د فیسبوک خطر

 د ذوکربرګ د کورتۍ په استر کې د شرکت پټ سمبول

د فیسبوک خطر

حنان حبیبزی 

د عربي هیوادونو ټونس، مصر او لیبیا رژیمونه چې  د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې بدلیدل ټولنیزو رسنیو social Media  لکه فیسبوک،  ټوایټر او یوټیوب د حالاتو په اړه شیبه په شیبه نوي مالومات وړاندې کول. داد ډله ییزو رسنیو پخواني لوستونکي، اوریدونکي او لیدونکي audiences  وو چې له خپلو سیمو يې شیبه په شیبه تازه حال شریکاوو. د ټولنیزو رسنیو( فیسبوک ) کارونکي ، هغه خلک چې یو وخت د ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویژونونو، ویبپاڼو) مصرف کونکي وو د تولید کونکو ( چمتو کونکو) په توګه راڅرګند شول. 

اوس دغه خلک دېته اړتیا نلري چې خامخا دې سهارنۍ ورځپاڼه د تیرې ورځې د خبرونو لپاره ولولي، یا دې د راډیو هغه پروګرامونه واوري چې پخوا به يې له مجبورۍ اوریدل، په بله وینا هغه چټیات واوري چې د راډیو یا ټلویژون د چمتو کونکي له خوښې یا ناخوښې سره سم چمتو شوي دي. اوس د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) هغه کارونکی چې لاهم د ډله ییزو رسنیو ( راډیو، ټلویژون یا  په لیکه ورځپاڼې ) د تولیداتو کارول غواړي د ټاکلو یا انتخاب پوره پوره واک لري. کومه مقاله ولولي، کومه ونه لولي، کوم پروګرام واوري، کوم وانه وري. له دې کبله  راډیو ګانې، ټلويژونونه او ورځپاڼې د رسنیو په مارکیټ کې له سختو ننګونو سره مخامخ شوي دي.  

نوې رسنۍ ، ټلويژون اړ دی چې د یوټیوب په څير د ټولنیزو رسنیو مواد وکاروي او له دې سره  داسې ښکاري چې هغه پېر پایته نژدې کیدونکی دی چې د رسنیو تولید کونکو او چمتو کونکو پکې پرانیستی مټ درلود او هرڅه چې يې خوښیدل پر اوریدونکو او لوستونکو يې تپل. همدا دلایل دی چې  راډیو ګانې، ورځپاڼې او  د مجلو ویبپاڼې خپل مواد د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب) له لارې له خپلو لوستونکو سره شریکوي ځکه چې بله لار نلري. که په دې توګه خپل تولیدات بازار ته وړاندې نکړي د ټولنیزو رسنیو کارونکي ( د ټلویژون او راډیو پخواني اوریدونکي او لیدونکي ) مجبوره نه دي چې نور د ایک – یوې رسنۍ کونه ونیسي.  

 ډله ییزې رسنۍ هم نوره دېته اړتیا نلري چې ناامنو ځایونو ته خپل خبریالان  ولیږي ځکه چې هلته د ټولنیزو رسنیو کارونکي حاضر دي چې په وړیا توګه سیمه ییز مالومات شریک کړي.  که د سوريي د تاوتریخوالي راپورونه په الجزیرې، بي بي سي او اې بي سي  کې د بیلګې په توګه  ولټوو ډير مواد ترلاسه کیږي چې د یوټيوب له ویډيوګانو څځه پکې کار اخیستل شوی دی. 

ددې مانا داده چې د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب) کارونکي د رسنیو د رضاکارو کارکونکو په توګه رادبره شوي دي او ددې خطر يې رامنځته کړی چې د دودیزو یا ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼې، راډیو او ټلويژون) پر فعالیتونو سیوری وغوړوي، یايې دغه رسنۍ دېته مجبورې کړي دي چې (دهغو پیښو په اړه چې د فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب کارونکي په اړه مالومات ورکوي) هیجاني/ کیفیت لرونکي/  پروګرامونه او راپورونه چمتو کړي چې خپل لیدونکي او اوریدونکي له لاسه ورنکړي. 

دې مسالې داسې خطر رامنځته کړی دی چې رسنۍ پر خپلو لارښودنو guidelines پښه کیږدي او د ژورنالیزم ارونه مات کړي. دغه یو لامل دی چې د ټولنیزو رسنیو کارونکي ځانته حق ورکوي چې د خپلې خوښې او سیاسي لیدلوري سره سم خبري راپور یا شننه  د لیدلو، اوریدلو او لوستلو لپاره پیدا کړي. 

