Tuesday 25 October 2011

افغانستان د اپارتايډ په لومه کې


  دغه انځور په فیسبوک کې خپور شوی، داسپین ږیری د غزني ولایت شیخ الحدیث مولوي عبدالبصیر دی
افغانستان د اپارتايډ په لومه کې
حنان حبیبزی


دا لیکنه د ټولنیزې (سوشیل ) تیورۍ او د شخړې (کنفلکټ ) تیورۍ پر بنسټ چمتو شوې ده او پر هغو اخځلیکونو ولاړه ده چې  له  اکاډیمک سیسټم سره سم  په انګریزي بڼه د لیکنې په پای کې  شمیرل شوي دي. هر اخځلیک  ځانګړې  شمیرې ته په پام سره  له هغه' نمبر سره تړاوو لري چې د متن په منځ منځ  کې موندل کیږي.  دا اځځونه د ثبوتونو په توګه د یوې برښنايي څیړنې په نتیجه کې غوره شوي دي.   

تاریخي شالید
 د پښتنو د واکمنۍ پر وخت هیڅکله افغانستان یو ویشلی او پر  قومي ګټو ولاړ هیواد  نه وو.  د تاجکو اقلیت  په ارګ کې پوره پوره واک درلود. ددې سره سره چې دا یو  اقلیت وو،  په رسمي چارو کې يې ژبه  د دومې رسمي هغې په توګه پښتنو وزغمله.  د پښتنو واکمن  پوهیدل چې ورو ورو له دې زغم څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي او د پښتو ژبې د ګوښه  کولو هڅې روانې دي،   خو بیايې هم  تاجک توکمي ازاد پريښودل، له حقونو څخه يې  پورته حقوق ورکړل. په ټولو سیاسي، کولتوري، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې دوی برابره ونډه درلوده. ددوی درنښت کیده، ان تردې چې پښتنو هڅه کوله چې د خپلو تاجک وروڼو لپاره پاړسي زده کړي.  د ټولنیزو چارو فیلسوف،  پروفیسر سلوای ژیژک  په وینا  '' افغانستان  هغه مهال یو سلطنت درلود او د باچا د واکمنۍ  ترپایه دغه هیواد  ملي او مرکزي  حکومت درلود، ګڼ کولتوریز سیسټم وو او د افغانان ټول پوړونه راضي وو''1.

ان د پښتنو ترمنځ ملتپالي او نیشنلسټ ډلې اوفکرونه د هغو پټو مبارزو په غبرګون کې راپورته شول چې تاجک توکمو د اقلیت ترمنځ یو شمیر کسانو د افغانستان له سیاسي حالاتو څخه په ګټه اخیستو د پښتنو په ضد کولې.  د وخت په تیریدو سره  چې  څومره د پښتنو ضد قومي او ژبنۍ هڅې  ډیریدلې ، هومره پښتنو خپل ځانته پام کیده  او ترمنځ يې فکري یووالی رامنځته کیده.
که تاسو په تیرو شلو کلونو کې د پښتو پر ادبیاتو، کولتور، ټولنیزو او سیاسي هڅو نظر واچوئ، د پښتنو ترمنځ په سلګونو حبیبي، په سلګونو  خادمان ، په سلګونو رښتینان،  په سلګونو بینوایان  او الفتان زیږیدلي دي. په هره  کورنۍ کې چې اېنټرنیټ ته لاسرسئ لري د پښتو ویبپاڼو یو لیکوال زیږولی دی. په دې توګه د پښتنو اکثریت په حرکت راغلی دی.  د مالوماتو د شریکولو وسایلو(  ویبپاڼو، ګرځنده ټلیفونو، فیسبوک، ټوایټر، سکایپ، او نورو)  دوی ته دا اسانتیاوې ورکړي چې پخپلو کې کمونیکشن ولري او د مالوماتو د شریکولو له لارې  پر ستراتیژیکو مسایلو خبرې وکړي.

ددې سره سره چې عامې رسنۍ لکه ټلویژونونه هغه حقایق سانسوروي چې ددوی په چاپیریال کې پیښیږي، خو  رضاکارو کولتوري منډو ترړو دوی ته  وس ورکړی چې مالومات په اسانۍ سره شریک کړي.

خو له بلې خوا،  یو شمیر ناپښتانه افراد  چې د کابل  کنټرول يې په لاس کې دی، له اوسنیو شرایط څخه په ګټه اخیستو د پښتنو د ځپلو هڅې کوي. دغه اشخاص عادي ناپښتنو اقلیتونو ته د دولتي او نادولتي دندو په ورکولو سره  دوی د پښتنو په ضد لمسوي.  په سیسټماټیک ډول لګیا دي چې د پښتنو اکثریت  په سیاسي او اقتصادي ډول ګوښه کړي، پښتانه دا هرڅه پخپلو سترګو ګوري او په وړاندې يې غبرګون ښيي.
 
په دې لیکنه کې هدف دا نه دی چې ټول عام اقلیتونه (  ناپښتانه قومونه) غواړي چې د بهرنیانو له شتون یا روانې جګړې څخه ناوړه ګټه واخلي،   په سیاسي او اقتصادي توګه د پښتنو د ګوښه کولو په کمپاین کې برخه ولري.

زما لسګونو تاجک توکمي، هزاره او ازبک ملګري دي چې  د پښتنو پخلاف د روانې جګړې پخلی کوي،  دوی په داسې حال کې چې  له دې جګړې سره مخالفت لري غواړي چې داسې شرایط برابر شي چې ټول افغانان پکې ځانونه پیدا کړي.  زما دغه ملګري په دې باور دي چې د روسانو یرغل د افغانستان د اقلیتونو هغو فکرونو ته چې د محمد ظاهر شاه پر مهال يې  په پټه د پښتنو په ضد  حکومتي  او نا حکومتي  فعالیتونه کول دا چانس ورکړ چې خپله مبارزه  په ښکاره د ټوپک په څوکه پرمخ بوځي.
زما دغه دوستان په دې باور دي چې دغه فکرونه د ټولو اقلیتونو استازیتوب نکوي بلکې د یو څو تنو اشخاصو د نظر استازیتوب کوي چې د قومي او ژبنیو مسالو په راپورته کولو سره د قدرت او کنټرول په لټه کې دي چې ددوی په وینا د تیرو لسو کلونو راهیسې  دولتي ځواک په ناوړه ډول کاروي.
پولیسو او پوځ ته د یو ځانګړي ژبتوکمیز پوړ په ضد روزنه ورکول کیږي
 
  دغه کسان د قدرت د ساتلو لپاره  هڅه کوي چې د یو داسې سیاسي او اقتصادي سیسټم مخه ونیسي چې ټول افغانان پرې راټولیدی شي.  ددې دلیل دادی چې د ټولو افغانانو د راټولیدو په نتیجه کې دغو اشخاصو ته چې د امریکا په مټ  او ډالرو قدرت ته رسیدلي او هیڅ ډول مسلکي پوټینشیل نلري، څوک د پیاز د سپینولو دنده هم نه ورکوی.

دوی په دې پوهیږي او د خپل قدرت په کارولو سره هڅه کوي چې عام تاجک توکمي، هزاره توکمي یا ازبک توکمي لږکۍ بیلاري کړي او د خپلو شخصي  ګټو لپاره يې استعمال کړي.  ددې لپاره  خپلو ځانګړو شخصي لومړيتوبونو  ته په پام سره د افغانستان د اکثریت  ( پښتنو ) پخلاف ټولنیزې، سیاسي، کولتوري او پوځي دسیسې جوړوي او په توکموژنه لاس پورې کوي.
د هیواد تر ګردو لوی قوم  پخلاف  پر پوځي، کولتوري، اقتصادي او سیاسي محدودیتونو ټینګار او یو لوی قوم ته ددې  احساس ورکول چې  پخپل هیواد کې  ځانونه بي هیواده وګڼي ښکاره تبعیض دی.   دلته  پر هغه څه بحث کوم چې د پښتنو پخلاف  ددې ډلې سیاسي کمپاین بلل کیږي.  دا سیاسي کمپاین د سویلي افریقا د اپارتایډ د سیسټم په څیر شرایط لري چې په لاندې ډول يې تر څيړنې لاندې نیسم.  

