Skip to main content

ملي پاڅـون او د زده کـوونکـو مسـمومـول



لیکـوال: ډاکتـر رحمت ربی زیـرکیـا ر
Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, USA           zirakyar1234@yahoo.com
June 6, 2012

مـلي پاڅــون د مظلـومــو ولسونو له خــوا د ظالــم (ښکیلاک ګر، امپریالیستي) قدرت په ضد پیل کیـږي. لویـدیز (استعمار او امپریالیزم) هـمـدغه  جنګونه د شورش او بغاوت په نوم یادوي او بیا د دغو مفهومونو د ډکولو لپاره بیلا بیلې پـړپـړې (دسیسې) راوباسـي چې د مظلومو ولسونو شعور په خپله ولکه راولـي. Rebel/ rebellion; insurgent/ insurgency
په هـند کې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۵۷ زییز کې، د انګریزانو په ضد هـندي پو ځیانو ملي پاڅون وکړ. خو انګریزانو ورته  عسکري بغاوت/ شورش (سپاهي میو ټیـني) ووایه، Sepoy Mutiny     

ظالمانوپه شلمه پیـړۍ کې د مظلومانو ملي پاڅون ته شورش/بغاوت ( ریبیـلین/اینـسرجنسـي) نومونه ورکړل. ولې؟ ځکه چې خپل اشغال او زور زیاتي ته د قانونیت او مشروعیت پرتوګ ورواغونـدي او په مقابل کې د خپلې خپلواکۍ لپاره د مظلومانو پاڅون یو غیرقانوني او نا مشروع عمل ته راټـیټ کړي. دغه شان ظالمان ( ښکیلاک ګران او امپریالیستان) جنګي ګواښونو او بـریـدونو ته عملیات او ضد بغاوت/ضدشورش وایي ،Operations, counterinsurgency

پــه دې ډول امپریالیزم غواړي چې د مظلومو ولسونو ماغزه ومینځي، شعور یې وګړبوي، د پاڅون روحیه یې د  بې شـعـورۍ تــورې ســـمڅې  ته ورټـیله کــړي، د شخصیت احساس یې یرغـمل کړي، د ټـیټـوالي احساس پکې وروزي، او د غــیرت ګل شخصیت په ځای ورته د پیسه ګل شخصیت پټکی ور په سر کړي. په افغانستان کې د دغه کرغیړن حالت وتلې څیرې شاه شجاع، بـبرک کارمل، او اوس جلا لت چـپـن حامد کرزی دي. که امپر یالیزم ویـیني چې  په یــو  ولس کې دخــپلې خپلواکۍ، خپل ملي او عـقـیدوي پـیژاند، او د خپل هیواد د پرمختـګ او سر لوړۍ  غوښتنه  پیاوړې  شوې ده، ډیر زرر به ورته پاټک واچوي. لکه د امان الله خان په مقابل کې چې یې غل حبیب الله بچه سقاو د «خادم دین رسول الله» په نوم را پورته کړ.

د امان الله خان اراده روغه وه، خو د خپلې ټولنې ذهـني شـرایط یې نه وو درک کړي. له هغه مهال راهیسې چې د ریـښمو لار شـړه شوه، وخت هم په افغانستان کې دومره ټـینګ ویده  پاتي شـو چې د ۱۹۱۹ زییز پورې یې د سترګو غړولو مجال ونه میـند.  دغه شان باید ووایم چې د بچـه سـقاو خـپلوان او پـلویان باید د «بچه سـقاو» په نوم ونه شـرمیـږي، ځکه سـقاو خو د خلکو کـورونو ته اوبه رسـوي  چې د غـټ خـیر او ویاړ کار دی. 

څوک چې په یوه ځانګړې خاوره کې د یوې ځانګړ موخې (خپلواکۍ) لپاره د ځانګړي ظالم (نیواک ګر/اشغالګر) پــه ضد را پورته کیـږي،  په عمل کې ملي پاڅون رامنځته کوي. په ملي پاڅون کې ګــوریــلا یي جنــګ کارول کیـږي. «ګوریلا» په هسپانوي کې کوچني جنګ ته وایي. د پښتنو په کلتور کې ورته «خـرَپ او تـرَپ» وایي. کیدای شــي چې ګوریلا یـي جنګ (خـرَپ او تـرَپ) به پـښتنو راویستلی وي. د خرپ او ترپ په جنګ کې پــاڅـون والان د ولـس په ملاتړ بریالـیتوب ته رسیدلی شي. له دې امله افغان پاڅون والان د خپل ولس ملاتړ ته کلکه اړتیا لــري، نه د ولــس کــړولو او ربـړولو ته! مطلب مې دا دی چې د ښـوونځیــو سیځل او د ښوونځي د زده کوونکو مسمومول د «کاونـټر اینسرجنسـي» ( د بغاوت ضد  یا شورش ضد عـملیاتو) په ګټه یانې د اشغالګر قدرت په ګټه  تمامیـږي، نــه د ملي پــاڅــون په ګــټــه. 

