Thursday 22 March 2012

د پنجوايي د خلکو غمجن حالت او د کرزي غبرګون

الجزیره
دې ځوان د کرزي رژیم تر پوښتنې لاندې راوست

د پنجوايي د خلکو غمجن حالت او د کرزي غبرګون

حنان حبیبزی

د مارچ په  18 الجزیرې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې د پنجوايي د پیښي قربانیانو خپلو خپلوان  لیدل کیږي چې   جمهورریس کرزي ته د هغه د پنځه ستوریزو جنرالانو او رسنیو په وړاندې له درده ډکې ویناوې اوروي. دغه ویناوې تر دې بریده  پخې، له دلایلو ډکې او بشپړې وې چې د کرزي په ګډون يې ناست چارواکي  چمتو کړل چې دا حقیقت ومني چې د روانو بد مرغیو عاملین همدوی دی، ځکه چې د یو قرباني د خپلوان د پوښتنې په ځواب کې پاتې راغلل.  
هغو کسانو چې خبرې وکړې، نه یوازې يې خپلې ستونزې واورولې بلکې د ټولو افغانانو استازیتوب يې وکړ چې د ورته جنایتونو قربانیان دي. په ویډیوکې لیدل کیږي چې حامد کرزی او د هغه جنرالان هڅه کوي چې په یو نه یو ډول د پنجوايي د ډله ییزې وژنې د قربانیانو خپلوان  راضي کړي چې په کابل کې  د واشنګټن پخلاف د پیل شوې لفظي جګړې او بی باورۍ مخه ونیول شي، ځکه چې دغه اړیکي له بهره خړې ښکاره کوي.  
رابرټ فیسک یو مشهور برتانوی خبریال دی چې  په افغانستان او عراق کې د امریکايي سرتیرو د کړنو د مخکښ منتقد په توګه پیژندل کیږي. د پنجوايي له ډله ییزې وژنې وروسته نوموړي د انډيپنډینټ  په ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره کړه. دده په مقاله کې  د قران کریم د نسخو د سوزولو او د پنجوايي د برید ترمنځ اړیکي څه ناڅه څرګندیږي.
له هغې وروسته چې د قران کریم د سوزولو په ضد لاریونونه وشول، شپږ بهرني سرتیري چې دوه يې امریکایان وو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ظاهرا د غچ په ډول ووژل شول. دغه دوه امریکایان په کابل کې د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې د یو پولیس په ډزو ووژل شول او عبدالصبورنومی پولیس په تیښته بریالی شو.
د پنجوايي له پیښې یوه ورځ وروسته د امریکا ددفاع له وزیر سره
دې وژنو جنرال جان ایلن مجبور کړ چې د افغانستان په دولتي اداروکې د بهرنیو ملکي سلاکارانو دندې وځنډوي.  رابرټ فیسک لیکي چې جنرال جان ایلن په همدې وخت کې خپلو پوځیانو ته د بګرام په هوايي اډه کې داسې وویل :
'' اوس د دوه امریکايي وژل شوو کسانو د غچ اخیستلو وخت نه دی.  هر ډول ټینګار چې  دوی ښايي ولري وجنګیږئ چې بیرته يې ووهئ. هلته به دغسې یوه شیبه راشي چې تاسو به ددې زیان لپاره وسایل لټوئ. هلته به دغسې شیبه راشي چې ستاسې احساسات به په غوصې او ارمان اداره کیږي چې بیرته يې وولئ. اوس د غچ اخیستلو وخت نه دی، اوس ددې وخت دی چې په ژوره توګه دننه خپل روح ته وګورئ، خپل ماموریت په یاد لرئ، خپل نظم په یاد لرئ، یاد لرئ چې تاسو څوک یاست.''  
د رابرټ فیسک  مقاله په یو ډول د پنجوايي دقربانیانو د خپلو خپلوانو هغې وینا ته ملاتړ جوړوي چې  وېویل برید د یو عسکر کار نه وو او د وژونکو یوه 20 کسیزه ډله وه. ددې لپاره، په دې لیکنه کې دې مسالې ته کتنه کوم چې پر بهرنیو عسکرو ډډه وهل څه پایلې لري؟ ددې مقالې لومړۍ برخه مې ځکه د مذهبي دلایلو پر بنسټ څیړلې ده چې افغانستان یو اسلامي هیواد دی او خلک يې تل خپل غبرګون له مذهب سره تړي.   

مذهبي غبرګون
مولوي قیام الدین کشاف د افغانستان یو وتلی مذهبي مشر دی. نوموړی په دغه هیواد کې  د قران او حدیثو یو مخکښ پوهه  دی او  په 1980 کلونو کې يې د شورویانو په ضد جهاد کې برخه واخیسته .  دده ډیر شاګردان دا مهال د امریکا او کرزي  له مخالفینو یانې د طالبانو ملګري دي او ددې مانا داده چې ښاغلی کشاف د طالبانو ترمنځ هم د درناوي وړ سړی دی خو دی  تل  په کابل کې د کرزي ښي لاس خواته راڅرګندیږي. 
مولوي قیام الدین کشاف د کرزي د ښي لاس ملګری

