Monday 16 April 2012

د فیسبوک خطر

 د ذوکربرګ د کورتۍ په استر کې د شرکت پټ سمبول

د فیسبوک خطر

حنان حبیبزی 

د عربي هیوادونو ټونس، مصر او لیبیا رژیمونه چې  د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې بدلیدل ټولنیزو رسنیو social Media  لکه فیسبوک،  ټوایټر او یوټیوب د حالاتو په اړه شیبه په شیبه نوي مالومات وړاندې کول. داد ډله ییزو رسنیو پخواني لوستونکي، اوریدونکي او لیدونکي audiences  وو چې له خپلو سیمو يې شیبه په شیبه تازه حال شریکاوو. د ټولنیزو رسنیو( فیسبوک ) کارونکي ، هغه خلک چې یو وخت د ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویژونونو، ویبپاڼو) مصرف کونکي وو د تولید کونکو ( چمتو کونکو) په توګه راڅرګند شول. 

اوس دغه خلک دېته اړتیا نلري چې خامخا دې سهارنۍ ورځپاڼه د تیرې ورځې د خبرونو لپاره ولولي، یا دې د راډیو هغه پروګرامونه واوري چې پخوا به يې له مجبورۍ اوریدل، په بله وینا هغه چټیات واوري چې د راډیو یا ټلویژون د چمتو کونکي له خوښې یا ناخوښې سره سم چمتو شوي دي. اوس د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) هغه کارونکی چې لاهم د ډله ییزو رسنیو ( راډیو، ټلویژون یا  په لیکه ورځپاڼې ) د تولیداتو کارول غواړي د ټاکلو یا انتخاب پوره پوره واک لري. کومه مقاله ولولي، کومه ونه لولي، کوم پروګرام واوري، کوم وانه وري. له دې کبله  راډیو ګانې، ټلويژونونه او ورځپاڼې د رسنیو په مارکیټ کې له سختو ننګونو سره مخامخ شوي دي.  

نوې رسنۍ ، ټلويژون اړ دی چې د یوټیوب په څير د ټولنیزو رسنیو مواد وکاروي او له دې سره  داسې ښکاري چې هغه پېر پایته نژدې کیدونکی دی چې د رسنیو تولید کونکو او چمتو کونکو پکې پرانیستی مټ درلود او هرڅه چې يې خوښیدل پر اوریدونکو او لوستونکو يې تپل. همدا دلایل دی چې  راډیو ګانې، ورځپاڼې او  د مجلو ویبپاڼې خپل مواد د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب) له لارې له خپلو لوستونکو سره شریکوي ځکه چې بله لار نلري. که په دې توګه خپل تولیدات بازار ته وړاندې نکړي د ټولنیزو رسنیو کارونکي ( د ټلویژون او راډیو پخواني اوریدونکي او لیدونکي ) مجبوره نه دي چې نور د ایک – یوې رسنۍ کونه ونیسي.  

 ډله ییزې رسنۍ هم نوره دېته اړتیا نلري چې ناامنو ځایونو ته خپل خبریالان  ولیږي ځکه چې هلته د ټولنیزو رسنیو کارونکي حاضر دي چې په وړیا توګه سیمه ییز مالومات شریک کړي.  که د سوريي د تاوتریخوالي راپورونه په الجزیرې، بي بي سي او اې بي سي  کې د بیلګې په توګه  ولټوو ډير مواد ترلاسه کیږي چې د یوټيوب له ویډيوګانو څځه پکې کار اخیستل شوی دی. 

ددې مانا داده چې د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب) کارونکي د رسنیو د رضاکارو کارکونکو په توګه رادبره شوي دي او ددې خطر يې رامنځته کړی چې د دودیزو یا ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼې، راډیو او ټلويژون) پر فعالیتونو سیوری وغوړوي، یايې دغه رسنۍ دېته مجبورې کړي دي چې (دهغو پیښو په اړه چې د فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب کارونکي په اړه مالومات ورکوي) هیجاني/ کیفیت لرونکي/  پروګرامونه او راپورونه چمتو کړي چې خپل لیدونکي او اوریدونکي له لاسه ورنکړي. 

دې مسالې داسې خطر رامنځته کړی دی چې رسنۍ پر خپلو لارښودنو guidelines پښه کیږدي او د ژورنالیزم ارونه مات کړي. دغه یو لامل دی چې د ټولنیزو رسنیو کارونکي ځانته حق ورکوي چې د خپلې خوښې او سیاسي لیدلوري سره سم خبري راپور یا شننه  د لیدلو، اوریدلو او لوستلو لپاره پیدا کړي. 

د فیسبوک ایلومیناټي سمبولونه چې د اسرایلو نښان هم پکې ښکاري

د 2009 کال په ورستیو کې ټولنیزو رسنیو دغه ځای ځایګي ته ځان ورساوو، د 2010 او2011 کلونو په اوږدو کې يې لاپسې ټینګ کړ او د مالوماتو د شریکولو د بهیر په اوږدو کې يې حقایقو ته د لاس رسي په وړاندې د پام وړ خنډونه لیرې کړل. له دې سره د دودیزو یا ډله ییزو رسنیو ( ټلویژون، راډیو او ورځپاڼې ) د لیدونکو یا لوستونکو شمیر په بیساري ډول ولوید. په 2009 او 2010 کې ډیری نړیوال ټلویژونونه، ورځپاڼې او راډیوګانې اړ شوې چې د کارکونکو شمیر لږ کړي او د تولیداتو د کیفیت د لوړولو لپاره کافي بودیجه سپما کړي. ددې سره سره چې دې اوښتون ډله ییزې رسنۍ ولړزولې په هممهاله توګه يې د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) کارونکي د خپلو محرم[و] privacy  یا شخصي مالوماتو د امنیت په اړه  په ژورو اندیښنو کې واچول. 

