Friday 4 March 2011

جګړې ته، نه، ووايي او پوهه ترلاسه کړئ!


جګړې ته، نه، ووايي او پوهه ترلاسه کړئ!

 حنان حبیبزی
  نن  یو ویشتمه پیړۍ ده ، د رسنیو، صنعت، اقتصاد، پوهې  ، ټیکنالوجۍ او د مالوماتو د کنټرول له لارې ولسونه او هیوادونه ساتل کیږي ، یا د فیسبوک او ټوايټر په عصر کې ویاړ ، نوم او نښان یوازې په دې کې دی چې د خپلې ټولنې د پرمختیا لپاره هڅې وشي.
ان د اسلامي نړۍ ننني علما باید له ټیکنالوجۍ ،عصري پوهې ،داقتصاد او سیاست له تیوریو خبر وي، کنه نو د اسلام تعریف هغسې نشي وړاندې کولی، څرنګه چې يې دمصر یا د سعودي علما وړاندې کوي.  
په نننۍ نړۍ کې هیوادونه د کلیو بڼه لري،ټیکنالوجي دا هرڅه سره نژدي کړي دي، که نن زموږ په هیواد کې دا بهرنیان  نه وي ، بیا هم موږ مجبور یو چې له هغوی سره اړیکي وساتو. زموږ اقتصاد به د ځواکمنو هیوادونو له اقتصادي حالت سره تړلی وي، زموږ په هیواد کې به بييې د نورو هیوادونو له اقتصادي څرنګوالي سره تړلې وي.په افغانستان کې به سیاسي حالت د نورو هیوادونو له سیاسي حالت سره تړلی وي،لنډه دا چې موږ نشو کولی له نورې نړۍ څخه جلا ژوند وکړو او په څنډه کې واوسیږو.
د نړیوالتوب ټکی  چې په نړۍ کې د صنعت،رسنیزو اړیکو او ټیکنالوجۍ دتړون د څرګندولو لنډیز دی ، د بیلابیلو هیوادونو  اوسیدونکي يې په یو نه یو ډول سره  نښلولي او ددوی اقتصادي او کولتوري اړیکي يې سره تړلي دي.

یوه څیړنه چې  د لویدیځوالو  پوهانو له خوا  په علمي ډول ترسره شوې ده،ښيي چې په روانه پیړۍ کې د مسلمانانو په ګډون ټول کولتورونه فکر کوي چې یوازې  د اکاډیمیکو مفکورو له لارې د ولسونو ترمنځ د پرتو ستونزو حل شونی دی. دوی هغو علمي وړاندیزونو ته اعتبار ورکوي چې په هغو کې د بشرلپاره اسانتیاوې رامنځته کیږي.
 د بیلګې په توګه  دکابل د حکومت په څیر بیلګې چې بیعلمه خلک پکې ورټول دي ،دغه جګړه ځپلي هیواد ته چې په وچه کې پروت دی ،یو راتلونکی نشي ورجوړولی .پرمختیايي پوهان وايي،افغانستان د بدمرغۍ خواته روان دی، حکومت يې فاسد دی، په یو جګړه ځپلې هیواد کې چې باید خلک يې له لوږې او فقر څخه راوویستل شي، د مغزي سرطان په څير دی چې ریښې يې د ناروغ د تباهيی لامل ګرځي. لوی خطر دا نه دی چې هلته جګړه ده ، لوی خطر دادی چې هلته فاسد حکومت  د خپلو خلکو راتلونکي ته هیڅ ارزښت نه ورکوي .
مرګ ژوبله او ویجاړول خو پر مالوماتو کنټرول
فیلپ  ټایلر [۲۰۰۶] د انګلستان د لیډز پوهنتون درسنیزو مطالعاتو پروفیسر، پنځه کاله وړاندې په اوسلو کې یو لکچر ورکړ. په دې لکچر کې پروفیسر ټایلر د جګړو پرمهال د مالوماتو د کنټرول په اړه وروستۍ بیلګې وړاندې کړې.
