Monday 27 February 2012

امریکايي پوځيان قران کریم ته ولې سپکاوی کوي؟


امریکايي پوځيان قران کریم  ته ولې سپکاوی کوي؟

حنان حبیبزی  

د افغانستان په بګرام کې د قران کریم دنسخود سوزولو په ضد ددې لپاره ځايي افغانانو سخت غبرګون وښود چې دغه تیری يې پخپلو سترګو ولید، دهمدې لپاره خو دا ځل د ولسمشر اوباما بخښنې ځای ونه نیوه. د امریکا ولسمشر په تکرار سره هڅه کړې چې په اصطلاح د '' ترهګرۍ''  په ضد جګړه د اسلام ضد جګړه ونښودل شي او پخپلو ویناوو کې يې تل د اسلامي لارښونو ستاینه کړې.  خو له دې سره سره  د امریکا پوځ په افغانستان او عراق کې د ماشومانو او ښځو ترڅنګ د ملکي خلکو پر ډله ییزو وژنو لاس پورې کړ او  له کبله يې ډیری خلک مجبور شول چې د امریکا له مخالفینو سره لاس یو کړي، همدا لامل دی چې ګڼ شمیر منتقدین د امریکا روانه جګړه د اسلام ضد جنګ بولي. 
د یو قهرجن لاریون کونکي غبرګون

 ددوی له دلایلو څخه یو هم په 2001 کال کې  د افغانستان پخلاف د جګړې د اعلان پر مهال د '' صلیبي جګړې''  د ټکی کارول وو چې ډیری مسلمانان يې له هماغه پیله په شک کې واچول. کله چې د امریکا پوځونه په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي خلک ووژني نو دیني مشران دا ټکی خلکو ته ور په زړه کوي چې امریکایانو د اسلام پخلاف جګړه پیل کړې. 

  دوم دلیل دا راوړل کیږي چې  په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځيانو له خوا په کاریدونکو وسلو کې د بیا لیکل شوي بایبل یا New Testament  پیغامونه ځای په ځای شوي دي چې ښيي دغه وسلې د یوې ځانګړې مذهبې موخې لپاره تولید شوي او هغو پوځیانو ته ډیزاین شوي دي چې په دوه اسلامي هیوادونو  لکه عراق او افغانستان کې د مسلمانانو پخلاف پر جګړه بوخت دي او دریم دلیل يې همدا د قران کریم سوزول دي.  

د 2009 کال د می په میاشت کې چې اوباما قاهرې ته لاړ چې  مسلمانانو ته ډاډ ورکړي چې جګړه يې ددوی د عقیدې او مذهب په ضد نه ده، هلته په واشنګټن کې د ABC  ټلویژون یو راپور خپور کړ چې د امریکا د ولسمشر ادعا یې له شکونو سره مخامخ کړه.  

د امریکا د پوځ صلیبي وسلې 

د ABC  د راپور له مخې، په عراق او افغانستان کې امریکايي عسکر  له دې منعه دي چې هر ډول  مذهبي  چارې پر مخ بوځي یايي اعلان کړي دېته جنرل ارډر نمبر ون general order number one   وايي، خو ددې سره سره پوځیانو ته هغه وسلې ورکول کیږي چې د مسیحیانو مذهبي پیغامونه پکې لیکل شوي دي. 

دې وسلو ته   Jesus rifles  یا د مسیح وسلې وايي. پر دې وسلو په پټه د بایبل ټکي لیکل شوي دي.  د وسلې په لاندینۍ برخه کې له ماشې او شاجور سره نژدې د بیا لیکل شوي بایبل New testament د جان د کتاب  book of John  له 8 څپرکي څخه 12 بند نقل شوي دي. یوه بله بیلګه چې دغه ټلویژون وښوده هغه لاسي څراغ وو چې پوځيان يې د شپې په بریدونو کې کاروي، ددې پوځي څراغ په یو اړخ کې د بایبل بل بند لیکل شوی. 

په امریکايي وسلو کې د بایبل پیغام 
له ټلویژون سره په خبرو کې د امریکا د پوځ یو مذهبي سلاکار میکي وینسټن دا خونړۍ ټوکه وبلله، ده ویویل طالبان او نور وسله وال چې په عراق او افغانستان کې د امریکايي پوځونو پخلاف جنګیږي، ښايي خپل ځان په حقه وبولي او ووايي چې  ددوی په مقابل کې داسې وسله کاریږي چې Jesus Rifles نومیږي.  دا وسلې د ټریجکان Trijicon  په نامه  یوې کمپنۍ تولید کړي چې له پنټګان سره د وسلو تړون لري.

