Sunday 30 October 2011

دوی ( اوریدونکي ) په دې نه پوهیږي چې پوهیږي


دوی ( اوریدونکي ) په دې نه پوهیږي چې پوهیږي

حنان حبیبزی
ددغې ښځې استازیتوب چیرته دی؟
 Photo: From Facebook

ژبه ددې لپاره ډیر اهمیت لري چې انسان ته  وړتیا ورکوي چې له ټولنې سره د  ډیالوګ له لارې  خپل اړیکي څرګند کړي. ژبه لومړی ټولنیز حقایق رابرسیره کوي، بیا د ټولنیز ژوند او ټولنیزو حقایقو په تولید 
کې ونډه اخلي.
 
د ژبې د ونډې څومره والی او څرنګوالی له ځای او وخت سره تړاوو لري. د بیلګې په توګه،  که یو سړی له مور او پلار سره  له  درناوي ډکې خبرې کوي، نو د یو جنجال پرمهال د محکمې په وړاندې له قاضي سره په بله لهجه  غږیږي، او په محکمه کې د خپل سیال په وړاندې په بله لهجه ګړیږي.  


 ژبه  د ویناوال  پیژندګلوي، غوښتنې، خوښې ناخوښې  او نور د ویلو او لیکلو له لارې  په ګوته کوي.  په دې توګه، یو شخص د یو ځانګړي عمل له لارې د ټاکلې موخې د  ترلاسه کولو هڅه کوي. 


یا پراخو  ټولنیزو  ستونزو  له کبله  د وینا وال ژوند زیانمن شوی او غواړي چې د یوې ځانګړې  ژبې د کارولو له لارې هغه خنډونه لیرې کړي چې دده په وړاندې پراته دي.  ژبه همداراز کولی شي د خلکو د یوې ډلې د غوصه کولو له لارې بله ډله راضي کړي.  

رسنۍ یا ژورنالیزم د عامه اړیکو قویترنه بڼه ده چې له مخکې سنجول شو تعبیرونو په مټ ټولنیز ځواک،  په بیلابیل ډول وړاندې کړي. هر راډیوي، ټلویژوني، یا لیکلی ( ورځپاڼې متن ) بحث،  خبر نا خبر د یو څه په مقابل کې دریږي یا ځای نیسي. د یو څه په وړاندې،  بل څه راپورته کوي، په بله وینا یو څه ته ښه، او سیال ته يې بد وايي.  

د بیلګې په توګه په رسنیو کې شتمن او لوړپوړي حکومتي اشخاص له بیدریغه پاملرنې څخه برخمن دي،  سیالې ډلې اود ولس بیوزله پوړ ته هیڅ یا لږه ونډه ورکول کیږي.  ټولنه ( د ولس بیوزلی پوړ)  په داسې حال کې  هڅول کیږي چې د خبر د متن د چمتو کونکي، لیکونکي، شتمن یا لوړپوړي حکومتي شخص له خوښې سره سم  ځانګړی لیدلوری خپل کړي چې  فاسد حکومتي اشخاص ،  د قدرت خاوندان او شتمن په پرله پسې د بیوزلۍ او تاوتریخوالي د له منځه وړلو لافې وهي،  خو په حقیقت  کې  ددوی  د ځانپالي چلند له امله  ټولنه د کړکیچ  او تاوتریخوالي خواته روانه وي.

دا هرڅه د یوې ځانګړې ژبې د استعمال له لارې ترسره کیږي.  دغه  ژبه ددې لپاره کاریږي چې یو څه پټ کړي، او بل څه ښکاره کړي. یا هغه څه بدل  کړي چې د ویناوال، د متن د لیکوال یا د پروګرام د چمتو کونکي  له خوښې سره برابر نه دي.  ویناوال د ځانګړو ټکو د کارولو له لارې یو څه خوښوي،  او له یو بل څه کرکه ښيي.

  د پروفیسر نؤم چامسکي په وینا  '' رسنۍ خپله دنده ګڼي چې خلک د یو ځانګړي سوچ په چوکاټ کې له حالاتو خبر کړي، ساعت يې ورتیر کړي او یو شمیر اشخاص د ځانګړو عقایدو، ارزښتونو او چلند له کبله پراخې ټولنې ته د مهمو کسانو په توګه وردننه کړي. د ګټو پر سر د جګړې په نړۍ کې ددغه ډول چارو ترسره کول پروپاګنډ بلل کیږي'' (۲۰۰۲).   

