Saturday 26 May 2012

سټراټیژیک تړون د افغانستان ګاونډیان همغږۍ ته هڅوي


سټراټیژیک تړون د افغانستان ګاونډیان همغږۍ ته هڅوي 

حنان حبیبزی 

د افغانستان پخلاف يې ګاونډیان هغه مهال لاپسې نژدې شول چې د امریکا جمهور ریس بارک اوباما دشپې په توره تیاره کې کابل ته ورغی او له کرزي سره يې د سټراټیژیک تړون په نامه هغه کاغذونه لاسلیک کړل چې پنټګان چمتو کړي وو. دې تړون دګردو سیمه ییزو هیوادونو ترمنځ د نظر یو والی رامنځته کړ او داسې یو شریک ټکي ته يې ورسول چې افغانستان لا نور له پریشانۍ سره مخامخ کولی شي. دغه شریک ټکی په افغانستان کې د امریکا له شته والي راټوکیدلې اندیښنې دي، او د نظر دغسې  یووالی  له اسلامي غورځنګونو لکه له طالبانو سره د سیمه ییز ملاتړ لامل ګرځيدلی شي. 

 ددې دلیل دادی چې په یوه ځانګړې مساله کې هم سیمه ییز هیوادونه اوهم  د اسلامي ډلو تګلارې له یوبل سره ګډې نقطې پیدا کوي. په دې مانا چې سیمه ییز هیوادونه لکه پاکستان، ایران، روسیه او چین په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون یو خطر بولي،  او اسلامي غورځنګونه يې هم مخالفت کوي.  

 له یولس کلونو وروسته اوس هرچاته د امریکا اهداف روښانه دي او دا د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو کنټرول دی.  واشنګټن ددې لپاره په نړۍ کې خپل پوځي فعالیتونه پراخ کړی چې امریکايي ارزښتونه  پر نورو کلتورونو وتپي او نړۍ د ځواکپالو امریکايي اهدافو تابع وګرځوي.  ددې لپاره د خپلو ډله ییزه وژنو وسلو او په پرمختللې پوځي ټیکنالوجۍ سمبال پوځ ته د سولې اوزار (سوله ساتي ځواکونه) وايي. 

خو دوسولې دغه اوزار د پنجوايي د کلیوالو په څیر مجبور، بیوزلي، ماشومان ښځې  په نښه کوي چې ډار او وحشت خپور کړي او عام خلک په زوره  تابع کړي. د ډله ییزه وژنو دغه وسلې کوم خطر نه انګیرل کیږي بلکې د بشریت د ژغورنې وسایل بلل کیږي ، او ددغو وسلو د کارولو په نتیجه کې بیشمیره ډله ییزه وژنې عادلانه ښودل کیږي، ځکه چې هیڅ یو بهرنی هیواد تر اوسه په دې بریالی شوی نه دی چې په بهر کې یو امریکايي عسکر د کړو جنایتونو له کبله محاکمه کړي. 

هغه کولتورونه او ملتونه چې تابعدارۍ ته چمتو نه دي باید تر پوځی برید لاندې ونیول شي ، یا له اقتصادي او سیاسي تحریمونو سره مخامخ شي چې په لوی لاس له بیوزلۍ سره مخامخ شي او امپریالیسټي شرایطو ته سر کیږدي. د افغانستان ګاونډیان په دې ښه پوهیږي چې د زنې ترڅنګ يې د امریکا په څیر پوځي شته والی د څه لپاره دی؟  

اوس که امریکا له افغانستان څخه یو وار کوي، پر افغانستان به څو  برابر ډیر وارونه  لګیږي، او ګډوډي به  له هغې څو برابره ډیره وي چې موږ يې په تیره لسیزه کې  شاهدان وو. پر نورو هیوادونو یرغل او هلته د امریکا پوځي شته والی د دفاعي قراردادیانو ( د بانکونو،  د وسلو د پابریکو، د لوژیسیټکي توکو د تولیدونکو اود رسنیو د صنعت) د تشویق پر بنسټ ترسره کیږي. که خبره د اټومي وسلې استعمال ته ورسیږي،  نو دغه قراردادیان به خورا ډيرې نورې هغه پیسې پخپلو جیبونو کې واچوي چې د نورو ملتونو پر وینو باندې ککړې دي. 

