Skip to main content

افغانستان د ځناورو له خوا اداره کیږي

افغانستان د ځناورو له خوا اداره کیږي

حنان حبیبزی

دافغانستان جګړې د اپارتایډ بڼه غوره کړې ده ، انځور: پژواک افغان نیوز
د لوګر په ولایت کې د ملکي افغانانو د قتل  عام له ځای څخه د پژواک افغان نیوز ویډیوي راپور یوه ژوره شننه راښيي چې پر افغان ولس د امریکايي نیواکګرو ظلمونه څومره پراخ او یو عادي ورځینی  دود یا چاره ګرځیدلې ده. ترګردو ظالمانه بیا دا وه چې له دې بوږنونکې پیښې په سهار رحیم وردک د امریکا دفاع وزیر ته خپل غاښونه د رضایت  او ډاډ په ډول وښودل او واشګټن يې په داسې حال کې د افغانستان د خلکو یو خوږ ملګری وباله چې څو ساعته مخکې يې سره خوله ماشومان او بیګنا ښځو په ګډون لږ ترلږه اتلس تنه ملکي خلک چې د یوې کورنۍ غړي وو پرته له کوم جرم څخه د شک پربنسټ  د امریکا په مشرۍ هوايي برید په ترڅ کې قتل عام شول.  

د امریکا ددفاع وزیر له مخکیني سفر څخه یوه ورځ وړاندې  د پنجوايي  قتل عام ترسره  شوې وه، او کله چې هغه په کابل کې د ښکته کیدو وروسته د کرزي د کورنیو چارو له وزیر سره روغبړ وکړ، بسم الله خپله خندا او د خوښۍ احساس نشو پټولی او  امریکايي پوځ ته يې دا پیغام ورکړ چې هیڅ خبره نه ده شوې، یو څو تنه کندهاریان وژل شوي، او بس، چې باید ووژل شي ځکه چې د طالبانو ژبه وايي. 


په همدې دلیل دې جګړې اوس د اپارتایډ بڼه غوره کړې ده، یولس کاله وروسته د یوې ځانګړې  ژبتوکمیزې ډلې پخلاف جنایتونه اوس دومره عام شوي چې  ښځې، ماشومان او سپین ږیري چې ګرد ملکيان دي پکې نښه کیږي چې له دې پورته بل جنایت نشته، (د اپارتایډ پر مساله د نورو جزیاتو لپاره زما دا لیکنه ولولئ).  له هغې وروسته چې د کرزي رژیم له امریکايې نیواکګرو سره سټراټیژیک تړون لاسلیک کړ، دا څلورمه  افغانه کورنۍ ده چې د امریکايي عسکرو له خوا په افغانستان کې په ډله ییزه توګه وژل کیږي.  ددې علت دادی چې افغانستان د هغو بيرحمه ځناورو له خوا اداره کیږي چې ټول عمر يې د ولسي خلکو ویني توي کړي او ځانونه يې تر دې ځایه رسولي دي، او د اداري چارو هیڅ وړتیا نلري، د پیسو لپاره حاضر دي چې هر جنایت ته غاړه کیږدي.

په دې تیرو لسو کلونو کې داسې جرم نه دی پاتې چې هغه دې دانسان په جامه کې ددغو ځناورو له خوا پر عادي افغانانو نه وي ترسره شوی. یو قتل  عام پسې بل قتل عام او بل قتل عام پسې بل قتل عام په داسې حال کې د کورنیو او بهرنیو عسکرو له خوا  ترسره کیږي چې  دوي هڅه کوي د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنو د ادعاوو په کولو سره خپل جنایتونه توجیه کړي. په بګرام کې د قران کریم سوزول، د پنجوايي قتل عام، د پکتیا قتل عام او اوس په لوګر کې  ددغو بیګنا  افغانانو عام وژنه ښيي چې امریکایان، د افغانانو ژوند ته ګواښونه  جوړوي او نه پریږدي چې  خلک ارامه ژوند ولري.

