Wednesday 12 October 2011

ډالري پوځ ژر پاشل کیږي


 ډالري پوځ ژر پاشل کیږي 

حنان حبیبزی 


دلندن په یو خبري کنفرانس کې د افغانستان د پوځ پر بیا رغاونې خبره تاو راتاو شوه. زما ترڅنګ  یو امریکايي خبریال ناست وو.  ده څو پوښتنې د افغانستان په اړه وکړې. یوه پوښتنه یې  دافغانستان د پوځ د بیا رغاونې په اړه وه. 



 امریکايي خبریال غوښتل چې پوهه شي  ایا نړیوالې غورځې پرځې به  د افغانستان د امنیتي ځواکونو بنسټ کلک او راتلونکی پیاوړی کړي؟ ده ته وویل شول چې ټولې هڅې  دافغانستان دامینتي ځواکونه پر روزلو ورټولې دي چې د امنیت مسولیت په غاړه واخلي. دی په دې ځواب قانع نه وو.  



خبریال ته  دا ځواب ډیر زوړ او تکراري وو ، ده غوښتل نوی ځواب ترلاسه کړي. ماته یې مخ راواړاوو ،وېویل ایا د څلویښت ورځو پر روزنیز کورس  یو نالوستی انسان پر مسلکي انسان بدلیدای شي . ما  تر څو ځواب ته ځان جوړاوو ، ده وویل،  ارومرو غواړې چې ووايي ،نه.همداسې ده؟ ما ورته وویل، هو، نژدې همداسې ده. ده وخندل . بیا یې رانه وپوښتل ،ښه ، ته دا راته ووایه،  که موږ راووځو نو ستاسې پوځ به ټینګ شي؟ ما ورته وویل مطلب مو له طالبانو دی؟ 


 ده وویل نه ،زما مطلب داوو چې ستاسې پوځ به دا  اوسنی لوړ معاش له کومه کوي؟  ما ورته د ټوکې په ډول وویل ، اوسني چارواکي په اداري فساد او لوړې کچې رشوت او نشي توکو په قاچاق کې ښکیل  دي ،نو ددوی دغه حرامې  پیسې کافي دي چې د څو کلونو لپاره پرې دغه پوځ وچلول شي. دواړو وخندل. 



بیا مې  ورته وویل  نه دا هسې ټوکه وه . که په دې مساله جدي وغږیږو نو خبره دافغانستان د حکومت لپاره له ننګونو او ستونزو ډکه ده.  ده وویل ،هغه څنګه ؟ ما وویل ،نړۍ باید اته کاله مخکې د بون د کنفرانس پر وخت دا فکر کړی وای. په افغانستان کې هر څه په پیسو نه کیږي.  

ډالري پوځ او د ټوپک په زور راغلې ډیموکراسي به ټینګه نشي


هغه پوځ  ته چې تاسو د معاش لپاره جلب او جذب کوﺉ ،راتلونکی نلري او وفاداري یې لږ ده. ده وویل زما ځواب راکړه ؟ ما وویل څرګنده ده چې پوځ به وپاشل شي. ځکه چې دې عسکرو ته څوک هغه معاش نشي ورکولی چې نن ورکول کیږي.  ده وویل ،دا خو بیا ډیره سخته ده. 



دده دې پوښتنې ماته اندیښنه پیدا کړه. رښتیا هم ،که نړیواله ټولنه پر افغانستان خپلې مرستې کمې کړي او یا یې ودروي ،نو اوسني امنیتي ځواکونه چې د پیسو لپاره دپولیسو او پوځ په لیکو کې دي ، دا لوړ معاش له کومه کړي. په اروپايي هیوادونو کې د مرستو په ضد په پارلمانونو او د ولسونو ترمنځ داسې غږونه شته چې ددغو مرستو پر څرنګوالي اغیز شنیدلی شي. 



خو، اخوا د افغانستان حکومت دنړیوالې ټولنې له بې دریغه همکارۍ څخه سمه ګټه نشي اخیستلی او یوازې یې چارواکي دغه همکاري د خپلو شخصي اغراضو لپاره کاروي. دافغانستان حکومت داسې پلان نلري چې دغه پیسې پر ځای ولګوي او ګټه یې یوازې جګړه ځپلو او بیوزلۍ وهلو افغانانو ته ورسیږي. 