همدا خپله قیام الدین کشاف وو چې د پنجوايي د قربانیانو له خپلوانو سره يې  د کرزي د لیدو کاتو پر مهال د قران کریم 7 ایاتونه ولوستل چې د رسنیو په وړاندې ددعا سمبولیک مراسم ترسره شي. په دې لیکنه کې د قران کریم  همدغه لوستل شوي ایاتونه او د ښاغلي کشاف  خپله ژباړه را اخلم  چې څو کاله وړاندې يې غږیزه بڼه  د ټلویژون د وتلي ویاند محمد عمر خطاب له خوا خپره شوې او په اینټرنیټ کې موندل کیږي.  دا د 82 سورې (الانفطار)  ایاتونه دي او پښتو ژباړه يې  داسې ده:
'' شک نشته چې ښه خلک به په  جنت کې وي [13] او شک نشته چې  بد کاران به په دوزخ کې اوسیږي [14] د جزا په ورځ به هغوی هلته ور ننوزي.[ 15] او له هغه نه هیڅکله پټیدای نشي [16]  او ته څه پوهیږي  چې هغه  د جزا ورځ څه ده؟ [ 17] هو ته څه خبر يې چې هغه  د جزا ورځ څه ده؟ [ 18 ]  دا هغه ورځ ده چې  یو کس به  بل کس ته  د څه کولو وس ونلري  دهغې ورځې فیصله په ټوله مانا د الله په واک ده.'' [19]
ښاغلی کشاف ولې دغه ایاتونه انتخاب کړل؟  ځکه چې،  نوموړی  ددې ایاتونو پر شننې او شالید ښه پوهیږي او ددې لپاره يې دغه شیبه مناسبه وګڼله چې کرزي او د هغه رژیم ته ګواښنه وکړي، که عدالت ټینګ نکړي  نو الله تعالی به خامخا ددغو قربانیانو انتقام واخلي.
 مسلمانان باور لري چې محمد صلی الله علیه وسلم  د پیغمبرانو د لړۍ وروستی پیغمبر دی  او قران د مځکې پر سر د الله جل جلاله  وروستی کتاب دی چې دده د رسول صلی الله علیه وسلم له رحلت وروسته نوره وحیه نه راځي.  خو الله تعالی په قران کریم کې مسلمانانو ته د نښو نښانو سپارښتنه کړې چې  باید وي پیژني.  
دغه مساله د 41 سورې  په 53 نمبر ایات کې او د 6 سورې په  65 نمبر ایات کې  راغلې ده. '' نژدې ده چې موږ خپلې نښې د اسمان په لمنو کې دوی ته وروښیو او ددوی پخپل نفس کې چې دوی په دې باندې پوهه شي چې قران حق دی، ایا دا خبره کافي نه ده چې ستا رب د هرڅه لیدونکی دی''.[ 53 ایت: 41 سوره ].  
دغه نښې ډيرې ښکاره او څرګندې دي، په یو اسلامي هیواد کې  نامسلمانو بهرنیو ځواکونه  ځايي مسلمان وګړي،  ملکي خلک (ښځې، ماشومان، سپین ږیري او نور )  په پرله پسې  ډول  په ډله ییزه او انفرادي بڼه وژني،  پرته له کوم دلیله  ځایي خلک بندیانوي،  بندیانو ته  جنسي، روحي او فزیکي سپکاوی کوي، د قران کریم نسخې ور سوزوي ، ښځې تالاشي کوي، د شپې په بریدونو کې د ښځو جامې ګوري، کورونه  په قصدي توګه ویجاړوي، خلک لیږدیدو او بیځایه کیدو ته مجبوروي، ونې او باغونه يې قطع کړل او داسې نور.  
یو غیرمسلمان  یرغلګر ځواک  باید نور د مسلمانانو په وړاندې  څه جنایت  وکړي، یا د جنایت کومه بڼه پاتې ده چې د افغانانو پخلاف نه وي ترسره شوې چې بیا هغه څوک چې ځانته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مشرانو لقب ورکوي، راپورته شي او پر ولس يې زړه سوی راشي. زه فکر کوم نور داسې څه نه دي پاتې، ان پر اویا کلن سپین ږیري جنسي تیری ونشو؟
 د بهرنیو ځواکونو همدغه اعمال دي چې مذهبي مشران په غورځنګ راولي او پر خلکو غږ کوي چې مبارزې ته پورته شي. هغه وخت چې په بګرام کې قران کریم نسخې د امریکايي ځواکونو له خوا وسوزول شوې د ارګ په څو مټرۍ کې هغو ملاامامانو چې دولتي معاش اخلي پر مقتدیانو غږ وکړ چې د بهرنیو یرغلګرو پخلاف راپورته شي، وضعه تر دې بریده د کورنیو او بهرنیو پالیسي جوړونکو پخلاف ده.  
د مالوماتۍ  جګړې  informational warfare   له مخې یا په  context کې د قران کریم بنسټیزه  موخه داده چې د انسانانو دغه ډول  فکر بدل کړي او د هغه چا لوري ته يې وبولي چې ددغه سپیڅلي  کتاب توري يې تولید کړي دي. ددغه کتاب له لارښونې سره سم محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی مالوماتي جګړه پیل کړه چې کله يې قریشو ته د اسلام بلنه ورکوله  چې د هغوی فکرونه بدل کړي او د الله تعالی لوري ته يې  ور وګرځوي.  په بله وینا،  قران د هدایت کتاب دی او د هغه څه پخلاف د مبارزې لارښونه کوي چې ددې سپیڅلي کتاب د سرچینې له اصولو سره ټکر ولري.  خپله ددغه پنځه وخته لمانځه سیاست دادی چې د مسلمانانو ترمنځ فکري یووالی  ټینګ وساتل شي. 
څوک نشي کولی د لمونځ کونکو مخه ونیسي، یا څوک نشي کولی جوماتونه ونړوي، ځکه چې  د افغان ولس غوصه راپاریږي، ان سیکولران مجبور دي چې د لمانځه پیښې وکړي چې د مذهبي خلکو ملاتړ راخپل کړي.  ایا له داسې یو ولس څخه چې  پنځه وخت خپل الله ته سر ټیټوي، ددې تمه لرئ چې  تاسو ( د زور خاوندان ) له الله تعالی سره شریکان ونیسي. دقران کریم ټینګار دادی چې مسلمانان باید پوهه شي چې پر نامسلمانو عسکرو ډډه وهل د الله تعالی  په وړاندې دریدل دي او د هغه  له فرمانونوڅخه څرګنده  سرغړونه ده.  
نامذهبي غبرګون
د غیري مذهبي علومو له مخې هم پر پردیو سرتیرو ډډه وهل د خپل هیواد ویجاړولو ته د اسبابو برابرول دي، دغه مساله د سیاسي علومو مخکښو پوهانو او فیلسوفانو وار له مخه څيړلې ده. ددوی له ډلې څخه یو هم د پنځلسمې میلادي پیړۍ ایټالیايي مفکر نیکولو میکیاویلي دی.نوموړي پخپل کتاب ټولواک یا The prince کې پرهغه واکمن لعنت ویلی چې خپل اقتدار د بهرنیو عسکرو له شته والي سره وتړي او ځان د هغه چا پوروړی او غلام وګرځوي چې زور يې له ده پورته دی. داسې یو واکمن د میکیاویلي له انده یو تش په نامه، حقیر، سپک او رټل شوی مشر دی چې په ټولنه کې هیڅ ډول درنښت نلري او خلک ترې کرکه کوي. 
اسد الله خالد خپله ناکراري نشوه پټولی
یو دردیدلي ځوان  چې د محمد داود په نامه ورور يې د پنجوايي په قتل عام کې له لاسه ورکړئ  د رسیدلي زیان سره سره  وچت مورال درلود او د کرزي سربیره يې د هغه پنځه ستوریز جنرالان او لوړپوړي چارواکي وننګول او  تر پوښتنو لاندې  يې راوستل.  دې ځوان هغه وخت د یو دردیدلي ولس احساسات په قوي او مدللو ټکو کې بیان کړل چې دولتي چارواکو داسې نه وه انګیرلې چې دغه ساده او نالوستي کلیوال دې د ژبې دومره قوت ولري.  دوی داسې ګڼلې وه چې په ارګ کې به له  کرزي سره یوه ناسته ددوی له ذهنه د خپلو خپلوانو درد وباسي او څه چې ورته ویل کیږي هغه به ومني او په چوپه خوله به بیرته خپلو کلیو ته ستانه شي.
خو داسې ونشول او دې مسالې اسدالله خالد ډير ناکراره وښوده.  په حقیقت کې ددغسې یوې غونډې رابلل  خپله د حامد کرزي د کمزورۍ او حقارت په مانا وو خو څه يې کړي وای داسې په بربنډ ه توګه ترسره شوی قتل عام نور نه پټیډه.  دا جنایت  په داسې حال کې  حامد کرزي  تر ولکې لاندې سیمه کې ترسره شو چې د جمهور ریس په توګه  ادعا کوي  چې رژیم يې د یو قانون او فعال عدلي سیسټم  خاوند دی.  د امریکايی عسکرو د جنایتونو په وړاندې زغم نه یوازې دده عدلي سیسټم تر پوښتنې لاندې راوستی  بلکې د هغه قانون د ماتولو په بیه هم پریوتلی  چې کرزی غواړي چې  پرطالبانو يې ومني.
کله چې قیام الدین کشاف د قران کریم ایاتونه ولوستل، حامد کرزي خپله وینا پیل کړه. کرزی ددغې ناستې پر مهال په شرم کې ډوب ضرور وو خو دده په غومبرو کې  له ورایه دا هم څرګند وو چې  دی  دروغ وايي،  ځکه چې،  کله کله يې ناڅرګنده دنننۍ خوشالي نشوه  پټولی او دده  پر مخ او شونډو به راښکاره شوه.  دده په وینا کې لاندینیو درې ټکو دا مساله نور ه هم غښتلی کړه .
1.  د امریکايي عسکرو له خوا په افغانستان کې د ورته نورو جنایتونو یادونه .
2.  په تیرو لسو کلونو کې له امریکا سره د ملګرتیا لپاره د بهرنیو عسکرو له دغسې جنایتونوڅخه  سترګې پټول.
3.  د پنجوايي قربانیانو ته ډاډ ورکول چې ددوی اواز به ماښام په رسنیو کې خپور شي.




