Monday 31 January 2011

خبریالي: رسنیزه ټیکنالوجي ډیموکراسي زیږوي


رسنۍ په ټولنه کې ډيموکراټیک فکر غښتلی کوي

خبریالي: رسنیزه ټیکنالوجي ډیموکراسي زیږوي
لیکوال:حنان حبیبزی
دا هیڅ مهمه نه ده چې خلک چیرته اوسیږي خو ډیری رسنیز خبرونه او ټول مالومات سیمه ییز دي. خلک یوازې هغه څه ته پام کوي چې ددوی په ټولنه،هیواد یا ټوله سیمه  کې تیریږي.
نن ورځ په سره نښتې او سره  تړل شوې نړئ کې خلک کولی شي چې په اسانۍ سره یې د رسنیو له منځپانګې څخه زده کړي یا د یو خبر اغیز په بیړني ډول په ټولنه کې ولیدل شي. ددې لپاره په هره سیمه او هر ځای کې خلک د پیښو په اړه خپل نظرونه لري. که دا جګړې دي ، که دا پرمختګونه دي.

په هغو ټولنو کې چې عام خلک اینټرنیټ او نورو رسنیو ته لاسرسئ لري ، ددوی پر ذهنونو باندې د خبرونو او اغیزمنو راپورونو اثر پاتې کیږي. لکه ،په اروپايی ، اسیايی ، امریکايی او ان افریقايی هیوادونو کې هغه خلک چې اینټرنیټ ته لاسرسئ لري په دې پوهیږي چې په افغانستان کې څه تیريږي. هلته جګړه ده او حکومت یې فاسد دی. دې سیاسي او اقتصادي  فساد او بې عدالتۍ  او دولتي ظلمونو ته غبرګون وسله وال دی.  خود نړۍ په بل هیواد کې داسې نه ده .  
لومړی د ټونس لاریونونه او ورپسې د مصر کړکیچن حالت او هغې ته د نورې نړۍ غبرګونونه ددې مانا لري چې څومره نړۍ سره نژدې ده او هیوادونه د یوې ټولنې غړي ګرځيدلي دي. که تاسې د یو بډای سړي ګاونډ کې اوسیږئ او چاپیریال مو خیرن وي ، هغه بډای شکایت کوي او په نتیجه کې یې ستاسې ژوند خرابیږي. هیوادونه هم همداسې درواخله. ددې لپاره  ځواکمن هیوادونه اړ دي چې د نړیوالتوب  په دې  لوی کلي کې د اوسیدو صلاحیتونو ته  په وروسته پاتې هیوادونو کې  وده ورکړي چې په دې کې رسنۍ ځانګړی رول لري.  
نه یوازې په سیاسي اړخ کې بلکې په ټولنیز ، کولتوري او اقتصادي برخه کې د رسنیو د راپور ورکولو اغیز ښکاره دی.لکه د اینټرنیټ بیړنی اغیز، چې څنګه یې د ټونس او بیا د مصر ځوانان راپورته کړل او د اوږدمهالو حکومتونو  په ضد یې دېته چمتو کړل چې کوڅو ته ووځي او په سوله ییزه توګه باندې د حکومت بدلون وغواړي.
خو که د افغانستان او دټونس  یا مصر حالات سره پرتله کړو نو په ساده ډول دې پایلې ته رسیږو چې د بیوزلي او مخ په ودې هیواد ترمنځ څومره واټن پروت دی. خو یو شی ډیر د پام وړ دی او هغه د خبریال او خبرونو ونډه ده چې  ډیموکراسي راولي . دا مرسته کوي چې  هغه مالومات  چې حکومتونه یې پټوي ،د عامو  خلکو تر غوږونو ورسیږي. په نورو هیوادونو کې اوس اینټر نیټ دهرڅه ځای نیسي. اینټر نیټ په ۱۹۶۰ کلونو کې د پوځي استعمال لپاره رامنځته شو چې په اتیایمو کلونو کې د عادي خلکو لاسرسي ته ورغی خو نن پر یوې حیرانونکې رسنۍ بدل شوی دی.  
په دې لیکنه کې  پر ټولنه د رسنیو د اغیز او د کار پر  بڼې بحث کوم چې نړیواله رسنۍ څومره په چټکۍ سره د لیرې پرتو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د عادي خلکو پرذهنونو اغیز شیندي. ایا رسنۍ دغه اغیز د افغانستان پر عام ولس هم لري؟ موږ به یوې داسې نتیجې ته ورسیږو چې د عامو خلکو په توګه موږ ته دا  راوښيي چې حالات ولې کړکیچن دي ؟ او انځور یې ولې سم نشو اخیستلی ؟
 د ټیکنالوجئ ونډه :
د ویکيلیکس راښکاره کیدو موږ ته وښوده چې رسنیزه ټیکنالوجي څه څه نشي کولئ. د رسنیو نوې ټیکنالوجي ، نه یوازې ټلویژون ،کیبلي شبکې بلکې  ګرځنده ټلیفون ،کمپوټر او اینټرنیټ – کولی شي چې په اغیزمنه  توګه د عادي خلکو ترمنځ د مخامخ او په لیکلې بڼه د اړیکو او خبرو اترو لامل شي. کولی شي چې مالوماتو ته د لاسرسي لارې چارې پیدا کړي او په دې بهیر کې ټول خلک ونډه واخلي.  دا همدا راز کولی شي چې  د لیرې پرتو سیمو خلک د عامه اړیکو پر وسایلو سمبال کړي چې یوه ورځ بیا د منل شوې ډیموکراسۍ د رامنځته کولو جوګه شي.
ددې سره سره چې موږ پوهیږو ،هره ټولنه او کولتورځان ځانته د ډیموکراسۍ تعریف لري یا  زموږ په ټولنه کې ډیموکراسي څه مانا لري او موږ څه ډول ډیموکراسي غواړو، خو لا هم، هلته په افغانستان کې ددغې ټینکالوجۍ  د عامولو په وړاندې څو اړخیزې ستونزې پرتې دي.  دملکيتوب د پرمختیا لپاره دغه ټیکنالوجي هومره اړینه ده څومره چې د خلکو ترمنځ د کمونیکشن یا عامه اړیکو او خبرو اترو پنځول مهم دي.
ډیری پالیسي جوړونکي او سیاستوال ټینګار کوي چې ډیموکراسي هغه ده چې له  رڼو ټول ټاکنو څخه وروسته یو حکومتي تشکیل د پخواني هغه ځای ونیسي او خلک په سیاسي بهیر کې خپل ګډون څرګند کړي. په دوی کې ښايي  دځینو پام د ټیکنالوجۍ ونډې ته اوښتی وي خو دومره ارزښت نه ورکوي څومره چې دوی د رایو استعمال ته خوشالي کوي. خو له دې خبرې انکار کوي چې همدا ټیکنالوجي ده چې رایه اچونکو ته د ټولټاکنو په اړه مالومات ور رسوي.
د خبریالۍ مسلک له نیکه مرغه د یوې ټولنې په جوړولو او فکرونو په یووالي کې مهم رول لوبولی شي ،یا خبریالي  د پوه ټولنې ،او  ډیموکراټیکې  ټولنې د شوني کولو لپاره د ټیکنالوجۍ ونډه اړینه بولي چې د مالوماتو د راکړې ورکړې  لپاره شرایط برابروي.لکه د مصر او ټونس روان حالات. د کمپوټري ټیکنالوجۍ او اینټرنیټ اغیز دوی مجبور کړل چې کوڅو ته راووځي او د بن علي یا حسن مبارک د لیرې کولو غوښتنه وکړي. ټیکنالوجي همداراز کولی شي چې په ټولټاکنو کې ستاسې درغلۍ ثپت کړي او ان د افغانستان په څیر یوه جګړه ځپلې ټولنه کې هم د ټاکنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. لکه د تورن اسماعیل خان صاحب یو ټیپ چې د پارلماني ټاکنو پر وخت خپور شو. یا  د درغلیو داسې نورې بیلګې چې په باثباته ټولنو کې یې له کبله محکمې بوختې پاتې کیږي.
تر هغې چې یوه ټولنه د یو څه منلو ته چمتو نشي تاسې نشی کولی هغه پرې وتپئ. لکه په افغانستان کې ،د کابل یا نورو ښارونو د یو شمیر خلکو چې په جامو کې یې بدلون راوست ، دشورای نظار او جمعیت قومندانان چې وزارتونه او ولایتونوڅوکۍ یې ونیولې ، ږیرې ووهلې او نیکټايی يې په غاړه کړه خو ډیموکارسي رانغله. دخلکو فکر بدل نشو. په کلیوالو سیمو کې بدلون رانغی . د فکر وضعه نوره هم پسې خرابه شوه. ځکه چې جګړه وشوه ، خلکو ځانونه په هغه څه کې ونه موندل چې نړیوالې ټولنې یې ډاډ ورکړی وو،بلکې ځانونه يې په وینو کې ککړ وموندل. د طالبانو حکومت له منځه لاړ خو جګړه نوره هم سخته شوه او په نیتجه کې یې خلک له تپل شوې تش په نامه ډیموکراسۍ وتښتیدل او طالبانو ته ورغلل.
 ډیموکراسي دا نه ده چې تاسې ږیرې ووهی ،نیکټايی واغوندی ،خپل دود او کولتور پرږدی، څه چې مو زړه غواړي هغه وکړی ، د خلکو غوښتنې له پامه وغورځوی او د خلکو په ضد دولتي زور وکاروی ، بلکې ډیموکراسي داده چې خلکو ته ددوی حق ورکړئ. ډیموکراسي په افغانستان کې دا مانا لري چې واک خلکو ته ورکړل شي. خلک دېته اړتیا لري چې پوهه شي ، عام ولس ددې حق لري چې ټولو مالوماتو ته لاسرسی ولري.
  د ۱۹۹۰ کلونو د ملکي جګړې پلان کونکي او برخه وال  ، یا د یوې یا بلې وسله والې ډلې مشر یا قومندان  ،جنګي جنایت یې کړی،  خو ددې لپاره چې په حکومت کې لویه څوکۍ ولري ،نورې ټولې ډلې ردوي ، دولتي امکانات په ناوړه توګه کاروي. یا د ملي یو والي په نامه ،یا ، داسې پریکړه لیکونه خپروي چې ځانته خپله براْت ورکوي او په دې توګه ځان د دولتي امکاناتو په کارولو سره  په هغو خلکو تپي چې  نه یې  مني، یا د افغانستان  په څیر په  یوه جګړه ځپلې او دودپاله ټولنه   خپل ځان تپئ. او بیا له همدې دودپاله ټولنې تمه لري چې د ډیموکراسۍ په نامه کړه وړه، دده ظلم اوزیاتی وزغمي.
ددې یو لامل دادی چې عام خلک له مالوماتو بې برخې دي،یا هغه مالومات چې دوی ته ورکول کیږي ، د حکومت تر اغیز لاندې دي. یا حکومت ددې وس لري چې دغه مالومات سانسور کړي او پر هومره والي او څومره والی يې خپل اغیز وشنیدي.
افغانستان نه یوازې له همدې ستونزې سره مخامخ دی بلکې ،عام خلک مخامخ اینټرنیټ، ټلویژون او کیبلي شبکو  ته لاسرسئ  نلري . خلک له لوږې سره مخامخ دي او نشي کولی چې ټلویزون ولري. یا کیبل ولري. یا په ټلیفون کې د مالوماتو راکړه ورکړه د کومې ستونزې له کبله بشپړه نه ده او خلک هغه فکر نشي ترلاسه کولی چې کړه وړه یې ډیموکراټيک شي او دخلکو په اخلاقو کې سیاسي او کولتوري بدلون راشي.
خو ددې سره سره په اوسني عصر کې دیادو شوو تیریو پخلاف یوازې ټیکنالوجي  ده چې خلک پرې خبریږي او په وړاندې یې غبرګون ښيي. ان په افغانستان کې د ګرځنده ټلیفونونو په راتللو سره ډیر خلک په ځانګړي توګه ځوانان اړ شول چې خپل کوچني جایدادونه وپلوري او مبایل ټلیفون واخلي ،چې په ټولنه کې له خپل همزولي سره سیالي وکړي.
که له یوې خوا دا د مبایل کمپنیو اقتصادي امپریالیزم وګڼو او د ټولنې یو شمیر خلکو ته يې اقتصادي زیان وبولو ، خو له بلې خوايي ګټه وکړه چې  د ټولنې دغه غړی يې له خپل بل همزولي سره په بل ولایت کې ونښلاوو. او همدې پرمختګ  د مالوماتو د راکړې ورکړې په ټپه ولاړ بهیر یو ځل بیا په خوزښت کې واچاوو.  په پرمختللو او مخ په ودې  نورو هیوادونو کې چې وار له مخه مبایل  شته وو ، سوشیل نیټورکس ، یا فیسبوک ،ټوایټر او یوټیوب د مالوماتو د راکړې ورکړې پرمختللې بڼې ته وده ورکړه.
 د اینټرنیټ اغیز هغه وخت ډیریږي چې ډیری خلک پر هغه څه پوهه شي چې د اینټرنیټ له لارې خپریږي. که څه هم اینټرنیټ د رسنیو هغه پرمختللې بیلګه ده چې د ټولنې هر غړی کولی شي ویبپاڼه یا بلاګ ولري او خپل ځانته خپله اواز پیدا کړي ،یا خپل چاپیریال ته د اواز د ورکولو وسیله شي. ځکه چې اینټرنیټي بلاګ دومره لګښت نه غواړي یوازې د کمپوټر اوله  اینټرنیټ سره د نښلیدو پره مهال دا هرڅه شوني کیږي خو تاسې لا هم مجبور یاست چې کمپوټر واخلی او پر اینټر نیټ هم لږ انداره  پیسې ولګوئ.
خو  دا حالت  هغه مهال په ټولنه کې شونی کیږي چې دغه  ټولنه سیاسي او اقتصادي ثبات ولري. په اقتصاد کې ټول خلک برخه ولري. ویش په عادلانه ډول ترسره شي او د هیواد سیاسي موقعیت یا جیوپالټکس مخ په ښه کیدو وي.  
جیو پالټیکس څه دی ؟  جیوپالټکس ،دېته وايی چې هغه ځانګړی هیواد په سیاسي توګه  په کوم ځای کې پروت  دی. که تاسې متحدو ایالاتو  ته پام وکړئ نو ژر مو ذهن ته د هغه هیواد زور او ځواک، سیاسي،پوځي او صنعتي پرمختګونه   راځي خو که د افغانستان په اړه فکر وکړئ  ، نو ، سیاسي فساد ، مخدره مواد ، اداري فساد ،جګړې، غلا غدۍ ، زورواکي، د خلکو ځورول ،بې عدالتي او ‌ډول ډول ناخوالې مو سترګو ته نیغې دریږي.
