Tuesday 15 February 2011

د ملي ټلویژون په څپو کې له شوروي یرغلګرو سره خواخوږي



د ملي ټلویژون په څپو کې له شوروي یرغلګرو سره خواخوږي
لیکوال: حنان حبیبزی
۱۵/۰۲/۲۰۱۱
لومړی د شورویانو یو ټپي وښودل شو چې له افغانستان څخه يې وېوړ ، بیا یو شوروي عسکر وښودل شو چې یو لاس يې نه وو او په ډير نیولي غږ د هغه څه په اړه غږیده چې په افغانستان کې يې د جګړې پر وخت زغملي وو . له ټراژیډۍ ډک انځور وو . بیا په افغانستان کې د وژل شوو شوروي عسکرو میندې، کونډې ،ماشومان او خپل او خپلوان وښودل شول.
دوی د غم او ویر احساس درلود. د وژل شوو عسکرو په یادولو سره يې اوښکې له سترګو بهیدې ،دپخواني شوروي د یو ښار غمجن انځور وښودل شو او داسې پیغام ورکړل شو چې روسان افغانستان ته  دمرستې لپاره راغلي وو او په دې هیواد کې يې خپل مرسته کونکي وګړي له لاسه ورکړي دي.   
دا رښتیا هم داسې ښکاريدل  لکه شورویانو چې پر افغانستان یرغل نه وو کړی ، د مرستې لپاره راغلي وو او موږافغانانو پر دوی ډير ظلم کړی وو او  ددوی  بیګنا خلک  مو وژلي دي.د خواخوږئ او له عاطفي ډک  احساس يې لیدونکي ته ورکاوو.
  د فبرورۍ پر ۱۵یا د دلو پر ۲۶  نیټه  دافغانستان پر ملي ټلویژون  ښودل  شوو انځورونو ماته همداسې یو احساس راکړ.
وروسته بیا دوه درې  افغانانې وښودل شوې او یوه هدیره وښودل شوه خو دغوافغاني  انځورونو هیڅلکه  د هغو روسيي میرمنوهغه غمجن او ویرلړلي   انځورونه دلیدونکي له ذهنه نشو لیرې کولی. یا له هغې وروسته نورو مرکو او بحثونو د لیدونکو په ذهن کې کوم تغیر نشو راوستلی.
که یوافغان په اروپا  یا امریکا کې زیږیدلی وي ، او دغه خپرونه يې لیدلي وي نو خامخا به هغه ته داسې احساس ورکړل شوی وي چې شورویان افغانستان ته د خیر ښیګڼې لپاره راغلي وو خو دافغانستان خلکو يې په وړاندې ظلم کړی دی.
کله چې ددومې نړیوالې جګړې په اړه فیلمونه او ټلویژوني راپورونه د انګلستان په انځوریزو رسنیو کې ښودل کیږي،د هغو برتانوي میندو اوښکې  ښکاره کوي چې زامن يې د جرمنیانو د یرغل په ترڅ کې وژل شوي وو.
د برتانیا هغه ځایونه پکې ښودل کیږي چې د جرمنیانو د هوايی یرغلونو په لړ کې ویجاړ شوي وو. د برتانیا د مخالفو ځواکونو وحشتونه پکې ښودل کیږي او هغه ظلمونه ښودل کیږي چې برتانویانو زغملي وو.
ددغو یرغلونو پر وخت پر جرمني میندو او ماشومانو څه تیریدل ، دا پکې نه ښودل کیږي. دا هم پکې نه ښودل کیږي چې د جرمني عسکرو پاتې شوني  له جګړې وروسته څه احساس لري.دا هیڅکله پکې نه ښودل کیږي چې په دغه جګړه کې  څومره جرمنیان ووژل شول، بلکې دا پکې ښودل کیږي چې جرمنیانو برتانیا ته څه زیانونه واړول.
که رښتیا هم شورویانو پر افغانستان یرغل کړی وو ، میلیونو افغانان يې شهیدان ،معیوبه ،کونډې ،یتیم ، بې سرپنا او مهاجرکړل ،کورونه  او کلي يې ور ویجاړ کړل ، او دټانګونو او بمونو لاندې وسوزول ، د وسلې کولتور يې په افغانستان کې رواج کړ ، یو ارامه او سوکاله هیواد يې د جګړې پر ډګر بدل کړ . سوله پالي خلک يې د یرغل په نتیجه کې پر بیلا بیلو نومونو بدنام کړل او په نړۍ کې يې د افغانستان نوم او نښان تر پوښتنې لاندې راووست ، نوتاسو ته پکار نه وو چې د یو دولتي ټلويژون په توګه هغه انځورونه موږ ته وښيي چې زموږ د دښمن په وړاندې د خلکو خواخوږي ډیره شي او ستاسې لیدونکي داسې وګڼي چې افغانان رښتیا دیرش کاله وړاندې هم ترهګر وو او نن هم ترهګر دي.