په لومړني ټکي کې کرزي وښودله چې له هرڅه خبر دی خو نشي کولی چې د امریکايي عسکرو د جنایتونو مخه ونیسي.ددې لپاره چې دا امریکایان دي چې کرزی په ارګ کې د واک په ګدۍ ناست دی او یو شمیر خلک يې خدمت ته ګومارل شوي دي. په دوم ټکي کې هم کرزي ورته پیغام ورکړ، یانې دا د امریکا پیسې او عسکر دي چې دده کورنۍ او ملګرو يې پکې قدرت او شتمني پیدا کړه او نشي کولی دا هرڅه له لاسه ورکړي. ددې لپاره څو څو ځلې په شیکاګو کې د ناټو غونډه یاده کړه او هلته به له امریکا سره سټراټیژیک تړون لاسلیک کوي.
دریم ټکی يې تر ګردو ډير له سپکاوي اومسخرو ډک وو. په دې مانا چې ده د پنجوايي قربانیانو ته وویل چې په رسنیو کې مو اواز خپریږي او دا لیده کاته د همدې لپاره جوړ شوي وو او نور به نه تاسو ته کوم عدالت درکړل شي او نه به امریکا مجبوره کړل شي چې دغسې جنایتونه بند کړي. ځان يې په داسې حال کې تیر کړ چې د جمهور ریس په توګه اوس دا مساله دده پر میز ايښې ده او د هغه دنده جوړیږي چې دغو قربانیانو ته عدالت ورکړې. د کورنیو رسنیو مرسته تر هغه مهاله اړینه ده چې دوی خپل غوښتنلیک د جمهور ریس تر میزه نه وي رسولی.

د 2010  کال د نومبر د ژیړي ولسوالۍ په  دې ونه  کې چاودیدونکي توکي
د امریکايي ځواکونو له خوا ځای په ځای شوي چې ونه ویجاړه کړي
جمهور ریس چې له خپل ولس سره خواخوږي ونلري جدي ګامونه نشي اخیستلی او دغسې جنایتونو لړۍ لا پسې اوږدیږي. څومره نور بیګنا خلک به قتل عام شي، څومره نور به بي کوره شي، د څومره نورو کلي او جوماتونه په بلډوزرونو اوار شي، لکه اسرایلي عسکر چې يې د فلسطینانو پر ضد کوي، یا ایراني شعیه ګان چې يې د تهران د سنیانو پر ضد کوي. ایا بیا به هم د دغسې جنایتونو قربانیان له کرزي څخه د عدالت غوښتنه کوي؟ ددې خبرې د ځواب لپاره مجبوره یم چې د میکیاویلي لیدلوري ته مراجعه وکړم. نوموړی وايي:
'' خلک دومره سادګان دي چې تل پر سیاستوالو باور کوي، او دېته لار اواروي چې څوک يې تیرباسي. نو هغه څوک چې د تیرایستلو په لټه کې وي تل پخپل چاپیریال کې داسې خلک پیدا کوي چې تیروتلو ته چمتو وي.''
دا لومړی ځل نه وو چې په پنجوايي کې ولسي وګړي په ډله ییزه توګه وژل شوي دي، له نورو بیلګو څخه يې تیریږم او د 2006 کال د اکتوبر د میاشتې هوايي برید د بیلګې په توګه یادوم . دغه برید د کوچني اختر په ورځ د امریکاد هوايي ځواکونو له خوا ترسره شو او د بي بی سي د راپور له مخې یو سړي پکې د خپلې کورنۍ شل تنه غړي له لاسه ورکړل چې ماشومان، ښځې او سپین ږیري پکې شامل وو. په هماغه وخت کې امریکايي جنرالانو دا یوه تیروتنه وبلله، خو وروسته بیا د هیواد په بله ولسوالۍ کې ورته عملیات ترسره شول.
له دې حقیقت څخه هیڅوک غاړه نشي غړولی چې امریکا په داسې حال کې افغانستان ته د غچ اخیستلو لپاره راغلې ده چې هیڅ یو افغان په تیرو دوه سوه کلونو کې پر کوم بهرني هیواد برید نه دی کړی. ایټالوی مفکر میکیاویلي ددغسې بریدونو په اړه پخپل کتاب کې داسې وايي:
'' دا دې پورې اړه لري چې وژنې او بیرحمي د ښه نیت لپاره ترسره شوې که د بد نیت لپاره، هغه چې د ښه نیت لپاره ( د واکمنۍ د ټینګښت لپاره) ترسره کیږي دادي چې په یو ځل ترسره کیږي او داسې وژنې بیا هیڅکله نه تکراریږي. که دا تکرار شي خلک دا ظلمونه نشي هیرولی او د واکمنۍ د ړنګیدو لامل ګرځي. او هغه چې د بد نیت لپاره ترسره کیږي دادي چې لږ او کوچنۍ وي خو ددې پرځای چې لا ډیر کموالی پکې راشي، د وخت په تیریدو سره پراخیږي او واکمن نشي کولی چې د خلکو له غوصې ځانونه وژغوري. ''

