Monday 31 January 2011

خبریالي: رسنیزه ټیکنالوجي ډیموکراسي زیږوي


رسنۍ په ټولنه کې ډيموکراټیک فکر غښتلی کوي

خبریالي: رسنیزه ټیکنالوجي ډیموکراسي زیږوي
لیکوال:حنان حبیبزی
دا هیڅ مهمه نه ده چې خلک چیرته اوسیږي خو ډیری رسنیز خبرونه او ټول مالومات سیمه ییز دي. خلک یوازې هغه څه ته پام کوي چې ددوی په ټولنه،هیواد یا ټوله سیمه  کې تیریږي.
نن ورځ په سره نښتې او سره  تړل شوې نړئ کې خلک کولی شي چې په اسانۍ سره یې د رسنیو له منځپانګې څخه زده کړي یا د یو خبر اغیز په بیړني ډول په ټولنه کې ولیدل شي. ددې لپاره په هره سیمه او هر ځای کې خلک د پیښو په اړه خپل نظرونه لري. که دا جګړې دي ، که دا پرمختګونه دي.

په هغو ټولنو کې چې عام خلک اینټرنیټ او نورو رسنیو ته لاسرسئ لري ، ددوی پر ذهنونو باندې د خبرونو او اغیزمنو راپورونو اثر پاتې کیږي. لکه ،په اروپايی ، اسیايی ، امریکايی او ان افریقايی هیوادونو کې هغه خلک چې اینټرنیټ ته لاسرسئ لري په دې پوهیږي چې په افغانستان کې څه تیريږي. هلته جګړه ده او حکومت یې فاسد دی. دې سیاسي او اقتصادي  فساد او بې عدالتۍ  او دولتي ظلمونو ته غبرګون وسله وال دی.  خود نړۍ په بل هیواد کې داسې نه ده .  
لومړی د ټونس لاریونونه او ورپسې د مصر کړکیچن حالت او هغې ته د نورې نړۍ غبرګونونه ددې مانا لري چې څومره نړۍ سره نژدې ده او هیوادونه د یوې ټولنې غړي ګرځيدلي دي. که تاسې د یو بډای سړي ګاونډ کې اوسیږئ او چاپیریال مو خیرن وي ، هغه بډای شکایت کوي او په نتیجه کې یې ستاسې ژوند خرابیږي. هیوادونه هم همداسې درواخله. ددې لپاره  ځواکمن هیوادونه اړ دي چې د نړیوالتوب  په دې  لوی کلي کې د اوسیدو صلاحیتونو ته  په وروسته پاتې هیوادونو کې  وده ورکړي چې په دې کې رسنۍ ځانګړی رول لري.  
نه یوازې په سیاسي اړخ کې بلکې په ټولنیز ، کولتوري او اقتصادي برخه کې د رسنیو د راپور ورکولو اغیز ښکاره دی.لکه د اینټرنیټ بیړنی اغیز، چې څنګه یې د ټونس او بیا د مصر ځوانان راپورته کړل او د اوږدمهالو حکومتونو  په ضد یې دېته چمتو کړل چې کوڅو ته ووځي او په سوله ییزه توګه باندې د حکومت بدلون وغواړي.
خو که د افغانستان او دټونس  یا مصر حالات سره پرتله کړو نو په ساده ډول دې پایلې ته رسیږو چې د بیوزلي او مخ په ودې هیواد ترمنځ څومره واټن پروت دی. خو یو شی ډیر د پام وړ دی او هغه د خبریال او خبرونو ونډه ده چې  ډیموکراسي راولي . دا مرسته کوي چې  هغه مالومات  چې حکومتونه یې پټوي ،د عامو  خلکو تر غوږونو ورسیږي. په نورو هیوادونو کې اوس اینټر نیټ دهرڅه ځای نیسي. اینټر نیټ په ۱۹۶۰ کلونو کې د پوځي استعمال لپاره رامنځته شو چې په اتیایمو کلونو کې د عادي خلکو لاسرسي ته ورغی خو نن پر یوې حیرانونکې رسنۍ بدل شوی دی.  
