Skip to main content

Posts

پرکونړد توغندیزو بریدونو سیاست

پر کونړ د توغندیزو بریدونو سیاست حنان حبیبزی د 2011 کال په سپټمبر کې د کونړ ولایت د دان ګام پر ولسوالۍ توغندي ولګیدل، سیمه ییزو افغان چارواکو يې پړه سم لاسي په پاکستان واچوله. په پيل کې دې مسالې ته په کابل کې پڅ غبرګون وښودل شو، خو په دې وروستیو کې چې دغو توغندیزو بریدونو زور واخیست، ځايي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله او یو شمیر نور يې بيځایه کیدو ته اړویستل په کابل کې د پاکستان پر ضد نارې پراخې شوې،  یو شمیر کړیو د افغانستان پر حریم  په اصطلاح د '' پاکستان له خاورې ''  داسې ښکاره ګذارونه د پیغور وړ وبلل او د کرزي پر رژیم يې غږ وکړ چې مخه يې ونیسي.   دغسې ادعا ددې لپاره اړینه وه چې د پاکستان په ضد په افغانستان کې د انزجار لمن پراخه شي، ددې لپاره چې د کرزي رژیم  فکر کاووچې ددې کار په نتیجه کې دطالبانو ملاتړ ته په افغان کلیو کې زیان ورسوي ، په بله وینا د پاکستان له توغندیزو بریدونو څخه سیاسي ګټه پورته کړي او پریږدي چې دا توغندي دوام پیدا کړي چې د پاکستان په ضد د خلکو د لمسولو لپاره ترې کار واخیستل شي او وروسته بیا پاریدلي افغانان پر طالبانو ورتاو...

افغانستان د ځناورو له خوا اداره کیږي

افغانستان د ځناورو له خوا اداره کیږي حنان حبیبزی دافغانستان جګړې د اپارتایډ بڼه غوره کړې ده ، انځور: پژواک افغان نیوز د لوګر په ولایت کې د ملکي افغانانو د قتل  عام له ځای څخه د پژواک افغان نیوز ویډیوي راپور یوه ژوره شننه راښيي چې پر افغان ولس د امریکايي نیواکګرو ظلمونه څومره پراخ او یو عادي ورځینی  دود یا چاره ګرځیدلې ده. ترګردو ظالمانه بیا دا وه چې له دې بوږنونکې پیښې په سهار رحیم وردک د امریکا دفاع وزیر ته خپل غاښونه د رضایت  او ډاډ په ډول وښودل او واشګټن يې په داسې حال کې د افغانستان د خلکو یو خوږ ملګری وباله چې څو ساعته مخکې يې سره خوله ماشومان او بیګنا ښځو په ګډون لږ ترلږه اتلس تنه ملکي خلک چې د یوې کورنۍ غړي وو پرته له کوم جرم څخه د شک پربنسټ  د امریکا په مشرۍ هوايي برید په ترڅ کې قتل عام شول.   د امریکا ددفاع وزیر له مخکیني سفر څخه یوه ورځ وړاندې  د پنجوايي  قتل عام ترسره  شوې وه، او کله چې هغه په کابل کې د ښکته کیدو وروسته د کرزي د کورنیو چارو له وزیر سره روغبړ وکړ، بسم الله خپله خندا او د خوښۍ احساس نشو پټولی او ...

ملي پاڅـون او د زده کـوونکـو مسـمومـول

لیکـوال: ډاکتـر رحمت ربی زیـرکیـا ر Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar , USA            zirakyar1234@yahoo.com June 6, 2012 مـلي پاڅــون د مظلـومــو ولسونو له خــوا د ظالــم (ښکیلاک ګر، امپریالیستي) قدرت په ضد پیل کیـږي. لویـدیز (استعمار او امپریالیزم) هـمـدغه  جنګونه د شورش او بغاوت په نوم یادوي او بیا د دغو مفهومونو د ډکولو لپاره بیلا بیلې پـړپـړې (دسیسې) راوباسـي چې د مظلومو ولسونو شعور په خپله ولکه راولـي.  Rebel/ rebellion; insurgent/ insurgency په هـند کې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۵۷ زییز کې، د انګریزانو په ضد هـندي پو ځیانو ملي پاڅون وکړ. خو انګریزانو ورته  عسکري بغاوت/ شورش (سپاهي میو ټیـني) ووایه،  Sepoy Mutiny      ظالمانوپه شلمه پیـړۍ کې د مظلومانو ملي پاڅون ته شورش/بغاوت ( ریبیـلین/اینـسرجنسـي) نومونه ورکړل. ولې؟ ځکه چې خپل اشغال او زور زیاتي ته د قانونیت او مشروعیت پرتوګ ورواغونـدي او په مقابل کې د خپلې خپلواکۍ لپاره د مظلومانو پاڅون یو غیرقانوني او نا مشروع عم...

سټراټیژیک تړون د افغانستان ګاونډیان همغږۍ ته هڅوي

سټراټیژیک تړون د افغانستان ګاونډیان همغږۍ ته هڅوي  حنان حبیبزی  د افغانستان پخلاف يې ګاونډیان هغه مهال لاپسې نژدې شول چې د امریکا جمهور ریس بارک اوباما دشپې په توره تیاره کې کابل ته ورغی او له کرزي سره يې د سټراټیژیک تړون په نامه هغه کاغذونه لاسلیک کړل چې پنټګان چمتو کړي وو. دې تړون دګردو سیمه ییزو هیوادونو ترمنځ د نظر یو والی رامنځته کړ او داسې یو شریک ټکي ته يې ورسول چې افغانستان لا نور له پریشانۍ سره مخامخ کولی شي. دغه شریک ټکی په افغانستان کې د امریکا له شته والي راټوکیدلې اندیښنې دي، او د نظر دغسې  یووالی  له اسلامي غورځنګونو لکه له طالبانو سره د سیمه ییز ملاتړ لامل ګرځيدلی شي.   ددې دلیل دادی چې په یوه ځانګړې مساله کې هم سیمه ییز هیوادونه اوهم  د اسلامي ډلو تګلارې له یوبل سره ګډې نقطې پیدا کوي. په دې مانا چې سیمه ییز هیوادونه لکه پاکستان، ایران، روسیه او چین په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون یو خطر بولي،  او اسلامي غورځنګونه يې هم مخالفت کوي.    له یولس کلونو وروسته اوس هرچاته د امریکا اهداف روښانه دي او...

