Sunday 27 November 2011

دځواک ناوړه کارونه، پرنالوستو ظلمونه

دځواک ناوړه کارونه، پرنالوستو ظلمونه
حنان حبیبزی
لنډیز
کله چې لوستي او پرمختګ غوښتونکي کسان یا د پانګوالۍ ملاتړ کونکي د هیواد لپاره سیاسي یا یو اقتصادي سیسټم جوړوي، په دې ټینګار کوي چې شتمنو لوستو ته دې قدرت ولیږدول شي. د پانګوالۍ سیسټم چې پر تولیدي اوزارو ولاړ دی، ټیکنالوجي پکې د انسان او د څارویو د انرژۍ په ځای د تولید او دندو د پیدا کولو په برخه کې لومړۍ درجه ونډه لري. 
ددې سیسټم له مخې د ژوند ډیرې چارې پر صنعتي تولیداتو او ټیکنالوجۍ ډډه لګوي او خلکو ته د ژوند د سهولتونو په برابرولو او کاري دندو په پیدا کولو کې مرسته کوي. 
په کپیټالیسټي سیسټم کې چې د لوستو سرمایه لرونکو له خوا تبلیغ شوی دی، او د ژوند د شرایطو د ښه کولو اساسي لار يې بولي، قدرت د شتمنو اشخاصو، دولتي او نادولتي ټولنو لاسته لویږي چې د ګټې وټې او کنټرول د ساتلو لپاره پخپلو منځونو کې سیالي لري. ددوی ددغې پټې او ښکاره سیالۍ له کبله نالوستو خلکو ته چې د افغانستان په څیر هیواد کې اکثریت دي، سیاسي، اقتصادي، کولتوري او ټولنیز زیانونه رسیږي. دغه لوستي اشخاص د یو ځواکمن سیاسي دریځ په کارولو سره عام نالوستي ډیکټې کوي چې د لوستو د ګټو وټو لپاره قربانۍ ته چمتو شي. ددغه ټینګار سره سره خلک د ځان ساتنې دریځ ته مجبوریږي ، ځواکمن لوستی پوړ نه غواړي چې په کړکیچ کې ځان ښکیل کړي، خو د پولیسو، پوځ او قضایي سیستم په کارولو   
سره عام نالوستي ویروي او مجبوروي يې چې ددوی له خوښې سره سم چلند وکړي.
د امریکايي فیلسوف پروفیسر ناوم چامسکي او د فرانسوي فیلسوف میشل فوکو تیورۍ له دوه بیلا بیلو اړخونو څخه یو ټکی څيړي. که څه هم ددوی تمرکز د نالوستو پر اکثریت نه دی، خو هغه څه چې دوی دواړو وړاندې کړي دي، سړی هڅوي چې له خپل چاپیریال سره سمون ورکړي.
ددوی دواړو تمرکز د اقتدار د خاوندانو پر هغو کړنلارو دی چې د خپلو شخصي ګټو لپاره رسمي چارې په یو او بل ډول څرخوي. دغه دواړه فیلسوفان د عامو خلکو د چلند پر کنټرول او دا چې دوی د ځواک د خاوندانو له نظره څه وکړي او څه ونکړي، دی، هغه څه چې ځواکمن يې نه خوښوي باید ناقانونه وګڼل شي او هغه څه چې دوی يې خوښوي باید قانوني بڼه غوره کړي.
ځواک یوازې دا نه دی چې یو هیواد یا یو شخص دې ښه پوځي، سیاسي او قوي مرکزي حکومت او پرعامو خلکو پوره پوره کنټرول ولري. ځواک بیلابیلې بڼې لري چې په بیل بیل ډول عملي کیږي. په دې مقاله کې د پوهنیز ځواک پر اغیز غږیږم چې څه ډول روانو چارو ته قانوني لاره پیدا کوي، د چامسکي د میډیا کنټرول تیورۍ او د فوکو د زندان د زیږون تیورۍ ارزوم چې وګورو اشخاص څه ډول د خلکو اکثریت له جنجالونو سره مخامخ کوي.

