڼه یا د selective approach  له لارې خپله خوښه او ناخوښه څرګنده کړي او انتخاب choice ولري او د شیانو په معرفي کولو سره د ټولنې نور غړي ددوی په خوښه د توکو انتخابولو ته مجبور کړي.
په دې لیکنه کې هڅه کوو چې دې مسالې ته بیلګې ولټوو چې د ټولنیز ځای ځایګي تر چتر لاندې اشخاص خپل شخصي ارمانونه څه  ډول پوره کوي او خپله دنده، کاري شخصیت، سیاسي، اقتصادي او پوځي کنټرول د خپلو شخصي موخو او ارمانونو د ترلاسه کولو یوازینۍ لار بولي او د هغې لپاره هلې ځلې کوي.  

د مسلک تر چتر لاندې
د 2009 کال د فبرورۍ په میاشت کې د ټیلګراف ورځپاڼې د هالیوډ د ستوري جورج کلوني او د پاکستان د وژل شوې لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو د وریرې فاطمه بوټو ترمنځ  د جنسي اړیکو په اړه یوه مقاله خپره کړه. 
د ورځپانې په وینا  '' دې جوړې تیرکال (2008)  په یو کنفرانس کې ولیدل چې جورج کلوني  هلته د خپلې وړتیا له کبله  د ملګرو ملتونو د سولې د استازي په توګه او فاطمه د خبریالې په توګه ورغلې وه او په دې سلا شوي وو چې اړیکي به ساتي.  د تیر کال د اوړي  په وروستیو کې چې نوموړي له جذابې خدمې 30 کلنې  سارا لاړسن سره اړیکي مات کړل، ظاهرا يې فاطمې ته لیوالتیا ډیره شوه.''1
که موږ کلوني د هالیوډ د نوماند ستوري، او د فاطمي د کورنۍ سیاسي شالید پریږدو او د ټلګراف د مقالې په متن کې ددوی د لیدو کاتو اسباب  وګورو،  له دوه ډیرو مهمو  ټکو سره مخامخ کیږو،   لومړی  د ' سولې استازی' ، بل د 'خبریالې'  ټکی، هغه څه چې د لیدلو پر مهال د کلوني او فاطمې ټولنیز دریځونه (کاري شخصیتونه) راښيي.
که اوس د یوې شیبې لپاره داسې وګڼو چې کلوني د سولې استازی نه وای، او فاطمه خبریاله نه وای ، ایا دوی به په دې کنفرانس کې د ګډون اسانتیا ترلاسه کړې وه؟ که دا پوښتنه همدلته پریږدو لږ بیرته لاړ شو او د کلوني په اړه داسې وګڼو چې که هغه د هالیوډ ستوری نه وای، ایا دی به د ملګرو ملتونو د سولې استازی ټاکل شوی وو؟  ښکاره ده چې ځواب يې (  نه ) دی. 
که د جورج کلوني او فاطمه بوټو د جنسي اړیکو کیسه د څيړنې [وړ] قضیه case study وټاکو، دې پایلې ته به ورسیږو چې که فاطمه یوه بیوزلې یا نالوستې انجلۍ وای نو دغسې یوې نړیوالې غونډې ته نشوه تلی، همداسې که ښاغلی کلوني د هالیوډ ستوری او ددې دندې له کبله د ملګرو ملتونو د سولې استازی نه وای نو په داسې یوه غونډه کې يې ګډون ناشونی وو. له همدې کبله دا لیکنه  دهغه دلیل پخلی کوي چې دوی دواړو خپل مسلک او ټولنیز ځای ځایګی د نژدې کیدو د لارې یا approaching route په توګه کارولی او د خپلې دندې تر چتر لاندې يې خپل ارمانونه خړوب کړي دي.
د فیلم ستوري، سندرغاړي او د سینګار د نړۍ خلک خپل ټولنیز موقعیت کاروي، او د ټولنې ترمنځ په تیره ځوانان تر اغیز لاندې راولي،  او په دې توګه د خپلو شخصي ارزوګانو د پوره کولو لپاره لارې چارې برابروي.  په لنډ ډول که د کاناډايي سندرغاړي جستن بیبړ او د ماریه ییټر مساله د بلې بیلګې په توګه راواخلو، هغه داسې چې20 کلنې ماریه  تور ولګاوو چې جسټن يې د ماشوم پلار دی.  ماریه ادعا کوي چې د یو کنسرټ په څنډه کې ددې او جسټن ترمنځ اړیکي ونښتل او هغه غوښتنه وکړه  چې نژدې تشناب ته ورسره لاړه شي، اوهلته يې جنسي عمل ترسره کړ.2   که دا ادعا سمه وي، نو جسټن خپل مسلک دجنسي خوند لپاره کارولی او د خپل کاري شخصیت ترچتر لاندې يې خپله ارزو پوره کړې ده.  
دا هغه څه دي چې سیاستوال، شتمن،  پوځي جنرالان او نور دولتي اشخاص يې د څوکۍ او کنټرول تر سیوري لاندې ترسره کوي. د بیلګې په توګه، پاچا د خپل سیاسي، پوځي، اقتصادي او ټولنیز دریځ له کبله پر ټولنې ځان تپي او په هیواد کې د چارو د کنټرولونکي په توګه ورته، کتل کیږي.  
پاچا خپل دغه اختیارات د خپل شخصیت د جوړولو، ښودلو اود شخصي ارمانونو او موخو د لاسته راوړلو په لار کې کاروي. دی په حقیقت کې له خپل سیاسي دریځ او واکمنۍ سره مینه لري چې دده د ارمانونو د پوره کیدو وسیله ده، او هغه څه چې دی يې د خپل کنټرول تر چتر لاندې د شخصي موخو لپاره ترسره کوي هغه ځواکپالنه او حرص دی چې دده په مغزونو کې يې د غدو په څیر وده کړې. له دې ځایه موږ دې پایلې ته رسیږو چې ټولنیز موقعیت د خپلو شخصي ارمانونو د ' خړوبولو' لاره ده او انسانان خبر نا خبر هره شونې (ممکنه) لاره چاره کاروي چې په ټولنه کې لوړ دریځ ولري چې خپل اغیز خپوراو شخصي ارمانونه په اسانۍ پوره کړي، خو په همدې ځای بسنه نکوو، او یو شمیر نورې بیلګې هم وړاندې کوو.  