مذهب د عامو خلکو پر پریکړو اغیز لري  

 ملا محمد عمر مجاهد چې د طالبانو مشري کوي، د روسانو په ضد جهاد کې يې  برخه درلوده. دده  فکري لیدلوری د افغانستان د مذهبي پوړ استازولي کوي چې پخپل ډول کې اکثریت فکر دی.  ددې فکر سرچینه جومات او د جومات ممبر دی. هر جومات او د هر جومات له ممبر څخه  په عقیدوي  او فکري ډول کليوال  کنټرولیږي.  هر نارینه، بالغ ، روغ کلیوال لږ ترلږه  د ورځې پنځه وخته دغه جومات ته ورځي او هلته  امام  پسې  د الله  حضور ته دریږي.

 د جومات امام نه یوازې ددې کلي یو روحاني لارښود دی بلکې د مذهبي عقیدې له کبله د کلیوالو پر پریکړو  اغیزلري. ددې  اغیز سرچینه سپیڅلی  قران   او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ویناوې (حدیثونه)  دي چې وخت ناوخت يې امام  کلیوالو( مقتدیان)  ته بیانوي.  د قران کریم ختمونه، دم او دعا، د کلیوالو په خوښیو کې ګډون او د نکاح تړل، د نوي زیږیدلي ماشوم په غوږ کې اذان،  په غم او بدو حالاتو کې کلیوالو ته  د صبر غوښتنه، د جنازې لمونځ، دغه راز  نړیوال او کورني عسکر هوايي یا مځکني برید له لارې کلیوال وژني او ملا امام يې جنازه کوي او پاتې شونو ته د خیر او زغم غوښتنه کوي.  

په دې توګه ملا امام د سولې او جګړې پر وخت د عامو خلکو ترڅنګ شته دی او دوی  ته خدامات عرضه کوي او د خپلو مقتدیانو کنټرول په لاس کې اخلي.  ددې ترڅنګ نننی ملا  لکه د پخواني  هغه  په څیر،  لږ ترلږه په اونۍ کې یوځل ( د جمعې په لمانځه کې  ) زرګونو خلکو ته وینا کوي. دده ډیری  اوریدونکي عام خلک دي. دغه ملا خپلو اوریدونکو ته  د روانو حالاتو،  دولتي فساد، ناوړه سیاسي، اقتصادي، کولتوري او ټولنیزو چارو په اړه د مذهب له لارښونو سره سم خبرې کوي. ان پر نړیوالو مسالو  لکه  د فلسطین، عراق  او  کشمیرپر کړکیچونو غږیږي.

 د جمعې لمونځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې، په هر جامع جومات کې ترسره کیږي او هیڅوک يې مخه نشي نیولی.  دولتي اشخاص دغسې غونډې نشي جوړولی. دغه اشخاص  له عادي خلکو سره  نه یوازې ټولنیز اړیکي نلري  بلکې  ددوی د لاس لاندې ځواکونه لکه  پولیس، پوځ او بهرني سرتیري ددغو کلیوالو ژوند  په بیلابیلو ډولونو ګواښوي.
  
ملایان له عامو خلکو سره یو ډول جامې، عادتونه او کړه وړه لري، د ژوند کچه يې د یو عادي کلیوال په څیر ده. په کابل، دوبۍ، یا کوم بل بهرني هیواد  کې رنګینې ماڼۍ نلري. د مرمۍ ضد یا د لسګونو زره ډالرو په بیه  ګاډو کې نه ګرځي. د خلکو پر  جایدایدونو  يې خیټه نه ده اچولې. دریشي او نیکټايي نه اغوندي، پخپلو ملي جامو افتخار کوي. عادي خلکو ته په درنده سترګه ګوري.  په بله وینا له عامو خلکو سره کولتوري، اقتصادي او ټولنیز واټن نلري.

د بیلګې په توګه، که یو طالب یا ملا یو کلي ته ورشي، د هر چا میلمستون ته چې ورغی، هرڅه چې تیار وو هغه خوري، تشریفات نه غواړي او پر کلیوالو ځان نه درندوي،  خو که د ولسوالۍ یو مامور یا یو پولیس کلي ته ورشي، له کلیوالو د تشریفاتي هرکلي تمه لري. کلیوالو چې کومه افغانۍ د خیر او شر لپاره سپما کړي وي، هغه د پولیس یا مامور په هرکلي او ډوډۍ لګوي،  او خپله لاس تر زنې کیښني. که داسې ونکړي ښايي دغه پولیس یا مامور  ورته ستونزې جوړي کړي. نو اوس به فکر وکړو چې  د پولیس والو یو وزیر به څه  ډول هرکلی غواړي؟

له بلې خوا، په تیرو وختونو کې د ملا او جومات په ضد لفظي کمپاینونه له ادبیاتو نیولې بیا تر ښونځيو او غیري مذهبي،  سیاسي، کولتوري او عادي غونډو کې شوي دي. که  پر شاعرۍ نظر واچوئ،  تل ملا  او  شیخ د پرمختګ او عصریتوب په وړاندې خنډ بلل شوی دی.  د تاریخ په اوږدو کې رسمي کړیو ملا او مذهبي فکر هر وخت ګوښه توب ته هڅولی،   ملا یوازې پریښودل شوی او ملایانو ته په سیاسي چارو کې بیخي لږه  یا هیڅ ونډه نه ده ورکړل شوې.

تل سیکولر ایډیالوژي چې سرچینه يې ښونځي او پوهنتونونه دي  واکمني کړې او په مذهبي اکثریت يې خپل فکر او ایډیالوژي تپلې ده. په دې توګه ملایان له  دوه  اړخونو د اکثریت  امتیاز لري، یو د قومي شالید له کبله چې پښتانه دي ، او بل د مذهبي  لیدلوري له پلوه چې د  اکثریت د فکر( مذهبي فکر) استازیتوب کوي.
 
د ملایانو مخالفه  ډله (شمال ټلواله )  له یو څو اشخاصو جوړه ده، دغه اشخاص دژبتوکمیزو ناپښتنو لږکیو د استازولۍ ادعا کوي،  هر ډله يې  سیاسي، ژبني  او مذهبي  شالید ته په پام سره ځانګړې اجنډاوې لري.  د بهرنیو پوځونو د شته والي له کبله دولتي کنټرول  لري.  همدا راز، د سیکولر سیسټم په رواجولو او د امریکا په مشرۍ د یو بهرني یرغل  د شوني کولو له لارې  د پښتنو د اکثریت په ضد عملیاتو کې ونډه لري چې دغه کار  د طالبانو ملاتړ ته خلک هڅوي.
دغو اشخاصو په ۱۹۹۰ کلونو کې  په ملکي جګړه کې ونډه درلوده،  د بهرنیو هیوادونو د ګټو لپاره جنګیدل، له کبله يې د طالبانو غورځنګ رامنځته شو او خونړیو  قومي جګړو ته يې د پای ټکی کیښود.  
پوځي تګلارې د یو قوم یا مذهب په ضد تاوتریخوالي ته قانوني بڼه ورکوي

هغه وخت چې  د تنظیمي جګړو لړۍ له حد واوښتله، ټولنیزه نهیلي رامنځته شوه، افغانستان د بیرحمه قومندانانو ترمنځ وویشل شو او د مرکزي قدرت تشه رامنځته شوه.  همدغه وخت  ملایان راڅرګند شول او د خلکو ملاتړ يې ترلاسه کړ،  د یو پوړ(کلاس) په توګه ملایانو ولیدل چې دوی هم یو قوت دی،  د ظلم او تیري د یوې ځانګړې  وخت په غبرګون کې راپورته شول چې ملکي جګړې زیږولی وو.  ددې لپاره نننی ملا هغه د څلویښت کلونو پخوانی ملا  نه دی ، او نه،  ننني دولتي افراد د څلويښت کلونو پخواني واکمن دي.  لکه څرنګه چې  سیکولر  پوړ ( کلاس)  ځانونه د واکمنۍ حقداران بولي،  ملا او مذهبي فکر لرونکي هم د یو ټولنیز-  سیاسي پوړ په توګه د حق غوښتنه  لري.