د ځواک ناوړه کارونه
لوستي تل د اقتدار د لرلوهڅه کوي، او ځینې يې ځانونه د انسانانو پر یوې پراخې ټولنې یا هیواد د سیاسي او اقتصادي یا پوځي قدرت حقداران بولي، دوی د بیلا بیلو لیکل شوو توکو ټولګې تولیدوي چې هر ډول کیږي ددوی ګټې خوندي کړي، او عام خلک چې ډیری يې نالوستي دي، ددوی غلامۍ ته مجبور کړي.
د نالوستي اکثریت په ټولنه کې ضروري بلل کیږي چې یوازې خدمت وکړي او د لوستو اشخاصو په وړاندې د مجبورۍ، حقارت او نهیلۍ احساس ولري چې لوستو ته د اقتصادي او سیاسي کنټرول لارې اسانه شي. ظاهرا نالوستو ته ویل کیږي چې دا ټولې پوځي، سیاسي، یا اقتصادي هڅې ددې لپاره ترسره کیږي چې د خلکو حکومت پر خلکو (ډیموکراسي) شونی کړي.  د بیلګې په توګه د پولیسو،پوځ او محاکمو بیلګې ورکول کیږي او ادعا کیږي چې دغه څانګې د خلکوددفاع او د قانون د حاکمیت لپاره کار کوي، په داسې حال کې چې پولیس او پوځیان دداسې اشخاصو د لاس لاندې کار کوي چې ځانګړې مفکورې لري. په بله وینا د قانون په نامه یو څه د هغو لوستو اشخاصو د پوهنیز او فزیکي ځواک تولید دی چې دخپل کنټرول د پراخولو په هڅه کې دي.
دغه لوستي اشخاص دومره پاخه او پرله پسې تبلیغات کوي چې په ټولنه کې د باور فضا رامنځته کړي. ان هغه خلک چې پخپل چاپیریال کې ددغو پولیسو، پوځيانو او قاضیانو په لاس د خپلو خپلوانو مرګ ژوبله ګوري، خو بیا هم چمتو کیږي چې د ورته پروپاګند لړۍ ته غوږ کیږدي.  دوی ته ویل کیږي چې تیروتنه شوې، خو بل ځای لیدل کیږي چې دعامو کلیوالوپه ضد درندې وسلې کارول شوي، او دوی ته ځاني او مالي زیان اړول شوي.  خوپه رسمي ادارو کې چې د لوستو په لاس کې دي، په یو نه یوه توګه هڅه کیږي چې دغه ځاني او مالي زیانونه کم ارزښته وښودل شي، یا دلایل ورته ولټول شي.
په دې اړه ټولنیز فیلسوفان لکه میشل فوکو(1926 - 1984) فکر کوي چې '' پولیس، پوځ او نورې اړوندې ادارې ددې لپاره ګومارل شوي دي چې ځانګړې پریکړې عملي کړي، او هغو خلکو ته سزا ورکړي چې له منلو يې انکار کوي. پوهنیز ځواک د افرادو په ذهن کې ورخپریږي، ددوی بدن لمس کوي او ددوی اعمالو او چلند ته ورننوزي، دغسې ددوی ویناوو، د زده کړو بهیر او ورځينیو چارو ته '' (فوکو، 1977).
دلته د شتمنۍ یا نقدي پیسو راکړه ورکړه ترسره کیږي چې د لوستی پوړد اقتدارلپاره ملاتړ ټول کړي چې په هممهالي ډول د ټولنې د ډیرکۍ برخې له مخالفت سره مخامخ دی. دعامو خلکو پخلاف ( چې ډیری يې نالوستي خلک دي) دپولیسو، پوځیانو او د محاکمو د چلند د اغیزمن کولو، او دعامو خلکو د اعمالو د کنټرولولو لپاره دغو دریواړو ادارو ته ځانګړې پوهه او اقتصادي ملاتړ ورکول کیږي.
پر هغه څه چې لوستی پوړ د خپل اقتدار دساتلو لپاره ټینګار کوي د ژبني ځواک او پوهې له لارې هڅه کوي چې ځانونه د ټولنې پر اکثریت وګړو وتپي او پر دوی خپله ایډیالوژي او نور محدودیتونه عملي کړي چې له کبله يې د ټولنې اعمال یا کړه وړه بدل شي.
 میشل فوکو وايي '' پوهه د خبرو اترو، لیکلو، ثبتولو او نورو ته يې له انتقالولو پرته امکان نلري چې دا خپله یو ځواک دی چې پوهه يې یو چاته ورکوي. بیا دغه ځواک دعمل پر مهال له سیاسي او فزیکي قدرت سره اړیکي پیدا کوي. خو له بلې خوا هیڅ ډول ځواک د پوهې له ورکړې ، اختصاص، ویش یا مخنیوي پرته نشي کولی یو څه ترسره کړي'' (فوکو، 1977 الف).
نالوستي به په دې نه پوهیږي چې اشخاص پر خلکو څه ډول کنټرول پیدا کوي، خو په دې پوهیږي چې قدرت لرونکي اشخاص څه کوي. ټولې هڅې کیږي چې د ټولنې اکثریت (نالوستي خلک) په قدرت کې ونډه ونلري او هغه څه وکړي چې د یو ځانګړي پوهنیز ځواک په نتیجه کې تولید شوو ټکو او جملو کې ورته ویل کیږي.
د نالوستوډیرکی په اقتصاد کې له موچیتوب نیولې، ترناييتوب، د ګنډونکي، معمار،نجار او سړک جوړونکي، موټر چلونکي، بس چلونکي، ټیکسي چلونکي، کروندګر، څاروي لرونکي او قصاب په توګه ونډه لري، هغه څه ته چې لوستي او شتمن اشخاص هیڅ ډول ارزښت نه ورکوي او کله چې د عامو خلکو اقتصادي مجبوري ګوري نو خوند ترې اخلي.
