Monday 23 January 2012

د ټولنیز موقعیت په سیوري کې، درغلي

د ټولنیز موقعیت په سیوري کې، درغلي
حنان حبیبزی 
                                                         
لنډیز
ټولنیز دریځ social status  لکه سیاسي، پوځي او اقتصادي ځواک، کاري ځای ځایګی، مسلک او دنده انسان ته  داسې ټولنیز ځواک ورکوي چې  دغه فرصت دخپلو شخصي موخو او ارمانونو لپاره  وسیله کړي. هغه ټولنیز اړیکي چې دغه شخص يې د خپل مسلک، کاري شخصیت، یا اقتصادي، سیاسي او پوځي کنټرول له کبله لري د خپلو شخصي ارمانونو او موخو د پوره کولو لپاره  کاروي. 
ساده بیلګه يې د هالیوډ د سینما د لوبغاړو شخصي ژوند دی، هغه ژوند چې د خپل ټولنیز موقعیت یا دریځ او کاري شخصیت له کبله يې ترلاسه کړی دی. دوی د خپلو فیلمونو او رسنیزو هڅو یا ملاتړ له کبله  د ټولنې ترمنځ پراخې او ژورې ریښې غځولي دي او عامو خلکو ته د مهمو ټولنیزو څیرو په توګه ورپیژندل شوي.  له ښه اقتصاد نیولې، تر ښه ژوند او ښو جنسي اخلاقو پورې ټولې انساني ځانګړنې ورپورې تړل شوي دي. کاري شخصیت دوی ته دا ځواک ورکړی چې خپلې خوښې او ناخوښې په اغیزمنه توګه عملي کړي.
د دې ځواکمن دریځ له کبله هغه ځای ته رسیدلي چې په اسانۍ کولی شي خپل شخصي ارمانونه یو پر بل پسې پوره کړي او په انتخابي بڼه یا د selective approach  له لارې خپله خوښه او ناخوښه څرګنده کړي او انتخاب choice ولري او د شیانو په معرفي کولو سره د ټولنې نور غړي ددوی په خوښه د توکو انتخابولو ته مجبور کړي.
په دې لیکنه کې هڅه کوو چې دې مسالې ته بیلګې ولټوو چې د ټولنیز ځای ځایګي تر چتر لاندې اشخاص خپل شخصي ارمانونه څه  ډول پوره کوي او خپله دنده، کاري شخصیت، سیاسي، اقتصادي او پوځي کنټرول د خپلو شخصي موخو او ارمانونو د ترلاسه کولو یوازینۍ لار بولي او د هغې لپاره هلې ځلې کوي.  

