سټراټیژیک تړون د افغانستان ګاونډیان همغږۍ ته هڅوي
سټراټیژیک تړون د افغانستان ګاونډیان همغږۍ
ته هڅوي
حنان حبیبزی
د افغانستان پخلاف
يې ګاونډیان هغه مهال لاپسې نژدې شول چې د امریکا جمهور ریس بارک اوباما دشپې په
توره تیاره کې کابل ته ورغی او له کرزي سره يې د سټراټیژیک تړون په نامه هغه کاغذونه
لاسلیک کړل چې پنټګان چمتو کړي وو. دې تړون دګردو سیمه ییزو هیوادونو ترمنځ د نظر
یو والی رامنځته کړ او داسې یو شریک ټکي ته يې ورسول چې افغانستان لا نور له
پریشانۍ سره مخامخ کولی شي. دغه شریک ټکی په افغانستان کې د امریکا له شته والي
راټوکیدلې اندیښنې دي، او د نظر دغسې یووالی له اسلامي غورځنګونو لکه له طالبانو سره د سیمه
ییز ملاتړ لامل ګرځيدلی شي.
ددې دلیل دادی چې په یوه ځانګړې مساله کې هم سیمه
ییز هیوادونه اوهم د اسلامي ډلو تګلارې له
یوبل سره ګډې نقطې پیدا کوي. په دې مانا چې سیمه ییز هیوادونه لکه پاکستان، ایران،
روسیه او چین په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون یو خطر بولي، او اسلامي غورځنګونه يې هم مخالفت کوي.
له یولس کلونو وروسته اوس هرچاته د امریکا اهداف
روښانه دي او دا د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو کنټرول دی. واشنګټن ددې لپاره په نړۍ کې خپل پوځي فعالیتونه پراخ
کړی چې امریکايي ارزښتونه پر نورو
کلتورونو وتپي او نړۍ د ځواکپالو امریکايي اهدافو تابع وګرځوي. ددې لپاره د خپلو ډله ییزه وژنو وسلو او په
پرمختللې پوځي ټیکنالوجۍ سمبال پوځ ته د سولې اوزار (سوله ساتي ځواکونه) وايي.
خو دوسولې دغه اوزار د پنجوايي د کلیوالو په څیر مجبور، بیوزلي، ماشومان
ښځې په نښه کوي چې ډار او وحشت خپور کړي
او عام خلک په زوره تابع کړي. د ډله ییزه
وژنو دغه وسلې کوم خطر نه انګیرل کیږي بلکې د بشریت د ژغورنې وسایل بلل کیږي ، او ددغو
وسلو د کارولو په نتیجه کې بیشمیره ډله ییزه وژنې عادلانه ښودل کیږي، ځکه چې هیڅ
یو بهرنی هیواد تر اوسه په دې بریالی شوی نه دی چې په بهر کې یو امریکايي عسکر د
کړو جنایتونو له کبله محاکمه کړي.
هغه کولتورونه او ملتونه
چې تابعدارۍ ته چمتو نه دي باید تر پوځی برید لاندې ونیول شي ، یا له اقتصادي او
سیاسي تحریمونو سره مخامخ شي چې په لوی لاس له بیوزلۍ سره مخامخ شي او امپریالیسټي
شرایطو ته سر کیږدي. د افغانستان ګاونډیان په دې ښه پوهیږي چې د زنې ترڅنګ يې د
امریکا په څیر پوځي شته والی د څه لپاره دی؟
اوس که امریکا له
افغانستان څخه یو وار کوي، پر افغانستان به څو برابر ډیر وارونه لګیږي، او ګډوډي به له هغې څو برابره ډیره وي چې موږ يې په تیره
لسیزه کې شاهدان وو. پر نورو هیوادونو یرغل
او هلته د امریکا پوځي شته والی د دفاعي قراردادیانو ( د بانکونو، د وسلو د پابریکو، د لوژیسیټکي توکو د تولیدونکو
اود رسنیو د صنعت) د تشویق پر بنسټ ترسره کیږي. که خبره د اټومي وسلې استعمال ته
ورسیږي، نو دغه قراردادیان به خورا ډيرې
نورې هغه پیسې پخپلو جیبونو کې واچوي چې د نورو ملتونو پر وینو باندې ککړې دي.