تاسې باید د روسانو د تیریو او ظلمونو بیلګې ښودلې وای ، تاسو باید په هر ولایت کې خبریالان ګمارلي وايي او له هغو قربانیانو سره مو مرکې او خبرې کړې وای چې د شورویانو د تیري او یرغل په نیتجه کې يې خپل او خپلوان له لاسه ورکړل او لا هم کړیږي.
په هر ولایت کې مو باید له قربانیانو او هغو خلکو سره مرکې کړې وای چې د شورویانو په ضد جنګیدلي وو. دهر ولایت په اړه تاسو باید داسې مستند فلمونه موږ ته ښودلي وايی چې د شورویانو پخلاف مبارزه کې ټول افغانان شریک وو او ټول ولس د بهرني یرغل په وړاندې یو لاس وو.
هغه ولایتونه چې هلته رښتیا هم خلک د شورویانو پخلاف د جګړې په اړه نا ویلې کیسې لري. تاسو باید نړۍ ته ښودلي وايی چې افغانستان او ولس يې قرباني دی او ددې ولس بیا جوړول ډیرو نړیوالو مرستو او اوږدمهالو ژمنو ته اړتیا لري.
 او، تاسو باید موږ لیدونکو ته په زبات کړې وای چې موږافغانانو  رښتیا هم لویه قرباني ورکړه ، شوروي امپراتوري مو ونړوله ، د امریکا متحد ایالات  يي په نتیجه کې پر یوازیني  قدرت بدل شو، له ختیځې اروپا نیولې، تر منځني ختیځ ، منځنۍ اسیا او سویلي اسیا پورې هیوادونه يې تر مستقیم او نا مستقیم کنټرول لاندې راغلل، خو له موږ افغانانو هیچا مننه ونکړه او برعکس لا هم د ترهګرو او اورپکو په نوم مو ماشومان له ښونځي بې برخې دي، کلي او کورونه مو بمباریږي، لا هم زموږ هیوادوال په جګړه کې ډوب دي او قرباني ورکوي ، او هرډول بشري جنایتونو ته مو سرونه نیولي دي.
فقر ، بدمرغي، بې کوري، بې روزګاري، ناپوهي زموږ ترمنځ خپره ده او په بیساري ډول د کورنیو او بهرنیو زورواکو او مداخله کونکو له خوا کړیږو. 
داسې خپرونې باید چمتو شوې وای چې زموږ نیوي نسل ته يې  ددښمنانانو له ماتولو وروسته د یو والي درس ورکړی وای او ددوی د تیرو لسیزو تاریخ يې ورته په مخکې ایښی وای.
کله چې په پارلمان کې سیاف صاحب  کیښني هره دومه خبره يې د جهاد او د شورویانو د ماتې ده. پروفیسر رباني چې کیښني افغانستان د ځان پوروړی بولي او وايی چې د شورویانو په ضد يې جهاد کړی دی . قسیم فهیم او خپله کرزی خو بیا ځانونه د جهاد د سنګر بچیان بولي.  
کله چې تاسو دغه ادعا لرئ ، نو ولې اجازه ورکوئ  چې داسې انځورونه  ستاسې په ملي ټلویژون کې وښودل شي چې هغه د شورویانو په ضد ستاسې پر تش په نامه مبارزې  سیوری وغوړوي.
په افغانستان کې داسې کور نشته چې د شورویانو د یرغل اووحشتونو قربانیان پکې نه وي. هر کور کې یوه کونډه ، بوره او داسې کسان شته چې د زړونو ټوټې يې د سره پوځ  په لاس وژل شوي دي.
په افغانستان کې درې لسیزو جګړې ، او روان فاسد سیاسي حالت د شورویانو د یرغل نتیجه ده. د افغانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې او تربګنۍ او نور بشري جنایتونه دشورویانو د یرغل میراث دی چې موږ افغانان يې  زغموو.
کله چې موږ وایو ، افغانانو يې د  وینو د بهولو په نتیجه کې د شوروي امپراتوري او د کمونیزم ګواښ ړنګ کړ نو د ملي ټلویژون په توګه تاسې باید  د دې اسناد وښيي  چې دنیا ته ور په زړه شي چې د زبرځواک په توګه موږ د نړیوال کمونیزم دماتولو لپاره اصلي قرباني ورکړې ده .   

