Thursday 20 January 2011

دتیلو پر ټانکرونو د ایران د بندیز ترشا خیرن سیاست

حنان حبیبزی

افغانستان ته د تیلو یو مهم لیږدونکي ایران ، دا ژمی  پلان کړ چې  پر کابل د فشار اچولو لپاره دغه  وخت  وکاروي چې خپلې تګلارې او ګټې خوندي کړي.
تهران دا هڅه پخوا هم کړې ده، بیرته په ۲۰۰۷ کال کې ، کله چې د ژمي په منځ کې دوی لسګونو زره افغان کډوال مجبور کړل چې له ایران  ووځي،  ورپسې نور چلولول-  یا له خوږ شوې ګوتې نیول چې  کابل د ایرانیو امرونو پلي کولو ته اړباسي.  افغانستان په منځ کې پاتې دی، ناټو او امریکا په یوه اړخ کې دي ، او ایران په بل اړخ کې ، او له بلې خوا یې پر کابل  د امر چلولو هڅې .
بله مساله د ایران د تندلاري قانوني سیسټم ده ، دا مهال یې په سلګونو افغانان  د جنایتونو په نوم ، ډیر د مخدره موادو په پلمه  زندانواني کړي دي چې بې عدالتۍ او وحشيانه چلند سره مخامخ دي. نو زه په دې حیران نشوم چې کله مې  هغه خبري راپورونه  ولوستل چې  افغانستان ته پر تلونکو ټانکرونو  د ایران د ناقانونه بندیز په اړه وو.
په دې دلیل چې ایران په پرله پسې ډول هڅه کوي چې بیشمیره لارې چارې وکاروي چې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.  
 د امریکايي ډالرو بوخڅې  زما په زړه دي چې  د ولسمشرۍ د ماڼۍ سربیره  جیګ پوړو افغان چارواکو ته ډالۍ شوې وې .  ددغو اړیکو له لارې ایران د کابل  پر زښتو ډیرو سیاسي او کولتوري پریکړو خپل اغیز وساته. 
څومره ژر چې د ایران کارونه د څیړنیزو خبریالانو له خوا رسوا شول ، تهران هڅه وکړه چې افغانان پر هغه زخم پورې  وهي ، چې په بیړني ډول درملو ته اړتیا لري، یانې راتلونکی سوړ ژمی او تش جیبونه ،هلته چې عادي افغانان تر ګردو ډیر بد حالت زغمي.
په کابل کې چارواکي وايي ، په دغو ټانکرونو کې هغه تیل بار دي چې د ژمي پروخت د عادي افغانانو پراخه غوښتنه پوره کړي. د ایسوشیټیډ پریس د خبر له مخې د تیلو پر ټانکرونو د ایران بندیز د تیلو بیيې  اویا په سلو کې پورته کړي دي ،چارواکو ګواښ وکړ چې میلیونو افغانان په داسې حال کې د یخنی له کبله لړزیږي چې ژمی بیخي نوی راغبرګ شوی دی.  
نژدې دوه اونی زوړ بندیز تر ۲۶۰۰ پورې د تیلو ټانکرونه دافغانستان له پولې سره نژدې درولي دي. یو جیګ پوړی افغان چارواکی فرید شیرزی دغه بندیز د نړیوالو ټرانزیټي قوانینو خلاف بولي.  هغه وايي، له قصده  په قحطی کې د یو جګړه ځپلي ملت اچول د اسلامي ارزښتونو خلاف کار دی.
افغان چارواکي وايي که بندیز دوام پیدا کړي، نو د کابل او جنوبي ولایتونو ترمنځ به د ټرانسپورټ تګ راتګ د تیلو د کمښت له کبله په ټپه ودریږي. 
ایسو شیټیډ پریس راپور ورکوي چې ایران ،پر دوی د نړیوال  اقتصادي  بندیز او د خپلې وروستۍ پریکړې ترمنځ یو اړیکی په ګوته کړې  چې د تیلو سیمه ییزه سبسایډي په داسې بڼه ماته کړي چې لګښتونه غوڅ  او اقتصادي حالت چې په تهران کې  د نړیوالومالي بندیزونو له کبله ښکته شوی دی ،پورته کړي.   
په کابل کې د ایران سفیر ادعا وکړه چې تهران په ژوره توګه د هغو راپورونو په اړه اندیښمن دی چې د ایران له لارې افغانستان ته  لیږدیدونکي تیل د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو ته ورکول کیږي. 
ایران غواړي چې پر موږ  اقتصادي  او سوداګریز بندیزونه ولګوي، دا خبره  د سوداګرۍ په افغان وزارت کې د تیلو دڅانګې مشر فرید شیرزي وکړه.  ایران هیڅ حق نلري چې هغه ټانکرونه ودروي چې  پرته له ځنډه د ایران له لارې راتیریږي.  ده ایسو شیټیډ پریس ته دغه خبره وکړه.  

