Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Neologism

پرکونړد توغندیزو بریدونو سیاست

پر کونړ د توغندیزو بریدونو سیاست حنان حبیبزی د 2011 کال په سپټمبر کې د کونړ ولایت د دان ګام پر ولسوالۍ توغندي ولګیدل، سیمه ییزو افغان چارواکو يې پړه سم لاسي په پاکستان واچوله. په پيل کې دې مسالې ته په کابل کې پڅ غبرګون وښودل شو، خو په دې وروستیو کې چې دغو توغندیزو بریدونو زور واخیست، ځايي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله او یو شمیر نور يې بيځایه کیدو ته اړویستل په کابل کې د پاکستان پر ضد نارې پراخې شوې،  یو شمیر کړیو د افغانستان پر حریم  په اصطلاح د '' پاکستان له خاورې ''  داسې ښکاره ګذارونه د پیغور وړ وبلل او د کرزي پر رژیم يې غږ وکړ چې مخه يې ونیسي.   دغسې ادعا ددې لپاره اړینه وه چې د پاکستان په ضد په افغانستان کې د انزجار لمن پراخه شي، ددې لپاره چې د کرزي رژیم  فکر کاووچې ددې کار په نتیجه کې دطالبانو ملاتړ ته په افغان کلیو کې زیان ورسوي ، په بله وینا د پاکستان له توغندیزو بریدونو څخه سیاسي ګټه پورته کړي او پریږدي چې دا توغندي دوام پیدا کړي چې د پاکستان په ضد د خلکو د لمسولو لپاره ترې کار واخیستل شي او وروسته بیا پاریدلي افغانان پر طالبانو ورتاو...

زه یـې اوس پـه ګـټـه پـوه شـوم

زه یـې اوس پـه ګـټـه پـوه شـوم لیکوال: ډاکتر رحمت ربی زیرک یار ۹/ اپریل/۲۰۱۲ حــق بـــایــد ادا شــــي! په لـند ن کې د پـــوهانـد مجــاور احمد زیــار  د ژوند  ۷۵کلـیزه  ونمانځل شوه ( ۵  اپریل ۲۰۱۲). د دغــې کلــیــزې د درنــاوي لــپاره ما یـوه ورځ وړانــدې  په بــریــښنــــایـیــزو رســـنـیــو کې یــــوه  ډیــره لـڼـډه لــیکــنـــه خــپره کـړې وه چــې ســر لــیـک یــې و: « پــوها‎نــد زیــار او لــغــــت ســازي»، یانـــې    Prof. Zyar and Neologism په دغه لیکنه کې په «پـوه ټولنه» ( نالـیـج سوسایـټي) غږیدلی وم . هــلته مې دیته هم ګوته نیولې وه چې دغه ټکی د یــوې لـڼـډ مهالې بریښنایـیزې مرکې په اوږدو کې رامنځته شــوی و. خو  په غــیـر ارادي ډول زه پـه دې کې پاتی راغلــی وم چې د بریــښنایـیزې مــرکې د رامنځته کـیدا  د ابــتکار پـه اړه د یو بــل ورور حـق ادا کــړم.  دغه ورور ماتــه د اپریل په ۴ نـیټه په خپل  ایمـیل کې  په درنه ژبه خپـله پــیــرزویــنه داســې وښــودلـه : «سلامونــه ډاک...