داروپايي ټولنې یو پخواني چارواکي چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې ده . په یوه مرکه کې ویلي وو ،که تاسو په کابل کې لوړو او رنګینو ماڼیو ته وګورﺉ نو زغرده پوهیږﺉ چې نړیوالې مرستې د چا جیبونو ته ځيي. که تاسو دغه د وچتو ودانیو ژوند له کلیوالو سیمو سره پرتله کړﺉ نو تاسو ګورﺉ چې هلته هیڅ بدلون نه دی راغلی خو برعکس فشار یوازې پر عادي خلکو ورټول دی. 



یو بل چا وویل نړیوال په افغانستان کې د یو فاسد حکومت لپاره قرباني ورکوي چې چارواکي یې د نشي موادو په قاچاق او دخلکو د شتمنیو په چور او تالان کې لاس لري. هغه حکومت چې له کوچنیو جنګسالارانو څخه یې اتلان جوړ کړل او بیرته یې  پر قربانیانو ور وتپل. 



دا رښتیا هم ډیرې د اندښنې وړ خبرې  دي. که روان حالات همداسې مخ پر وړاندې روان وي. دحکومت  هغه غړي چې د پیسو او معاش لپاره له خطره ډکې دندې ترسره کوي،  دغه دندې  به پریږدي، خپلو کورنیو او ماشومانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره به د یوې بلې دندې په لور مخه کړي. 



ځکه چې دافغانستان ډیری خلک له بیوزلۍ څخه ځوریږي  او دغه خلک په بیړني ډول مرستو ،کار  او ډاډمنې سولې  ته اړتیا لري. په تیرو نهه کلونو کې  دافغانستان حکومت  په دې کې پاتې راغی چې  د قانون دپلي کولو جوګه شي او د ملي حاکمیت په خپرولو بریالی شي. 


په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو په ګډون نړیواله ټولنه په افغانستان کې ده، په دغه هیواد کې جګړه روانه ده او ملکي خلک په ظالمانه ډول پکې وژل کیږي، ځینې اندیښنه لري، که بهرني پوځیان ووځي، نو په افغانستان کې به ملکي جګړه پيل شي.  د نړیوالې ټولنې به شتون کې چې جګړه روانه ده، په دې کې ملکیان نه وژل کیږي؟ ایا دا جګړه نه ده؟ 

ډیر ځلې چې د قانون عملي کولو ته اړتیا پیښه شوې ،خپله حکومت قانون له پامه غورځولی او د شخصي اړیکو  له کبله یې دقانون پر سر پښه ایښې ده. په حکومت کې اداري فساد د لویدیځو هیوادونو لپاره یوه لویه اندیښنه ده. په دغو هیوادونو کې پر حکومتونو فشار دی چې ددوی د ټکس او مالې پیسې چې افغانستان ته استول کیږي د چارواکو شخصي جیبونو ته ورځي او د هغه هیواد د بیا رغاونې په ډګر کې هیڅ مرسته نکوي. 



د متحدو ایالاتو او برتانیا رسنیوپه پرله پسې ډول داسې لیکنې خپرې کړې چې د افغانستان د حکومت لوړ پوړي چارواکي یې په لویه کچه اداري فساد او د نشي موادو په قاچاق کې ښکیل بلل. افغانستان ، نه یوازې دیرش کاله جګړو ځپلی بلکې په تیروکلونو کې  یې  له حکومتي  او  نا حکومتي چارو نیولې هرڅه له بهرنیو مرستو سره تړلې دي. د پوځ ، امنیتي څانګو، پارلمان ، د نورو کوچنیو او لویو ادارو پورې هره څانګه  پخپله ، پخپلو پښو د دریدو وس نلري. 



 ان ولسمشر هم له بهرنیو مرستو څخه معاش اخلي نو پداسې یو حالت کې که ناڅاپي بدلون راځي نو دافغانستان د حکومت  بیلګه به هغه ناروغ ته ورته شي  چې پر  خپللاسي اکسیجن ژوندی دی ،که مصنوعي اکسیجن ترې لیرې کړﺉ نو ساه به ورکړي.  


یادونه: دا لیکنه مې د 2010 کال د مارچ په میاشت کې کړې وه او د لومړي ځل لپاره د پسرلي په مجله کې خپره شوه

No comments:

Post a Comment