ده وویل، هلته یوه جګړه ده ، زاړه ملګري،نوي ملګري،یوه نړیواله جګړه  او داسې نور ټکي پکې کاریږي،خو دغه هرڅه ددې لپاره نه دي چې په چا ډیرې مرمۍ لګیږي، دا هرڅه ددې لپاره دي چې څوک مالومات کنټرولوي. څه ډول يې ګورو او څه ډول يې اورو،څه ډول کار کوو او څه ډول فکر کوو. ایا موږ هغه څه کولی شو چې موږ ته سم ښکاري؟ ایا موږ ددې ازادي لرو چې له خپل فکر سره سمه وینا وکړو ، کار وکړو او هغه څه چې وینو کټ مټ يې واورو؟ 
 هرڅه چې موږ وینو د مالوماتو د کنټرول لپاره ترسره کیږي. دا مالومات څه دي،رسنۍ يې هم په خپلواک ډول نشي ویلی. خو دا  داسې څه دي چې حکومتونه غواړي پرې خپل شتون ته دوام ورکړي اود نشتون خطرونه له منځه یوسي.
د جګړې هنر یو لرغوني چینايي سړي  سنڅو ته منسوب کیږي. دا دجګړې دچمتو کولو ، رهبري کولو او ګټلو  فلسفه وړاندې کوي.

 سنڅو وايي، د زر بریاوو  لپاره زر جګړې وړتیا او مهارت نه دی ، بلکې  له جګړې پرته د دښمن غلي کول مهارت او وړتیا ده. دمعاصر جګړیز سیاست تیوري داسې ده چې [ پلی پوځ د جګړې په سنګر کې کیښني ،مخکې له دې چې په عملي ډول پوځي عملیات پیل کړي،انقلابي پروپاګند يې تر شاه دی، چې په روحي ډول دښمن مات کړي] .
له دې لارې هڅه کیږي چې دخلکو پر ذهنونو او نظرونو اغیز وشنیدل شي او تر کنټرول لاندې راوستل شي. ددې کار لپاره ګروپونه او کمیسونونه ټاکل کیږي چې  دعادي خلکو احساسات ،د نظر لیدلوری ، اود مالوماتو تګ راتګ په ولکه کې راولي.
جګړیز پروپاګند ددې لپاره انځوریږي چې عادي خلک له خپلو حقونو څخه بې برخې کړي  او  بې وسه کړي. که خلک په ځواک کې شریک کړل شي ،ښايي هغه څه ونه مني چې د قدرت خاوندان يې د خپل اقتدار لپاره ترسره کوي.
هغه بشري جنایتونه دي، یا د قانون ماتول دي ، یا له بهرنیانو سره د پردې تر شا معاملې دي. هغه سرچینه چې دغه  نرم  کمپاین يې پیل کړی دی، خپلوپوځیانو ته چې پر وسله واله جګړه اخته دي  ،له دې لارې مرسته ورسوي. ددې لپاره کورنۍ تګلاره په دې ډول ډيزاین کیږي:
ډیپلوماټیک او سیاسي
اقتصادي
کولتوري
سخت مالومات (پوځي او سیاسي)
نرم مالومات (اقتصادي او رسنیز)
ددې تګلارې  له لارې  اقتصاد داسې جوړیږي چې جګړیزې پروپاګندې ته وده ورکړي،داسې چې ژمنې به کیږي ،تکراریږي خو عمل پکې نه وي. دا نو تر ټولو بد بشري کړکیچ دی چې خلک بیوزلۍ ،وزګارتیا ، په جرایمو کې ښکیلتیا او نورو ناقانونه کړنو ته  هڅوي. له دې بې بندوبارۍ څخه د ګوتو شمار خلک چې په قدرت کې دي ،ګټه اخلي.  
نرم ځواک  (رسنیز او اقتصادي ):
 پروفیسر رابرټ کیوهاني او پروفیسر جوسیف نی  پخپل ګډ  کتاب ځواک  او پر یو بل  تکیه [۱۹۷۷ ]  چې په نړیوالو اړیکو کې يې د نوې کارګرۍ  د بنسټوالې نظريي ته  وده ورکړه ، د نرم ځواک (سافټ پاور) تعریف په دې توګه وړاندې کوي.