سیکولر پښتانه 
د نړیوالې ټولنې په ګډون ګردې خواوې  په دې ټکي همغاړي دي چې په افغانستان کې د تعلیم کچه ټيټه ده ، او دټولنې اکثریت د بیسوادۍ له کبله ځوریږي.  له دې په ښکاره ډول څرګندیږي چې تعلیم لرونکی پوړ اقلیت دی. ددې سره سره چې   په دولت او له دولت بهر يې قدرت او کنټرول په لاس کې دی، خو بیا هم  نشي کولی چې د هیواد ټولې چارې پرمخ بوځي، مسلکي او فکري ستونزې ددوی ترمنځ ددې لامل ګرځيدلي دي چې تعلیم لرونکی پوړ د ثبات په راوستلو کې پاتې راشي. 
ددې مهم لامل ځانګړی شالید او پوړ (کلاس ) دی ، په بله وینا، تعلیم لرونکي په بیلابیلو  پوړونو (کلاسونو) ویشل کیږي. کاري شالید، ژبتوکمیز شالید، سیمه ییز شالید، تعلیمي شالید، سیاسي شالید، کولتوري او اقتصادي شالید، مذهبي او عقیدوي شالید.  په دغه ډول د  بیلابیلو پوړونو مانا داده چې د ګټو او غوښتنو شخړې شته دي، او دغه شخړي د کنټرول بنسټونه بیواکه کوي. 
د بیلګې په توګه، د حامد کرزي په ګډون  په اوسني دولت کې د ګوتو په شمار پښتانه د هغې تګلارې په وړاندې بې وسه دي چې د پښتنو په سیمو کې  پوځي عملیاتو ته قانوني بڼه ورکوي.  دوی  کرايي مامورینو په څیر دي  په هغو پریکړو کې برخه اخیستلو ته اړ کیږي  چې  ددوی  په پلرنیو یا د زیږیدو  په سیمو کې د هوای او مځکنيو عملیاتو نقشې جوړوي. که  په بل ډول يې ووایو،  په پوځ او پولیسو  کې د پښتنو شمیر د نشت برابر دی. ددې پخلی د برتانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډیویډ ملیبنډ  په وار  وار  کړی دی. ورته مساله په دې وروستیو کې د برتانیا یو بل ډیپلوماټ مارک سډویل په لندن کې راپورته  کړه2.
   په دا څو تیرو ورځو کې،   پر فیسبوک  یو ویډیو خپور شو،  ویډیو  یو مشهور جنګسالار رشید دوستم وښوده  چې د کرزي  د کابینې د جوړولو لپاره  په پټه د ازبک توکمو او هزاره توکمو  ترمنځ  کمپاین کوي چې کرزی  له  سیاسي کړکیچ وژغوري. دا ویډیو ظاهرا د ۲۰۱۰ کال د لندن له کنفرانس څخه لږ مخکې د کابینې پر سر د کړکیچ د اواري د هڅو پر وخت جوړ شوی دی. دغه ویډیو ښيي چې  د حامد کرزي د رژیم سیاسي، پوځي او اقتصادي تګلارې د جنګسالارانو په ابتکار جوړیږي، داهمدا راز  ښيي چې  جنګسالاران په څومره لیوالتیا او وارخطايي سره  د کرزي حکومت ته سیاسي ملاتړ او سرچینې برابروي.
هغه جنګسالاران چې په زرګونو پښتانه يې په ډله ییز ډول وژلي او هډونه يې د لیلې په دښته کې پراته دي، نه یوازې ازاده ګرځي، بلکې  د دوی د قدرت او کنټرول له کبله د افغانستان د خلکو لویه برخه  د پرله پسې بریدونو لاندې ده3.
 
همدا راز،  که د تیرې یوې  لسیزې  بدلونونو  ته وګورو څومره چې  پښتانه سخت ځپل شوي، هومره نورو ژبتوکمیزو ډلو پرمختګ کړی.  په دې ډول پښتانه په هیڅ یو رسنیز راپور کې چې د بیارغاونې او پرمختیا په اړه غږیږي،  استازيتوب نلري4.
حامد کرزی، ډاکټر اشرف غني، رحیم وردګ یا انورالحق  احدي  له کابله بهر له پرتو عادي  پښتنو سره  ټولنیز او کولتوري اړیکي نلري او نه يې د پښتنو په اقتصادي پرمختیا کې ونډه اخیستې ده.  برعکس ددوی د مشرۍ له کبله  نه یوازې پښتانه  په ډله ییز ډول وژل شوي بلکې پت او درنښت ته يې سپکاوی شوی دی.  
دا ټول پښتانه دي، د پوځي تګلارې پرې عملي شوي دي  
دوی خلکو ته  خدامات وړاندې کولی نشي، برعکس ددوی تر مشرۍ لاندې عادي پښتانه  په پوځي ، اقتصادي، کولتوري او ټولنیز ډول تر وحشتناکو بریدونو لاندې دي.  په سیاسي ډول دوی د داسې ځواکونو ملاتړ کوي چې د پښتنو په ضد جنګیږي. په دې توګه،  د پښتنو استازیتوب په هیڅ برابره ده.  په ډیرو ولایتونو کې د  طالبانو د کورنیو غړي،  کلیوال،  خپل او خپلوان  د کورنیو ځواکونو، او هغو عسکرو له خوا  چې د شپیګل د راپور له مخې د افغانانو ډیری برخه يې  یرغلګر ګڼي، د پلان شوو بریدونو لاندې دي5.
د کرزي د  ملي امنیت ځواکونه د کمونیستانو د مهال له خاد سره هیڅ توپیر نلري. هلته هم د خلکو د نیولو او په ورته زندان  (څرخي پله)  کې يې د اچولو او ربړولو دنده ترسره کیدله،  اوس هم ترسره کیږي.  د هغه وخت استخباراتو هم د بهرنیو یرغلګرو تر سیوري لاندې فعالیت کاوو، اوسنی هم د بهرنیو تر سیوري لاندې فعالیت کوي.   ددې ادارې تیري د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې  کتلی شئ.  همدا راز،  دغه اداره  زنداني   شوي  پښتانه  رسنیو ته د پاکستاني وګړو په توګه ورپيژني.  [د] دغې  تاجک توکمې اسټرالوۍ خبریالې راپور وګورئ6. په دې کې یو ځوان چې د لوګر یا د ننګرهار ولایت دی، د پاکستاني په نامه خپلو لیدونکو ته ور پیژني چې  په دې توګه  داسې پروپاګنډ په لاره واچوي چې پښتانه په پاکستان پورې وتړل شي او حقایق پټ کړي.
خو د دې دریځ سره سره  داسې ښکاري چې دغه افراد  د سټراټیژیکو تګلارو د جوړولو په برخه کې د پریکړو واک نلري، یا داده چې د خپلو سیکولر مفکورو له کبله   له هغو تګلارو سره توافق لري  چې  په افغانستان کې  دودیز او مذهبي پوړ  تر پوځي  فشارلاندې نیسي چې  تابعدارۍ ته يې چمتو کړي.   که د حامد کرزي، رحیم وردک یا جنرال کریمي  دندو او مسولیتونو ته ځیر شو،  بیا هم د امریکایانو په مشرۍ  بهرنیو یرغلګرو ،  اود تاجک، ازبک او هزاره جنګسالارانو  د فشارونو له کبله اړ دي چې د پښتنو ضد دریځ ولري.
 د بیلګې په توګه،  رحیم وردګ هغه سړی دی چې هره ورځ دده تر مشرۍ لاندې پوځیان د پښتنو په پت او عزت تیری کوي یا پښتانه مخور وژني.  کرزی هغه سړی  دی چې د پښتنو  قاتلین يې  له سزا معاف کړل او پر لویو څوکیو يې وګومارل او  دده تر مشرۍ لاندې پښتانه  وحشتناک حالت زغمي . ډاکټر اشرف غني په دې هرڅه پوهیږي خو د یو داسې سیسټم ملاتړ کوي چې په هغه کې دده قوم وژل کیږي او د فساد او بي عدالتۍ پر ضد يې له عملي ګامونو څخه ډډه کړې.  انورالحق احدي کومه سیاسي اجنډا نلري  اوداسې ښکاري چې سیاسي وړتیايي هم تر پوښتنې لاندې ده.  یوازې څوکۍ  ورته هرڅه ده، کنه نو اغیزمن لیډر په کړکیچ کې ځان څرګندوي او د خپل قوم ترڅنګ دریږي.  له بلې خوا،  دغه ټول نومونه،  خبر،  نا خبر د سیکولریزم  د عملي 
کولو په کمپاین کې برخه اخلي.  مذهبي او دودپاله خلک د مذهب د ګوښه کولو هڅې  نه خوښوي.
د عامو خلکو په ضد تاوتریخوالی 
  
دا  په داسې حال کې ده  چې رحیم وردک په دفاع وزارت کې ځان خوندي نه احساسوي، او کرزی يې په ارګ کې،  له خپلو دفترونو څخه بهر د ښکاره ګرځیدلو وړتیا نلري.  لسګونو زره کورني او بهرني پوځيان ددوی د دفاع لپاره هم پخپله قرباني ته لیږل کیږي او هم د عامو خلکو [ پښتنو]  ژوند ته  ګواښونه جوړوي.    