د فیسبوک ایلومیناټي سمبولونه چې د اسرایلو نښان هم پکې ښکاري

د 2009 کال په ورستیو کې ټولنیزو رسنیو دغه ځای ځایګي ته ځان ورساوو، د 2010 او2011 کلونو په اوږدو کې يې لاپسې ټینګ کړ او د مالوماتو د شریکولو د بهیر په اوږدو کې يې حقایقو ته د لاس رسي په وړاندې د پام وړ خنډونه لیرې کړل. له دې سره د دودیزو یا ډله ییزو رسنیو ( ټلویژون، راډیو او ورځپاڼې ) د لیدونکو یا لوستونکو شمیر په بیساري ډول ولوید. په 2009 او 2010 کې ډیری نړیوال ټلویژونونه، ورځپاڼې او راډیوګانې اړ شوې چې د کارکونکو شمیر لږ کړي او د تولیداتو د کیفیت د لوړولو لپاره کافي بودیجه سپما کړي. ددې سره سره چې دې اوښتون ډله ییزې رسنۍ ولړزولې په هممهاله توګه يې د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) کارونکي د خپلو محرم[و] privacy  یا شخصي مالوماتو د امنیت په اړه  په ژورو اندیښنو کې واچول. 

د شخصي مالوماتو په اړه  اندیښنې  

2010 کال د مئ په 26مه  نیویارک ټایمز ولیکل چې د 2004 کال راهیسې، له هغه مهاله چې فیسبوک فعالیت پیل کړی د شرکت مشر مارک ذوکربرګ د فیسبوک پر کارونکو فشار اچوي چې خپل ډير نور شخصي مالومات شریک کړي. د کارونکو هغه شکایت ته ارزښت ورنکړل شو چې ویویل ځينې نوې برخې په ویبپاڼه کې پنځول شوي چې ددوی محرم یا شخصي مالومات تر پښو لاندې کوي'

څه له پاسه یوه اونۍ وروسته نیویارک ټایمز یوه بله مقاله خپره کړه چې د فیسبوک د شرکت په اړه يې ټکان ورکونکي مالومات لرل. د جون پر لومړۍ اونۍ د D8 hi-tech conference Theپه اوږدو کې له ښاغلی ذوکربرګ سره د مرکې پرمهال نوموړي د خپل شرکت هغه پټ سمبول بربنډ کړ چې د فیسبوک پر پاڼه نه لیدل کیږي او یوازې دده د کورتۍ په دنننۍ برخه یا استر کې چاپ شوی دی. نیویارک ټایمز پخپل راپور کې وویل چې مارک ذوکربرګ د فیسبوک د کارونکو د شخصي محرمیت په اړه د پوښتنو پرمهال په څرګند ډول ناارامه او خولې وو. 

کله چې د شرکت مشر خپله کورتۍ ویيستله په استر کې يې یوې نابلدې نښې د کنفرانس چلونکي حیران کړل، ښاغلي ذوکربرګ په بیړه وویل په دې کې يې ''ماموریت چاپ کړی دی'' او په غبرګون کې د کنفرانس یوې چلونکې کارا سویشر Kara Swisher په بیړه د ایلومیناټي illuminati ټکی وکاراوو. '' ایلومیناټي'' د روڼ زړي په مانا دی او د illuminatus لاتیني ټکي جمع ده. دا ټکی په 1776  کال کې رامنځته شو او د هغو خیالي ډلو لپاره کارول کیده چې په حقیقت کې نه وې.  

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مرستیال د فیسبوک د ارزښت په اړه خبرې کوي

وروسته بیا دغه ټکی د پوښلو ټولنو secret societies لپاره غوره شو چې په نننۍ نړۍ کې د هغو په اصطلاح دسیسه جوړونکو (پوښلو)  ډلو لپاره کارول کیږي چې ظاهرا نشته دي خو په پوښلي بڼه فعالیت لري. یوه سترګه او د اسرایلو سمبول ته ورته نښان د ایلومیناټي د نښو په توګه پیژندل کیږي، دغه پوښلې ټولنې بیا یوه سترګه د شیطان یا دجال د سترګې په توګه پیژني.  د ایلومیناټي موخه  داده چې د نوي نړیوال نظم New World Order په اډانه کې د خپلې خوښې نړیوال حکومت جوړ کړي. 

کله چې د فیسبوک پاڼه پرانیزئ  پر یو ډیاګرام مو سترګې لګیږي، په دغه ډياګرام کې 13 څيرې د شطرنج د دانو په څیر لیدل کیږي چې له یو بل سره د مواصلاتو له لارې نښتې دي. ډیری خلک فکر کوي چې دا ډیاګرام د بیلابیلو وچو یا هیوادونو، یا ملتونو د غړو ترمنځ د اړیکو په مانا دی. دا خبره سمه ده، خو هغسې نه ده لکه څرنګه چې خلک فکر کوي ځکه چې دا ډیاګرام د بل نیت لپاره رامنځته شوی دی. ددې ځغلنده مانا داده چې د امریکا دښمنان چیرته اوسیږي،  او له چا سره اړیکي لري. 