دا سیاسي غله دي چې نه پریږدي د یو هیواد سیاسي موقعیت ښه شي. د کوڅې د  یو غله  په پرتله سیاسي غل ډیر بد دی. سیاسي غل د ټول هیواد شتمنۍ وهيی خو د کوڅې غل چې د همدې سیاسي غله زیږنده ده ، ښايی یوازې یو شخص اویا یوې کمپنئ ته زیان واړوي ،خو که سیاسي غل نه وي نو کیدی شي چې د کوڅې غل ونیول شي او سزا ورکړل شي خو که سیاسي غل د محاکمو او قانوني ادارو اختیار په لاس کې ولري نو هیڅکله به غلا غدۍ او جرمونه په هغه ټولنه کې پایته ونه رسیږي.
افغانستان علمي څیړنې او تیوري نلري :
 لکه څرنګه چې افغانستان د خپلو ملي او بهرنیو ګټو لپاره تعریف او تیوري نلري ، دغسې د ډیموکراسۍ،  رسنیزې ټيکنالوجۍ استعمال  او ان خبریالۍ ته یې هم نلري. دکابل په پوهنتون کې فکر نکوم چې له ایراني کتابونو پرته بل څه پیدا شي او ایراني کتابونه تاسو ته د مسلکي ژورنالیزم لارې نه درښيي، ځکه چې هلته علمي کتابونه د یو افراطي حکومت تر کنټرول لاندې چاپیږي چې خبریالی ته بیل تعریف لري او نړیوال تعریفونه نه مني. که تاسې دا کتابونه د کابل پوهنتون په څیر یو علمي مرکز کې وکاروی نو خبریالي به هیڅکله په دغه هیواد کې معیاري نشي.
نن ، موږ په افغانستان کې اقتصادي خبریالي نلرو په داسې حال کې چې خلک یې له لوږې مري  او اوسني وخت کې څوک دغه حالت په بشپړ ډول نشي انځورولی. زما په یاد دي چې کله ډاکټر انور الحق احدي د افغانستان د مالې وزیر وو، یو مخکښ افغان خبریال ورسره د یو ټلویژون لپاره مرکه وکړه. خبریال بیا بیا هڅه کوله چې خپلې پوښتنې تکرار کړي ،په داسې حال کې چې د مالې وزیر خپل ځوابونه د اقتصاد په ژبه ورکول او په څرګندو ټکو کې یې د افغانستان د بودیجې او اقتصاد پر څرنګوالي رڼا واچوله خو داسې ښکاریدل چې  خبریال د اقتصاد پر ټرمینالوجۍ نه پوهیږي نو د احدي صاحب زړه ورته تنګ شو او خبریال ته یې وویل :( ته داسې وکړه چې لومړی د اقتصاد ژبه زده کړه او بیا راشه ما سره مرکه وکړه.) اوس چې زه فکر کوم د احدي صاحب دغه وینا په بشپړ ډول سمه او پرځای وه.
 دغه راز ،روغتیايی خبریالي نلرو ، د بیلګې په توګه ، په افغانستان کې د زیږون پر وخت  د میندو او ماشومانو مړینه یوه مساله ده. یا د خلکو پر روغتیا د جګړو بد اغیز یوه مساله ده. موږ تر اوسه پورې په دې بریالي شوي نه یو چې په خپله ټولنه کې د روغتیايی ستونزو رسنیزې څیړنې په سمه توګه وکړو. 
تیوري څه ده؟ تیوري، په علمي توګه د فکر کولو سیسټوماټیکه لاره ده ،رسنیزه تیوري ددې لپاره ده چې  ووايی  خبریال او خبریالي څه ده؟ یانې څوک چاته غږیږي؟ ایا د ګوتو شمار خلکو ته او که عامو خلکو ته یا ګردې ټولنې ته  .
دا خبرې څه ډول کیږي او چا، چاته څه وویل؟  دغه خبرې په کومو شرایطو کې وشوې او څنګه وشوې؟  ددې ترشا فکر څه وو ،او ددې فکر د خپرولو اقتصاد چا چمتو کړی وو؟ ددې خبرو تر شا سیاسي ملاتړ چا او څه ډول کړی وو؟ کولتوري اغیز يې څه دی ؟  دا پوښتنې، اوس له هغه څه هاخوا دي چې موږ يې په خبریالۍ کې بیطرفي ، انډول  یا دقت بولو. ددې پوښتنو تشریح کول هغو علمي مالوماتو ته اړتیا لري چې رسنیزې تیورۍ یې رانغاړي.
یا دا ، په افغانستان کې په پرله پسې توګه ټلویزوني چینلونه جوړ شول، ایا ددغو ټلویزونونو کومه علمي څیړنه شوې ده چې اقتصاد، سیاست، کولتور او ټولنیزې موخې يې څه دي؟  که موږ یوازې دیته خوشاله یو چې افغانستان کې ورځ تر بلې ټلویزونونه جوړیږي خو په دې فکر نه کوو چې زموږ په ټولنه به دځانګړو مفکورو دغه ټلویزونونه څه کولتوري اغیز ولري. ایا دا رښتیا هم خپلواک ټلویزونونه دي ،که یو چا يې اقتصاد برابر کړی دی؟ ایا دا ټلویزونونه رښتیا هم خبري او افغاني دي، که د بالیوډ استازولي ( نمایندګي)  کوي؟  ایا دې ټلویزونونو زموږ د ټولنې پر فکر  څه  ډول اغیز لرلی دی؟
دا د ، کابل پوهنتون ،ننګرهار  پوهنتون ، د علومو د اکاډمۍ او د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز دنده ده چې ددغو ټلویزونو لپاره یوه تیوري رامنځته کړي او په علمي ډول دغه رسنۍ خلکو ته تشریح کړي.  
 په داسې یو حالت کې،  که تاسې خبرونه  او رسنیز توکي  شنئ یا څیړئ  نو دېته وګور ئ چې دا څه ډول تولید شوي دي.  په کوم شرایطو کې تولید شوي دي.  مجبور یاست چې دغه  خبرونه بل ډول ولولئ ، جملې  نه بلکې ټکي مانا کړئ. دلته یوه پوښتنه وکړئ چې دا خبریال چاته کار کوي؟ معاش يې څوک ورکوي؟ د خپرنۍ تګلاره يې څه ده ؟ او داسې نور...دا هم وپوښتئ چې   ایا ددغې  ټولني ترمنځ د ځانګړو مفکورو خوښونکي  یا اخیستونکي شته؟  ددې رسنۍ ژبه کومه ده؟ او لیدونکي، اوریدونکي او لوستونکي يې څوک دي؟  
په حقیقت کې ډیر خپلواک خبریالان ، ان په پرمختللو او ازادو ټولنو کې  پخپل اختیار نه دي . هلته یو څوک شته چې ددوی معاش چمتوکوي. یاهلته یو څوک شته چې دده رسنۍ ته اعلانات ورکوي.  
ددغه اقتصادي ملاتړ اغیز څه دی؟  که څه هم خبریال د یو رسنیز راپور  د ترلاسه کولو په سوداګرۍ  کې پروت دی او د یو سیاسي اقتصاد له کبله مجبور دی چې د یو ځانګړي کولتور  له مخې یا د یو ځانګړي کولتور په پیروئ کې یوه مساله راپورته کړي . دده راپور  د څلور شیانو له اغیزه خالي نه دی. سیاسي، اقتصادي، کولتوري ، ټولنیز.  ایا ددې خبریال معاش څوک ورکوي؟  ایا دا رسنۍ  له کوم هیواد سره اړه لري؟   اوس که  کولتور ته پام وکړو نو دا د ژوند برخه ده. یو ځانګړی عمل ، ارزښت ، او کړه وړه دي. کولتور ښايی ایډیالوجي هم وي. مفکوره هم  وي. لکه پښتو یوه مفکوره هم ده. کولتور هم دی.
دا هغه څه دی چې د رسنیزو راپورونو پر کیفیت اغیز لري.  کولتور کله ناکله سیاسي اړخونه هم لري او دهغې ټولنې پر کار اغیز  لري چې خبریالان بلل کیږي.  کولتور یو سمبولیک شی هم دی. د بیلګې په توګه په اروپايی هیوادونو کې  دا کولتور دی چې خلک  د اورګاډي په یو تم ځای کې د ټیکټ د اخیستلو لپاره پخپله خوښه په کتار کې دریږي، هلته کوم پولیس نشته چې دوی دېکار ته مجبور کړي .  یا په اروپا کې خلک د مخامخ کیدو پر وخت یوه ځانګړې مسکا  کوي . دا یو کولتور دی او له هر سړي صادریږي.
د بیلګې په توګه ، که یو سړی  تر مخه وي  او دروازه خلاصه کړي او ور پسې  بل سړی وي، نو لومړنی  مجبور دی چې دوم سړي ته دروازه پرانیستې ونیسي چې  دوم   ودانۍ یا دفتر ته ننوځي ،که دا لومړی وزیر یا ولسمشر هم وي همداسې به وکړي. یا په اروپا کې دا یو کولتور دی چې په کور کې نارینه هم پخلی کوي، ښځې مجبوره نه دي چې پخلی وکړي.
خبریالان هم د همدغو ټولنو غړي دي  خو د هرې ټولنې خبریال د یو ځانګړي کولتور په رڼا کې مسالې څیړي. د پرمختللو ټولنو خبریالان ښه چلند کوی او د هغوی خبر هم ښه نتیجه لري.
او اقتصادي  مساله  دا هم کیدی شي چې تاسو وګورئ چې  دا خبریال  له کوم هیواد سره اړه لري او د هغه هیواد اقتصادي حالت ته پام وکړئ . لکه بي بي سي ، د برتانیا   پرمختللي اقتصادي ، سیاسي او کولتوري حالت ته په پام سره د بي بي سي د نړیوالې څانګې  خبریالان   ښه او با کیفیته راپورونه چمتو کوي.
دوی ته ښه وسایل ورکول کیږي.ښه مالي سرچینه لري. ددې ادارې خبریالان په علمي او کولتوري توګه بډ ای او قوي دي.
خو که د برتانیا  اقتصاد خرابیږي  نو  بي بي سي مجبوره ده  چې د خپلو خبریالانو شمیر کم کړي  خو د کار په څرنګوالي او څومره والي  يې له بد اغیزڅخه ځان ساتي. د بیلګې په توګه ،که بي بي سي کافي بودیجه ونلري نو نشي کولی چې له الجزیرې او نورو نړیوالو رسنیو سره سیالي وکړي او د هومره والي او څومره والي ( کیفیت) له پلوه قوي راپورونه چمتو کړي.  خو ډیر ځلې د رسنیو کار د هغو پریکړو له امله چې  د نړۍ  زورور هیوادونه يې د نورو هیوادونو پخلاف کوي د رسنیو کار  د یو شمیر لیدونکو ، اوریدونکو یا لوستونکو په نظر تر اغیز لاندې راولي.
پایله:
  دخلکو یوه وړه ډله یانې ولسمشر او سلاکاران يې، یا د حکومت نور غړي ،لکه په افغانستان کې د ولسمشر مرستیالان او یو شمیر خاص خلک چې پر حکومت  نفوذ لري، د نورو خلکو یا د ټول هیواد په استازیتوب پریکړې کوي. ایا دوی دا حق لري چې ستاسې په استازیتوب پریکړې وکړي ؟ ایا ددوی پریکړو ستاسې په ژوند کې پرمختګ راوستی دی؟ که موږ دغه پوښتنې تر جدي څیړنې لاندې ونیسو اوخلک ددې اختیار ولري چې زموږ له څیړنو وروسته  بدلون وغواړي ، افغانستان به د خپلو ستونزو حل ته ډیر ژر ورنژدې شي.  دغه ډول شرایط ډیموکراسي ده چې خلک بشپړو او کره مالوماتو ته لاسرسئ پیدا کوي.
همداسې که له ۱۱/۹ څخه وروسته وګورو ، څه ډول متحدو ایالاتو رسنئ تر اغیز لاندې راوستلې او خبریالانو ته یې د افغانستان د جګړې په اړه بشپړ مالومات ورنکړل . د ولسمشر بوش پریکړې د سلګونو زره  انسانانو ژوند په خطر کې واچاوو. که هغه پوځيان وو، ملکیان  او که مخالفان. امریکا وویل چې د سپټمبر ۱۱  د یو هیواد په ضد جنایت وو .
او ددې جنایت غچ یې له افغانانو واخیست په داسې حال کې چې یو افغان هم په دې بریدونو کې لاس نه درلود.  اوس پوښتنه داده چې  ایا دوه نفره ددې واک لري چې د یو هیواد د ګرد ولس  په استازیتوب پریکړې وکړي؟  او د ډیرو نورو خلکو ژوند په خطر کې واچوي. موږ د خبریالانو په توګه ددې حق نلرو چې د یو ملت په استازیتوب ددوه تنو  په لاس لیکل شوې پریکړې  ،تاید کړو . یا د بیلګې په توګه دافغانستان حکومت یا ناټو ادعا کوي چې دوی په خوست ولایت کې درې یا څلور وسله وال مخالفین وژلي دي.
 ایا موږ د خبریال په توګه د میز له شا ، کټ مټ دغه ټکي پخپل راپور کې کارولی شو؟ ایا موږ نشو کولی چې د پیښې سیمې ته ورشو او پلټنه وکړو چې ایا دغه پیښه څه ډول رامنځته شوې او دغه وژل شوي خلک څوک دي؟  د انسان وژل لویه جنايی پيښه ده ،که هغه ددولت مخالف دی ،که دولتي یا عام سړی دی. ایا موږ دا کله څیړلې ده چې دغه مخالفین ولې جګړې ته هڅیږي او ځانونه د مرګ کومې ته ورکوي؟   
پر رسنیو باندې د متمرکز کنټرول پخلاف د ژغورونکي په توګه د مسلکیتوب کږیدنه د یوې داسې پلمې په څير چې شیان باید هماغسې وساتل شي څنګه چې راڅرګندیږي ، ښه ګام دی.خو تر ګردو ډیره پکې د اینټرنیټ ونډه ده چې د رسنیو کارکونکو او مینه والو ته ازادي ورکوي چې مالومات  د هغو خلکو د تمې پخلاف وړاندې کړي چې پر رسنیو د بندیز او کنټرول هڅې کوي.  ټول افغان او بینوا ویبپاڼې يې ښې بیلګې دي چې دافغانستان چارواکي يې څو وخته مخکې له سرګردانۍ سره مخامخ کړي وو. د همدې لپاره ویلی شو چې رسنیزه ټیکنالوجي په ځواکمنه توګه کولی شي چې د رسنیو چلونکو ته هغه شرایط برابر کړي چې دوی يې عامو خلکو ته د هر اړخیزو مالوماتو د ور رسولو لپاره ، په ورځپاڼه یا کیبلي شبکې  کې نشي موندلی .
پای