په دې لیکنه کې  پر ټولنه د رسنیو د اغیز او د کار پر  بڼې بحث کوم چې نړیواله رسنۍ څومره په چټکۍ سره د لیرې پرتو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د عادي خلکو پرذهنونو اغیز شیندي. ایا رسنۍ دغه اغیز د افغانستان پر عام ولس هم لري؟ موږ به یوې داسې نتیجې ته ورسیږو چې د عامو خلکو په توګه موږ ته دا  راوښيي چې حالات ولې کړکیچن دي ؟ او انځور یې ولې سم نشو اخیستلی ؟
 د ټیکنالوجئ ونډه :
د ویکيلیکس راښکاره کیدو موږ ته وښوده چې رسنیزه ټیکنالوجي څه څه نشي کولئ. د رسنیو نوې ټیکنالوجي ، نه یوازې ټلویژون ،کیبلي شبکې بلکې  ګرځنده ټلیفون ،کمپوټر او اینټرنیټ – کولی شي چې په اغیزمنه  توګه د عادي خلکو ترمنځ د مخامخ او په لیکلې بڼه د اړیکو او خبرو اترو لامل شي. کولی شي چې مالوماتو ته د لاسرسي لارې چارې پیدا کړي او په دې بهیر کې ټول خلک ونډه واخلي.  دا همدا راز کولی شي چې  د لیرې پرتو سیمو خلک د عامه اړیکو پر وسایلو سمبال کړي چې یوه ورځ بیا د منل شوې ډیموکراسۍ د رامنځته کولو جوګه شي.
ددې سره سره چې موږ پوهیږو ،هره ټولنه او کولتورځان ځانته د ډیموکراسۍ تعریف لري یا  زموږ په ټولنه کې ډیموکراسي څه مانا لري او موږ څه ډول ډیموکراسي غواړو، خو لا هم، هلته په افغانستان کې ددغې ټینکالوجۍ  د عامولو په وړاندې څو اړخیزې ستونزې پرتې دي.  دملکيتوب د پرمختیا لپاره دغه ټیکنالوجي هومره اړینه ده څومره چې د خلکو ترمنځ د کمونیکشن یا عامه اړیکو او خبرو اترو پنځول مهم دي.
ډیری پالیسي جوړونکي او سیاستوال ټینګار کوي چې ډیموکراسي هغه ده چې له  رڼو ټول ټاکنو څخه وروسته یو حکومتي تشکیل د پخواني هغه ځای ونیسي او خلک په سیاسي بهیر کې خپل ګډون څرګند کړي. په دوی کې ښايي  دځینو پام د ټیکنالوجۍ ونډې ته اوښتی وي خو دومره ارزښت نه ورکوي څومره چې دوی د رایو استعمال ته خوشالي کوي. خو له دې خبرې انکار کوي چې همدا ټیکنالوجي ده چې رایه اچونکو ته د ټولټاکنو په اړه مالومات ور رسوي.
د خبریالۍ مسلک له نیکه مرغه د یوې ټولنې په جوړولو او فکرونو په یووالي کې مهم رول لوبولی شي ،یا خبریالي  د پوه ټولنې ،او  ډیموکراټیکې  ټولنې د شوني کولو لپاره د ټیکنالوجۍ ونډه اړینه بولي چې د مالوماتو د راکړې ورکړې  لپاره شرایط برابروي.لکه د مصر او ټونس روان حالات. د کمپوټري ټیکنالوجۍ او اینټرنیټ اغیز دوی مجبور کړل چې کوڅو ته راووځي او د بن علي یا حسن مبارک د لیرې کولو غوښتنه وکړي. ټیکنالوجي همداراز کولی شي چې په ټولټاکنو کې ستاسې درغلۍ ثپت کړي او ان د افغانستان په څیر یوه جګړه ځپلې ټولنه کې هم د ټاکنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. لکه د تورن اسماعیل خان صاحب یو ټیپ چې د پارلماني ټاکنو پر وخت خپور شو. یا  د درغلیو داسې نورې بیلګې چې په باثباته ټولنو کې یې له کبله محکمې بوختې پاتې کیږي.
تر هغې چې یوه ټولنه د یو څه منلو ته چمتو نشي تاسې نشی کولی هغه پرې وتپئ. لکه په افغانستان کې ،د کابل یا نورو ښارونو د یو شمیر خلکو چې په جامو کې یې بدلون راوست ، دشورای نظار او جمعیت قومندانان چې وزارتونه او ولایتونوڅوکۍ یې ونیولې ، ږیرې ووهلې او نیکټايی يې په غاړه کړه خو ډیموکارسي رانغله. دخلکو فکر بدل نشو. په کلیوالو سیمو کې بدلون رانغی . د فکر وضعه نوره هم پسې خرابه شوه. ځکه چې جګړه وشوه ، خلکو ځانونه په هغه څه کې ونه موندل چې نړیوالې ټولنې یې ډاډ ورکړی وو،بلکې ځانونه يې په وینو کې ککړ وموندل. د طالبانو حکومت له منځه لاړ خو جګړه نوره هم سخته شوه او په نیتجه کې یې خلک له تپل شوې تش په نامه ډیموکراسۍ وتښتیدل او طالبانو ته ورغلل.