په بله وینا، د فیسبوک له دغه اړخ څخه د غلبیل په څير کار اخیستل کیږي.  کله چې په غلبیل کې غنم واچول شي بیا وښورول شي هغه غنم ترې لویږي چې غلبیل کونکی غواړي ولویږي،  او هغه غنم پاتې کیږي چې هغه غواړئ وړه يې کړي خو ددې اینټرنیټي غلبیل توپیر دادی چې د یو سیاسي او مذهبي موخې لپاره انسانان چاڼ کړي. 

د کانګرس کتابتون ته د ټوایټر ډالۍ 

دا یوازې فیسبوک نه دی چې دغه ستونزې لري بلکې نورې ټولنیزې رسنۍ لکه ټوایټر هم غواړي چې د امریکا د معاصر تاریخ د ټکو(text) په تولید کې مهمه ونډه ولري.  د 2010  کال د اپریل په میاشت کې مېنډي بیرلي راپور ورکړ چې  د امریکا د کانګریس په کتابتون کې به د ټوایټر ټول ټویټونه (tweets)  زیرمه کیږي.  دې مسالې د ټوایټر ډیری کارونکي هک پک کړل خو د ټوایټر په اړه هغه تورونه یا نشته یا هم لږ دي چې د فیسبوک په وړاندې راپورته کیږي. 

استخباراتي اړیکي 

د 2011  کال په مئ کې د اونین نیوز نیټورکس The Onion News Networks په نامه د امریکا یوې کورنۍ رسنۍ هیښونکی ویډیو خپور کړچې د فیسبوک اړیکي يې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې ( سي ای اې ) سره وښودل. په دې ویډیو کې  لیدل کیږي چې د مرکزي استخباراتو د ادارې مرستیال کریسټوفر سېرتینسکي د مالوماتو په  ټولولو کې د فیسبوک د ارزښت په اړه یو کنفرانس ته خبرې کوي.

'' د ولسي خلکو د کلونو پټې څارنې وروسته موږ حیران شو چې ډيرو خلکو پخپله په ډاګه کړې چې چیرته اوسیږي، ددوی  سیاسي او مذهبي لیدلوری، د الفبا په ترتیب ددوی د ملګرو نوملړ، شخصي برښنالیکونه، د ټلیفون شمیرې، ددوی په سلګونو انځورونه، او ان ددوی د دریځ status تازه  کول چې هره شیبه دوی څه کوي. دا په حقیقي توګه د سي ای اې لپاره یو خوب رښتیا شو''

د فیسبوک په څیر ټولنیزو رسنیو په رامنځته کیدو سره د اینټرنیټ کارونکي د ژوند دوه نړۍ لري. یوه  فزیکي یا رښتنې نړۍ ده چې ساه پکې اخیستل کیږي او دومه کمپوټري نړۍ ده چې زموږ پیژنګلوي ( ژوندلیک، شخصي مالومات ) ده چې موږ ټولنیزو رسنیو ته پورته کړې ده او د هغه څه په اړه شیبه په شیبه تازه مالومات ورګډیږي چې په رښتینې نړۍ کې يې ترسره کوو. د بیلګې په توګه لاندینی هندسي شکل وګورئ، کټ مټ هغه څه ښيي چې د سي ای اې مرستیال يې پخلی وکړ، دې هندسي شکل یا ډیاګرام ته به د دود له مخې1 نوم ورکړم. 

1 ډیاګرام  

د1 ډیاګرام موږ ته ښيي چې د اینټرنیټ یو کارونکی څه ډول ددې لامل ګرځي چې خپله پیژندګلوي پخپله له خطر سره مخامخ کړي او هغه مالومات چې د فیسبوک پاڼې ته پورته کوي څه ډول د سي ای اې د ایجنټ لاسته لویږي. د اونین نیوز نیټورکس د راپورونو له مخې سي ای اې د فیسبوک د کارونکو د څارنې لپاره ځانګړې بودیجه او د کمپوټرپوهانو کاري ډله ګومارلې ده. دوی د فیسبوک له لارې د بیلابیلو سافټ ویرونو لکه FARM ViLLE په معرفي کولو سره په اسانۍ د خلکو شخصي مالومات غونډوي.  د استخباراتو ایجنټ اجازه لري چې د فیسبوک د کارونکو د ملګرو برخې ته ورشي او په اړه  يې مالومات خوندي کړي. 