دهټلر مینه
د هټلر مینه د ' اریايي توکم برلاسي وه' او د یهودانو ډله ییزه وژنه يې د همدې موخې لپاره ترسره کړه چې دده توکم په جرمني کې د خپلو خوښو او ناخوښو په وړاندې خنډ ونلري. دهټلرد عقیدې په نامه د ډاکټر رچارډ کوینګزبرګ کتاب د هټلر په اړه  دا پوښتنه راپورته کړې ده چې ولې هغه  د وروستۍ حل لارې په توګه د جرمني لپاره جګړه انتخاب کړه ؟ په دې کتاب کې د هټلر د فصاحت او د انځورونو څیړنه ښيي چې د هغه په ویناوو، ژبې، انځورونو او لیکنو کې له ځواکپالنې او توکمپالنې سره د جنون له پولو هاخوا مینې، دی د سیال توکم (یهودانو) قتل عام ته وهڅاوو.3
دغه کتاب د سیاسي لیدلوري له پلوه د هټلرد الفاظو استعمال او ژبه رانغاړي چې هغه پکې یهودیان د ځپلو وړ ژوي بلل چې د نورو له وینو غوښه اخلی یاparasite  ، او د جرمني په ټولنه کې يې هغوی میکروبونه bacteria   بلل چې پر نورو عضوي او ناعضوي توکو ژوند کوي، هټلر ددې په وړاندې وروستۍ درملنه  پوځي یرغلونه ښودل، هغه څه چې ده میکروب باله  پرې  ویجاړکړي او جرمنیان خوندي کړي.
دهټلرد عقیدې په نامه ددې کتاب لنډیز دادی چې د هغه ستر ارمان د خپلو دښمنانو ویجاړول او خپل توکم ته د غښتلتیا او یووالي د شرایطو ډالۍ کول وو چې د خپلو ارمانونو او غوښتنو د پوره کولو وړتیا پیدا کړي.  ددې ارمان د پوره کولو لپاره دده نظریه پر وژلو او وژل کیدو یا قربانۍ ولاړه وه. دغه کتاب په دې ټکي ټینګار کوي چې د هټلر اعمال ، هغه  خونړی تاریخ چې ده تر شا پریښی دی د هغه د ارمان او عقیدې نتیجه وه چې هټلر پر مخ بیولې وه.  خو ده خپله د ځواک او واک تر چتر لاندې خپلې شخصي هیلې،  ټولنیزې غوښتنې او ارزوګانې پوره کولې چې د جنسي اړیکو له لارې خوند اخیستل هم پکې شامل وو.  
د هټلر د ښځو په نامه د ګایډونوپ (2003) په کتاب کې د نوموړي د جنسي اړیکو په اړه په تفصیل سره بحث شوی دی .  له هټلر سره د برتانوۍ ښځې یونیټي میټفورډ Unity Mitford اړیکي، همدا راز د نورو ښځینه وو لکه  وینيفرډ ویلیم  Winifred Williams، مرلین ډیټریچ، هیډي لامر، لیني رینیسټاهي، ایوا بران، اګسټ کوبزیک، اګنا ارواد  او نورې چې وخت په وخت  له هټلرسره په انفرادي او ډله ییزه توګه پاتې شوې وې، د خپل پېرمشهورې ښځې وې او د نازیانو مشرد خپل واک او ځواک په کارولو سره خپله جنسي تنده ماتوله.4  
هټلر واده نه وو کړی، له بیلا بیلو ښځينه وو سره چې د ځينو نومونه يې یاد شول اړیکي درلودل او د ژوند په وروستیو ساعتونو کې يې بیا له ایوا بران سره واده وکړ چې دغه واده  36  ساعته دوام وکړ، دايې تر ګردو اوږد مهالې ملګرې وه.  د واده مراسم د  1945 کال  د اپریل پر 28 – 29  شپه د یوې کوچنۍ میلمستیا په ترڅ کې ترسره شول. د اپریل پر30مه نیټه هټلر او د هغه  میرمن د نازي ګوند له نورو غړو سره مخه ښه وکړه او د ورځې په وروستیو کې لادرکه شول، ډیری په دې باور دي چې ځان وژنه يې وکړه. د ایوا په ګډون ډیری دغو ښځینه وو په بیلا بیلو وختونو کې د ځانوژنې هڅې کړې وې چې یو شمیر تاریخپوهان يې د هټلر د ظالمانه چلند اغیز بولي.  

مینه د جنسیت لپاره
د مغزونو په دنننۍ برخه کې د ''ای ډي'' د ټینګار په وړاندې د ''سوپر ایګو''  کمزورترینه مخامختیا داده چې ووايي (ته چې څه غواړې زه پوهیږم چې ناسم کار دی خو څه وکړم کمزوری یم )، دا شخړه د انسان په مغز کې د تاوتریخوالي یا د جنسي لیوالتیا پرمهال کیږي. د بیلګې په توګه، د یوڅه په وړاندې یو څوک پښه نیولی شي، او دننه پټ پخپل ذهن کې پر سلا مشورو بوخت شي، ایا دغه کار وکړم،کنه ؟  دا پوښتنه د ''سوپرایګو''  د ټینګار په نتیجه کې رامنځته کیږي چې له '' ای ډي'' سره هماغه ګړۍ په کشمکش کې ده.

  د فرایډ د ارواشننې psychoanalysis  تیوري چې د هغه امریکايي خوریي ایډوارډ برنایز لاپسې شنلې او پرمخ بیولې ده، ښيي چې د قدرت د خاوندانو او په هغو اشخاصو کې چې تاوتریخوالی خوښوي د ''سوپر ایګو'' برخه کمزورې او ''ای ډي''  فعاله ده،  د واکپالنې او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې خپل شخصي ارمانونهdesires  پوره کوي. ددوی پر مخونو تل د احساساتو نښې emotional symptoms  په څرګنده توګه ښکاري او د لوړ ټولنیز ځای ځایګي یا بوختیاوو او روحي فشارونو له امله نشي کولی ځان په رښتینې بڼه د جنسي اړیکو یا نورو ارمانونو د ترلاسه کولو په وړاندې له حوصلې ډک وښيي، ژر ژر غواړي چې د خپلې خوښې شیان د خپل ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او پوځي موقعیت له لارې راخپل کړي. 