Monday 24 January 2011

د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي



سمیع الله تړون 

منبع: رویټر ،نړیوال څانګه
لیکوال: حنان حبیبزی
ژباړن:نثار صمد
، ۲۰۰۹/۵/۲۲


د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي


روښانفکران او شاعران په افغاني ټولنه کی نفوذ کونکیً حیثیت لري . دا خو شاعران دي چی اکثرأ د عادي وګړو احساسات غبرګوي ، او د اشغال او کورنۍ جګړې په هکله د افغاني ذهنیت لویه برخه منعکسوي . 

اوس اوس خو د افغانستان د غرونو او رغونو د خوشالتیا پر ځای د تازه وینو بوي راځي چې شاعران یې ورسره بوخت کړي دي . کله چې ما د یو افغان په حیث ، د هغوی مواد ولوستل ، نو د خپل هېواد حالت ټکان راکړ ، او په همدغه حالت کی مې د خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې ناکامي ولیده .

کله چی بارک اوباما تیر کال د امریکا ولسمشریزه انتخابات وګټل ، نو د روښانفکرانو په شمول ډیر افغانان په دې ګروهه شول چی د بوش د عصر په ختمېدو سره د دوی ربړې او عذابونه هم پای ته ورسېدل .
خو د می د میاشتې پر ۴/۵ شپه په لویدیځ فراه ولایت کې د امریکې تر بم وریو  وروسته چې په لس ګونو  ملکي انسانان یې ووژل ، ګڼ شمیر کسانو خپله هماغه عقیده د لاسه ورکړه .