د فیسبوک د کارونکو مستعار نومونه 

د فیسبوک د ډیری کارونکو پام هغه وخت په بدلو نومونو د پاڼو جوړولو ته واوښت چې دغه ټولنیزه رسنۍ په دې کې پاتې راغله چې د خپلو کارونکو شخصي مالومات وژغوري. خو دا مساله یوازې د شخصي مالوماتو په اړه تر انديښنو  لنډه پاتې نشوه بلکې له هغې اخوا نورې مسالې راپورته شوې چې فیسبوک يې د سیاسي او مذهبي بحثونو پر سرچینې بدل کړ. 

ددې ټولیزې رسنۍ هغه کارونکي چې بدل نومونه لري کولی شي اشخاصو او کولتورونو ته سپکاوی وکړي او له اسنادو پرته د یوچا د بدنامولو کمپاین پرمخ بوځي یا بیځایه پروپاګنډ وکړي. د بیلګې په توګه مذهبي سپکاوی، له هغې وروسته چې په فیسبوک کې د کارټونونو  د خپرولو غږ وشو بیا د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پورې يې د  منصوب کولو غوښتنه وشوه،  د پاکستان یو مخکښ څارنوال محمد اظهر صدیقي  د 2010 کال د جون په میاشت کې پر مارک ذوکربرګ او فیسبوک  یوه جنايي څیړنه ترسره کړه. 
د امریکا د استخباراتو پخوانی وزیر، مرستیال ولسمشر بایډن او ذوکربرګ
پاکستاني څارنوال د هغه هیواد د کورنیو چارو له وزارت وغوښتل چې د اینټرپول له پولیسو سره اړیکي ونیسي چې ذوکربرګ او د هغه ملګري مذهب ته د سپکاوي په تور قانون ته وسپاري. د څارنوال له دې غوښتنې سره سم په پاکستان کې د یوې ناڅرګندې مودې لپاره پر فیسبوک بندیز ولګیده. دې بندیز ښاغلی ذوکربرګ اړ کړ چې هغه برخه  ویجاړه کړي چې مسلمانان يې په غوصه کړي وو. 

د جولیان اسانج شاهدي 

 هغه پټ سمبول چې ذوکر برګ د D8 په کنفرانس کې د خپل ''ماموریت'' نقشه وباله، د لوی اسرایل د جوړولو د ملاتړ نښه هم بلل شوې ده. ددې نښې په بیخي منځنۍ برخه کې د اسرایلو سمبول پټ کړی شوی دی. همدې نښو نښانو ته په پام سره د ویکيلیکس مشر جولیان اسانج د روسې له ټلویژون RT سره  د وروستۍ مرکې پر مهال د فیسبوک او سي ای اې د اړیکو په اړه مالومات ورکړل. 

د ویکيلیکس مشر وویل،  '' فیسبوک په ځانګړي ډول تر ګردو ویرونکی استخباراتي ماشین دی. هلته موږ د خلکو په اړه، د هغوی  د اړیکو په اړه، ددوی نومونه، ددوی پتې، ددوی ځایونه، له یو بل سره ددوی خبرې اترې، ددوی  د خپلوانو په اړه  ترګردو هراړخیز ډیټابیس دی،  ددې ټولو د ايښودوځای  په متحدو ایالاتو کې دی، دغه ټول مالومات د متحدو ایالاتو استخباراتي څانګو ته دلاسرسي وړ دي''

د جولیان اسانج شرکت، ویکیلیکس، د واشنګټن یو مخکښ روڼ اندی سیال ګڼل کیږي، په تیرو کلونو کې  دې شرکت د افغانستان په ګډون د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د امریکا د کړنو په اړه  د محرمو  اسنادو زرګونو دوسيي خپرې کړې چې په نتیجه کې  ویکیلیکس او ددې مشر د متحدو ایالاتو د حکومت  بد وایسیدل.  

د ویکلیکس مشر وویل:   فیسبوک، ګوګل، یاهو، دا ټولې لوې امریکايي ادارې د متحدو ایالاتو د استخباراتو د مرستې لپاره جوړې شوي دي. دا، یوې اړتیا ته د خدمت کولو مساله نه ده، دوی  ګډې  لیکې لري چې د متحدو ایالاتو د استخباراتو د استعمال لپاره يې جوړې کړي دي. اسانج زیاته کړه چې  فیسبوک مخامخ د امریکا استخبارات نه چلوي بلکې پر دغه شرکت قانوني او سیاسي فشار اچوي. په بدل کې يې د اشخاصو یو یو ژوندلیک ترلاسه کوي.  

Comments

  1. ▷ Casino Site - LuckyClub.live
    Lucky Club Casino. The most popular luckyclub casino in the world. With its incredible gaming and live casino games, the popular gaming  Rating: 8/10 · ‎Review by Lucky Club

    ReplyDelete

Post a Comment

Popular posts from this blog

افغانستان د اپارتايډ په لومه کې

په افغانستان کې د پوه- ټولنې په وړاندې پرتې ننګونې

چین او روسیه: دریمه نړیواله جګړه پیلیدونکې ده