Saturday 12 February 2011

دافغانستان د ژورنالیزم په ژبه کې د دولتي پروپاګند نښې

دافغانستان د ژورنالیزم په ژبه کې د دولتي پروپاګند نښې 
لیکوال: حنان حبیبزی
۱۲/۰۲/۲۰۱۱-خبرې اترې په ژوند کې دومره مهمې دي لکه اوبه چې د تندې لپاره اړینې دي.په اقتصادي،کولتوري،سیاسي او ټولنیز ژوند کې بری د خبرو اترو له لارې ترلاسه کیږي . د بیلګې په توګه ، که تاسې سابه یا نور خوراکي مواد له خپلې نژدې او څیرمه هټۍ څخه رانیسئ  نو اړ یاست چې دوکان ته ورشی او له خوښې سره سم سابه واخلئ  ، د بييې په اړه  يې له هټیوال سره خبرې وکړئ. دا کمونیکشن دی، چې تاسوته د خوراکي توکو د  ترلاسه کولو حق درکوي.
همدغسې په سیاست ، کولتور او ټولنیزو چارو کې چې یو له بل سره اړیکي ساتئ  او خبرې اترې کوئ نود وخت په تیریدو سره  یوه بشپړه ټولنه جوړوئ ،د همدې لپاره خبرې اترې مهم رول لوبوي.
یا دا مخامخ ترسره کیږي  یا د رسنیو  او رسنیزې ټیکنالوجۍ له لارې  شوني کیږي ،لکه اینټرنیټ ، ټلویژون، ګرځنده ټلیفون ، راډیو او ورځپاڼې.   خو دا دې پورې اړه لري چې تاسو چاته خبرې کوئ او څه ډول يې کوئ ؟
تاسو په کومه ژبه خبرې کوئ او اوریدونکي ، لیدونکي او لوستونکي مو په کومه ژبه خبرې کوي؟ که تاسو د بیلګې په توګه په اردو ژبه خبرې کوئ نو ستاسو اوریدونکي،لیدونکي، لوستونکي  د پاکستان او هند مسلمانان دي.
 که تاسو د پکتیا خلکو ته له پښتو پرته په بله ژبه  ټلویژوني پروګرام وړاندې کړئ ، یا ورځپاڼه خپره کړئ، د هغوی  به خوښه نشي او محتوا به يې پرې هیڅ اغیز ونکړي، که ژمی وي نو په بیړه به ستاسې دغه ورځپاڼه  بخارۍ ته وغورځوي ځکه چې ددوی په ژبه نه ده ، نو دوی ته کومه مانا نلري. که ټلویژوني پروګرام وي، نو ټلویژون به مړ کړي.
که  يې  ددوی په ژبه ولیکئ نو دوی به  يې ولولي. که تاسو دري ژبو ته پښتو خپرونه وکړئ نو دوی به هم همداسې ورسره وکړي،  نو ددې مانا داده چې په افغانستان کې د پیغام رسولو او  کمونیکشن ژبه د پوهیدو وړ نه ده.
ستاسې اوریدونکي،لوستونکي او لیدونکي  په یوه ژبه خبرې کوي خو تاسو په بله ژبه ورته غږیږئ. دا ډیره مهمه ده چې تاسو په کومه ژبه خپرونې کوئ ، هغه ژبه چې تاسو کاروئ ستاسې او د مقابل لوري ترمنځ  د پوهیدو وړ ده کنه ؟
 په نړۍ کې د خلکو بیلا بیل پوړونه  ډول ډول  ژبو پورې اړه لري ،تاسو باید له هغوی سره ددوی په ژبه خبرې وکړئ . د بیلګې په توګه  که تاسو په پاریس کې  واوسیږئ نو له یو فرانسوي سره په انګریزي خبرې نشی کولی  بلکې له هغوی سره باید په فرانسوي خبرې وکړی چې پوهاوی رامنځته شي.
ایډوارډ سیپر [۲۰۰۶] وايی ، ژبه نه یوازې دپیښو د بیانولو یا شرحه کولو اسباب ده بلکې  پیښې تنظیموي او شکل ورکوي.ژبې ددې لپاره دي چې تاسو یو حقیقت  د خلکو بیلا بیلوپوړونو ته وړاندې کړی ، یاهمدا ژبه ده چې موږ يې له کبله انسانان ګڼل کیږو او له نورو ژویو څخه مو بیلوي.
جان رچرډسن [ ۲۰۰۷ ]  د ژبو یو محقق وايي،ژبه ټولنیزه ده ، ژبه د انسان د فعالیتونو لپاره مرکزي رول لري. دا د ژبې استعمال دی چې موږ خپلو عملونو ته ماناوې راباسو. همدغسې ،دا ژبه ده چې موږ يې کاروو او هڅه کوو چې  له خپلو عملونو څخه  بدې ماناوې لیرې کړو.
بلومیرټ [۲۰۰۵ ]  هغه څه چې د ژبې له لارې تر لاسه کیږي،نور څه يې نشي ترلاسه کولی خو له هغې لارې چې ژبه اهداف  ترلاسه کولی شي ، دې پورې اړه لري چې تاسو څه ډول کارولې ده.
بونر [۲۰۰۵] موږ لفظ یا ټکی ددې لپاره یادوو چې په دې تاکید وکړو چې رسنيز توکی په لاس جوړ شوی ترکیب دی او یوه مانا ورکوي.
 د  ژبې او کولتور ترمنځ د اړیکو په اړه،  ایا ژبه پر کولتور اغیز لري  او که ژبه د کولتور تشریح کونکې ده؟   ایډوارډ سپیر او بنجمن لي هورف [۲۰۰۶] داسې ګڼي چې د ژبې بڼه او جوړښت پر ادراک او پوهیدنه همدا راز په نظم کې ډیره پراخه او مهمه ونډه لري.  مهمه خبره داده چې ستاسې اوریدونکي په کومه ژبه خبرې کوی او هغه له کومې ژبې سره رالوی شوی دی.ژبه د کولتور ټول اړخونه انځوروي.

رسنیزه ژبه

که په رسنیو کې موږ ژبه څیړو نو دا باید وګورو چې درسنۍ اقتصادي مالکیت د چا دی؟ ایا دا حکومتي رسنۍ ده ،که شخصي او خپلواکه؟ که موږ د خپلواکې رسنۍ په توګه رادبره کیږو نو باید د خپلې ژبې استعمال ته او د ټکو کارونې ته پوره پاملرنه وکړو.

حکومتونه تل هڅه کوي چې د سنیو پر محتوا خپل اغیز وساتي او درسنیود هرې ورځې  پر اجنډا او پلانونو په یو نه یو ډول خپل تاثیرواچوي، دبیلګې په توګه  چارواکي  پخپلو ویناوو کې د پوځي  حالاتو په اړه داسې ژبه کاروي چې نه یوازې د رسنیو خواخوږي راخپله کړي بلکې ددوی په فکرد عادي خلکو زړه هم وګټي.

دوی تل پخپلو ویناوو کې د ترهګر، ټراژیدي، خونړی،بې رحمانه، وحشتناک، بیګنا،ملکي، دسیسو ،د بریدونو پلان  او نور ټکي کاروي. دوی هڅه کوي چې په دې توګه خپل پوځي فعالیتونه روا او د مقابل لوري ظالمانه او  بد وښيي.