ځایی مشران وایي چې دغې حملې ۱۴۷ کسان ووژل . که دا حقیقت وي ، نو په ۲۰۰۱ کې د جګړې تر پیلېدو را وروسته دا تر ټولو خونړۍ حمله ده ، خو امریکایی پوځ بیا هم دا تور لګوي چی د ملکي کسانو شمیر تر حده غټ ښودل کیږی .
لاکن پر دغه تعداد تمرکز اصلی خبره بلې خوا ته وړي . دې وضعې افغانان له اصلي حالت نه اړولي دي او په غالب ګومان د هغوې هغه وروستیً باور چی پر اییتلافی ځواکونو یې درلود ، له منځه تللی دی .

د فراه یو اوسېونکیً حمیدالله وایي چې « موږ پر غلطه وو . امریکایان راغلي چې موږ ووژني . موږ په دې عقیده وو چې هغوی دلته راغلي تر څو زموږ راتلونکې بهتره کړي . مګر یا ، دوی ځکه ماشومان ، ښځې ، زاړه او هر کلیوال وژني چې وایي هغوی ټول طالبان دي . »
یو بل ځایی سړﺉ چی خان ولي نومیږي او په دې هوایی برید کې یې خپله خوښینه او یوه بله ښځینه خپلوانه له لاسه ورکړې وایی چې « امریکایي پوځ د بېګناه انسانانو په وژلو سره غواړي هلته په خپل هېواد کې ځانونه اتلان وښیًی . »

یو افغان ۲۸ کلن شاعر ، سمیع الله تړون پر افغانستان د شوروی اتحاد تر یرغل سمدستي وروسته زیږېدلی او د جنګ په دې لسیزو کې را لوی شوی دی . دﺉ چې یو وخت د کونړ د سیمې په دروکې  د ښکلو بیتونو له امله ډیر مشهور و ، نن د خپلو هنرمندو ملګرو غوندې د بهرنیو او کورنیو دواړو لخوا جګړې او ظلم ته راګرځېدلی دی ، یعنی :

دا ګنګوسې مو له پخوا اوریدې
چی زموږ واک به بیا جلاد نیسی
څوک به پخوا د مرده باد کی اوسی
څوک به طرف د زنده باد نیسی
د تاریخ سپینې او سپېڅلې پاڼې
د ځینو ځینو خلکو یاد نیسی
دا سپین لباس کی د نستوړو ماران
رانه کابل نیسی بغداد نیسی

تړون وایی چې حکومت د پردیو قدرتونو یو ګوډاګی او د جنګسالارانو او فساد غلام دی :

یو څوک په چل د آبادۍ په نامه
زور رانه واخلی رانه زر وخوري

دﺉ د یو نامتو شاعر په توګه ، چی خپل شعرونه د زرګونو کسانو مخې ته په غونډو کې اوروی ، نن د واکمنو او هم هغو لپاره چې واک غواړی ، یو تهدید ګرځېدلی دی . تړون وایی چې دﺉ د افغان استخباراتي شبکې لخوا تر څارنې لاندې دی ، چی تیر کال یې د ده پر خلاف یوه دوسیه هم خلاصه کړې او نن یې ژوند د خطر سره مخامخ دی .

حکومت او طالبان ولې د یو شاعر څخه باید وډاریږی ؟ په افغانستان کې شعرونه اکثرأ اوروَل کیږي یا په سندرو کی ویل کیږی ، او د لویی بېسوادۍ سره سره د عوامو د تاوده هرکلي سره مخامخ کیږي . شعري سیالیو ته په زرګونو خلک ورځي .

شاعري په افغانستان کې د پیړیو پیړیو راهیسې د عنعنو ، تاریخ او د کومې ځانګړې شېبې څرنګوالی غبرګوی . په ۱۸۸۰ کی د میوند د جګړې نکل داسی دی چی یوې ځوانی نجلۍ یعنی ملالۍ افغان جنګیالي وپارول چی برتانوي پوځ ته ماتې ورکړي . کله چی عسکر بې زړه شول او داسی ښکارېده لکه برتانویان چی یې ګټی ، نو ملالۍ زخمي پوځیانو ته ورغله او دا لنډۍ یې ورته وویله :
که په میوند کی شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

افغانانو هم مخ پر راواړاوه او برتانویان یې تر کندهاره پر شا وتمبول . که دا رښتیا وي یا نه ، خو ډیر افغانان هغه نکل منی .

پښتني شاعري د اعتراض یو اوږد تاریخ لري . د افغان تاریخپوه حبیب الله رفیع له قوله ، د نولسمې پیړۍ مصحح علامه محمود طرزی برتانویان په هغو اعتراضي شعرونو سره په قهر کړل چی په ټولو پښتنی سیمو کی ورته ویل کېدل .

کله چی روسان په ۱۹۷۹ کی راغلل ، نو شاعري یو ځل بیا د خلکو تر څنګ ودرېده . د اسحاق ننګیال شعرونه چی په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کی لیکل شوي ، د هغه راکښنې یوه ښه بيلګه ده چی افغانانو د ظالمانو په وړاندی که هغوی بهرني یرغلګر وو ، یا هم مذهبی بنسټ پالان ، وښودل ، یعنی :

که می سر په بیخ کې غوڅ شی له تنې نه
که می زړه په منګول ووځی له سینې نه
د وطن په ننګ دا ټول په ځان منمه
زه افغان یمه خپل هوډ پوره کومه

کله چی نړیوالو ځواکونو په ۲۰۰۱ کی طالبانو ته ماتې ورکړه ، نو ډیرو شاعرانو دا هیلی غبرګې کړې چې هغوی به نو باالاخره د شوروي تر ننګې لاندې کمونیسټي حکومت ، مجاهدینو  او هم طالبانو تر اوږدو کلونو وروسته سوله او نیکمرغي راوړي . خو د عادی افغانانو ربړو ادامه لرله : فقر زیات شو ، فساد ډیر شو ، او د خپل ولس د ځپنې لپاره د حکومت کړنی راپیل شوې . شاعران هم خپه شول او خپله غُصه یې د اییتلافی ځواکونو خوا ته واړوله .

تیر کال د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کی د امریکایی پوځ د حملې څخه وروسته ۴۷ کلن  نادر جان خپله ویسا له لاسه ورکړه . دﺉ وایی چی « موږ د حامد کرزي د سلطنت لپاره خپلی رایی ورکړي وې تر څو یو سوله ییز ژوند ولرو . خو د هغه پر ځای مرګ راکول شو . ما ولیده چی څنګه د نوآباد کلی تر امریکایی حملې لاندی راغی او څه باندی ۱۰۰ ملکي انسانان یې ووژل چی ۷۰ یې ماشومان او ښځی وې . آیا کوچنیان هم د امریکایانو پر خلاف جنګیږی ؟ ما وپوښتل چی هغوی کوم غلط کار کړی و ؟ »

یو پوخ شاعر پیر محمد کاروان پر هغه ناوې او زوم باندې ویر څرګندوي چې د واده پر مهال په بم ورۍ کې ووژل شول :

دلته چی نجونې د بنګړو په ژبه
چمبو ته راوړي د واده سندرې
د امریکې په راکټونو باندې

سورۍ سورۍ یې شي د زړه سندرې.




رویټرز: حنان حبیبزی یو افغان لیکوال دی چی د خپل هېواد څخه یې رویټر او بی بی سی ته راپورونه تهیه کړي دي او فعلأ په لندن کې اوسیږي . په دې بلاګ کې ټول نظریات د ده خپل دي .


Thursday 20 January 2011

دتیلو پر ټانکرونو د ایران د بندیز ترشا خیرن سیاست

حنان حبیبزی

افغانستان ته د تیلو یو مهم لیږدونکي ایران ، دا ژمی  پلان کړ چې  پر کابل د فشار اچولو لپاره دغه  وخت  وکاروي چې خپلې تګلارې او ګټې خوندي کړي.
تهران دا هڅه پخوا هم کړې ده، بیرته په ۲۰۰۷ کال کې ، کله چې د ژمي په منځ کې دوی لسګونو زره افغان کډوال مجبور کړل چې له ایران  ووځي،  ورپسې نور چلولول-  یا له خوږ شوې ګوتې نیول چې  کابل د ایرانیو امرونو پلي کولو ته اړباسي.  افغانستان په منځ کې پاتې دی، ناټو او امریکا په یوه اړخ کې دي ، او ایران په بل اړخ کې ، او له بلې خوا یې پر کابل  د امر چلولو هڅې .
بله مساله د ایران د تندلاري قانوني سیسټم ده ، دا مهال یې په سلګونو افغانان  د جنایتونو په نوم ، ډیر د مخدره موادو په پلمه  زندانواني کړي دي چې بې عدالتۍ او وحشيانه چلند سره مخامخ دي. نو زه په دې حیران نشوم چې کله مې  هغه خبري راپورونه  ولوستل چې  افغانستان ته پر تلونکو ټانکرونو  د ایران د ناقانونه بندیز په اړه وو.
په دې دلیل چې ایران په پرله پسې ډول هڅه کوي چې بیشمیره لارې چارې وکاروي چې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.  
 د امریکايي ډالرو بوخڅې  زما په زړه دي چې  د ولسمشرۍ د ماڼۍ سربیره  جیګ پوړو افغان چارواکو ته ډالۍ شوې وې .  ددغو اړیکو له لارې ایران د کابل  پر زښتو ډیرو سیاسي او کولتوري پریکړو خپل اغیز وساته. 
څومره ژر چې د ایران کارونه د څیړنیزو خبریالانو له خوا رسوا شول ، تهران هڅه وکړه چې افغانان پر هغه زخم پورې  وهي ، چې په بیړني ډول درملو ته اړتیا لري، یانې راتلونکی سوړ ژمی او تش جیبونه ،هلته چې عادي افغانان تر ګردو ډیر بد حالت زغمي.
په کابل کې چارواکي وايي ، په دغو ټانکرونو کې هغه تیل بار دي چې د ژمي پروخت د عادي افغانانو پراخه غوښتنه پوره کړي. د ایسوشیټیډ پریس د خبر له مخې د تیلو پر ټانکرونو د ایران بندیز د تیلو بیيې  اویا په سلو کې پورته کړي دي ،چارواکو ګواښ وکړ چې میلیونو افغانان په داسې حال کې د یخنی له کبله لړزیږي چې ژمی بیخي نوی راغبرګ شوی دی.  
نژدې دوه اونی زوړ بندیز تر ۲۶۰۰ پورې د تیلو ټانکرونه دافغانستان له پولې سره نژدې درولي دي. یو جیګ پوړی افغان چارواکی فرید شیرزی دغه بندیز د نړیوالو ټرانزیټي قوانینو خلاف بولي.  هغه وايي، له قصده  په قحطی کې د یو جګړه ځپلي ملت اچول د اسلامي ارزښتونو خلاف کار دی.
افغان چارواکي وايي که بندیز دوام پیدا کړي، نو د کابل او جنوبي ولایتونو ترمنځ به د ټرانسپورټ تګ راتګ د تیلو د کمښت له کبله په ټپه ودریږي. 
ایسو شیټیډ پریس راپور ورکوي چې ایران ،پر دوی د نړیوال  اقتصادي  بندیز او د خپلې وروستۍ پریکړې ترمنځ یو اړیکی په ګوته کړې  چې د تیلو سیمه ییزه سبسایډي په داسې بڼه ماته کړي چې لګښتونه غوڅ  او اقتصادي حالت چې په تهران کې  د نړیوالومالي بندیزونو له کبله ښکته شوی دی ،پورته کړي.   
په کابل کې د ایران سفیر ادعا وکړه چې تهران په ژوره توګه د هغو راپورونو په اړه اندیښمن دی چې د ایران له لارې افغانستان ته  لیږدیدونکي تیل د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو ته ورکول کیږي. 
ایران غواړي چې پر موږ  اقتصادي  او سوداګریز بندیزونه ولګوي، دا خبره  د سوداګرۍ په افغان وزارت کې د تیلو دڅانګې مشر فرید شیرزي وکړه.  ایران هیڅ حق نلري چې هغه ټانکرونه ودروي چې  پرته له ځنډه د ایران له لارې راتیریږي.  ده ایسو شیټیډ پریس ته دغه خبره وکړه.  