همکارې رسنۍ له دې جګړو ډيره پانګه او شتمني ترلاسه کوي،  ددې لپاره د هغو خلکو اجنډاوې تبلیغوي چې د جګړې نقشې برابروي. له جګړې وړاندې یو رسنیز کمپاین پرمخ بیول کیږي، او په دغه کمپاین کې د جګړې پلان کونکي د بالقوه یا راتلونکو قربانیانو په توګه ښودل کیږي چې خواخوږي ترلاسه کړي او خلک راضي وساتي.  رسنۍ داسې ژبه کاروي چې د پوځ کړنې برحق ګڼل کیږي او د جګړې بل لوری ګند ته ورته  پدیده  ښودل کیږي چې د خځلو په بیلر کې باید اچول شي. 

ددې ښه بیلګه سلوانیايي پروفیسر سلوای ژیژک وړاندې کوي:  ''  د 2003 مارچ پر 5 د NBC  [یو پروګرام ]  بوچانن اینډ پریس شو د خالد شیخ محمد یو انځور وښوده چې په دې وروستیو کې اخیستل شوی وو، د القاعدې دریم سړی، پریشانه،  د تمې پخلاف د زندان په جامو کې دا اشارې ورکړې چې نوموړی وار له مخه شکنجه شوی وو.  پاټریک باچونان په چټک اواز پوښتنه وکړه:  دغه سړی چې په ټولو  نومونو ، او  پر امریکا د راتلونکو ترهګریزو بریدونو پر ټولو جزیاتو پوهیږي، ولې باید شکنجه نشي چې ټول دغه شیان ترې راوباسو؟  وحشتناکه خبره داوه چې دې انځور تر ګردو مخکې ددغې پوښتنې ځواب ورکاوو. داد حیرانتیا وړ نه وه چې د ټلويژون د لیدونکو او نورو مبصرینوځواب د ټلیفون له لارې  په هو وو''. په دې ډول رسنۍ نظرونه بدلوي، ځانګړي اشخاص د ځانګړو پروګرامونو لپاره غوره کوي او خلکو ته داسې ښيي چې داد ټول ولس غږ دی. 

دا تړون د کرزي کنټرول ته زیان رسوي
له یوې لسیزې وروسته کرزی نور بيخونده دی، نه د یو جمهور ریس په څیر برم لري او نه يې له ارګ څخه بهر درناوی کیږي.  په تیره یوه لسیزه کې څو څو ځلې له بریدونو ژوندی وتلی، او دغه  ګرد بریدونه  پرې په پښتون میشتو سیمو کې شوي دي چې په څرګنده توګه  د ولسي کرکې مانا لري.  دا کرکه به هغه مهال لاپسې  ډیره شي چې له تړون وروسته د ولسي مرګ ژوبلې شمیره وغځیږي.  

د کرزي د ډلې یو شمیرغړي له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له ایران او روسيي سره نژدې اړیکي لري. دغه دوه هیوادونه به هڅه وکړي چې په دولت کې ددغو خلکو له اغیز څخه کار واخلي او بیثباتۍ ته لار پرانیزي. دغه کورنی تاوتریخوالی به ددې لامل وګرځي چې کرزی ونشي کړی خپله دوره بشپړه کړي،  او د مجبورۍ له مخې به واک داسې چاته وسپاري چې له پخوانیو مجاهدینو سره اړه ولري. 