د امریکا له یرغل وروسته په افغانستان کې دا دواړه بڼې وازمایل شوې. لومړنۍ يې د طالبانو د زرګونو اسیرانو ډله ییزه وژنه او له شمال څخه د پښتنو د شړلو لړۍ وه چې په 2001  کال کې د امریکا له یرغل سره سم ترسره شول. ددغو جنایتونو موخه دا وه چې د طالبانو مورال کمزوری کړي او په راتلونکي کې يې د احتمالي مقابلې مخه ونیسي.
وروسته بیا ددې وژنو بڼه بدله شوه چې د بشري حقونو ټولنو او ملګرو ملتونو یو لړ راپورونه خپاره کړل او د شمال ټلوالې پر قومندانانو او امریکايي عسکرو يې غږ وکړ چې د ډله ییزو جنایتونو مخه دې ونیول شي. ددې فشارونو په نتیجه کې د څو کلونو راهیسې د امریکا او ناټو مشران اورو چې هڅه کوي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه ډاډ ورکړي. ددې ډاډګیرنې مانا داده چې ډله ییزې وژنې او بیرحمۍ به روانې وي خو د لږو او کوچنیو زیانونو په بڼه کې. ددې  ډله ییزې وژنې موخې هغه دي چې ما په تیره لیکنه کې پرې رڼا اچولې ده.
 د هغه امریکايي عسکر په اړه مالومات په څلور مرحلو کې خپاره شول چې ادعا کیږي د ذهني ناروغۍ په نتیجه کې يې 16   تنه بیګنا خلک په ډله ییزه توګه وژلي دي. هغه څلور مرحلې داسې وې: 
1.  یو بي نومه امریکايي سرتیري 16 تنه ملکي افغانان په پنجوايي کې قتل عام کړل.
2.  هغه عسکر چې ددغې وژنې شک پرې کیږي، کویټ ته لیږدول شوی دی.
3.  هغه عسکر چې د پنجوايي په ولسوالۍ کې د ملکي افغانانو د ډله ییزه وژنې شک پرې کیږي دامریکا د کنساس ایالت ته لیږدول شوی دی.
4.  هغه امریکايي عسکر چې د ذهني ناروغۍ ښکار وو  ځانته وکیل نیولی او له هغه سره يې په ټلیفون خبرې کړي دي. 
نو اوس باید له دې ځایه زده کړو چې ددې موخه یوازې او یوازې دا وه چې رسنۍ خوشاله او له ځان سره ولري چې  په نړۍ کې د امریکا د امتیازي دریځ په اړه  د بحث لاره برابره شي.  خو له دې پوښتنې عاجز وي چې، که ورته جنایت د نا امریکايي وګړي یا د امریکا له متحدینو پرته د بل هیواد د پوځونو له خوا  ترسره شي باید په نړیواله محکمه کې،  محاکمه شي،  خو که امریکا يي ترسره کړي، هیڅ یوې نړیوالې محکمه کې نه محاکمه کیږي.
 د روسيي، چین، ایران او پاکستان ترمنځ پروت په یو دودپاله اسلامي هیواد کې دغه ډول امریکايي اعمال  ډيرلوی زیان پیښولی شي.  ځکه چې  دا بریدونه اوس په افغانستان کې د زغم وړ نه دي، او د کرزي د رژیم په وړاندې ولسي کرکه پراخوي.  کرزی له امنیتي پلوه هم تر ګواښ لاندې دی، په تیرو څو میاشتو کې دوه ځلې د ملي امنیت ادارې ادعا کړې چې د کرزي د وژلو دسیسه يې ړنګه کړې ده.
له بلې خوا،  په پنجوايي کې وروستي جنایت د امریکا د هغو ملاتړ کونکو( د شمال ټلوالې) خولې  وربندې کړې چې په ښکاره ډول د امریکايي پوځیانو ترڅنګ ولاړ وو. اوس به ددغسې ډلو سیاستوال هڅه کوي چې له هغې بدنامۍ ځانونه وژغوري چې له امریکايي '' یرغلګرو'' سره د مرستې له کبله پیدا کیږي.   

Monday 12 March 2012

پنجوايي عملیات د روڼ اندیزه موخو لپاره ترسره شوي دي


پنجوايي عملیات د روڼ اندیزه موخو لپاره ترسره شوي دي
حنان حبیبزی

دکندهار ولایت دپنجوایي  په ولسوالۍ کې، د یکشنبې د شپې 2 بجې هغه مهال چې ټول خلک ویده وو، ظاهرا ګوښئ  امریکايي سرتیری څو پرله پسې  سیمه ییزو کورونو ته ور واوښت ،  د ماشومانو او ښځو په ګډون يې  په لسګونو ملکي وګړي  په ډله ییزه توګه  ووژل. دا مساله چې ایا دغه پوځي یوازې وو، که نور ملګري يې لرل،   په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو اصول څرګند دي، او هغه دا چې  ګوښی پوځي اجازه  نلرې چې له خپل مرکز څخه ووځي.

  یو شمیر مړي چې غربت يې ورایه څرګند دی
انځور: الجزیره ټلویژون

  سیمه ییزو خلکو چې خپل خپلوان يې له لاسه ورکړي وویل چې پر کورونو يې الوتکې ګرځيدې او ورسره جوختې  ډزې وشوې . د جان اغا په نامه یوعیني شاهد رویټرز ته باور ښودلی چې برید کونکی یوازې نه وو او نور ملګري يې هم لرل. ډیری خلکو  دا برید د ناټو شپيني عملیات وبلل.

هغه څه چې عامو خلکو ته غښتلي  دلایل په لاس ورکوي د ملکي افغانانو پخلاف د امریکايي سرتیرو د جنایتونو لړۍ ده چې په تیرو لسو کلونو کې يې کړي دي. ددې لپاره اړینه ده چې موږ یو څه بیرته لاړ شو او وګورو چې په تیرو وختونو کې د ملکي افغانانو د ډله ییزو وژنو په وړاندې  تاریخ ته څه په میراث ورپاتې دي.  

 په  2008 کال کې امریکايي ځواکونو د شینوارو ولسوالۍ پر یو واده هوايي برید وکړ، د ناوې په ګډون يې 55 تنه ملکي خلک  قتل عام کړل. امریکايانو پخپل غبرګون کې  دا برید تیروتنه وبلله، بخښنه يې  وغوښتنه او مساله د رسنیز پروپاګنډ له لارې غلې شوه.  خلکو ته اجازه ورنکړل شوه چې پوښتنه وکړي ایا د امریکا هوايی ځواک  پخپل سري توګه  الوتنې او عملیات کوي، که دوی ته د سون مواد، تخنیکي او پوځي پلان ورکول کیږي؟   

همداسې که له نوروسلګونو ورته بیلګو تیر شو او د 2009 کال د می په میاشت کې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ ته ورشو نو هلته به ومومو چې  له سلو ډير ملکي خلک  په ډله ییزه توګه څنګه ووژل شول؟  یا د 2009 کال د سپټمبر په میاشت کې د کندوز نژدې دوه سوه تنه ملکيان څنګه او څه ډول ووژل شول،  وروسته بیا د ساعت تیرۍ لپاره په همدې کندهار کې د څو ځوانانو وژنه رولنګ سټون  بربنډه کړه چې د امریکایانو پخلاف  يې انزجار پراخ کړ.

همداراز په هلمند، کونړ، پکتیا ، خوست ، لوګر،غزني، پکتیکا، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د عامو خلکو د وژلو بیلابیلې پیښې د پام وړ دي چې میندواره ښځې په ډزو ووژل شوې.  تر ګردو وروستۍ يې پر مړو د امریکايي پوځيانو  د متیازو ویډيو او د قران کریم سوزول وو چې د امریکايي پوځ  څیره يې افغانانو ته لاپسې  افشا کړه.  

د قدرت او پوځ خاوندان کولی شي له وړاندې تولید شوو مصنوعي مالوماتو په خپرولو سره رسنۍ له حقایقو بیخبره وساتي او هغه حقیقت پټ کړي چې له دغسې خونړیو پیښو سره تړاوو لري. خو عادي خلک نور نه تیرباسل کیږي یا پرهغو پلمو باور نکوي چې د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې وروسته امریکايي ځواکونو په تیرو وختونو کې کارولي دي.