یو چا له پیړیو پیړیو راهیسې یوه کورنۍ جوړه کړې او د ژوند لپاره د سولې هیلې په زړه کې ګرځوي او د هیلو برعکس يې د امریکا عسکر د ډله ییزو وژنو د وسلو د کارولو له لارې په داسې حال کې هغوی  قتل عام کوي چې ځانونه د سوله ساتنې ځواکونه بولي، او د سوله ساتنې تر چتر لاندې ټول انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.  د پژواک افغان نیوز په ویډیو کې لیدل کیږي چې  قربانیان ګرد سره ماشومان، ښځې او ملکي خلک دي، د طالبانو یا دولت د مخالفینو هیڅ یو غړی پکې نشته.


که ددولت د مخالفینو غړی پکې هم وو، ایا د یو طالب د وژلو لپاره د هوای بمبار له لارې د ډله ییزه وژنو له وسلو کار اخلئ؟  ایا د ماشومانو وژل جنایت نه دی؟ که دا یو ماشوم وي او که لس ماشومان وي،  که په چا کې لږ انساني اخلاق او خوی هم پاتې وي، نو اجازه به ورنکړي چې ماشومان په داسې بیرحمۍ سره ووژل شي. اوس به د بشري حقونو امریکا پلوې ټولنې د بشر د حقونو څه ډول تعریف وړاندې کوي چې د امریکا پر دغه جنایت پرده وغوړوي؟


حقیقت خو دادی چې هیڅوک هیڅ دلیل نلري،  ان د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو لایحې دغسې ډله ییزه وژنه خونړۍ او بشري جنایت بولي، کله چې يې د سوريي بشار الاسد د خپلو مخالفبنو پخلاف ترسره کوي، ملګري ملتونه په بیړه غبرګون ښيي، خو د امریکايي عسکرو ورته جنایتونه په داسې حال کې توجیه کیږي چې هیڅ یو افغان په دې وروستیو دوسوه کلونو کې پر کوم بهرني هیواد برید نه دی کړی. خو پوښتنه داده چې د پرله پسې ډله ییزو وژنو څخه د امریکايي عسکرو او په ځانګړي ډول د امریکايي قومندان  جنرال جان الن مطلب څه دی؟ دا درې موخې لري:  

1.  غواړي چې ددغو جنایتونو د ترسره کولو له لارې د افغانستان اساسي قانون، د افغانستان عدلي چارې او د کرزي رژیم چې ګرد ځنارو پکې راغونډ شوي دي تش په نامه وښيي او افغانستان د خپل نیواک لاندې،  د زور له لارې کنټرول شوې سیمه اعلان کړي. 
2.   داسې امریکايي اعمال ددې ښودنه کوي چې جان الن د یو مسیحي جنرال په توګه غواړي چې په یو بیرته پاتې بي دفاع اسلامي هیواد کې د جنایتونو داسې تاریخ ترشا پریږدي چې بیايي د هیواد لیکوال او فلم جوړونکي په ثبتولو ستړي شي، او له هرې کرښې سره يې دده نوم یاد شي، او په دې توګه يې هیواد ته لویه مالي سرمایه  هم په لاس راوړي.
3.  امریکايي عسکر د پرله پسې ډله ییزه وژنو له لارې هڅه کوي چې هغه جنایتونه د خلکو له ذهنونو وباسي چې په تیرو وختونو کې يې د عدلي تعقیب ژمنې شوی دي. لکه په بګرام کې  د قران کریم د سوزولو تر شا د پنځه امریکايي عسکرو لاس لرل، د پنجوايي د پیښې عدلي تعقیب او یو شمیر نورې پیښې چې خپله امریکايي او د ناټو سرچینو يې د عدلي تعقیب ژمنه کړې ده.

