Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Qiamudin Kashaf

د پنجوايي د خلکو غمجن حالت او د کرزي غبرګون

دې ځوان د کرزي رژیم تر پوښتنې لاندې راوست د پنجوايي د خلکو غمجن حالت او د کرزي غبرګون حنان حبیبزی  د مارچ په  18 الجزیرې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې د پنجوايي د پیښي قربانیانو خپلو خپلوان  لیدل کیږي چې   جمهورریس کرزي ته د هغه د پنځه ستوریزو جنرالانو او رسنیو په وړاندې له درده ډکې ویناوې اوروي. دغه ویناوې تر دې بریده  پخې، له دلایلو ډکې او بشپړې وې چې د کرزي په ګډون يې ناست چارواکي  چمتو کړل چې دا حقیقت ومني چې د روانو بد مرغیو عاملین همدوی دی، ځکه چې د یو قرباني د خپلوان د پوښتنې په ځواب کې پاتې راغلل.   هغو کسانو چې خبرې وکړې، نه یوازې يې خپلې ستونزې واورولې بلکې د ټولو افغانانو استازیتوب يې وکړ چې د ورته جنایتونو قربانیان دي. په ویډیوکې لیدل کیږي چې حامد کرزی او د هغه جنرالان هڅه کوي چې په یو نه یو ډول د پنجوايي د ډله ییزې وژنې د قربانیانو خپلوان  راضي کړي چې په کابل کې  د واشنګټن پخلاف د پیل شوې لفظي جګړې او بی باورۍ مخه ونیول شي، ځکه چې دغه اړیکي له بهره خړې ښکاره کوي.   رابر...