افغان چارواکي وايي ، د افغانستان  دیرش په سلو کې پیشکي تیل  د ایران له لارې لیږدول کیږي ،ډیری نور یې د منځنۍ اسیا له لارې چې  له افغانستان سره پوله لري  کابل ته رسول کیږي. چارواکي  وايي هغه پاتې ټانکرونه او ګاډي چې له تیلو بار دي او ایران ګرځولي دي له عراق او ترکمنستان څخه راغلي ، او  یوازې د ایران له لارې تیریدل .  
دیوې رسمي هوکړي له مخې چې د افغانستان او ایران ترمنځ شوې ده ، تهران هیڅ حق نلري چې افغانستان ته تلونکې  لارۍ او د،  سوداګریز ټرانزیټي بهیر مخه ونیسي.
دا هسې پلمه ده ،اصلي کیسه بل څه ده ،هغه څه چې تهران یې مالي لګښت پرې کړی دی .ایران په افغانستان کې پراخ رول غواړي چې تهران ته دا وړتیا ورکړي چې په کابل کې پر بهرنیو او سیمه ییزو تګلارو خپل اغیز وساتي.
امریکایان او د هغوی ملګري هغه تیل نه کاروي چې د افغانستان له پولې سره نژدې د ایران له خوا ګرځول شوي دي. امریکایان خپلې لوژیستکي اړتیاوې د پاکستان له لارې لیږدوي چې له ایران څخه زښته ډیره فاصله لري.
دا بندیز پر حامد کرزي یو فشار دی چې تش په نامه نوی پارلمان پرانیزي ، چې د امریکا په پرتله به ډیر ایران پلوی وي،نو د تیلو پر ټانکرونو د ایران دحکومت بندیز د۲۰۱۰ کال له پارلماني ټاکنو سره مخامخ اړیکي لري چې د افغانستان د لوی څارنوال له خوا  له درغلیو ډک او ناقانونه بلل شوي دي.
د پارلمان د ۲۴۹ استازو ترمنځ به  قومي لږکۍ تاجکان او شیعه ګان لوی شتون ولري ،هغوی چې له ایران سره مذهبي او ژبني اړیکي لري. ښايي دوی د پښتنو ترمنځ چې د افغانستان د خلکو اکثریت جوړوي د کرزي دودیز ځواک وننګوي.  ایران په کلکه دخپلې خوښې دغسې یو ځواک  پسې ګرځي چې د سني پښتنو قدرت له ننګونو سره مخامخ کړي.
پان – ایرانیزم او پان – فارسیزم یوه تیوري ده. تهران غواړي چې دا رامخته کړي ، او د افغانستان په ګډون  په سیمه کې د ځینې هیوادونو پیژندګلوي بدله کړي. پښتانه یوازنی قدرت دی چې د ایران له اجڼداوو سره مخالفت لري، نو ددې لپاره تهران له دوی کرکه کوي.
راپورونه وايي چې حامد کرزي د ۲۰۱۰ کال د پارلماني ټاکنو د باطلولو امر ورکړی، او هغه، ویره لري چې  دایران له خوا کنټرولیدونکی د قانونجوړونې  بهیر ښايي  دافغانستان لویدیځوال ملګري خوابدي کړي.
د رویټرز د راپور له مخې ډیر کاندیدان او انتخاباتي کارکونکي پلټل شوي دي او د انتخاباتو کمیسون د پنځه اشاریه شپږ میلیونه رایو له منځه  نژدې دریمه برخه  رايي جعلي بللې. ځینې کاندیدان او ملاتړ کونکي یې د تیرې  میاشتې راهیسې لاریونونه  کوي او د انتخاباتو د پایلو د باطلولو نارې وهي.

په داسې حال کې چې  د امریکا ولسمشر بارک اوباما دافغانستان د جګړې  په اړه د خپلې تګلارې د بیا کتلو بهیر بشپړ کړ ،په کابل کې دغه  ستونزه د روانې بیثباتۍ په اړه  هغه ته له اندیښنو ډک پیغام ورلیږي.
د سپټمبر د میاشتې په ټاکنو کې د درغلیو  پرله پسې ادعاوو ، د  کرزي  او د هغه د حکومت  د اعتبار په اړه  د یوملګري په توګه په  داسې وخت کې پوښتنې ولاړې کړي دي  چې ، متحد ایالات او ناټو له افغانستان سره د  اوږدمهاله ژمنتیا په اړه فکر کوي. هغه څه چې ایران پلوی پارلمان به یې مخالفت وکړي.
په دې  وروستیو کې ، د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر په پای کې، د حامد کرزي مرستیال قسیم فهیم په تهران کې وو چې د بندیز په اړه خبرې وکړي. هغه وویل ایران ژمنه وکړه چې د تیلو پر ټانکرونو چې افغانستان ته اوښتونکي دي،  بندیز ایسته کړي  ،سلګونو لارۍ یې له کبله  پر پوله ولاړې دي، خو ایران یې له جګړه ځپلي ګاونډي سره کړې ژمنتیا ته وفادار نه وو.

په افغانستان کې د پوه- ټولنې په وړاندې پرتې ننګونې

لیکوال: حنان حبیبزی
د انګلستان، کاونټري پوهنتون
نړیوال ژورنالیزم  او رسنیز اړیکي 
نیټه: ۱۶.۱۲.۲۰۱۰

'' خلک هیڅ کوم دلیل نه ویني چې له مخې یې په یو بهرني اقدام کې ځان ښکیل کړي ،په مرګونو او تیریو کې. نو تاسو دیته اړتیا لری چې هغوی وخوځوی .ددې لپاره چې هغوی وخوځوی، نو تاسو باید هغوی وویروی''(چومسکي ۱۹۹۷) . 

د چومسکي وینا د جګړو پر وخت تل عملي ده، که تاسې د افغانستان څه له پاسه دیرش کلن ناورین ته نظر وکړی نو دا به درته ژر څرګنده شي چې د هغه هیواد دولتي مشرانو حکومتي امکانات  په څومره بۍ رحمۍ سره د خپل ولس په ضد کارولی دی. 
ماډرن سوسایټي،نوې ټولنه په هر هیواد کې له سیمه ییز سیاسي، اقتصادي ،کولتوري او ټولنیز حالت سره سم تعریف لري چې د ټولنې غړو ته د هغوی د راتلونکي په اړه د پریکړو ځواک ورکوي. دا اقتصاد دی چې تل یوې پوه-ټولنې ته د پرمختګ لارې برابروي. 

خو ''ډورخېم   د یوې ټولنې پر عمومي تیورۍ  ټینګار کوي چې خلکو ته  ټولنپوهنه معرفي کړي ،نه اقتصاد، په ترتیب برابر ټیکاوو ورته تشریح کړي '' (ډوډ۱۹۹۹) د نایجل ډوډ ټینګار دمځکې په یوه کړکیچنه برخه کې د یو داسې هیواد چې ټولنه یې د ژوند  دنور و بنسټونو په څیر  پاشل شوې ،له درزونه ډکه وي  ،ماته مناسبه ښکاره شوه. 

موږ که د افغانستان د ټولنې په اړه غږیږو نو هلته د ټولنې وګړي نه پوهیږي چې په راتلونکي کې به څه ډول یوه ټولنه ولري. د جګړو او روانو پوځي چارو پرمساله که  یې سترګې پټې کړو او داسې وګڼو چې هلته جګړه پایته رسیدلې ،نو د ټولنې وګړي یوې داسې تشریح ته اړتیا لري چې وپوهیږي ټولنه یې چیرته او کومې خوا روانه ده. 

د بیلګې په توګه په کابل او نورو لویو ښارونو کې ډیری  ځوانان دلویدیځ له جامو او کولتور څخه اغیزمن شوي دي  او ملي جامې یو فیشن نه ګڼل کیږي، ان یوشمیر خلک دننه په حکومت او له حکومته بهر خپلو ملي ارزښتونو ته په سپکه سترګه ګوري.
له کندهار او پکتیا څخه ډیرو ځوانانو شکایت وکړ چې کله کابل ته لاړ شي نو په ملي جامو کې  په اسانۍ  سره نشي کولی چې دولتي ادارو ته  ننوځي خو که لویدیځ ډوله جامې یې په غاړه وي نو امنیتي ساتونکي یې ډیر نه پلټي. 

ددې باور همغاړي د هیواد په کلیو او بانډوکې  زښت ډیر دي او دوی اندیښنه لري چې  د یوې منظمې خو نیمه رسمي تګلارې له مخې یې د ملي ارزښتونوسیستماټیک سپکاوی کیږي. دې  ستونزې ته  ښايی د ډورخېم مفکوره د رسیدو یوه ښه لار وي،خو دا په حقیقت کې هغه مهال شونې کیږي چې په هغه هیواد کې دجګړې ځای سوله ونیسي . په دې مقاله کې  د نړیوال ملکیتوب  د تیورۍ له مخې هڅه کوم چې په افغانستان کې د یوې وړ او باثباته پوه- ټولنې ،انفارمیشن سوسایټي دجوړښت یا سمون په اړه د هارورډ  په بڼه علمي شننه وړاندې کړم. 