د ټریجکان پخوانی چارواکی تقاوت شوی تورن جنرال ویلیم ناش چې اوس د  ABC سلاکار دی وايي چې ډیرې نورې ټولنې شته  چې پوځیانو ته تورات او بایبل ورکوي او دوی هڅوي چې په دې عمل وکړي. دده په اند په وسلو کې د مذهبي ټکو کارونه ددې مانا لري چې '' زموږ خدای ددوی د خدای پخلاف دی''

په عراق کې يې پوځيانو پخپلو ګاډو او شوبلو لیکلي وو چې New Testament یانې بیا لیکل شوی بایبل چې ځينې بندونه يې ددوی په لاسي وسلو کې کارول شوي. مذهبي سلاکار وینسټن د ABC  ټلویژون ته وویل په زړه پورې داده چې موږ افغان او عراقي عسکرو ته  په همدې وسلو روزنه ورکوو چې د بایبل ټکي پکې کاریدلي دي. 

د پوځیانو مذهبي فعالیت 

په 2007 کال کې ډاکومنټري جوړونکي او پخواني پوځي براین هیوز په بګرام کې له بایبل ډک بکسونه ولیدل چې په پښتو او پارسي ژبو چاپ شوي وو. هیوز د الجزیرې ټلویژون ته وویل دغه بایبلونه  ددې لپاره هلته وو چې ملکي افغانانو ته وویشل شي. هیوز وايي دا ښکاره وه چې دغو عسکرو مذهبي تبیلغ کاوو او د جنرل ارډر نمبر ون General Order Number one له پولو يې هاخوا فعالیتونه کول. 

هیوز په بګرام کې د یو پوځی پادريChaplain  ویډيو ریکارډ کړ چې په افغانستان کې يې میشتو امریکايي عسکرو ته له پوځي عملیاتو څخه وړاندې مذهبي لارښونې کولې.  دغه پوځي پادري په ریکارډ شوو خبرو کې د افغانستان د بګرام په هوايی اډه کې امریکايي پوځيانو ته وايي '' د مسیحیانو په توګه دوی ټول مسولیتونه لري چې  نوموړي ته بیا شاهدي ورکړي''

په بګرام کې امریکايي پوځیانو ته د وینا پرمهال دغه پادري زیاتوي: '' د ځانګړو ځواکونو کسان، دوی په اصل کې خلک ښکاروي. د عیسویانو په توګه موږ هم دغسې کوو، موږ د عیسایت لپاره د خلکو ښکار کوو، موږ دا کار کوو او موږ دوی راپرځوو. د جنت تازي ورپسې ولیږئ چې دوی په سلطنت کې شامل کړي، دا هغه څه دي چې موږ يې کوو، او دا زموږ ورځينۍ دنده ده''۔  


دغه انځورونه همدا راز ښيی چې په بګرام کې د امریکايي ځواکونو پوځي پادریان عادي افغانانو ته د بایبل د ویشلو پر لارو چارو خبرې کوي.  هیوز وايي  یو پوځي هم په پښتو او پارسي ژبو نه پوهیږي او د ژباړل شوو بایبلونو موخه داده چې سیمه ییزو خلکو ته يې وویشي چې  له اسلامه واړوي. 

د نړۍ ډیسپلین او روزلی پوځ

امریکا ادعا لري چې ددوی پوځونه د نړۍ ترګردو ډیسپلین پوځ دی او هغه څه عملي کوي چې قومانده ورکول کیږي، او هغه څه نکوي چې قومانده يې نه ورکول کیږي. جان ایچ هالمن  پخپله څیړنه کې د امریکا پوځ یو منظم، متحد او باخبره ځواک تعریفوي او وايي ځانګړي افسران دنده لري چې د پوځیانو ترمنځ نظم وساتي او د شیانو په اړه مالومات ورکړي.

هالمن خپله دغه څیړنه په 1953 کال کې کړې، له ده وروسته بیا بیا د امریکا حکومت خپل پوځ ستایلی او غړي يې قهرمانان بللي دي. خو منتقدین نه یوازې د جنګي جنایتونو بیلګې وړاندې کوي بلکې په بګرام کې د قران کریم د سوزولو په څير مسالې د اسنادو په توګه وړاندې کوي او وايي چې داسې پیښې د پلان شوو پروګرامونو په نتیجه کې ترسره کیږي.

د قران کریم سپکاوی او نورې ورته پیښې د دندې پرمهال په اسلامي هیواد ونو کې شوي او د هغو پوځیانو له خوا ترسره شوي دي  چې د مسلمانانو د یوې مذهبي ډلې پخلاف جنګیږي. ددې لپاره عامو مسلمانانو ته پوښتنه پیدا کیږي چې ډیسپلین پوځ د خپل امر له قوماندې پرته د ځايي خلکو مذهبي او کولتوري ارزښتونو ته ولې یو پر بل پسې سپکاوئ کوي؟  د قران کریم سوزول پخپل ذات کې د اسلام د لارښونو له مخې درنده سزا لري، خو پوښتنه پیدا کیږي چې د امریکا د وژل شوو افسرانو په ګډون د هغو نورو لسګونو افغانانو د مرګ پړه د چا په غاړه ده چې د لاریون پر مهال ووژل شول؟  
په بګرام کې د بایبل نسخې