د مسلک تر چتر لاندې
د 2009 کال د فبرورۍ په میاشت کې د ټیلګراف ورځپاڼې د هالیوډ د ستوري جورج کلوني او د پاکستان د وژل شوې لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو د وریرې فاطمه بوټو ترمنځ  د جنسي اړیکو په اړه یوه مقاله خپره کړه. 
د ورځپانې په وینا  '' دې جوړې تیرکال (2008)  په یو کنفرانس کې ولیدل چې جورج کلوني  هلته د خپلې وړتیا له کبله  د ملګرو ملتونو د سولې د استازي په توګه او فاطمه د خبریالې په توګه ورغلې وه او په دې سلا شوي وو چې اړیکي به ساتي.  د تیر کال د اوړي  په وروستیو کې چې نوموړي له جذابې خدمې 30 کلنې  سارا لاړسن سره اړیکي مات کړل، ظاهرا يې فاطمې ته لیوالتیا ډیره شوه.''1
که موږ کلوني د هالیوډ د نوماند ستوري، او د فاطمي د کورنۍ سیاسي شالید پریږدو او د ټلګراف د مقالې په متن کې ددوی د لیدو کاتو اسباب  وګورو،  له دوه ډیرو مهمو  ټکو سره مخامخ کیږو،   لومړی  د ' سولې استازی' ، بل د 'خبریالې'  ټکی، هغه څه چې د لیدلو پر مهال د کلوني او فاطمې ټولنیز دریځونه (کاري شخصیتونه) راښيي.
که اوس د یوې شیبې لپاره داسې وګڼو چې کلوني د سولې استازی نه وای، او فاطمه خبریاله نه وای ، ایا دوی به په دې کنفرانس کې د ګډون اسانتیا ترلاسه کړې وه؟ که دا پوښتنه همدلته پریږدو لږ بیرته لاړ شو او د کلوني په اړه داسې وګڼو چې که هغه د هالیوډ ستوری نه وای، ایا دی به د ملګرو ملتونو د سولې استازی ټاکل شوی وو؟  ښکاره ده چې ځواب يې (  نه ) دی. 
که د جورج کلوني او فاطمه بوټو د جنسي اړیکو کیسه د څيړنې [وړ] قضیه case study وټاکو، دې پایلې ته به ورسیږو چې که فاطمه یوه بیوزلې یا نالوستې انجلۍ وای نو دغسې یوې نړیوالې غونډې ته نشوه تلی، همداسې که ښاغلی کلوني د هالیوډ ستوری او ددې دندې له کبله د ملګرو ملتونو د سولې استازی نه وای نو په داسې یوه غونډه کې يې ګډون ناشونی وو. له همدې کبله دا لیکنه  دهغه دلیل پخلی کوي چې دوی دواړو خپل مسلک او ټولنیز ځای ځایګی د نژدې کیدو د لارې یا approaching route په توګه کارولی او د خپلې دندې تر چتر لاندې يې خپل ارمانونه خړوب کړي دي.
د فیلم ستوري، سندرغاړي او د سینګار د نړۍ خلک خپل ټولنیز موقعیت کاروي، او د ټولنې ترمنځ په تیره ځوانان تر اغیز لاندې راولي،  او په دې توګه د خپلو شخصي ارزوګانو د پوره کولو لپاره لارې چارې برابروي.  په لنډ ډول که د کاناډايي سندرغاړي جستن بیبړ او د ماریه ییټر مساله د بلې بیلګې په توګه راواخلو، هغه داسې چې20 کلنې ماریه  تور ولګاوو چې جسټن يې د ماشوم پلار دی.  ماریه ادعا کوي چې د یو کنسرټ په څنډه کې ددې او جسټن ترمنځ اړیکي ونښتل او هغه غوښتنه وکړه  چې نژدې تشناب ته ورسره لاړه شي، اوهلته يې جنسي عمل ترسره کړ.2   که دا ادعا سمه وي، نو جسټن خپل مسلک دجنسي خوند لپاره کارولی او د خپل کاري شخصیت ترچتر لاندې يې خپله ارزو پوره کړې ده.  
دا هغه څه دي چې سیاستوال، شتمن،  پوځي جنرالان او نور دولتي اشخاص يې د څوکۍ او کنټرول تر سیوري لاندې ترسره کوي. د بیلګې په توګه، پاچا د خپل سیاسي، پوځي، اقتصادي او ټولنیز دریځ له کبله پر ټولنې ځان تپي او په هیواد کې د چارو د کنټرولونکي په توګه ورته، کتل کیږي.  
پاچا خپل دغه اختیارات د خپل شخصیت د جوړولو، ښودلو اود شخصي ارمانونو او موخو د لاسته راوړلو په لار کې کاروي. دی په حقیقت کې له خپل سیاسي دریځ او واکمنۍ سره مینه لري چې دده د ارمانونو د پوره کیدو وسیله ده، او هغه څه چې دی يې د خپل کنټرول تر چتر لاندې د شخصي موخو لپاره ترسره کوي هغه ځواکپالنه او حرص دی چې دده په مغزونو کې يې د غدو په څیر وده کړې. له دې ځایه موږ دې پایلې ته رسیږو چې ټولنیز موقعیت د خپلو شخصي ارمانونو د ' خړوبولو' لاره ده او انسانان خبر نا خبر هره شونې (ممکنه) لاره چاره کاروي چې په ټولنه کې لوړ دریځ ولري چې خپل اغیز خپوراو شخصي ارمانونه په اسانۍ پوره کړي، خو په همدې ځای بسنه نکوو، او یو شمیر نورې بیلګې هم وړاندې کوو.  