ټولنپوهنه او له عادي خلکو سره اړیکي : 

د نړیوالتوب مفکوره چې د یوې هر اړخیزې ملکي ټولنې سپارښتنه کوي په افغانستان کې ظاهرا د ټولنپوهنې دهڅو د نشتوالي له کبله د ګټې پر ځای د تاوانونو د رسولو لامل ګرځیدلې ده.خو په پوځي او سیاسي ډګر کې یې ګټې یوازې هغو څیرو ته رسیدلي چې ادعا کوي د افغانستان لپاره جنګیږي. 

یوازې عادي افغانان  نه دي چې د ټولنپوهنې له ستونزو سره مخامخ دي ،بلکې د هیواد په علمي او دولتي کچه ،ډیری خلک تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې په افغانستان کې د یوې منظمې ټولنې د جوړولو ستراتیژي وړاندي کړي.
ددولت دوم درجه چارواکي د یوې ملي او پوه- ټولنې پر ځای هڅه کوي چې دافغانستان خلک په بیلابیلو ډلو سره وویشي او د خپلوسیاسي موخو لپاره کړکیچ ته لار برابره کړي. 

دوی له ولس سره همغږي او خبرې اترې نلري او له کبله یې  دولتي خدماتو ته د ټولنې لاسرسی ډیر لږ شوی دی.د بیلګې په توګه خلک غواړي چې قانون پر ټولو یو ډول عملي شي خو دولتي چارواکي نشي کولی چې  د احمد ضیا مسعود په څیر یو سړی چې ۵۲ میلیونه ډالر یې له افغانستان څخه بهر ته تښتولي دي قانون ته وسپاري. د لوړې کچې دغو غلو ته پیرمحمد کاروان '' پولادي مږکان''  وايي:  '' پولادي مږکان ګرځي/ ځځیرلې یې چمبې دي/ وژل شوی د ډول غږ دی/ ،د شپنو شپیلۍ کڼې دي'' (کاروان ۲۰۰۲). 

یا خلک ګوري چې یو قاتل  په ښار کې هسکه غاړه ، ددولت تر سیوري لاندې ، ددولت په جامو کې ، ددولت پر امکاناتو سمبال ګرځي اود عادي وګړو ژوند  ګواښوي.دا داسې مانا ورکوي چې په افغانستان کې  د ټولنې د ویرولو لپاره قاتلین او جنایتکاران د حکومت تر چتر لاندې فعالیت کوي چې پرانساني چارو ناقانونه کنټرول وساتي. 

'' په ۱۹۳۰ کلونو کې هټلر خلک  د یهودانو او جټانو په وړاندې راپورته کړل.تاسې باید دخپلې دفاع لپاره هغوی مات کړی . موږ هم خپله طریقه لرو. په تیرو لسو کلونو کې په هر یوه  یا دوه کلونو کې  یوه  بده بلا  ددې لپاره جوړه کړی شوې ده چې موږ یې په وړاندې دخپل ځان دفاع وکړو. هلته باید یو وي چې هر وخت شته دی'' ( چومسکي ۱۹۹۷ ). 

دغه ډول خلک برعکس د هیواد د بربادۍ لامل ګرځي. دوی نه یوازې دخپلو خلکو په ضد فعالیت کوي بلکې ددولتي  چارو د سمبالونکو په توګه  د نړیوالو پر ژبه هم نه پوهیږي.  د بیلګې په توګه د متحدو ایالاتو ولسمشر یو هر اړخیزنړیوال علمي انسټیټوشن دی. کله چې هغه وینا کوي نو علمي ژبه کاروي. نوپه دې ژبه به کریم خلیلي څه پوه شي. 

د نړۍ په نورو هیوادونو کې حکومتونه باید له علمي خلکو څخه جوړ شي چې له متحدو ایالاتو سره د نننۍ  نړۍ د ستر اقتصادي، سیاسي او پوځي ځواک په توګه  پوهاوی ولري. څرنګه  چې پوهاوی دننه په هیواد کې  پخپله دټولنې عادي غړو ، د ټولنې او د حکومت ترمنځ مهم دی ، له بهرنیو هیوادونو سره هم اړین دی. که تاسې پخپل کور کې د کورنۍ له نورو غړو سره پوهاوی او تفاهم ونلری ،ګډ ژوند نشی کولی. هیواد او ټولنه هم د یوې لويې کورنۍ په څیر ده، باید  ګډه او سوله ییزه وي. 

په نننی نړۍ کې د مالوماتو کچه دومره پرمخ تللې ده چې ان د متحدو ایالاتو په څیر یو لوی هیواد نشي کولی چې خپل پټ رازونه خوندي کړي. د ویکي لیکس په عصر کې هر سړی سترګې په لار دی  چې دغه مالومات وویني، وایې وري، او یايي ولولي. خو که یو سړی له لوږې سره لاس او ګریوان وي ،نو هغه به یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ په فکر کې وي چې  ژوندی پاتې شي ، په دغسې حالت کې د ټولنې غړي نشي کولی چې هر اړخیز مالومات تر لاسه کړي ،یایې لږ ترلږه ولري. 

دغه ډول ټولنه بیا ژر تیروځي او د نورو د لاس اله ګرځي،یا د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره په هرډول ویجاړونکي اقدام لاس پورې کوي. دا ډیره مهمه ده چې په دغسې یوه ټولنه کې له ولس سره تفاهم او دمالوماتو د شریکولو لارې چارې په ګوته شي ، له یوې خوا به ددغې ټولنې د پوهې کچه لوړه شي او له بلې خوا به خلک باور پیدا کړي. 

هسې هم ،د انفارمیشن ټیکنالوجۍ په دې پېر کې د ویکي لیکس په راڅرګندیدو سره د رسنیو د کار بڼه بدله شوه. پخوا به یو خبریال د یو لوړپوړي چارواکي  کارونه څارل چې کورنیو او نړیوالو اوریدونکو ته مالومات ورکړي.  خو نن د رسنیزې ټیکنالوجۍ د پرمختګ په برکت خپله د متحدو ایالاتو له خولې خبریږو چې  په ځانګړو هیوادونو کې لوی چارواکي څه ډول له قدرت څخه ناوړه ګټه اخلي خو دوی یې د ځینې ناڅرګندو لاملونو له مخې ، نه محاکمه کوي یا یې  نشي محاکمه کولی . د ژورنالیزم د کار په بڼه کې بدلون راغی . 

اوس هغه خبریالان چې دولتي فساد به یې پلټه  دخپلو اوریدونکو یا لوستونکو ترڅنګ د ویکي لیکس نوو خپرونو ته سترګې په لار دي، خوددې لپاره چې  ویکي لیکس ددغو خپرونو دوام خوندي کړي د نړۍ له پوځي قدرتونو سره مخامخ ده. ددې سره سره چې ویکي لیکس کوم پوځي ځواک یا فزیکي قدرت نلري خو دا وړتیا لري چې د امریکا په څیر د یولوی هیواد نړیواله  دیپلوماسي وننګوي. 

دېته نرم زبرځواک یا سافټ پاور وايي.  دا د یو سافټ ویر یا اینټرنیټ پاڼې له لارې دنړۍ دسیاستونو رازونه چې لسیزې لسیزې باید پټ پاتې شي افشا کوي او دا یو جادويي نوښت دی. د امازون کمپنۍ چې ددې نوي زبرځواک کوربه وه ، ظاهرا د نړۍ د لویو هیوادونو د فشار له کبله یې  ددغې پاڼې  سرور په داسې حال کې  پریښود چې جولیان اسینج په برتانیا کې ونیول شو. که څه هم ښاغلی اسینج په ضمانت پریښودل شو خو دمتحدو ایالاتو په څیر هیوادونه اوس هڅه کوي چې داسې کمپیوټري سافټ ویر رامنځته کړي چې دپټو استخباراتي مالوماتو ساتنه وکړي او د ویکي لیکس په څیر ویبپاڼې ویجاړې کړي. 

پوهـ ټولنه یا انفارمیشن سوسایټي  :  


د ګلوبل سیوالیزیشن تیورۍ له مخې انفارمیشن سوسایټي یانې وار له مخه خبره ټولنه. انفارمیشن سوسایټي د یو هیواد د ټولو غړو مجموعه ده چې دخپل هیواد د سیاسي ، کولتوري، اقتصادي او ټولنیز حالت سره سم د ژوند د بیلا بیلو اړخونو په اړه مالومات لري. دبیلګې په توګه ،په کومه موخه چې یو علمي کتاب لولې یا په یو علمي سیمینار کې ګډون کوې نو هلته چې ستا لپاره کوم نوي مالومات ورکول کیږي،په بیړه ستا له پخوانۍ پوهې سره یوځای کیږي.  

 د ټولنیزو رسنیو تیوري ټینګار کوي چې انفارمیشن له پوهې ( علم ) هاخوا  شی  دی او دا، انفارمیشن (مالومات) دی چې خلک ترې  پوهه ترلاسه کوي. د نړیوال پوهاوي د تیورۍ له مخې  انفارمیشن، د یو ځانګړي سوال ځواب دی چې  د ځواب ورکونکي د پوهې ښکارندوی وي. په پوه-ټولنې ،یا انفارمیشن سوسایټۍ  کې یو کروندګر باید دومره پوهه ولري چې هره پوښتنه ترې وشي نو له مالوماتو ډک ځواب ورکړي.  

د بیلګې په توګه ، که یو ځوان  ښونځي ته نه ځي هغه نه پوهیږي چې احمد شاه بابا څوک وو،یانې  پوهې ته  دنورو مالوماتوورګډول چې د یوچا د پوهنې د ډیریدو لامل ګرځي . '' دافغانانو د سیاسي پوهې کچه ډیره لوړه ده ،دوی د خپل هیواد پر حالاتو ښه پوهیږي'' (غني ۲۰۰۹) سیاسي پوه شته او ځینې نورلاملونه هم شته چې ددغې پوهې د سم استعمال مخه نیسي. 