 د افغانستان اساسي قانون افغانانو ته عدالت نشي ورکولئ 

کله چې افغانان په داسې بیرحمانه ډول قتل عام کیږي او د افغانستان اساسي قانون په دې کې پاتې راځيي چې افغانانو ته خوندیتوب او عدلي تعقیب ورکړي، یا د امریکايي عسکرو په لاس د وژل شوو ملکي خلکو پاتې شونو ته هیڅ ډول عدالت نه ورکول کیږي، تاسو له هغو قربانیانو څخه څه تمه لرئ چې څه وکړي؟  ایا درشي د امریکايي عسکرو پښې ښکل کړي، که د سیمه ییز رژیم د ځناورو لاسونه ښکل کړي؟  دا به ډیره احمقانه تمه وي چې یو څوک يې له هغو خلکو ولري چې د خپلو خپلوانو مرګ ژوبله يې د امریکايي عسکرو په لاس لیدلې ده.  په داسې شرایطو کې به هیڅوک حاضر نشي چې د امریکايي عسکرو له خوا تپل شوي قواعد او لایحې ومني او خلک به د هغه اساسي قانون له منلو هم انکار وکړي چې په 2004  کال کې د نړیوالې ټولنې د میلیونو ډالرو په مالي او ذهني لګښت جوړ شوچې په افغانستان کې د قانون حاکمیت شونی کړي.ددې قانون له لارې نه یوازې افغانانو ته عدالت ورنکړل شو بلکې دغه قانون د کاغذ د یوې ناکارې ټوټې په څیر تر پښو لاندې شو.


  کرزی یو داسې ګوډاګئ دی چې د افغانستان په تاریخ کې يې ساری نه دی تیرشوی. دده ګوډاګیتوب د پژواک په ویډیو کې یو ویناوال له 'جنډې' سره پرتله کوي. جنډه هغې داګې ته وايي چې څیرې برخې  يې د ګنډلو نه وي او دلته يې له جنډې سره د پرتله کولو مانا داده چې کرزی تر هغه بریده ګوډاګی دی چې پخپل ناموس هم نه دی بند، او ددغو بیګنا ملکي خلکو وژنه يي یوه بیلګه ده ځکه چې هیڅ یو رښتینی انسان به حاضر نشي چې ښځې او ماشومان او نور بیګنا خلک د بهرنیو یرغلکرو د چړې تیغ ته وغورځوي. 

د سټراټیژیک تړون لاسلیک کونکي به دې ماشومانو او دې بیګنا خلکو ته څه ځواب ولري؟ د بشري حقونو او ډیموکراسۍ مدعیان دې قتل عام ته څه نوم ورکوي؟  هو، تش په نامه د ښځو د حقونو ټولنې باید غلې پاتې شي ځکه چې د لوګر دغه څو میرمنې او د هغوی ماشومان د طالبانو په لاس نه دي وژل شوي  اودا جنایت ددوی له معیارونو سره برابر نه دی، ځکه چې په دې هیواد کې جنایتونو ته امتیاز ورکول کیږي، ښه جنایت او بد جنایت يې جغرافيي ته په پام سره ټاکل کیږي.  

 په 1980 کلونو کې، هغه وخت چې د شوروي یرغلګرو د همدې لوګر، کندهار او پکتیا په کلیو کې پر عامو خلکو دغسې ظلمونه کول، امریکايي رسنیو به هغه ظلم،  ظلم باله،  خو داځل چې امریکا يي عسکر د روسيي عسکرو  جنایتونه په هماغه جغرافیه او هماغه خلکو پخلاف تکراروي په رسنیو کې توجیه کیږي. نو بیا د امریکايي وحشتونو قربانیانو ته بله لار نه پاتې کیږي، پرته له دې چې د بهرنیانو او کورنیو ملګرو په وړاندې يې راپورته شي. 