همکارې رسنۍ له دې جګړو
ډيره پانګه او شتمني ترلاسه کوي، ددې
لپاره د هغو خلکو اجنډاوې تبلیغوي چې د جګړې نقشې برابروي. له جګړې وړاندې یو
رسنیز کمپاین پرمخ بیول کیږي، او په دغه کمپاین کې د جګړې پلان کونکي د بالقوه یا
راتلونکو قربانیانو په توګه ښودل کیږي چې خواخوږي ترلاسه کړي او خلک راضي وساتي. رسنۍ داسې ژبه کاروي چې د پوځ کړنې برحق ګڼل
کیږي او د جګړې بل لوری ګند ته ورته پدیده
ښودل کیږي چې د خځلو په بیلر کې باید اچول شي.
ددې ښه بیلګه سلوانیايي
پروفیسر سلوای ژیژک وړاندې کوي: '' د 2003 مارچ پر 5 د NBC [یو پروګرام ] بوچانن اینډ پریس شو د خالد شیخ محمد یو انځور
وښوده چې په دې وروستیو کې اخیستل شوی وو، د القاعدې دریم سړی، پریشانه، د تمې پخلاف د زندان په جامو کې دا اشارې ورکړې
چې نوموړی وار له مخه شکنجه شوی وو. پاټریک باچونان په چټک اواز پوښتنه وکړه: دغه سړی چې په ټولو نومونو ، او پر امریکا د راتلونکو ترهګریزو بریدونو پر ټولو
جزیاتو پوهیږي، ولې باید شکنجه نشي چې ټول دغه شیان ترې راوباسو؟ وحشتناکه خبره داوه چې دې انځور تر ګردو مخکې
ددغې پوښتنې ځواب ورکاوو. داد حیرانتیا وړ نه وه چې د ټلويژون د لیدونکو او
نورو مبصرینوځواب د ټلیفون له لارې په هو وو''. په دې ډول رسنۍ نظرونه بدلوي، ځانګړي اشخاص د ځانګړو
پروګرامونو لپاره غوره کوي او خلکو ته داسې ښيي چې داد ټول ولس غږ دی.
دا تړون د کرزي
کنټرول ته زیان رسوي
له یوې لسیزې
وروسته کرزی نور بيخونده دی، نه د یو جمهور ریس په څیر برم لري او نه يې له ارګ
څخه بهر درناوی کیږي. په تیره یوه لسیزه
کې څو څو ځلې له بریدونو ژوندی وتلی، او دغه ګرد بریدونه پرې په پښتون میشتو سیمو کې شوي دي چې په څرګنده
توګه د ولسي کرکې مانا لري. دا کرکه به هغه مهال لاپسې ډیره شي چې له تړون وروسته د ولسي مرګ ژوبلې
شمیره وغځیږي.
د کرزي د ډلې یو
شمیرغړي له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له ایران او روسيي سره نژدې اړیکي لري.
دغه دوه هیوادونه به هڅه وکړي چې په دولت کې ددغو خلکو له اغیز څخه کار واخلي او
بیثباتۍ ته لار پرانیزي. دغه کورنی تاوتریخوالی به ددې لامل وګرځي چې کرزی ونشي
کړی خپله دوره بشپړه کړي، او د مجبورۍ له
مخې به واک داسې چاته وسپاري چې له پخوانیو مجاهدینو سره اړه ولري.