سټراټیژیک تړون د سیمه ییزو هیوادونو دلاسوهنې اسباب برابروي

د هغه ګوښي امریکايي قاتل محاکمه څنګه شوه چې په پنجوايی کې يې 17تنه قتل عام کړل افغانستان د نوي نړیوال نظم په لومه کې حنان حبیبزی د حامد کرزي د اضطراب یو ښه انځور فضل الرحمان اوریا په یو ټلويژوني بحث کې وړاندې کړ: '' کله چې وضعه لږ خرابه شي، کرزی په بګرام کې ځان پټوي یانې د امریکا اډې ته پنا وړي '' او پخپلو عسکرو او سرتیرو هیڅ باور نلري.  موږ هیڅ پوښتنه ونکړه چې د روان کال د اپریل پر 15 د کابل پر ښار له سرښندونکي برید څخه وړاندې څه پیښ شوي وو چې وروسته کرزی  مجبور شو چې د خپل سر د ساتنې لپاره بګرام ته پنا یوسي.  هغه برید چې د هیواد په درې ولایتونو کې پر یو مهال پیل شو او د دولت مهم بنسټونه لکه پارلمان او یو شمیر نور ځایونه يې په نښه کړل.   له هغې مخکې، کله چې خلک د بګرام په شاوخوا کې  د قران کریم په ملاتړ مظاهرو ته راووتل، 30 تنه لاریون کونکي چا، د څه لپاره ووژل؟  ورپسې جوخت د پنجوايی په پیښه کې 17 تنه څنګه او څه ډول ووژل شول؟  رښتیا خو دادي چې، کله  چې په بګرام کې قران کریم ته سپکاوی وشو او په پنجوايي کې عام خلک قتل عام شول...

بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی !

بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی ! « جلالت چپن» به د خپل پلار پوښتنې ته څه ډول ځواب ووایي؟!  لیکوال: ډاکتر رحمت ربی زیرکیار  ما زیرکیار دغه چغه ( بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی) نـږدې ۱۹ کلونه وړاندې د ۱۹۹۳ په شاوخوا کې ویستلې وه او په پیښور کې  د کـره پښتـو د ښـوواند  محمد آصف صمیم له خوا په ټیـنګار سره  منل شـوې وه  او د نـورو سـره یې  شـریکه کړې وه په افغانستان کی دشاهــي دوری په وروستـني اساســي قانـون کې (تلــه  ۱۳۴۳لمریز= اکتوبر۱۹۶۴م) راغلي ووچی دافغانستان دنورو ژبوله منځ نه«پښتواودري رسمي ژبې» دي. (دریمه ماده). دهمدغه اساسی قانون په پنځه دېرشمه ماده کې پښتوملي ژبه ګڼل شوې وه اودولت موظف شوی وچې دهغې دپالنې، پرمختیااوزیات استعمال لپاره «اغیزمن» پروګرام راوباسي اوعملي یې کړي. له دینه یوکال وروسته(تله ۱۳۴۴یانی اکتوبر ۱۹۶۵) پارلمان ته دهغه مهال لومړی وزیرډاکټرمحمدیوسف ورغی. دحامد کرزي پلارعبدالاحدکرزي چې د ولسي جرګې غړی وپه ډاکټریوسف نیوکه وکړه چې ولې  یې داساسي قانون د پنځه دیرشمې مادې سره سم دملي ژبې پښتودپرمختیا او ترویج لپ...

د فیسبوک خطر

 د ذوکربرګ د کورتۍ په استر کې د شرکت پټ سمبول د فیسبوک خطر حنان حبیبزی  د عربي هیوادونو ټونس، مصر او لیبیا رژیمونه چې  د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې بدلیدل ټولنیزو رسنیو  social Media    لکه فیسبوک،  ټوایټر او یوټیوب د حالاتو په اړه شیبه په شیبه نوي مالومات وړاندې کول. داد ډله ییزو رسنیو پخواني لوستونکي، اوریدونکي او لیدونکي audiences  وو چې له خپلو سیمو يې شیبه په شیبه تازه حال شریکاوو.  د ټولنیزو رسنیو( فیسبوک ) کارونکي ، هغه خلک چې یو وخت د ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویژونونو، ویبپاڼو) مصرف کونکي وو د تولید کونکو ( چمتو کونکو) په توګه راڅرګند شول.  اوس دغه خلک دېته اړتیا نلري چې خامخا دې سهارنۍ ورځپاڼه د تیرې ورځې د خبرونو لپاره ولولي، یا دې د راډیو هغه پروګرامونه واوري چې پخوا به يې له مجبورۍ اوریدل، په بله وینا هغه چټیات واوري چې د راډیو یا ټلویژون د چمتو کونکي له خوښې یا ناخوښې سره سم چمتو شوي دي. اوس د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) هغه کارونکی چې لاهم د ډله ییزو رسنیو ( راډیو، ټلویژ...