راځئ  یوې  بلې بیلګې ته وګورو، هر سړی پخپل ژوند کې  یوه سیاسي، اقتصادي، کولتوري، یا ټولنیزه اجنډا  لري. کله چې له کوره بهر وځي او سهارنۍ ورځپاڼه رانیسي، ټلویژون روښانه کوي ، یا راډیو ته غوږ ږدي،  د یوې ځانګړې ژبې د اوریدو یا لوستلو تمه لري چې دده له غوښتنې سره سمه چمتو شوي وي.    

 هغه کسان چې په ورځپاڼه کې څه لیکي، یا په ټلویژون راڅرګندیږي داسې څه ولیکي یا ووايي چې دده  له خوښې سره برابر وي.  دده تمه دا وي چې د  ورځپاڼې لیکوال، د راډیو یا  ټلویژون ویاند  د نړۍ په اړه  داسې انګیرنې او انځور ورکړي چې دده غوښتنې پکې نغښتې وي.  خو دده د تمې پخلاف،  دغه سړی داسې څه لولي، اوري یا ګوري  چې  له سیاسي، اقتصادي، کولتوري او ټولنیزې اجنډا سره يې  برابر نه دي.

ایا دغه ښځې کوم ملاتړ لري؟ 
په داسې حال کې چې  نړۍ ورته بل ډول انځور شوې خو لايې هم په لیدلو، اوریدلو یا لوستلو وخت ضایعه کوي. دلچسپي پکې اخلي او هڅیږي چې تر پایه يې واوري.  دا دلچسپي د هغې ځانګړې وینا، لهجې یا متن د محتوا له کبله پیدا کیږي چې په هغې کې انځور شوې نړۍ پر ده اغیز کوي.  دی  د هر ټکي  په اړه فکر کوي او په ذهن کې يې یوه نوې مفکوره (منفي ) پیدا کیږي.

لکه د جګړې له ډګره رسنۍ پر هغه څه تمرکز کوي چې تل د نارینه وو له خوا کیږي یا يي وايي.  د بیلګې په توګه، د جګړې دوه غاړې دي خو موخه يې یوه ده،  یانې د جګړې ګټل. خبریال دغه حالات د نارینه اشخاصو،  د قومندان، پولیس، پوځي، دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر یا د امنیت د ریس له خولې وايي، چې د ښځو استازیتوب پکې له منځه ځيي.
 
یا د جګړې پر مهال خبریالان د تاوتریخوالي په تمه ناست وي چې راپور پرې جوړ کړي او یوازې دا ووايي چې څومره ووژل شول، څومره ټپیان شول،  ښځې او ماشومان د جګړې د قربانیانو په توګه وړاندې کړي او دریځ يې ټیټ وښيي.   دغه ډول حالات ژبې ته چانس نه ورکوي چې دواړو غاړو (ښځو او نارینه وو) ته پخپل راپور کې برابر استازیتوب ورکړي،  په یو نه یو ډول دلته د وګړو یو ډله د رسنیو له خوا،  له پامه غورځول کیږي.  

هرسړی چې سهار له خوبه راجیګیږي، یوه نوې ورځ له یوې نوې هیلې سره پیلوي. د یو چا د تیرې ورځ کار پاتې وي، د هغه هیله داده چې نن يې پایته ورسوي او ټولنیزه، اقتصادي، یا ټولنیزه سیاسي، یا ټولنیزه کولتوري ګټه ترلاسه کړي.

د خوښې سره سم د کار د پایته رسولو په نتیجه کې راټوکیدلي احساسات د هغه د ژبې استعمال ته نوی ځواک او نوی لوری ټاکي  او کولی شي چې ځان په ښه ډول وړاندې کړي.  په دې توګه،  دی د یوې ځانګړې ژبې د کارولو  وړتیا پیدا کوي. که دغه سړی ونشي کړی چې خپل کارونه له تمې سره سم پایته ورسوي،  نو ژبه يې هغه ځواک  نلري چې د بریا پر مهال يې لرلی شي.