نړیوالتوب او د ټولنې پر غړو یې اغیزې : 

ددې سره سره چې دافغانستان ټولنه له نړیوالو معیارونو سره برابره نه ده او بیرته پاتې ، ځپل شوې او بې خبره ټولنه ده، خو بیا یې هم له نړیوالتوب سره، په یو ډول نه یو ډول  اړیکي پاللي دي. له پوځي اړخه که ورته وګورو نو د ۱۹۷۸ـ ۱۹۷۹ راهیسې دغه هیواد د بهرنیو لاسوهنو او پوځي خوزښتونو ډګر دی.  له بهرنیو هیوادونو څخه د وسلو او لوژیستکي توکو لیږد رالیږد او داسې نور چې د نړیوالتوب عناصر بلل کیږي ،تل په افغانستان کې لیدل کیږي.


خو د ګټې پر ځای یې  ډیرځلې بشري ناورینونه او ناخوالې له ځان سره راوړي دي چې په ټولنه کې یې د ژوند هیلې هم د له منځه وړلو له ګواښ سره مخامخ کړي دي. دا حالت  زموږ پر بیوزله ټولنه د نړیوالتوب د ناوړه اغیزو د ودې لار هم برابروي. 

 اسحاق ننګیال ددغه ډول اړیکو پایلې پخپل یو شعر کې داسې انځوروي: '' دا ترڅو مې بې پتي د سرو غوټیو؟/ دا ترڅو دستا اغزي زما باغونه ؟ / دا ترڅو په دې پردي پردي ټوپکو/ قتلوې دازما خویندې زما وروڼه ؟''  (ننګیال۱۹۹۸ : ۲۶۴) تر اوسه یوه پابریکه چیرته  په دې هیواد کې لیدل شوې نه ده چې وسلې تولید کړي نو له دې په څرګنده توګه جوتیږي چې دا لیږد رالیږد  د وسلو د یوې بهرنۍ سوداګرۍ په ترڅ کې ترسره کیږي او افغانستان  ته لیږدول کیږي. 

د هویت مساله د یو قوم لپاره ډیره حیاتي ده. هویت دوه ډوله دی ،یو هغه چې د یوې ټولنې ملي او بهرنۍ پیژندګلوي پرې کیږي لکه افغان چې د افغانستان د اوسیدونکي لپاره کاریږي ،د هویت دومه بڼه داده چې د ټولنې غړي ځانونه خپلو ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته وفادار احساس کړي چې له بده مرغه په افغانستان کې دا دومه بڼه په جدي ډول له خطر سره مخامخ ده. 


د رنتانن په وینا '' یوازې دا نه چې دریځونه  مختلف دي، بلکې ددوی لاسرسی یو شان نه دی.ما ټینګار وکړ چې هیوادونه په کورني توګه  سره ویشلي  دي ، موږ باید دې بهیر ته یوازې د هیوادونو ترمنځ ونه ګورو بلکې په هیوادونو کې یې د ښارونو ترمنځ وګورو'' ( رنتانن ۲۰۰۷). 

په دې کې شک نشته چې د نړیوالتوب ګټې ډیرې دي او له نورې نړۍ سره د نښلیدو لامل کیږي. خو د افغانستان په اوسني حالت کې یې  تاوان همدادی چې خلک بیلارۍ ته هڅوي ،هغه ولس چې د یوې باثباته  پوه- ټولنې تعریف نلري ،د نورو ټولنو کولتور راخپلوي او وروسته بیا داسې یوې ټولنې ته غاړه نه ږدي چې یوازې په دودپاله اسلامي هیواد کې د منلو  وړ ده. دجنجالونو د زیږیدو لامل ګرځي. یوه دودپاله ټولنه باید رو رو پرمختګ وکړي چې یوه باثباته پوه-ټولنه ترې جوړه شي. 

بیړنی او ناڅاپي بدلون ډيرې ناوړه پایلې له ځان سره لري. ښه بیلګه یې دکابل په سینماوو  او د کابل په تلویزونونو کې د بهرنیو فیلمونو او نندارمو ښودل دي چې تنکي ځوانان یوې څرګندې سرغړونې او له پردي کولتورسره توافق ته چمتو کوي. '' دپردي بهار وږمې دي راچلیږي په وطن مې/ د غلیم د فکر دوړې ، راخوریږي په وطن مې '' (توپاني ۲۰۰۲ ). 

د بیلګې په توګه بالیوډ ،هر وخت کولتوري ټاکټیک پاتې شوی دی، پخپله رانښلونه کې په بیساري ډول نیشتلزم او هندي کړه وړه  وړاندې کوي او په بهرنۍ توګه د نړیوالو اندیښنو د لړۍ شننې ته ډیر فصیح دی . '' برتانوي استعمار، پان اسیایزم، د جنوبي اسیا سیمه یزم ،امریکاييتوب او کولتوري امپریالیزم او همداسې نور. دا ټول دبالیوډ د هر کړون په عناصرو کې لیدل کیږي. له نڅا نیولې ، د جامو د بڼې، د شخصي چلند په بیلګو او استازولۍ کې''  (کاووري۲۰۰۷ )۔ 

د نړیوالتوب بل مهم توکی قانوني سوداګري ده چې د عادي وګړو اړتیاوې پوره کوي. ددغې سوداګرۍ سرچینه یا په نیویارک،برلین ،بیجنګ او یا لندن کې ده خو د کوچنیو استازو ( اجنټانو ) له لارې خپل تولیدات د افغانستان او سیمې بازارونو ته رسوي. افغانستان چې پخپله تولیدات نلري او ډیری خوراکي توکي له بهره رالیږدوي ،خلک یې مجبور دي چې لګښت ولري او شیان راونیسي.


دغه پېر او پلور له نړیوالتوب سره د عادي افغانانو تړاوو جوړوي. دوی په دې پوهیږي ،که نه پوهیږي خو دا یو تړاوو دی چې افغانان خپلې پیسې لګوي او د بهرنیو هیوادونو تولیدات رانیسي خو ګټه یې هغه چاته رسیږي چې له هیواده بهر ناست دی.
د بیلګې په توګه ، که د لوی ملا صاحب محمد عمر مجاهد طبیعت هم خرابیږي نو اړ دی چې درمل واخلي ،کله چې دی پر درملو پیسې ورکوي، نو دغه پیسې د درملو د پابریکې د مالک جیب ته ورځي او دا ان له نړیوالتوب سره د طالبانو تړاوو ښيي.
نن ،که تاسو وغواړی که ونه غواړی ،نړۍ په پرمختګ او نژديوالي کې ده. 


  دبیلګې په توګه کرکټ،نن په افغانستان کې پر ملي لوبه بدلیږي او مینه وال لري. دغسې فټ بال د نړیوالتوب پر یو لوی عنصر بدل شوی دی. کله چې انګلستان په دې وروسته کې د راتلونکو نړیوالو سیالیو کوربه توب وبایله ، په ملیارډونو ډالره زیان ور ورسیده ،ځکه چې د انګلستان د فټ بال په سلګونو زره مینه وال به اوس د انګلستان پر ځای په روسیه کې لګښت کوي او برعکس په انګلستان کې به کارونه په ټپه دریږي او خلک به خپلې دندې پریږدي او روسیې ته به سفر کوي چې هلته د فټ بال سیالۍ وګوري. 

مذهبونه د نړیوالتوب یو بل رغنده عنصر دی ، د بیلګې په توګه اسلام په چټکۍ سره په اروپا او امریکاکې په خپریدو دی .دبیلګې په توګه یو سړی په کابل کې ناست دی خو د فیس بوک یا ټوایټر له لارې په نیویارک له یو بل چا سره اړیکي لري او له هغه سره د مذهب په اړه بحث کوي او هغه دېته هڅوي چې اسلام خپل کړي. نن تاسو دېته اړتیا نلری چې د اسلام د خپراوي لپاره له خپل کوره بهر ووځی. 

هندي قمار- تونونه په اروپا او امریکا کې پر لویو کاروبارونو بدل شوي دي او ددې کنټرول په نړیواله توګه له ډیلي څخه کیږي. نو تاسو په یونه یو ډول له یوبل چا سره چې د نړۍ په بل سر کې پروت دی ،یوتړاوو او اړیکي لری .  ډیجیټل ټیکنالوجۍ دغه لاره اسانه کړې ده. دغې ټیکنالوجۍ دا هم اسانه کړې ده چې څنګه  یو غورځنګ ،یا سیاسي ډله د تبیلیغاتو له لارې په اسانۍ سره دخپلې ټولنې په زړونو او مغزونو کې ځای پیدا کوي. 

رسنۍ څه ډول کار کوي:  


دافغانستان طالبانو له بیا راڅرګندیدو وروسته په پرله پسې ډول د رسنیزو اړیکو ماشینري جوړه کړه چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې د ملکي افغانانو باور راخپل کړ. دوی په پراخ ډول نوې میډیا کاروي او په بري سره هغه موخې ترلاسه کوي چې دوی  ورته سترګې په لار دي. د طالبانو دغه رسنیز کمپاین پر افغان نیشنلزم ولاړ دی او دوی دکابل د حکومت او نړیوالو  د ناکامه تګلارو له پایلو څخه پوره پوره ګټه اخلي. په نتیجه کې د بهرنیانو ملاتړ مخ په کمیدو دی او طالبان لګیا دي ،دخلکو زړونه او ذهنونه ګټي. هغه ژبه چې طالبان پخپلو ویناوو او رسنیزو خبرتیاوو کې کاروي پر هیوادپالنه ولاړه ده چې په اسانۍ سره خلک د بهرنیو پوځونو په وړاندې لمسولی شي. 

په داسې حال کې چې نړیوالې او کورنۍ رسنۍ د طالبانو په ضد نړیوال پوځي کمپاین سره جوختې روانې دي او د اسلامي جنګیالیو فعالیتونه ترهګر عمل بلل کیږي، خو په تیرو نهه کلونو کې په دې بریالۍ نشوې چې  ناټو ته د افغانانو زړونه او ذهنونه ورمات کړي. خو طالبانو د خپلو ترانو، وینا وو ، پوځي عملیاتو ،  او د بهرنیو سرتیرو د کړنو د ډي وي ډي ګانو په خپرولو سره په تبیلغاتي جګړه کې له اټکل  ډیره بریا ترلاسه کړه. 

'' موږ پوهیږو چې ټولنیز اړیکي په ډیریدونکي ډول دبیلا بیلو سیمو د اوسیدونکو ترمنځ ،او د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو، پوهاوي او خبرو اترو د ټینګښت لامل ګرځي''  ( رنتانن ۲۰۰۸ )که د رنتانن مفکوره لږ تفصیل سره تر بحث لاندې ونیسو نو جوتیږي چې هر هغه څوک ډیر بریالی  دی چې له عادي خلکو سره اړیکي او پوهاوی ،تفاهم  ولري. 