 ډیموکراسي دا نه ده چې تاسې ږیرې ووهی ،نیکټايی واغوندی ،خپل دود او کولتور پرږدی، څه چې مو زړه غواړي هغه وکړی ، د خلکو غوښتنې له پامه وغورځوی او د خلکو په ضد دولتي زور وکاروی ، بلکې ډیموکراسي داده چې خلکو ته ددوی حق ورکړئ. ډیموکراسي په افغانستان کې دا مانا لري چې واک خلکو ته ورکړل شي. خلک دېته اړتیا لري چې پوهه شي ، عام ولس ددې حق لري چې ټولو مالوماتو ته لاسرسی ولري.
  د ۱۹۹۰ کلونو د ملکي جګړې پلان کونکي او برخه وال  ، یا د یوې یا بلې وسله والې ډلې مشر یا قومندان  ،جنګي جنایت یې کړی،  خو ددې لپاره چې په حکومت کې لویه څوکۍ ولري ،نورې ټولې ډلې ردوي ، دولتي امکانات په ناوړه توګه کاروي. یا د ملي یو والي په نامه ،یا ، داسې پریکړه لیکونه خپروي چې ځانته خپله براْت ورکوي او په دې توګه ځان د دولتي امکاناتو په کارولو سره  په هغو خلکو تپي چې  نه یې  مني، یا د افغانستان  په څیر په  یوه جګړه ځپلې او دودپاله ټولنه   خپل ځان تپئ. او بیا له همدې دودپاله ټولنې تمه لري چې د ډیموکراسۍ په نامه کړه وړه، دده ظلم اوزیاتی وزغمي.
ددې یو لامل دادی چې عام خلک له مالوماتو بې برخې دي،یا هغه مالومات چې دوی ته ورکول کیږي ، د حکومت تر اغیز لاندې دي. یا حکومت ددې وس لري چې دغه مالومات سانسور کړي او پر هومره والي او څومره والی يې خپل اغیز وشنیدي.
افغانستان نه یوازې له همدې ستونزې سره مخامخ دی بلکې ،عام خلک مخامخ اینټرنیټ، ټلویژون او کیبلي شبکو  ته لاسرسئ  نلري . خلک له لوږې سره مخامخ دي او نشي کولی چې ټلویزون ولري. یا کیبل ولري. یا په ټلیفون کې د مالوماتو راکړه ورکړه د کومې ستونزې له کبله بشپړه نه ده او خلک هغه فکر نشي ترلاسه کولی چې کړه وړه یې ډیموکراټيک شي او دخلکو په اخلاقو کې سیاسي او کولتوري بدلون راشي.
خو ددې سره سره په اوسني عصر کې دیادو شوو تیریو پخلاف یوازې ټیکنالوجي  ده چې خلک پرې خبریږي او په وړاندې یې غبرګون ښيي. ان په افغانستان کې د ګرځنده ټلیفونونو په راتللو سره ډیر خلک په ځانګړي توګه ځوانان اړ شول چې خپل کوچني جایدادونه وپلوري او مبایل ټلیفون واخلي ،چې په ټولنه کې له خپل همزولي سره سیالي وکړي.
که له یوې خوا دا د مبایل کمپنیو اقتصادي امپریالیزم وګڼو او د ټولنې یو شمیر خلکو ته يې اقتصادي زیان وبولو ، خو له بلې خوايي ګټه وکړه چې  د ټولنې دغه غړی يې له خپل بل همزولي سره په بل ولایت کې ونښلاوو. او همدې پرمختګ  د مالوماتو د راکړې ورکړې په ټپه ولاړ بهیر یو ځل بیا په خوزښت کې واچاوو.  په پرمختللو او مخ په ودې  نورو هیوادونو کې چې وار له مخه مبایل  شته وو ، سوشیل نیټورکس ، یا فیسبوک ،ټوایټر او یوټیوب د مالوماتو د راکړې ورکړې پرمختللې بڼې ته وده ورکړه.