د ځانګړو ټکو له لارې  په متن کې د اضافي ماناوو رغاونه د رسنیو په هر راپور کې موندل کیږي. د شاعرانو په شعرونو او کیسه لیکوالو په کیسو کې تر سترګو کیږي. ځينې وخت دغه خلک دغسې ماناوې په لوی لاس غوره کوي، او ځينې وخت په ناخبرۍ کې ترې کیږي.  دغه اضافي ماناوې د هر ټکي د لفظي مانا ترڅنګ د متن یا وینا اغیز ډیروي.
 
د ټلویژون بیلګه ، که یو څوک په دې خبرې کوي چې طالبانو د واکمنۍ پر وخت قاتل ته د مرګ سزا ورکول کیده، نو هغه انځور ښيي چې یو سړی  د نندارچیانو د یوې لوې ډلې په وړاندې په  چادري کې پټه ښځه چې په مځکه ناسته ښودل کیږي، په ډزو ولي.  دا انځور د ظاهري مانا ترڅنګ،  دا اضافي پیغام له ځان سره لري چې طالبان بي رحمه وښودل شي، خو هغه بیګنا ښځې چې په بمبارۍ کې وژل کیږي له ورته پاملرنې څخه برخمنې نه دي.   

د راډیو او ورځپاڼې بیلګه،  که څوک د جارج بوش نوم واخلي،  پر افغانستان او عراق د امریکا پوځي  بریدونه وریادیږي. که څوک د بن لادن نوم واخلي د سپټمبر یولسمه يې  ذهن ته دریږي.  دا انځوریزې ماناوې  ددوی له نومونو سره تړلې دي.  که په لفظي توګه،   ددغو نومونو مانا ته وګورو،  بوش یانې د امریکا پخوانی ولسمشر، او بن لادن یانې د القاعدې مشر.  خو هغه څه چې دواړه د یو بل سیالان جوړوي،  هغه اضافي مانا ده چې له دې نومونو سره نښتې ده.  

همداراز په خبرو کې،  هر استدالال له مخکې چمتوشوې انګیرنې پر بنسټ برابریږي  او ټولنیزه موخه يې داده چې د یو چا یا شخص  پاملرنه  یو ځانګړي څه ته واړوي او مصنوعي  قناعت رامنځته کړي.   د بیلګې په توګه به د بي بي سي د پښتو خپرونې یو بحث راواخلو.  دغه  پروګرام د ښځو د حقونو په اړه پر اندیښنو بحث کوي.  د بحث ګډونوال د یوې مفکوري، سیاست او کولتور خاوندان دي چې د اوریدونکو یوه ځانګړې ډله ترهګره یا سرغړونکې ګڼي،  او د بلې ځانګړې ډلې دفاع کوي.  ددې بحث له منځپانګې څخه د بیلګې په توګه د بشري حقونو د نادر نادري دوه  لاندینۍ جملې څیړو.   

 '' دېته پکار ده چې نه یوازې دوی، که چیرې دوی غواړي چې سولې میز ته راشي، چې دوی دا په ډاګه کړي افغانانو ته،  دا اطمینان او ډاډمني ورکړي چې د بشري حقونو او ښځو په مقابل،  او هغو نورو ازرښتنو په مقابل چې افغانانو په دا لسو کلونو کې  ترلاسه کړي دي، مخالفت نلري. همداراز حکومت دلته اخلاقي صلاحیت باید ولري، چې طالبانو یا بل چاته دوی په ډاګه کړي چې افغانستان اوس بیل هیواد ده۔''

دا استدلال د اوریدنکو یوې ډلې ته له ګواښونو ډک دی، یا دوی ته پکې امر شوی چې د مقابل لوري شرایط ومني.  یوازې یوه  ډله په دې جمله کې  استازیتوب لري او  غږ يې پورته شوی دی، په دې  مانا چې بیطرفي پکې له پامه غورځول شوې ده.  

دغه استدلال د وسله والو نارینه وو له یوې سخت دریځې ډلې  څخه د ښځو د مطلقې ازادۍ غوښتنه په داسې حال کې کوي چې په تیرو لسو کلونو کې د هغو ولایتونو ښځو ته چې جګړه پکې روانه ده،  هیڅ ډول پاملرنه نه د شوې بلکې درنښت ته يې  د بهرنیو او کورنیو ځواکونو له خوا سپکاوی شوی،  دولتي او نړیوالو ځواکونو سخت مالي او ځاني زیانونه ور اړولي دي،  خو په رسنیو کې هیڅ استازیتوب نه دی ورکړل شوی.  