د فرایډ له نظره "مینه تل د جنسي کړکیچ نښه او داسې ځانښودنه ده چې د جنسي قوې پر بنسټ چلیږي او د انساني ټولنې هر غړی تحریکوي. دده په اند انسانان د هوسونو، شهواني او نورو ځانپالو ارزوګانو تابع او پیرو دي، ددې لپاره د عقلانیت بهیر له خنډ سره مخامخ کیږي، او د انساني چلند پر ځای پر حیواني کړو وړو روږدي کیږي."5

ډاکټر ایلني هاټفیلډ او ډاکټر رچارډ راپسن يې (د ښخه او خاوند څوک دي)  په نوم کتاب کې '' مینه  قویترینه احساساتي حالت بولي، چې له یوبل چا سره د یوځای کیدو بیړنۍ لیوالتیا لري.  په نننۍ نړۍ کې څوک له چا سره مینه نکوي چې په جنسي توګه جذاب نه وي، ښکلا ونلري، د ډیرو لپاره مینه له بلې غاړې سره د جنسي اړیکو د ټینګولو په مانا ده۔''6

یو فرانسوی فیلسوف ژاک لکان چې د فرایډ پر تجربو يې زیاتونې وکړې د ښځینه او نارینه جنس ترمنځ پخپله خوښه د ملګرتیا اړیکي  چې یو بل ته د خپلو دنننیو پټو رازونو د څرګندولو او له یو بل سره د بسترې د شریکولو تر کچې رسیږي ( هغه څه چې موږ يې په افغانستان کې مینه بولو ) مینه نه بلکې شهواني او جنسي فشارونه دي چې دواړه داسې یو حرکت ته هڅوي چې د خپلو بدنونو اختیارات یو بل ته ډالۍ کړي.

داهرڅه په لاشعوره توګه ترسره کیږي او د مینې د نوم په کارولو سره انسان خود غرضه اعمال ترسره کوي چې د دین له نظره  ګناه بلل کیږي او د پښیمانۍ  پراحساساتو پایته رسیږي.  له هرې ګناه وروسته انسان دننه پخپل ځان کې د  پښیمانۍ له احساساتو سره مخ کیږي. د پښیمانۍ دغه احساسات د فرایډ له نظره هماغه ''سپر ایګو'' ده چې خپل قویترینه دریځ ته پورته کیږي او ''ای ډي'' د هغه عمل له کبله تربرید لاندې راولي چې په لاشعوره توګه يې یو څوک پر نه جبرانیدونکي مصیبت اړولی دی. له دغې پیښې مخکې د انسان په مغز کې دغه شخړه د '' ای ډي''  په ولکه کې وه  او''سپر ایګو'' کمزوری دریځ درلود،  خو له پیښې وروسته ''سپر ایګو''  قوي دریځ غوره کوي او '' ای ډي'' کمزوري دریځ ته ښکته کیږي، له همدې کبله فرایډ د ذهني ارامۍ لپاره مذهب اړین باله. 

د افغانستان اوسمهالې بیلګه

که د افغانستان بیلګه راواخلو، حامدکرزی، د 2001 کال د سپټمبر له 11 څخه وړاندې هیڅ شهرت نه درلود، که څوک په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې له 2001 کال مخکې د کرزي شالید ولټوي، نو هیڅ به پیدا نکړي، ځکه چې هغه وخت کوم مهم سړی نه وو. دده کورنۍ  او وروڼو په متحدو ایالاتو کې ژوند او کاروبار کاوو. وروڼو يې یو ریسټورانټ درلود او هلته د یو کډوال په سترګه ورته کتل کیدل.

په افغانستان کې يې هیڅ کوم کاروبار نه درلود، خو له هغې راهیسې چې متحدو ایالاتو حامد کرزی په افغانستان کې واکته ورساوو، وروڼه او کورنۍ يې دده د واک او ځواک ترسیوري لاندې د بیلیونو ډالرو د کاروبار خاوندان شول. ایا دوی دغه پیسې مخکې درلودې؟ که له کرزي پرته یو بل څوک په واک کې وای ایا دوی به دومره لویه اقتصادي امپراتوري جوړه کړې وه؟ 

 افغانستان د یو جغرافیايي موقعیت په توګه یوه سیمه ده چې پخپل ذات کې نشي کولی د هغه څه په اړه خبرې وکړي چې پکې ترسره کیږي. یا د هغه ځواک، قدرت، شتمنۍ، بیت المال او نورو د مالکیت دعوا وکړي چې له افغانستان سره تړل کیږي، ځکه چې د افغانستان په نامه یو څه جغرافیايي موقعیت دی، روح نلري، نه ژبه لري ، نه څه غوښتلی شي او نه څه لیدلی شي. خو برعکس دا جغرافيايی موقعیت  او ورپورې تړلي اقتصادي، سیاسي، پوځي، کولتوري او ټولنیز اختیارات  او کنټرول یو شخص ته سپارل کیږي چې د ولسمشر په نوم يې یادوي.

ولسمشر چې د یو شخص په توګه خپلې  ځانګړې خوښې او ناخوښې لري  د لسګونو میلیونه عادي انسانانو په استازیتوب  پریکړې کوي چې په دې جغرافیايی موقعیت کې ژوند لري. دا ګردې پریکړې ددغه شخص د ارمانونو او ارزوګانو له مخې  ترسره کیږي چې نه یوازې دده قدرت خوندي کوي بلکې دغه جغرافيايي چاپیریال او په دې کې اوسیدونکي دده د مالونو (توکو) په توګه پاتې کیږي.

ښاغلی کرزی د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له دې کبله کار او ژوند کوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ دریځ status ورپورې دی، او دغه څوکۍ يې په لاس کې ده. دی د همدې موقعیت په کارولو سره شهرت ته رسیدلی او دا مهال د هیواد ځواکمن ترینه شخصیت دی. 

دی کولی شي چې  په ساده ډول د خپل دریځ او کاري شخصیت په کارولو سره کوچنۍ مسالې لکه د خپلې خوښې جنسي اړیکي ټینګ کړي، شتمني، نوم او نښان پیدا کړي او یو شمیر اوسیدونکي د پولیسو او پوځ، کابینې او والیانو په توګه دده خدمت وکړي او د تخت او بخت د ټینګښت لپاره يې قرباني ورکړي او خپل ماشومان یتیمان کړي.

د معشوقو لپاره جګړې ته

ددې لپاره چې خپلې معشوقې ویاړلې کړي، ډیری سرتیري حاضریږي چې له لویدیځ څخه د افغانستان په څیر یو هیواد ته ولاړ شي او هلته وجنګیږي. ددوی معشوقې وخت ناوخت په ټلویژونونو کې څرګندیږي او د ویاړلو معشوقو په نامه ځانونه معرفي کوي. ددې احساساتو د پراخولو او تبیلیغولو لپاره د جامو د جوړولو کمپنۍ حاضریږي چې داسې T-shirts او خولۍ ډیزاین کړي چې دغه شعار پکې لیکل شوی وي: د عسکرو ویاړلې ملګرې یا soldiers proud girlfriends .7 


دلته دا ټکی څرګند شو چې تاوتریخوالی، وژنه ،  په پردیوهیوادونوکې د ځايي اوسیدونکو وژل، ځورول او بندیانول  ددې لپاره ترسره کیږي چې په راتلونکي کې د خپلې خوښې جنسي ژوند برابر کړي، یا جنسي خوند ترلاسه کړي.