د شخصي مالوماتو په اړه  اندیښنې  

2010 کال د مئ په 26مه  نیویارک ټایمز ولیکل چې د 2004 کال راهیسې، له هغه مهاله چې فیسبوک فعالیت پیل کړی د شرکت مشر مارک ذوکربرګ د فیسبوک پر کارونکو فشار اچوي چې خپل ډير نور شخصي مالومات شریک کړي. د کارونکو هغه شکایت ته ارزښت ورنکړل شو چې ویویل ځينې نوې برخې په ویبپاڼه کې پنځول شوي چې ددوی محرم یا شخصي مالومات تر پښو لاندې کوي'

څه له پاسه یوه اونۍ وروسته نیویارک ټایمز یوه بله مقاله خپره کړه چې د فیسبوک د شرکت په اړه يې ټکان ورکونکي مالومات لرل. د جون پر لومړۍ اونۍ د D8 hi-tech conference Theپه اوږدو کې له ښاغلی ذوکربرګ سره د مرکې پرمهال نوموړي د خپل شرکت هغه پټ سمبول بربنډ کړ چې د فیسبوک پر پاڼه نه لیدل کیږي او یوازې دده د کورتۍ په دنننۍ برخه یا استر کې چاپ شوی دی. نیویارک ټایمز پخپل راپور کې وویل چې مارک ذوکربرګ د فیسبوک د کارونکو د شخصي محرمیت په اړه د پوښتنو پرمهال په څرګند ډول ناارامه او خولې وو. 

کله چې د شرکت مشر خپله کورتۍ ویيستله په استر کې يې یوې نابلدې نښې د کنفرانس چلونکي حیران کړل، ښاغلي ذوکربرګ په بیړه وویل په دې کې يې ''ماموریت چاپ کړی دی'' او په غبرګون کې د کنفرانس یوې چلونکې کارا سویشر Kara Swisher په بیړه د ایلومیناټي illuminati ټکی وکاراوو. '' ایلومیناټي'' د روڼ زړي په مانا دی او د illuminatus لاتیني ټکي جمع ده. دا ټکی په 1776  کال کې رامنځته شو او د هغو خیالي ډلو لپاره کارول کیده چې په حقیقت کې نه وې.  

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مرستیال د فیسبوک د ارزښت په اړه خبرې کوي

وروسته بیا دغه ټکی د پوښلو ټولنو secret societies لپاره غوره شو چې په نننۍ نړۍ کې د هغو په اصطلاح دسیسه جوړونکو (پوښلو)  ډلو لپاره کارول کیږي چې ظاهرا نشته دي خو په پوښلي بڼه فعالیت لري. یوه سترګه او د اسرایلو سمبول ته ورته نښان د ایلومیناټي د نښو په توګه پیژندل کیږي، دغه پوښلې ټولنې بیا یوه سترګه د شیطان یا دجال د سترګې په توګه پیژني.  د ایلومیناټي موخه  داده چې د نوي نړیوال نظم New World Order په اډانه کې د خپلې خوښې نړیوال حکومت جوړ کړي. 

کله چې د فیسبوک پاڼه پرانیزئ  پر یو ډیاګرام مو سترګې لګیږي، په دغه ډياګرام کې 13 څيرې د شطرنج د دانو په څیر لیدل کیږي چې له یو بل سره د مواصلاتو له لارې نښتې دي. ډیری خلک فکر کوي چې دا ډیاګرام د بیلابیلو وچو یا هیوادونو، یا ملتونو د غړو ترمنځ د اړیکو په مانا دی. دا خبره سمه ده، خو هغسې نه ده لکه څرنګه چې خلک فکر کوي ځکه چې دا ډیاګرام د بل نیت لپاره رامنځته شوی دی. ددې ځغلنده مانا داده چې د امریکا دښمنان چیرته اوسیږي،  او له چا سره اړیکي لري. 

په بله وینا، د فیسبوک له دغه اړخ څخه د غلبیل په څير کار اخیستل کیږي.  کله چې په غلبیل کې غنم واچول شي بیا وښورول شي هغه غنم ترې لویږي چې غلبیل کونکی غواړي ولویږي،  او هغه غنم پاتې کیږي چې هغه غواړئ وړه يې کړي خو ددې اینټرنیټي غلبیل توپیر دادی چې د یو سیاسي او مذهبي موخې لپاره انسانان چاڼ کړي. 

د کانګرس کتابتون ته د ټوایټر ډالۍ 

دا یوازې فیسبوک نه دی چې دغه ستونزې لري بلکې نورې ټولنیزې رسنۍ لکه ټوایټر هم غواړي چې د امریکا د معاصر تاریخ د ټکو(text) په تولید کې مهمه ونډه ولري.  د 2010  کال د اپریل په میاشت کې مېنډي بیرلي راپور ورکړ چې  د امریکا د کانګریس په کتابتون کې به د ټوایټر ټول ټویټونه (tweets)  زیرمه کیږي.  دې مسالې د ټوایټر ډیری کارونکي هک پک کړل خو د ټوایټر په اړه هغه تورونه یا نشته یا هم لږ دي چې د فیسبوک په وړاندې راپورته کیږي. 

استخباراتي اړیکي 

د 2011  کال په مئ کې د اونین نیوز نیټورکس The Onion News Networks په نامه د امریکا یوې کورنۍ رسنۍ هیښونکی ویډیو خپور کړچې د فیسبوک اړیکي يې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې ( سي ای اې ) سره وښودل. په دې ویډیو کې  لیدل کیږي چې د مرکزي استخباراتو د ادارې مرستیال کریسټوفر سېرتینسکي د مالوماتو په  ټولولو کې د فیسبوک د ارزښت په اړه یو کنفرانس ته خبرې کوي.