هغه انځورونه چې رویټرز خپاره کړل، که په ځیر سره وکتل شي، نو ښيي چې د پیښې قربانیان څومره بیوزلي او د ژوند له بیلا بیلو کړاونو سره مخامخ  وو .  دا دومره غربت  هم دوی ته د امریکا  یرغل وربښلی وو چې په سویلي ولایتونو کې يې د پوځي شتون  د کارګرۍ  اسانتیاوې ړنګې کړې. ایا دغه بد مرغي بس نه وه چې  ددې خونړي جنایت نښه هم وګرځیدل؟

ډير شمیر افغانان ددغه جنایت پړه خپله پر کرزی اچوي. دوی وايي دغه حقیر سړی لاپسې  دغندنې  وړ وګرځيد چې  په پلرني ښار کې يې امریکايي متحدین  په ښکاره د عامو خلکو  قتل عام ته دوام  ورکوي خو دی يې زغمي، ان یوې ښځې چې د خپلوانو مړي يې په وړاندې پراته وو په چیغو چیغو د AFP خبریال ته وویل'' الله دې د کرزي یوازینی زوی ووژني چې پوهه شي موږ څه احساس لرو.''  

له مخکې پلان شوي بریدونه

ددې سره سره چې ناټو او د کرزي رژیم هڅه کوي چې په بګرام کې د قران کریم د سوزولو پیښه ناقصدي وښيي خو د هغې رسوايي  یوه موخه هغه وخت روښانه شوه چې کابل اعلان وکړ چې د بګرام د بندیانو د کنټرول د ترلاسه کولو پر سر له امریکايي پوځيانو سره نتیجې ته رسیدلي دي.  کرزی غواړي چې د بندیانو کنټرول د سیاسي وسیلې  په توګه د سولې د  خبرو اترو پر مهال د طالبانو په ضد وکاروي.   

هغه وخت چې امریکايي پوځيانو په بګرام کې قران کریم ته سپکاوی وکړ، په حکومتي او ناحکومتي کړیو کې بحثونه پیل شول چې تورنو امریکايي سرتیرو ته به چیرته او څه ډول سزا ورکول کیږي.  په داسې حال کې چې د هیواد  په بیلابیلو برخو کې د قران کریم د سپکاوي په ضد لاریونونه روان وو، دغه بحثونه هغه مهال په  جدي  اندیښنو واوښتل چې صبور نومي عسکرد کورنیو چارو وزارت په تالار کې دوه امریکايي افسران ووژل.  د ناټو مشرانو اود کرزي د رژیم امنیتي چارواکو اندیښنه ښکاره کړه چې د ځايي پولیسو له خوا پر بهرنیو متحدینو د نورو ممکنه  بریدونو  مخه څه ډول ډب کړي.

هغه خونه چې ښځې او ماشومان پکې قتل عام شول

د لویدیځ په یو شمیر رسنیو کې ګڼو  راپورونو  دا شونتیا نه ردوله چې ښايي ټيټ پوړي افغان  پوځیان مهمو ودانیو او دولتي ځایونو ته له ننوتلو وګرځول شي  یا هم ددوی د هغو همکارانو  په لاس چې دننه يې باور ترلاسه کړی له سختې پلټڼې او څارنې وروسته دولتي ودانیو ( لکه کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت)  ته د ننوتلو اسانتیا پیدا کړي.

خو دغو راپورونو دې مسالې ته پام نه وو کړی چې د وړاندیزونو ورکول د ټیټ پوړو عسکرو  ترمنځ  د توپير لامل ګرځي، د پوځیانو او چارواکو  ترمنځ په لوی لاس درز جوړوي. دداسې پریکړو له لارې  امنیتي چارواکو  افغان پوځيانو ته دا پیغام ورکاوو چې زموږ  د کنټرول او شتمنۍ د خوندیتوب لپاره به جنګیږئ، خپل ژوند به خطر کې اوچوئ او هغه هیوادوال به له منځه وړئ  چې خطر جوړوي ( لکه د نژدې دیرش تنو لاریون کونکو وژنه )، خو ماته  به نژدې نه راځئ چې تاسو هم خطر یاست.  دې پيغام ښايي یو غبرګون درلودلی خو که یوازې همدا د قران کریم د سوزولو پر مساله باندې بیا بیا په رسنیو کې خبرې روانې وای. 

1. ددې لپاره دوی اړتیا درلوده چې د هوا یا مځکې له لارې یو بل عملیات ترسره کړي چې قران ته سپکاوي کونکي د خلکو له ذهن څخه ووځي. اوس به د هغو  پوځيانو پر ځای  چې قران ته يې سپکاوی کړی د یو پوځي د محاکمې خبره کیږي اود پنځه پوځیانو احتمالي دوسیه به وتړل شي. خو  هغه پوځي چې په پنجوايي کې يې قتل عام کړی هیڅکله د افغانستان عدلي سیسټم ته ونه سپارل شي، ځکه چې هلته په 2002 کال کې د امریکايي ځواکونو او د کرزي د رژیم ترمنځ یو داسې تړون شوی دی چې امریکایانو ته دا حق ورکوي چې پخپل سر عملیات وکړي او په افغانستان کې به نه محاکمه کیږي. دا تړون د شمال ټلوالې هغو مشرانو لاسلیک کړی دی چې د کرزي په رژیم کې غټې څوکۍ لري.

2. دومه موخه يې داده چې مالومه کړي  ایا هغه خلک چې د قران کریم د سوزولو له کبله په غوصه شوي وو، ددې قتل عام په ضد راپورته کیږي کنه؟ که چیرې داسې وشي  او هغه خلک چې وار له مخه په غوصه دي،  دا یوه پلمه وګڼي او د امریکایانو په ضد راپورته شي نو متحد ایالات به  په افغانستان کې د عامو خلکو غوصه جدي وګڼي او د غوصې د سړولو لپاره به نوې تګلاره جوړه کړي. که خلک راپورته نشي نو، امریکایان پوهیږي چې حالات لکه د پخوا په څیر عادي بڼه لري او افغانان لاهم سره ویشلي دي. په دې مانا چې د شمال ټلوالې مشران کولی شي تاجک توکمي، هزاره او ازبکان مجبور کړي چې له ملاتړيې  لاس وانخلي او په هغو تبلیغاتو باور ولري چې پښتانه طالبان دښمنان ښيي.

3. د ټولنیز مورال مساله ډيره مهمه ده. مخکې له دې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو پخلاف وضعه لاپسې خرابه شي، امریکايي پوځيان باید پوهه شي چې  د روسيې، چین، ایران او پاکستان ترمنځ  په پروت هیواد کې د خلکو وروستي احساسات څه دي؟  ددغسې پیښو له لارې پوځیان هڅه کوي د عامه مغزونو دنننۍ برخه Internal drive  یا id وخوځوي او  هغه ممکنه وروستی تاوتریخوالی څرګند کړي چې عادي خلک به يې د ممکنه غچ  لپاره ښيي.  ددوی کارپوهان هغه وخت یوې نتیجې ته رسیږي چې خلک کوڅو ته راووزي او غبرګون وښيي.  