 مــاته د روان کال د می په ۲۹ یــو لاســوند («فـرمان مکـتـب سوزی از طرف عـطا محمد نور والی بلخ در سال ۱۳۸۶» = ۲۰۰۷ زییز)  راورسید چې له شمالي کلیفورنیا نه ښاغلي حبیب هوتکي په خپل ایمیل کې مل کړی واو زما په شمول یې ګـڼ شمیر نورو عــلا قـمــندانو ته هــم لـيـږلی و.  لـوستونکي دغه لاسوند لاندې لـیدلی شــي. د کمـپـیوټر چارپوهان کولی شي چې  د دغه سـند اصیلوالی تصدیق یا تکـذیب کړي. د ډاکتر سید خلیل الله هاشمیان د مـــعلوماتو له مخې، د بلــخ هغه  امــنیه کوماندان وژل شوی دی چې په نوم یې د ښــوونځي د سيځــنې فـرمان صادر شــوی و. پخــپله  له داکــتر هاشمیــان نه واورئ 

«قرار مسموع(باساس روایت تلـفونی ازکابل)قوماندان امنیه ولسوالی بلخ که پنج سال قبل فـرمان تخریب مکتب بنام او صادر شده بود، دو سال بعد  از آ ن بطور مـرمـوز ...بـقـتـل رسیـده وپـسر وفامیل قوماندان مـقـتـول از ولایت بلخ به کابل آمده و درجمله اسناد پدر خود فرمان عطا محمـد نور را یافـتـه و آنرا درین اواخر افـشا کرده است. این فــرمان بدستـرس دولــت کــرزی قــرار ګرفــته. اما کـرزی یار ومددګار قـاتـلان وجنګسالاران میباشد.»- هاشمیان، ۲ جون ۲۰۱۲

شمالي ټـلواله په ملي شر او فساد کې اوږده مخـینه  او پـخه تجربه لري. هغه اهـمیت چې هـندي رنجیـت سینـګ په نولسمه پـیـړۍ کې د انګریزانو لپاره لاره ، شمالي ډالر واله یـې اوس د واشنګـټـن لپاره لري. زما په اټکل، شمالي ډالـروالې به د نیول شوي افغانستان  پــه پښتون- مـیشته   سیمو کې نه یواځې ښوونځي ویجاړ کړي وي، بلکې د پـښـتـنو ژونـد ته بــه یـې هم غـټ تاوانونه اړولي وي. له هـمدې امله  د افغانستان لپاره د ناټـو په تــیره د امریکــې د اوږده ډګـر په عسکــري او ملکــي پالـیسیـو کې د پــښتون- دښمنې  شمالـي ډالـروالــې بـرخــه درنــه لــیدل کــیـږي.

 پــه افغانستان کې د امریکې په یواړ‎خيز او له دې امله غـیر متوازن سیاست کې اقـلیـت مساوي په اکثریت نه دی، بلکې د ورکړل شوو برخو په بنسـټ له اکثریت نه غـټ دی. افغان طالبان د خپل هیواد په شمالي سیمو کې کلک غــړي او پــلویان لــري. هـغــوی کولی شي چې هـلته د خلکو ژوند او ملکیت ته تاوان واړوي ،خو له دغسې وحشــت نه ځـان لـرې ساتي. د طالبانو خورا  غـټ اکثریت پښتانه جوړوي. طالبان چې د پښتنو ملاتړ ته کلکه اړتیا لــري، په کــوم منطق  بـه د هــغـوی  ســر او مال ته تــاوان واړوي؟  زما پــه اټکل، د دغــه ډول جــنایـتونو سره  پښتون- دښمنه شمالي ډالــروالــه ډیــره عـلاقـه لـري. پـای  


ډاکټر هاشمیان وايي د عطامحمد نور دا فرمان ترکرزي هم رسیدلی خو ددې وړتیا نلري چې عطا په ضد ګام واخلي.