 د اینټرنیټ اغیز هغه وخت ډیریږي چې ډیری خلک پر هغه څه پوهه شي چې د اینټرنیټ له لارې خپریږي. که څه هم اینټرنیټ د رسنیو هغه پرمختللې بیلګه ده چې د ټولنې هر غړی کولی شي ویبپاڼه یا بلاګ ولري او خپل ځانته خپله اواز پیدا کړي ،یا خپل چاپیریال ته د اواز د ورکولو وسیله شي. ځکه چې اینټرنیټي بلاګ دومره لګښت نه غواړي یوازې د کمپوټر اوله  اینټرنیټ سره د نښلیدو پره مهال دا هرڅه شوني کیږي خو تاسې لا هم مجبور یاست چې کمپوټر واخلی او پر اینټر نیټ هم لږ انداره  پیسې ولګوئ.
خو  دا حالت  هغه مهال په ټولنه کې شونی کیږي چې دغه  ټولنه سیاسي او اقتصادي ثبات ولري. په اقتصاد کې ټول خلک برخه ولري. ویش په عادلانه ډول ترسره شي او د هیواد سیاسي موقعیت یا جیوپالټکس مخ په ښه کیدو وي.  
جیو پالټیکس څه دی ؟  جیوپالټکس ،دېته وايی چې هغه ځانګړی هیواد په سیاسي توګه  په کوم ځای کې پروت  دی. که تاسې متحدو ایالاتو  ته پام وکړئ نو ژر مو ذهن ته د هغه هیواد زور او ځواک، سیاسي،پوځي او صنعتي پرمختګونه   راځي خو که د افغانستان په اړه فکر وکړئ  ، نو ، سیاسي فساد ، مخدره مواد ، اداري فساد ،جګړې، غلا غدۍ ، زورواکي، د خلکو ځورول ،بې عدالتي او ‌ډول ډول ناخوالې مو سترګو ته نیغې دریږي.
دا سیاسي غله دي چې نه پریږدي د یو هیواد سیاسي موقعیت ښه شي. د کوڅې د  یو غله  په پرتله سیاسي غل ډیر بد دی. سیاسي غل د ټول هیواد شتمنۍ وهيی خو د کوڅې غل چې د همدې سیاسي غله زیږنده ده ، ښايی یوازې یو شخص اویا یوې کمپنئ ته زیان واړوي ،خو که سیاسي غل نه وي نو کیدی شي چې د کوڅې غل ونیول شي او سزا ورکړل شي خو که سیاسي غل د محاکمو او قانوني ادارو اختیار په لاس کې ولري نو هیڅکله به غلا غدۍ او جرمونه په هغه ټولنه کې پایته ونه رسیږي.
افغانستان علمي څیړنې او تیوري نلري :
 لکه څرنګه چې افغانستان د خپلو ملي او بهرنیو ګټو لپاره تعریف او تیوري نلري ، دغسې د ډیموکراسۍ،  رسنیزې ټيکنالوجۍ استعمال  او ان خبریالۍ ته یې هم نلري. دکابل په پوهنتون کې فکر نکوم چې له ایراني کتابونو پرته بل څه پیدا شي او ایراني کتابونه تاسو ته د مسلکي ژورنالیزم لارې نه درښيي، ځکه چې هلته علمي کتابونه د یو افراطي حکومت تر کنټرول لاندې چاپیږي چې خبریالی ته بیل تعریف لري او نړیوال تعریفونه نه مني. که تاسې دا کتابونه د کابل پوهنتون په څیر یو علمي مرکز کې وکاروی نو خبریالي به هیڅکله په دغه هیواد کې معیاري نشي.
نن ، موږ په افغانستان کې اقتصادي خبریالي نلرو په داسې حال کې چې خلک یې له لوږې مري  او اوسني وخت کې څوک دغه حالت په بشپړ ډول نشي انځورولی. زما په یاد دي چې کله ډاکټر انور الحق احدي د افغانستان د مالې وزیر وو، یو مخکښ افغان خبریال ورسره د یو ټلویژون لپاره مرکه وکړه. خبریال بیا بیا هڅه کوله چې خپلې پوښتنې تکرار کړي ،په داسې حال کې چې د مالې وزیر خپل ځوابونه د اقتصاد په ژبه ورکول او په څرګندو ټکو کې یې د افغانستان د بودیجې او اقتصاد پر څرنګوالي رڼا واچوله خو داسې ښکاریدل چې  خبریال د اقتصاد پر ټرمینالوجۍ نه پوهیږي نو د احدي صاحب زړه ورته تنګ شو او خبریال ته یې وویل :( ته داسې وکړه چې لومړی د اقتصاد ژبه زده کړه او بیا راشه ما سره مرکه وکړه.) اوس چې زه فکر کوم د احدي صاحب دغه وینا په بشپړ ډول سمه او پرځای وه.
