Skip to main content

Posts

Showing posts with the label human rights

په لغمان کې دښخو ډله ییزه وژنې زبات کړه چې د ښځو حقونه دروغجن شعار دی

په لغمان کې دښخو ډله ییزه وژنې زبات کړه چې د ''ښځو حقونه'' دروغجن شعار دی حنان حبیبزی  د سېتېمبر پر 16 ، د لغمان په ولایت کې، یوه ډله ښځې او ماشومانې د لرګیو دغونډولو په نیت له کورونو ووتلې چې د سوند مواد برابر کړي. دامریکا په مشرۍ د ناټو یوې الوتکې د نورعالم صاحب په دره کې پر دوی بمبار وکړ 9 تنه يې ووژلې او 7 تنه نورې يې ټپیانې کړې. دې رښتیاؤ زبات کړه چې د ښځو د حقونو هغه ادعاوې چې په افغانستان کې يې بهرني ځواکونه کوي له تشو شعارونو پرته بل څه نه دي. دې عمل همداراز وښوده چې بهرني ځواکونه هغه څه ته ژمن نه دي چې د خپل ماموریت په اړه يې افغانانو ته ویلي دي. د شوروی ډوله جنایتونو تکرارول دا مانا لري چې ناټو لاپه دې نه پوهیږي چې له چاسره جنګیږي، که پوهیږي نو ولې بیا بیا په ډله ییزه توګه ملکي افغانان (ښځې، ماشومان او نارینه) وژني؟   ډیرې بیلګې شته چې ښيی له هریوې ملکي وژنې روسته بهرنیو ځواکونو یو لړ ژمنې ورکړي چې دولسي خلکو د ژغورنې اوپه وړاندې يې د ورته برید دتکرار مخه نیسي. خودتیرو 11 کلونو راهیسې افغانانو ولیدل چې نامسلمانو بهرنيو ځواکونو پخپلو ژمنو عمل نه ...

د خاص ارزګان دقتل عام اېتولوژي

د خاص ارزګان دقتل عام اېتولوژي حنان حبیبزی دوه اونۍ وړاندې، په خاص ارزګان کې، شاوخوا 16 تنه عام وګړي د ځانګړو پولیسو ( اربکیو ) یو قومندان ' شجاعي ' په زوره له کورونو وویستل، لاسونه يې پرې وتړل، یو داسې ځای ته يې بوتلل چې هلته د ځانګړو پولیسو کنټرول دی، او بیايي خپلو 30 تنو وسله والو ته امر وکړ چې دغه ولسي خلک په برچو(پوځي چړو) ووهي،  د برچو د ګذارونو له کبله چې لاس تړلي ولسي خلک له پښو ولویدل بیايي سرونه پر کاڼو ور وټوکل. سبا چې ځای خلکو دخپلو خپلوانو ډله ییزمړي په یوه څیرمه کنده کې وموندل د  وحشت نښې يې په مخونو له ورایه څرګندې وې.    ولسي خلک د پیښې په غبرګون کې د ولایت د ودانۍ په وړاندې ورټول شول، او دقربانیانو له منځه يې د 9 تنو مړي له ځان سره د احتجاج په توګه د ولایت مرکز ته وېوړل چې والي او اړوندو جنایي قواوو ته د شوي ظلم بیلګې وښيي. خو د ارزګان والي د ولسي خلکو دغه عدالت غوښتونکی ټینګار جدي ونه نیوه ، برعکس لاریون کونکو ته يې د ورته سزا ګواښونه وکړل. عیني شاهدانو په والي تور ولګاوو چې له قومندان ' شجاعي ' سره د نشيي موادو په قاچاق کې لا...

دځواک ناوړه کارونه، پرنالوستو ظلمونه

دځواک ناوړه کارونه، پرنالوستو ظلمونه حنان حبیبزی لنډیز کله چې لوستي او پرمختګ غوښتونکي کسان یا د پانګوالۍ ملاتړ کونکي د هیواد لپاره سیاسي یا یو اقتصادي سیسټم جوړوي، په دې ټینګار کوي چې شتمنو لوستو ته دې قدرت ولیږدول شي. د پانګوالۍ سیسټم چې پر تولیدي اوزارو ولاړ دی، ټیکنالوجي پکې د انسان او د څارویو د انرژۍ په ځای د تولید او دندو د پیدا کولو په برخه کې لومړۍ درجه ونډه لري.  ددې سیسټم له مخې د ژوند ډیرې چارې پر صنعتي تولیداتو او ټیکنالوجۍ ډډه لګوي او  خلکو ته د ژوند د سهولتونو په برابرولو او کاري دندو په پیدا کولو  کې مرسته کوي.  په کپیټالیسټي سیسټم کې چې د لوستو سرمایه لرونکو له خوا تبلیغ شوی دی، او د ژوند د شرایطو د ښه کولو اساسي لار يې بولي، قدرت د شتمنو اشخاصو، دولتي او نادولتي ټولنو لاسته لویږي چې د ګټې وټې او کنټرول د ساتلو لپاره پخپلو منځونو کې سیالي لري. ددوی ددغې پټې او ښکاره سیالۍ له کبله نالوستو خلکو ته چې د افغانستان په څیر هیواد کې اکثریت دي، سیاسي، اقتصادي، کولتوري او ټولنیز زیانونه رسیږي. دغه لوستي اشخاص د یو ځواکمن سیاسي دریځ په کار...

د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي

سمیع الله تړون  منبع: رویټر ،نړیوال څانګه لیکوال: حنان حبیبزی ژباړن:نثار صمد ، ۲۰۰۹/۵/۲۲ د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي روښانفکران او شاعران په افغاني ټولنه کی نفوذ کونکیً حیثیت لري . دا خو شاعران دي چی اکثرأ د عادي وګړو احساسات غبرګوي ، او د اشغال او کورنۍ جګړې په هکله د افغاني ذهنیت لویه برخه منعکسوي .  اوس اوس خو د افغانستان د غرونو او رغونو د خوشالتیا پر ځای د تازه وینو بوي راځي چې شاعران یې ورسره بوخت کړي دي . کله چې ما د یو افغان په حیث ، د هغوی مواد ولوستل ، نو د خپل هېواد حالت ټکان راکړ ، او په همدغه حالت کی مې د خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې ناکامي ولیده . کله چی بارک اوباما تیر کال د امریکا ولسمشریزه انتخابات وګټل ، نو د روښانفکرانو په شمول ډیر افغانان په دې ګروهه شول چی د بوش د عصر په ختمېدو سره د دوی ربړې او عذابونه هم پای ته ورسېدل . خو د می د میاشتې پر ۴/۵ شپه په لویدیځ فراه ولایت کې د امریکې تر بم وریو  وروسته چې په لس ګونو  ملکي انسانان یې ووژل ، ګڼ شمیر کسانو خپله هماغه عقیده د لاسه ورکړه . ...