دوی [ رحیم وردک، کرزی او نور]  د بل  تاوتریخوالی غندی،  خو خپله  د تاوتریخوالي امر ورکوي،  ددوی ترمشرۍ لاندې، یا شتون کې پر پښتنو هغه وحشتناکه ظلمونه روان دي چې د شورویانو د یرغل پر مهال چا نه وو اوریدلي. له ګونټنامو نیولې، بیا تر بګرام، څرخې پله  اوپه  نورو پټو زندانونو کې پر پښتنو څه تیریږي؟

ننګونه په لوی لاس پیدا شوه
 
په داسې حال کې چې د واکمنۍ له ماتې وروسته ډیری طالبان پخپلو کورونو کې ناست وو او چمتو وو چې د کرزي په مشرۍ له  نوي حکومت سره مرسته وکړي،  په دوه زره دوم کال کې نړیوالو سرتیرو ته ددې رسمي اجازه ورکړل شوه چې دافغانستان په خاوره کې د پښتنو په ضد هرډول هوايي او مځکني عملیات وکړي7.

له دې مخکې د زرګونو طالب اسیرانو چې  ټول پښتانه وو د څرګندو اشخاصو له خوا  ډله ییزه وژنه او ورپسې په ډاګه د پښتنو پر سیمو د هوايي بمباریو تشویق، په کندوز او بلخ کې د سیمه ییزو مخورو لکه ارباب هاشم، مرزا ناصري او عبدالولي ابراهیم خیل وژل او هلته  د جایدادونو لاندې کول، هغه څه وو چې په وروستۍ لسیزه کې يې د پښتنو د اکثریت په ضد د ښکاره سیاسي تبعیض بنسټ کیښود8.

د بلخ، فاریاب، سمنګان، کندوز، بغلان او سرپل د پښتنو په ضد سیسټماټیک  تاوتریخوالي ددې خبرې شاهدي ورکوي چې ټوله دسیسه د یوې ډلې په ضد پلان شوې ده  9.  اوس داسې هڅې کیږي چې د پښتنو دغه قربانیان نه یوازې له پامه وغورځول شي، بلکې ددوی پاتې شوني مجبور کړل شي چې  هغو اشخاصو ته تسلیم شي چې دغه وژنې يې پلان او بیايي په ډیره بي رحمۍ ترسره کړې.  

هغو اشخاصو چې دغه تاوتریخوالی یې ترسره کړ، د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې،   د کرزي په اداره کې لوړې څوکۍ  او دولتي  اختیارات ورکړل او قانوني څانګې يې  په واک کې ورکړې، په دې ډول يې دوی ته یو پیاوړی سیاسي ملاتړ او اقتصاد هم برابر کړ.  له دې لارې يې  په ښه توګه وکړی شول چې  کورني او نړیوال امکانات د افغانستان د اکثریت  وګړو ( پښتنو ) په ضد ددې هدف لپاره وکاروي چې جګړه ځپلي پښتانه خپلې تابعدارۍ ته مجبور کړي. لکه په سویلي افریقا کې چې د تورپوټکو په ضد کیدل.
 
د اپرتایډ رڼې بیلګې

په افغانستان کې دولتي سیسټم هغه وخت د اپارتایډ په توګه څرګند شو چې د طالبانو د حکومت  له پرځولو وروسته متحدو ایالاتو  اداره او کنټرول د پښتنو ضد ډلې ( شمال ټلوالې ) ته وسپاره چې په تیرو دیرشو کلونو کې يې  د پښتنو د اکثریت د ځپلو هڅې تکرار  کړي دي. دوی یوه ځانګړې سیاسي، اقتصادي، پوځي، کولتوري او ټولنیزه اوږدمهالې  اجنډا لري  چې د امریکا یرغل عملي لار په لاس ورکړه.

د اپرتایډ ټکی  لومړی په سویلي افریقا کې د سپین پوټکو اقلیت چې دولتي واک يې درلود، د تور پوټکو د اکثریت په ضد ( د دولتي سیسټم له لارې یا د قانوني توکمپالنې په لړ کې )  ازمایلی دی.  له هغې راوروسته چې د نړۍ په یوه بله برخه کې توکمیز چلند کیږي نو سیاسي یا ټولنیز څیړونکي د اپرتایډ نوم ورکوي.

که یوځانګړې فرقه، قوم یا ولس د نړۍ په یو هیواد  کې د اقلیت (ونو) له خوا  له توکمیز، ژبیني، سیاسي، پوځي  تاوتریخوالي  سره مخامخ شي او د خپلې ژبې، پوستکي ، مذهبي یا دودیزې مفکورې له کبله له سیاسي حق څخه بې برخي شي، دا د ملګرو ملتونو د منشور له مخې  سیاسي، ټولنیز، کولتوري او اقتصادي تعصب بلل کیږي.
 
 د خلکو یوه  لویه ډله  له خپلو سیاسي، کولتوري، اقتصادي او ټولنیزو حقونو څخه بې برخې کول په څرګند ډول د ملګرو ملتونو د منشور ماتول او د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي.  

ددې لپاره چې یوه کوچنۍ ډله قدرت او کنټرول ترلاسه کړي ، دخپلو فرقه ییزو ګټو د تر لاسه کولو لپاره توکمیزې نارې پورته کوي. دا داسې سیسټم دی چې کوچنۍ ډله باید کنټرول واخلي چې کارګري ځواک يې پیاوړی شي او  معیاري ژوند خپل کړي. 
د تیرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې د پښتنو د اکثریت په ضد د اقلیتونو د دفاع په پلمه سیاسي خوزښتونه او ټلوالې جوړې شوي. ددغو ټلوالو سیاست ته که وګورو او په هممهاله توګه  په شمالي ولایتونو کې د پښتنو پخلاف تاوتریخوالي وشمیرو نو دې پایلې ته به ورسیږو چې ددغو ټلوالو یوازنی سیاست دا دی چې پښتانه په سیاسي او اقتصادي ډول بیثباته کړي،  او قدرت ددوی لاسته ولویږي. ددې تیورۍ مخکښ د شورای نظار قومندان احمد شاه مسعود وو چې غوښتل يې افغانستان د لوی  تاجکستان یوه برخه وګرځوي10.

 په دې ډول، د وګړو لویه ډله چې د واک کولو حق او  قوت لري، له اقلیتونو جوړې یوې  ټلوالې سره مخامخ کیږي چې یوازې شخصي او قومي ګټو پسې ګرځي. دغو دسیسو دعادي خلکو پر ژوند اغیز شیندلی او دوی يې پخپل ورځني ژوند کې  احساسوي،  د همدې لپاره خپل چاپیریال ته ګوري چې د مخنیوي  لارې چارې ولټوي،  خو هلته هغه  طالبان دي چې ځانپالو ټلوالو او ژبتوکمیزو سیاستونو پخلاف راپورته شوي دي، خوابدو او غوصه شوو پښتنو ته بدیل وړاندي کوي.

د پښتنو د ځپلو پرله پسې هڅې

په دوه لسیزو کې دا دومه هڅه ده، دا ځل هم د دولت له دریځه  د  هغو اشخاصو  په لاس  ترسره کیږي  چې  پښتانه د ځان په وړاندې خنډ ګڼي 11.   لومړی هڅه  د ۱۹۸۰ – ۱۹۹۶ کې    هغه مهال وشوه چې  له شوروي یرغلګرو سره د اوربند تړون وشو، او دغه دسیسه د برهان الدین رباني و ولسمشرۍ  تر پایه پورې روانه وه 12.
 د افغانستان پخوانی پوځ  له منځه لاړ، ځانګړو ډلو ته وفادار جنګیالي د پوځ او پولیسو په توګه  دولتي  ځواکونه ونومول شول،  او د کابل په سوېل، ختیځ او شمال کې يې د پښتنو  په ضد پوځي عملیات پیل کړل.

ددې عملیاتو هدف داوو چې پښتانه وځپل شي چې د برهان الدین رباني په مشرۍ تاجک توکمي په ټول افغانستان خپل کنټرول پراخ کړي. انجینر ګلبدین حکمتیار د یو پښتون په توګه په دغې  دسیسې وپوهیده او مقاومت يې وکړ. د مسعود ځواکونو له روسيې، هند او د منځنۍ اسیا  له  یو شمیر هیوادونو څخه مالي او پوځي ملاتړ اخیسته،  خو مقابل لوري  نه یوازې د پاکستان ملاتړ له لاسه ورکړی وو،  بلکې عربي هیوادونو هم مرسته نه کوله.
 