دا بدلون به ددې
لپاره راځي چې کرزی نه یوازې د پښتنو ترمنځ ملاتړ نلري بلکې د هغو ملګرو ترمنځ يې
هم مجبوبیت له لاسه ورکړی چې د غرب ټیکنوکراټان او د شمال ټلوالې جنګسالاران بلل
کیږي. متحد ایالات ددې تړون د عملي کولو
لپاره د کابل په رژیم کې د یو شمیر خلکو داسې ملاتړ ته اړتیا لري چې په لږو پیسو
قربانۍ ته چمتو شي، د کرزي په شته والي کې داسې معاملې قیمته پریوزي.
دا مساله هم د بحث وړه ده
چې له امریکايي پوځیانو سره چې کومه هوکړه په 2003
کال کې د شمال ټلوالې لاسلیک
کړې وه، امریکايي ځواکونو ته يې خلاص مټ
بخښلی وو، له دې سټراټیژیک تړون سره لغوه
شوه، په لږ توپیر يې پرځای د کرزي په لاسلیک د امریکايي پوځیانو شپینیو او ورځينیو
عملیاتو ته قانوني حیثیت ورکړل شو.
د کابل او واشنګټن
ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې امریکايي ځواکونه بشپړ واک لري چې د شپې عملیات
ترسره کړي او د پخوا په څيرهغه افغانان ووژني چې دوی پرې د مخالف شک کوي. پرته له
کوم جرمه د شک پر بنسټ د بیوزلو افغان
کلیوالو د وژلو لړۍ به تر هغې روانه وي چې امریکایان په افغانستان کې پراته وي، دغه تیري به د پلان شوو عملیاتو په ترڅ کې ترسره
کیږي او عادلانه کار به بلل کیږي. د تړون
له مخې کرزی نشي کولی چې د امریکا پرعسکرو کنټرول ولري، امریکایان د تړون د متن له
مخې په یو اړخیزه توګه کولی شي چې په کلیوالو سیمو کې د شپې عملیات ترسره کړي، افغان
پوځ او پولیس یي امنیت نیسي.
ددې تړون ټکي په ډیر دقت سره غوره شوي دي، د امریکا د
ملاتړ مانا داده چې عملیات به د امریکایانو په خوښه کیږي. افغان ملګري به يې د عملیاتو پر مهال د
امریکايي سرتیرو ساتنه کوي چې د کورونو د
تلاشۍ پروخت پرې برید ونشي، تلاشي به امریکايی کوي، زندان به د امریکايي وي او
امریکايان به خلک نیسي.
دا
تړون د افغانستان اساسي قانون ته سپکاوی دی
د هیواد په
بیلابیلو برخو کې له سټراټیژیک تړون څخه وروسته لږ ترلږه اتلس تنه نور ملکي افغانان د امریکايي
عسکرو د بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي، ایا د افغانستان اساسي قانون کولی شي چې د
افغان وګړو د ژوند، حقونو او فکر ساتنه وکړي؟ که دا قانون په رښتیا خپله د کابل ادارې ته د
درنښت وړ وي، لومړی باید په بګرام کې هغه پنځه تنه امریکایان چې قران کریم ته يې سپکاوی کړی، او په نتیجه کې يې لږ ترلږه دیرش تنه افغانان د
مظاهرو پرمهال ووژل شول محاکمې ته راکاږي. دغه راز د پنجوايي د ډله ییزه وژنې پلان
کونکي او عملی کونکي محاکمې ته کش کړل شي، که د اساسي قانون موخه د افغان وګړو او
سیمه ییزو ارزښتونو ساتنه وي.
خو کله چې، په اصطلاح د قانون ساتونکي خپله فاسد، قاچاق
کونکي او په جنګی جنایتونو تورن وي نو څه ډول به اساسي قانون عملي شي؟ دغه لامل دی
چې د کرزي په اداره کې د امریکا اساسي قانون ته درنښت ډیردی او د افغانستان اساسي
قانون په داسې حال کې ټیټ او بي ارزښته ګڼل
کیږي چې کرزی هڅه کوي پر طالبانو او د حکمتیار پر اسلامي ګوند يې ومني.