د بیلګې په توګه، یو لوستی سړی چې پوره پوره پر اقتصادي چارو کنټرول لري، یا پر سیاسي چارو، یا پر پوځي چارو نو ارومرو د خپل ځواک ننداره وړاندې کوي، یا په لفظي توګه، یا په اقتصادي توګه، یا د خپل یو عمل په ترڅ کې هڅه کوي چې نورو ته د خپل کنټرول پولې وښيي. یا داچې ، یو لوستی سړی چې د زرګونو ډالرو په یو ګاډي کې سفر کوي، د ښار په واټونو کې يې د نورو عامو ګاډو د تګ راتګ بهیر نه خوښیږي ځکه چې دده د ګاډي د سرعت مخه نیسي. یا په ساده ډول نور ګاډي خاورې او لوګی بادوي او دده د ګاډي رنګ خیره کوي. که همدغه سړی د یو موچي په وړاندې دریږي او پښو کړي بوټونه پرې پالشوي، نو یوه پښه د موچي د صندوق پر سر ږدي او بله په مځکه پاتې کیږي.
کله چې موچي دده بوټ ته د پالش کولو په نیت ورښکته کیږي، نو دغه لوستی له دې کار خوند اخلي، خو که یو نالوستی شخص چې په پښو مزل کوي او غواړي چې پر دغه موچي خپل بوټان پالش کړي، نو ورسره اوار کښیني. بوټان يې باسي او د موچي زړې څپلۍ په پښو کوي او انتظار کوي .
کله چې یو قدرتمند لوستی خپلو ماشومانو ته اعلی درجه وریجې، پریمانه غوښه، ښکلی کور او تجربه لرونکی موټر چلونکی رانیسي، هیڅکله له نالوستو څخه د مننې نیت نلري، هغه ګړۍ دی د نالوستو دغه اقتصادي ونډه هیروي، او هغه څه چې دی ترې ګټه اخلي، د نالوستو خلکو دنده يې ګڼي چې باید ترسره يې کړي، یانې باید مځکې وکري، څاروي وساتي او بڼوالي وکړي چې لوستي د خپل اقتصاد یوه ډيره کوچنۍ برخه پرې ولګوي او خپلو ماشومانو ته يې راوړي. 
دبازار بییې د لوستو اشخاصو له خوا ټاکل کیږي چې خوراکي توکي په بیه رانیسي. کروندګر چې د خپلو مځکو حاصلات بازار ته وړاندې کوي، نو بیيې ډيرې ټیټیږي، او له دغه وخت څخه په ګټه اخیستو لوستي ښاریان چې دولتي دندې لري پر غلې دانې پانګونه کوي تر هغې چې ځان ډاډه کړي چې هیڅ یو کروندګر داسې نه دی پاتې چې غله يې پخپل کور کې ساتلې وي.
کله چې د کروندګرو غلې دانې پایته ورسیږي، او مارکیټ ته ولیږدول شي، بیا بییې په ناڅاپي ډول پورته ځيي، په دې توګه د کروندګر له انرژۍ څخه ناوړه ګټه پورته کیږي. د میشل فوکو په اند '' سیاسي څانګې له هغه ټولنیز سیسټم سره تړلي دي چې له دولتي چارو څخه د خپلواکۍ ادعا لري، خو دوی خپلواک نه دی. د پوهنې ټول سیسټم او پوهنتونونه پوهه ( پر خلکو ) ویشي یا پر یو ځانګړي پوړ پاملرنه لري او یو بل پوړ د پوهې له نعمت څخه بې برخې کوي، کټ مټ لکه، دعقلي او عصبي ناروغیو څانګه چې د انسانیت د ښیګڼې د پرمخ وړونکي په توګه راڅرګندیږي خو د یو پوړ یا کلاس سیاسي ځواک پر نورو تپي''(فوکو، 1977ب) .
کله چې یو عصبي ناروغ ډاکټر ته دلایل وايي او دېته نه چمتو کیږي چې د ناروغانو په عمومي واټ کې د یو لیوني په توګه ځنځیرونه او زولنې ور واچول شي، نو د عصبي ناروغیو ډاکټر هغه مجبوروي چې یو څه درمل وکاروي. عصبي ناروغ له درملو انکار کوي. ډاکټر له امنیتي ساتونکو څخه چې ډیر وخت پولیس وي، مرسته غواړي او د هغوی د ځواک په کارولو سره ناروغ ته د بیهوښۍ پیچکاري ورکوي.
دا پخپله د فوکو په اند د یو انسان په وړاندې د ځواک کارول دي، ددغه ځواک سرچینه ښونځي، پوهنتونونه او نورې سیاسي څانګې دي چې هلته یو شمیر خلک د ورتګ اسانتیا پیدا کوي او ډیر شمیر نور يې نشي پیدا کولی. هغوی چې د بیلګې په توګه په ښونځي يا پوهنتون کې پوهه ترلاسه کوي، هغه په حقیقت کې د یو ځواک خاوند ګرځي او دغه ځواک دې شخص ته ځانګړې مفکورې او ایډیالوژي ورکوي چې د ژوند تر پایه يې دخپلو شخصي ګټو لپاره وکاروي او هغه بله ډله چې ښونځي ته نه ځيي نالوستې پاتې کیږي، هغوی بیا یوازې د لوستو د ګټو د خوندیتوب لپاره قرباني ورکوي.