دا بدلون به ددې لپاره راځي چې کرزی نه یوازې د پښتنو ترمنځ ملاتړ نلري بلکې د هغو ملګرو ترمنځ يې هم مجبوبیت له لاسه ورکړی چې د غرب ټیکنوکراټان او د شمال ټلوالې جنګسالاران بلل کیږي.  متحد ایالات ددې تړون د عملي کولو لپاره د کابل په رژیم کې د یو شمیر خلکو داسې ملاتړ ته اړتیا لري چې په لږو پیسو قربانۍ ته چمتو شي، د کرزي په شته والي کې داسې معاملې قیمته پریوزي. 

دا مساله هم د بحث وړه ده چې  له امریکايي پوځیانو سره  چې کومه هوکړه په 2003 کال کې د شمال ټلوالې لاسلیک کړې وه،  امریکايي ځواکونو ته يې خلاص مټ بخښلی وو،  له دې سټراټیژیک تړون سره لغوه شوه، په لږ توپیر يې پرځای د کرزي په لاسلیک د امریکايي پوځیانو شپینیو او ورځينیو عملیاتو ته قانوني حیثیت ورکړل شو. 

د کابل او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې امریکايي ځواکونه بشپړ واک لري چې د شپې عملیات ترسره کړي او د پخوا په څيرهغه افغانان ووژني چې دوی پرې د مخالف شک کوي. پرته له کوم  جرمه د شک پر بنسټ د بیوزلو افغان کلیوالو د وژلو لړۍ به تر هغې روانه وي چې امریکایان په افغانستان کې پراته وي،  دغه تیري به د پلان شوو عملیاتو په ترڅ کې ترسره کیږي او عادلانه کار به بلل کیږي.  د تړون له مخې کرزی نشي کولی چې د امریکا پرعسکرو کنټرول ولري، امریکایان د تړون د متن له مخې په یو اړخیزه توګه کولی شي  چې په کلیوالو  سیمو کې د شپې عملیات ترسره کړي، افغان پوځ  او پولیس یي امنیت نیسي. 

ددې  تړون ټکي په ډیر دقت سره غوره شوي دي، د امریکا د ملاتړ مانا داده چې عملیات به د امریکایانو په خوښه کیږي.  افغان ملګري به يې د عملیاتو پر مهال د امریکايي سرتیرو ساتنه کوي چې د کورونو  د تلاشۍ پروخت پرې برید ونشي، تلاشي به امریکايی کوي، زندان به د امریکايي وي او امریکايان به خلک نیسي. 

دا تړون د افغانستان اساسي قانون ته سپکاوی دی
د هیواد په بیلابیلو برخو کې له سټراټیژیک تړون څخه وروسته  لږ ترلږه اتلس تنه نور ملکي افغانان د امریکايي عسکرو د بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي، ایا د افغانستان اساسي قانون کولی شي چې د افغان وګړو د ژوند، حقونو او فکر ساتنه وکړي؟  که دا قانون په رښتیا خپله د کابل ادارې ته د درنښت وړ وي، لومړی باید په بګرام کې هغه پنځه تنه امریکایان چې قران کریم  ته يې سپکاوی کړی،  او په نتیجه کې يې لږ ترلږه دیرش تنه افغانان د مظاهرو پرمهال ووژل شول محاکمې ته راکاږي. دغه راز د پنجوايي د ډله ییزه وژنې پلان کونکي او عملی کونکي محاکمې ته کش کړل شي، که د اساسي قانون موخه د افغان وګړو او سیمه ییزو ارزښتونو ساتنه وي. 

خو کله چې،  په اصطلاح د قانون ساتونکي خپله فاسد، قاچاق کونکي او په جنګی جنایتونو تورن وي نو څه ډول به اساسي قانون عملي شي؟ دغه لامل دی چې د کرزي په اداره کې د امریکا اساسي قانون ته درنښت ډیردی او د افغانستان اساسي قانون په داسې حال کې ټیټ  او بي ارزښته ګڼل کیږي چې کرزی هڅه کوي پر طالبانو او د حکمتیار پر اسلامي ګوند يې ومني. 

