Monday 27 February 2012

امریکايي پوځيان قران کریم ته ولې سپکاوی کوي؟


امریکايي پوځيان قران کریم  ته ولې سپکاوی کوي؟

حنان حبیبزی  

د افغانستان په بګرام کې د قران کریم دنسخود سوزولو په ضد ددې لپاره ځايي افغانانو سخت غبرګون وښود چې دغه تیری يې پخپلو سترګو ولید، دهمدې لپاره خو دا ځل د ولسمشر اوباما بخښنې ځای ونه نیوه. د امریکا ولسمشر په تکرار سره هڅه کړې چې په اصطلاح د '' ترهګرۍ''  په ضد جګړه د اسلام ضد جګړه ونښودل شي او پخپلو ویناوو کې يې تل د اسلامي لارښونو ستاینه کړې.  خو له دې سره سره  د امریکا پوځ په افغانستان او عراق کې د ماشومانو او ښځو ترڅنګ د ملکي خلکو پر ډله ییزو وژنو لاس پورې کړ او  له کبله يې ډیری خلک مجبور شول چې د امریکا له مخالفینو سره لاس یو کړي، همدا لامل دی چې ګڼ شمیر منتقدین د امریکا روانه جګړه د اسلام ضد جنګ بولي. 
د یو قهرجن لاریون کونکي غبرګون

 ددوی له دلایلو څخه یو هم په 2001 کال کې  د افغانستان پخلاف د جګړې د اعلان پر مهال د '' صلیبي جګړې''  د ټکی کارول وو چې ډیری مسلمانان يې له هماغه پیله په شک کې واچول. کله چې د امریکا پوځونه په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي خلک ووژني نو دیني مشران دا ټکی خلکو ته ور په زړه کوي چې امریکایانو د اسلام پخلاف جګړه پیل کړې. 

  دوم دلیل دا راوړل کیږي چې  په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځيانو له خوا په کاریدونکو وسلو کې د بیا لیکل شوي بایبل یا New Testament  پیغامونه ځای په ځای شوي دي چې ښيي دغه وسلې د یوې ځانګړې مذهبې موخې لپاره تولید شوي او هغو پوځیانو ته ډیزاین شوي دي چې په دوه اسلامي هیوادونو  لکه عراق او افغانستان کې د مسلمانانو پخلاف پر جګړه بوخت دي او دریم دلیل يې همدا د قران کریم سوزول دي.  

د 2009 کال د می په میاشت کې چې اوباما قاهرې ته لاړ چې  مسلمانانو ته ډاډ ورکړي چې جګړه يې ددوی د عقیدې او مذهب په ضد نه ده، هلته په واشنګټن کې د ABC  ټلویژون یو راپور خپور کړ چې د امریکا د ولسمشر ادعا یې له شکونو سره مخامخ کړه.  

د امریکا د پوځ صلیبي وسلې 

د ABC  د راپور له مخې، په عراق او افغانستان کې امریکايي عسکر  له دې منعه دي چې هر ډول  مذهبي  چارې پر مخ بوځي یايي اعلان کړي دېته جنرل ارډر نمبر ون general order number one   وايي، خو ددې سره سره پوځیانو ته هغه وسلې ورکول کیږي چې د مسیحیانو مذهبي پیغامونه پکې لیکل شوي دي. 

دې وسلو ته   Jesus rifles  یا د مسیح وسلې وايي. پر دې وسلو په پټه د بایبل ټکي لیکل شوي دي.  د وسلې په لاندینۍ برخه کې له ماشې او شاجور سره نژدې د بیا لیکل شوي بایبل New testament د جان د کتاب  book of John  له 8 څپرکي څخه 12 بند نقل شوي دي. یوه بله بیلګه چې دغه ټلویژون وښوده هغه لاسي څراغ وو چې پوځيان يې د شپې په بریدونو کې کاروي، ددې پوځي څراغ په یو اړخ کې د بایبل بل بند لیکل شوی. 

په امریکايي وسلو کې د بایبل پیغام 
له ټلویژون سره په خبرو کې د امریکا د پوځ یو مذهبي سلاکار میکي وینسټن دا خونړۍ ټوکه وبلله، ده ویویل طالبان او نور وسله وال چې په عراق او افغانستان کې د امریکايي پوځونو پخلاف جنګیږي، ښايي خپل ځان په حقه وبولي او ووايي چې  ددوی په مقابل کې داسې وسله کاریږي چې Jesus Rifles نومیږي.  دا وسلې د ټریجکان Trijicon  په نامه  یوې کمپنۍ تولید کړي چې له پنټګان سره د وسلو تړون لري.