خو کله چې حکومتي ځواکونه په اداري فساد ، مخدره توکو په قاچاق ، بشري حقونو په ماتولو ، په ډله ییزو وژنو ، بمباریو ، بندیانو په ځورولو او دېته ورته په نورو انسان ضد کړنو کې ښکیل وموندل شي،په اسانۍ سره يې پخلی نه کیږي. د بیلګې په توګه به په ۲۰۰۹ کال کې د فراه په ولایت کې د بمباریو بیلګه را واخلو چې لسګونو ملکي خلک پکې ووژل شول،ناټو په لومړي سر کې هیڅ چمتو نه وه چې حقیقت ومني او دا تاید کړي چې په بمبارۍ کې ملکي خلک وژل شوي دي.یا د کندوز د ټانکرونو د بمبار مساله.

خو که بمباري دافغان حکومت او دناټو مقابل لوري  یانې د هغوی  مخالفو وسله والو کړې وای نو په بیړه به يې ویلي وو چې څومره ملکي خلک وژل شوي دي.

که موږ د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ پر لسمه د ملي امنیت  خبري کنفرانس ته وګورو اوددې کنفرانس په اړه د ډیری افغان رسنیو راپورونو ته وګورو،  یو مخ د حکومت د پروپاګندې څرګندې بیلګې پکې ښکاري. د رسنۍ او ژورنالیزم اصولو ته په کتو سره تاسې حق نلرئ چې د حکومت د پروپاګندې پر ماشین بدل شئ.

ماهماغه ورځ په دې اړه  د افغانستان د ملي راډیو ټلویژون راپور ولیده ، د اریانا ،طلوع  او  یوشمیرځايي  راډیوي بیلګې مې هم واوریدې،دوی ټولو دولتي رسنیو ته ورته چلند وکړ. کومه ژبه او کومه ټرمینالوجي چې دوی کارولې  وه کټ مټ هغه ده چې ددولت ویندویان او چارواکي یې د مخالفو ځواکونو په اړه پخپلو ویناوو کې کاروي.

تاسې دا لاندې بیلګه ولولئ او هغه ځایونه چې ما په سره رنګ نښه کړي دي، په ځیر سره تر غور لاندې ونیسئ نو وبه ګورئ چې حکومتي ځواکونه څه
ډول د رسنیو پر کارونو خپل اغیز شیندي. دا یو راپور دی چې د افغانستان د ملي امنیت د ویاند د کنفرانس په اړه خپور شوی دی.

افغاني بیلګه
بي بي سي پښتو:استخبارات وايي، د څرخي پله يوه زنداني ځانمرګي رهبري کول
د فبروري لسمه ۲۰۱۱
د افغانستان ملي امنيت چې هر څو ورځې وروسته د ځينو ترهګرو ډلو او کړيو د نيولو خبر ورکوي د پنجشنبې پر ورځ يې بيا د دوو داسې ترهګرو ډلو د نيولو اعلان وکړ چې د دوی په وينا په افغانستان کې يې په يو شمېر بريدونه کې لاس درلود.
د استخباراتو وياند لطف الله مشعل وايي د نيول شويو ډلو څخه يوې يې د پلازمنې کابل په يوه سوداګريز مارکېټ فانيسټ کې شوی بريد هم پلان کړی و چې په پايله کې يې څو ولسي وګړي ووژل شول .
ښاغلي مشعل وايي دغې ډلې ته په فانيسټ سوداګريز مرکز کې د بريد لارښوونه له مېرانشاه څخه شوې وه او وايي فانيسټ يې ځکه په نښه کړ چې ورته ويل شوي ول دغلته فرانسوي سرتېري او د هغوی مشران دي .
ښاغلی مشعل وايي نيول شويو کسانو خپل ترهګريز کړه وړه منلي او وايي د دوی منښه به له استخباراتو سره مرسته وکړي چې نور ترهګر هم ونيسي: ((له شکه پرته د دغو کسانو نيول له موږ سره مرسته کوي چې د هغوی نور ملګري ونيسو. په دې ډول به وکولی شو چې د ترهګرو پېښو مخه ونيسو.))
ښاغلي مشعل وويل دويمې ډلې بيا نيت درلود چې په په افغانستان کې پر بهرنيو ځواکونو او ديپلوماتيکو تاسيساتو بريدونه وکړي.
مشعل وويل چې دغې ډلې دا دنده هم درلوده چې هېواد ته له بهره بريدګر راولي .
د بريدونو دا ځل تر ټولو مهم پرمختګ دا بلل کېږي چې ملي امنيت وايي د څرخي پله يو شمېر زندانيانو په کابل کې د ځانمرګو بريدونو پلانونه جوړول .مشعل وويل په دې تړاو يې يو تن پېژندلی او بيا يې تر پلټنې پيل کړې دي.
ښاغلي مشعل په دې اړه د جزياتو په لړ کې وويل نيول شوی کس له دريو کلونو راهېسې په زندان کې و،او د پايوازانو په مرسته به يې په کابل کې ځانمرګو بريدګرو ته لارښوونه کوله .
هغه په دې اړه جزيات ور نه کړل چې دغه بندي څه ډول له زندانه دننه ځانمرګي رهبري کول .
ملي امنيت يو شمېر هم خبريالانو ته وښودل چې د زندانيانو جامې يې په تن کې وې او ظاهرا يې د خپلو فعالیتونو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل .
په دغې ډله کې تنکی ژڼی هم و چې ويل يې کورنۍ يې د درس لپاره پاکستان ته استولی و خو يو شمطر کسانو و هڅاوه چې ځانمرګی بريد وکړي.
دا لا روښانه نه ده چې دغو کسانو د فشار او زور له کبله اقرار کړی او که څنګه خو استخبارات وايي وايي نيول شويو کسانو د پاکستان له لشکر طيبه او د جلالدين حقاني له شبکې سره نېغ په نېغه اړيکي لرل. 
کره کتنه
که اوس ، ددې راپور په نښه شوي ځایونه تر څیړنې لاندې ونیسو ،دا به راته څرګنده شي چې د دقت د نه لرلو له کبله موږ خبریالان په اسانۍ سره د دولتونو د پروپاګندې د کمپاین برخه ګرځو.  لکه دا ټکي : د ځینو ترهګرو ډلو او کړیو .
 یوې ډلې یا یو کس د حکومت کړنې د یو دلیل له مخې نه خوښیږي،  اود  پولیسو ، استخباراتو یا دفاع وزارت له خوا هغه د حکومت پر ضد کړنو باندې  تورن کړی شي ، موږ د خبریالانو یا د رسنیو د کارکونکو په توګه حق نلرو چې په لوی لاس خپل ناپییلتوب دجنجالي  ټکو په کارونې سره تر پوښتنې لاندې راولو.