نرم ځواک تاسو ته یوه داسې وړتیا درکوي چې دخپلې خوښې لاسته راوړنې ولرئ ځکه چې نور به ستاسې خوښې ته ګوري او هغه څه به غواړي چې تاسې يې خوښوئ.
دا یوه داسې وړتیا ده چې تاسو پرې د زور پر ځای د پام د جذبولو  له لارې موخې [اهداف] ترلاسه کوئ.  د پروفیسر کیوهاني  او د  پروفیسر نی  په وینا نرم ځواک  د قانع کولو له لارې،نور دېته چمتو کوي چې له هغو معیارونو او بنسټونو سره توافق وکړي چې ستاسې له خوښې سره سم تولید شوي یا رامنځته شوي وي.
 نرم ځواک په دې بریالی کیږي چې دستاسې د مفکورې په چاپیریال کې وړیا او ازاده مالومات هغه چلونکي ته  ورکړي چې غواړي خپاره يې کړي. که یو هیواد په دې بریالی شي چې د نرم ځواک پر بنسټونو پانګونه وکړي ،ښايي دېته اړتیا ونلري چې د دودیز اقتصادي لګښت ډیروالي  او پوځي خوزښتونو ته ملا وتړي.
سخت ځواک ( پوځي او سیاسي):
سخت ځواک د پوځي قوې عملي استعمال ، اقتصادي بندیزونو ،  یو اړخیزې او له تیري ډکې  ډیپلوماسۍ ته وايي چې افغانستان يې د وروستي باچا  اعليحضرت محمد ظاهر شاه راوروسته  څه له پاسه درې لسیزو راهیسې په یو نه یو ډول زغمي.
سخت ځواک تاسې ته ددې وړتیا درکوي چې خپله خوښه پر نورو وتپئ او هغه څه تر لاسه کړئ چې په عادي توګه يې نشئ ترلاسه کولئ. کله چې  ګټې وټې  د ګواښ او تهدیدونو له لارې لاسته راوړئ، نرم ځواک چې  رسنۍ  او اقتصاد  دی بیا ستاسې د موخو لپاره کارول کیږي.
ددې بدلون په پایله کې جګړیز اقتصاد  [ وارفېر ایکونمي ] رادمخه کیږي. په انګریزي کې  ورته وارفېر ایکونمي وايي . په دې بهیر کې ډیر وزګار خلک کارونه پیدا کوي. پوځي صنعت په تولید پیل کوي او په ټپه ولاړ اقتصاد په خوزیدو راځي. دا بیا هغه وخت دی چې میلټري انډسټریل کمپلیکس را وړاندې کیږي او ډيرو  وزګارو خلکو ته اقتصادي بوختیاوې پیدا کوي.
میلټري انډسټریل کمپلکس ، د هغو ډلو ترمنځ چې جګړې پلانوي ډاډمن  اړیکي رامنځته کوي. د پوځ ،ولسمشریزې ادارې او د مقننه قوې اړیکي د پوځي صنایعو له خاوندانو سره ،یا له هغو کمپنیو سره جوړوي چې پوځي وسلې او مهمات تولیدوي.
دغه ټولنه  له ګردو خواوو سره له ملګرتیا پرته نور اړیکي نلري ، دپوځي قراردادیانو اوحکومتي ځواکونو ترمنځ تاوده اړیکي برابروي او په بري سره ځان د جګړو د پلانولو میز ته رسوي، او له دې لارې یو اقتصادي  حرکت  رامنځته کوي چې هم حکومتي ځواکونه او هم قراردادیان ورته سترګې په لار دي. دا تیوري ، جګړه د ګټې لپاره نومول شوې ده.
ساده بیلګه يې لیبیا ده، په دې وروستیو کې د لیبیا خلک د قذافي د نژدې نیمې پیړۍ  د اوږدې واکمنۍ په ضد راپورته شوي دي. قذافي فکر کوي ،که دی واک پریږدي نو هیواد به يې د افغانستان د ۱۹۹۰ کلونو خواته ولاړ شي او ویجاړۍ سره به مخامخ شي.