افغان چارواکي وايي ، د افغانستان  دیرش په سلو کې پیشکي تیل  د ایران له لارې لیږدول کیږي ،ډیری نور یې د منځنۍ اسیا له لارې چې  له افغانستان سره پوله لري  کابل ته رسول کیږي. چارواکي  وايي هغه پاتې ټانکرونه او ګاډي چې له تیلو بار دي او ایران ګرځولي دي له عراق او ترکمنستان څخه راغلي ، او  یوازې د ایران له لارې تیریدل .  
دیوې رسمي هوکړي له مخې چې د افغانستان او ایران ترمنځ شوې ده ، تهران هیڅ حق نلري چې افغانستان ته تلونکې  لارۍ او د،  سوداګریز ټرانزیټي بهیر مخه ونیسي.
دا هسې پلمه ده ،اصلي کیسه بل څه ده ،هغه څه چې تهران یې مالي لګښت پرې کړی دی .ایران په افغانستان کې پراخ رول غواړي چې تهران ته دا وړتیا ورکړي چې په کابل کې پر بهرنیو او سیمه ییزو تګلارو خپل اغیز وساتي.
امریکایان او د هغوی ملګري هغه تیل نه کاروي چې د افغانستان له پولې سره نژدې د ایران له خوا ګرځول شوي دي. امریکایان خپلې لوژیستکي اړتیاوې د پاکستان له لارې لیږدوي چې له ایران څخه زښته ډیره فاصله لري.
دا بندیز پر حامد کرزي یو فشار دی چې تش په نامه نوی پارلمان پرانیزي ، چې د امریکا په پرتله به ډیر ایران پلوی وي،نو د تیلو پر ټانکرونو د ایران دحکومت بندیز د۲۰۱۰ کال له پارلماني ټاکنو سره مخامخ اړیکي لري چې د افغانستان د لوی څارنوال له خوا  له درغلیو ډک او ناقانونه بلل شوي دي.
د پارلمان د ۲۴۹ استازو ترمنځ به  قومي لږکۍ تاجکان او شیعه ګان لوی شتون ولري ،هغوی چې له ایران سره مذهبي او ژبني اړیکي لري. ښايي دوی د پښتنو ترمنځ چې د افغانستان د خلکو اکثریت جوړوي د کرزي دودیز ځواک وننګوي.  ایران په کلکه دخپلې خوښې دغسې یو ځواک  پسې ګرځي چې د سني پښتنو قدرت له ننګونو سره مخامخ کړي.
پان – ایرانیزم او پان – فارسیزم یوه تیوري ده. تهران غواړي چې دا رامخته کړي ، او د افغانستان په ګډون  په سیمه کې د ځینې هیوادونو پیژندګلوي بدله کړي. پښتانه یوازنی قدرت دی چې د ایران له اجڼداوو سره مخالفت لري، نو ددې لپاره تهران له دوی کرکه کوي.
راپورونه وايي چې حامد کرزي د ۲۰۱۰ کال د پارلماني ټاکنو د باطلولو امر ورکړی، او هغه، ویره لري چې  دایران له خوا کنټرولیدونکی د قانونجوړونې  بهیر ښايي  دافغانستان لویدیځوال ملګري خوابدي کړي.
د رویټرز د راپور له مخې ډیر کاندیدان او انتخاباتي کارکونکي پلټل شوي دي او د انتخاباتو کمیسون د پنځه اشاریه شپږ میلیونه رایو له منځه  نژدې دریمه برخه  رايي جعلي بللې. ځینې کاندیدان او ملاتړ کونکي یې د تیرې  میاشتې راهیسې لاریونونه  کوي او د انتخاباتو د پایلو د باطلولو نارې وهي.

په داسې حال کې چې  د امریکا ولسمشر بارک اوباما دافغانستان د جګړې  په اړه د خپلې تګلارې د بیا کتلو بهیر بشپړ کړ ،په کابل کې دغه  ستونزه د روانې بیثباتۍ په اړه  هغه ته له اندیښنو ډک پیغام ورلیږي.
د سپټمبر د میاشتې په ټاکنو کې د درغلیو  پرله پسې ادعاوو ، د  کرزي  او د هغه د حکومت  د اعتبار په اړه  د یوملګري په توګه په  داسې وخت کې پوښتنې ولاړې کړي دي  چې ، متحد ایالات او ناټو له افغانستان سره د  اوږدمهاله ژمنتیا په اړه فکر کوي. هغه څه چې ایران پلوی پارلمان به یې مخالفت وکړي.
په دې  وروستیو کې ، د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر په پای کې، د حامد کرزي مرستیال قسیم فهیم په تهران کې وو چې د بندیز په اړه خبرې وکړي. هغه وویل ایران ژمنه وکړه چې د تیلو پر ټانکرونو چې افغانستان ته اوښتونکي دي،  بندیز ایسته کړي  ،سلګونو لارۍ یې له کبله  پر پوله ولاړې دي، خو ایران یې له جګړه ځپلي ګاونډي سره کړې ژمنتیا ته وفادار نه وو.

No comments:

Post a Comment