له بلې خوا دکابل رژیم له خپلمنځي اختلافاتو څخه ځوریږي، د
لوړپوړو چارواکو پرله پسې مالي، اداري او سیاسي درغلیو بیثباتي دومره پراخه کړې چې
د کابل اداره يې ناوړه پایلې نورې نشي پټولی او مجبور دی چې ددې ټولو ګډوډیو پړه
پرګاونډيو هیوادونو واچوي. په دې توګه، د
دولت د پروپاګنډ ماشین هڅه کوي تر 2024 کاله پورې په افغانستان کې د
امریکا پوځي شته والی سم کار وښيي او داد ګاونډیانو (ایران، پاکستان، روسيي او چین
) له شره د خلاصون یوازینۍ او وروستۍ لار وبولي.
په تیرو لسو کلونو
کې یوازې دا مساله ښکته پورته کیده چې یوازې یو ګاونډی پاکستان دی چې د افغانستان
د ثبات په وړاندې خنډ بلل کیږي، خو تهران به د ارګ په ماڼۍ کې د کرزي د غوږ په بیخ
کې ځای نیولی وو، د کورنیو او نړیوالو تګلارو په جوړولو کې به يې د ایران ګټې خوندي
کولې. د ایران په ضد له نوي راټوکیدلی
دریځ څخه یوازې څو میاشتې نه تیریږي، له هغې وړاندې د نیویارک ټایمز په وینا خپله
حامد کرزي دا منلې وه چې دادفرسپنتا او یو شمیر نورو لوړپوړو کسانو له ایران څخه وخت
ناوخت پیسې او تحفې ترلاسه کولې.
اوس څه پیښ شول چې
تهران یو دښمن بلل کیږي؟ له ایران سره دغه
نوې دښمني هیڅکله د افغانستان د ملي ګټو لپاره نه ده، بلکې د امریکايي ګټو لپاره
په پام کې نیول شوې ده. د حامد کرزي د رژیم ترمنځ د ایران ضد احساساتو هغه وخت زور
واخیست چې څو میاشتې وړاندې دواشنګټن او تهران
ترمنځ د ایران د اټومي ټیکنالوجۍ پرسرخبرې ناکامه شوې. اوس به امریکا په افغانستان
کې خپل شتون د ایران د بیثباته کولو لپاره کاروي، هغه څه چې پاکستان، چین او روسیه
هم پرې اندیښمن دي.
په پټو سترګو
منونکي یو شمیر سیاسي کارپوهان د امریکا دوامداره شته والی د ګاونډیانو د لاسوهنو د
مخنیوي لپاره ښه انتخاب بولي. دوی ان هغو ښځو او ماشومانو ته د هیڅ ډول بشري حقونو
پخلی نکوي چې له کابله بهر د هیواد په
نورو برخو کې د امریکايي عسکرو د جنایتونو ښکار ګرځي. د ښځو، ماشومانو او سړیانو حقونه یوازې د کابل د ځانګړو اشخاصو
لپاره خوندي شوي دي او نورو افغانانو ته
هغه حقونه نه ورکول کیږي.
د زور او تیري پر خوا دریدلي دغه شنونکي دا هیروي چې په
دې وروستیو کې د کندهار په پنجوايي کې څه تیر شول؟ د بګرام په هوايی اډه کې د الله
د کلام قران کریم په وړاندې څه وشول؟ دا حالت
ماته د اډاوارډو ګلیانو Eduardo Galeano خبر راپه زړه کوي چې
وايي : '' لیکل هیڅ ګټه نلري که د
هغو خنډونو پخلاف د مبارزې لپاره نه وي چې
واکمن نظام د مخالفینو د پیغام په وړاندې جوړ کړي دي.''
"دا د مایکومین پوډیولوژی نه مډال دی، نو د نیکروډیمی نیک چاللملمی سپریزیزم، چالیسم امرازیما رډینزیس او د ویاسیسیدو ATL او زما په واسطه د ماډیم ژونویو żyie i mojemu życiu." پولډزوی ویابرس پویلینیایا والسایپ +14433459339 lub atlasloanfirm@outlook.com
ReplyDelete