4. بل اړخ  يې له روڼ اندیزو موخو سره تړاو لري،  یانې د نوو ډراماټیکو او خونړیو مالوماتو  تولید. موږ ولیدل چې ددې پیښې څومره انځورونه نن او پرون  وپلورل شول، څومره راپورونه  پرې  ولیکل شول؟  افغانستان د ګڼو کورنیو او بهرنیو رسنیو مرکز دی. په دې وروستیو کې د قران کریم پیښې د نړیوالو رسنیو پام یو ځل بیا دغه هیواد ته ور واړاوو. د مالوماتي جګړې  یوه موخه داده چې څه ډول نوي مالومات تولید شي چې ژر د نیواک لاندې هیواد په ګوټ ګوټ کې د پام وړ وګرځي، بلکې نړیوالې رسنۍ، فیلمي ټولنې، لکه هالیوډ اود نړیوالو کتاب لیکونکو پام هم ځانته ور واړوي.

 د بیلګې په توګه، دځوان ټیکسي چلونکي دلاور کیسه چې په 2002 کال کې پیښه شوې وه. په بګرام کې د نوموړي د بندي کیدلو او  قتلولو پر کیسې جوړ شوي  فیلم  په 2008 کال کې اکاډمي ( اسکر ) ایوارډ وګاټه چې د فیلم او ټلویژون  تر ګردو وچته جایزه ده. دې فیلم له هغو میلیارډونو ډالرو څخه ډيرې پیسې پیدا کړې چې تر 2005 کاله پورې امریکا په افغانستان کې لګولې وې.   
د دلاور کیسې د فیلم  د کمپنیو لپاره په زړه پورې مالومات او مواد چمتو کړل چې نه یوازې يې  یو شمیر خلک په امریکا کې په  کار وګومارل بلکې د ورته  نورو جنایتونو په ترڅ کې تولید شو مالوماتو ته يې  د تجارت  لار جوړه  کړه.  په افغانستان کې امریکايي جنرالان داسې پیښو ته اړتیا لري چې په راتلونکي کې د کتاب د  لیکلو لپاره جالب مواد ولري او میلیونو ډالره وګټي.  دېته Informational Warfare  یا د مالوماتو لپاره جګړه وايي.

د مالوماتو لپاره جګړه

په دوم هیواد کې پراته بهرني یرغلګر په دې نه پوهیږي چې ځای خلک به ددوی په اړه څه فکر کوي؟  د بمباریو، پوځي عملیاتو او د فزیکي جګړې ترڅنګ  د مالوماتو لپاره  جګړه اړینه ده چې د پروپاګند او د مصنوعي مالوماتو د خپرولو له لارې د دښمن مورال مات شي. داسې پیښې ناڅاپي نه دي، بلکې وار له مخه پلانیږي.

دوی د دغه ډول حالاتو د جوړولو له لارې خونړی پیغام ورکوي او د خلکو چلند، طبیعت، استدلال او اعمال اندازه کوي. د برتانیا د لیډز پوهنتون د مواصلاتو او رسنیو د څانګې  پروفیسر فیلیپ ټایلر دا د مالوماتو لپاره  جګړه  بولي.  دغسې جګړه د امنیتي کړکیچ  او د ناڅرګندې وضعې پر مهال ترسره کیږي چې د خلکو په مغزونو او ذهنونو کې پټ اهداف  د احساساتو د پارولو له لارې رابرسیره کړي او پوځ ته وس ورکړي چې د راتلونکو احتمالي پیښو په اړه اټکل وکړي او په وړاندې  يې د رسنیو له لارې پروپاګڼد په لاره واچوي .  

د دې جګړې بله موخه داده چې د خلکو د ذهنیت او احساساتو د څرګندولو له لارې پوځ خپل اهداف داسې چمتو کړي چې د خلکو په ذهنونو اغیز وکړي او ددوی مخالف احساسات مړه کړي. د جګړې دې بڼې ته Psychological Operation  یا روحي عملیات هم وايي او ددې موخه دا وي چې د ولکې لاندې خلکو ذهنیت روښانه کړي، په دې حساب امریکايي سرتیری چې دغه عملیات يې ترسره کړي دي، رک روغ دی  او برعکس يې هڅه کړې چې د افغانانو ذهني غبرګون psychic reaction   څرګند کړي.

په  ذهني ناروغۍ اخته پوځ

کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د ټلویژون پر هندارو راښکاره شي، د چین په ګډون د نړۍ پر یو شمیر هیوادونو تورونه لګوي چې د بشري حقونو ماتونکي دي. په دې وروستیو کې د سوريي  د بشار الاسد پخلاف ددې  نیوکې ډيرې شوي دي چې دا ښه کار دی، خو کله چې د امریکاخپل پوځيان د نړۍ په یوه بله برخه کې  د بشارالاسد له بڼې کار اخلي،  د عامو خلکو پر قتل عام لاس پورې کوي، بیاڅه کیږي؟ .......   د اسد او قذافي د پوځ یا د فلسطینانو پخلاف اسرایلي پوځ هم  کټ مټ چلند کوي لکه د پنجوايي په ولسوالۍ کې امریکايي پوځ د افغانانو پخلاف ترسره کړ.

یو شمیر رسنیو اټکل کړی چې دغه پوځي ښايي پر ذهني ناروغیو اخته وي،  خو د طالبانو په ګډون ډيری افغانان دغه استدلال ردوي. په فیسبوک او ټوایټر کې ډيری افغانانو وارله مخه ویلي چې د امریکايي پوځ په دې ادعا به باور ونکړي.  
طالبانو پخپل غبرګون کې د پوځي د ذهني ناروغۍ مساله داسې وسیله بللې چې امریکایانو تل د خپلو اعمالو د پلمې په توګه کارولې ده:    
‘’ که واقعا ددغې جنایتکارانه پیښې عاملین لیونیان او په ذهنی مرض مبتلاوي نو دا له پوځي پلوه بل اخلاقي جنایت دی چې امریکايي یرغلګر په افغانستان کې لیونیانو او عصبي ناروغانوته وژونکې وسلې په لاس ورکوي او هغوی یې بیا په بیوزله افغانانو بي صرفي استعمالوي. ایا دا دنړئ دکومو پوځي مقرراتو له مخې جوازلري چې لیونیان دې په پوځي تشکیلاتوکې مسلح او بیادي په اصطلاح ورته دسولې دتأ مین مسؤلیت وسپارل شي''.
اوس امریکايي پوځیان ګوري چې دې پیښې ته ولسي غبرګون څه دی، که د هیواد په ټولو برخو کې خلک د امریکايي نیواک په ضد راپورته شول او خپله کرکه يې وښوده، ښايي د سټراټیژیک تړون د لاسلیکولو پر بهیر سیوری وغړوي چې له امریکا ډیر کرزی ورته اړتیا لري.  