 دغه راز ،روغتیايی خبریالي نلرو ، د بیلګې په توګه ، په افغانستان کې د زیږون پر وخت  د میندو او ماشومانو مړینه یوه مساله ده. یا د خلکو پر روغتیا د جګړو بد اغیز یوه مساله ده. موږ تر اوسه پورې په دې بریالي شوي نه یو چې په خپله ټولنه کې د روغتیايی ستونزو رسنیزې څیړنې په سمه توګه وکړو. 
تیوري څه ده؟ تیوري، په علمي توګه د فکر کولو سیسټوماټیکه لاره ده ،رسنیزه تیوري ددې لپاره ده چې  ووايی  خبریال او خبریالي څه ده؟ یانې څوک چاته غږیږي؟ ایا د ګوتو شمار خلکو ته او که عامو خلکو ته یا ګردې ټولنې ته  .
دا خبرې څه ډول کیږي او چا، چاته څه وویل؟  دغه خبرې په کومو شرایطو کې وشوې او څنګه وشوې؟  ددې ترشا فکر څه وو ،او ددې فکر د خپرولو اقتصاد چا چمتو کړی وو؟ ددې خبرو تر شا سیاسي ملاتړ چا او څه ډول کړی وو؟ کولتوري اغیز يې څه دی ؟  دا پوښتنې، اوس له هغه څه هاخوا دي چې موږ يې په خبریالۍ کې بیطرفي ، انډول  یا دقت بولو. ددې پوښتنو تشریح کول هغو علمي مالوماتو ته اړتیا لري چې رسنیزې تیورۍ یې رانغاړي.
یا دا ، په افغانستان کې په پرله پسې توګه ټلویزوني چینلونه جوړ شول، ایا ددغو ټلویزونونو کومه علمي څیړنه شوې ده چې اقتصاد، سیاست، کولتور او ټولنیزې موخې يې څه دي؟  که موږ یوازې دیته خوشاله یو چې افغانستان کې ورځ تر بلې ټلویزونونه جوړیږي خو په دې فکر نه کوو چې زموږ په ټولنه به دځانګړو مفکورو دغه ټلویزونونه څه کولتوري اغیز ولري. ایا دا رښتیا هم خپلواک ټلویزونونه دي ،که یو چا يې اقتصاد برابر کړی دی؟ ایا دا ټلویزونونه رښتیا هم خبري او افغاني دي، که د بالیوډ استازولي ( نمایندګي)  کوي؟  ایا دې ټلویزونونو زموږ د ټولنې پر فکر  څه  ډول اغیز لرلی دی؟
دا د ، کابل پوهنتون ،ننګرهار  پوهنتون ، د علومو د اکاډمۍ او د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز دنده ده چې ددغو ټلویزونو لپاره یوه تیوري رامنځته کړي او په علمي ډول دغه رسنۍ خلکو ته تشریح کړي.  
 په داسې یو حالت کې،  که تاسې خبرونه  او رسنیز توکي  شنئ یا څیړئ  نو دېته وګور ئ چې دا څه ډول تولید شوي دي.  په کوم شرایطو کې تولید شوي دي.  مجبور یاست چې دغه  خبرونه بل ډول ولولئ ، جملې  نه بلکې ټکي مانا کړئ. دلته یوه پوښتنه وکړئ چې دا خبریال چاته کار کوي؟ معاش يې څوک ورکوي؟ د خپرنۍ تګلاره يې څه ده ؟ او داسې نور...دا هم وپوښتئ چې   ایا ددغې  ټولني ترمنځ د ځانګړو مفکورو خوښونکي  یا اخیستونکي شته؟  ددې رسنۍ ژبه کومه ده؟ او لیدونکي، اوریدونکي او لوستونکي يې څوک دي؟  
په حقیقت کې ډیر خپلواک خبریالان ، ان په پرمختللو او ازادو ټولنو کې  پخپل اختیار نه دي . هلته یو څوک شته چې ددوی معاش چمتوکوي. یاهلته یو څوک شته چې دده رسنۍ ته اعلانات ورکوي.  
