Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Taliban

د هرات کنسرټ، په افغانستان کې د ماډرنیټي (عصریتوب) اخلاقي تشه

د هرات کنسرټ، په افغانستان کې د ماډرنیټي (عصریتوب) اخلاقي تشه   حنان حبیبزی پیلیزه   د سې شنبې په وروستیو ساعتونو کې د اطلاعاتو او کولتور وزیر مخدوم رهین د سندرغاړي شفیق مرید دکنسرټ د لغوه کیدو لامل امنیتي ستونزه وښوده، او په دې توګه يې هغو ادعاؤ ته د پای ټکی کیښود چې د سیمې یووتلی مذهبي عالم يې د لغوه کولو  اصلي لامل بلل کیده. که د کنسرټ پر سر د راپورته شوي بحث د پایته رسولو لپاره د رهین وینا تشه رسمي پلمه وبولو، او پرځای يې هغه ادعاوې ومنو چې دسیمه ییز عالم مولوي مجیب الرحمان په ضد د ډله ییزو او ټولنیزو رسنیو(فیسبوک) په متنونو کې ولیدل شوې، چې ګویا،  '' د یو ملاامام د اعتراض په ترڅ کې چارواکو د شفیق مرید کنسرټ لغوه کړ '' ، بیا دا اړینه ده چې دې حقیقت ته پام واړو چې د مذهبي علماوو اغیز پر افغاني ټولنه ترکومه بریده پراخ دی.    که دا خبرې نه وي، ولې حکومتي چارواکي په دې مجبوریږي چې پلان شوی کنسرټ لغوه کړي. که دا نه وي، بیا ددې مسالې بل اړخ ته ګورو، هغه داچې، دغه پرمختګ د سیمه ییز حکومت د وړتیا ښودنه کوي چې نشي کولای ددغسې مراسمو ام...

د تیرویستلو اینجینري

د تیر ویستلو "اینجینري"   حنان حبیبزی    د انساني طبیعیت په اړه لومړنۍ څیړنه پروفیسر زیګمونډ فرایډ وکړه، دی موږ ته د مغزونو  نا څرګندې برخې راپیژني چې  د " لاشعور " unconscious mind   په نامه یادیږي،   په بله وینا، څه ډول،  د غوصې او د جنسي اشتیاق sexual pleasure    نه کنټرولیدونکی ځواک دانسان دمغزو په منځ کې پټ دی. " د ده تیوري ټینګار کوي چې انسان یو لاشعور unconsciousness لري چې په هغې کې جنسي غوښتنې اود  ویجاړولو ارمانونه د یو بل د نیواک لپاره  په پرله پسې ډول په جګړه او دفاعي حالت کې دي. له  لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته فرایډ دغه تیوري دهنر، ادبیاتو او بشر پوهنې anthropology په برخه کې وکاروله " . 1   دی  پر 1873 کال په ویانا کې وزیږیده،  د ویانا په پوهنتون کې يې د پروفیسر په توګه کار وکړ . په کال 1923 کې يې د انسان طبیعت human nature په درې برخو وویشه چې ده ورته د  '' ای ډي '' ، '' ایګو '' ، او '' سوپر ایګو ''  نومونه ورکړل چې لږ ترلږه یو...