له بلې خوا  دکابل رژیم له خپلمنځي اختلافاتو څخه ځوریږي، د لوړپوړو چارواکو پرله پسې مالي، اداري او سیاسي درغلیو بیثباتي دومره پراخه کړې چې د کابل اداره يې ناوړه پایلې نورې نشي پټولی او مجبور دی چې ددې ټولو ګډوډیو پړه پرګاونډيو هیوادونو واچوي.  په دې توګه، د دولت د پروپاګنډ ماشین هڅه کوي تر 2024  کاله پورې په افغانستان کې د امریکا پوځي شته والی سم کار وښيي او داد ګاونډیانو (ایران، پاکستان، روسيي او چین ) له شره د خلاصون یوازینۍ او وروستۍ لار وبولي. 

په تیرو لسو کلونو کې یوازې دا مساله ښکته پورته کیده چې یوازې یو ګاونډی پاکستان دی چې د افغانستان د ثبات په وړاندې خنډ بلل کیږي، خو تهران به د ارګ په ماڼۍ کې د کرزي د غوږ په بیخ کې ځای نیولی وو، د کورنیو او نړیوالو تګلارو په جوړولو کې به يې د ایران ګټې خوندي کولې. د ایران په ضد له  نوي راټوکیدلی دریځ څخه یوازې څو میاشتې نه تیریږي، له هغې وړاندې د نیویارک ټایمز په وینا خپله حامد کرزي دا منلې وه چې دادفرسپنتا او یو شمیر نورو لوړپوړو کسانو له ایران څخه وخت ناوخت پیسې او تحفې ترلاسه کولې. 

اوس څه پیښ شول چې تهران یو دښمن بلل کیږي؟  له ایران سره دغه نوې دښمني هیڅکله د افغانستان د ملي ګټو لپاره نه ده، بلکې د امریکايي ګټو لپاره په پام کې نیول شوې ده. د حامد کرزي د رژیم ترمنځ د ایران ضد احساساتو هغه وخت زور واخیست چې څو میاشتې وړاندې  دواشنګټن او تهران ترمنځ د ایران د اټومي ټیکنالوجۍ پرسرخبرې ناکامه شوې. اوس به امریکا په افغانستان کې خپل شتون د ایران د بیثباته کولو لپاره کاروي، هغه څه چې پاکستان، چین او روسیه هم پرې اندیښمن دي. 

په پټو سترګو منونکي یو شمیر سیاسي کارپوهان د امریکا  دوامداره شته والی د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوي لپاره ښه انتخاب بولي. دوی ان هغو ښځو او ماشومانو ته د هیڅ ډول بشري حقونو پخلی نکوي  چې له کابله بهر د هیواد په نورو برخو کې د امریکايي عسکرو د جنایتونو ښکار ګرځي.  د ښځو، ماشومانو او  سړیانو حقونه یوازې د کابل د ځانګړو اشخاصو لپاره خوندي شوي دي او نورو  افغانانو ته هغه حقونه نه ورکول کیږي.

د زور او تیري پر خوا دریدلي دغه شنونکي دا هیروي چې په دې وروستیو کې د کندهار په پنجوايي کې څه تیر شول؟ د بګرام په هوايی اډه کې د الله د کلام  قران کریم په وړاندې څه وشول؟   دا حالت ماته د اډاوارډو ګلیانو Eduardo Galeano خبر راپه زړه کوي چې وايي :  '' لیکل هیڅ ګټه نلري که د هغو خنډونو پخلاف د مبارزې  لپاره نه وي چې واکمن نظام د مخالفینو د پیغام په وړاندې جوړ کړي دي.''