ټولنیزه شخړه
لوستي اشخاص نالوستي ناپوهه او سرناخلاصي بولي، په داسې حال کې چې نالوستي ځکه نالوستي دي چې کله ښونځي ته نه دي تلي، خو لوستي چې پرهرڅه د پوهیدو ادعا لري، د خپل فزیکي او پوهنیز ځواک له لارې پر نالوستو فشار اچوي چې ددوی له مفکورې سره سم خپل کړه وړه برابرکړي. د پروفیسر ناوم چامسکي په اند '' دغو کسانو ته چې ځانونه د ټولنې پوهه پوړ بولي دا مهمه نه ده چې عام خلک (نالوستي) څه فکر کوي، دوی ته دا مهمه ده چې دغه خلک څه کوي''(چامسکي، 1991).
دټولنیز عدالت ماتول یوازې دا نه دي چې موږ هر وخت شکایتونه وکړو چې اقلیتونه د اکثریت د ځپلو لپاره بهرنی او کورنی امکانات کاروي او د Counter Terrorism قانون لکه د اپارتایډ د افغانستان دوګړو داکثریت په ضد استعمالوي، بلکې نورې ټولنیزې مسالې هم شته چې دسخت ځواک د کارولو په 
څیر د ټولنیز عدالت لپاره خطرناکې دي چې دلته د خورا جنجالي بیلګو بیانولو ته سړی مجبوروي. 
په یو شمیر ادارو، لکه په پوهنتونو کې تمبلې ښځینه زده کونکې د سینګار له لارې د خپلې ښکلا ننداره وړاندې کوي، په بله وینا د جنسي لیوالتیا یا Sexual Exposure په څرګندولو سره نارینه سیالان ترتاثیر لاندې راولي او هغه درسي ستونزې چې دا ورسره مخامخ وي ، پرې اواروي.
دغسې یو څه دنارینه جنسي احساسات پاروي، په داسې حال کې چې دغسې یو احساس نارینه له ذهني فشار سره مخامخ کوي، خو بیا هم مجبوریږي چې د ښځینه سیالې د ستونزو په اوارولو کې پرته له کوم ځنډ څخه برخه واخلي. یا په ډیرو ځایونو کې داسې لیدل شوي دي چې ښځینه ټولګیوالې نارینه ټولګیوال د خپلې ښکلا او جنسیت له لارې تراغیز لاندې راوستی او خپل تیزیس يې پر لیکلی چې په دې توګه پر 
نارینه دوه برابره فشار اچول شوی دی ، خو نیمايی کریډیټ يې ښځینه اخیستی دی.
که دېته ورته یوې بلې بیلګې ته ورشو، هغه داسې چې، په ټوله نړۍ کې، او د افغانستان په لویو ښارونو کې په میلو، نڅاځایونو او د خوښۍ په نورو مراسمو کې د ښځو په وړاندې ګډیدل، له دوی سره د ځانګړي ملګرتیا لیوالتیا لرل.
 ښځینه ته د قهوې بلنه، بیا د غرمې ډوډۍ بلنه، بیا د ماښامي بلنه او بیا د واده وړاندیز ډير وخت د نارینه له خوا ترسره کیږي.  ځکه چې ښځه د خپلې ښکلا له کبله ځان بي پروا او ځواکمن احساسوي، نارینه ته داسې انګیرنه ورکوي چې ښځینه احتیاجات نلري، بلکې دا نارینه دی چې ښځې ته باید لولئ لولئ شي.
نارینه د همدې احساس دځپلو لپاره دښځینه جنس د غرور په مقابل کې پرځان لګښت کوي، سینګار کوي، نوې جامې اغوندي چې سیاله غاړه د ناستې یا لیدوکاتو پر مهال اغیزمنه کړي.
یا که د افغانستان بیلګه راواخلو، که یو څوک له داسې یوې انجلۍ سره واده وکړي چې زده کړې يې په لویدیځ کې بشیړي کړي دي او د کابل په یوه دولتي یا نادولتي اداره کې کار کوي، کافي معاش او میاشتنۍ سپما لري، خو بیا هم زوم مجبور دی چې ددې کور ته ریبار ولیږي، د هغې له پلار څخه ددې لاس وغواړي او بیا زوم یو لړ شرایطو ته غاړه کیږدي او بي شمیره لګښت وکړي، له سرو او ګاڼو نیولې تر رنګارنګ جامو، کور، ګاډو او نورو پورې چمتو کړي. خو د ورځې په اخرکې دواړه شریک جنسي خوند یا Sexual Desire لري، (داچې له واده وروسته پریو شمیر نارینه وو تور لګول کیږي چې له ښځو سره ناوړه چلندکوي،بله مساله ده چې هغه به په راتلونکو لیکنو کې وڅيړم) .
خو دمګړۍ ټول اقتصادي، ټولنیز او کولتوري فشار یوازې پر نارینه راغی او ښځینه غاړې یوازې شرطونه کیښودل. کټ مټ دود په کلیوالو سیمو کې دی. یوې پیغلې د لاس د غوښتلو لپاره نارینه مجبوریږي چې د خلکو یوه ډله برابره کړي او د انجلۍ د پلار کورته يې ولیږي. انجلۍ ته د هغې په خوښه رنګارنګ جامې، کور اوګاڼه راونیسي. د انجلۍ پلار ته ولؤر ورکړي او په ډیر قدر او عزت خپل کور ورسره شریک کړي. هغه کور چې انجلۍ ورته دهغه څه له کبله چې دواړو ته یوه مانا لري مالي زیان ور اړولی. داد ښځینه جنس یو ځانګړی ځواک دی چې نارینه په خوشالۍ سره دغسې یو چلند ته مجبوروي. دغه حالت دټولنیز کولتور د متن یوه بنسټیزه برخه ده چې ښځې ته د نارینه ‌ په پرتله ډیر قدرت ورکوي، او نارینه د ښځې خدمت ته مجبوروي.