په دې جملو کې،  یوې ډلې ته  د ګواښ ترڅنګ د بلې ډلې غوښتنې، او دځانګړې موخې د لاسته راوړلو شرایط په ډاګه شوي چې یوازې د یو لوري اواز بلل کیږي.  بل لورئ ګواښل شوی او له پامه غورځول شوی دی. په بله وینا، هڅه شوې ده چې سیالې ډلې ته پیغام ورکړي چې  پرته له کومو  شرایطو د ځانګړې ډلې غوښتنې ومني.

ایا دغه ماشومان میندې، خوندې او ښځينه خپلوانې نلري؟ 
په دې توګه،  د ژبې  له لارې وینا وال خپله ګټه، زیان یا پیژندګلوي په ډاګه کوي او هڅه کوي خپل ځان د یو ځانګړي انسان په توګه څرګند کړي.   په بله وینا، په پورتنیو دوه  جملو کې وینا وال هڅه کړې چې خپل ځان د کنټرول خاوند وښيي.


 د بیلګې په توګه،   قوي ټکي لکه  'د پکار ده'،  'اطمینان او ډاډمني ورکړي'،  'مخالفت نلري'،  'حکومت دلته اخلاقي صلاحیت باید ولري'،  'په ډاګه کړي'، دا مانا لري چې یو څوک هڅه کوي،  خپل ځان پر بل چا وتپي.  

 پورتنی  استدلال  د حکومت د مطلق اقتدار طرفدار دی، او ' اتاریټېرین' منطق  پکې رغاول شوی دی چې د ډیموکراټیکې تیورۍ او د وینا د ازادۍ ( فریډوم اف اکسپریشن) سیال بلل کیږي.
   
په بله وینا،  دغه ویناوال چې خپله د بشري حقونو ددفاع ادعا لري،  حکومتي اقتدار ته په داسې حال کې د غاړې د کیښودو پر خوا دی  چې ددغه حکومت مهم چلونکي د بشري حقونو سرغړونکي او جنګي جنایتکاران هم دي.  په دې توګه،  دده د استدلال رښتینولي تر پوښتنې لاندې راځي او  ددې پرځای چې د اوریدونکو پام یو ځانګړي لوري ته ورمات کړي،  
د وینا وال سیاسي دریځ او شالید ته ور اوړي.
  
دا لکه د متحدو ایالاتو د پخواني ولسمشر بوش او د القاعدې د مشر اسامه بن لادن هغه تعریفونه چې دوی د یو بل په ضد د جګړې په اړه درلودل.  د ۲۰۰۱ د سپټمبر میاشتې په ۲۰ نیټه بوش وویل، تاسې باید ددې پریکړه وکړئ چې له موږ سره یاست  یا له ترهګرو سره. بن لادن همدې ته ورته غبرګون کې د امریکا په ګډون د لویدیځ حکومتونه شیطانان وبلل.   

د سوله ییز ژورنالیزم  جیک لاینچ او مک ګولډریک  په وینا،  ''د ترهګرۍ په ضد جګړه د بنسټپالو مسیحیانو او بنسټپالو مسلمانانو ترمنځ روانه  ده. د دواړو ترمنځ  پر خپل  منطق د ټینګار دلایل روښانه دي. هغه دا چې زما ترهګري ښه او د هغه بل  بده ده (۲۰۰۵).''

یانې، دا په لوی لاس د سیالې ډلې د پیدا کولو هڅه ده.  یا، که هغه شخص یا ډله  له ماسره نه ده نو زما په ضد ده، که یو څوک زما د هڅو ملاتړ نکوي نو هغه دې مخالف وګڼل شي،  بیطرفه خلک دې نه وي.     په بله وینا، که له یوې غاړې غوښتل کیږي چې جګړه ودروي، او بله غاړه دجګړیز مقاومت حقدار بلل کیږي. په دې توګه یوه غاړه د کنټرول د ترلاسه کولو لپاره وړ ګڼل کیږي.  