Thursday 3 May 2012

سټراټیژیک تړون د سیمه ییزو هیوادونو دلاسوهنې اسباب برابروي

د هغه ګوښي امریکايي قاتل محاکمه څنګه شوه چې په پنجوايی کې يې 17تنه قتل عام کړل
افغانستان د نوي نړیوال نظم په لومه کې
حنان حبیبزی

د حامد کرزي د اضطراب یو ښه انځور فضل الرحمان اوریا په یو ټلويژوني بحث کې وړاندې کړ: '' کله چې وضعه لږ خرابه شي، کرزی په بګرام کې ځان پټوي یانې د امریکا اډې ته پنا وړي'' او پخپلو عسکرو او سرتیرو هیڅ باور نلري.  موږ هیڅ پوښتنه ونکړه چې د روان کال د اپریل پر 15 د کابل پر ښار له سرښندونکي برید څخه وړاندې څه پیښ شوي وو چې وروسته کرزی  مجبور شو چې د خپل سر د ساتنې لپاره بګرام ته پنا یوسي.  هغه برید چې د هیواد په درې ولایتونو کې پر یو مهال پیل شو او د دولت مهم بنسټونه لکه پارلمان او یو شمیر نور ځایونه يې په نښه کړل.  

له هغې مخکې، کله چې خلک د بګرام په شاوخوا کې  د قران کریم په ملاتړ مظاهرو ته راووتل،30 تنه لاریون کونکي چا، د څه لپاره ووژل؟  ورپسې جوخت د پنجوايی په پیښه کې 17 تنه څنګه او څه ډول ووژل شول؟  رښتیا خو دادي چې، کله  چې په بګرام کې قران کریم ته سپکاوی وشو او په پنجوايي کې عام خلک قتل عام شول، طالبانو د غچ اخیستلو خبرداری ورکړ او څو ورځې تیرې شوې نه وې چې دوی پر کابل خپل  پلان کړی برید ترسره کړ. که امریکایانو قران نه وای سوزولی، او په پنجوايي کې يې خلک نه وای وژلي، کوم غچ یا غبرګون ته اړتیا نه وه، او طالبانو دغه برید نه کاوو.  

 اوس دلته پوښتنه داده چې ایا د امریکا په شته والي کې جګړه دریدلې کنه؟ جګړې ته اسباب څه ډول او څوک برابروي؟  که  موږ ددې شاهد وواوسیږو چې پر خلکو هوايی او مځکیني بریدونه  کیږي، نو بیا خو جګړه دریدلې نه ده او دغه ډول عملیات له ځانه سره ارومرو غبرګون  لري.

دوی د عدالت ټینګښت نه غواړي
په یو ویشتمه پیړۍ کې باید له خلکو سره کار وشي چې له سیسټم سره اشنا شي.  داد دولت دنده ده چې پر خپلو خلکو مهربانه وواوسي، لکه مور او پلار چې خپل ماشوم له نړۍ سره اشنا کوي. نالوستې ټولنه د ماشوم په څير مرستې ته اړتیا لري.
کله چې په 2001  کال کې امریکايانو پر افغانستان یرغل وکړ او د زرګونو خلکو د وژلو لامل وګرځيدل، جنګسالاران او جنګي جنایتکاران يې بیا پر خلکو واکمن کړل،عام خلک پرهغه نارې وغولیدل چې د ټولې نړۍ له خولې په یو اواز راوتله، او هغه سوله وه. 

خو په تیرو کلونو کې دغه نړیوال ځواکونه د سولې پرځای د تاوتریخوالي د زیږیدو لامل وګرځيدل. یولس کاله وروسته څوک نشي کولی چې د عامو  افغانانو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ واټن کم کړي. خلکو په سر خوړلې ده، پر هغه څه نور نه غولیږي چې  کرزی او دده امریکايی متحدین يې وايي. 