ددغه اقتصادي ملاتړ اغیز څه دی؟  که څه هم خبریال د یو رسنیز راپور  د ترلاسه کولو په سوداګرۍ  کې پروت دی او د یو سیاسي اقتصاد له کبله مجبور دی چې د یو ځانګړي کولتور  له مخې یا د یو ځانګړي کولتور په پیروئ کې یوه مساله راپورته کړي . دده راپور  د څلور شیانو له اغیزه خالي نه دی. سیاسي، اقتصادي، کولتوري ، ټولنیز.  ایا ددې خبریال معاش څوک ورکوي؟  ایا دا رسنۍ  له کوم هیواد سره اړه لري؟   اوس که  کولتور ته پام وکړو نو دا د ژوند برخه ده. یو ځانګړی عمل ، ارزښت ، او کړه وړه دي. کولتور ښايی ایډیالوجي هم وي. مفکوره هم  وي. لکه پښتو یوه مفکوره هم ده. کولتور هم دی.
دا هغه څه دی چې د رسنیزو راپورونو پر کیفیت اغیز لري.  کولتور کله ناکله سیاسي اړخونه هم لري او دهغې ټولنې پر کار اغیز  لري چې خبریالان بلل کیږي.  کولتور یو سمبولیک شی هم دی. د بیلګې په توګه په اروپايی هیوادونو کې  دا کولتور دی چې خلک  د اورګاډي په یو تم ځای کې د ټیکټ د اخیستلو لپاره پخپله خوښه په کتار کې دریږي، هلته کوم پولیس نشته چې دوی دېکار ته مجبور کړي .  یا په اروپا کې خلک د مخامخ کیدو پر وخت یوه ځانګړې مسکا  کوي . دا یو کولتور دی او له هر سړي صادریږي.
د بیلګې په توګه ، که یو سړی  تر مخه وي  او دروازه خلاصه کړي او ور پسې  بل سړی وي، نو لومړنی  مجبور دی چې دوم سړي ته دروازه پرانیستې ونیسي چې  دوم   ودانۍ یا دفتر ته ننوځي ،که دا لومړی وزیر یا ولسمشر هم وي همداسې به وکړي. یا په اروپا کې دا یو کولتور دی چې په کور کې نارینه هم پخلی کوي، ښځې مجبوره نه دي چې پخلی وکړي.
خبریالان هم د همدغو ټولنو غړي دي  خو د هرې ټولنې خبریال د یو ځانګړي کولتور په رڼا کې مسالې څیړي. د پرمختللو ټولنو خبریالان ښه چلند کوی او د هغوی خبر هم ښه نتیجه لري.
او اقتصادي  مساله  دا هم کیدی شي چې تاسو وګورئ چې  دا خبریال  له کوم هیواد سره اړه لري او د هغه هیواد اقتصادي حالت ته پام وکړئ . لکه بي بي سي ، د برتانیا   پرمختللي اقتصادي ، سیاسي او کولتوري حالت ته په پام سره د بي بي سي د نړیوالې څانګې  خبریالان   ښه او با کیفیته راپورونه چمتو کوي.
دوی ته ښه وسایل ورکول کیږي.ښه مالي سرچینه لري. ددې ادارې خبریالان په علمي او کولتوري توګه بډ ای او قوي دي.
خو که د برتانیا  اقتصاد خرابیږي  نو  بي بي سي مجبوره ده  چې د خپلو خبریالانو شمیر کم کړي  خو د کار په څرنګوالي او څومره والي  يې له بد اغیزڅخه ځان ساتي. د بیلګې په توګه ،که بي بي سي کافي بودیجه ونلري نو نشي کولی چې له الجزیرې او نورو نړیوالو رسنیو سره سیالي وکړي او د هومره والي او څومره والي ( کیفیت) له پلوه قوي راپورونه چمتو کړي.  خو ډیر ځلې د رسنیو کار د هغو پریکړو له امله چې  د نړۍ  زورور هیوادونه يې د نورو هیوادونو پخلاف کوي د رسنیو کار  د یو شمیر لیدونکو ، اوریدونکو یا لوستونکو په نظر تر اغیز لاندې راولي.