'' د ولسي خلکو د کلونو پټې څارنې وروسته موږ حیران شو چې ډيرو خلکو پخپله په ډاګه کړې چې چیرته اوسیږي، ددوی  سیاسي او مذهبي لیدلوری، د الفبا په ترتیب ددوی د ملګرو نوملړ، شخصي برښنالیکونه، د ټلیفون شمیرې، ددوی په سلګونو انځورونه، او ان ددوی د دریځ status تازه  کول چې هره شیبه دوی څه کوي. دا په حقیقي توګه د سي ای اې لپاره یو خوب رښتیا شو''

د فیسبوک په څیر ټولنیزو رسنیو په رامنځته کیدو سره د اینټرنیټ کارونکي د ژوند دوه نړۍ لري. یوه  فزیکي یا رښتنې نړۍ ده چې ساه پکې اخیستل کیږي او دومه کمپوټري نړۍ ده چې زموږ پیژنګلوي ( ژوندلیک، شخصي مالومات ) ده چې موږ ټولنیزو رسنیو ته پورته کړې ده او د هغه څه په اړه شیبه په شیبه تازه مالومات ورګډیږي چې په رښتینې نړۍ کې يې ترسره کوو. د بیلګې په توګه لاندینی هندسي شکل وګورئ، کټ مټ هغه څه ښيي چې د سي ای اې مرستیال يې پخلی وکړ، دې هندسي شکل یا ډیاګرام ته به د دود له مخې1 نوم ورکړم. 

1 ډیاګرام  

د1 ډیاګرام موږ ته ښيي چې د اینټرنیټ یو کارونکی څه ډول ددې لامل ګرځي چې خپله پیژندګلوي پخپله له خطر سره مخامخ کړي او هغه مالومات چې د فیسبوک پاڼې ته پورته کوي څه ډول د سي ای اې د ایجنټ لاسته لویږي. د اونین نیوز نیټورکس د راپورونو له مخې سي ای اې د فیسبوک د کارونکو د څارنې لپاره ځانګړې بودیجه او د کمپوټرپوهانو کاري ډله ګومارلې ده. دوی د فیسبوک له لارې د بیلابیلو سافټ ویرونو لکه FARM ViLLE په معرفي کولو سره په اسانۍ د خلکو شخصي مالومات غونډوي.  د استخباراتو ایجنټ اجازه لري چې د فیسبوک د کارونکو د ملګرو برخې ته ورشي او په اړه  يې مالومات خوندي کړي. 

د فیسبوک د کارونکو مستعار نومونه 

د فیسبوک د ډیری کارونکو پام هغه وخت په بدلو نومونو د پاڼو جوړولو ته واوښت چې دغه ټولنیزه رسنۍ په دې کې پاتې راغله چې د خپلو کارونکو شخصي مالومات وژغوري. خو دا مساله یوازې د شخصي مالوماتو په اړه تر انديښنو  لنډه پاتې نشوه بلکې له هغې اخوا نورې مسالې راپورته شوې چې فیسبوک يې د سیاسي او مذهبي بحثونو پر سرچینې بدل کړ. 

ددې ټولیزې رسنۍ هغه کارونکي چې بدل نومونه لري کولی شي اشخاصو او کولتورونو ته سپکاوی وکړي او له اسنادو پرته د یوچا د بدنامولو کمپاین پرمخ بوځي یا بیځایه پروپاګنډ وکړي. د بیلګې په توګه مذهبي سپکاوی، له هغې وروسته چې په فیسبوک کې د کارټونونو  د خپرولو غږ وشو بیا د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پورې يې د  منصوب کولو غوښتنه وشوه،  د پاکستان یو مخکښ څارنوال محمد اظهر صدیقي  د 2010 کال د جون په میاشت کې پر مارک ذوکربرګ او فیسبوک  یوه جنايي څیړنه ترسره کړه. 
د امریکا د استخباراتو پخوانی وزیر، مرستیال ولسمشر بایډن او ذوکربرګ
پاکستاني څارنوال د هغه هیواد د کورنیو چارو له وزارت وغوښتل چې د اینټرپول له پولیسو سره اړیکي ونیسي چې ذوکربرګ او د هغه ملګري مذهب ته د سپکاوي په تور قانون ته وسپاري. د څارنوال له دې غوښتنې سره سم په پاکستان کې د یوې ناڅرګندې مودې لپاره پر فیسبوک بندیز ولګیده. دې بندیز ښاغلی ذوکربرګ اړ کړ چې هغه برخه  ویجاړه کړي چې مسلمانان يې په غوصه کړي وو. 

د جولیان اسانج شاهدي 

 هغه پټ سمبول چې ذوکر برګ د D8 په کنفرانس کې د خپل ''ماموریت'' نقشه وباله، د لوی اسرایل د جوړولو د ملاتړ نښه هم بلل شوې ده. ددې نښې په بیخي منځنۍ برخه کې د اسرایلو سمبول پټ کړی شوی دی. همدې نښو نښانو ته په پام سره د ویکيلیکس مشر جولیان اسانج د روسې له ټلویژون RT سره  د وروستۍ مرکې پر مهال د فیسبوک او سي ای اې د اړیکو په اړه مالومات ورکړل. 