ددې لپاره چې ډیری طالبان پښتانه دي ،دوي خپل تبلیغات پر پښتو ژبه کوي او خلک په اسانۍ سره د هغوی سیاسي او پوځي تفکر خپلوي ،خو هغه چې په پښتو خبرې کولی نشي ، په دې بریالي شوي نه دي چې د خلکو ترمنځ خپل ځای وټاکي. له واکه لیرې شوی مذهبي غورځنګ چې د افغانستان د واک د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي د تبیلغاتي جګړې پلان یې له حد  ډیر بریالی او غښتلی راڅرګند شو. 

ان په ۲۰۰۷ کال کې د برتانیا د هوايی ځواکونو قومندان سر جک سټیروپ  په دې پوه شوی وو، او پخپله یوه شننه کې یې  د طالبانو تبلیغاتي جګړه  په راتلونکو څو کلونو کې د ناټو  د هغې  په پرتله برلاسې وګڼله . '' د رسنیو ډیر اغیزمن او روښانه کارول،د اېنټرنیټ له ډیر اغیزمن استعمال سره جوخت  پوځي عمل همغاړی کوي  او داسې پیغام انځوروي چې نړیواله ټولنه تر اغیز لاندې راولي. په ښه څومره والي کې دویډیوي تولیداتو چمتو کول اوپر پراخو مسالو تمرکز. دپیغامونو ښه برابرول او پیښو ته سم غبرګون ښودل'' (سټیرپ ۲۰۰۸ ). 

ددغه برتانوي پوځي څیړونکي د شننې له مخې  د سیمه ییزې ژبې کارونه او د خلکو پر ستونزو تمرکز کول ددې لامل وګرځیدل چې د طالبانو جنګیالي د عادي افغانانو خواخوږي یو ځل بیا راخپله کړي. د کړکیچ نړیوالې ډلې په ۲۰۰۸ کال کې یو ورته راپور خپور کړ او د طالبانو لفظي جګړه یې خورا بریالۍ وبلله. د طالبانو بیلګه باید عادي ونه ګڼل شي. دوی د ژبې او ټیکنالوجۍ د سمې کارونې له لارې وکولی شول چې د عادي افغانانو او دحامد کرزي د حکومت ترمنځ واټن پراخ کړي. 

دوی هغه ژبه وکاروله چې خلک ترې پوره پوره پیغام اخیستلی شي اوبرعکس دولت هغو رسنیو ته پراختیا ورکړه چې اغیز یې یا نشته او یا ډیر لږ دی.  هغه بهرنۍ رسنۍ چې په پښتو ژبه د افغانستان لپاره خپرونې کوي ،هغسې  ځان نشي ښودلی  لکه څرنګه یې چې خلک تمه کوي. 

 د بیلګې په توګه د امریکا غږ رادیو تل هغو خلکو ته چې د طالبانو د ملاتړ په تور نیول کیږي د ترهګر ټکی کاروي،هغه چې بهرني اوافغان ځواکونه یې په دودیز ډول  دداسې  چا لپاره کاروي چې د طالبانو په ملاتړ یې تورن کړي. مخکې له دې چې یوه محاکمه پریکړه وکړي ،موږ د رسنیو په توګه پریکړه کوو چې پلانکی ترهګر دی او پلانکی سم سړی دی. وروسته بیا لیدل کیږي چې هماغه سړی پرته له کوم تور څخه خوشي کیږي ،یا د ستاسې د خبر له کبله دتل لپاره په زندان کې پاتې کیږي. 

 په دولتي اډانه کې د پراخیدونکي فساد او درغلیو په غبرګون کې د طالبانو د ملاتړ ډیریدل څه مانا لري؟ ایا موږ د چا لپاره خپرونې کوو؟ ایا زموږ اوریدونکي څوک دي؟ ایا زموږ اوریدونکي همدا دولتي فاسد مامورین دي ،که د ټولنې هغه غړي چې له حکومت څخه ورځ تر بلې فاصله پیدا کوي؟ ایا د طالبانو جنګیالي زموږ اوریدونکي دي ،کنه؟ ایا تر اوسه چا په دې فکر کړی دی؟ 

دا هغه پوښتنې نه دي چې پوره پوره پاملرنې ته اړتیا لري. ګډوډ ایډیټوریل پلانونه ستونزې ولاړوي. که د کابل شخصي او دولتي ټلویزونونو ته وګورﺉ نو دوی سیکولرزم ، مذهب ، موسیقي او نڅا سره یوځای کړې ده. پرته له دې چې کولتوري امپریالیزم  ته وده ورکړي بله کومه ځانګړې بریا یې نه ده لرلې.  د بې پرې ژورنالیزم  لارښود اصلي اوریدونکي د ټولنې هغه پوړ بولي چې په یو هیواد کې حکومتونه نړوي او جوړوي. 

 ان د بي بي سي ایډیټوریل ګایډ لاین ټینګار کوي چې  عادي خلک  باید تربل هرڅه مخته وي. ددې سره سره چې د برتانیا حکومت د طالبانو په ضد کمپاین کې ونډه درلوده خو بي بي سي هغو بندیانو ته چې د طالبانو د ملاتړ په تور نیول کیدل کله هم مخامخ ترهګر ونه ویل،بلکې د مشکوک ټکی یې ورسره وکاراوو. 

 خو ددې سره سره چې د بي بي سي، سي این این ،واشنګټن پوسټ ، ګارډین ،ټایمز او نورو په څیر د نړۍ معتبرې رسنيو  د القاعدې او طالبانو په ضد د نړیوال پوځي ایتلاف فعالیتونه په پراخ ډول خپاره کړل او د طالبانو لپاره یې په خپرونو کې ځای نه درلود، خوبیاهم  طالبانو وکولی شول چې د تشو ډي وي ډي ګانو له لارې خپله تبیلیغاتي جګړه د بري په لور بوځي. ددې یو لامل داوو چې ددوی اوریدونکي څرګند وو، او د منظم تبلیغاتي پلان له مخې یې فعالیت وکړ.

پایله :  


نو تاسو باید هغه څه وکړﺉ چې ولس یې  غواړي ،دوی دا غواړي چې په هیواد کې یې قانون پر ټولو یو ډول عملي وي. حکومتي چارواکي یې د ستونزو زیږونکي نه بلکې د ستونزو اوارونکي او مرستندوی وي چې خلک درباندې باور وکړي.
خلک په اسانۍ سره هغه څه خپلوي چې پرې پوهیږي ،که موخه دا وي چې په هیواد کې یوه باثباته ټولنه جوړه شي نوتاسو باید پوهه شی چې ولس څه غواړي. 

له خلکو سره باید ددوی پخپله ژبه خبرې وشي چې ستاسې پیغام احساس کړی شي. هغه دولتي چارواکي چې د بیت المال پر لوټولو تورن پيژندل کیږي باید له څوکیو لیرې او محاکمه شي.  په ټولنه کې اقتصادي حرکت رامنځته کړی ،خلک په مثبت ډول بوخت وساتی چې دستاسې په ضد کیدونکو فعالیتونو لپاره چمتو نشي. 


دا ټول د پوه-ټولنې ،انفارمیشن سوسایټۍ په پرمختیا کې مرسته کوي.خو زموږ په هیواد کې  برعکس، دوی  نوې بلاوې جوړوی ، '' لکه نړیوال ترهګر ،د نشي توکو سوداګر،لیوني عربان او صدام حسین،نوی هټلر، لګیا دی نړۍ نیسي. دوی اړ دي چې یوهغه،  له بل وروسته وساتي.تاسو خلک وویرول ، ویره مو ور واچوله ،بې زړه مو کړل،نو دوی په بشپړه ویره کې سفر کوي او د ویرې له کبله د یخ وهلي په څیر  لړزیږي''  ( چومسکي ۱۹۹۷: ۴۴ )۔ 

اوس که د چومسکي وینا ته وګورو نو څرګندیږي چې  دافغانستان په څیر حالاتو کې حکومتونه تل هڅه کوي چې خلک د ظلم ، ویرې او تیري لاندې وساتي او اصلي مالومات پټ کړي. خلک بې خبره پاتې شي او دوی پرې خپلې شخصي موخې وتپي.
دغه ډول حکومتونه په لویدیځه نړۍ کې  له فساده ډک ، دناقانونۍ ملاتړيي ، د زور او تاوتریخوالي کارونکي او د بشري حقونو ماتونکي بلل کیږي. زموږ په پېر کې دا هغه وخت بیخي رښتیا  شوه چې ویکی لیکس راښکاره شو او هر هیواد ته یې د هغوی د نوي تاریخ په اړه مالومات ورکړل. 

کله چې په یو هیواد کې حکومت د بشري حقونو د ماتونکو په لاس کې وي او حکومتي امکانات د خلکو په ضد کاریږي، د بیت المال چور او چپاول روان وي ، ډیره سخته ده چې هلته په اسانۍ یوه    باثباته پوه-ټولنه یا انفارمیشن سوسایټي رامنځته، یا وده وکړي.
 پای

اخځونه:

توپاني،ک [۲۰۰۲] ،دباد په کنډوالو کې ،د وینو پسرلی ، پیښور: دانش

چومسکي،ن[ ۱۹۹۷]، میډیا کنټرول ،دوم چاپ ،نیویارک :ګرې

رنتانن،ت[۲۰۰۷]،دیا،ک،ت، ټرانزشنل سوسایټیز ،میډیا اون دي موو ،لندن: روټلیج

ډوډ،ن[ ۱۹۹۹]،  نیچر اف مادرن سوسایټي،سوشیل تیوري اینډ ماډرینټي ،اګسفورډ: پالټي

سټیروپ،سر،ج[۲۰۰۸]، کاونټر طالبان انفارمیشن اپریشن این افغانستان [پر لیکه] دلته یې کتلی شي  

غني ،الف [۲۰۰۹ ] د عدالت لار، لومړی چاپ،کابل: سالنګ

کاروان،م،پ[۲۰۰۲] ربابي ملنګ ،دکتاب نوم نشته ،پیښور : دانش

کووري،الف،پ[ ۲۰۰۷]، دیا، ک،ت،ټرانزنیشنل کلچرسټدیز ،میډیا اون  دي موو ،لندن: روټلیج

 مولانا،ح  [۱۹۹۶ ] ، ګلوبل کمونیکشن این ټرانزیشن،لندن : سیج

ننګیال ، الف [ ۱۹۹۸] ،سیندونه هم مري، دا کښتونه دا بادونه ،پیښور:دانش