د انسان د جوړولو او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

 یادونه: د انسان د جوړولو او ژوند په اړه کره علمي څيړنه چې زباتوي چې الله تعالی حق دی، قران حق دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم حق دی، او اخرت حق دی او له مرګ روسته ژوند او د ایمان ټول ارکانونه حق دی لکه په غیب باندې ایمان، په ملایکو باندې ایمان او په رسولانو باندې ایمان او په قدر باندې ایمان. دا لیکنه تر اخره ولولی او خوند ترې واخلی او خپل ایمان غښتلی کړی او پخپل ځان کې د الله تعالی د قدرت او ځواک نښې وګوری.

لیکوال: حنان حبیبزی

۱. دنبیانو منښت:
عیسی (علیه السلام) به د قیامت له ورځې وړاندې ځمکې ته راکوز شي او خپل ځای به د الله د مخلوق په توګه تاید کړي. هغه په معجزانه ډول د الله په حکم یانې د"شه!" په کلیمه د خپلې مور مریم په رحم کې، پرته له پلار څخه، جوړ شو. الله تعالی چې د کوم شي د جوړولو اراده وکړي یوازې امر کوي چې شه نو هغه کېږي: 

الله تعالی فرمایي: هغې (مریمې) وویل: 'ای زما ربه! څنګه به زما زوی پیدا شي په داسې حال کې چې هیڅ سړي راته لاس نه دی راوړی؟' (د الله استازي ملایک) وفرمایل: 'همداسې دی، الله هر هغه څه پیدا کوي چې وغواړي. کله چې هغه د یو کار پرېکړه وکړي، نو یوازې ورته وایي: 'شه'، او هغه کېږي.' (سورة آل عمران، ۴۷).

کله چې یهودانو هڅه وکړه چې عیسی (علیه السلام) ووژني، الله تعالی هغه وژغوره د الله جل جلاله په امر دوم اسمان ته بوتلل شو، او ژوندی پاتې شو. مانا داچې الله تعالی، جبرايیل علیه السلام ورولېږه ترڅو هغه دوهم آسمان ته پورته کړي.

۲. د پنځون بنسټیز ورته والی:
دا د حوا (د ټولو انسانانو د مور) له جوړولو یا خلقت سره ورته والی لري، چې الله تعالی د آدم علیه السلام له پښتۍ څخه جوړه کړه او د هغې لپاره يې هیڅ مور او پلار ونه ګرځول، یانې پرته له مور او پلارڅخه: 

الله تعالی فرمايي: هغه (الله) دی چې ژوند بښي او مړینه راولي. نو کله چې د یو کار پرېکړه وکړي، یوازې ورته وایي 'شه'، او هغه کېږي." (سورة غافر، ۶۸)

 او آدم علیه السلام يې له خاورې او اوبو څخه جوړ کړ:

الله تعالی فرمايي: یقینا د عیسی (علیه السلام) مثال د الله په نیز د آدم (علیه السلام) په شان دی، چې هغه یې له خاورې جوړ کړ، بیا یې ورته وویل 'شه' او هغه وشو. (سورة آل عمران، ۵۹)

 د حوا جوړونه د آدم علیه السلام له پښتۍ څخه او خپله د آدم علیه السلام جوړونه له خاورې او اوبو څخه د الله د ځواکمنۍ ځواک او معجزه څرګندوي.

د اسلام یو بنسټيز ار یا اصل د عیسی (علیه السلام) په ګډون د الله د ټولو استازو یا د پیغمبرانو په توګه منل او په هغوی باندې ایمان لرل دي. که مسلمان شخص هغوی د الله پیغمبران په توګه ونه مني مسلمان نشي ګڼل کیدای. دا هم باید یادونه وشي چې عیسی (علیه السلام) د محمد (صلی الله علیه وسلم) د راتګ خبر ورکړی و او پر تابعدارۍ او د هغه په پل باندې يې په تګ ټینګار کړی و. 

۳. علمي اړیکي او لاسوندونه:
د نويو زیږیدلو ماشومانو ادرار ته اشاره، چې د آدم او حوا د جوړښت یا خلقت عناصر پکې ښکاره کېږي. دا مالومات د پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) په احادیثو کې راځي چې د نويو زیږیدلو ماشومانو ادرار، که هغه نارینه ماشوم وي یا ښځینه، د هغو عناصرو د پلټنې لپاره کارول کیدی شي چې ددې رښتینوالې پخلي کوي چې آدم علیه السلام له خاورې او حوا د آدم علیه السلام له پښتۍ څخه جوړه شوې ده. 

