Skip to main content

په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د برید ترشا څه پراته دي ؟

دملګرو ملتونو پر دفتر د برید ترشا څه پراته دي ؟
ليکوال :حنان حبیبزی 
په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو کارکونکي د لاریون کونکو له خوا  په داسې حال کې وژل  کیږي چې  ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې دغه ښار  د یوې داسې  سیمې په توګه  اعلان کړ چې امنیتي مسولیت به پکې کورنیو ځواکونو ته سپارل کیږي.
په پرتلیز ډول ارام ښار کې چې ددغسې یوې خونړۍ پیښې تمه نه کیده ، بې له شکه يې  دافغانستان  نړیوال ملګري  په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو ته  سخت  ټکان ورکړی دی.  
ظاهرا ، دغه لاریون د یو بنسټپاله مسیحي کشش د هغه چلند د غندلو لپاره وشو چې دمارچ په میاشت کې  يې د متحدو ایالاتو د فلوریډا په ایالات کې  د قران کریم یوه ګڼه وسوزوله او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د مسلمانانو احساسات ټپي کړل.  
له هغې پیښې  نژدې دوه اونۍ وروسته د مزارشریف په ښار کې دمسیحي کشش په ضد دغه لاریون  د روضې د ملایانو په نوښت ترسره شوی چې پخپل ډول کې یو بیساری عمل دی.
د روضې ملایان چې پر انصاریانو شهرت لري ،په مزارشریف کې دحضرت علی رضي الله عنه روضه خپل جایداد بولي او ددوی لپاره یوه اقتصادي سرچینه ده.
دوی  زیارت کونکو ته د روضې په اړه د مالوماتو د ورکړې سربیره هغوی ته د پیسو په بدل کې  دم ، دعا او داسې ټوټې ورکوي چې  وايی د روضې  له هغه  څادرڅخه يې  جلا کړي چې پر قبر پروت دی.
 دوی کوم سیاسي فکر نلري او له طالبانو څخه ددې لپاره کرکه لري چې  د واکمنۍ پر مهال يې  د حضرت علي رضي الله عنه په روضه کې د زیارت کولو پر یو شمیر دودونو بندیز لګولی وو.
طالبانو پر هغه څه هم سخت بندیز لګولی وو چې  له انصاریانو څخه ددم او دعا اخیستل بلل کیږي او د نو روز میله هغسې نه لمانځل کیده چې د روضې ملایان  يې تمه لري . د ډیرو زیارت کونکو نه ګډون  ددې لامل ګرځیدلی وو چې انصاریان  اقتصادي لاسته راوړنه ونلري او د سپیڅلو منجویرانو په توګه  پر خلکو ځانونه هغسې ونشی تپلی چې دوی يې نیت لري.
خو اوس چې د فلوریډا د مسیحي کشش په ضد ، تش په نامه سوله ییز لاریون  د روضې له جومات څخه راپورته شوی دی داسې پوښتنې له ځان سره لري چې باید وڅیړل شي.  ولې یو سوله ییز لاریون پر تاوتریخوالي بدل شو او ولې  د تاوتریخوالي ضد پولیس هلته نه وو؟
که هغو خبرونو او انځورونو ته چې له مزارشریف څخه رارسیدلي دي وګورو نو په زغرده  څرګندیږي چې د ملګرو ملتونو پر دفتر د برید پر مهال هلته  د تاوتریخوالي ضد پولیس نه لیدل کیږي په داسې حال کې چې د مزار شریف په ښار کې د تاوتریخوالي ضد پولیسو یوه مجهزه قطعه پرته ده او په تیرو ټولو لاریونونو کې يې شته والی څرګند وو.
یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي  او  د ملګرو ملتونو له دفتر سره نژدې ژوند کوي ، د ټلیفون له لارې راته وویل چې دملي امنیت کارکونکي چې په دغسې لاریونونو کې تل ځانونه څرګندوي ، د لاریون پر مهال  نه لیدل کیدل.
د ملګروملتونو دفتر  د مزار شریف په زړه کې یو داسې ځای کې دی چې  د ملي امنیت د بیړني غبرګون د  قطعې مرکز ترې یوازې دوه سوه میټره لیرې پروت دی. ویل کیږي چې ددغې قطعې په مرکز کې د لاریون پر مهال هیڅوک نه وو  او که وو هم هیڅ يې غبرګون ونه ښوده.
په داسې حال کې چې  خلک د لاریون لپاره  د روضې د جومات د امام په بلنه راغونډ شول ،د بیړني غبرګون د قطعې غړو ته پکار وو چې د ملګرو ملتونو او نورو هغو بهرنیو خیریه ټولنو امنیت يې ساتلی وای چې ګومان کیده لاریون کونکي يې په وړاندې ټولیږي.
هغه لاریون کونکي چې ټپیان شوي دي د ملګرو ملتونو پر دفتر له برید او د بهرنیو کارکونکو له وژلو وروسته بیا د سیمه ییزو پولیسو په ډزو وژل شوي دي. یو عیني شاهد وویل چې له پیښې وروسته پولیس د ښار په بیلا بیلو څنډو کې راپیدا شول او دیخوا اخوايي ډزې کولې. څو تنه پولیس بیا د روضې جومات ته ورغلل او هلته يې پر یو زاړه  سړي ډزې وکړې .  
په مزارشریف کې خو د ملګرو ملتونو پخلاف  د خلکو  ترمنځ کوم بد نظر نه وو لیدل شوی او ددغې نړیوالې ټولنې  کار د افغانستان په شمال او په ځانګړي ډول په  مزار شریف کې  تل ډیر ګټور  او حیاتي بلل شوی . دا  ددې لپاه چې ملګري ملتونه  په افغانستان کې  ثبات او ملکیتوب ته د ټولنې د بیولو لپاره هڅې کوي او افغانانو ته د کار په پیدا کولو او د هیواد د ودانولو لپاره مرسته کوي.
 خو  په ۲۰۰۴ کال کې د وحدت ډلې د وسله والو او د عطا محمد نور د ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د ملګروملتونو د دفتر دوه افغان ساتونکي وژل شوي وو ، دغه پیښه هیڅکله د ملګروملتونو پر دفتر برید نه وو بلکې د تنظیمي تربګنۍ نتیجه وه.