موږکه د خپل میوند د جګړې تاریخ ته وګورو د ملالې نارې ددې لپاره د افغان اتلانو جګړیزمورال ژوندی کړ چې ددوی نارینه غیرت يې را وپاراوو او ښځینه جنس ته يې د خپلې میړانې او رزمي احساساتو د څرګندولو لپاره سرښندنې ته چمتو کړل.  دا مساله یوې ژورې علمي څیړنې ته اړتیا لري چې زه دمګړۍ په دې موقعیت کې نه یم چې پلټنې پرې وکړم، ځکه چې د میوند د جګړې هغو شواهدو ته باید مراجعه وکړم چې ښايي د افغانستان په ارشیف کې وي.

اخذونه 

1: Longley. W. (2009), Fatima Bhutto a beauty to tame George Clooney and even Pakistan (online), available http://www.telegraph.co.uk/news/newstopics/profiles/4626726/Fatima-Bhutto-A-beauty-to-tame-George-Clooney-and-even-Pakistan.html  (accessed: 23.01.2012).
2: Johnson. J. (2011), Mariah Yeater Gives Interview, Says She Has Proof To Back Up Justin Bieber Claim (online), available http://www.inquisitr.com/157527/mariah-yeater-interview-justin-bieber/ (Accessed: 23.01.2012).
3: Koenigsberg. R. (2007), Hitler’s ideology, New York: Information Age Publishing Inc.
4: Knopp. G. (2003), Hitler’s women, Trans, Sutton Publishing Limited, New York: Rutledge.
5: Sigmun. F. (1947), Contributions to the Psychology of Love, in Freud on War, Sex and Neurosis, New York: Arts and Science Press.
6: Hatfield. E & Rapson. R. L. (2011), who are husband and wife, London: Cambridge University Press.
7: Zazzle. (2011), into a soldier eyes, proud army girlfriend t-shirt (online) available http://www.zazzle.co.uk/into_a_soldiers_eyes_proud_army_girlfriend_tshirt-235517652926640414  (accessed: 23.01.2012).


Thursday 12 January 2012

د تراب فلسفي لرلید



د تراب شعرد مقاومت شعر دی او د ظلم په وړاندې غږیږي 


د تراب فلسفي ''لرلید''
حنان حبیبزی
تاسو به لیدلي وي چې د لسګونو سلاکارانو ترڅنګ، ډیرې ادارې، اکاډمۍ، د مطالعاتو مرکزونه او نور جوړیږي چې دولت ته مشورې ورکړي. ددولت نوم د یوې تیرویستونکې آلې په توګه کاریږي، خو په حقیقت کې دا یو شمیر هغو اشخاصو ته مشورې ورکوي چې دولتي امکانات د خپلې واګې د ټینګښت لپاره کاروي.


عامو خلکو ته د مشورو د ورکړې لپاره څوک نه چمتو کیږي، ځکه چې عام خلک د ګردو دسیسود موضوع subject لپاره غوره کیږي، قوانین، لایحې، زندانونه، سزاوې، محاکم او نورددې لپاره رامنځته کیږي چې د خلکو خپلواکي، حقونه،ارمانونه او خوښۍ محدودې یا له منځه یوړل شي او له بلې خوا یو شمیرلوستو او تابع کارګرو ته د کار سرچینې برابرې کړي.


د مطیع الله تراب شعرونه په یوټیوب کې په انځوریزه بڼه دده پخپل اواز کې موندل کیږي. هلته لیدل کیږي چې په مشاعرو کې د خپلو انتقادي شعرونو له کبله د سلګونو ناستو خلکو له داد او ستاینې سره مخامخ دی. د تیرو څو اونیو راهیسې مې دده څو شعرونه خورا په غور واوریدل او د یوشمیر لویدیځوالو فیلسوفانو لکه میشل فوکو له هغو ټولنیزو انتقادونو سره يې ورته والی درلود چې کلونو کلونو لپاره يې پرې څیړنې کړي.


تراب مې نه له نژدې لیدلی، نه مې کله ورسره خبرې کړي او نه خبر یم چې د افغانستان د کومې سیمې دی، خو هغه مې دده د شعر له لارې موندلی. ښايي زموږ په ټولنه کې تراب ته ورته شاعران او لیکوالان ډير وي چې د خلکو لپاره خبرې کوي. خو له بده مرغه زموږ ټولنه او زموږ خلک د ژوند له دومره کړاونو سره مخامخ دي چې نشي کولی یو څوک په اسانۍ پیدا کړي.


په دغه لیکنه کې هڅه شوې ده چې دده د شاعرۍ بیلګو ته د کتنې په پلمه هغه څه راوسپړو چې په سیاست کې د شتمنو ونډه، د رسنیوونډه او د ټولنیزې بثباتۍ اړیکي بلل کیږي.


انتقادي لیدلوری


د فوکو له نظره په هغو ټولنو کې فکرونه هیڅ وده نکوي چې ښونکي، خبریالان او روڼ اندي پکې ځانونه د دولت مامورین بولي. د هغه څه لپاره کار کوي چې ورته د معاش په توګه ورکول کیږي، او هغه څه ته سترګې په لار وي چې د وخت د ضایعه کولو په بدل کې معاش بلل کیږي. دوی پخپل چاپیریال کې روان حالات په انتقادي ډول نه څیړي، بلکې یوازې د هغه چا په خوښه خبرې کوي چې دوی ته مالي ملاتړ ورکوي. د تراب بیلګه ښايي هغسې یو چا ته ورته وي چې فوکو يې په لټه کې دی:


ای د نیازبینو د چم خانه، تاته څه پته ده!


ته څه خبريې ولږه څه ته، تنده څه ته وايي


ته چې پیدا شوې په ککو کې درته شات څیڅیدل


زه چې پیدا شوم ما د مور اوښکو ته خوله وازه کړه1


فوکو د 1982 کال د اکتوبر په میاشت کې د ورمونټ په پوهنتون کې یو لکچر ورکړ او هغه څه یې یاد کړل چې ده پرې کار کړی وو او دا يې د [رسمي] ادارو او عادي خلکو اعمالActions يې وبلل. فوکو وویل، د قدرت د سرچینو او هغه ادارې Institutions چې په یو یا بل ډول سره اړیکي لري د نظم په پلمه د سزا ورکړه داسې هڅه بولي چې وښيي څه ډول نوی فکر زوکړه کوي، او څه ډول عام خلک د فکرونو موضوع subject جوړیږي.