هغه وخت چې د جګړې د اوږدیدو له کبله  د حکمتیار ځواکونه له مالي او پوځي ستونزو سره مخامخ کیدونکي وو، د طالبانو په څیره کې یو نوی ځواک د پښتنو له منځه راپورته شو او په خورا لنډ وخت کې يې وکولی شول چې د رباني حکومت  ړنګ کړي.
اوس هم په افغانستان کې یوازې پښتانه دي چې دولت او نړیوال ځواکونه يې په نښه کوي. په دې لړکې  د پښتنو د پوړ غړي وژل کیږي، نیول کیږي، تعقیبیږي، بندیانیږي،  ځورول کیږي  او  سختترینه کړاوو ورکول کیږي.  د پوځي عملیاتو له لارې د پښتنو ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان په انفرادي او ډله ییزه توګه د یو سیاسي او اقتصادي هدف لپاره  وژل کیږي او وژونکي يې  ستایل کیږي.

 ددوی په کلیو او کورونو دغه عملیات د یوې  پوځي تګلارې په مټ چمتو کیږي چې هم د سیمه ییز دولت او هم د نړیوالو ځواکونو  جیګپوړي  پوځي  چارواکي پکې ګډون کوي. طبیعي ده چې دوی د پوځي  وسایلو د استعمال له لارې غواړي چې پښتانه وویروی، بې زړه يې کړي او د هغو افرادو تابعدارۍ  ته يې ورمات کړي چې غواړي قدرت ترلاسه کړي. د همدې لپاره د پښتنو وژونکی  له هرډول محاکمې ازادیږي او په پوځي میډالونو نازول کیږي.   

دغه حالات هغه مهال پیدا کیږي چې  په حکومت کې د قدرت خاوندان  شا او خوا وګوري چې ځواکمن هیوادونه يې ترشا ولاړ دي او ددوی له پروژو سره سیاسي، پوځي  او اقتصادي مرسته کوي.  ددې تاوتریخوالي په نتیجه کې دغه اشخاص هڅه کوي چې د پریکړو ځای ته ځان ورسوي او خپلې منګولې ټڼګي کړې.  

مهمه بیلګه يې  د پوهنتون د پنځه  زده کونکو او یو استاد  نیول دي.  دا پیښه په داسې حال کې وشوه چې کرزی له هیواده بهر وو او هغه هیواد ته يې سفر کړی وو چې له پاکستان سره دودیزه دښمني لري. له دې پیښې وړاندې په پاکستان باندې فشارونه ډیر شوي وو او ددې لپاره چې هند ته د حامد کرزي د سفر په اړه د پاکستان خوله پټه کړي،  دغو دولتي اشخاصو ته پکار وو چې څو نور پښتانه،  د یوې، تش په نامه  دسیسې د جوړولو په پلمه ونیسي چې په اصطلاح د پاکستان په ضد په خلاصه خوله د خبرو جوګه شي. داسې  پلانونه د امنیتي سلاکار،  نورو امنیتي او دفاعي چارواکو په مټ جوړیږي.
ویره اچونه څوک کوي؟  ایا له کابله بهر ښځې حقوق لري؟

که لږ نور يې هم ښکاره ووایو، د امریکا پر سفارت برید او د رباني د وژلو تورونه کافي نه وو، په دې چې،  دا وار له مخه  پاکستان  رد کړي وو.  ددې لپاره چې هند ته دحامد کرزي د ناڅاپي  سفر او کابل- ډیلي ترمنځ د ستراټیژیک تړون په اړه کابل  د اسلام اباد د فشارونو مخه ونیسي ، او پر پاکستان د امریکا فشارونو ته نوي دلایل پیدا کړي، یو څو بیګنا محصلین ونیول شول.  څرګنده ده چې په زندانونو کې بیا  د ناپښتنو امنیتي مامورینو له خوا ددغو بندیانو پخلاف څه ډول ظلمونه کیږي؟ او دغو خلکو د ناپښتنو مامورینو له خوا سخترین کړاوو ورکول کیږي.  

 په داسې حال کې چې پښتانه شکایت لري چې په سیمو کې يې ښونځي او پوهنتونونه د جګړو له کبله تړلي دي،  ډیری ماشومانو او ځوانان يې زده کړو ته لاس رسئ نلري ، دپوهنتون د زده کونکو د نیولو تر ټولو مهم اړخ دادی چې دوی  لاپسې بې جرته کړي چې  لوړو زده کړو ته زړه ښه نکړي،  یا لویو ښارونو ته د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره سفر ونکړي او  داسې فکر ور واچول شي چې په پوهنتونو کې هر پښتون تر تعقیب لاندې دی.  

په هیڅ قانون کې، پرته له محاکمې امنیتي ځواکونه حق نلري چې یو څوک د مجرم په توګه زندان ته واچوي او هلته يې وځوروي، یا پر هغه د دسیسه جوړونکي، ترهګر یا بل ورانکاري نوم کیږدي.  خو موږ ولیدل چې نیول شوي  خلک نه د کومې محاکمې له لارې تورن شول او نه داسې اسناد وښودل شول چې دوی رښتیا په یوه دسیسه کې لاس درلود او پرته له دې چې نیول شوو خلکو ته د دفاع حق ورکړل شي، ورباندې دا ډول بد تور ولګید. کله چې دغه تورن خلک د ټلویژون پر پرده ښودل کیږي یا د خبریالانو د کیمرو په وړاندې څرګندیږي، نو مجبور دي چې  هغه څه ووايي چې پولیس یا امنیتي کسان يې غواړي، ځکه چې هغوی ته د فزیکي او روحي ځورونې ګواښونه کیږي، ان  د مرګ د سزا ګواښ ورته کیږي،   دېته مجبوریږي چې د چارواکو په خوښه اقرار وکړي.  دا ټوله کیسه  دا مانا لري چې یوه دسیسه جوړه شوې ده او ددې دسیسې ترشا ډول ډول سیاسي  موخې  پرتې دي13.

تاوتریخوالی او سپکاوی

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو راپور وښودله چې په زندانونو کې پښتانه په څومره بې رحمۍ سره شکنجه کیږي چې د هغو اشخاصو تابعدارۍ ته يې ورمات کړي چې  حاضر نه دي قدرت له بل چا سره شریک کړي.  ددې سره سره چې ملګرو ملتونو په دې  راپور کې حقایق رابرسیره کړل،  خو ددې راپور له لارې پښتنو اکثریت ته په غیر مستقیمه توګه ګواښنه وشوه چې د هغو اشخاصو تابعداري وکړي چې په کابل کې کنټرول لري، که داسې ونکړي نو له دغې سختې  سزا سره به مخامخ شي. په دې دلیل چې ملګري ملتونه دغسې پټ دولتي جنایتونه په لفظي توګه افشا کوي، په داسې حال کې چې خپله ملګري ملتونه ددغو حقایقو شاهدان  دي،  خو هیڅ یو دولتي مامور  د محاکمې غوښتنه يې نه ده کړې.  

د کندوز ولایت د ارباب هاشم او مرزا ناصري وژونکي چیرې دي؟ 
 په بله وینا، د حامد کرزي ټوله اداره د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په مرستو چلیږي، امنیتي کسانو او پولیسو ته روزنه او مالي ملاتړ هم ملګري ملتونه، متحد ایالات او ناټو ورکوي،  او د ملګرو ملتونو سیاسي، پوځي او مالي ملاتړ لري. د بن کنفرانس،  او د ټولو هغو په اصطلاح ټول ټاکنو لګښت ملګرو ملتونو ورکړی چې کرزی يې بیا بیا د ولسمشر په توګه وګوماره.

   ددې راپور د سیاسي اړخ انتقاد کونکي ښايي ووايي چې  ملګرو ملتونو  په لوی لاس هڅه کړې چې په زندانونو کې د  بندیانو د شکنجو د بهیر په افشا کولو سره هغه خلک وویروي چې د کرزي د حکومت په ضد جنګیږي یا  هغه خلک وویروي چې  د طالبانو او حزب اسلامي ملاتړ کوي.  خو له بلې خوا،  دغه راپور  ښيی چې د پښتنو په ضد  یو سیسټماټیک دولتي تاوتریخوالی  روان دی، یانې د پښتنو زامن په دې او هغه نامه نیول کیږي او تورو تمبو شاته په فزیکي او روحي ډول ځورول کیږي. ددې سیاسي او ټولنیز اړخ دادی چې  له دې لارې،  پښتانه څنډې ته کړي، د سیاسي، کولتوري او اقتصادي تشې په  رامنځته کولو سره  قدرت په اصطلاح هغې ټلوالې ته انتقال کړي چې په تیرو وختونو کې په شمال کې جوړې شوي دي14.  