Comments

Post a Comment

Popular posts from this blog

چین او روسیه: دریمه نړیواله جګړه پیلیدونکې ده

چین او روسيه : دریمه نړيواله جګړه پيلیدونکې ده لیکوال: حنان حبیبزی له هغې وروسته چې کابل له واشنګټن سره د سټراټیژیک تړون په نامه د افغانستان د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوي لپاره یو څه لاسلیک کړل، د اسلام اباد او تهران په ګډون مسکو او بیجینګ سرې اشارې احساس کړې. د حامد کرزي دغه پریکړه پر ټولو ګاونډیو هیوادونو ښه ونه لګیده، او دايي پر سیمه د امریکا د کنټرول لپاره د شرایطو چمتو کول وبلل . تیره اونۍ د مهمندو په ایجنسۍ کې پاکستاني پوځيان د ناټو د هوايي ګذار په نتیجه کې ووژل شول او دې کار اسلام اباد مجبور کړ چې د احتجاج په توګه د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې ګډون ونکړي. ددې پایله به څه وي؟ هغه به له کنفرانس وروسته څرګندې شي، خو په دې مقاله کې مهمې او وروستۍ سیمه ییزې اندیښنې څیړم چې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د دایمي شته والي له کبله زیږیدلي دي . لانجې او شخړې په دې وروستیو میاشتو کې د هند دفاعي چارواکو پوښتنه وکړه چې شاو خوا شل زره چینايي عسکر د پاکستان تر څارنې لاندې کشمیر کې څه کوي؟ دواړو، چین او پاکستان ځانونه غلي واچول او دغې هندي پوښتنې ته يې هیڅ...

د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي

سمیع الله تړون  منبع: رویټر ،نړیوال څانګه لیکوال: حنان حبیبزی ژباړن:نثار صمد ، ۲۰۰۹/۵/۲۲ د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي روښانفکران او شاعران په افغاني ټولنه کی نفوذ کونکیً حیثیت لري . دا خو شاعران دي چی اکثرأ د عادي وګړو احساسات غبرګوي ، او د اشغال او کورنۍ جګړې په هکله د افغاني ذهنیت لویه برخه منعکسوي .  اوس اوس خو د افغانستان د غرونو او رغونو د خوشالتیا پر ځای د تازه وینو بوي راځي چې شاعران یې ورسره بوخت کړي دي . کله چې ما د یو افغان په حیث ، د هغوی مواد ولوستل ، نو د خپل هېواد حالت ټکان راکړ ، او په همدغه حالت کی مې د خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې ناکامي ولیده . کله چی بارک اوباما تیر کال د امریکا ولسمشریزه انتخابات وګټل ، نو د روښانفکرانو په شمول ډیر افغانان په دې ګروهه شول چی د بوش د عصر په ختمېدو سره د دوی ربړې او عذابونه هم پای ته ورسېدل . خو د می د میاشتې پر ۴/۵ شپه په لویدیځ فراه ولایت کې د امریکې تر بم وریو  وروسته چې په لس ګونو  ملکي انسانان یې ووژل ، ګڼ شمیر کسانو خپله هماغه عقیده د لاسه ورکړه . ...

د فیسبوک خطر

 د ذوکربرګ د کورتۍ په استر کې د شرکت پټ سمبول د فیسبوک خطر حنان حبیبزی  د عربي هیوادونو ټونس، مصر او لیبیا رژیمونه چې  د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې بدلیدل ټولنیزو رسنیو  social Media    لکه فیسبوک،  ټوایټر او یوټیوب د حالاتو په اړه شیبه په شیبه نوي مالومات وړاندې کول. داد ډله ییزو رسنیو پخواني لوستونکي، اوریدونکي او لیدونکي audiences  وو چې له خپلو سیمو يې شیبه په شیبه تازه حال شریکاوو.  د ټولنیزو رسنیو( فیسبوک ) کارونکي ، هغه خلک چې یو وخت د ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویژونونو، ویبپاڼو) مصرف کونکي وو د تولید کونکو ( چمتو کونکو) په توګه راڅرګند شول.  اوس دغه خلک دېته اړتیا نلري چې خامخا دې سهارنۍ ورځپاڼه د تیرې ورځې د خبرونو لپاره ولولي، یا دې د راډیو هغه پروګرامونه واوري چې پخوا به يې له مجبورۍ اوریدل، په بله وینا هغه چټیات واوري چې د راډیو یا ټلویژون د چمتو کونکي له خوښې یا ناخوښې سره سم چمتو شوي دي. اوس د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) هغه کارونکی چې لاهم د ډله ییزو رسنیو ( راډیو، ټلویژ...