ولټر هارټ پخپل کتاب فوکو به څه کول(2011) کې فلسفه داسې تعریفوي: '' د فلسفې موخه د هغو لارو تر پوښتنې لاندې راوستل دي چې موږ پرې فکر کوو او یا پکې ژوند کوو، او دا نورو خلکو او موږ پورې اړه لري چې وښیو هغه څه چې باید بل ډول وای، ولې داسې دي. په دغه بڼه پر فلسفې پوهیدل د خپلواکۍ لپاره لار پرانیزي. داد فکر کولو، لیدلو او ژوند کولو نوي امکانات را وړاندې کوي'' (2، مخ


فوکو فکر کاوو چې هر ځای کې د ټولنیز تاریخ او د مفکورې د تاریخ ترمنځ واټن پروت دی. ټولنیز تاریخپوهان ښايي ووايي چې څه ډول عام خلک پرته له فکر کولو غبرګون ښيي، او د مفکورو تاریخپوهان ښايي ووايي چې څه ډول خلک له عمل پرته، فکر کوي. هر سړی دواړه هم فکر او هم عمل کوي. څنګه چې خلک عمل کوي یا غبرګون ښيي، دا له فکر سره تړاوو لري، او فکر دودونو پورې اړه لري.


د فوکو په وینا کې مهم شی د غبرګون یا عمل په تولید یا تنظیم کې د فکر ونډه ده چې ده خورا مهمه ګڼلې ده، خو ستونزه داده چې شتمن او د قدرت خاوندان د ټولنې فکري ځواک ته په بابیزه سترګه ګوري، چې بې ارزښته وګڼل شي او ددوی د فکري تولیداتو لپاره تشه رامنځته شي چې دعامو خلکو پر ژوند خپلې موخې وتپي.


په داسې حال کې چې موږ هره ورځ ګورو چې خلک د سیاسي، پوځي، اقتصادي، کولتوري او ټولنیزو حالاتو په وړاندې غبرګون ښيي خو دې ټکي ته پام نکوو چې له غبرګون وړاندې څه پیښ شول؟ هغه وخت چې انسان له یوعمل سره مخامخ شو، هماغه شیبه يې په ذهن کې ددغه عمل په وړاندې یوه مفکوره ټوکیږي او متضاد عمل ته اړکیږي.


د بیلګې په توګه، یو سړی د خوسا ځای ترڅنګ تیریږي، بد بوی يې په سوږمو ورننوزي، ژر خپل څادر له وږې ښکته کوي او پوزې ته يې نیسي چې د بوی مخه ونیول شي. مخکې له دې چې خوسا ځای ته ورسیږي څادر دده په وږه وو، خو کله چې دغه ځایته ورسیده، څادر يې له وږې لیرې او پوزې ته ونیوه. د بد بوي په احساسولو سره يې مغزونو غبرګون وښود او دده په ذهن کې دا مفکوره پیدا شوه چې څه ډول له ځان سره مرسته وکړي چې له خوسا بوی وژغورل شي.


دغه بدلون د فکر زیږنده وه چې لاروي ته يې انتخابoption په لاس ورکړ او عمل ته يې وهڅاوو. موږ لومړی فکر یاد کړ او بیا د فکر په نتیجه کې مو غبرګون یاد کړ، دې دواړو د یوې ځانګړې پیښې له رامنځته کیدو څخه وړاندې هیڅ وجود نه درلود. د پیښې په وړاندې فکري عکس العمل په مغزونویا ذهن کې یو لړ مالومات information تولیدوي چې بیا د انسان پر وجود بیړنی اغیز شیندي او متقابل عمل ته يې اړباسي.


کله چې د یو بهرنۍ پدیدې په وړاندې د لاروي فکر عکس العمل وښود، دهغه فزیکي بڼه يې بدله کړه. لکه د نیوټن معادله چې ددې پخلی کوي او ښيي چې 'هرعمل ورته غبرګون لري'. ښايی هغه کسان چې د پولیسو د سرتیرو او پوځيانو په توګه خدمت کوي، له دې معادلې ناخبره واوسي، ځکه چې دوی دځانګړو اشخاصو د خدمت لپاره د ټولنې نور وګړي په وسلو او هغو اداري امکاناتو ګواښوي چې سرغړونکو یا منتقدینو ته سزا ټاکي. د تراب په شعر کې دغه مساله داسې راغلې ده:


د ماښام غل يې د سحر په غلا کې بیا ونیوه


حیران په دې یو چې چا پریښود او چا ونیوه؟


د امنیت پړسوب د خیټي په چاودون واوښته


په رمو مو د لیوانو غوندې شپون واوښته3


په دې ډول ازادې ویناوې د قوانینو، پولیسو او پوځ له لارې کنټرولیږي، خو پوځي او پولیس چې د همداسې یوې بدمرغې ټولنې غړي دي، له دې ناخبره دي چې د څو تنو اشخاصو د ځواکپالنې لپاره څومره ژر قربانۍ ته چمتو کیږي او لوی لوی جنایتونه کوي.


خو دننه په حکومت کې شتمن تګلاره جوړونکي په دې پوهیږي، او په لوی لاس غواړي چې خلک غبرګون وښيي چې د ځپلو پلمې يې برابرې شي او په همدې ترڅ کې یو شمیر نورخلک د بیوزلۍ له کړاونو سره بوخت ساتي. پولیس او پوځ له عامو خلکو سره لاس او ګریوان دی چې په ټولنه کې د انکار مفکوره له منځه بوځي او تابع چاپیریال جوړ کړي.


همداسې، که یو بهرنی ځواک د خلکو د ناکرارۍ یا خوښۍ لامل وګرځي، ذهن يې فکري لیدلوری تولیدوي، څو شیبې وروسته دغه فکري لیدلوری چې په ذهن کې پټ دی د انسان چلند بدلوي.