که په افغانستان کې عدالت وي ،قانون په سمه مانا عملي وي، دغه نیول شوي خلک محکمې ته وړاندې شي او قاضي پریکړه وکړي چې تورن شوي خلک د فزیکي ځورونې له لارې مجبور شوي دي چې د حکومت تورونه ومني . نو دلته ددوی بیګنايی په زبات شوه او حکومت مجبور دی چې دوی خوشي کړي ،کله چې دغه خلک خوشي شي دوی کولی شي دعوا وکړي او هغه رسنۍ  چې ددوی په اړه يې بې پرې راپورونه  نه وو ورکړي ،ښايي جریمه شي.

که په اروپا او امریکا کې وي نو  ارومرو داسې کیږي.هر ډول فزیکي فشار او ځورونه چې په دې تورن سړي تیره شوي وي،د رسنیو له راپوره يې ګڼي. که موږ خبریالان نشو کولی چې د خبریالۍ اصول په پام کې ونیسو نو له نورو خلکو به د قانون د عملي کولو تمه څه ډول وکړو. مسلکي ژورنالیزم په بشپړ ډول بې پرې دی.  نو په لوی لاس ځان په پیښه ورګډول  ستاسې بې طرفي له منځه وړي.
لارښونه له میرانشاه څخه شوې وه ،  نيول شويو کسانو خپل ترهګريز کړه وړه منلي،  دويمې ډلې بيا نيت درلود،  پر بهرنيو ځواکونو او ديپلوماتيکو تاسيساتو بريدونه وکړي، دغې ډلې دا دنده هم درلوده چې هېواد ته له بهره بريدګر راولي، پاکستان له لشکر طيبه ، جلالدين حقاني ، نېغ په نېغه اړيکي :  دا ټول جنجالي ټکي دي ، تاسو کولی شول چې پرته له دغو هم د خبري کنفرانس په اړه راپور جوړ کړی. دخبریال په توګه تاسو نه له چا سره دښمني لرئ او نه د چا فشار منئ ، نو ولې دېته چمتو کیږئ چې د جګړې پر یوې غاړې د ترهګر نوم کیږدی او د بلې غاړې په ملاتړ کې راڅرګند شئ.
په دغه خبري کنفرانس کې ښاغلی مشعل د خپلو ادعاوو په اړه ستاسې دومه سرچینه وه ، لومړۍ سرچینه چې خپله تورن کسان وو، هم ستاسې په وړاندې حاضر وو ، تاسو کولی شول چې همدا خبره له تورنو کسانو سره دمرکې له لارې راپورته کړی ، نه  د مشعل له خولې.
دا څرګنده نه ده چې د مشعل صاحب  تور څومره سم دی ځکه چې دا لا کومې محکمې نه دی تاید کړی . د اوریدونکي په توګه زه خبر نه یم چې هغو تورنو خلکو په کنفرانس کې څه وویل  تاسو ته دغه خلک څه ډول ښکاره شول، ایا تاسو د مشعل صاحب په خبرو قناعت وکړ؟  ددې لپاره تاسو اړ یاست چې د کنفرانس سم انځور ورکړئ.  ایا د ملي امنیت اداره پوهیږي چې په میرانشاه کې څوک د افغانستان د حکومت په ضد فعالیتونه چمتو کوي؟ تاسې څومره ډاډه یاست چې ملي امنیت رښتیا وايي؟  دې او دیته ورته نورو پوښتنو ته ځواب ووايي.
څرخي پله يو شمېر زندانيانو ، ځانمرګو بريدونو پلانونه جوړول : د خبریالانو په توګه ، موږ باید منطق ته وګورو  ،یوه مساله چې حکومت راپورته کوي ، څومره رښتیا او څومره پروپاګنده ده. موږ باید ددولت د پروپاګندې د خپرولو پر وسیلې بدل  نشو او دولت باید موږ بیلارې نکړي .ملي امنیت  ادعا وکړه چې یو بندي د کابل د پلچرخي له  زندان څخه ځانمرګي بریدونه پلانول. موږ باید لومړی ځان قانع کړو او پوښتنه وکړو چې دې بندي څه څنګه او څه ډول دغه بریدونه پلانول؟ ایا دې بندي ټلیفون درلود؟  
ایا دې بندي اینټرنیټ ته لاسرسی درلود؟ ایا دې بندي لاسي مخابره درلوده؟ ایا دې بندي کوم کرامت درلوده چې په زندان کې پروت خو له زندانه بهر تاوتریخوالی رهبري کولی شي؟   یو سړی چې نشي کولی کاغذ ، قلم ولري، اویا نشي کولی  ان اخبار ولولي، واوري ، یايی وویني، اود څرخي پله په څیر یو زندان کې  بندي وي،څه ډول کولی شي چې ځانمرګی برید پلان کړي؟  
که چیرې داسې کیږي نو ددولت مخالفین بیا ډير لاس بري دي او کولی شي چې هر ځای خپل فعالیتونه روان وساتي،ان په زندان کې هم . بیا نو تاسو اړ یاست چې دې پوښتنو ته ځواب ووايي چې ددولت مخالفین څرنګه کولی شي چې له خپلو نیول شوو ملګرو سره چې د حکومت په زندانونو کې پراته دي اړیکي پیدا کړي او په روانه جګړه کې ترې کار واخلي ؟  