د ویکيلیکس مشر وویل،  '' فیسبوک په ځانګړي ډول تر ګردو ویرونکی استخباراتي ماشین دی. هلته موږ د خلکو په اړه، د هغوی  د اړیکو په اړه، ددوی نومونه، ددوی پتې، ددوی ځایونه، له یو بل سره ددوی خبرې اترې، ددوی  د خپلوانو په اړه  ترګردو هراړخیز ډیټابیس دی،  ددې ټولو د ايښودوځای  په متحدو ایالاتو کې دی، دغه ټول مالومات د متحدو ایالاتو استخباراتي څانګو ته دلاسرسي وړ دي''

د جولیان اسانج شرکت، ویکیلیکس، د واشنګټن یو مخکښ روڼ اندی سیال ګڼل کیږي، په تیرو کلونو کې  دې شرکت د افغانستان په ګډون د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د امریکا د کړنو په اړه  د محرمو  اسنادو زرګونو دوسيي خپرې کړې چې په نتیجه کې  ویکیلیکس او ددې مشر د متحدو ایالاتو د حکومت  بد وایسیدل.  

د ویکلیکس مشر وویل:   فیسبوک، ګوګل، یاهو، دا ټولې لوې امریکايي ادارې د متحدو ایالاتو د استخباراتو د مرستې لپاره جوړې شوي دي. دا، یوې اړتیا ته د خدمت کولو مساله نه ده، دوی  ګډې  لیکې لري چې د متحدو ایالاتو د استخباراتو د استعمال لپاره يې جوړې کړي دي. اسانج زیاته کړه چې  فیسبوک مخامخ د امریکا استخبارات نه چلوي بلکې پر دغه شرکت قانوني او سیاسي فشار اچوي. په بدل کې يې د اشخاصو یو یو ژوندلیک ترلاسه کوي.  

Tuesday 10 April 2012

زه یـې اوس پـه ګـټـه پـوه شـوم


زه یـې اوس پـه ګـټـه پـوه شـوم

لیکوال: ډاکتر رحمت ربی زیرک یار

۹/ اپریل/۲۰۱۲

حــق بـــایــد ادا شــــي! په لـند ن کې د پـــوهانـد مجــاور احمد زیــار  د ژوند  ۷۵کلـیزه  ونمانځل شوه ( ۵  اپریل ۲۰۱۲). د دغــې کلــیــزې د درنــاوي لــپاره ما یـوه ورځ وړانــدې  په بــریــښنــــایـیــزو رســـنـیــو کې یــــوه  ډیــره لـڼـډه لــیکــنـــه خــپره کـړې وه چــې ســر لــیـک یــې و: « پــوها‎نــد زیــار او لــغــــت ســازي»، یانـــې  Prof. Zyar and Neologism

په دغه لیکنه کې په «پـوه ټولنه» ( نالـیـج سوسایـټي) غږیدلی وم . هــلته مې دیته هم ګوته نیولې وه چې دغه ټکی د یــوې لـڼـډ مهالې بریښنایـیزې مرکې په اوږدو کې رامنځته شــوی و. خو  په غــیـر ارادي ډول زه پـه دې کې پاتی راغلــی وم چې د بریــښنایـیزې مــرکې د رامنځته کـیدا  د ابــتکار پـه اړه د یو بــل ورور حـق ادا کــړم. 

دغه ورور ماتــه د اپریل په ۴ نـیټه په خپل  ایمـیل کې  په درنه ژبه خپـله پــیــرزویــنه داســې وښــودلـه : «سلامونــه ډاکتر صاحب، په  زیار صاحب باندې مې ستاسې کوچنئ لیکنه ولوستله. لکه ستاسې د نورو اکاډیمیکو پنځونو په څیر مې دا هم خوښه شوه او دا مې ځکه دلته یاده کړه چې هغه بــریـښنایي بحث ما جـوړ کړی و، او زه یې اوس په ګـټه پوه شوم چې څومره ښه کار مې کړی و.» ما خپل دغــه ورور ته پــه هـمدغه نیــټه ورغــبرګه کــړه چـې زه  « ډیره بښنه غواړم چې ستاسې حق مې نه دی ادا کړی.

له یاده مې وتــلـــی و. که د دغــې ګټــورې غوڼـــډې تقریبي نیټه  راته راولیـږئ او هم راته ولیکئ چې تاسې دکوم هـدف لپاره جــوړه کــړې وه، زه به پــرې بیا لیکنه خپره کړم او ستاسې حق به ادا کـړم.» هغه ډیر زر په ډیره خوښۍ سره په ایـمیل  کې راغــبرګه کړه چې: «هـیڅ خبره نه ده ، دغه بحث موږ د ۲۰۱۰ د دسمبر په میاشت کې کړی و.

هغه وخت ما [په انګلستان کی] د کـونـټری په پوهنتون کې ماسـټـري کـوله او زما یوه پـروژه د اینـفارمیـشن سو سایـټي پــه اړه وه چې بـیا ما وروسته یــوه مـقــاله په پښتو هم ولـیکله. د پښتو مقالې لپاره مې دغه ټکی په کار و.» حنان حبـیــبـزی. زه د مــنلي ځـوان عالم ورور حــنان حبیـبـزي  لــه درانه چلـن او ګــړنـدئ همکارۍ  نه د زړه له کــومــي منــنه کــوم. 

ډاکـتر زیرکیار،    کلیفورنیا، امریک


دا مقاله د لومړي ځل لپاره په دعوت کې خپره شوې دی

Tuesday 3 April 2012

په افغانستان کې د پوښلو ټولنو فعالیت بند کړئ

 په افغانستان کې د پوښلو ټولنو Secret Societies فعالیت بند کړئ 

حنان حبیبزی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سمبول د فري میسنانو د سمبول کاپي ده. دا څرګنده نه ده چې دغه سمبول چا،څه وخت، چیرته، څه ډول او په کوم دلیل غوره کړی دی. هرڅنګه چې دی، په لوی لاس غوره شوی دی ځکه چې د پولیسو جامې او د پولیسۍ تګلاره دومره مهمه ده چې د حکومت تر ګردو مهم اشخاص پکې ګډون کوي. 