که دا ځواک بهرني یرغلګر وي او '' د یو چا د خپلو خپلوانو له قتلولو وروسته پر مړو متیازې کوي''4 د پوځي یا پولیس د اخلاقو څرګندونه بلل کیږي، او دا ښيي چې دوی ته د بشر په وړاندې څه ډول چلند ورښودل شوی، لکه تراب چې وايي:


بشر دوستان دې له بګرامه لږ لیدنه وکړي


چې بشریت پکې په سپیو داړل شوی پروت دی


په انساني کرامت لوبې د حیوان لګیا دي5


د میراثي کنټرول لپاره لوږه او ناپوهي اړینه ده


د تراب په شعر کې د پاملرنې وړټکی دده کیڼ اړخی دریځ دی چې ټولنیز، پوځي، سیاسي او اقتصادي حالات يې په یوه علمي ډوله اډانه کې شمیرلي دي اوټولنه يې پر پوړونو ویشلې ده، لکه د بیوزلو پوړ، د شتمنو پوړ، د واکمنو پوړ او داسې نور:


ستاسې بچي د محلونو بچي، بس هره شپه د چراغان شپه وي


زموږ بچي لا څپلۍ نه پیژني، دشپې د سر لاندې څنګل ماتوي6


د تراب شعرکه څه هم سیمه ییز دی او افغانانو ته غږیږي، خو پخپله بڼه کې د کاناډايي مفکر اېډم کهني (2011) له هغو دلایلو سره سمون خوري چې د شخړې پر مهال يې د ټولنیزو ننګونو په اړه وړاندې کړي دي. د ډاکټر کهني په وینا د امریکا د متحدو ایالاتو په ګډون د صنعتي هیوادونو هڅې ښيي چې دوی غواړي په نړۍ کې خپل دریځ پیاوړی کړي. دا ننداره د لیکنې په بڼه (رسنیو)، په ویناوو (کنفرانسونو)، د ډیپلوماټیکو منډو تړلو، د سختې ډیپلوماسۍ (بندیزونو) یا په پوځي توګه څرګندوي چې په یو نه یو ډول د خپل کنټرول سیمه پراخه کړي.


په افغانستان کې هم د شتمنو، ځواکمنو او زورواکو له خوا د عامو خلکو په ضد له همدغه ډول چلند څخه کار اخیستل کیږي. قدرت لرونکي شتمن پوړ چې پر دولتي چارو او پر اقتصادي سرچینو کنټرول لري د عامو خلکو په ضد له هیڅ ډول تاوتریخوالي ډډه نکوي، ځکه چې دوی په راتلونکي کې د خپلو ماشومانو لپاره د قدرت او شتمنۍ په هڅه کې دي. عامو خلکو ماشومان نه پریږدي چې زده کړې وکړي، که دوی زده کړې وکړي بیا انتقادي نظر پیدا کوي او انتقاد کونکي د زغملو وړ نه دي:


راټول شي داسې منصوبه جوړه کړي


چې د مزدور بچی مزدور پاتې شي7


د تراب دغه ټولنیز انتقاد د میشل فوکو له هغه انتقاد سره سمون لري چې په پوهنیزوڅانګو لکه پوهنتونو او ښونځیويې کړی دی. فوکو وايي پوهنتونونه ددې لپاره ډیزاین شوي دي چې یو شمیر خلک په یوشمیر نورو ځواکمن او واکمن کړي. په پوهنتونو او ښونځيو کې دوی د خپلې خوښې نصاب چمتو کوي، هغه څه چې ډیر ځلې زده کونکي ستړي کوي، خو بیا هم ددې لپاره لوستلو ته اړویستل کیږي چې داسې مفکوره ورکړل شي چې د انتقادي فکر وړتیا ونلري. که تاسې د کابل پوهنتون د استادانو ویناوې او مرکې واورئ پرته له یو څو تنو ډیری يې انتقادي نظر نلري، په داسې حال کې چې دوی ګوري چې هرڅه په ناسم ډول روان دي، خو بیاهم ترې دفاع کوي. تراب دغه مساله داسې راپورته کوي:


شاباش تکړه شئ د جیبونو د ډکولو وخت دی


او له دې ولس نه د څرمنې د ویستلو وخت دی8


په ټولنیزه بي عدالتۍ کې د رسنیو ونډه


رسنۍ تل ادعا کوي چې دوی د خلکو اواز پورته کوي، په داسې حال کې چې د خلکو په شخصي ژوند کې لاسوهنه کوي، خپل لیدونکي/ اوریدونکي/ او لوستونکي هڅوي چې د یو شمیر اشخاصو ملاتړ ته ځان چمتو کړي چې واکمني يې په لاس کې ده.


انځوریزې رسنۍ په ځانګړي ډول، نه یوازې د بهرني '' کولتوري یرغل''9 لامل ګرځیدلي، بلکې د ځواکمنو اشخاصو د مالي ملاتړ له کبله قومي لیدونکي یا اوریدونکي جوړوي چې ټولنه سره وویشي او یو شمیر ځانګړو کسانو ته د کنټرول لاره برابره کړي. د هندي فلمونو، مزاحیه پروګرامونو او داسې نورو تفریحي نندارو له لارې هڅه کوي چې خلکو ته ځانګړی چلند، ناسته ولاړه او جنسي روږدیدنه ور زده کړي. د تراب په شعر کې د رسنیو همدې ونډې ته اشاره شوې او دا چې دغه صنعت د ځانګړې موخې لپاره کار کوي:


ډیموکراسۍ موږ ته څو ډمې راډیو ګانې راکړې


لړلې ګوړې يې په زهرو کې ارزانې راکړې10


د تفریحي پروګرامونو کومه بڼه یا بهرني فیلمونه چې د ټلویژون پر پرده ښودل کیږي یا پر راډيو وړاندې کیږي، د ډیری لیدونکو/ اوریدونکو پر ورځينو چارو ناوړه اغیز شیندي. ددغسې رسنیو په مارکیټ کې له حده تیرو بوختونکو توکو دودول ددې لپاره اړین بلل کیږي چې عام خلک د خپلو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو په اړه د فکر کولو ځواک له لاسه ورکړي او ددوی لاشعورله جنسي روږدیدنې او هغو نورو نشيي توکو سره وتړل شي چې د استعمال له کبله يې انسان پخپل ځان کنټرول له لاسه ورکوي.


ښه بیلګه يې '' دکابل په یو واده کې د شرابود څښلو له کبله د یوشمیر کسانو مرګ دی''. 11شراب او نور نشيی توکي یو څوک پیري، هلته د پیسو راکړه ورکړه وي، لیږد رالیږد لري او یو شمیر خلکو ته د کار موندلو لامل ګرځي. د شرابو او نشيي توکو دودول ددې لپاره هم اړین بلل کیږي چې ټولنه ګنګسه او ذهن يې له خیالي ارمانونو سره وتړي چې ټولنه د شتمنو او د قدرت د خاوندانو د پریکړو په وړاندې د راپورته کیدو وړتیا له لاسه ورکړي.


که لږ اخوا لاړ شو او د سویلي اسیا په کچه د دغسې یوې بلې بیلګې یادونه وکړو، نو د پاکستانۍ نڅاګرې وینا ملک جنجالي انځورنه دي چې یوې هندۍ مجلې خپاره کړل. ددې انځورونو د خپرولو تر شا درې ډوله سیاست پروت وو.