په دې ډول سیاسي او اقتصادي ځواک هم پوهه تر تاثیر لاندې راولي او دځانګړې ایډیالوژۍ په ملاتړ د پوهنیزو توکو د تولید لامل ګرځي، د بیلګې په توګه که موږ سترې محکمې یا د قضايي چارو بهیر ته ځیر شو، نو هلته ټولې چارې د لوستو خلکو له لارې د لوستو خلکو د یوې ډلې لپاره چې اصلي ځواکمني يې 
په لاس کې ده د یو چا چلند مخالف او د بل چلند قانوني بولي.
که د پرانستو محکمو بهیر ته وګورو موږ ته په زغرده هغه انځور راکوي چې د بندو دیوالونو ترشا به د انسانانو یوه ډله چې ظاهرا له شته سیاسي یا اقتصادي سیسټم سره مخالفت لري څومره په بې رحمۍ شکنجه کیږي. 
موږ داسې ډیرې بیلګې لرو، د ګونټانامو له زندان نیولې تر څرخي پله او ولایتي زندانونو پورې، انسانانو د هغې برخې غړي پکې ځورول کیږي چې د ځانګړو اشخاصو د پوهنیز یا فکري ځواک له تولیداتو سره مخالفت لري.
دغه تولیدات ښايي لیکلي او لفظي وي خو که چايې له منلو انکار وکړ نو پخلاف يې فزیکي یا سخت ځواک (پوځي عملیات، یا سیاسي او اقتصادي بندیزونه) کارول کیږي چې دغه ډله له منځه لاړ شي یا داسې خلکو ته وسپارل شي چې د شکنجې بیلابیلې بڼې پرې عملي کولی شي، او دغه بیلابیلې بڼې د هغو اشخاصو د 
پوهنیز ځواک د تولیداتو یوه برخه ده چې سیاسي او اقتصادي کنټرول يې په لاس کې دی.
که د محاکمو بیلګو ته سر ورښکاره کړو، نو یو قاضي به ارومرو په دې بوخت وي چې څه ډول یو ادعاشوي تورن په خبرو راولي چې پرې لګیدلی تورونه ومني، او په دې توګه، له یوې خوا قاضي خپله بیګنايي په زبات کړي او له بلې خوا خپل هغه هوډ په ځای کړي چې له لوړپوړي شخص سره يې په لفظي یا لیکلې بڼه د یو پوهنیز ځواک په نتیجه کې کړی دی.
دغه د میشل فوکو د زندان د زیږون د تیورۍ منځپانګه ده : '' کله چې قاضي هڅه کوي چې یو بندي ګناګار ثابت کړي، دی غواړي چې خپل ځان او سیسټم بیګنا ثابت کړي چې د یو چا بندي کول یا سزا ورکول خپل حق ګڼي. دا ځواک د قاضي لاسته څه ډول ورغی؟ داځواک ده ته د هغه قانون له لارې ورکړل شوی چې د لوستو اشخاصو له خوا جوړ شوی دی او دغه قاضي ته هغو اشخاصو معاش ټاکلی چې په پرتلیزه توګه له ده پورته دنده لري. قاضي ددوی د نماینده په توګه عمل کوي او  هغو کسانو ته سزا ورکوي چې د هغوی قدرت ته ګواښ پیښوي'' ( فوکو، 1977ت).
دفوکو دغه څیړنه د چامسکي هغې څیړنې ته ورته والی لري چې هلته دی فکر کوي چې '' اقتدار له ځانګړو ادارو سره د اړیکو له لارې پرمخ وړل کیږي. د بیلګې په توګه، یو هیواد دڅو تنو اشخاصو له خوا کنټرولیږي، اقتصادي، پوځي ، سیاسي او ټولنیز اشخاص. دوی د هیواد په اړه ځانګړې مفکورې لري او رسنۍ داسې نظرونه چمتو کوي چې ددغو اشخاصو له خوښې سره برابر وي، ځکه چې رسنۍ له دغو اشخاصو څخه مالومات ترلاسه کوي او دغه مالومات رسنۍ هڅوي چې د نړۍ په اړه داسې انځور ورکړي،څنګه چې دغه اشخاص فکر کوي'' ( چامسکي، 1991 الف)
که بیرته د فوکو تیورۍ ته ستانه شو نو هغه فکر کوي چې قاضي ښايي دغه بندي یو سیاسي مجرم وبولي او د خلکو او هیواد دښمن يې معرفي کړي چې د مسولیت په پیټي کې عامه ټولنه هم شریکه شي. خو حقیقت دادی چې دغه بندي د عامې ټولنې یو غړی دی چې د هغو اشخاصو کړه وړه يې نه دي خوښ شوي چې کنټرول يې په لاس کې دی، او ددوی لفظي یا لیکلی تګلوری دادی چې هر هغه څوک دې زندان 
ته واچول شي چې د ځانګړو اشخاصو قدرت او شتمنۍ ته ګواښونه پیدا کوي.
ژبه په دې کې مهمه ونډه لري. د فوکو تیوري ښيي چې ژبه هیڅکله حقایق نه څرګندوي، بلکې د یوچا شخصي تجربې ته انعکاس ورکوي، دی داسې باور لري چې د ژبې او اقتدار ترمنځ یو ډول همغږي شته، په دې ډول چې ژبه د قدرت دخاوندانو لپاره د اوزارو بڼه لري او ددوی د قدرت او ټولنیز دریځ د ملاتړ او ساتلو چارې ترسره کوي چې په هر ډول چې کیږي خلک تابع کړي او دوی پرېنږدي چې د برابرو حقونو ادعا وکړي.
دا اوس موږ ته ډیره مهمه ده چې دوه پریکړې وکړو، یا ځانونه غلي واچوو او هر ډول تیري او ظلمونه وزغمو او په وړاندې يې غبرګون ونه ښیو، هغه څه چې د قدرت خاوندان يې غواړي، کټ مټ همداسې دي، چې دا یو سخت کار دی. یا ټول زده کړو ته ملا وتړوپخپلوماشومانو(نجونواو هلکانو) زده کړې وکړو چې اشخاص مو د خپلې شخصي ګټې لپاره استعمال نکړي.