د ښځینه ماشومانو ادرار چې وینه لري، د نارینه ماشومانو د ادرار برعکس دي، داد پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) په احادیثو کې تاید شوي دي. دا سپړنه دې باور ته د دلیل په توګه نغوته کوي او تایدوي يې چې حوا (ښځه) د آدم علیه السلام له پښتۍ یا له غوښې او وینې څخه جوړه شوې ده، پداسې حال کې چې نارینه د (آدم علیه السلام) له خټو یا خاورې او اوبو څخه جوړ شوی دی. 

یو بل مهم لاسوند دا دی چې کله انسانان مړه شي، بدنونه یې په ځمکه کې خښیږي، چې په پایله کې په څو اوونیو یا میاشتو کې له خاورې سره یو ځای کیږي. دا عمل دانسان د ژوند او د بدن تړاوو يې له ځمکې سره څرګندوي او د انسان د جوړولو لومړنۍ شیبو او روان حالت ته اسناد او شننه په لاس راکوي او دا مساله راروښانه کوي.

دا لاسوندونه له ځمکې او اوبو سره د انسان د بدن او ژوند تړاو روښانه کوي، او په خلقت کې ددغو عناصرو بنسټیزه ونډه څرګندوي. د سپرم او جینونو سرچینه چې له ځمکې څخه اخیستل کېږي، د خوراکي توکو د تولیداتو، سبزیو او میوو د خوړو په اهمیت باندې ټینګار کوي چې د بدن لپاره اړین عناصر چمتو کوي چې هغه سپرم او انرژي ده. 

هغه خواړه او سبزیجات چې په ځمکه کې د الله په حکم سره له اوبو او خاورې څخه جوړیږي یا پکې زرغونیږي، د انسان جوړښت او ژوند له ځمکې او اوبو سره تړي. دا اړیکي په دې توګه د دلیل په توګه وړاندې کوي چې ځمکه د انسان د جوړونې او ژوند سرچینه ده. په دې اړه دا لاندیني احادیث موږ ته شواهد وړاندې کوي:

ابو السمح وايي: پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: د جلۍ ادرار دې ومینځل شي او د هلک په ادرار دې اوبه وشیندل شي. [سنن النسائي، درجه: صحیح (دارالسلام)].

ددې پورتني حدیث شننه بیا په دې لاندیني حدیث کې ده: 

ابوالحسن بن سلامه وايي: احمد بن موسی بن معقل راته کیسه وکړه چې ابوالیمان المصری وویل: د شافعي رحمه الله څخه مې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حدیث په اړه وپوښتل: «اوبه دې د هلک په ادرار باندې وشیندل شي او د جلۍ  ادرار دې ومینځل شي،» په داسې حال کې چې دا دواړه اوبه (ادرار) یو شان دي. هغه وفرمایل: دا ددې له امله دي چې د هلک ادرار له اوبو او خټو څخه دي، خو د جلۍ ادرار له غوښې او وینې څخه دي. بیا یې راته وویل: پوه شوې؟ ما وویل: نه. هغه وفرمایل: کله چې الله تعالی آدم علیه السلام جوړ کړ، حوا یې د ادم له لنډې پښتۍ څخه جوړه کړه، نو د هلک ادرار له اوبو او خټو څخه دي او د جلۍ ادرار له غوښې او وینې څخه دي. بیا یې راته وویل: پوه شوې؟ ما وویل: هو. هغه وفرمایل: الله دې تاته په دې کار کې برکت درکړي. [سنن ابن ماجه، حسن (دارالسلام)].

ام سلمه، ام المؤمنین روایت کوي: حسن له خپلې مور څخه روایت کړی چې هغه ام سلمه وه، چې تر هغې پورې چې (هلک ماشوم) خواړه نخوري، د هغه په ​​ادرار باندې به يې اوبه شیندلې. کله چې یې د خوړو خوړل پیل کړل، د هغه ادرار يې مینځل. او هغې د جلۍ ادرار مینځل. [سنن ابی داود، صحیح (البانی)].