1. په لوی لاس هڅه وشوه چې د مجلې سلګونو زره لوستونکو لاشعور ته لاسرسئ پیدا کړي او هغوی ددې مجنونان وګرځوي چې له دې نڅاګرې سره د وصلت له خیالونو پرته پر نورو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي مسالو فکر ونکړي. ددوی د مغزونو دننۍ برخه (ای ډي) دومره فعال وساتي چې کنټرولونکې برخه ( سپر ایګو ) يې له کاره وغورځول شي.12


2۔ د من موهن سینګ د دولت ملاتړ کونکو پاکستاني ضد هندي رسنیو له دې لارې هڅه وکړه چې پاکستانیو رسنیو ته یوه نوې مساله په لاس ورکړي چې په اسلام اباد کې پر هغو سیاسي حالاتو بحثونه وځنډوی چې د پاکستان او امریکا ترمنځ يې اړیکو ته زیانونه ورسول. څومره چې د پاکستان په رسنیو کې بحثونه ډیریدی هومره د انځورونو خپرندوې مجلې ته اقتصادي او سیاسي ګټه رسیدله.


3۔ اقتصادي ګټه وټه، هغه ځوانان چې یا له جنسي کړکیچ سره مخامخ دي، بې له شکه چې شمیر يې ډير دی، یا هغه چې له پاکستان سره دښمني لري، ددې انځورونو لپاره مجله رانیسي او د مجلې اداره نه یوازې خپل کړی لګښت بیرته ترلاسه کوي بلکې د راتلونکو ګڼو لپاره د میلیارډونو هندي کلدارو په بیه سوداګریز اعلانات راخپلوي.


د ټلویژون د وړاندې کونکو لویدیځ ډوله جامې او داسې نور بهرني سریالونه چې لیدونکو ته د بیوزلۍ احساس ورکوي. په بله مانا د سریال یاد ټلویژون د ښځينه یا نارینه وړاندي کونکي او له غربت، جنسي کړکیچ او روحي ستونزو سره د مخامخ لیدونکي ترمنځ اقتصادي، کولتوري واټن ( لکه سینګار، رنګینې جامې) ددې لامل ګرځي چې لیدونکی فکري ثبات له لاسه ورکړي، پخپل ځان کې یوه تشه وګوري. دغه لیدونکی هماغه ګړۍ د دغسې سینګار/ ښکلو جامو او د اقتصادي پرمختیا په فکر کې لویږي چې د جنسي ارمان desire د ترلاسه کولو لپاره يې د فزیکي سمبولونو او اوزارو په توګه وکاروي.


د بیوزلۍ له کبله هماغه ګړۍ یا راتلونکې ورځ نشي کولی ورته جامې واغوندي. ځکه چې د نوموړی/ې ورځینۍ کارګري هڅې نشي کولی چې هغه د سریال یا د ټلویژون د وړاندې کونکې په څیر د سینګار یا جامو د اغوستلو او ځانښودنې جوګه کړي، دغه نهیلي پر ژور خپګان بدلیږي او دغه لیدونکی/ ې ناڅرګند اوښتون revolutionته هڅوي.


دغه ډول پروګرامونه ددې لپاره ډیزاین کیږي چې لیدونکي سیاسي فکر ونشي کړی او د انتقادي فکر وړتیا پیدا نکړي. په اروپايي هیوادونو او امریکا کې د ایکس فکټور X-Factor ، بیګ برادر Big Brother ، یاد فټبال د لوبې لپاره رسنیزې هلې ځلې ددې لپاره کیږي چې تګلاره جوړونکي، پانګوال او د کاروبار خاوندان د خلکو لاشعور ( ای ډي ) ته لار پیدا کړي چې ډیر فکر کولو ته يې پرینږدي. د فټبال د هر لوبغاړي لپاره رسنۍ بیل بیل کمپاین پر مخ بیايي چې ځوانانو لپاره يې موډل وګرځوي او ورو ورو د لوبغاړو بیيي پورته ځيي او د اسبابو په توګه يې د فټبال یو کلب پر بل کلب پلوري چې عام خلک په ځانګړي ډول عام ځوانان ترې اغیزمن impress کړي.


د همدې لپاره هغو خلکو ته چې ډیر فکر کوي ډیرځلې احمق ویل کیږي. دا ټینګار چې ښي اړخي یا د واکمنو اشخاصو ملاتړ کونکي يې کوي چې 'تل شیانو ته له مثبتې کړکۍ وګورئ'، لومړی یوه تیرویستنه ده او دومه يې داسې هڅه ده چې مخکې له مخکې د یو چا فکر د هغه په ذهن کې وژني.


اقتصادي انحصار او د خلکو د خوښې او ناخوښې کنټرولول


که د ټلویژوني اعلانونو بیلګې ته وګورو، څه واخلوو څه وانخلو، څه واغوندو څه وانه غوندو، موږ باید څه ډول خواړه په کومه بیه راونیسو، موږ باید پیسې چیرته ولګو، زموږ پیسې د چا جیب ته لاړې شي، موږ باید د خپلو ستونزو په اواري کې له چا مرسته وغواړو او څه ډول يې وغواړو. پولیس او پوځي څه وخت زموږ پر سر ولاړ وي، او څه وخت موږ ته څه وايي؟ څوک ښه سړی دی، څوک بد سړی دی.


دا رسنۍ او همدغه سیاسي اشخاص دي چې هڅه کوي موږ لیدونکو/ اوریدونکو ته ارمانونه اوغوښتنې معرفي کړي چې موږ ددوی په خوښه یو څه ښه او یو څه بد وګڼو. دا ټولې چارې ددې لپاره چمتو شوي دي چې د خلکو کړه وړه او ناسته پاسته کنټرول شي. د خلکو تقدیر د شتمنو او ځواکمنو تر اغیز لاندې پریوځي او د عامو خلکو خوښه نا خوښه کنټرول شي. عام خلک باید خپل انتخاب ونلري او د څو تنو اشخاصو له خوا وړاندي شوي توکي که ددوی خوښیږي او که نه يې خوښیږي راونیسي او د ټاکلو اختیار له لاسه ورکړي.


د بیلګې په توګه Fitness Rx په نامه د مجلې لاندیني انځور ته وګورئ، چې ماشوم لرونکو میرمنو ته سپارښتنه کوي چې څه ډول د نارینه وو د جنسي پاملرنې وړ وګرځي:

ددې موخه داده چې ښځینه پوړ وهڅوي چې یو شمیر ځانګړي تولیدات وپیري او تولید کونکو ته اقتصادي ګټه ورسوي چې دغه پانګوال د خپلو سیاسي او ټولنیزو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپله وړتیا لا پسې پراخه کړي. یو شمیر نورې ښځې چې له غربت څخه ځوریږي ښايي دېته وهڅیږي چې ددې تولیداتو د پیرلو لپاره کار او خدمت وکړي چې له نورو سره سیالې شي.