اخځلیکونه
چامسکي، ن. (1991)، د رسنیو کنټرول، لکچر، ماساچوسټس: انسټیټوټ اف ټیکنولوژي.
فوکو، م. (1977)، نظم او سزا، لندن: ټاویسټوک.
 فوکو، م. (1977)، نظم او سزا: د زندان زیږون، ژباړه، الن. شیریډن، نیویارک: وینټیج بوکس. 








Thursday 17 November 2011

په لویه جرګه کې زمونږ د نه ګډون دلایل


په لویه جرګه کې زموږ د نه ګډون دلایل      
د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه
افغان حکومت پتییلې ده چې دروال کال د لړم د میاشتې پر ۲۵ دودیزه لویه جرګه دایره کړي ترڅو د افغانستان او امریکا ترمینځ د ستراتیژیک تړون په اړه بحثونه ترسره او وروسته پدې اړه حکومت ته مشوره ورکړي. ددې احتمالي تړون په موادو کې یوامتیاز چې امریکایې غواړي ترلاسه کړي ، په افغانستان کې د اوږدې مودې نظامی اډې درلودل دي.
دافغانستان د سوله ایز بدلون د ټولنې مشر ښاغلي ډاکټرفاروق اعظم ته هم پدې دودیزه لویه جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شوېده چې په مورد کې د جرګې د چارواکو څخه مننه کوو. دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنې مرکزي شورا له اوږده بحث نه وروسته دې پایلې ته ورسیده چې پدغه لویه جرګه کې د لاندې دلایلو له امله ګډون ونه کړي:
لومړی – عارضي او تخنیکي دلایل
1.           په کار وه چې حکومت پر داسې مهمه مسئله د جرګې اجندا د عامه پوهاوي لپاره افغان ولس ته لږ تر لږ ه یوه میاشت دمخه رسولې وای ترڅو ملت هر اړخیز غور پرې کړی وای مګر داسې ونشوه او ملت په تیاره کې پریښودل شو.             
2.           په کار وه چی دولت د جرګې اجندا د جرګی د برخه اخیستونکو غړو سره د هغوی تر دعوت دمخه مطرح کړې وای، ترڅو هغوی پر موضوع د پوره علم او پوهې سره د خپل ګډون یا نه ګډون فیصله کړې وای او فرصت ورته وای چی د جرګې د ښه والي لپاره یې وړاندیزونه کړی وای. همدارنګه د جرګې غړو باید د جرګې د اجندا په موردکې د خپل ولس سره د مشورې کولو وخت درلودای او د هغوی په رايه او نظر یې ځان پوه کړی وای څو هغه یې په جرګه کې منعکس کړی وای. مګر داسې ونشول.
دوهم –  اصولي او حقوقي دلایل
1.                 افغانانوته ترټولو مهمه او لومړنۍ اړتیا سوله ده. پدې حساس وخت کې افغانانو ته ښايي چې خپله ټوله توجه دسولې راوستلو ته واړوي او له هرې هغې متنازع فیه مسلې نه ځانونه وساتي چې دسولې خنډ ګرځي او یا هم سوله شاته غورځوي. 
2.                 د افغانستان د مځکې او ولس ډیره برخه د حکومت د مؤثر کنترول څخه بهر ده.له دې امله دا جرګه د افغانستان د غوڅ اکثریت ولس تمثیل نشي کولای نو ځکه هم دا جرګه لویه عنعنوي جرګه نشی بلل کیدای. همدارنګه پر هیواد خارجي فوځونه مسلط دي او په وړاندې یې مسلح مقاومت روان دی، نوپداسې شرایطوکې امریکا ته د اوږدمهاله نظامي اډو ورکول د اوسني دولت له صلاحیتونو څخه ندي.
3.                 په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اوږدمهاله نظامي اډې د وسلوالو مخالفینو او یوزیات شمیر لیرې او نژدې ګاونډیو هیوادونو لپاره دمنلو وړندي. دغسې تړون به چې ددغه جرګې په نتیجه کې منځته راځي جګړه نوره هم توده، اوږده او پراخه کړي.
4.                 د ګاونډیانو د مداخلو د مخنیوي په دلیل، په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله نظامي اډې د توجیه وړ ندي؛ داځکه چې دلته همدې امریکایانو زموږ ګاونډیانو ته د مداخلو بیسارې موقع ورکړېده.
5.                 اوسني افغان امنیتي ځواکونه، ملي نه بلکه تنظیمي او قومي دي او د جنګ لپاره کومه ملي او مذهبي انګیزه نلري. دغه ځواکونه د کمي پرځای کیفي او بنیادي اصلاحاتو ته اړتیا لري. په اوسني شکل یې شمیر او توپک ورډیرول د افغانانو په درد نه خوري بلکې تل به دغه ځواکونه د نورو لاس او قوماندې ته ګوري.  
6.                 په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې دوامداره مبارزه افغانانو ته د منلو او توجیه وړ نه ده. افغانان په تیرو دیرشو کلونو کې د خارجي تجاوز او خصوصا په تیرو لسو کلونو کې د یوې داسې جګړې قربانیان دي چې اصلا یې په تعریف نه پوهیږي. افغانان هیڅکله تروریستان نه وو او هیڅکله یې هم د خشونت اوتاوتریخوالي پلوي نده کړې.  افغانان ترهرڅه ډیر سولې ته اړتیا لري او که نړیوامریکا رښتیا ورسره مرسته کوي نو په دې لار کې دې صادقانه مرسته ورسره وکړي.
7.                 د افغانستان په اساسي قانون کې دداسې یوې جرګې په باب څه نه دي ویل شوي اود افغانستان د لویو جرګو په تاریخ کې د راتلونکې لویې جرګې پشان صرف مشورتي او بې صلاحیته جرګه نده جوړه شوې.

Tuesday 15 November 2011

په افغانستان کې د امریکا دایمي اډې د جګړې د اوږدیدو نوې پلمه








په افغانستان کې د امریکا دایمي اډې د جګړې د اوږدیدو نوې پلمه
د افغان ژوند او درنښت ته ارزښت ورکړئ
حنان حبیبزی

افغانستان یو بیوزلی هیواد دی، جګړو'  داسې زیانونه ور اړولي چې د سولې پروخت د کلونو کلونو لپاره بهرنیو پانګونو ته اړتیالري.  
 خو  په داسې شرایطو کې چې  حکومت يې په بیساري ډول مالي سیاسي فساد کې ډوب او له کابله بهر کنټرول ونلري، مهم چارواکي يې جنګي جنایتکاران وي چې د ولس ارادو  ته ارزښت نه ورکوي،  اودولتي چارې د بهرنیو هیوادونو په مالي، پوځي او سیاسي ملاتړ چلوي، په وړاندې يې ډیریدونکې ولسي نارضایتي وي، د حکومت مشروعیت له پوښتنو سره مخامخ وي، ښکاره خبره ده چې ملي ګټې تر پښو لاندې کیږي، او شخصي ګټې یا اجنډاوې  لومړيتوب پیدا کوي.
 همدا ګړۍ افغانستان له همدې ناروغۍ  څخه ځوریږي. ددولت مخالفینو (طالبانو او حکمتیاراسلامي ګوند) په پرله پسې ډول حامد کرزی مجبور کړی چې د لوړ پوړو چارواکو جنازې په عیدګاه کې نه،  په ارګ کې ترسره کړي.  د بهرنیو ځواکونو شته والی ددې سبب ګرځیدلی  چې  د کرزی اداره لا هم په کابل کې پاتې شي او دولتي چارې پرمخ بوځي، کنه نو، ددې امکان شته چې د نولس سوه شپږنویم کال په څير د افغانستان شمال ته او له هغه ځایه خپل حکومت منځنۍ اسیا ته ولیږدوي. 
له بده مرغه د افغانستان اوسني حالات همداسې دي، په ناسم وخت کې،  ناسم اشخاص حکومتي چارې پرمخ بیايي ، دولتي امکانات او قوانین د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي، او د اوږدمهالي تړون په پلمه دا جګړه ځپلی هیواد ددایمي اشغال لومې ته اچوي چې  خپل قدرت او شتمنۍ  خوندي کړي. بیا به، افغانستان ته کلونه کلونه پکاروي چې له امریکايي اشغال څخه خپلواکي ترلاسه کړي، ځکه چې افغانستان جاپان نه دی.  له نورو ټولو بیلګو که تیرشو او په بګرام کې د ټیکسي ډرایور وژنه یا د رولنګ سټون له خوا افشا شوي د kill Team  جنایتونه  به بس وي چې د راتلونکي په اړه قضاوت وشي، خو دجاپان بیلګه موږ ته ښيي چې دایمي پوځي اډې په 
نورو هیوادونو کې بدې پایلې لرلي دي.