قتاده (یو له روایت کونکو څخه) وفرمایل: همداسې ده، تر هغې چې خواړه ونه خوري، کله چې یې خواړه وخوړل، دواړه مینځل کیږي. [جامع الترمذي، صحیح (دارالسلام)].

۴. د علمي لیدلوریو سپړنه:
لکه څنګه چې د سپرم سرچینه له هغو خوړو څخه ده چې موږ یې خورو، د خوړو اصلي سرچینه ځمکه ده چې د نارینه او ښځینه لپاره د سپرم او جینونو رښتینې سرچینه ګڼل کیږي. کله چې موږ له سبزیجاتو څخه د خوړو برخه اخلو، چې هغه خواړه دي چې دواړه د انسان په بدن کې سپرم او انرژي تولیدوي، بدن ته دوه اړین عناصر وړاندې کوو، سپرم او انرژي، د انسان جوړونې د خامو توکو په توګه. 

الله تعالی فرمايي: او الله هغه دی چې له اوبو څخه یې انسان پیدا کړی او بیا یې هغه د نسب او واده په اړیکو تړلی. او ستا رب د (هر څه) په جوړولو باندې تل برلاسی او قادر دی. [سورة الفرقان، ۵۴ ایت]. 

د انرژي تعامل اړین دی، ځکه پرته له هغې، سپرم په رحم کې د القاح لپاره اړینه وړتیا نلري. په پایله کې، د خوراکي تولیداتو او سبزي او میوو خوړل اړین دي چې په یو وخت کې انرژي او سپرم ترلاسه شي.

۵. ژوره کرکتنه:
په ځمکه کې د خوړو او سبزیو کښت چې الله تعالی له اوبو او خاورې څخه جوړ کړی دی، په دې توګه له ځمکې سره د انسان د ژوند بنسټیزه اړیکي روښانه کوي. په وچه ځمکه کې د تخم کښت او د اوبو په واسطه د هغه زرغونیدل، بیا میوې نیول، دا خوزښت یا بدلون په وچه ځمکه د باران له اوریدو روسته رازي، هغه تولیدات چې په ځمکه کې وده کوي نو د خوراکونو په توګه د انسان ودې ته لار هواروي: 

الله تعالی فرمايي: او ته ګورې چې ځمکه وچه او بې روحه پرته ده، خو کله چې موږ پرې اوبه راښکته کړو، نو خوځېږي او پړسېږي، او هر ډول ښکلي نباتات (خوراکي توکي، سبزي او میوې) راټوکوي. (سورة الحج، ۵)

 اوبه، ځمکه او د ځمکي توکي اصلي بنسټيز شیان  دی چې انسان پرې خپل ژوند مخته وړي. له دې بهیر څخه، موږ کولی شو دا  پایله واخلو چې آدم علیه السلام له خټو او اوبو څخه پیدا شوی دی، ځکه موږ نن هم ګورو چې انسان له ځمکې څخه جوړیږي، کله چې خواړه وخوري د اړتیا وړ توکي سپرم او انرژي يې په بدن کې تولیږي او په دې سره د بل انسان د جوړیدو لاره برابریږي او خواړه له ځمکې جوړیږي.

نو، الله تعالی د انسان شتون له ځمکې او اوبو سره تړلی دی او د فکر او استدلال وړتیاته یې ورسره وده ورکړې ده. دا اړیکي نن هم دوام لري او ټینګار کوي چې ځمکه زموږ د پیدایښت سرچینه ده.

یو بل ژور لاسوند دا دی چې کله افراد مړه شي، بدنونه یې په ځمکه کې ايښوول کیږي. د څو اونیو یا میاشتو په جریان کې، بدنونه له خاورو سره حل کیږي او له خټو سره یو ځای کیږي - د انساني جوړښت د دوراني طبعیت او ځمکې ته يې د مړي سپارل یوه رڼه یادونه چې ژوند په پیل کې له هغې څخه راپورته شوی دی او د الله تعالی د ځواکمنۍ او برلاسۍ معجزه په دې برخه کې ښکاره ده.

له انساني لید څخه، د څلورمې بڼې یانې د مور ګډې ته د سپرم د لیږ له لارې د جوړوښت بڼه د لومړۍ بڼې په پرتله پیچلې ښکاري، ځکه چې دا په یوه پیچلي بهیر کې ګډون لري چې په بیلابیلو ځانګړو پایلو لکه  باران، د ځمکې د حالت بدلون، د خوړو تولیدات، د خوړولو بهیر، سپرم او انرژي تولید پکې شامل دي چې د یو اوږده بهیر څخه روسته پيښیږي.