خلک دلایل لري او مجبوره دي چې د هغو پنځه تنو امریکایانو د محاکمې په اړه پوښتنه وکړي چې قران کریم يې په بګرام کې سوزولی وو؟ د هغه ګوښي امریکايي عسکر محاکمه څنګه شوه چې په پنجوايي کې يې 17 تنه ښځې او ماشومان ووژل؟
هغه قاتلین چیرې دي چې د قران کریم په ملاتړ يې د لاریون  پر مهال 30 تنه ووژل؟  یوه بدمرغي نه ده، څومره چې يې ښوروې هغومره يې خوسا بوی ډيریږي، وګورئ د کابیني مخکښ غړي اسماعیل خان ته، ځان  یو سپیڅلی هیوادپال معرفي کوي، څارنوالۍ پر مالي فساد پړ بللی ، خو لاهم پخپله دنده پاتې دی.  

اوس پوښتنه داده چې  د اصولو له مخې ایا  دکابل رژیم او امریکايي متحدینو ته يې دا مهمه ده چې افغانان د خپل هیواد د نیواک په اړه څه احساس لري؟  حقیقت دادی چې افغانان فکر کوي چې د کرزي په نامه له یوې تورې بلا څخه خلاصون به دوی ته د هوساینې زیری ورکړي ځکه چې هره ورځ يې په قصابۍ کې نژدې لس افغانان له تیغه تیریږي او وینې يې امریکایانو ته بخښل کیږي. 

هغه اساسي قانون چې پر جوړولو يې نړیوالې ټولنې میلیونو ډالر لګولي دي، دیو بهرني هیواد د اساسي قانون په وړاندې ښکته ګڼل کیږي، دا څنګه ممکنه ده چې یو بهرنی سرتیری دې 17 بیګنا افغانان قتل عام کړي او بیادې هغه پریښودل کیږي چې له هیواده ووځي.خلک به څه ډول باور وکړي چې رښتیا هم اساسي قانون ته درنښت شته دی. 

 رښتیا خو دادي چې د بهرنيو ځواکونو له هوايي او مځکنیو بریدونو پرته د کابل پوځ او پولیس ددې وړتیا نلري چې د طالبانو او د اسلامي حزب په وړاندې وجنګیږي.  یوشمیر خلک ویره لري که امریکايي ځواکونه ووځي نو هیواد به دیوې کورنۍ جګړې په لومه کې ولویږي. ددغسې نظر خاوندان هڅه کوي چې اوسنۍ جګړه چې هره ورځ لس تنه افغانان وژني له پامه وغورځوي، اوله امریکا سره سټراټیژیک تړون ښه کار وښيي.  له امریکا سره د تړون له لاسلیک  څو ساعته وړاندې په لغمان او خوست ولایتونو کې د ملکي خلکو پر کورونو د شپې بریدونه وشول او یو شمیر خلک يې ووژل، قسم خوړلي بهرني او کورني ځواکونه تر هغې ارام نه کیښني چې د افغانې میندې يې کړولې او بورې کړې  نه وي. 

که امریکايي عسکر نه وي، په دومه ورځ د کابل د رژیم غړي مجبور دي چې د پټيدو لپاره سوړې ولټوي، ځکه چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د وروستیو څرګندونو له مخې  د ''دولت او خلکو ترمنځ پراخ واټن پروت دی''  اوهیڅ افغان چمتو نه دی چې د اوسني رژیم د ژغورنې لپاره قرباني ورکړي.  په دې توګه، له امریکا سره د تړون لاسلیکول د ملي ګټوپه پرتله ډیرد شخصي ګټو لپاره ترسره شوي دي. 

سټراټیژیک تړون د نوي نړیوال نظم په لور یو امریکايی ګام
افغانستان د سیمې د یو شمیرسیالو هیوادونو تر منځ پروت دی او ډیری يې د امریکا پر دایمي شتون ناراضه دي. دغه ناخوښي دېته لار برابروي چې د سیمې هیوادونه په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره فعال پاتې شي. په ټوله سیمه کې له امریکا سره د ستراټیژیکې معاهدې پخلاف حساسیتونه موجود دي. د شینګهای تړون له دې هوکړې سره چې افغانستان او امریکا  لاسلیک کړه، مخالفت لري. په 2011 کال کې چین، روسيې او د سیمې ځينې نورو غړيو هیوادونو  پر کرزي فشار واچاوو چې له امریکا سره دایمي هوکړه ونکړي.   