د جاپان بیلګه
د جاپان د اوکینا- وا په ټاپو کې د امریکايي پوځيانو پراخ شتون ډیری جاپانیان په ځانګړي ډول د ټاپو اوسیدونکي تر پوزې راوستل او دعادي خلکو ترمنځ  ډيریدونکې غوصه له نولس سوه پنځه نویم کال راهیسې په ایشدو شوه، هغه وخت چې  په دغه ټاپو کې میشتو امریکايي سرتیرو پر یوه دولس کلنه جاپانۍ انجلۍ  ډله ییز جنسي تیری وکړ. 

له تیر يې زده کړئ
د نولس سوه شپږنویم  کال د مارچ په میاشت کې یوې جاپانۍ محکمې د امریکا درې تنه سمندري پوځيان پر دولس کلنې ماشومې دجنسي  تیري  او زور زیاتي په تور محاکمه کړل.



خو لا هم دغې محاکمې د خلکو ترمنځ  راټوکیدلي روحي او فزیکي  ټپونه  درمل نشو کړی چې ددغه تاوتریخوالي له کبله یې احساسول.

  ددې په غبرګون کې ، د دوه زره نهم کال د ټولټاکنو پرمهال د یؤکیوهاتویما په مشرۍ د جاپان  ډیمواکراټیک ګوند ژمنه وکړه چې امریکايی پوځیان به له هغه هیواده وباسي. 
د دوه زره لسم کال د جون په میاشت کې  د اوکینا- وا په ټاپو کې لا هم د امریکايي عسکرو د اډې د شته والي له کبله ډيریدونکي ولسي خپګان د جاپان لومړي وزیر هاتویما اړ کړ چې  له دندې استعفا وکړي.
ده له جاپانیانو سره ژمنه کړې وه چې د لومړی وزیر په توګه به ددندې پرمهال د امریکا له حکومت سره هغه  هوکړه لغوه کړي چې په جاپان کې د اوه څلویښت زره امریکايي عسکرو شتون ته  شرایط برابروي او د نهه نوي په سلو کې جاپانیانو د خپګان لامل ګرځیدلې ده.
جاپان  د نړۍ دریم شتمن هیواد دی چې په نړیوالو اقتصادي بدلونونو کې له امریکا او چین وروسته پراخه ونډه اخلي، دټیکنالوجۍ او انساني قوې له اړخه يې پرمختګ د پام وړ دی، له افغانستان سره،  له هغه هیواد سره په هیڅ ډول نشي پرتله  کیدای  چې د څه له پاسه درې لسیزو راهیسې د جګړې له کبله 
ورځ نلري، اقتصادي او سیاسي بنسټونه يې ویجاړ او له نیمايي ډیر خلک يې له لوږې  سره مخامخ دي.

پر افغانستان د امریکا د یرغل موخې بدل شوې 
متحدایالات د زبرځواک په توګه  د ناټو تر چتر لاندې د تیرو لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې پرجګړه بوخت دی، ددې جګړې موخه داوه چې د القاعدې پخوانی مشربن لادن ژوندی یا مړ ونیسي.  د روان  کال 
د مئ په میاشت کې نوموړی په افغانستان کې نه،  بلکې په پاکستان کې پیدا او ووژل شو.
The Kill Team, [photo by Rolling Stone]
افغان ته عدالت ورکړئ 
دی په داسې حال کې له افغانستانه بهر ووژل شو چې د دوه زره لومړي کال د اکتوبر د میاشتې راهیسې يې د پلټنو د هڅو پر مهال  زرګونو افغانان چې ډیری يې ښځې او ماشومان دي، د پوځي عملیاتو له لارې د هیواد په بیلا بیلو برخو  کې  وژل شوي دي. د بن لادن  له وژلو سره سم باید د متحدو ایالاتو پوځي عملیات پایته رسیدلي وای، خو داسې ونشول، او د جګړې نورې پلمې لټول کیږي.


 دغو پوځي عملیاتو او هوايي بمباریو چې په ډیرو برخو کې يې ښځې او ماشومان په ډله ییز ډول په نښه کړل، افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو پخلاف کرکه پراخه کړه.  
امریکايې وګړوهمداراز، دداسې  افغان دولت په دفاع کې ځاني زیانونه وګالل چې اقتصادي او سیاسي ملاتړ يې واشنګټن برابر کړی دی، دا دولت  نه یوازې د هیواد دننه بلکې په ګاونډيو هیوادونو کې د ګوډاګي په توګه شهرت لري. 