افغانان ددې تجربه لري، د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال قران کریم ته سپکاوی شوی دی، د افغانانو پت او درنښت ته سپکاوی شوی دی، قتل عامونه او وژنې، ان د اوبو په څاګانو کې روسيی عسکرو زهرجن توکي اچول چې د کلي خلک ووژني. امریکا هم یرغل کړی او له ځايي خلکو سره يې چلند د روسيي عسکرو ته ورته والی لري. د همدې لپاره خو افغانان پر هغه حکومت باور نلري چې د امریکا له خوا تپل شوی دی.

د قران د سوزولو ترشا سیاسي موخې 

څو کاله وړاندې کوم چا په ډینمارک کې یو کارټون چاپ کړ او هغه يې بیا  محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم  پورې منصوب کړ. بیا یو هالنډي  سیاستوال یو فیلم جوړ کړ او په هغه کې يې اسلام ته سپکې سپورې وویلې. دې ناوړه عملونو د نړۍ مسلمانان راپورته کړل او په بیلا بیلو هیوادونو کې يې لاریونونه وکړل.  افغانانو دغه خبرونه د امریکا غږ او سي این این له لارې واوریدل، یايي ولیدل. دې پیښو وښوده چې په اسلامي نړۍ کې مذهبي ارزښتونه او کولتوري مسالې ډیرې حساسې دي.  همدا  تبصیرې خپله امریکايي شننکو او خبریالانو کولې، یانې وار له مخه  امریکایان په دې پوهیدل چې د اسلام پخلاف  داسې اعمال څه ډول غبرګون له ځانه سره لري. 

  په تیرو لسو کلونو کې  امریکايي ځواکونو د ګونټانامو له  زندان نیولې تر افغانستان او عراق پورې د قران کریم په ګډون نورو اسلامي ارزښتونو ته ښکاره سپکاوي کړي. وروسته بیا د فلوریډا د کاتولیک پادري رسمي سپکاوي، تیر کال ډیرو مسلمانانو ته  د محافظه کارو امریکايي مسیحیانو نیت  روښانه کړ.   او بیا د ماشومانو وژنې او پر مړو د امریکايی پوځیانو له خوا متیازو خلک سخت خوابدي کړل.  اوس  د بګرام په هوايی اډه کې دغه  پیښه ښيي چې داسې کړنې په لوی لاس ترسره کیږي چې مسلمانانو ته روحي ځور ورکړي. 

خو دا پیښې د مسلمانانو او امریکا ترمنځ واټن پیدا کوي  ځکه  چې دا یوازې د افغانستان د خلکو مساله نه ده، قران د ټولو مسلمانانو کتاب دی، ان ټوله نړۍ،  خپله دغه قران وايي چې دا کتاب د ټول انسانیت د ښیګڼې لپاره نازل شوی دی. په دې توګه د هغو وسله والو ډلو لکه د طالبانو خواخوږي د نړۍ د نورو مسلمانانو ترمنځ ډيریږي او دغسې یو څه د کرزي او د هغه د ملګرو لپاره ښه زیری نه دی. 

 دا کار د سولې هغو خبرو ته زیان رسوي چې خپله د واشنګټن په ګډون یو شمیر هیوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې ټولې غاړې قانع کړي. کله چې عام خلک دغسې شیان پخپلو سترګو وګوري  بیا دوی پر هغو خبرو اترو بې باوره کیږي  چې په اصطلاح  د سولې په موخه  رابلل شوي دي. 

که هرڅوک بیا هڅه کوي چې قهریدلي خلک کرارۍ ته  وبولي خبرو ته يې څوک  نه یوازې غوږ نه ږدي بلکې '' د ګوډاګیانو او د بهرنیو د مزدورانو'' په نامه يې یادوي. خلک به ولې  نور د دغو په اصطلاح رهبرانو خولې ته غوږ ږدي کله چې  حقایق نور نه پټیږي او ولس هرڅه پخپلو سترګو وګوري. 

شیخ عمران نذیز حسین د اهل سنت والجماعت یو نوماند عالم دی، او د اسلامي تاریخ، صلیبي جګړو او د یوشمیر نورو اوسمهالو نړیوالومسالو په اړه يې د قران کریم له لیدلوري  سره سم څيړنیزې مقالې او کتابونه په بیلابیلو ژبو خپاره شوي دي. له مذهبي پلوه ددغسې جنجالي مسالو په اړه د وتلو نړیوالو کره کتونکو له ډلې څخه شمیرل کیږي.  نوموړی مې ددغې لیکنې لپاره وپوښتلو چې د بګرام په اډه کې د قران کریم د سوزولو ترشا څه ډول امریکايي سیاست پروت دی؟  ده  داسې وویل: 

'' د قران کریم  سوزول ښايي قصدا ددې لپاره ترسره شوي وي چې دغسې له تاوتریخوالي ډک حالات پیدا کړي چې امریکا ته دا پلمه په لاس ورکړي چې له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي''.