دهټلر مینه
د هټلر مینه د ' اریايي توکم برلاسي وه' او د یهودانو ډله ییزه وژنه يې د همدې موخې لپاره ترسره کړه چې دده توکم په جرمني کې د خپلو خوښو او ناخوښو په وړاندې خنډ ونلري. دهټلرد عقیدې په نامه د ډاکټر رچارډ کوینګزبرګ کتاب د هټلر په اړه  دا پوښتنه راپورته کړې ده چې ولې هغه  د وروستۍ حل لارې په توګه د جرمني لپاره جګړه انتخاب کړه ؟ په دې کتاب کې د هټلر د فصاحت او د انځورونو څیړنه ښيي چې د هغه په ویناوو، ژبې، انځورونو او لیکنو کې له ځواکپالنې او توکمپالنې سره د جنون له پولو هاخوا مینې، دی د سیال توکم (یهودانو) قتل عام ته وهڅاوو.3
دغه کتاب د سیاسي لیدلوري له پلوه د هټلرد الفاظو استعمال او ژبه رانغاړي چې هغه پکې یهودیان د ځپلو وړ ژوي بلل چې د نورو له وینو غوښه اخلی یاparasite  ، او د جرمني په ټولنه کې يې هغوی میکروبونه bacteria   بلل چې پر نورو عضوي او ناعضوي توکو ژوند کوي، هټلر ددې په وړاندې وروستۍ درملنه  پوځي یرغلونه ښودل، هغه څه چې ده میکروب باله  پرې  ویجاړکړي او جرمنیان خوندي کړي.
دهټلرد عقیدې په نامه ددې کتاب لنډیز دادی چې د هغه ستر ارمان د خپلو دښمنانو ویجاړول او خپل توکم ته د غښتلتیا او یووالي د شرایطو ډالۍ کول وو چې د خپلو ارمانونو او غوښتنو د پوره کولو وړتیا پیدا کړي.  ددې ارمان د پوره کولو لپاره دده نظریه پر وژلو او وژل کیدو یا قربانۍ ولاړه وه. دغه کتاب په دې ټکي ټینګار کوي چې د هټلر اعمال ، هغه  خونړی تاریخ چې ده تر شا پریښی دی د هغه د ارمان او عقیدې نتیجه وه چې هټلر پر مخ بیولې وه.  خو ده خپله د ځواک او واک تر چتر لاندې خپلې شخصي هیلې،  ټولنیزې غوښتنې او ارزوګانې پوره کولې چې د جنسي اړیکو له لارې خوند اخیستل هم پکې شامل وو.  
د هټلر د ښځو په نامه د ګایډونوپ (2003) په کتاب کې د نوموړي د جنسي اړیکو په اړه په تفصیل سره بحث شوی دی .  له هټلر سره د برتانوۍ ښځې یونیټي میټفورډ Unity Mitford اړیکي، همدا راز د نورو ښځینه وو لکه  وینيفرډ ویلیم  Winifred Williams، مرلین ډیټریچ، هیډي لامر، لیني رینیسټاهي، ایوا بران، اګسټ کوبزیک، اګنا ارواد  او نورې چې وخت په وخت  له هټلرسره په انفرادي او ډله ییزه توګه پاتې شوې وې، د خپل پېرمشهورې ښځې وې او د نازیانو مشرد خپل واک او ځواک په کارولو سره خپله جنسي تنده ماتوله.4  
هټلر واده نه وو کړی، له بیلا بیلو ښځينه وو سره چې د ځينو نومونه يې یاد شول اړیکي درلودل او د ژوند په وروستیو ساعتونو کې يې بیا له ایوا بران سره واده وکړ چې دغه واده  36  ساعته دوام وکړ، دايې تر ګردو اوږد مهالې ملګرې وه.  د واده مراسم د  1945 کال  د اپریل پر 28 – 29  شپه د یوې کوچنۍ میلمستیا په ترڅ کې ترسره شول. د اپریل پر30مه نیټه هټلر او د هغه  میرمن د نازي ګوند له نورو غړو سره مخه ښه وکړه او د ورځې په وروستیو کې لادرکه شول، ډیری په دې باور دي چې ځان وژنه يې وکړه. د ایوا په ګډون ډیری دغو ښځینه وو په بیلا بیلو وختونو کې د ځانوژنې هڅې کړې وې چې یو شمیر تاریخپوهان يې د هټلر د ظالمانه چلند اغیز بولي.  