پایله:
  دخلکو یوه وړه ډله یانې ولسمشر او سلاکاران يې، یا د حکومت نور غړي ،لکه په افغانستان کې د ولسمشر مرستیالان او یو شمیر خاص خلک چې پر حکومت  نفوذ لري، د نورو خلکو یا د ټول هیواد په استازیتوب پریکړې کوي. ایا دوی دا حق لري چې ستاسې په استازیتوب پریکړې وکړي ؟ ایا ددوی پریکړو ستاسې په ژوند کې پرمختګ راوستی دی؟ که موږ دغه پوښتنې تر جدي څیړنې لاندې ونیسو اوخلک ددې اختیار ولري چې زموږ له څیړنو وروسته  بدلون وغواړي ، افغانستان به د خپلو ستونزو حل ته ډیر ژر ورنژدې شي.  دغه ډول شرایط ډیموکراسي ده چې خلک بشپړو او کره مالوماتو ته لاسرسئ پیدا کوي.
همداسې که له ۱۱/۹ څخه وروسته وګورو ، څه ډول متحدو ایالاتو رسنئ تر اغیز لاندې راوستلې او خبریالانو ته یې د افغانستان د جګړې په اړه بشپړ مالومات ورنکړل . د ولسمشر بوش پریکړې د سلګونو زره  انسانانو ژوند په خطر کې واچاوو. که هغه پوځيان وو، ملکیان  او که مخالفان. امریکا وویل چې د سپټمبر ۱۱  د یو هیواد په ضد جنایت وو .
او ددې جنایت غچ یې له افغانانو واخیست په داسې حال کې چې یو افغان هم په دې بریدونو کې لاس نه درلود.  اوس پوښتنه داده چې  ایا دوه نفره ددې واک لري چې د یو هیواد د ګرد ولس  په استازیتوب پریکړې وکړي؟  او د ډیرو نورو خلکو ژوند په خطر کې واچوي. موږ د خبریالانو په توګه ددې حق نلرو چې د یو ملت په استازیتوب ددوه تنو  په لاس لیکل شوې پریکړې  ،تاید کړو . یا د بیلګې په توګه دافغانستان حکومت یا ناټو ادعا کوي چې دوی په خوست ولایت کې درې یا څلور وسله وال مخالفین وژلي دي.
 ایا موږ د خبریال په توګه د میز له شا ، کټ مټ دغه ټکي پخپل راپور کې کارولی شو؟ ایا موږ نشو کولی چې د پیښې سیمې ته ورشو او پلټنه وکړو چې ایا دغه پیښه څه ډول رامنځته شوې او دغه وژل شوي خلک څوک دي؟  د انسان وژل لویه جنايی پيښه ده ،که هغه ددولت مخالف دی ،که دولتي یا عام سړی دی. ایا موږ دا کله څیړلې ده چې دغه مخالفین ولې جګړې ته هڅیږي او ځانونه د مرګ کومې ته ورکوي؟   
پر رسنیو باندې د متمرکز کنټرول پخلاف د ژغورونکي په توګه د مسلکیتوب کږیدنه د یوې داسې پلمې په څير چې شیان باید هماغسې وساتل شي څنګه چې راڅرګندیږي ، ښه ګام دی.خو تر ګردو ډیره پکې د اینټرنیټ ونډه ده چې د رسنیو کارکونکو او مینه والو ته ازادي ورکوي چې مالومات  د هغو خلکو د تمې پخلاف وړاندې کړي چې پر رسنیو د بندیز او کنټرول هڅې کوي.  ټول افغان او بینوا ویبپاڼې يې ښې بیلګې دي چې دافغانستان چارواکي يې څو وخته مخکې له سرګردانۍ سره مخامخ کړي وو. د همدې لپاره ویلی شو چې رسنیزه ټیکنالوجي په ځواکمنه توګه کولی شي چې د رسنیو چلونکو ته هغه شرایط برابر کړي چې دوی يې عامو خلکو ته د هر اړخیزو مالوماتو د ور رسولو لپاره ، په ورځپاڼه یا کیبلي شبکې  کې نشي موندلی .
پای



2 comments:

  1. دیر مننه حبیبزی صاحیب دی تاسو لیکنی هرکیل دی ستاینی اولدی

    ReplyDelete
  2. مننه حبیبزی صیب! په افغانستان کی مو د خبریالۍ اوسنۍ وضعیت ته ډیر د منلو وړاو په زړه پوری انځور ورکړای.

    ReplyDelete