د عمران حسین له نظره امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او ددغسې اعمالو له لارې غواړي چې د خپلو پوځونو د ژغورنې په پلمه له دې هیواده ووځي. که  ددې پیښې کولتوري اړخ ته وګورو نو امریکايي پوځ خبر ناخبر هڅه کړې چې مسلمانان  په خوزښت  راولي او دا  څرګنده کړي چې اوسنیو حالاتو ته په کتلو د امریکا پخلاف عام احساسات څه  ډول دي. 


امریکا ته دا مهمه ده چې  پر عامو افغانانو د کرزي په ګډون د شمال ټلوالې د قومندانانو د اغیز کچه ( درجه ) مالومه کړي چې په دې تیرو لسو کلونو کې يې مخامخ یا پټ مالي او سیاسي ملاتړ ورکړی دی. هغه کسان چې امریکایانو يې  په دفاع کې مالي او ځاني زیانونه ورکړي دي او که امریکا له افغانستان څخه د شکست خوړلي قوت په توګه ووځي، نو دغه اشخاص به په سختۍ خپل ځانونه بچ کړي.  په داسې شرایطو کې چې  اوس متحد ایالات  له سوريي، ایران ، پاکستان، روسيي او چین سره مخامخ دی، دېته اړتیا لري چې په افغانستان کې اغیزمن ملګري ولري، نه غله او جنایتکاران. 

قران کریم او مذهبي کتابونو ته د سپکاوي په نتیجه کې د ولسي احساساتو او پر ولس د افرادو د اغیز څرګندول اسانه کار دی، په ساده ډول یوې نندارې ته اړتیا ده چې وکتل شي کوڅو ته د خلکو د راوتلو پرمهال څوک څه کوي؟  

کله چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو او له ګلبدین حکمتیار سره د خبرو  راپورونه خپاره شول، د شورای نظار او شمال ټلوالې پخوانیو قومندانانو ګواښونه وکړل چې لاریونونه او ګډوډي به جوړه کړي، دغه تش ګواښونه د امریکایانو خوښ نشول. 

واشنګټن دا هرڅه واوریدل، او له دې لارې يې  دوی ته پیغام ورکړ چې ستاسې غړوندي د امریکايي پوځ تر پښو لاندې دي او د هغه ولس د راوتلو ګوتڅنډنه چې تاسو کوئ، هغوی ستاسې له ملګرو  یانې د کابل پولیسو او پوځ سره لاس او ګریوان دي او نژدې دیرش تنه يې ور وژلي هم دي. 

اوس ټولو خلکو ولیدل چې لومړی ځل کوڅو ته هغه دوه زره تنه راووتل چې په بګرام کې يې د امریکايي پوځيانو د شتون له کبله خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله. خلکو همدا راز ولیدل چې د شمال ټلوالې قومندانان پخپلو کورنو کې ننوتلي وو او ویریدل چې قهر جن لاریون کونکي يې پر کورونو برید ونکړي. 


په دې توګه، که څوک ددې مظاهرو مخه ونیسي او که دا مظاهرې روانې وي، سم لاسي پر امریکایانو کوم اغیز نکوي، او خلک به یو څو ورځې د واشنګټن  په ضد شعارونه ورکړي بیا  د رسنیو په مرسته دا کیسه نوره د خلکو له ذهن څخه وځي. خو دښمني د کابل پولیسو او پوځیانو ته پاتې کیږي چې د هغو لاریون کونکو په وژلو او زخمی کولو يې لاس پورې کړی چې پر سر يې کابل کې هره ورځ د شمال ټلوالې ترمنځ ایتلافونه جوړیږي او په اصطلاح د پارلمان موکلین دي. 


Sunday 5 February 2012

ولسمشر اوباما د ملکي افغانانو وژل امضا کوي


ولسمشر اوباما د ملکي افغانانو وژل امضا کوي

حنان حبیبزی 

یادونه: دا لیکنه د 2011  کال د جون په میاشت کې په انګریزي بڼه خپره شوې وه، چې  بینوا ډاټ کام  په پښتو اړولې وه. اوس يې ما پښتو بڼه ترلاسه کړی او ستاسې مخته يې یو ځل بیا وړاندې کوم. 

که تاسې افغان یاست، ددې جرت نکوئ چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ د ناپایه ظلمونو په اړه حقایق ولیکئ،خو دغه وخت داسې دی چې باید په ډاګه وغږیږو، ددې لپاره چې د هیواد راتلونکی په پرله پسې ډول تر برید لاندې دی.لکه څرنګه چې دامریکا په مشرۍ عسکر قصدا ماشومان او ښځې په نښه کوي، نو هلته د افغانستان د اوسني نسل لپاره هیڅ راتلونکی نشته. 