دا تګلاره عملي کیدای نشي تر هغې چې د جمهور ریس لاسلیک پرې ونشي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لپاره دغه سمبول هغه مهال غوره شوی  چې کله امریکايي ځواکونو د طالبانو حکومت ړنګ کړ او د نظار شورا د یونس قانوني په مشرۍ د شمال ټلوالې ددغه وزارت واګې ترلاسه کړې. 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سمبول د فري میسنانو د سمبول کاپي ده

د کرزي د حکومت تګلاره جوړونکي به ښايي دلیل راوړي چې په سمبول کې '' یوه سترګه '' د پولیسۍ او څارنې په مانا ده خو دا ادعا ځکه ځان غولونه ده چې په سمبول کې نورې څرګندې نښې هم شته چې د freemasons  له سمبول سره کټ مټ ورته والی لري. په دې پلمه،  دغه لیکنه په نړۍ کې د دوه پوښلو نړیوالو ټولنو( فري میسنانو، او د کوپړۍ اودهډونو ټولنې) فعالیتونو ته کتنه کوي. 

فري میسنان څه ډول په حکومتونو کې ننوزي

Google
د فري میسنانو رسمي سمبول 
freemasons  فري میسنزیاfreemasonries  یوه پوښلې secret نړیواله ټولنه ده چې په  یو شمیر هیوادونو کې  حکومتي چارې پرمخ بیايي،  د واک او ځواک په کارولو سره د سیمه ییزو خلکو سیاسي، کولتوري، ټولنیز او انفرادي ژوند تر اغیز لاندې راولي او له سیمه ییزو کولتورونو سره يې په نه پخلا کیدونکې جګړه اړوي.  

ددې ټولنې غړي د نړۍ د هیوادونو په حکومتونو کې لويي دندې لري او په ښکاره ځانونه نه معرفي کوي بلکې خپل اهداف د دولتي تګلارو برخه ګرځوي. په انګریزي کې د mason ټکی د بنسټ مانا ورکوي یانې  ''ازاد بنسټ'' او غړي يې یو بل د ځانګړو کړو وړو او سمبولونو له مخې پیژني. دوی د خپلې ټولنې غړی د mason یاfreemason  په نامه یادوي او هغه ودانۍ چې هغوی پکې فعالیت کوي '' لوژ''  lodge  نومیږي. 


په '' لوژ'' کې رنګین انځورونه، د مخ رابري پوښونه، له ډبرو جوړشوي د شیطانانو  بتان او نورې ډبرینې مجسمې ږدي. فري میسنان د خپلې غونډې تالار په تروږمۍ ډوله رڼا کې ساتي چې لوګی هم ورسره مل دی او پخپل '' لوژ'' کې  په پټ ډول سره ټولیږي. د '' لوژ'' د تالار له چتونو څخه د بلا ګانو یا شیطانانو بیلا بیل اوازونه  اوریدل کیږي،  ځنځیرونه او ستنې (پايي)  هم په تالار کې لګیدلي وي او ګډونوالو ته د ډارونې چاپیریال برابروي. 

تاریخي شالید 

دا ټولنه لرغونی تاریخ لري، ان په مصر کې د فرعون له پېرسره تړل کیږي چې کوډې (جادو)  يې د شیطان په لارښونه یا د شیطانانو په مرسته زده کولې. کوډګرو ډلو به ځانګړو کسانو ته شیطاني کړه وړه ښودل، ان تردې چې بني اسرایل يې تر اغیز لاندې راوستل. 

فري میسنان غواړي چې  په بیت المقدس کې د الاقصا جومات ویجاړ شي او پرځای يې د سلیمان د معبد په نامه د یهودیانو عبادت ځای جوړ شي. مسلمانان له دې کبله فري میسنان د اسرایلو ملاتړ کونکي بولي. اسلامي پوهان ادعا کوي چې فري میسنان په داسې هڅو بوخت دي چې اسرایلو ته  ددې شرایط برابر کړي چې د نړۍ د ډیرې برخې کنټرول لاسته راوړي. 

فري میسنان په تیرو وختونو کې د لیبرال غورځنګ په بڼه څرګند شول چې په اروپا کې له سمونونو وروسته يې غوښتل چې د Gnosticism ګنوسټیزم ( د یولړپخوانیو مسیحي عقایدو ټولګه چې سرچینه يې له یهودیت سره تړل کیږي) مفکورې له سره تولید کړي. دوی د مځکې پر سردمذهب د اغیز پخلاف دي او دا مساله ددې لامل شوه چې فري میسنان د کاتولیکې کلیسا له خوا د یو شیطاني اوالحادي ټولنې په نامه وپیژندل شي. 

د فري میسنانو د فعالیتونو لویترینه موخه داده چې ددوی له منځه داسې یو کس ته شرایط برابر کړي چې په نړۍ کې د یوه  حکومت د جوړولو بنسټ کیږدي چې دغه سړي ته دوی مسیح ضدanti-christ  یا نوی فرعونnew pharaoh   وايي. د مسیح ضد،  هغه سړی چې مسلمانان يې د دجال په نوم پیژني او د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم يې په اړه بیا بیا خبرداری ورکړی دی، اسلام او عیسایت يې د بشریت تر ګردو لوی دښمن ګڼي.   