خو ددې مقاومت په بهیر کې وار له مخه هغو لاریون کونکو ته چې د قذافي په ضد راپورته شوي وو ، وسلې ورسیدلي دي او د ملیشيي  ځواکونو په توګه  بن غازي او څیرمه سیمو کې راڅرګندیږي. دغو خلکو ته یوه ناڅرګنده سرچینه نقدې پیسې او دغه وسلې ورسوي چې پر یوه سیمه ییزه جګړه پانګونه وشي او له دې لارې یو اقتصاد رامنځته شي.
لکه ، زموږ په افغانستان کې، جګړه شته ، وسلې او مرمۍ دواړو غاړو ته رسیږي او ددغو پوځي مهماتو د لګولو په بدل کې د نقدو پیسو یوه راکړه ورکړه ترسره کیږي چې جګړه ییز اقتصاد شونی شي او د نړۍ په یو بل ځای کې د وسلو او د پوځي مهماتو د تولید ماشینونه په ګرځیدو راشي.
یا لکه  د سوډان د سوېل مساله ، کینیا له ولسمشر البشیر سره د ملګرتیا تاوده اړیکي پالل خو په همدې وخت کې له کینیا څخه  د سوډان  په سوېل کې هغو بیلتون غوښتونکو ته وسلې رسیدلې  چې د البشیر د حکومت په ضد جنګیدل. کینیا ته یو دریم چا چې ناڅرګنده سرچینه ده ،دغه وسلې رسولې او هلته د یو تړون له مخې سوېلي سوډان ته ددغو وسلو د رسولو قاچاق ترسره کیده.  
روګر فولر،په رسنیو کې د بیان او عقیدې په نامه خپل کتاب   [۲۰۰۶]  کې وايي [ دا لکه  توپیر،توپیر داسې عمل دی چې دښاغلي فولر په وینا داشخاصو دچلند موضوع بدلوي او په نتیجه کې يې د نا انډوله اسانتیاوو له لارې کارونه ، لوړې زده کړې، پیسې ،د پولیسو جلب او جذب اود محکمو له خوا سزاوې رامنځته کیږي.  د همدې تبعیض یا توپیر له امله یو اقتصاد په ټولنه کې پیلیږي چې یو شمیر خلک پرې ژوند برابروي او زده کړې پرې کوي].   
د اقتصادي فساد یا پوځي شله توب له لارې ،د کمزورو هیوادونو وهل او ترټل د قدرت د ښودلو یو پخوانی عنصر دی چې په پنځلسمه میلادي پیړۍ کې يې میکیاویلي د سیاسي او پوځي مشرتوب د تیورۍ وړاندې کونکي پخپل کتاب ټولواک کې څو څو ځایه یادونه کړې ده.میکیاویلي پخپله یوه بله وینا کې ټینګار کړی چې بیوزلي هیوادونه ددې لپاره د وهلو او ټکولو وړ دي چې خپل دښمنان  نه پیژني، چې د ګونډو لاندې ساه ورکولو ته نژدې نشي.
 ددې زیان چاته رسیږي
هغه خلک چې هیڅ ډول نرم او سخت ځواک نلري، هغوی د لومړنیو قربانیانو په توګه راڅرګندیږي. هغه څه چې  په اړه يې مخکې خبرې وشوې ، جګړیز اقتصاد ، د مالوماتو کنټرول ،ددې لپاره پلانیږي چې په  یوځای کې عملي شي . ددې عمل موخه داده چې یوه  تجربه ترسره کړی شي او تیوریست د خپلې تیورۍ نتیجه وڅکي . لکه ستالین چې د کمونیزم د تیورۍ د عملي کولو لپاره په لومړي سر کې څلویښت میلیونه انسانان قتل عام کړل او داسې شرایط يې برابر کړل چې دغه کرغیړنه تیوري يې د یو حکومتي سیسټم پر بنسټ بدله کړه.
دوی له دې لارې د خپل قدرت او ځواک بیلګې نندارې ته وړاندې کوي او دغه ننداره خپلو نورو دښمنانو ته د ګوت څنډنې په توګه ورښي. د نښه شو خلکو  له  احساس څخه  ددوی  د ځپلو لپاره کار اخیستل کیږي. احساسات ، دودونه ، رواجونه او سرتمبه توب هغه څلور  بنسټیزې ننګونې دي چې یوه ټولنه یا ولس شاتګ او د فکري ناروغۍ خواته بیايي.