د پايوازانو په مرسته به يې په کابل کې ځانمرګو بريدګرو ته لارښوونه کوله : که دا  ومنو چې پایوازانو دا مرسته کوله نو  کومو پایوازانو په مرسته؟ ایا دوی د بندي د کورنۍ غړي وو  ،که د مخالفو ځواکونو غړي؟
که د مخالفو ځواکونو غړي وو نو بندي په کومو شرایطو کې ورسره کتل؟ که د کورنۍ غړي وو نو دوی ولې دېته چمتو کیدل چې په بند کې پروت  د کورنۍ د غړي لپاره نورې ستونزې وزیږوي؟ کله چې موږ دغه ډول جمله یا ټکي کاروو نو بیا ددغو پوښتنو ځواب ته هم اړتیا لرو، چې ما راپورته کړې.
ددې لپاره زه تاسو ته یوه داسې بیلګه درکوم چې دملي امنیت د کنفرانس په اړه يې خپور کړی دی، دېته زه د ژورنالیزم بې پرې بیلګه وایم.
د بې پرې خبریالۍ بیلګه
Kabul grocery bombing said to target French diplomats
ژباړه
لیکوال :جوش باوک
واشګنټن پوسټ بهرنۍ څانګه
پنجشنبه ، فبرورۍ ۱۰ ،۲۰۱۱
کابل- دافغانستان د ملي امنیت ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل ،  په زندان کې پروت د طالبانو یو جنګیالي  د کابل د خوراکي موادو پر یوې هټۍ د تیرې میاشتې  ځانمرګی  برید پلان  کړی وو چې اته تنه يې ووژل.   
دملي امنیت ادارې وویل چې ،۴۵کلن طالب جان  دافغان پلازمینې په څنډو کې د پلچرخي له زندان څخه  د برید دسیسه  جوړه کړې وه ،چیرته چې هغه د تیرو درې کلونو راهیسې بندي دی. 
 دلومړنیو راپورونو له مخې دبرید نښه د متحدو ایالاتو د [ هغې ]  خصوصي امنیتي کمپنۍ مشر ووچې  په رسمي توګه  په نړۍ کې د بلیک واټر  په نامه یادیږي،  دملي امنیت د ادارې ویاند لطف الله مشعل وویل  پلان داوو چې دوه فرانسوي ډیپلوماټان په قتل ورسوي. 
ددې برید په تړاوو ، ملي امنیت دکابل یو اوسیدونکی  ۳۳ کلن محمد خان نیولی دی، چې په یو خبري کنفرانس کې يې څرګنده کړه  چې څنګه يې  یو برید کونکی  د پاکستان له قبایلي سیمې څخه  دننه افغانستان ته ورساوو. 
۳۳ کلن خان  ولچک کړی ،د محبس رڼې نارنجي جامې يې په غاړه وې، ستړی ستومانه  او  پښه نیولی  د کیمرو له ګڼې ګڼې  تیر شو .
که څه هم خان وویل ،په دې نه پوهیده چې [ د ګاډي] سپرلۍ  يې، محمد شعیب یو ځانمرګی برید کونکی وو . په نیولي غږ يې  وویل ، پخوا يې چاودو نکي توکي د یو سړک او پله ترڅنګ ښخ کړي وو چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه پرې سفر کوي.
خان وویل ،کله چې ما واوریدل څو تنه بیګنا ملکي خلک وژل شوي دي، ډیر خپه شوم. زه دافغانستان له ولسمشر ،له خلکو او له حکومتي چارواکو غواړم چې ما وبخښي.
خان وویل ،دی د دوه افغانانو په غوښتنه چا چې ده ته   ۳۰۰ ډالر وړاندې کړل چې  ددوه  فرانسوي خبریالانو د خوشي کولو پر سر خبرې وکړې چې په ۲۰۰۹ کال کې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو،  د طالبانو له یو قومندان سره چې محمد شاه نومیده پاکستان ته واوښت.
هغه وویل ، له هغو دوه تنو څخه یوه په کابل کې د فرانسې سفارت ته کار کاوو . د ادعا له مخې دوی-   [ دوه تنو افغانانو]   ده ته وویل ،حکومت به دی ونه نیسي  که خبرې اترې په بد ډول پایته ورسیږي. 
د فرانسې د سفارت یو ویاند وویل ، افغان حکومت دوی ته نه وو ویلي چې دهغوی ډیپلوماټان د برید نښه وو، یا   یو کارکونکی له دسیسې سره  ادعا شوی تړاوو لري.
خان کور ته خالي لاس راغی خو دېته  يې غاړه کیښوده چې شعیب ته د ښار  یوه منډه  ورکړي.  د جنورۍ په ۲۸ ، دطالبانو قومندان خان ته ټلیفون وکړ، چې  په دې يې خبر کړي چې هغه او شعیب فنیسټ ، هغې هټۍ ته چې بهرنیانو ته شیان برابرول  رسیدلي دي. شعیب له ماشینګڼې سره برید  پیل کړ او له وژونکې چاودنې سره يې پایته ورساوو.
خان وویل ، په بله ورځ بهرنیانو او دافغان حکومت استخباراتي کسانو دده پر کور حمله وکړه او هغه يې ونیوه . هغه اټکل کاوو چې  د طالبانو له قومندان څخه د راغلي ټلیفون له کبله، دی تعقیب شوی وو.
دکره کتنې په اوږدو کې