Thursday 8 March 2012

کله چې د امریکې بهرنئ سیاست د غلطو خلکو په ولکه کې شو

حقیـقـت او د دوهم لاس ټـیکه والان کله چې د امریکې بهرنئ سیاست د غلطو خلکو په ولکه کې شو

لیکوالان: ډاکټر محمد داود میرکی او ډاکټر رحمت ربی زیرکیار
Truth Subcontracted—When Misguided People Guided US’s Foreign Policy

By

Dr. Mohammed Daud Miraki, MA, MA, PhD mdmiraki@ameritech.net
Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, MA, PhD zirakyar1234@yahoo.com

په د ې وروستیو کې د باګرام په اډه کې د سپیڅلي قرآن د سیځنې پـیښه هغه څه وو چې په افغانستان کې د امریکې د سیاسي پانګې ګټه يې وښودله. د اقسمتاَ هغه میراث دی چی د امریکې له خوا په اصطلاح کلتوري مشاورانو ته یانې فرعي ټیکه والانو ته د حقیقت د سپارنې له لارې د امریکې په برخه شو. دا لومړی ځل نه دی چې د غسې شرمناک چلن د نورو له خوا تصیدق شوی وي یا د مطبوعاتو له لارې یې د خلکو احساسات را پارولي وي. دغه ډ ‌ول سپک چلنونه د امریکایي عملیاتو په مهال ډیر ځلې د پښتنو په کلو کې پیښ شوي دي. د غه ډول سپک عملونه د امریکې له هغې پریکړې نه راوځي چې بې کـفایتـه مشاورانو ته یې حقیقـت په ټـیکه ور کـړی و. سربیره په دې چې ژباړنان او مشاوران په ژبني او کلتوري لحاظ ناپوه وو، هغوی یو قصدي اشتیاق هم لاره چې پــښتانه کـــمزوري کړي او د پښــتنو د ژوند او کلو په تخریب کې واڼـډه ولري. دا هغه ناقـص چــلن او نادرست سیاست دی چی په افـــغانستــان کې پرله پسې مصیبتونو او د ســپیڅلي قـرآن او سني سپکاوي ته یـې لار هواره کـړې ده
.
د راپور له مخې د افغانستان قانون سازانو د باګرام اډه وکتله. هدف یې دا و چې د پیښې په اکله یو اجمالي نظر لاسته راوړي او په دې وپوهیـږي چې مسٔول اړخ څوک دی. د افغانستان د پارلمان د دغو غړو په حواله، د امریکې عسکري اشخاصو د پـیښې پـړه په افغان ژباړنانو اچولې وه. د ادعا له مخې ژباړنانو و نشو کولی چې د سپیڅلي قرآن او نورو لیکنو په منځ کې توپـیر وکړي. دا زموږ د دې لیکنې اصلي موضوع ده چې د امریکې حکومت د خپلو چارو مسـولیت د معلوماتو او مشورو اجیرانو ته پریښی و. هغوی که ژباړنان دي، مشاوران دي، او یا په اصطلاح فکري بانکونه ( تینک ټینکس) دي، اصلي ارزښت یې دا دی چې خپله فایده څربه کړي، یانې د ځان لپاره ډالرې راټولې کړي. د افغانستان ولس ته یرغل خورا غــټ تاوان اړولی دی. د دغه ستر تاوان مخه به نیول شوې وای که حقیقت فرعي ټیکه دارانو ته نه وای سپارل شواي. د دغې معاملې په اوږدو کې پښتون له بل هر چا نه زیات ژوبل شو. د بیلګې په ډول، په افغانستان باندې د امریکې د یرغل په ماښام، د افغانستان د لږکیانو مشران او د هغوی متعلقـیـن ، او ورسره ځینې اجنــبي شوي بې- پښتون شوي پخوانــي شاهي خیـل قــطار ودریدل چې ځـــانونه په لیــسټ کې شامل کړي او د خپلو جــیبونو د ډکولو په خــدمت کې شي. اجنبــي شــوې بې-پــښتون شــوې پخــوانئ شاهي طایــفه په دې هیله وه چه که د کیک کــومه ټوټــه یې په برخه شـي. خــو د شمالي ټلوالې د غــټ قـــدرت له امله دغـه شاهــي طایــفه محـــرومه شوه که څه هم د امریکې په مشرۍ یې یر غل ته په بشپـړ صداقـــت سره سیــنه ډبـــولــې وه

پـــه داسې حال کې چې د امریکې سیاست غـــلطو خلکو ته سپارل شــوی و او ځینې د دغـو محرمانو له ډلې نه افغا نستان ته منسوب وو( لکه خلیلزاد او چـڼـي یې)، په اصطلاح ژباړنانو، کلتوري چارپوهانو او مشاورانو ته طـلایي موقع برابره شوې وه چې په د پیسو په غټ مبلغ خپل جیبونه وپـړسوي. د دغو ژباړنانو او مشاورانو غوڅ اکثریت افغان لږکیانو ته منسوب و. هغوی په کافي اندازه په خپله ژبه دري ( دافغانستان په فارسي) او کلتوري ارزښــتونو نــــه پوهیــدل چې د ژباړن یا کلتوري مشاور کــفایت یې پــیدا کړی وای. د پښتـو ژبې په اړه، د دغو اقلیتونو او د اجــنبي شــوې بې ـ پښتــون شوې شاهي طایفــې یو غــړی هم پښتـو نه شوه ویــلی ـ په استـثـنا د یو څو الــفاظــو او ناقــصو جــملو. دغه شان، پښتون- ضده شمالي ټلواله د امریکې په مشرۍ د ناټـو د قواو سره شریکه وه او ټول پښتانه به یې ورته طالبان معرفي کول. په دې ترتیب د پښتنو عاقبت داسې شو چې ټولې سختۍ وګالي. په پایله کې د پـــښتنو لومــړي غټ ضایعات دا وو چې د جــنګیالانو یا بزګرانو په ډول د ګوانــتانامو، کندهار یا باګـرام بندی خــانوته ولیـږدول شي. له دې امله چې هیڅ کوم ژباړن یا مشاور په پښتو نه پوهیده او مخکې له مخکې یې د پښتــنو په مــقابل کې کیــنه او تعصب لرل ، هــغوی په هر پــښتو ویــونکی بې له ولې او څله د جنګي طالب ټاپه ووهــله. پښتون بندیانومطلقاَ د طالب ټاپه خوړلې وه ځکه چې پښتو یې ویله. دغه شان، د ژبـاړنانو او مشاورانو غوڅ اکـثریت د شمالي ټلوالې پلویان وو. دا هغه سازمان دی چې د افغانستان له لږکیانو نه جـــوړ شوی دی او افغانستان یې محض په دوه سوه ملیون ډالرو خرڅ کړی دی. په افغانستان کې د امریکې د مـــرکزي استخباراتو د جګــړې د ډګر کوماندان ګــیري بیـرنـتسن د شـــمالي ټــلولې په اکله خپله تجربه داسې بیانــوي: « ایرانیان اوپه افغانستان کې د هغوی د تره ځامن ټول د زړه له کومي غالۍ خرڅوونکي دي.» ولولئ
Gary Berntsen, Jawbreaker, The Attack on Bin Laden and al-Qaida (Published 2005) :
“I know from my experience that Persians and their Afghan cousins are all carpet sales- men at heart.”
پــه ضمـني ډول، ګـري بیرنـتسن په دې بـاور و چې د شــمالي ټــلوالــې کوماندانان به افغانستان د غالــۍ په شان خــرڅـوي. د ا هــغه خصلت دی چې د شمالي ټلوالې عناصر او د دوی پـلوي کـدرونه یې لري- هغه عناصر او کـــدرونــه چې د ژباړن په څیر دامریکې پــه خدمت کې دي او په مشـتاقـانه ډول غــواړي چې پښتانه د خــپل بــرید نـــښه کـــړي
د ژباړنانو او مشاورانو یوه برخه د پخوانو پر چمي کمونستانو نه جوړه شوې وه.د پرچمیانو زړونه امریکې ته ډک ووځکه چې د پخواني شوروي اتحاد او په افغانستان کې د شورویانو د ګوډاګي نظام په ضد یې د مجاهدینو ملاتړ کړی و. په شوروي پسې تړل شويو افغان ګوډاګي کمونستانو په نښه کړی وو چې امریکه په افغانستان کې کمزورې کړي که څه هم دغه کار به د افغانانو د ژوند او د دوی د مقدساتو په بیه تمام شی. د خلکو د ګوند یوه ډله پرچم نومیدله چې د ۱۹۷۹ په دسمبر کې یې په افغانستان باندې د شوروي یرغل سره هغسې ملګرتیا کوله لکه د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې چې شمالي ټلوالې په افغانستان باندې د امریکې د یرغل سره کوله. د پرچمیانو اکثریت غیر پـښتون و او مـشران یــې په لــوړ اواز پــښتون- ضد وو، په ځانګـړي ډول له شـوروي یـرغل راوروسـته