خو امریکايي ځواکونو ته دا مهمه نه ده چې د سیمې هیوادونه څه فکر کوي، دوی ته دا مهمه ده چې افغانستان ددغو هیوادونو پخلاف د سنګر په توګه وکاروي. روسیه باید څنډې ته شي او د منځنۍ اسیا پر هیوادونو يې کنټرول ته د پای ټکی کیښودل شي. په چین او ایران کې باید رژیمونه بدل شي، ځکه چې هلته د امریکا او داسرایلو د ګټو پخلاف هڅې روانې دی. اسلام اباد وار له مخه مجبور شوی دی چې د خپلې اټومي وسلې پر ساتنه لاس پورې کړي، اسلام اباد پوهیږي چې له دې کبله د وهلو وړ دی  چې اټومي وسله لري،  ځکه چې  پر تهران له برید څخه وړاندې  باید واشنګټن ځان ډاډه کړي چې هیڅ یو اسلامي هیواد اټومي وسله نلري. 

یمن، سوریه او ترکیه هم د امریکا له حسابۍ سره مخامخ دي، ځکه چې هلته  تابعداري ورځ تر بلې کمیږي او دا شئ امریکا ته ( د 21 پیړۍ د زبرځواک په توګه ) د منلو وړ نه دي. خو مخکې له دې چې پنټګان هلته خپل ځواکونه ولیږي د جنوبي او منځنۍ اسیا کنټرول مهم دی.   

واشنګټن هوډ لري چې تر2024 کاله پورې دغه بدلونونه رامنځته شي او دلته يې د ټولو بډایو اقتصادي سرچینو کنټرول  لاسته ولویږي.  د J.P. Morgan په نامه امریکايي بانک چې د Military Industrial Complex مهم غړی دی، په افغانستان او په ځينې سیمه ییزو هیوادونو کې وار له مخه  د طلا او نورو زیرمو پر تولیدولو پانګونې کړي او دغه پانګونې پوځي ملاتړ او قربانۍ ته اړتیا لري چې مالي ګټه يې تر امریکا  ورسول شي.

 

ددې ټولو هڅو هدف دادی چې نړۍ د نوي نړیوال نظم New World Order خواته ورنژدې کړي او د امریکا په مشرۍ  نړیوالې ډیکټاټورۍ ته شرایط برابر کړي. خو د واشنګټن ددغو هوډونو پخلاف پراخه ناخوښي د خنډونو لامل ګرځیدلی شي.

سیمه ییز حکومتونه یوې خوا، او اسلامي تحریکونه بلې خوا دغه امریکايی موخې پر خپلو عقایدو او چاپیریال برید ګڼي ، عام خلک په  سیمه کې د متحدو ایالاتو پخلاف پاروي او د سولې تش په نامه ارمانونه خاورې کیږي. د موخو او مفکورو دغه تضاد ددې لامل ګرځي چې افغانان د ناڅرګندو کلونو لپاره قربانۍ ته چمتو شي.

 





Wednesday 2 May 2012

بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی !

بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی !
«جلالت چپن» به د خپل پلار پوښتنې ته څه ډول ځواب ووایي؟! 

لیکوال: ډاکتر رحمت ربی زیرکیار

 ما زیرکیار دغه چغه ( بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی) نـږدې ۱۹ کلونه وړاندې د ۱۹۹۳ په شاوخوا کې ویستلې وه او په پیښور کې  د کـره پښتـو د ښـوواند  محمد آصف صمیم له خوا په ټیـنګار سره  منل شـوې وه  او د نـورو سـره یې  شـریکه کړې وه
په افغانستان کی دشاهــي دوری په وروستـني اساســي قانـون کې (تلــه  ۱۳۴۳لمریز= اکتوبر۱۹۶۴م) راغلي ووچی دافغانستان دنورو ژبوله منځ نه«پښتواودري رسمي ژبې» دي. (دریمه ماده).