په جنوبي ولایت هلمند کې ددې اونۍ د دولس ماشومانو او دوه ښځو ډله ییزې وژنې پر خلکو ټولې نورې لارې بندې کړې، خو په زرګونو افغانان يې ولمسول چې له طالبانو سره یوځای شي یا له هغوی سره خواخوږي وښيي. ددې لپاره طالبان د نیواک په ضد په راپورته شواتلانو بدلیږي او ددوی شهرت په چټکۍ سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې خپریږي. د امریکاپه مشرۍ بهرني ځواکونه له خپل ځان سره مرسته نکوي ، دوی د طالبانو دریځ هغه وخت لاپسې ټینګوي کله چې ملکي خلک له فضا څخه په درندو بمونو، چې په سپینو فاسفورسو او نورو کیمیاوي موادو ککړ دي وژني. 


هغه چارواکي چې دافغانانو پر کورونو د هوايی بمباریو امر ورکوي ،په حقیقت کې قصدا دهغه عدالت ، انسانیت او ازادۍ سپکاوی کوي چې اوباما يې بلا ناغه په هره وینا کې ادعا کوي. د مئ په دومه د ولسمشر اوباما وینا د عدالت ،ازادۍ او ولسواکۍ له ټکو ډکه وه ،هغه وخت چې ده د بن لادن مرګ اعلان کړ. په دغه ورځ هغه داسې وویل: ( راځئ چې په یاد وساتو چې موږ داشیان یوازې د بډاینې او قدرت له کبله نکوو ،بلکې ددې لپاره يې کوو چې موږ څوک یو ، یو ملت ، د خدای تر حکم لاندې، متحد ،د ټولو لپاره له ازادۍ او عدالت سره.)  

له بلې خوا همدغه امریکا متحد ایالات ماشومان او ښځې وژني چې د امریکا خلکو ته ازادي،ولسواکي او عدالت ډاډمن کړي. ایا متحد ایالات د عدالت ، ازادۍ او ولسواکۍ لپاره ولاړ شوی دي ، که د بیوزلو ملتونو پخلاف د ظلمونو لپاره؟ ایا امریکا بیوزلي ملتونه د زور له لارې لاندې کوي؟ ځواب يې هماغه دی چې د امریکا ولسمشر اوباما دملکي افغانانو د وژلو امر ورکوي، ځکه چې موږ هیڅ یو امریکايي نظامي قوماندان ونه لیده چې دافغان ماشومانو او ښځو د وژلو په تور محاکمې ته وړل شوی وي.

ایا امریکايی ولس هغه عدالت یا ازادي غواړي چې د ماشومانو او ښځو د وژلو په نتیجه کې رامنځته کیږي ،او د نړۍ له هیوادونو څخه د یو غریبترین هیواد دراتلونکي په بیه پریوزي؟ د بشري حقونو او د جینوا د کنوینشن له مخې د ملکي خلکو ،ماشومانو او ښځو وژل د بخښولو وړ نه دي. د همدې لپاره افغانانو دا ونشو زغملی ،او د امریکا ضد احساس په جګړه ځپلي هیواد کې مخ په پراخیدو دی.

که زه د ماشومانو او ښځو په ګډون هغه ملکي خلک وشمارم چې د امریکا په مشرۍ پوځیانو په افغانستان کې وژلي دي ،نو کله چې تاسې په دغو ظلمونو او وینه تویدنه پوهه شئ چې هغو ځواکونو ترسره کړي دي چې ادعا کوي د بشریت او ازادۍ سرتیري دي، نو تاسې به ټکان وخورئ. په دې وروستیو میاشتو کې موږ د هغه جنایت شاهدان وو چې د رولنګ سټون له خوا افشا شول، همدا راز موږ د مارچ په میاشت کې ،په مشرقي ولایت کونړ کې د نهه تنو ماشومانو د وژلو شاهدان وو. 


د بشریت پرضد دغه جنایت د افغانانو پر کورونو د ورته بریدونو د یوې لړۍ په اوږدو کې پر مخ ولاړ . دې حالت ولسمشر کرزی مجبور کړ چې پر ملکي افغانانو د امریکا په مشرۍ د بریدونو پخلاف تش په نامه وروستی ګواښ لاسلیک کړي. 

کله چې ما دهغو بریدونو په ضد د ولسمشر کرزي وینا ولوستله ، داسې مې وګڼله چې یو لاسلیک شوی فرمان په کابل کې شته چې بهرنیو عسکرو ته اجازه ورکوي چې ښځې او ماشومان ووژني، لکه څرنګه چې کرزي وویل د افغانانو پر کورونو نور بریدونه مکوئ، یانې بهرني پوځیان له مخکې لاسلیک شوی فرمان له ځانه سره لري. 

