Skip to main content

Posts

Showing posts with the label apartheid

د تیرویستلو اینجینري

د تیر ویستلو "اینجینري"   حنان حبیبزی    د انساني طبیعیت په اړه لومړنۍ څیړنه پروفیسر زیګمونډ فرایډ وکړه، دی موږ ته د مغزونو  نا څرګندې برخې راپیژني چې  د " لاشعور " unconscious mind   په نامه یادیږي،   په بله وینا، څه ډول،  د غوصې او د جنسي اشتیاق sexual pleasure    نه کنټرولیدونکی ځواک دانسان دمغزو په منځ کې پټ دی. " د ده تیوري ټینګار کوي چې انسان یو لاشعور unconsciousness لري چې په هغې کې جنسي غوښتنې اود  ویجاړولو ارمانونه د یو بل د نیواک لپاره  په پرله پسې ډول په جګړه او دفاعي حالت کې دي. له  لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته فرایډ دغه تیوري دهنر، ادبیاتو او بشر پوهنې anthropology په برخه کې وکاروله " . 1   دی  پر 1873 کال په ویانا کې وزیږیده،  د ویانا په پوهنتون کې يې د پروفیسر په توګه کار وکړ . په کال 1923 کې يې د انسان طبیعت human nature په درې برخو وویشه چې ده ورته د  '' ای ډي '' ، '' ایګو '' ، او '' سوپر ایګو ''  نومونه ورکړل چې لږ ترلږه یو...