Comments

Popular posts from this blog

چین او روسیه: دریمه نړیواله جګړه پیلیدونکې ده

چین او روسيه : دریمه نړيواله جګړه پيلیدونکې ده لیکوال: حنان حبیبزی له هغې وروسته چې کابل له واشنګټن سره د سټراټیژیک تړون په نامه د افغانستان د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوي لپاره یو څه لاسلیک کړل، د اسلام اباد او تهران په ګډون مسکو او بیجینګ سرې اشارې احساس کړې. د حامد کرزي دغه پریکړه پر ټولو ګاونډیو هیوادونو ښه ونه لګیده، او دايي پر سیمه د امریکا د کنټرول لپاره د شرایطو چمتو کول وبلل . تیره اونۍ د مهمندو په ایجنسۍ کې پاکستاني پوځيان د ناټو د هوايي ګذار په نتیجه کې ووژل شول او دې کار اسلام اباد مجبور کړ چې د احتجاج په توګه د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې ګډون ونکړي. ددې پایله به څه وي؟ هغه به له کنفرانس وروسته څرګندې شي، خو په دې مقاله کې مهمې او وروستۍ سیمه ییزې اندیښنې څیړم چې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د دایمي شته والي له کبله زیږیدلي دي . لانجې او شخړې په دې وروستیو میاشتو کې د هند دفاعي چارواکو پوښتنه وکړه چې شاو خوا شل زره چینايي عسکر د پاکستان تر څارنې لاندې کشمیر کې څه کوي؟ دواړو، چین او پاکستان ځانونه غلي واچول او دغې هندي پوښتنې ته يې هیڅ...

د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي

سمیع الله تړون  منبع: رویټر ،نړیوال څانګه لیکوال: حنان حبیبزی ژباړن:نثار صمد ، ۲۰۰۹/۵/۲۲ د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي روښانفکران او شاعران په افغاني ټولنه کی نفوذ کونکیً حیثیت لري . دا خو شاعران دي چی اکثرأ د عادي وګړو احساسات غبرګوي ، او د اشغال او کورنۍ جګړې په هکله د افغاني ذهنیت لویه برخه منعکسوي .  اوس اوس خو د افغانستان د غرونو او رغونو د خوشالتیا پر ځای د تازه وینو بوي راځي چې شاعران یې ورسره بوخت کړي دي . کله چې ما د یو افغان په حیث ، د هغوی مواد ولوستل ، نو د خپل هېواد حالت ټکان راکړ ، او په همدغه حالت کی مې د خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې ناکامي ولیده . کله چی بارک اوباما تیر کال د امریکا ولسمشریزه انتخابات وګټل ، نو د روښانفکرانو په شمول ډیر افغانان په دې ګروهه شول چی د بوش د عصر په ختمېدو سره د دوی ربړې او عذابونه هم پای ته ورسېدل . خو د می د میاشتې پر ۴/۵ شپه په لویدیځ فراه ولایت کې د امریکې تر بم وریو  وروسته چې په لس ګونو  ملکي انسانان یې ووژل ، ګڼ شمیر کسانو خپله هماغه عقیده د لاسه ورکړه . ...

د فیسبوک خطر

 د ذوکربرګ د کورتۍ په استر کې د شرکت پټ سمبول د فیسبوک خطر حنان حبیبزی  د عربي هیوادونو ټونس، مصر او لیبیا رژیمونه چې  د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې بدلیدل ټولنیزو رسنیو  social Media    لکه فیسبوک،  ټوایټر او یوټیوب د حالاتو په اړه شیبه په شیبه نوي مالومات وړاندې کول. داد ډله ییزو رسنیو پخواني لوستونکي، اوریدونکي او لیدونکي audiences  وو چې له خپلو سیمو يې شیبه په شیبه تازه حال شریکاوو.  د ټولنیزو رسنیو( فیسبوک ) کارونکي ، هغه خلک چې یو وخت د ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویژونونو، ویبپاڼو) مصرف کونکي وو د تولید کونکو ( چمتو کونکو) په توګه راڅرګند شول.  اوس دغه خلک دېته اړتیا نلري چې خامخا دې سهارنۍ ورځپاڼه د تیرې ورځې د خبرونو لپاره ولولي، یا دې د راډیو هغه پروګرامونه واوري چې پخوا به يې له مجبورۍ اوریدل، په بله وینا هغه چټیات واوري چې د راډیو یا ټلویژون د چمتو کونکي له خوښې یا ناخوښې سره سم چمتو شوي دي. اوس د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) هغه کارونکی چې لاهم د ډله ییزو رسنیو ( راډیو، ټلویژ...