مینه د جنسیت لپاره
د مغزونو په دنننۍ برخه کې د ''ای ډي'' د ټینګار په وړاندې د ''سوپر ایګو''  کمزورترینه مخامختیا داده چې ووايي (ته چې څه غواړې زه پوهیږم چې ناسم کار دی خو څه وکړم کمزوری یم )، دا شخړه د انسان په مغز کې د تاوتریخوالي یا د جنسي لیوالتیا پرمهال کیږي. د بیلګې په توګه، د یوڅه په وړاندې یو څوک پښه نیولی شي، او دننه پټ پخپل ذهن کې پر سلا مشورو بوخت شي، ایا دغه کار وکړم،کنه ؟  دا پوښتنه د ''سوپرایګو''  د ټینګار په نتیجه کې رامنځته کیږي چې له '' ای ډي'' سره هماغه ګړۍ په کشمکش کې ده.

  د فرایډ د ارواشننې psychoanalysis  تیوري چې د هغه امریکايي خوریي ایډوارډ برنایز لاپسې شنلې او پرمخ بیولې ده، ښيي چې د قدرت د خاوندانو او په هغو اشخاصو کې چې تاوتریخوالی خوښوي د ''سوپر ایګو'' برخه کمزورې او ''ای ډي''  فعاله ده،  د واکپالنې او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې خپل شخصي ارمانونهdesires  پوره کوي. ددوی پر مخونو تل د احساساتو نښې emotional symptoms  په څرګنده توګه ښکاري او د لوړ ټولنیز ځای ځایګي یا بوختیاوو او روحي فشارونو له امله نشي کولی ځان په رښتینې بڼه د جنسي اړیکو یا نورو ارمانونو د ترلاسه کولو په وړاندې له حوصلې ډک وښيي، ژر ژر غواړي چې د خپلې خوښې شیان د خپل ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او پوځي موقعیت له لارې راخپل کړي. 

د فرایډ له نظره "مینه تل د جنسي کړکیچ نښه او داسې ځانښودنه ده چې د جنسي قوې پر بنسټ چلیږي او د انساني ټولنې هر غړی تحریکوي. دده په اند انسانان د هوسونو، شهواني او نورو ځانپالو ارزوګانو تابع او پیرو دي، ددې لپاره د عقلانیت بهیر له خنډ سره مخامخ کیږي، او د انساني چلند پر ځای پر حیواني کړو وړو روږدي کیږي."5

ډاکټر ایلني هاټفیلډ او ډاکټر رچارډ راپسن يې (د ښخه او خاوند څوک دي)  په نوم کتاب کې '' مینه  قویترینه احساساتي حالت بولي، چې له یوبل چا سره د یوځای کیدو بیړنۍ لیوالتیا لري.  په نننۍ نړۍ کې څوک له چا سره مینه نکوي چې په جنسي توګه جذاب نه وي، ښکلا ونلري، د ډیرو لپاره مینه له بلې غاړې سره د جنسي اړیکو د ټینګولو په مانا ده۔''6

یو فرانسوی فیلسوف ژاک لکان چې د فرایډ پر تجربو يې زیاتونې وکړې د ښځینه او نارینه جنس ترمنځ پخپله خوښه د ملګرتیا اړیکي  چې یو بل ته د خپلو دنننیو پټو رازونو د څرګندولو او له یو بل سره د بسترې د شریکولو تر کچې رسیږي ( هغه څه چې موږ يې په افغانستان کې مینه بولو ) مینه نه بلکې شهواني او جنسي فشارونه دي چې دواړه داسې یو حرکت ته هڅوي چې د خپلو بدنونو اختیارات یو بل ته ډالۍ کړي.