په اوسني مهال کې امریکه په افغانستان کې په یو غلیم ګاوڼـډ کې نښتې ده. یانې د افغانستان دګاوڼـډیانو ایران او پاکستان اســتخباراتي سازمانــونه (آې ایس آې او سپـاه) دیــته سترګې په لار دي چې څنګه امــریکه کمزورې کــړي. موخه یې دا ده چې امریکه په افغانستان کې د لازیات سپکاوي او سر ټــیټۍ سره مخامخ کـړي. پاکستاني او ایــراني استخبارات په دې پوهـیـږي چې پښــتانه یواځینی خلک دی چې د امــریکایانو د وروستنئ ســر ټـیټـۍ او ماتــې تــومــنه لـري. له بـدې مرغې، دا هرڅه د پښــتنو د ژوند او سوکالۍ په بــیه تمامیـږی

موږ غواړو چې دوه غټو ټکو ته پام وکړو: یو ټکی د افغانستان د اقلیتونو په حوزه را چاپیر دی چې د امریکې د اشغال له لسیزې نه خوند اخلي، او دوهم ټکی د امریکې د ملي ګـټو په اړه دی

امـــریکایانو د پښــتنو په کــلیو کې او دباګــرام د بـندیخانې په ســیبونو (ودانــیو) کې څوځــلې د سپــیڅلي قــرآن سپکاوی کــړی و. خو داچې غیر- پښتون خلک د ذکر شوی سپکاوی په مهال حاضر نه وو، هغوی ته یې څه پروا نه کوله یایې د پښتنو په ادعا باور نه لاره چې د سپیڅلي قرآن سره سپکاوي شوي وو. په تیره د شمالي ټلوالې پلویانو نه غوښتل چې د هیڅ کوم جبران موضوع مطرح کړي او په دې توګه له بهرنیوقواو نه خپلې اقتصادي لاسته راوړنې خوندي وساتي. کله چې د باګرام په هوایي اډه کې د سپیڅلي قرآن سره سپکاوی وشو، د افغاني اقلیتونو کارګرانو روحي ټکان وخوړ. ځکه چې په خپلو سترګو یې د هغه سپکاوی یو څنـډه ولیدله چې پښتنو به پرې په تیرو لسو کلونو کې شکایت کاوه . په نتیجه کې، دغه کارګران خپلو احساساتو او اسلامي عقیدې ته تسلیم شــول او خــپله مایوســي او تاوتـریخــوالــی یې وښــود

موږ دشمالي ټلوالې ریاکارانو او دوه مخو ته يو پیغام لرو: په داسې حال کې چې په پښتون ولس باندې په تیرو لــســو کلــونو کې ذکر شــوي کرغیـړن چلـنونه تحمـــیدل، د شمالي ټلوالې غـیر- پـښتانه د یرغــلګرو ســره هـمغـاړي وو. د غو هـمـغاړو له هــغو کثـیفو جوټـو نه خونـد اخیــست چې د لارې په هـر پــړاو کې به ورته اچــول کــیدلې. په دې مهال، بایـد امـریکه په خپـله دې معامله چې د معلوماتو اجیـرانو ته یې فرعي ټـیکه داري ورسـپارلې ده له سره غور وکړي. د شمالي ټلوالې عناصر چې د ژباړنانو/مشاورانو په څیر خدمت کوي پـه هـر پښتون یې دجنګي طالب او په هـره پښتنه کورنۍ یې د طالبانود هـمغاړتیا ټاپه لګولې ده. په نتیجه کی، پښتانه سړي، او پښتني کورنۍ او کلي په بې رحمۍ سره هـدف ګرځیدلي دي. د د ې ژباړنانو/مشاورانو خاینانه سلوک په ټول افغانستان کې د زرګونو پښتنو د ژوند په بیه تمام شو. په دې اساس دا ژباړنان/مشاوران نشي کولی چې ځانونه د مقاومت په شمول د افغان ملت له عضب نه وسـپموي. په هر ډول چې وي، د امریکې حکومت باید دغه ژباړنان/مشاوران د غلطې همکارۍ په اساس مسؤلیت ته راکاږي. سربیره پر دې ، په اصطلاح «د تفکر بانکونه» (تینک ټـینکس) د ۹۱۱ له بخولې راوروسته لکه خریـړي را وټوکـیدل چې د مشورې په بازار کې یو درځـن یې په یوه ټـنګه خرڅیـږي. دوی د دې په ځای چې په افغانستان کې د ملت تباه کوونکې، ناقصې او ځان ګټـې مـشورې په بـدل کې ورته معاش ور کړل شي، بایـد د کلک تحقـیق لاندې نیول شوي وای. داچې په افعانستان کې د امریکې ورځې په شمار بریـښي، دا یو څه ډیر ناوخت معلومیـږي چې دغه ناقص او جنایي چلن باطـل شي- هغه جنایي چلن چې د ولس ژوند پکې د ځان- میینو او ځان-خرڅه افرادو او سازمانونو لښکر ته په فــرعي ټـیکه ورکــړل شــوی دی. دغــه فـــرعي ټــیکه داري، پـــرله پسې بــمبارۍ، او د پښتون ولس وژل او د عــادي طبیعي ژونــد له ټولو ساحــو نه د پښــتنو محـرومول د دغه ولــس لپاره دومره غـــټه ضایعه رامنـځـته کــړې ده چې جــبــران یـــې اوس ناشـــونـــی دی. اوس یواځـینی ممکـن اقـدام دادی چې د ټولو بهـرنیو قواو د بشـپـړې وتنې عملیه دې پیل شي تر څو په ټــول افـغـانـسـتان کې عـدالت په پــښو ودریــږي

افغان ملت که پښتون دی یا غیر پښتون تیره اونۍ د باګرام په اډه کې د سپیڅلي قرآن سره د سپکاوي له لارې په دې پوه شو چې امریکې په افغانستان کې نه یواځې د خلکو ژوند د تباهۍ سره مخامخ کړی دی بلکې د هغوی دیني او کلـتوري اصول یې هم زیانمـن کړي دي

د چاپ ټول حقوق خوندي دي ، ۲۰۱۲ مارچ