بهرنی یرغل او د پښتنو ځپنه  

د اقلیت واکمن ژر راضي کیږي چې  د بهرنیو ځواکونو( یرغلګرو)  شرایط ومني او په بدل کې  بهرني یرغلګر د اقلیت د واکمنۍ  دفاع  کوي. بهرني ځواکونه تل هڅه کوي چې د یو هیواد اکثریت له قدرت لیرې کړي،  او د اقلیتونو اوږدمهالې واکمني ممکنه کړي چې خپلې ځانګړې ګټې خوندي کړي.  په بدل کې يې اقلیتونه په ټول زیار سره  د بهرنیو ځواکونو ګټې خوندي کوي چې  ددوی له ملاتړ لاس وانخلي.  دا کار  د اکثریت لپاره د منلو نه وي،  او په وړاندې يې غبرګون ښيي.
 
په افغانستان کې بهرني عسکر  لګیا دي، د همداسې شرایطو په جوړولو کې مرسته کوي، ناڅاپه  په یو کور ورننوزي او دا کار خلکو ته هغه روسيي عسکر ورپه زړه کوي چې  په ۱۹۸۰ کلونو کې يې پر افغانستان ورته یرغل کړی وو،  او په همدې کلیو کې يې د عامو خلکو پخلاف ورته چلند کاوو. عام خلک ویني چې  د هماغو سرو  روسانو په ډول  څیرې  ظلم  او تیری کوي.

د خلکو ښځې تلاشي کوي، نارینه او ښځینه وګړي له ځان سره بیايي، یايي ځای په ځای وژني. یو چا له پیړیو پیړیو راهیسې زیار ویستلی وي، یوه کورنۍ يې جوړه کړي وي، یو بهرنی عسکر ورشي، ټول په ډزو وولي او کورنۍ يې ځای په ځای  ختمه کړي. ددې ظلم پخلاف خلک اواز نشي پورته کولی،رسنۍ داسې پیښې نه راپورته کوي، داسې مرجع نشته چې کلیوال ورته شکایت وکړي. خلک مجبوریږي چې خپله لاس په کار شي، ځکه چې خلک باور له لاسه ورکوي او پر هغه څه يې عقیده  پیدا ډیریږي چې  هیواد له بهرني  یرغل سره مخامخ دی.

 د ناټو عسکر په رڼا ورځ پښتانه په ډله ییزه او انفرادي توګه وژني او د کرزي حکومت ددوی دغه عمل نه یوازې ستايي بلکې دېته د ترهګرۍ په ضد جګړه وايي. ددې جګړې مانا داده چې د پښتون وژنه یو روا او قانوني  کار دی،   ځکه خو قاتل محاکمه کیږي نه او برعکس  پښتون د ترهګر په نامه پرته له کومې محاکمې د استخباراتو او پولیسو په لاس زندان ته اچول کیږي او هلته شکنجه کیږي15.

د بمباریو ستاینه، د وژنو او وژنکو ستاینه، د وژونکو نه محاکمه، پرته له محاکمې پر ازادو وګړو تور لګول او ددوی د ځورولو لړۍ،  داسې سیاست دی چې تبیعض يې رامنځته کړی او  خلک يې په بشپړ ډول خوابدي کړي دي.

په هوايی بمباریو کې د پښتنو ماشومان، ښځې او سپین ږیري وژل کیږي او یايي په کورونو د ناټو عسکر په ځانګړي ډول امریکايي عسکر ورننوزي او هر سپکاوی چې غواړي هغه غریبو او بي دفاع خلکوته ور اړوي. ددغسې ظلمونو بیلګې  دومره ډیرې دي چې ان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نورو هیوادونو اوسیدونکي پرې بحث کوي.
 
له هوايي او  مځکنیو بریدونو پرته د نورو سنجول شوو پوځي یرغلونو  له لارې د پښتنو غړي ویرول کیږي،   نه یوازې يې  د ژوند حق  له خطر سره مخامخ دی  بلکې ددوی  سیاسي، اقتصادي او ټولنیز حقوق تر پښو لاندې دي16.

پوځ او پولیسو ته د خارجي یرغل پر ځای د پښتنو د تعقیب  روزنه ورکول کیږي. پخوا وختونو کې به پوځي ته د یو خارجي یرغل په ضد د وطن د دفاع روزنه ورکول کیده، اوسني پوځ ته د یو ځانګړي قوم د غړو د تعقیب او وژنې روزنه ورکول کیږي. دغه پوځ او اردو د چا په ضد او په کومو سیمو کې عملیات کوي؟ د چا کورونه تلاشي کوي؟ څوک لاس تړلي، سترګې تړلي له خپلو کورونو بیايي؟

دغه پوځيان په ډیرې بې رحمۍ سره  د پښتنو بانفوذه ملا امامان او قومي مشران وژني چې د اوسني دولتي فساد په ضد راپورته شوي غږونه غلي کړي. له نورو بیلګو به تیر شم او دلته به ستاسې پام د غزني د اندړو ولسوالۍ د اوسیدونکي شیخ الحدیث مولوي عبدالبصیر وژنې ته ستاسې پام واړوم. د هغه ګنا څه وه؟ او کومې محاکمې  په کوم تور د هغه د مرګ پریکړه کړې وه؟ دلته دغه پوښتنه یو دولت راجع کیږي؟ که دا سیسټماټیک او هدفي وژنې نه وي، نو دغه مولوي صاحب ولې په دومره بیرحمانه ډول وژل کیږي؟   

اقتصادي اړخونه

حکومت، پولیس او نور دولتي ځواکونه د یو پلان له مخې  پښتانه پانګوال او تجاران تر فشارلاندې راولي چې ویره ور واچوي او  د هیواد  له یوه ځایه بل ځای ته له کاري سفرونو  ډډه وکړي چې پانګونه یا تجارتی کاروبار ونشي کړئ یا ددایمي پوسټونو لپاره سیالي ونشي کړی.  د تصادف له مخې که کوم پښتون په پنجشیر یا بدخشان یا بامیان کې دنده ولري نشي کولی خپله کورنۍ له ځانه سره  دغه ولایت ته بوځي،ځکه چې هلته د اوسیدو شرایط ورته نه دي برابر.  ددې مانا داده چې هلته  دایمي کار نشي کولی او د تګ راتګ په حال کې به خپل وخت تیروي.  دا تګ راتګ امنیتي ستونزې  لري او دغه سړی مجبوریږي چې دنده پریږدي.  دداسې شرایطو مانا داده چې یوځانګړی قوم، شخص یا ډله په یوه ځانګړې سیمه کې   لنډمهالې دنده ولري.
د ماشومانو د ډله ییزې وژنې په بي رحمۍ سره توجیه کیږي 

که یو پښتون سوداګر وغواړي چې په کابل کې پانګونه وکړي، هغه ته ډول ډول امنیتي  خنډونه جوړیږي چې ونشي کړی خپله پروژه عملي کړي.  که ددې ستونزو سره سره هغه پانګونې ته زړه ښه کړي،بیا هغه وخت د کار اجازه ورکول کیږي چې یو تاجک، هزاره یا ازبک توکمی وګړی پرته له کومې پانګې شریک کړي. که دا کار ونکړي، باید یو لوړپوړی امنیتي چارواکی مفت  پخپله پروژه کې شریک کړي چې  د کاروبار  امنیت يې شونی شي.

 په کپیټال ټولنو کې چې یوازې  شتمن  کولی شي د خپلو پیسو په مټ قانون بدل یايې  جوړ کړي، حکومت جوړ او حکومت ړنګ کړي، د پښتنو سوداګرو او پانګوالود پرمختګ مخه نیول کیږي چې تشه رامنځته کړي، او کاري ظرفیتونه يې له منځه لاړ شي17.