واکمن پوړ د کاروبار، د مارکیټ او د پانګې د ښکته پورته کیدو ولکه په لاس کې نیولې، خو هیڅ مالیه نه ورکوي، دولتي شتمني د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي. خو بیوزلی او منځنی پوړ چې خولې تویوي او کار کوي په تراه او ویره کې ژوند کولو ته اړ کیږي.


په دې توګه ټلویژونونه او نورې رسنۍ د ځانګړو اشخاصو له خوښې سره سم د ټولنې پریکړې کنټرولوي. په داسې شرایطو کې خلک د هغه څه منلو ته اړ کیږي چې دغه اشخاص يې معرفي کوي.


همداراز، رسنۍ د هغو شیانو په اړه خبرې کوي چې ټولنه سره بیلوي، پلانکۍ ډله ښه ده او پلانکۍ بده ده. پلانکي د پلانکي په ضد داسې او هغسې چلند وکړ، دا هغه څه دي چې سیاستوال يې زموږ د پاشلو او بیلولو لپاره غواړي چې اوبه خړې شي او کبان ونیسي.


د بیلګې په توګه، کله چې پر کابل برید کیږي نو ډیر جدي نیول کیږي، رسنۍ پرله پسې خبرونه خپروي، چارواکي ښکته پورته کیږي، خو کله چې ورته برید د کندوز یا پکتیا پر یو کلي ترسره کیږي، ښځې او ماشومان پکې وژل کیږي، موږ يې ګورو چې لږ ارزښت ورکول کیږي، او په رسنیو کې يې په اړه هیڅ یا لږ څه لیدل کیږي.


یا د بیلګې په توګه، په تخارولایت کې د پولیسو یوه ډله پر یوې ماشومې ډله ییز تیری کوي، هغه کوم جرم نه ګڼل کیږي. خو په ارزګان کې یو سړی چې ښايي روحي ستونزې ولري، د ښځې پوزه پرې کوي هغه نړیوال کیږي،او د ټایمز د مجلې په پښتۍ کې يې انځور چاپیږي. په دې توګه دوی باید ووايي چې کوم بد جرم دی او کوم ښه جرم دی، یانې جرمونو ته امتیاز ورکول، ددغو رسنیو دنده ده. کله چې ناټو په فراه کې ملکي کسان په ډله ییزه توګه وژني، هغه کوم جرم نه ګڼل کیږي، خو که مقابله ډله پر ناټو برید کوي، او هلته کوم لاروی په ناقصدي توګه وژل کیږي، دا جرم دی.


د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو تګلارې


دوی د ټولنې بیوزلي او د منځني پوړ middle class وګړي پخپلوکې اچوي، په افغانستان کې ښاریان او کلیوال او یا هغه څه چې د قدرت خاوندان پرې خبرې کوي. دوی دغه جنجالونه پیدا کوي چې وکولی شي په رسنیو کې راښکاره شي او په قدرت کې پاتې شي، که ارامي وي، انتقادونه ډیریږي.


دا سیاسي ګوندونه او د مدني ټولنو په نامه ادارې ددې لپاره راجسټر کیږي چې خلکو ته دا احساس ورکړي چې د پریکړو ازادي شته دی، خو ازادي نشته، او دا یو څو اشخاصو ته د کنټرول د لارو چارو برابرول دي. دغو ګوندونو او مدني ټولنو ته د فعالیت شرایط هغه اشخاص برابروي چې واګې يې په لاس کې دي. د عدلې په وزارت کې د ثبتولو پر مهال ګوندونه یا نادولتي ادارې باید داسې تګلارې وړاندې کړي چې د دولتي لایحو په نامه د شتمنو زورواکو په لاس له رامنځته شوو شرایطو سره برابرې وي.


ولسمشر، مرستیال ولسمشر، قاضي، وکیل، ښاروال، وزیر، ولسوال، والي، ټول هغه کسان دي چې یو ډول موخې لري او هغه د کنټرول مساله ده چې شتمني پیدا کړي او دا کنټرول خپلو ماشومانو ته ولیږدوي، او عامه ټولنه يې د غلامانو په توګه عمل وکړي.له ټولو بده يې داده چې خلک قاضي ته ددې لپاره ورځي چې عدالت وغواړي، خو د افغانستان په څير هیواد کې قاضي تر ګردو ډير فاسد او د شتمنو اشخاصو خدمتګار دی:


له بل طرفه د ملت واکداران داسې څوک دي


اینجینران و ډاکټران او ساینس پوهان داسې څوک دي


له چپاړسي نه تر وزیره پورې په رشوت اخته دي


ان له قاضي نه تر مدیره پورې په رشوت اخته دي 13


ددوی د نقشو په وړاندې تر ګردو لوی ګواښ ذهني دی، هغه چې د اعمالو د تولیدیدو لامل ګرځي. له زندان نیولې، ترپوځ، پولیسو او رسنیو پورې لارې چارې د ټولنیز ذهني ګواښ د مخنیوي لپاره کارول کیږي.


هغه څوک سرغړونکی بلل کیږي چي ، هغه څه نکوي چې ورته ویل کیږي،کله چې بیا خلک له یو ځپونکي عمل سره مخامخ شي، د انتخاب نورې لارې چارېoptions نلري، یوازینی انتخاب وسله ده چې د غبرګون لپاره يې کاروي.


دغه قدرت لرونکي، هغه کارګر نه خوښوي چې د کار دهرې شیبې لپاره حق الزحمه غواړي، بلکې هغه کارګر يې خوښیږي چې په اسانۍ وغولیږي، اضافه کاري وکړي او معاش ونه غواړي. د کنټرول تر ګردو لویه بڼه داده چې خلک فکر کوي چې دوی د هیواد لپاره خولې تویوي. خو په حقیقت کې دغه ډول ډیکټي شوي وي او اړشوي وي چې همداسې فکر وکړي، ځکه چې بله چاره نلري.


دوی ته د حالاتو په اړه د فکر کولو موقع نه ورکول کیږي، نو هغه څه وايي چې ددوی د کارځای مدیر یا مشر ورته ویلي دي، یا هغه څه چې دوی د انحصار شو رسنیو له لارې اوریدلي دي. ''لکه لوستي چې تل ځانونه پر بیوزلو او نالوستو تپي''14، د خپلو زده کړو له کبله فکر کوي چې نالوستي ښه دي چې دي، چې ددوی خدمت وکړي، هغه چې تراب يې داسې انځوروي:


موږ شاپرکو ته پنجره جوړه کړئ


ستاسې لاسونه قلمو ته جوړ دي


موږ ته کولنګ، موږ ته بیلچه جوړه کړئ15


لمنلیکونه