۶.د قران حوالې او د باران بېلګه
قرآن بیابیا د باران یادونه کوي او هغه ته له ځمکې او نورو عناصرو لکه خوړو، سبزي،  میوې او ژوند سره تړاو ورکوي. دا دوامداره پیوستون ددغو توکو اهمیت ته اشاره کوي چې د انسان د جوړولو او خوړو بنسټيزې سرچینې دي.

د مثال په توګه، کله چې قرآن له باران څخه یادونه کوي، ډیرځلې یې پر دې ونډه ټینګار کوي چې ځمکې ته خواړه برابروي. ځکه چې د باران اوبه د بوټو په وده کې مهم رول لري، د خوړو د تولیداتو، سبزیو او میوو په ګډون. کله چې باران ځمکې ته رسیږي د بوټو ودې ته لار برابروي، دا د ژوند له بهیر سره د باران نه جلا کیدونکي اړیکي دي. دا پیوستون د باران، ځمکې او بوټو تر منځ د یو پیچلي سیسټم نښه ده چې د ژوند د ساتلو لپاره الله تعالی په ځمکه کې ډیزاین کړی دی. 

الله تعالی په قرآن کې فرمایلي دي: او الله له آسمانه باران راولیږه او په هغه سره یې ځمکه وروسته له مرګ څخه ژوندۍ کړه. په ریښتیا، دا د هغه ډلې لپاره نښه ده چې اوري." (سوره نحل، آیه ۶۵).

د انسان د جوړولو په اړه، د باران یادونه د الله تعالی د ځواک بیلګه ده چې د اوبو، ځمکې او د خوراکي توکو له ودې سره تړلي عناصر یوځای کوي. دا عناصر د خوړو د تولید او د هغو سرچینو لپاره مهم دي چې انساني ژوند ته وده ورکوي. په پورتني آیت کې د دې طبیعي عناصرو متقابل تړاو د انسان د وجود او جوړولو په پراخ چوکاټ کې روښانه کېږي.

په قرآن کې په بیا بیا د باران یادونه، او ترڅنګ يې له ځمکې، خوړو، سبزیو او ژوند ته يې اشاره، د دې عناصرو د پېژندلو نښه ده چې د انسان د جوړولو په لوی پلان کې اړین توکي دي. له همدې امله موږ ایمان لرو چې  الله تعالی ډیر ستر او ځواکمن دی. موږ پخپل بدن کې د هغه جل جلاله  د مطلق قدرت بیلابیلې بیلګې ګورو.

۷. په طبي علومو کې سپارښتنه:
دا مهال یا په معاصرو وختونو کې، علمي لیدلوري دا درک لا زیات پیاوړی کوي. د بیلګې په توګه، ډاکټران اوس هغو میندو ته مشوره ورکوي چې تازه یې لور زیږولې ده، په ځانګړي توګه د وینې د ډيریدو په اړه چې په ادرارو یا په پوښک یا نپي کې وي، او میندو ته یې د یو طبیعي یا نورمال بدلون په توګه یادونه کوي. قابله ګانې په ټولیزه توګه نویو زیږیدلو نارینه ماشومانو دغې برخې ته پام نکوي،  او د وینې په اړه يې کومه اندیښنه نلري، ځکه ډاکټران وايي چې د نوي زیږیدلي هلک په ادرارو کې وینه نه وي، یوازې دا مساله له نجونو سره تړاو لري، ځکه چې هلکان په دودیز ډول په خپل ادرار کې وینه نه ښیې خو که ټپي شي. دا ددې لپاره د قانع کوونکو شواهدو په توګه ګڼل کیږي چې اسلام ریښتینی دین دی او داد الله تعالی رښتینې معجزې دي او د هغه جل جلاله د قدرت پایدارې او تاید شوې نښې نښانې دي. 