دهمدغه اساسی قانون په پنځه دېرشمه ماده کې پښتوملي ژبه ګڼل شوې وه اودولت موظف شوی وچې دهغې دپالنې، پرمختیااوزیات استعمال لپاره «اغیزمن» پروګرام راوباسي اوعملي یې کړي. له دینه یوکال وروسته(تله ۱۳۴۴یانی اکتوبر ۱۹۶۵) پارلمان ته دهغه مهال لومړی وزیرډاکټرمحمدیوسف ورغی. دحامد کرزي پلارعبدالاحدکرزي چې د ولسي جرګې غړی وپه ډاکټریوسف نیوکه وکړه چې ولې  یې داساسي قانون د پنځه دیرشمې مادې سره سم دملي ژبې پښتودپرمختیا او ترویج لپاره پروګرام نه وجوړکړی. ډاکترمحمدیوسف ورغبرګه کړه چې دژبو قانون به جوړکړي اوپارلمان ته به یې ولیـږي. 

د ۲۰۰۱ زییز په اکتوبر کې  د امریکې په مشرۍ  د لویدیزې امپریالیستي نړۍ جنګي سازمان ناټو په افغانستان یرغل وکړ او خپله وحشي تنده یې د ټول( لر او بر) پښتون په وینه ، ژبه او سیاسي کلتور ماته کړه.د امریکې مرکزي. استخبارات(سي.آی.أی) د هر کال په جولای کې «د نړۍ د معلوماتو کتاب» خپروي. د ۱۹۹۱زییز(۱۳۷۰ لمریز) پورې، د مرکزي استخباراتوپه دغه کتاب کې پښتنو د افغانستان د وګړیو پنځوس سلنې(۵۰٪)جوړولولې او د پښتو ژبې برخه هم پکې پنځوس سلنې ښودل شوې وه.خو یوکال وروسته ،د  سي آې أی په ذکــر شــوي کتاب کې( ۱۹۹۲م=۱۳۷۱ل)  د پښتنو شمیر آته دېرش سلنې(۳۸٪)او  د پښتو ژبې برخه یې پنځه دېرش سلنې(۳۵٪)معرفي کړل.له دېــنه دوه میاشتــې وړاندې(اپریل ۱۹۹۲=ثور ۱۳۷۱)شمالي ټلوالې او پرچمیانو په کابل کې سړک الطوایفي پیل کړې وه. 

یانې د پښتنو او پښتو ژبې شمیرنې د سي آی أی په کتاب کې  د هغه کال په جولای میاشت کې ټیټې وښودل شوې چې د اپریل په  میاشت کې یې د مسعود- رباني- پرچم  دوهــمه سقـاوي رامنځته شـوې وه.  دغه ډول شمیرنې په څه نا څه بدلون سره لا تر اوسه(۲۰۱۰) چلن لري.  د ۹۱۱ بخولې سره جوخت، له اکتوبر ۲۰۰۱ راهیسې امریکې د روسیې، ایران او پاکستان د خوښۍ لپاره ټول پښتون اود پښتو ژبه ژوبل کړل،او  د افغانستان په  استعماري اساسي قانون کې یې د ډیـورنډ لیکې وویستلې. پرون (۱ می ۲۰۱۲)  حامد کرزي په کابل کې د امریکې ولسمشر بارک اوباما ته خپله رسمي وینا په فارسي کې واوروله، نه په خپله پلارنئ ژبه پښتو کې . اوس پوښتنه داده چې جلالت چـپن حامد کرزی به د خپل پلارپوښتـنـې ته ( چې له صدر اعظم  ډاکټر محمد یوسف نه یې کړې وه) څـه ډول ځواب ووایي؟!ــ