فري میسنان په اونۍ کې دوه ځله  په ځانګړو ښارونو کې د '' لوژ''  په نامه ځانګړو ودانیو ته ورغونډیږي او د سیاسي، ټولنیزو، کولتوري، اقتصادي او پوځي حالاتو په اړه پریکړې کوي. ددې لپاره چې فري میسنان د هرهیواد په حکومت کې لويي څوکۍ لري نو خپلې  پریکړې بیا د حکومتي چارو په  چوکاټ کې عملي کوي. 

نننی عصر

 یو ویشتمه پیړۍ د مالوماتو د پیرInformation Age  په نامه هم یادیږي او پراخیدونکې مالوماتي ټیکنالوجي ددې لامل ګرځيدلې چې فري میسنان خپل رازونه پټ نشي کړی.  دوی د نړۍ د وګړو د شمیر ډيروالی د خپلو ګټو په وړاندې یو خطر بولي او بیلا بیلې تګلارې لري چې څه ډول د وګړو شمیره کمه کړي.  دویته مهمه مساله داده چې څنګه د نړیوال کنټرول د ترلاسه کولو لپاره بیلا بیل سیمه ییز او نړیوال شرایط وکاروي. ددې لپاره دوی دوه شیانو ته اړتیا لري، یو تاوتریخوالي، او بل غربت ته چې د لاسوهنې شرایط  برابروي. 

Ronrosenbaum
د هدیرې د ودانۍ  ور
دانساني مرستندویانو په نوم دوی په دغو هیوادونو کې استازي پیدا کوي او ورو  ورو دغه استازي پوځي او کولتوري مداخلې ته لار برابروي، هغه هم په داسې بڼه چې ولسي خلکو ته خپل اعمال سم او پرحق وښيي او د نورو بد.  لکه په افغانستان کې پر چادري بندیز.  ددې لپاره چې خلک قانع کړي او رضایت رامنځته کړي دوی ته پکار ده چې په پرله پسې توګه د طالبانو د ملاتړ په تورنیول شوي کسان رسنیو ته په ښځینه جامو او چادرۍ کې پټ وښيي چې د ولسي وګړي ځانونه په ویره او خطر کې احساس کړي. 

داسې چې عامو خلکو ته ددغه خطر نښې نښاني ( کله چې خلک چادري کړې ښځه وګوري) په ورځيني ژوند کې هرځای ښکاره شي،  د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې، د ګرځیدو راګرځیدو پرمهال او د لارې په اوږدو کې، هر لاروئ  هره چادري لرونکې دښمنه وګڼي، ان په کورنیو کې چادري د وحشت او خطر پر سمبول بدله کړي.   

دا مساله  باید دومره له خطره  ډکه وښودل شي چې ولسي وګړي په دې اړه هر ډول  پوځي عملیاتو، جګړې، تاوتریخوالي او نا امنۍ ته چمتو شي. بیا حکومت د یوې پریکړې په کولو سره په اسانۍ بریالی کیږي چې خپله تګلاره پر خلکو ومني. لکه د کرزي وروستۍ پریکړه چې له مخې به يې ښځې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې چادري نشي کارولی. په یوه مذهبي او دودپاله ټولنه کې داسې یوه پریکړه دلایلو ته اړتیا لري او ددې دلایلو تولیدول د یو واکمن رژیم لپاره ډیره ساده خبره ده. دې ډول تیرویستنې ته هیګلین ډیالیکټیک  Hegalian Dialectic وايي. 

 د هیګل تیوري

په نننۍ نړۍ کې هرڅوک غواړي د دومې عقیدې یا ایډیالوژۍ په وړاندې وجنګیږي نو هیګلین ډیالیکټیک کاروي.  نوموړی د درې شیانو سپارښتنه کړې: 


                  1۔  ستونزه وزیږوئ
                  2۔ غبرګون ته خلک مه پریږدئ  
                  3۔  حل لاره هم تاسو ورکړئ 

هیګل وايي '' دا حکومت دی چې ستونزې زیږوي او په وړاندې يې بیا له زورڅخه کار اخلي چې د  خلکوغبرګون کنټرول کړي. په دې منځ منځ کې بیا هم د ستونزو زیږونکی حکومت دی چې د حل لاره وړاندې کوي''.  په دې توګه ولسي خلک د حکومت د پریکړو په وړاندې له پاڅون څخه ډډه کوي. 