۸. د مرګ وروسته ژوند او له قبرونو څخه راپورته کېدل:
دا د هغو شواهدو په توګه ګڼل کیږي چې له مرګ وروسته بیا د راژوندي کېدو او ددایمي ژوند د شتون په اړه زبات موږ ته راکوي،  او داچې زموږ ژوند په دې نړۍ کې د الله تعالی په لاس کې دی او دهغه جل جلاله له خوا ټاکل شوی دی، او دا ثبوتونه له دې څخه ملاتړ کوي، او په هغه ارزښت باندې ټینګار کوي چې د انساني ژوند او کرامت ته اهمیت ورکوي او دوی د قیامت په ورځ د آخرت لپاره لوړ مقام ته رسوي، یانې داچې انسان نه ورکېږي، بالکل په دې نړۍ کې مري ځکه دلته ژوند لنډمهالی دی، خو له مرګ سره د اخرت تلپاتې ژوند ته لیږدي.  له مرګ وروسته له قبرونو څخه د راپورته کېدو ردول د انسان په توګه خپل ځان د یوه بې اهمیته لرګي سره تشبیه کول دي. له قبرونو څخه راپورته کېدو نه منل د انسان کرامت کموي او بې ارزښته کوي یې،  او هغه ته د یوې ورستې او خرابه شوې کوچنۍ بې ارزښته خځلې په څېر ګوري چې کله ځمکې ته وغورځیږي، په ساده ډول له نظره ورکیږي. خو الله تعالی انسان جوړ کړی چې په دې نړۍ کې تلپاتې نه وي ځکه چې ددې ژوند له کړاونو څخه ډک دی. پرځای یې، مرګ ورکړی چې تلپاتې ژوند ته یې بیایی، او کله چې په قبر کې کیښوول شي او خلک ترې لاړ شي بې پوښتنې نه پاتې کېږي، هغه رب یې پوښتنې ته ملایک ورلیږي چې دغه مړي ته یې ژوند ورکړی وو او بیایې له ټاکلې مودې سره سم ومړ او بیایې راژوندی کوي، او دا مرګ بلې نړۍ ته د لیږد ستره نښه ده، یو تلپاتې ژوند چې پایلې یې په هغه بهیر کې ورته مالومیږي چۍ  په ځمکنۍ باندې یې په ژوند کې کارونه یا اعمال څنګه وو، که مومن وو نو ښکلی نوی ژوند به ولري، او که کافر یا منافق وو نو تلپاتې عذابونو کې به وي، ددې لپاره الله تعالی انسان ته سترګې غوږونه، زړه، ذهن او عقل ورکړی دی چې د سمې لارې په پیژندلو کې یې وکاروي، ځکه د اخرت د ژوند برخلیک د ځمکې په سر د ژوند د اعمالو له لارې ټاکل کیږي.

۹. د پوهې د درکولو په لور هڅول او پایله:
په قرآن کریم کې د ځانپوهنې او منطقي فکرکولو ته هڅول، دا څرګندوي چې د اسلام درک د الله تعالی د مینې، هدایت او په پای کې د جنت لاره ده. پایله له مرګ وروسته د له الله سره ملاقات هیله څرګندوي. د ودونو نظر، د مرګ وروسته د تلپاتې ژوند لپاره د کورنۍ جوړول په ټینګار سره، او د الله تعالی اراده چې جنت یې جوړ کړ،  انسانانو ته یې د ښه او خوښ ژوند لپاره.

۱۰.  وروستي تمېدنه:
دا لیکنه د الله تعالی د ټولو شیانو د خالق په توګه په ستاینه پای ته رسيږي. اسلام د نړۍ د ستونزو ریښتینی حل وړاندې کوي چې د هغې د سولې او پرمختګ طبیعت ته منسوب دی، چې د الله تعالی له خوا نازل شوی دی. د الله تعالی د مینې، رحمت او شفقت صفات په دې پوهه ټینګار کوي چې انسانان د هغه د لویو نعمتونو ترلاسه کوونکي دي. د انسان د خلقت درک نږدې ۱۴۵۰ کاله وړاندې، په داسې وخت کې چې د برق او عصري ټکنالوژۍ نشتون و، څرګند شو. مګر دا چې دا پوهه له الله تعالی، د ټولو شیانو خالق څخه راغلې وي.


Comments

Popular posts from this blog

افغانستان د اپارتايډ په لومه کې

په افغانستان کې د پوه- ټولنې په وړاندې پرتې ننګونې

چین او روسیه: دریمه نړیواله جګړه پیلیدونکې ده