Comments

Popular posts from this blog

چین او روسیه: دریمه نړیواله جګړه پیلیدونکې ده

چین او روسيه : دریمه نړيواله جګړه پيلیدونکې ده لیکوال: حنان حبیبزی له هغې وروسته چې کابل له واشنګټن سره د سټراټیژیک تړون په نامه د افغانستان د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوي لپاره یو څه لاسلیک کړل، د اسلام اباد او تهران په ګډون مسکو او بیجینګ سرې اشارې احساس کړې. د حامد کرزي دغه پریکړه پر ټولو ګاونډیو هیوادونو ښه ونه لګیده، او دايي پر سیمه د امریکا د کنټرول لپاره د شرایطو چمتو کول وبلل . تیره اونۍ د مهمندو په ایجنسۍ کې پاکستاني پوځيان د ناټو د هوايي ګذار په نتیجه کې ووژل شول او دې کار اسلام اباد مجبور کړ چې د احتجاج په توګه د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې ګډون ونکړي. ددې پایله به څه وي؟ هغه به له کنفرانس وروسته څرګندې شي، خو په دې مقاله کې مهمې او وروستۍ سیمه ییزې اندیښنې څیړم چې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د دایمي شته والي له کبله زیږیدلي دي . لانجې او شخړې په دې وروستیو میاشتو کې د هند دفاعي چارواکو پوښتنه وکړه چې شاو خوا شل زره چینايي عسکر د پاکستان تر څارنې لاندې کشمیر کې څه کوي؟ دواړو، چین او پاکستان ځانونه غلي واچول او دغې هندي پوښتنې ته يې هیڅ...

د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي

سمیع الله تړون  منبع: رویټر ،نړیوال څانګه لیکوال: حنان حبیبزی ژباړن:نثار صمد ، ۲۰۰۹/۵/۲۲ د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي روښانفکران او شاعران په افغاني ټولنه کی نفوذ کونکیً حیثیت لري . دا خو شاعران دي چی اکثرأ د عادي وګړو احساسات غبرګوي ، او د اشغال او کورنۍ جګړې په هکله د افغاني ذهنیت لویه برخه منعکسوي .  اوس اوس خو د افغانستان د غرونو او رغونو د خوشالتیا پر ځای د تازه وینو بوي راځي چې شاعران یې ورسره بوخت کړي دي . کله چې ما د یو افغان په حیث ، د هغوی مواد ولوستل ، نو د خپل هېواد حالت ټکان راکړ ، او په همدغه حالت کی مې د خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې ناکامي ولیده . کله چی بارک اوباما تیر کال د امریکا ولسمشریزه انتخابات وګټل ، نو د روښانفکرانو په شمول ډیر افغانان په دې ګروهه شول چی د بوش د عصر په ختمېدو سره د دوی ربړې او عذابونه هم پای ته ورسېدل . خو د می د میاشتې پر ۴/۵ شپه په لویدیځ فراه ولایت کې د امریکې تر بم وریو  وروسته چې په لس ګونو  ملکي انسانان یې ووژل ، ګڼ شمیر کسانو خپله هماغه عقیده د لاسه ورکړه . ...

د فیسبوک خطر

 د ذوکربرګ د کورتۍ په استر کې د شرکت پټ سمبول د فیسبوک خطر حنان حبیبزی  د عربي هیوادونو ټونس، مصر او لیبیا رژیمونه چې  د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې بدلیدل ټولنیزو رسنیو  social Media    لکه فیسبوک،  ټوایټر او یوټیوب د حالاتو په اړه شیبه په شیبه نوي مالومات وړاندې کول. داد ډله ییزو رسنیو پخواني لوستونکي، اوریدونکي او لیدونکي audiences  وو چې له خپلو سیمو يې شیبه په شیبه تازه حال شریکاوو.  د ټولنیزو رسنیو( فیسبوک ) کارونکي ، هغه خلک چې یو وخت د ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویژونونو، ویبپاڼو) مصرف کونکي وو د تولید کونکو ( چمتو کونکو) په توګه راڅرګند شول.  اوس دغه خلک دېته اړتیا نلري چې خامخا دې سهارنۍ ورځپاڼه د تیرې ورځې د خبرونو لپاره ولولي، یا دې د راډیو هغه پروګرامونه واوري چې پخوا به يې له مجبورۍ اوریدل، په بله وینا هغه چټیات واوري چې د راډیو یا ټلویژون د چمتو کونکي له خوښې یا ناخوښې سره سم چمتو شوي دي. اوس د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) هغه کارونکی چې لاهم د ډله ییزو رسنیو ( راډیو، ټلویژ...