کرزی ښايی دغه ګواښ څو ځلې نور هم تکرار کړي ، خو څوک به، څه ارزښت ورکړي؟ ده یو خبري کنفرانس ته وویل: ( موږ باید په څرګنده توګه خپل پوهاوی په ډاګه کړو چې افغانستان یو متحد دی ، نه یو نیول شوی هیواد. او زموږ چلند له ناټو سره د یو متحد له دریځه دی . که د یو نیواکګر ځواک په څیر چلند کوي ،بیا نو بې له شکه افغانان پوهیږي چې څه ډول معامله ورسره وکړي.) 

هغه به ښايي هغوسیمه ییزو اوریدونکو ته خبرې کولې چې دده په حکومت هیڅ باور نلري، هغه څه چې کوم بدلون نه راولي. دافغانستان حیثیت او درنښت په وحشیانه ډول له منځه وړل شوی دی ، ځکه نو ، د طالبانو تبیلغات د خلکو پر ذهنونه په اسانۍ سره اغیز کوي . دمیکیاویلي د پنځلسمې پیړۍ نظریه لا هم په نوې پیړۍ کې له دې حالت سره مناسبه ده ، هغه يې پخپل مشهور کتاب ټولواک کې داسې ویلي دي: ( که یو څوک خپله ازادي او خپلواکي بهرنیو پوځونو پورې وتړي، دا به د باچا واکمنۍ ته د مرګ د سزا په څیر وي.) 

بې هنره مشر ، کرزی لاهم ډاډه نه دی چې دا نیواک دی ، ځکه چې د بهرنیو پوځونو په مانا نه پوهیږي چې دده هیواد يې د نظامي لوبو او وینې تویدنې پر ډګر بدل کړی دی. هلته په افغانستان کې د شورویانو د عملونو او اوس د امریکا په مشرۍ د ځواکونو د چلند په اړه چې ملکي خلکو په ضد يې کوي ،هیڅ توپیر نشته. 


د امریکا متحد ایالات یو قوي هیواد دی چې عدالت باید ترلاسه کړي، او د یرغلګرو له نظره ،افغانستان یو بیوزلی هیواد دی چې په بد ډول باید زیان ور ورسول شي،که افغانان عدالت غواړي ، بیانو ، دوی هم دېته اړتیا لري چې کافي قدرتمند شي. په اوسنۍ نړۍ کې عدالت نه ورکول کیږي، بلکې اخیستل کیږي، دفقر او بیوزلۍ له کبله افغانان ددې ارزښت نلري. زما شورویان هم په زړه دي، او اوس په افغانستان کې د امریکایانو شاهد هم یم.

له هغې ورځې چې امریکا پر افغانستان یرغل کړی ، دښځو ،ماشومانو او سړیو په ګډون لسګونو زره انسانان ووژل شول، بیوزلي لاپسې پراخه شوه ،زرګونو نور مجبور شول چې خپل کورونه او جایدادونه پریږدي او بل ځای ته ولیږدي. امریکا د سیمه ییزو جنګي جنایتکارانو قوت او ځواکمني ډیره کړه ، او عدالت په څرګند ډول رد کړل شو.  

اوس د امریکا په مشرۍ نیواک خپل لسم کال ته ننوځي، خو د وحشیانه ظلمونو قربانیانو ته هیڅکله اجازه ورنکړل شوه چې د عدالت لپاره یوه دروازه وټکوي. افغانان هیڅ نه پوهیږي چې د عدالت د ترلاسه کولو لپاره چیرته لاړشي ، بې اوازه خلک سخت حالت زغمي. هغوی چې دافغانانو پر کورونو د هوايی بمباریو امر ورکوي، دېته اړتیا لري چې فکر وکړي ،که دغه ماشومان ددوی بچیان وای،بیا څه کیدل؟ 

خلـیـل زاد ، یـوشـیطان چې د خلکو په زړونو کې پـسـیـږي




Khalilzad، A Satan Whispering in the Hearts of Men


۴ فبروري ۲۰۱۲ 

څوک چې د بلاګانو په ضد جنګیـږي باید دیته یې پام وي چې په عملیه کې ورنه پخپله یوه بله بلا جوړه نشي) -جرمن فیلسوف فریدریښ نیچې ، ۱۹۰۰-۱۸۴۴. )

یو څو ورځې وړاندې زلمي خلیلزاد په کابل کې ځینې قومي مشران رابللي وو چې  که په ۲۰۱۴ کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خپلې نوماندۍ (نامزدۍ) لپاره ځان د هغوی په ژمنه ډاډمن کړي. د دې خبر په اوریدلو سره، موږ دواړه ناارامه او اریان شوو.
موږ ځکه ناارام شوو چې  خلیلزاد د افغانانو ژوند ته په سپکه سترګه کتلي دي او دغه شان نوموړي د هغو شرایطو په اسانتیا کې رول لوبولی دی چې افغانان پکې نښتي دي.