پر سیمه د کنټرول لپاره دایمي اډې 
په داسې حال کې چې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پخلاف  د طالبانو او د حکمتیار د اسلامي ګوند د جنګیالیو پراخیدونکو ګورلايي هڅو د امریکا له ملاتړه برخمنې دولتي او نادولتي چارې له ننګونو سره مخامخ کړي ، د دولتي ځواکونو او دعامو خلکو ترمنځ بدګومانی او فاصلې ډیرې شوي دي، او  دولتي چارواکي مجبور شوي چې هرهغه افغان ونیسي چې یونه، یو څه يې  طالبانو ته ورته والی لري،   حامد کرزی او د هغه اداره د متحدو ایالاتو  تر فشار لاندې ده چې له  واشنګټن سره  هغه څه لاسلیک کړي چې دوی  ورته ستراتیژیک تړون وايي.
ددې تړون د مسودې ځینې مهم توکي دناڅرګندو افغان چارواکو له خوا بربنډ شوي  چې ډیری افغانانو ته يې دخپل هیواد د خپلواکۍ په اړه اندیښنې پیدا کړي دي.  دغه مسوده کابل او واشنګټن چمتو کړې ده،  او هغې یوې'  ته ورته والی لري چې په ۲۰۰۲ کال کې د امریکايي ځواکونو او کابل ترمنځ شوې وه چې په نتیجه کې يې افغانانو ته ځاني او مالي تاوانونه ورسیدل. 
د نوي تړون د مسودې له مخې به امریکايي پوځيان په افغانستان کې ددې اوږدمهالی صلاحیت پیدا کړي چې هر ډول مځکیني او هوايي عملیات د هیواد  دننه او بهر پر ځانګړو هدفونو  ترسره کړي. دوی به ددغه هیواد دقوانینوتر چترلاندې فعالیت نکوي،  د متحدو ایالاتو د قوانینو له مخې به پوځي او استخباراتي فعالیت کوي.
دغه مسوده همداراز امریکايي ځواکونو ته صلاحیت ورکوي چې دافغانستان خاوره په سیمه کې دهغو هیوادونو پخلاف وکاروي چې له امریکا سره سیاسي لانجې لري.  ایران، پاکستان او چین چې د افغانستان نژدې ترینه  ګاونډیان دي، ددغسې یو تړون ملاتړ نکوي.
 که د افغان خاوره ددغو هیوادونو پخلاف وکارول شي، نه یوازې يې تلپاتې دښمني افغانستان ته پاتې کیږي بلکې ددې خطر هم شته چې د افغانانو پخلاف سیمه ییزه کرکه راوپاروي.  د افغانستان ګاونډیان به قصدا هڅه وکړي چې په افغانستان کې د امریکا ضد نارضایتۍ ته لمن ووهي اوهغو جنګیالیو سره مرستې ډیرې کړي چې د افغانستان د حکومت او نړیوالو پخلاف جنګیږي.  په دې توګه  به روانه ناامني نوره هم پراخه او ننګونې به څو برابره  ډیرې شي.
ایران وار له مخه ګواښنه کړې چې په افغانستان کې دغه ډول دایمې اډې د سیمه ییزې ناامنۍ او بیثباتۍ د ډیریدو لامل ګرځي.  د پاکستان حکومت او خلک دداسې یو تړون ملاتړ نکوي او دغه ډول  یو ګام د پاکستان د بیثابته کولو سرچینه بولي.  په تیرو وختونو کې پاکستان له واشنګټن څخه نه،  بلکې له کابله تر لفظي بریدونو لاندې نیول شوی. کله چې یو امریکايي چارواکی په کابل کې د کرزي ترڅنګ په خبري کنفرانس کې څرګند شي،  پاکستان او ایران ته ګوتې نیسي،  او دا،  داسې اشارې دي چې مخکې له مخکې د افغانستان ګاونډيانو ته ګواښونه پیښوي.
څو ورځې مخکې د ښاغلي کرزي هغه وینا رښتیا هم د خندا وړ وه چې ده له ګاونډي پاکستان سره ژمنه کوله، که واشنګټن پر پاکستان برید وکړي نو دی به له اسلام اباد سره دریږي. ده هڅه وکړه چې اسلام اباد احمق کړي، ځکه چې ده دغه خبره له هغې وروسته کوله چې د پاکستان له سیال هندوستان سره يې د دایمي همکاریو تړون لاسلیک کړاو دا ګام د پاکستان ښه ونه ایسیده. کرزي هڅه وکړه چې د پاکستان په څیر یو منظم هیواد په څو ټکو خوشاله کړي.   دده اوسنی عمل  او د پاکستان او امریکا د اړیکو په اړه دده وروستۍ خبره متضاده بڼه لري.  په دې توګه به،  په اسلام اباد ممکنه برید له کابله کیږي او شرایط  يې ددې سټراټیژیک تړون له لارې ښاغلی کرزی پخپله چمتو کوي.   
د طالبانو غورځنګ چې په افغانستان کې د ځواکمن وسله وال او کولتوري ځواک په توګه رادبره شوی، د یوې اعلامې په خپرولو سره يې دغسې یو تړون د افغانستان په زیان بللی دی. ان په کابل کې یو شمیر ټولنو دداسې یو تړون په اړه چې د افغانستان خاوره  دننه او بهر د پوځي موخو لپاره وکاروي اندیښنه ښودلې ده.
امریکايي پوځيانو په تیرو لسو کلونو کې عام افغانان په جسمي او روحي ډول ځورولي دي او پراخه فاصله يې له عادي افغانانو سره جوړه کړې ده. ددې لپاره ولسي وګړي دهغو پریکړو منلو ته چمتو نه دي چې په زوره  پرې تپل کیږي.  دا حالت ماته یوه اویا کلنه افغانه رایادوي چې درې زامن يې د شورویانو د یرغل په وړاندې وژل شوي دي.
ما ددوه زره اوم کال  په اوږدو کې له دې سپین سرې  سره  ولیدل او په هیواد کې د بهرنیو پوځیانو د شته والي له کبله انديښمنه وه.  خو د خپلو وژل شوو زامنو په یادولو سره يې ویاړلې لهجه وکاروله او داسې يې وویل:  ''زویه!  بیوزلي به ضرور یو، خو په زړونو کې مو د خپلواکۍ ارادې لا ژوندۍ دي''.