سمبولونه او نښې 

د فري میسنانو سمبول له هندسي الاتو پرکار او مربع څخه جوړدی چې ترمنځ يې یوه سترګه ده، یا د سترګې پرځای د G ټکی ځای په ځای شوی دی. یوه سترګه د مسیح ضد anti-Christ په مانا ده او G د Global په مانا دی.  ټولنپوهان په دې باور دي چې د G ټکی د Grand Geometrician of the Universe د نړۍ د لویې هندسي بڼې په  مانا هم دی، یانې دوی داسې ګڼلې ده چې د نړۍ بڼه باید د فري میسنانو په خوښه بدله شي.  د G ټکی ددوی په ګومان دsupreme being  په مانا ښودل شوی.  ددې لپاره چې فري میسنان ځانګړی مذهب نلري،  دوی ته ویل کیږي چې خپل احساسات په یوه اډانه کې یانې د پرکار او مربع ترمنځ وساتي.
دا هغه خیالي پولې دي چې د مځکې پر سر يې د انسانانو لپاره ټاکلي دي.  دوی ګومان کوي چې دغه supreme being یو انسان دی چې فري میسنانو له منځه پورته کیږي او نړیواله واکمني ټینګوي. د فري میسنانو بل سمبول ددوی پیشبند دی چې د بکس په څیر يې په غاړه کې اچوي او د کیڼ ورانه مخې خواته ځوړند ښکاري. په دې سمبول کې یوه سترګه د پیشبند په پاسنۍ برخه کې ده، پرکار او مربع په ښکتنۍ برخه کې دی.  
کیڼ خواته  درې انځورونه  له یوې مصلې یا جاینمار څخه  ما پخپله اخیستي، ښی
 خواته يې د فري میسنانو هغه سمبولونه دي چې په دې جاینماز کې کښل شوي دي.
تر ګردو وحشتناکه مساله داده چې فري میسنان په دې بریالي شوي چې خپل سمبولونه او نښې نښانې په اسلامی تولیداتو کې ځای په ځای کړي. ډیرې مصلې یا جاینمازونه چې بیلابیلې نقشې او رنګونه لري، ارومرو د فري میسنانو څرګند سمبول پکې موندلی شئ. په غالیو کې، په فرشونو کې، په جامو کې، په بوټانو او خولیو کې ددوی سمبولونه پیدا کیږي. ددوی کسان یا ددغو تولیداتو په کارځایونو کې د ډیزاین د چارو مسولین او د کارځایونو مشران او مدیران دي، یا داسې کوي چې له بهره چمتو شوې نقشې د اسلامي تولیداتو کارځایونو ته ننباسي، او پرته له دې چې د کارځایونو مسولین پرې وپوهیږي، دغه نقشې او ډیزاینونه دخامو موادو په توګه اخلي او د خپلو تولیداتو لپاره يې انتخابوي.  
دغه پورتنی انځور چې تاسو ګورئ، کیڼ خواته يې درې انځورونه دي چې له یوې مصلې څخه ما اخیستي دي چې له سعودي عربستان  یو قدرمن حاجي راوړې وه، خو په ترکې کې تولید شوې ده. د انځور ښی خواته چې کوم انځورونه ګورئ دا د فري میسنانو هغه اصلي نښې دي چې په دغه جاینماز کې اوبدل شوې یا ډیزاین شوې دي.  

کوپړۍ او هډونه Skull & Bones
کوپړۍ او هډونه یوه بشپړه امریکايي پوښلې ټولنه secret society ده چې له فري میسنانو سره نژدې ورته والی لري او ډیری ټولنپوهان په دې باور دي چې کوپړۍ او د هډونو ټولنه د فري میسنانو پخلاف جوړه شوه. ددې ټولنې بنسټ په 1832 زیږدیز کال د متحدو ایالاتو د ییل په پوهنتون Yale University کې یو امریکايي ویلیم هنټینګټون راسل کیښود اود Russell trust Association په نوم يې ثبت کړه چې سمبول يې د انسان اسکلیټ یا کوپرۍ او د لاس هډونه او 322 شمیره ده.  دا سمبول د سمندري غلو نښان هم وو چې د 322 شمیره يې په لاندینۍ برخه کې په څرګند ډول ښکاره وه. 

Google
کوپړۍ او هډونه 
 د 322 شمیره د هډونو د ورورولۍ  لپاره سپیڅلې بلل کیږي په دې دلیل چې په 322 میلادي کال کې یونانیانو د لومړي ځل لپاره دغسې یوه ټولنه رامنځته کړه اود domsaitis په نامه يې د انځورګرۍ بنسټ کیښود او هغې ته يې مذهبي بڼه ورکړې وه.  
د کوپړۍ او هډونو دغه سمبول د برښنايي خطر لپاره هم کاریږي او په ځينې پوځي چارو کې د جګړیزو ډلو ترمنځ د ګواښ د نښې په توګه هم ترې کار اخیستل کیږي. د متحدو ایالاتو په هغو پوځي الوتکو کې چې درانده بمونه لیږدوي د کوپړۍ او هډونو دغه سمبول لګیدلی دی، لکه پر B52 ډوله الوتکو. 

د موسیقۍ او هالیوډ د یو شمیر ډلو ترمنځ هم دغه سمبول دود شوی او ځينې سندرغاړي او فیلمي لوبغاړي يې پخپلو مټو لګوي. دا سمبول ددې لپاره کارول کیږي چې د مخاطبینو ترمنځ د ویرې او وحشت احساس پیدا کړي او هغه کسان چې دداسې یو محفل پرمخ وړونکي دي، زړور ښکاره شي. د هډونو سړي د ستړې مشې پرمهال د لاس ورکولو ځانګړې بڼه لري، کله چې يې مقابل لوري یو بل ته لاسونه ورکړي نو د ټولنې سمبول ترې جوړیږي. 

په دې انځور کې د  ستړې مشې له لارې  د کوپړۍ او هډونو نښه 

ددغې پوښلې ټولنې په اړه د لویدیځ په پوهنتونو کې د مواصلاتو او ټولنپوهنې څیړونکي تل بحثونه کوي او دا وايي چې په  شلمه او یو ویشتمه پیړۍ کې د نړۍ په مهمو بدلونونو کې د کوپړۍ او هډونو د پوښلې ټولنې لاس دی. 

په لومړي سر کې يې دغړو شمیر پنځلس تنو ته رسیده چې ټول نارینه وو. دوی د پوهنتون مخکښ زده کونکي وو چې د خپلې ټولنې لپاره يې ځانګړې لایحه جوړه کړه چې تراوسه پورې نه ده بدله شوې. 

دې ټولنې د bones brotherhood یا د '' هډونو د ورورولۍ''  په نوم هغه مهال شهرت پیدا کړ چې هرغړي يې ځان د ''هډونو سړی'' یا bones man په توګه ونوماوو. هر غړی يې د '' ښاغلی هډ''  په نوم هم بلل کیده. د ''هډونو سړي''  هرکال د اپریل په میاشت کې  د ''هدیرې'' tomb  په نوم  ودانۍ ته  ور ټولیږي او بیلابیل ویرونکي تمثیلونه اجرا کوي. 