خلیلزاد  د اوسنئ بدبختۍ په مهندسۍ کې برخه لرله، موږ اریان شوو چې دا سړی څومره سپـین سترګی شودی او په دې پښیماني نه څرګندوي چې په سیمه کې د واشنګـټن د نړۍ والې فاجعې د مهـندسانو مخکښ دی. ځکه خو موږ دې احساس ته مجبورشوو چې دا لڼـډه لیکنه وکاږو او له دې لارې په دې رڼا واچوو چې خلیلزاد څوک دی او د افغانستان لپاره یې څه کړي دي ځکه د هغه کړاندې (روش) افغاني وقار او اسلامي ارزښتونه  نشي منعکسولی.

خلیلزاد په سیمه کې د ویجاړتیا او د جنګونو له پلویتوب نه خپل شغل او ژوند  جوړکړی دی. خلیلزاد د نویومحافظه کارانو په ډله کې و، د پاول ولفوویتـڅ دحمایې لاندې و، او په امریکه د نوي محافظه کار خوځښتت د فلسفوي مفکر البرت  ُوهلـشـتیـتر د لار ښودنې لاندې یې لوړ تحصیلات کړي دي. 

د دغه ډول حمایت او مربیت په برکت خلیلزاد د دې وړ وګرځید چې د امریکې د بهرني سیاست په کړیوکې د نفوذ قلمرو ته ورننوځي. هغه د خپلې ډاکټرۍ علمي درجه (پي ایچډي) له شیکاګو پوهـنتون نه په ۱۹۷۹ کې لاسته راوړه، د بین المللي اړیکیو په جرګه کې غړی شو، او د «نوې امریکایي پیـړۍ په پروژه» کې یې کار وکړ. دغه پروژه په نوې محافظه کاره فلسفه راچاپـیره وه  چې په خـپل وار سره یې له ۹۱۱ را وروسته نړۍ  قالب ته اچولې ده. 

په ۱۹۹۸ کې خلــیلــزاد او نورو نـویــو محافظه کــارانو ولـــسمــشر بیل کــلینټـن ته یو لاسلـیک شوی لیک وړانــدې کړ چې  د صدام حســین لــرې کول پکې غــوښتـل شــوي وو. د دغه لیک الهام له هغه سیاسي تحلـیل نه راوتلی و چې «کلـیـن بریک» ( بــشـپـړ، بې عیب) نومـیده. په دغه سـند کې راغلي وو چې په منځني ختیځ کې دې  رژیمونه د جنګ له لارې رانسکور شي.

 د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په پیر کې ، خلیلزاد او د ده نوي محافظه کار یاران په عراق کې دجنګ پلویان وو،او د دوی دغه دریځ واقعاَ په هغه لیک ولاړ و چې په ۱۹۹۸ کې یې ولسمشر بیل کلینټن ته استولی و. په عراق کې البته څرګنده ده چې له یو میلیون نه زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاس ورکړ، په میلیونونو معلول شول ، د خپلو خلکو وقــار یـې په خـطر کې ولــوید، او تاریخي ارزښـتمن شـیان یــې چـورشول.

په لڼـډ ه وینا، خلیلزاد د دیک چیـني مخکښ (اتباري)سړی و. د دیک چیـني په سپارښتنه [چې د لومړي جورج ایچ بوش په مهال د دفاع وزیر و او دوهم جورج ډبلو بوش په پیر کې مرستال ولسمشرو]خلیل زاد په سپـینه ماڼۍ کې د ملي امنیت په جرګه کې د کاندیلیسا رایس لاندي په کار ولګید. په سپینه ماڼۍ کې د دغې وظیفې په مهال ډیر احتمال لري چې خلیلزاد به پــه افغانستان باندې د امریکې د یرغل  په پلان کولو کې مرسته کړې وي. 

دا د یادونې وړ ده چې په افغانستان باندې د امریکې د یرغل لپاره د خلیلزاد پلانونه  به ، پــه اصطلاح پخپله د خلیلزاد له هغې لیکنې نه راوتلي وي چې سرلیک یې «سپینې پاڼې» و او خلیلزاد یې  په ۱۹۹۸ کې مشر لیکوال و. سپـینې پاڼې په واقعیت کې د هغه څه «تـورې پاڼـې» وې چې په افغانستان کې پیښ شول. د جنګ- زپـلي افغانستان د درملنې لپاره د خلیلزاد نسخه  په واقعیت کې هلته د اوسنئ سـیاسي- ټولنیزې  ټـول ناروغۍ (وبا) لامل شو

د خلـــیلزاد سپـینې پاڼـې په غټه کچه په افغان اقلـیتونو، جنګسالارانو، نشه یات سالارانو، او د افغان حکومت په  راتــلونکې  څیـره را چاپـیره شوې. لکه څنګه چې یې په خپلو سـپـینو پاڼـو کې مخلـید(پیشبیني) انځور کړی و، خلیـلزاد  د افغــانستان لپاره یو کمزوری مرکزي حکومت پلان کړ د دې لپاره چې د افغانستان ګاوڼـډیان پـــرې خوښ کـړي. 