داهرڅه په لاشعوره توګه ترسره کیږي او د مینې د نوم په کارولو سره انسان خود غرضه اعمال ترسره کوي چې د دین له نظره  ګناه بلل کیږي او د پښیمانۍ  پراحساساتو پایته رسیږي.  له هرې ګناه وروسته انسان دننه پخپل ځان کې د  پښیمانۍ له احساساتو سره مخ کیږي. د پښیمانۍ دغه احساسات د فرایډ له نظره هماغه ''سپر ایګو'' ده چې خپل قویترینه دریځ ته پورته کیږي او ''ای ډي'' د هغه عمل له کبله تربرید لاندې راولي چې په لاشعوره توګه يې یو څوک پر نه جبرانیدونکي مصیبت اړولی دی. له دغې پیښې مخکې د انسان په مغز کې دغه شخړه د '' ای ډي''  په ولکه کې وه  او''سپر ایګو'' کمزوری دریځ درلود،  خو له پیښې وروسته ''سپر ایګو''  قوي دریځ غوره کوي او '' ای ډي'' کمزوري دریځ ته ښکته کیږي، له همدې کبله فرایډ د ذهني ارامۍ لپاره مذهب اړین باله. 

د افغانستان اوسمهالې بیلګه

که د افغانستان بیلګه راواخلو، حامدکرزی، د 2001 کال د سپټمبر له 11 څخه وړاندې هیڅ شهرت نه درلود، که څوک په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې له 2001 کال مخکې د کرزي شالید ولټوي، نو هیڅ به پیدا نکړي، ځکه چې هغه وخت کوم مهم سړی نه وو. دده کورنۍ  او وروڼو په متحدو ایالاتو کې ژوند او کاروبار کاوو. وروڼو يې یو ریسټورانټ درلود او هلته د یو کډوال په سترګه ورته کتل کیدل.

په افغانستان کې يې هیڅ کوم کاروبار نه درلود، خو له هغې راهیسې چې متحدو ایالاتو حامد کرزی په افغانستان کې واکته ورساوو، وروڼه او کورنۍ يې دده د واک او ځواک ترسیوري لاندې د بیلیونو ډالرو د کاروبار خاوندان شول. ایا دوی دغه پیسې مخکې درلودې؟ که له کرزي پرته یو بل څوک په واک کې وای ایا دوی به دومره لویه اقتصادي امپراتوري جوړه کړې وه؟ 

 افغانستان د یو جغرافیايي موقعیت په توګه یوه سیمه ده چې پخپل ذات کې نشي کولی د هغه څه په اړه خبرې وکړي چې پکې ترسره کیږي. یا د هغه ځواک، قدرت، شتمنۍ، بیت المال او نورو د مالکیت دعوا وکړي چې له افغانستان سره تړل کیږي، ځکه چې د افغانستان په نامه یو څه جغرافیايي موقعیت دی، روح نلري، نه ژبه لري ، نه څه غوښتلی شي او نه څه لیدلی شي. خو برعکس دا جغرافيايی موقعیت  او ورپورې تړلي اقتصادي، سیاسي، پوځي، کولتوري او ټولنیز اختیارات  او کنټرول یو شخص ته سپارل کیږي چې د ولسمشر په نوم يې یادوي.

ولسمشر چې د یو شخص په توګه خپلې  ځانګړې خوښې او ناخوښې لري  د لسګونو میلیونه عادي انسانانو په استازیتوب  پریکړې کوي چې په دې جغرافیايی موقعیت کې ژوند لري. دا ګردې پریکړې ددغه شخص د ارمانونو او ارزوګانو له مخې  ترسره کیږي چې نه یوازې دده قدرت خوندي کوي بلکې دغه جغرافيايي چاپیریال او په دې کې اوسیدونکي دده د مالونو (توکو) په توګه پاتې کیږي.