په لویو ښارونو کې پښتنو ته نمرې نه ورکول کیږي او حکومتي  ملاتړ نلري، ځکه چې په ښکاره ډول تر تعقیب لاندې دي.  په کابل کې پښتانه شکایت لري چې په دولتي ادارو کې له دوی  سره بد چلند  کیږي .  په ښار کې هستوګنه  ژوند معیاري کوي او د ماشومانو راتلونکی جوړوي، په کلیوالو سیمو کې  هغه اسانتیاوې نشته چې ژوند معیاري کړي .  دغه دولتي اشخاص هڅه  کوي چې ښارونو ته د پښتنو  د ورلیږدېدو مخه ونیسي چې د ژوند سطحه يې معیاري نشي او عصري ( له اسانتیاوو ډک ) ژوند خپل نکړي.
ددې فشارونو بل دلیل دادی چې دوی  له سیاسي، کولتوري او اقتصادي  غربت سره مخامخ شي،  خو  برعکس په  قدرت کې شته اشخاص (لږکیو پورې اړوند کسان ) شتمن شي.  په کپیټلیسټ سیسټم کې یوازې  شتمن د واکمنۍ حقداران ځانونه بولي،  که بیوزلي ( عادي خلک)  شتمنو ته  له خدمت کولو څخه  انکار وکړي پوځ او پولیس ورلیږي او په زوره يې تابعدارۍ ته اړ کوي.
کارګري ځواک، مسلکونه او کنټرول  
یوه داسې هڅه روانه ده چې پر پښتنو دومره بندیزونه ولګول شي چې دوی ونشي کړی  له یوه ځایه بل ځای ته سفر وکړي او ددوی چاپیریال محدود کړي.  د سفر پر مهال د لارې په اوږدو کې د پښتنو پخلاف له  ناوړه چلند څخه کار اخیستل کیږي. دوی تالاشي کیږي او رټل کیږي. په دولتي ادارو کې په یوه نوم او بل نوم په  ذهني توګه ځورول کیږي چې دندې پریږدي او ځای يې ناپښتانه ډک کړي.

دغه سیسټماټیک  بندیزونه او زور زیاتی د پښتنو هغه مسلکي  وړتیا له منځه وړي چې له مخې يې دوی کولی شي د ازاد بازار په  اقتصاد کې ځانونه پیدا کړي ، هلته بشپړ استازیتوب ولري او  له هغو کسانو  سره  چې  کنټرول يې  په لاس کې دی سمه سیالي   وکړی شي .   دغه سیسټماټیک پوځي یرغلونه د وخت په تیریدو سره نشي کولی چې پښتانه پر یو اقلیت بدل کړي،  خو ددوی  کارګري وړتیا له منځه وړي،  د وګړو شمیر به يې لا هم  ډیر وي،  خو مسلکي پوټنشل به نلري.
 
د اوسنیو سیاسي پوځي، کولتوري او ټولنیزو فشارونو موخه داد ه چې پښتانه د معاصرو مسلکونو  د تر لاسه کولو له چانسونو څخه  بې برخې کړي چې په راتلونکي کې  ونشي کړی د اقلیتونو غړي د کارګرۍ په ډګر کې  وننګوي. که داسې وشي نو،  ددې سره سره چې پښتانه کارګر به مسلکي وړتیا نلري،  د شتمنۍ کنټرول به د کپیټالستو اقلیتونو لاسته ورغلی وي،  خو دوی به بیا هم د پښتنوپه ضد سیالۍ ته دوام ورکوي ځکه چې د اکثریت مساله به  ورته لا نور چلنجونه جوړوي.

کله چې د اکثریت په ضد جګړه دوام وکړي،  ورو  ورو  کارګري مسلکونه اقلیتونو ته انتقالیږي،  د نړیوالو خیریه ټولنو په پلمه بهرني کارګر له هغوی سره یوځای کیږي او هغه تشه چې د اکثریت وګړو د کارګري ځواک د لیرې کولو په نتیجه کې رامنځته شوې ده، ډکوي.
 
دا حالت بیا د اقلیتونو شتمنو  ته پوره صلاحیت ورکوي چې مخامخ پریکړې وکړي او  له بهرنیو[ ځواکونو]  او  پانګوالو سره مخامخ معاملې وکړي.  دوی بیا زیاتره د هغو هیوادونو سره پټ او ښکاره نژدې اړیکي  ساتي چې  شریکه ژبه لري، یا هغه چې دوی سره شریک کاري مسلکونه لري.  دغه کارګري ځواک  بیا ژر د خوش ګذارنۍ پوړ ته رسیږي او هغوی چې مسلکونه نلري او کارګري ځواک يې د جګړې  له کبله زیانمن شوی، خبر نا خبر د اقلیتونو خدمت ته وربلل کیږي.

د کپیټالیزم  په  نړۍ کې چې پرمختګ يې  ټیکنالوجۍ له ودې سره تړلی دی د کارګرو د ټولنې کنټرول که د هر چا په لاس کې وو، پریکړه به هم کوي او لوی قراردادونه به هم اخلي. دغه کنټرول  هغه وخت د یو چا لاسته لویږي چې د طبیعي زیرمو او اقتصادي سرچینو کنټرول په لاس کې واخلي.  ددې لپاره داسې هڅې روانې دي چې د افغانستان د طبیعي زیرمو قراردادونه ناپښتنو پانګوالو ته ورکړل شي چې پر شتمنۍ کنټرول ترلاسه کړي.  که  د بغلان د طلا معدن ته ځیر شئ، نو تاسو ته به څرګنده شي چې  ددغه معدن کنټرول پرته له کومې داوطلبۍ یو  سیمه ییز  جنګسالار ته ورکړل شوی دی. ددغه جنګسالار جنایتونه  دومره ډیر دي چې  نشي شمیرل کیدای18.

کولتوري فشارونه  

 پر پښتنو د القاعده او ترهګر نوم کیښودل کیږي چې په روحي یا فزیکي توګه  يې د ځورولو شرایط  برابر کړي. د خبریالانو د ټولنې د یو فعال ضیا بومیا په وینا  ان  د اطلاعاتو او کولتور وزیر  مخدوم رهین په دې وروستیو کې  وویل چې قومي جامې د ترهګرو جامې دي او په دې باید بندیز ولګول شي. ښاغلي بومیا د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر میاشتې پر پنځمه نیټه د خپل فیسبوک پر پاڼه داسې ولیکل:
 
"د اطلاعاتو اوکولتور وزیر مخدوم رهین خپلو پلویانو ته ویلی چی په ملی راډیو ټلویزيون کی څوک پرینږدي  چې په ملی جامو کې دندې ته ورشي  ځکه چی دده په وینا  ملي جامې د تروريستانو لباس دی۔  د رهین له همد‌ې دستور سره سم  نن یو تن چی په ملي راډیو کې نوکري وو دعزیزیار له خوا چې  رهین ته نږدې سړی  او د نطاقانو دشعبې  آمر دی توهین شو،  او داسی ورته وویل شول (چرا پتلون نه پوشیدی؟ شما اوغان های غول تروریستها ، القاعده ها ، وطالبان ).  په همدې  تړاو نن  یوبل  تن  چې  پښتون دی،  په ملي  جامو کې  ټلویزيون ته راځي ورغوښتل شوی  او د تلویزيون د مرستیال له خوا  اخطارونه  ورکړل شوي  دي  چې  منفک به شې.  دغو دوه تنو د خبریالانو ټولنو ته له همدې امله شکایت کړی او دمرستې غوښتنه يي هم کړې ده. موږ خبريالان دوزیر دغه عمل غندو هیله ده راسره یو شئ".

د پښتنو پر ژبه په ښکاره توګه ملنډې وهل او سپکاوی ددې پخلی کوي چې د دوی په ضد جګړه  تراقتصادي، پوځي او سیاسي ډګره ور هاخوا روانه ده.  په رسنیو او مزاحیه پروګرامونو کې پرې ملنډې وهل د ساعت تیرۍ  موضوع جوړه شوې ده. ۱۹
  د کورنیو چارو وزارت په تذکرو کې پښتنو ته  مورنۍ ژبه  دري  لیکي. په دې توګه هڅه کوي چې د پښتنو ژبنۍ پیژندګلوي بدله کړي. دا [دوی ته] دوه ګټې لري، یو د کاغذ پر مخ د پښتنو شمیر کمیږي او بل د تاجک توکمو شمیر ډيریږي. دا درغلي یوازې له پښتنو سره نه کیږي بلکې  له  هزاره وو،  ازبکو او نورو توکمونو سره هم کیږي.

د جایدادونو قبضه

  په شمالي ولایتونو کې ډیری ځايي پښتانه مجبور شوي دي چې خپل اصلي ټاټوبی  پریږدي.  په جوزجان،بلخ، بامیان، فاریاب، بغلان، سمنګان او سرپل کې د پښتنو جایدادونه  ځايي زوراکو قبضه کړي دي، رمې يې چور شوې اودوی کډې کولو ته مجبور شوي دي20.