بس له هـمدې امله، د افغانستان د بیلابیلو برخو پرمختیا د افغانستا ن نږدې ګاوڼـډیانو او هـنـد ته وروسـپارل شوه. په عین ډول، د خلیلزاد د عقیدې سره  سـم، هغو اشخاصو چې د بهرنیو  هیوادونو سره يې نیغې اړیکې لرلې د کابل په نوي حکومت کې کرسیو ته ورسیدل او له دې لارې يې د سیمې هیوادونو ته  لا زیاته پـیروي او تابعیت خلق کړل. 

د خلیلزاد د چلن(برخورد، روش) منطق دا و چې افغانستان د خپلو ګاوڼـډیانو په منځ کې د سیالیو سبب شوی دی؛ نو ځکه باید یو څه وشي چې دغه سیالۍ ارامې کړي. خو روغه پوهه (سلیم عقل)  حُکم کوي چې دغه ډول چلن (روش) به د بهرنیو قدرتونو سره د افغانستان په دننه کې د ډلو ژمنه (وفاداري) لا زیاته وروزي. سر بیره پر دې، خلیلزاد په نوي حکومتي نظام کې د ځاییزې (محلي) خودمختارۍ  پلویتوب کړی دی. 

دا کار د جنګسالارانو لپاره صحنه برابروي چې  د خپلو لاسته راوړنو د خوندي کولو لپاره په فـډرالي نظام پسې ملا وتړي او د افغانستان د ویـشنې لپاره کار وکړي. دا چې خلیلزاد په افغانستام کې بهرني اغیز ته اسانتیاوې برابرې کړې، د شمالي ټــلوالې د جنایتکارو جنګــسالارانو هــدف ته یې لار پرانــیستــله  چې د فـډرالـیزم یانې د افغانستان د ویشنې د پیل  په هڅه کې شي. د جنګسالارانو د تسکینولو او راضي کولو طریقه ( میتود) به له یوه ممکن هـدف یانې فساد او انحراف  نه راوتلې وي. 

خلیلزاد شاید دا سې نظر لاره چې د فساد او انحراف په غرض  په فاســدو او منحرفو کړیوکې اغیز وکړي. خو که دغسې نه وي، ولې به یو منطقي انسان دغه ډول چلن (روش)  تعــقیب کــړي چې په افغانــستان کې داخلي بې ثباتي زیاتــوي. دا خو څه پــټه خــبره نــه ده چې په افغانستان کې په بـیلـیونونــو ډالـرې تـریـتـم شوي دي. دا کار ناشـونی و خو داچې له بـهر نه د امــریکې د حکومت مامورانو به پکـــــې هـمکاري کـــړې وي

په لڼـډ ډول، خلیلزاد د امپراتورانه زورزیاتي او تسلط لپاره روزل شوی و. خلیلزاد د امریکې په هره ماجرا کې لاس لاره چې د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ په پلمه په سیـمه کې د مسلمانانو په وژنه راڅـرخیدله. خلیلزاد معلوم لاسونـدونه (سـندونه) لاسلیک کړي دي لکه په ۱۹۹۸ کې ولسمشر کلینټن ته د نویومحافظه کارانو لیک چې د صدام حسین د لرې کولو غوښتنه پکې خوندي شوې وه، او ورپسې دعراق جنګ. 

خلیلزاد دغه شان د کرزي او د ده  د شمالي ټلوالې  دجنګسالار یارانو د کرغیـړن (فاجعه یي) رژیم مـهند س و. د خلیلزاد سیاسي پلانونه یقیناَ د دې وړ دي چې شـریر سیاست ورته وویل شي. ځکه خو بـه د خلیلزاد د سیاست طرز له دینه ډیر لرې نه وي چې د شیطان عمل وګڼل شي- هغه شیطان چې« دانسانانو په زړونو کې پـسیـږي»

د یوې شخصي ملاحظې په توګه،خلیلزاد دوه ځامن لري: الیکساندر بیـنارد او مکسیمیلیان بینارد. د دواړو نومونه  نـه ښي چې د افغانستان سره به کوم کلتوري یا دیني اړیکې ولري. زموږ پوښتنه داده چې خلیلزاد په افغانستان کې د کومې مخینې (سابقې) یا نیک عملۍ په بنسټ پـریکړه کړې ده چې په  ۲۰۱۴ کې ځان د ولسمشرۍ لپاره نومانـد (نامزد) کړي؟   

ټول حقوق خوندي دي. ۴ فبروري ۲۰۱۲       
ډاکټر میرکئ او ډاکټر زیرکیار