له روا  حقونو نیولې تر ټیکنالوجۍ ،پوهې،صنعت ،رسنیو او د کره مالوماتو له ترلاسه کولو څخه يې بې برخې کوي او ددوی د ځپلو له لارې  یوه  څو کسیزه ډله  پر مالوماتي ،اقتصاد ي  او سیاسي بنسټونو کنټرول پیدا کوي. هغه څه چې دوی ورپسې ګرځي. خو د ځپل شوو خلکو د زړونو او ذهنونو د ګټلو تش په نامه  هڅې د یو رسنیز کمپاین په توګه پرمخ وړل کیږي چې ذهنونه بوخت وساتل شي او د یو ولسي پاڅون مفکورې په ذهنونو کې مړې کړي.
پروفیسر فلیپ ټایلر [۲۰۰۶ ] په اوسلو کې د خپل لکچر پرمهال وویل ، د شوروي اتحاد له ځپلو وروسته یو مقابل لوري  ته اړتیا وه چې لوی هیوادونه پرې د خپل قدرت نښې نښانې نړۍ ته وښيي.
ده وویل ، وزګارتیا د اندیښنې لامل ګرځي او چوپتیا د کوچنيو هیوادونو د راپورته کیدو سبب کیږي. د ترهګرۍ کورنی او نړیوال تهدید د یو شعار په توګه د رسنیو د سر سر ټکی ګرځي او د هغې جګړې یوه برخه ده چې هڅه کیږي د نورو د ځپلو له لارې پر مالوماتو کنټرول وساتل شي.  رسنۍ لکه یوه نا انډوله وسله ددې جګړې دګټو لپاره کاریږي. 
حقایقو د ویلو وسیلې سانسوریږي او هغه څوک چې اصلي قربانیان دي فریاد او اواز يې نه اوریدل کیږي ،یوازې  الوتکې ښودل کیږي چې بمباري کوي،شوبلې ښودل کیږي چې ډزې کوي ، پوځيان ښودل کیږي چې ودانۍ پلټي او تلاشي کوي  او د جګړې لومړۍ کرښه ښودل کیږي چې پکې وحشتناکه جګړه روانه ده خو دا نه ښودل کیږي چې دا بمونه او  توپونه په چا لګیږي او د چا کورونه پرې ورانیږي.
دلته هغه مالومات کنټرول شول چې د قربانیانو په اړه باید ویل شوي وای ، یا دا چې قربانیانو ته اواز د ورکولو مخه نیول کیږي چې د جګړې مالومات رسوا نشي. د مالوماتو یوه انتخاب شوې برخه خلکو ته ویل کیږي خو بنسټیز مالومات پټیږي.
 جولیان اسانج يې یوه بیلګه ده ، دی  د ویکيلیکس د مشر په توګه ددې لپاره تر فشار لاندې دی چې هغه مالومات يې رسوا کړي  چې د هغې د ترلاسه کولو لپاره ډیره لویه پانګه  شوې او ډيرې نوې دندې رامنځته شوي  او ډیر ځاني او مالي لګښتونه  شوي دي.  خو هغه  چې یو اسټرالوی دی ، هیواد يې نشي کولی چې ترې دفاع وکړي ،ځکه چې ګنايې درنده ده او رازونه يې افشا کړي دي.
نو هغه خلک چې ددغو مالوماتو د سرچینو (د جګړې د قربانیانو ) په توګه پیژندل کیږي ،یو داسې بیوزلي ته ورته دي چې په دښته کې پروت دی ،ګڼ شمیر دردونه يې ځوروي او په مځکه يې غورځولی دی  خو څوک يې په کیسه کې نه دي،  ددې لپاره چې له مځکې راپورته شي ، دېته اړتیا لري چې بل چاته لاس ورکړي او هغه يې له مځکې راپورته کړي.
خو هغه چې یو څه روغ پاتې دی او د ګرځیدو وس لري ،باید خپل غورځيدلي کلیوال ، ملګري یا هیوادوال ته لاس ورکړي او هغه راپورته کړي ،کنه نو ګوښه توب به دی هم د لومړني له برخلیک سره مخامخ کړي.