تاسې ولوستل  چې په دې راپور کې چې کوم څه د مشعل صاحب له خولې راخیستل شوي دي، د ترهګر یا دنورو جنجالي ټکو له کارولو څخه پکې په بشپړه توګه ډډه شوې ده. پاتې کیسه د هغو تورونو کسانو له خولې راخیستل شوې ده چې کنفرانس ته حاضر شوي وو. خبریال هڅه کړې ده چې اصلي سرچینه یا [ فړسټ هنډ سورس ] یانې  تورن خلک  را واخلي. ده ته دا مهمه نه ده چې دا څوک دي خو په بیطرفانه ټکو کې يې کیسه په ډیر روښانه ډول وړاندې کړې ده.  
دې خبریال یوازې کیسه کړې ده ، خپل ځان يې پخپل راپور کې نه دی ښکیل کړی ،نو خپله بیطرفي يې هم ساتلې او له بشپړې ځیرتیا او دقت څخه يې هم کار اخیستی. په افغانستان کې یو شمیر خلک داسې فکر کوي چې امریکايی یا برتانوي رسنۍ او خبریالان د خپلو هیوادونو چې په افغانستان کې ځواکونه لري ،ملاتړ کوي ،خو دا حقیقت نلري. دوی هر څه ته په انتقادي ډول ګوري چې دوی ورته  په انګریزۍ کې کرټیکل لوک وايي.  
خو موږ افغان خبریالان ډیرې ستونزې لرو. ددې ستونزو یو لامل دادی چې موږ د خبریالۍ د اصولو په اړه مالومات نلرو او د راپور لیکلنې یو چوکاټ مو زده کړی دی او هرڅه په هماغه چوکاټ کې اچوو ،چې دا بالکل ناسم کار دی.
زموږ دغسې راپورونه  اوریدونکي، لیدونکي او لوستونکي بې لارې کوي، دوی نه پوهیږي چې د حکومت دریځ يې څه دی ، یا دوی داسې فکر کوي چې ټولې رسنۍ ددولت له خوا یرغمل شوي دي. نو په ټولنه کې ددغه ډول فکرونو د لیرې کولو لپاره باید موږ له پوره ځیرتیا څخه کار واخلو او خپله بیطرفي وساتو.  
په راپور کې تخنیکي مسالې او محتوا  بشپړې پاملرنې ته اړتیا لري ، کنه نو موږ په لوی لاس خپله کمپنۍ، راډیو ، ټلویژون یا ورځپاڼه بدناموو او د هغې  اقتصادي مالکیت تر پوښتنې لاندې راولو. ځکه چې دغه ډول پوښتنې مخامخ له مالکیت  سره تړاوو لري ، یانې دا چې  تاسو چاته کار کوی ؟
دغه رسنۍ چا پورې اړه لري ؟ خاوند يې څوک دی؟  کله چې اوریدونکي، لیدونکي یا لوستونکي  د یو خبر په اړه قضاوت کوي  نو دا وايي چې دغه رسنۍ د چا ده ؟    
 ایډیټر هم خپله خوښه او ناخوښه لري او ښايی داسې وګڼل شي چې خبریال مجبور شوی دی چې دغه ټکي وکاروي. ځکه د افغانستان په څير چاپیریال کې ځايي خبریالان د څو ډوله سانسورونو سره مخامخ دي. وروسته بیا  خبریالان په اسانۍ ځان خلاصولي شي خو ایډیټر بیامجبور دی چې ځواب ووايي.  
اوریدونکي ، لیدونکي،لوستونکي احساس کړئ
څه چاته ، څنګه چیرته ،څه ډول او کله وویل شول ، کومې ورځپاڼې   څه وویل او کوم چینل څنګه  وویل؟  او اغیز یې څه وو.لکه الجزیره چې لیدونکي  یې عرب دي، خبرونه د عربانو له لیدلوري خپروي. نو د مسلمانانو ترمنځ ستایل کیږي.
څوک:  سرچیبنه
څه :  محتوا
چاته : اوریدونکي، لیدونکي او لوستونکي.
چا :  د پیښې رامنځته کونکي.
کله:  وخت
چیرته : موقعیت
څنګه :   ژبه، څنګه او څه ډول ژبه کارول شوې ده. کومه ژبه چاته کارول شوې ده.  
ولې:  موخه  
ددغو تخنیکي توکو په پام کې نیول له محتوا سره مرسته کوي چې یو بې پرې راپور چمتو کړئ. که تاسې د ای فون په اړه یو کتاب لولی نو محتوا ته يې ګوری چې څه وايي.
ایا څه ډول یوه مساله ،یو کنفرانس یا یوه پیښه تر پوښښ لاندې ونیول شوه؟  دا یوه پوښتنه ده چې ایډیټران يې باید رامنځته کړي. که یو خبریال یوې پیښې ته نه وي ورغلی او ووايي چې دی ورغلی وو، نو لوی ظلم دی چې تاسو يې له خپلو لوستونکو ، لیدونکو او اوریدونکو سره کوئ.
د راپور د لیکلو پرمهال خپل لیدونکي باید احساس کړی او هغوی له ځان سره دومره نژدې وساتئ چې خپل راپور پرې وپلورئ، هغه ستاسې راپور تر پایه وګوري او ولولي. ددوی څه خوښیږي، څه يې نه خوښیږي ؟  
