Skip to main content

Posts

Showing posts with the label politicians

دځواک ناوړه کارونه، پرنالوستو ظلمونه

دځواک ناوړه کارونه، پرنالوستو ظلمونه حنان حبیبزی لنډیز کله چې لوستي او پرمختګ غوښتونکي کسان یا د پانګوالۍ ملاتړ کونکي د هیواد لپاره سیاسي یا یو اقتصادي سیسټم جوړوي، په دې ټینګار کوي چې شتمنو لوستو ته دې قدرت ولیږدول شي. د پانګوالۍ سیسټم چې پر تولیدي اوزارو ولاړ دی، ټیکنالوجي پکې د انسان او د څارویو د انرژۍ په ځای د تولید او دندو د پیدا کولو په برخه کې لومړۍ درجه ونډه لري.  ددې سیسټم له مخې د ژوند ډیرې چارې پر صنعتي تولیداتو او ټیکنالوجۍ ډډه لګوي او  خلکو ته د ژوند د سهولتونو په برابرولو او کاري دندو په پیدا کولو  کې مرسته کوي.  په کپیټالیسټي سیسټم کې چې د لوستو سرمایه لرونکو له خوا تبلیغ شوی دی، او د ژوند د شرایطو د ښه کولو اساسي لار يې بولي، قدرت د شتمنو اشخاصو، دولتي او نادولتي ټولنو لاسته لویږي چې د ګټې وټې او کنټرول د ساتلو لپاره پخپلو منځونو کې سیالي لري. ددوی ددغې پټې او ښکاره سیالۍ له کبله نالوستو خلکو ته چې د افغانستان په څیر هیواد کې اکثریت دي، سیاسي، اقتصادي، کولتوري او ټولنیز زیانونه رسیږي. دغه لوستي اشخاص د یو ځواکمن سیاسي دریځ په کار...