Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Apartheid in Afghanistan

د جنګي اسیرانو اعدام

 ډاکټر محمد عثمان روستار ترکی  غټ سوال دا دی چه د کابل اداره ولی په دغسی حال او احوال کی چه د سولی پروسه له سره پیل شوی ، د اعدامونو لړی تر لاس لاندی نیولی ؟ دلته د جنګی اسیرانو نه د سیاسی لاسوند ( افزار ) په دول کار اخیستل موضوع مطرح ده . پدی معنی چه : مقاومت دیته حاضر نشو چه د کابل د اداری سره په نیغه خبری وکړی. شمالی تلوالی د حکومت د سروال په حیث د مقاومت نه د غچ اخیستنی په یوه نا ځوانمردانه دریز په بنست باندی د مخالفینو په اعدام لاس پوری کړ. د ژنو دریم کانوانسیون د جنګی اسیر اعدامول او د هغی نه غچ اخیستنه ( ۱۰۰ ماده ) جنګی جنایت شمیری. ــ په هغه مذاکراتو باندی چه د سولی په اړه په قطر کی جریان لری ، سیاسی فشار راوستل د مخالفینو د اعدام بل لامل ګنلی شو . بهرنیان غواړی د دی لاری مخالفینو ته پیغام ورولیږی چه که په خبرو کی انعطاف ونښودل شی ، بهرنی ستراتژیستان د جګړی د دوام په مقصد مذاکراتو ته د پای تکی کیږدی . د کابل د اداری جګړه ماران هم په ناقراری ، دغه شیبی ته انتظار باسی. د بشپړ متن لپاره داځای کیکاږئ.

پر ملالې یوسفزۍ د برید سیاست

افغان خبریال عبدالحق عمري له عمران خان سره د مرکې پرمهال پر ملالې یوسفزۍ د برید سیاست حنان حبیبزی د اکتوبر په 7 ، کله چې عمران خان وزیرستان ته سوله ییز مارش وکړد 30 تنو جګړې ضد امریکايي او برتانوي فعالینو سربیره  څه له پاسه 20 اروپايي او امریکايي خبریالان ورسره مل وو. دا له 2001 راهیسې چې  د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې  د  طالبانو په ضد عملیات پیل کړي دي، لومړی ځل وو چې په دومره لوی شمیر کې بهرني ملکي وګړي هلته سفر کوي.   د پاکستان کورنیو رسنیو په بیساري ډول ددې مارش بهیر په ژوندۍ بڼه خپراوو چې له دې مخکې د بل هيڅ پاکستاني سیاستوال فعالیت په داسې بڼه د رسنیو له خوا نه دی رانغاړل شوی، نه یوازې دا، له دې څو میاشتې مخکې همدې انځوریزو رسنیو ددې مارش په ملاتړ کمپاین وکړ او په پایله کې يې زرګونو خلک چمتو شول په دې مزل کې چې  له خطره ډک وو له ښاغلي خان سره  ملګري شي.   په دې لړکې عبدالحق عمري یوازینی افغان خبریال وو چې ددغه مارش په اړه يې خپلې رسنۍ ته په ژوندۍ بڼه راپورونه ورکول. عبدالحق ولیدل چې د لارې په اوږدو کې څنګه س...

افغانستان د اپارتايډ په لومه کې

   دغه انځور په فیسبوک کې خپور شوی، داسپین ږیری د غزني ولایت شیخ الحدیث مولوي عبدالبصیر دی افغانستان د اپارتايډ په لومه کې حنان حبیبزی دا لیکنه د ټولنیزې (سوشیل ) تیورۍ او د شخړې (کنفلکټ ) تیورۍ پر بنسټ چمتو شوې ده او پر هغو اخځلیکونو ولاړه ده چې  له  اکاډیمک سیسټم سره سم  په انګریزي بڼه د لیکنې په پای کې  شمیرل شوي دي. هر اخځلیک  ځانګړې  شمیرې ته په پام سره  له هغه ' نمبر سره تړاوو لري چې د متن په منځ منځ  کې موندل کیږي.  دا اځځونه د ثبوتونو په توګه د یوې برښنايي څیړنې په نتیجه کې غوره شوي دي.    تاریخي شالید  د پښتنو د واکمنۍ پر وخت هیڅکله افغانستان یو ویشلی او پر  قومي ګټو ولاړ هیواد  نه وو.  د تاجکو اقلیت  په ارګ کې پوره پوره واک درلود. ددې سره سره چې دا یو  اقلیت وو،  په رسمي چارو کې يې ژبه  د دومې رسمي هغې په توګه پښتنو وزغمله.  د پښتنو واکمن  پوهیدل چې ورو ورو له دې زغم څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي او د پښتو ژبې د ګوښه  کولو هڅې روانې دي، ...