د بیلګې په توګه ،  په ګوانټانامو کې د اول ګل مرګ، هغه ورځ چې په ننګرهار کې د هغه جنازه خاورو ته سپارل  کیده زرګونو خلکو په جنازه کې ګډون وکړ. دا ټول ستاسې اوریدونکي ، لیدونکی او لوستونکي وو. دوی  پر امریکا په غوصه وو. الجزیرې وویل چې دومره ډیرو خلکو ته په کتو سره چې د هغه په جنازه کې یې ګډون کړی، سخته ده چې امریکا به پخپله موخه کې ، چې وايی د افغانانو د زړونو او ذهنونو د ګټلو لپاره هڅې کوي بریالۍ شي.
خو هغه رسنی چې د افغانستان لپاره خپرونې کوي په ځانګړي ډول پښتو رسنۍ ما ونه لیدې ،یا مې وا نه وریدې ،یا مې ونه لوستلې چې د جنازې له خبر پرته دې د اول ګل د مرګ اود هغه د ژوند په اړه  څیړنیز راپورونه او مرکې خپرې کړي .
ددوی ډیر اوریدونکي ،لوستونکي یا لیدونکي ښايي په دې تمه وو چې اوس له رادیو ، ټلویزون یا په ورځپاڼو یا ویبسایټونو کې دا ولولي چې اول ګل چیرته زیږیدلی وو ، ولې ونیول شو ، ولې ووژل شو ، ایا ولسمشر اوباما نه وو ویلي چې ګونټانامو به بندوي؟ ایا اول ګل د امریکا د سپتمبر په یولسمه کې لاس درلود؟
د اول ګل په کورنۍ کې هغه ورځ څه احساس وو ، خپلو خپلوانو يې څه فکر کاوو؟  دا هغه څه وو چې ستاسې اوریدونکي ،لوستونکي او لیدونکي یې په  تمه وو ،هغه اوریدونکي چې تاسې یې له کبله یوه رادیو ،ټلویزون یا ورځپاڼه خپروی او ددوی لپاره تاسو ته یو معاش درکول کیږي؟
خپلو اوریدونکو ته ښه احساس ورکول، ددوی څه خوښیږي او څه يې نه خوښیږي؟  تاسې باید دا دواړه په داسې بڼه وڅیړئ چې هغوی ته یو احساس ورکړي. خو که موږ یوازې څوتنه دولتي چارواکي خپل اوریدونکي بولو او د څو تنه محدود کسان چې مفکوره يې د عادي افغانانو له هغې سره توپیر لري، د کارپوهانو په توګه راپورته کووو ، هیڅکله به د اوریدونکو ترمنځ اعتبار ونلرو.
ځینې رسنۍ چې د افغانستان لپاره کار کوي، خبریالان یا ویندویان يې عادت لري چې د خپل  سیاسي ، کولتوري او ټولنیز فکر سره سم تولید وکړي  چې هغه ښايي ناسم وي. او خلکو ته ناسم مالومات ورکړي. 
د افغانستان په ژورنالیزم کې داسې ډیر کسان شته  چې خپل نظر ان په کارپوهانو تپي.  د بیلګې په توګه که هغه له  یو کارپوه سره د افغانستان د اقتصاد په اړه خبرې کوي،نو  په ځای ددې چې خبریال یا ویاند  مرکه ورکونکي یا کارپوه ته اجازه ورکړي چې هغه خپله علمي څیړنه یا علمي نظر وړاندې کړي، ویاند په پیل کې له مرکه ورکونکي غواړي چې ددې پوښتنې په ځواب کې يې داسې او هغسې ځواب پکار دی . مرکه ورکونکی هم فکر کوي چې پریږده په راډیو یا ټلویژون کې راښکاره شي ،نو هغه څه وايی چې د ویاند له خوښې سره برابر وي.  دغسې یو څه کول ،په بشپړ ډول ستاسې  د کمپنۍ اعتبار ته زیان رسوي.
دافغانستان په رسنیو کې حساب کتاب نشته. څوک چاته خبرې کوي؟  څه ډول يې کوي؟ پوښتنه نه کیږي. د رسنیو قانون دداسې یو حکومت له خوا جوړ شوی چې په فساد کې ښکیل دی او رسنۍ په زغرده  ددغه قانون عملي کولو ته چمتو نه دي. نو ددې لپاره چې رسنۍ په رښتني مانا یو بدلون راولي باید دېته وګوري چې مسلکیتوب څه دی؟  
دبیلګې په توګه په برتانیا کې ، بي بي سي ددې هیواد د کمونیکشن څانګې یا افکام  ته د رادیوي او ټلویژوني خپرونو د سیکټور د قانوني مقراراتو  له مخې مسولیت لري،  دا د پروګرامونو له کیفیت نیولې ترمسلکي اخلاقو پورې رانغاړي.
په بي بي سي کې خبریال ، د ولسي  خدماتو د رادیوي  یا ټلویزوني  ویاند په توګه ، د بي بي سي حکومتي بورډ ته حساب ورکونکی دی.  نو که تاسې د بي بي سي خبریال یاست نو باید  بشپړه  مسلکي وړتیا ولری .
د افغانستان په اړه دا ستونزه هم شته چې عادي خبریال نه پوهیږي چې د ایډیټر څه خوښیږي او څه يې نه خوښیږي؟ځکه چې په عادي ناستو کې چې ایډیټران د هیواد د سیاست په اړه کومه ژبه  کاروي او هلته یو خبریال هم ناست وي نو هغه فکر کوي چې د ایډیټر له خوښې خلاف که څه ووايی  نو ښايي دنده له لاسه ورکړي. که داسې نه وي نو دا خو د ایډیټر کار دی چې دغسې راپورونه چې ددولت پروپاګنده پکې کیږي ،پرنږدي چې خپاره شي؟ پای