  په بامیانو کې د کوچیانو د جایدادونو مساله، په تخار کې د یوسفزیو د جایدادونو مساله، په سرپل کې د ساکزیو د جایدادونو مساله او همداسې ډيرې نورې بیلګې شته چې موږ ته ښيي چې دا تاوتریخوالی څومره پراخ دی21.

هغه مهال چې   جمعه خان همدرد د بغلان  والي وو،  د  احمد ضیا مسعود  د شکایت له امله حامد کرزي کابل ته وروغوښت او د کرزي، مسعود او همدرد ترمنځ په ارګ کې ددې شکایت په اړه غونډه وشوه.  جمعه خان همدرد ماته وویل چې احمد ضیا مسعود زما په مخکې کرزي ته وویل چې ( اقای همدرد از  جنوب نفر میاره و در منطقه ما( پلخمري)  مقرر میکند و ما این کار را قبول نداریم) .   ښاغلي مسعود هڅه وکړه چې  په دې توګه کرزی تر فشار لاندې ونیسي او خپلې غوښتنې پرې عملي کړي.  په بله وینا  په بربنډ ډول خپل مخالفت ښکاره کړي او  په  دولت کې  د پښتنو د ګومارنې  مخه ونییسي چې کنټرول له لاسه 
ورنکړي.

همدا راز په ۲۰۰۴ کال کې  د محمد اکرم خاکریزوال په ضد د جمعیت د قومندان عطامحمد نور مخالفت  چې  له بلخ څخه د ښاغلي خاکریزوال  د لیرې کولو لامل وګرځید.  ځکه چې د خاکریزوال په راتګ سره بلخ ته  یو شمیر سیمه ییزو پښتنو جرت وکړ چې دخپلو جایدادونو د ترلاسه کولو لپاره له دولت مرسته وغواړي.  پښتانه بیا عادي ژوند ته  وګرځیدل او په پرتله ییزه 
توګه له  ګواښونو وژغورل شول.  دې کار د خاکریزوال ملاتړ د عادي خلکو ترمنځ ورځ تربلې ډیراوو. عطا محمد  دغه حالت نشو زغملی او هڅه يې وکړه چې  زور له لارې ښاغلی خاکریزوال مجبور کړي چې مزارشریف پریږدي. 

په داسې حال کې چې د شمال ټلوالې مشران هیڅ ډول  مسلکي  زده کړې نلري،  نن  له ولسمشر راښکته پر ګردو لويو څوکیو ګومارل شوي دي.  ټولې پریکړې دوی  کوي، او کرزی يې لاسلیکوي.  تر اوسه به چا د دوی له خولې نه وي اوریدلي چې  بیګنا خلک د بهرنیو په بمباریو کې ولې وژل کیږي؟ خو دا به مو ارو مرو اوریدلي وي چې  دغو کسانو پر بهرنیو ځواکونو غږونه کول چې "دا کوچني بمونه دي، لوی لوی بمونه وغورځوئ".
 د خلکودا هرڅه په یاد دي او دعامو وګړو  تیرویستل  ډیر سخت شوي دي، یوازې په پروپاګنډ او درواغو د افغانستان په څیر جګړه ځپلی هیواد نه اداره کیږي. د مدني ټولنو په نامه یو څو تنه چې په هره غونډه کې ناست وي، یا د ښځو د حقونو د دفاع کونکو په نامه یو څو تنه چې هر وخت د ټلویژون پر پردو راڅرګندیږي، نشي کولی چې د یوې پراخې مدني ټولنې استازیتوب وکړي. خلک ویني چې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو له خوا له کابله بهر له ښځو او ماشومانو سره څه ډول بد چلند کیږي.  دغه د ګوتو شمار اشخاص فکر کوي چې عادي خلک ډیر احمق دي او موږ يې  په ژوند او په وینو لوبې کوو  او خپلې خیټې غټو د خپل کنټرول سیمه پراخوو، او دوی زموږ (د کنټرول، قدرت او شتمنۍ ) لپاره قرباني ورکوي. پای.
اخځلیکونه
1: Zizak, S & Elthatawy, M. (2011) Answer Question session (Online), available, http://www.youtube.com/watch?v=TxyMRfOMhR4&feature=related (Accessed: 10.10.2011).
2: Taylor, N, R. (2011), Afghanistan envoy highlights errors of British strategy (online), Available http://www.guardian.co.uk/world/2011/oct/11/envoy-critique-afghanistan-campaign  (Accessed: 20.10.2010).

3: Criminals of Afghanistan War . (2011), Warlord campaigns (online), available (Facebook), https://www.facebook.com/#!/photo.php?v=153802051383460 (Accessed: 16.10.2011).

4:  RFERL. (2011) Afghanistan 10 years on: ‘By Working, we Have Managed to Change Our Lives for the Better’ (online), available

5: Spiegel. de. (2011), More than Half of Afghans See NATO as Occupiers (online), available http://www.spiegel.de/international/world/0,1518,792436,00.html (Accessed: 20.10.2011).
6: Journeyman. TV.  (2011), Afghanistan's Turning Point - Afganistan (online), Available,   http://www.youtube.com/watch?v=uBWCD4mbtj4   (Accessed: 19.10.2011).

7: Zaheer, A & Samimi, M.  (2011), MPs: Current crisis linked to 2002 agreement (online), available http://www.pajhwok.com/en/2011/07/28/mps-current-crisis-linked-2002-agreement  (Accessed: 10.10.2011).

8: Doran, J.  (2002), Afghan Massacre, The Convoy of Death(online),available, http://www.acftv.com/archive/article.asp?archive_id=1    (accessed:13.10.2011).


10: Richardson, B. (2001) Ex-Soviet commander unveil Masoud's secret pact (online), available, http://www.militaryphotos.net/forums/showthread.php?13290-Ex-Soviet-commander-unveil-Masoud-s-secret-pact-updated (accessed: 21.10.2011).

11: Khudaid, G. (1995), Ahmad Shah Masood the great traitor of Afghanistan (online), available http://www.youtube.com/watch?v=CmH_G6IMI7o (Accessed: 18.10.2011).

12: Kabul Press (2009), احمد شاه مسعود و عقد معاهده آتش بس بااردوی سرخ (online), available, http://kabulpress.org/my/spip.php?article4079 (accessed: 11.10.2011).

 13: Khetab, M, H. (2011), Plot to kill president foiled; 6 detained (online), available, http://www.pajhwok.com/en/2011/10/05/plot-kill-president-foiled-6-detained (accessed: 23.10.2011).

14: Kelly, J.  (2011), Afghanistan officials 'systematically tortured' detainees, says UN report (online), available, http://www.guardian.co.uk/world/2011/oct/10/afghanistan-torture  (accessed: 21.10.2011).

15: Rolling Stone.  (2011), The Kill Team (online), available http://www.rollingstone.com/kill-team  (accessed: 24.10.2011).

16: Cavendish, J. (2011), Revealed: Afghan chief accused of campaign of terror is on US payroll (online), available http://www.independent.co.uk/news/world/asia/revealed-afghan-chief-accused-of-campaign-of-terror-is-on-us-payroll-2245369.html (accessed: 25.10.2011).

17: Shah, A.  (2010), Afghanistan challenge is not to create “western-style” democracy (online), available http://blogs.reuters.com/great-debate-uk/2010/03/12/afghanistan-challenge-is-not-to-create-western-style-democracy/ (accessed: 22.10.2011).

18: Bandler, J.  (2011), A team of bankers starts to tap the country's vast mineral riches, with help from the Pentagon (online), available http://management.fortune.cnn.com/2011/05/11/jp-morgan-hunt-afghan-gold/ (accessed: 25.10.2011).

 19: TV1 (2011), Shabkhand ba Jawad(online),available  http://www.youtube.com/watch?v=DuRHQGzSjc8 (accessed: 24.10.2011).

20:  (2008), Protest against Kochis influx held in Kabul (online), available http://www.pajhwok.com/en/2008/03/30/protest-against-kochis-influx-held-kabul (Accessed: 19.10.2011).

21: Niyazman, G & Ibrahimi, S, Y. (2008), Afghan land dispute sparks ethnic tension (online), available http://www.isn.ethz.ch/isn/Current-Affairs/Security-Watch-Archive/Detail/?lng=en&id=92684 (Accessed: 25.10.2011).




No comments:

Post a Comment