په دې ډله کې د امریکا یو شمیر ولسمشران او نورمشهورسیاسي نومونه غړي توب لري چې په دې تیرو څو لسیزو کې يې د نړۍ په سیاسي او پوځي حالاتو کې لوی لاس درلود. د امریکا پخواني ولسمشران جورجبوش پلار او جورج بوش زوی او د ډیموکراټ ګوند مخکښ سیاستوال جان کیري يې ښې بیلګې دي چې ددې ټولنې غړیتوب لري. 

مهم اهداف
د کوپړۍ او هډونو ټولنه هوډ لري چې د نړۍ د ټولو هیوادونو کنټرول ترلاسه کړي او یوازینی  حکومت پکې جوړ کړي چې اقتصاد يې د برښنايي سیسټم له لارې چمتو شوی وي. دوی غواړي چې فزیکي اسعار له منځه لاړ شي او ځای يې برښنايي اسعار ونیسي چې د لګښت او پیسو د ترلاسه کولو سرچینې يې څرګندې وي. 
د فري میسنانو په څيرد کوپړۍ او هډونو د ټولنې  لپاره دا مهمه نه ده چې څومره خلک د وزګارتیا، لوږې او ناروغیو له کبله ژوند له لاسه ورکوي، یا څومره نور بیوزلي ولسي خلک په جګړو او د ډله ییزه وژنو د وسلو د استعمال په نتیجه کې له منځه ځي، بلکې ددوی موخه داده چې څه ډول په نورو هیوادونو کې لویو اقتصادي زیرمو ته لاس رسئ پیدا کړي. 
ددې لپاره د شرایطو رامنځته کولو ته اړتیا ده او ددوی پریکړې هغه وخت  منطقي بڼه غوره کوي چې کله د ولسي خلک مجبوره کړل شي چې له دوی مرسته وغواړي، لکه د هیګل تیوري. د''هدیرې''  په نامه ودانۍ کې دوی یوبل ته خپل شالید او تجربې بیانوي چې د انسانانو په ګډون د بیلابیلو ژویو او څارویو پر هډونو سمبال شوې ده.
په توره تروږمۍ کې د ټولنې غړي شیطاني جامې او ماسکونه اغوندي او د جنسي ژوند ترڅنګ د خپلو نورو شخصي کیسو پر بیانولو پیل کوي، ددې کیسو د بیانولو له لارې دوی غواړي چې نوي غړي زده کړې وکړي. هرغړی مستعار نوم لري لکه د کوچني جورج بوش نوم پکېtemporary b دی. 
Google
د کوپړۍ او هډونو د ټولنې غړي 
نیویارک میشتی څیړونکی ران روزینبام Ron Rosenbaum د ییل پوهنتون زده کونکی پاتې شوی، د کوپړۍ او هډونو د ټولنې پټ فعالیتونه يې څارلي دي. ښاغلي روزینبام په دې اړه د Secret Parts of Fortune په نوم یو کتاب ولیکه  چې ددې پوښلې ټولنې په اړه يې ډير مالومات افشا کړل. ده ادعا وکړه چې په نیویارک ټایمز د هډونو د سړیو فعالیتونو په پرمختګ کې پوره مرسته کړې ده.
روزینبام موندلې ده چې د کوپړۍ او هډونو د ټولنې غړي په اسانۍ کولی شي د امریکا په حکومت کې مهمه دنده ترلاسه کړي. ده د abc  ټلویژون ته وویل،  کله چې د هدیرې یا tomb په نوم ودانۍ کې دوی ورغونډیږي ویرونکې روحي نندارې وړاندې کوي، لکه د فري میسنانو په څیرد غونډې د تالار له ټولو دیوالونو څخه د چیغو او کوکارو اوازونه راځي. 
د هدیري په ودانۍ کې یو ښاغلی هډ د تمثیل پر مهال

په دې تالار کې چې هدیره نومیږي د کوپړۍ او د هډونو د پخوانیو مهمو غړو هډونه ایښې دي او د برتانوي څیړونکي  ډیویډ ایک په وینا ان د اسکلیټونو عبادت  پکې کیږي. د 2006 کال د سپټمبر په میاشت کې ایسوشیټیډ پریس راپور ورکړ چې د اصلي امریکایانو یا American Indian  د یو مشر جرینیمو Geronimo جامې او اسکلیټ هم ددوی د کار په ودانۍ (هدیره) کې خوندي دی. 

پخوا په دې ټولنه کې ښځو ته غړیتوب نه ورکول کیده،  خو د دوه لسیزو راهیسې دا لړۍ هم پیل شوې ده. د روزینبام په وینا ځینې نارینه غړي په دې خوشاله نه وو چې ښځینه دې داسې پټو غونډو کې ګډون وکړي، د همدې لپاره دوی د هدیرې قلفونه بدل کړل. وروسته بیا دا مساله اواره شوه او په 1992 کال کې د کوپړۍ او هډونو ټولنې رایه ورکړه او ښځو ته اجازه ورکړل شوه چې دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.  دا چې ښځې به ځانته څه نوم غوره کوي نه دی روښانه خو اټکل کیږي چې د ''میرمن هډ'' په نوم به ونومول شي.
 روزینبام په دې بریالی شو چې د کوپړۍ او هډونو د یوې غونډې له بهیره یو ویډيو ثبت کړي.  په دغه ویډیو کې ښکاري چې په نیمه شپه کې د ټولنې غړي د شیطانانو تمثیل کوي. یو ''ښاغلی هډ'' لیدل کیږي چې د یو اسکلیټ تندی ښکلوي او یوه شیبه وروسته بیا بل تن چې ظاهرا ښځه ده د قتل عام پیښې کوي.