د سیالې ډلې ردول له هغو سیاسي او کولتوري اړیکو سره تړاو لري  چې ده، د خپل کاري شخصیت له لارې  له  حکومتي اشخاصو سره  جوړې کړي دي.  که دده  په وړاندې د سیالې غاړې استازیتوب وای،  نو ده  ښايي خپله لهجه نرمه کړې وای،  او دومره قوي  ټکي يې نه وای کارولي.

د پایلې په توګه

 په دې کې  د پروګرام د مسول چمتو کونکي ونډه خورا پراخ ده، ځکه چې یو راډیوي یا ټلويژوني بحث ته چمتو کونکی میلمانه (شنونکي) غوره کوي.  دی د خپلې  ټولنیزې، سیاسي  ایډیالوژۍ له مخې څوک راغواړي او څوک نه راغواړي، یوې ډلې ته د اواز د پورته کولو شرایط برابروي او د بلې ډلې اواز غلی کوي.  

ددې بله مانا داده چې د پروګرام چمتو کونکی او وړاندې کونکی څه ډول ټولنیز، سیاسي سیسټم غواړي.  د چا د قدرت د ټینګښت هیله لري.  پر چا د قدرت او کنټرول د لرلو پیرزوینه لري.  څوک څه ډول وړاندي کوي او د چا په اړه د څه ډول ټکو اوریدل غواړي. دا په اصطلاح یوه ګوتڅنډنه ده چې خپلو اوریدونکو ته يې کوي او هغوی د ځانګړو اشخاصو ملاتړ ته وربولي.

پر اوریدونکو د یو څه تپل په ناخبره توګه ددوی پام ځانته اړوي،  او دوی يې احساسوي.  دوی دغه احساسات څرګندولی نشي خو پر ژوند يې اغیز شیندي.  په بله وینا،   دوی په دې نه پوهیږي چې په دې ټولو شیانو پوهیږي او ددوی پر ژوند يې اغیز کړی.  د همدې لپاره،  که له سیاستوالو او حکومتي اشخاصو څخه ولسي ( د اوریدونکو )  بي باوري او خوابدي وڅیړو،  نو پر دې خبرې باید ټینګ ودریږو چې د خبریالۍ اصول لږ ترلږه کولی شي چې د عامو خلکو ( اوریدونکو  ) باور خوندي کړي.   

په  یو راډیوي او  ټلویژوني بحث کې چا ته بلنه ورکړل شوه او چاته ورنکړل شوه،  چا د چا په اړه څه وویل؟ ایا مقابل لوری وو چې خپله دفاع وکړي؟  هغه کسان چې  یوه ټولنیزه سیاسي اجنډا  لري او د پروګرام د یو چمتو کونکي  له لارې داسې مالومات خپاره کړي چې بلې ډلې  ته ( په بحث کې د نشتون پرمهال)  ګواښونه وشي، د خبریالۍ له اصولو سره ټکر لري.  

په بله وینا،  ددغه راډیوي  یا ټلویژوني بحث  ټولنیز، سیاسي او کولتوري اړخ په اړه داسې انګیرنې رامنځته کیږي  چې د ټلویژون یا راډیو مالکیت د کومې  ځانګړې ډلې  د اواز د پورته کولو هوډ کړی؟  ددې لپاره د ژورنالیزم اصول  ټاکل شوي دي چې د بحثونو، پروګرامونو  او خبري راپورونو چوکاټ جوړ کړي چې ناپیېلتوب وساتل شي.   

 داسې  څه چې په رسنیو کې لوستل کیږي نو ژر دا پوښتنه پیدا کیږي چې ددې راپور لیکوال څوک دی؟  د ځانګړي بحث د چمتو کونکي سیاسي شالید څه دی؟  دده د رسنۍ مالکیت د چا دی؟  دده د رسنئ اقتصاد څوک چمتو کوي؟

 په داسې حال کې به دا پوښتنې ښکته پورته کیږي چې د رسنۍ مالک یا د رسنۍ د اقتصاد چمتو کونکی هیڅ خبر نه دی.  خو د چمتو کونکي یا وړاندي کونکي سیاسي ایډیالوژي به هغه لارښونې تر پښو لاندې کوي چې د ژورنالیزم  داصول د عملي کولو لارښونه کوي.  












2 comments:

  1. thanks Mr Habibzai for your hot work

    ReplyDelete
  2. this is a good effort of highlighting a very crucial aspect of journalism in Afghanistan. keep up the good work.

    Jamal

    ReplyDelete