ښاغلی کرزی د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له دې کبله کار او ژوند کوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ دریځ status ورپورې دی، او دغه څوکۍ يې په لاس کې ده. دی د همدې موقعیت په کارولو سره شهرت ته رسیدلی او دا مهال د هیواد ځواکمن ترینه شخصیت دی. 

دی کولی شي چې  په ساده ډول د خپل دریځ او کاري شخصیت په کارولو سره کوچنۍ مسالې لکه د خپلې خوښې جنسي اړیکي ټینګ کړي، شتمني، نوم او نښان پیدا کړي او یو شمیر اوسیدونکي د پولیسو او پوځ، کابینې او والیانو په توګه دده خدمت وکړي او د تخت او بخت د ټینګښت لپاره يې قرباني ورکړي او خپل ماشومان یتیمان کړي.

د معشوقو لپاره جګړې ته

ددې لپاره چې خپلې معشوقې ویاړلې کړي، ډیری سرتیري حاضریږي چې له لویدیځ څخه د افغانستان په څیر یو هیواد ته ولاړ شي او هلته وجنګیږي. ددوی معشوقې وخت ناوخت په ټلویژونونو کې څرګندیږي او د ویاړلو معشوقو په نامه ځانونه معرفي کوي. ددې احساساتو د پراخولو او تبیلیغولو لپاره د جامو د جوړولو کمپنۍ حاضریږي چې داسې T-shirts او خولۍ ډیزاین کړي چې دغه شعار پکې لیکل شوی وي: د عسکرو ویاړلې ملګرې یا soldiers proud girlfriends .7 


دلته دا ټکی څرګند شو چې تاوتریخوالی، وژنه ،  په پردیوهیوادونوکې د ځايي اوسیدونکو وژل، ځورول او بندیانول  ددې لپاره ترسره کیږي چې په راتلونکي کې د خپلې خوښې جنسي ژوند برابر کړي، یا جنسي خوند ترلاسه کړي.

موږکه د خپل میوند د جګړې تاریخ ته وګورو د ملالې نارې ددې لپاره د افغان اتلانو جګړیزمورال ژوندی کړ چې ددوی نارینه غیرت يې را وپاراوو او ښځینه جنس ته يې د خپلې میړانې او رزمي احساساتو د څرګندولو لپاره سرښندنې ته چمتو کړل.  دا مساله یوې ژورې علمي څیړنې ته اړتیا لري چې زه دمګړۍ په دې موقعیت کې نه یم چې پلټنې پرې وکړم، ځکه چې د میوند د جګړې هغو شواهدو ته باید مراجعه وکړم چې ښايي د افغانستان په ارشیف کې وي.

اخذونه 

1: Longley. W. (2009), Fatima Bhutto a beauty to tame George Clooney and even Pakistan (online), available http://www.telegraph.co.uk/news/newstopics/profiles/4626726/Fatima-Bhutto-A-beauty-to-tame-George-Clooney-and-even-Pakistan.html  (accessed: 23.01.2012).
2: Johnson. J. (2011), Mariah Yeater Gives Interview, Says She Has Proof To Back Up Justin Bieber Claim (online), available http://www.inquisitr.com/157527/mariah-yeater-interview-justin-bieber/ (Accessed: 23.01.2012).
3: Koenigsberg. R. (2007), Hitler’s ideology, New York: Information Age Publishing Inc.
4: Knopp. G. (2003), Hitler’s women, Trans, Sutton Publishing Limited, New York: Rutledge.
5: Sigmun. F. (1947), Contributions to the Psychology of Love, in Freud on War, Sex and Neurosis, New York: Arts and Science Press.
6: Hatfield. E & Rapson. R. L. (2011), who are husband and wife, London: Cambridge University Press.
7: Zazzle. (2011), into a soldier eyes, proud army girlfriend t-shirt (online) available http://www.zazzle.co.uk/into_a_soldiers_eyes_proud_army_girlfriend_tshirt-235517652926640414  (accessed: 23.01.2012).


No comments:

Post a Comment