د ټریجکان پخوانی چارواکی تقاوت شوی تورن جنرال ویلیم ناش چې اوس د  ABC سلاکار دی وايي چې ډیرې نورې ټولنې شته  چې پوځیانو ته تورات او بایبل ورکوي او دوی هڅوي چې په دې عمل وکړي. دده په اند په وسلو کې د مذهبي ټکو کارونه ددې مانا لري چې '' زموږ خدای ددوی د خدای پخلاف دی''

په عراق کې يې پوځيانو پخپلو ګاډو او شوبلو لیکلي وو چې New Testament یانې بیا لیکل شوی بایبل چې ځينې بندونه يې ددوی په لاسي وسلو کې کارول شوي. مذهبي سلاکار وینسټن د ABC  ټلویژون ته وویل په زړه پورې داده چې موږ افغان او عراقي عسکرو ته  په همدې وسلو روزنه ورکوو چې د بایبل ټکي پکې کاریدلي دي. 

د پوځیانو مذهبي فعالیت 

په 2007 کال کې ډاکومنټري جوړونکي او پخواني پوځي براین هیوز په بګرام کې له بایبل ډک بکسونه ولیدل چې په پښتو او پارسي ژبو چاپ شوي وو. هیوز د الجزیرې ټلویژون ته وویل دغه بایبلونه  ددې لپاره هلته وو چې ملکي افغانانو ته وویشل شي. هیوز وايي دا ښکاره وه چې دغو عسکرو مذهبي تبیلغ کاوو او د جنرل ارډر نمبر ون General Order Number one له پولو يې هاخوا فعالیتونه کول. 

هیوز په بګرام کې د یو پوځی پادريChaplain  ویډيو ریکارډ کړ چې په افغانستان کې يې میشتو امریکايي عسکرو ته له پوځي عملیاتو څخه وړاندې مذهبي لارښونې کولې.  دغه پوځي پادري په ریکارډ شوو خبرو کې د افغانستان د بګرام په هوايی اډه کې امریکايي پوځيانو ته وايي '' د مسیحیانو په توګه دوی ټول مسولیتونه لري چې  نوموړي ته بیا شاهدي ورکړي''

په بګرام کې امریکايي پوځیانو ته د وینا پرمهال دغه پادري زیاتوي: '' د ځانګړو ځواکونو کسان، دوی په اصل کې خلک ښکاروي. د عیسویانو په توګه موږ هم دغسې کوو، موږ د عیسایت لپاره د خلکو ښکار کوو، موږ دا کار کوو او موږ دوی راپرځوو. د جنت تازي ورپسې ولیږئ چې دوی په سلطنت کې شامل کړي، دا هغه څه دي چې موږ يې کوو، او دا زموږ ورځينۍ دنده ده''۔  


دغه انځورونه همدا راز ښيی چې په بګرام کې د امریکايي ځواکونو پوځي پادریان عادي افغانانو ته د بایبل د ویشلو پر لارو چارو خبرې کوي.  هیوز وايي  یو پوځي هم په پښتو او پارسي ژبو نه پوهیږي او د ژباړل شوو بایبلونو موخه داده چې سیمه ییزو خلکو ته يې وویشي چې  له اسلامه واړوي. 

د نړۍ ډیسپلین او روزلی پوځ

امریکا ادعا لري چې ددوی پوځونه د نړۍ ترګردو ډیسپلین پوځ دی او هغه څه عملي کوي چې قومانده ورکول کیږي، او هغه څه نکوي چې قومانده يې نه ورکول کیږي. جان ایچ هالمن  پخپله څیړنه کې د امریکا پوځ یو منظم، متحد او باخبره ځواک تعریفوي او وايي ځانګړي افسران دنده لري چې د پوځیانو ترمنځ نظم وساتي او د شیانو په اړه مالومات ورکړي.

هالمن خپله دغه څیړنه په 1953 کال کې کړې، له ده وروسته بیا بیا د امریکا حکومت خپل پوځ ستایلی او غړي يې قهرمانان بللي دي. خو منتقدین نه یوازې د جنګي جنایتونو بیلګې وړاندې کوي بلکې په بګرام کې د قران کریم د سوزولو په څير مسالې د اسنادو په توګه وړاندې کوي او وايي چې داسې پیښې د پلان شوو پروګرامونو په نتیجه کې ترسره کیږي.

د قران کریم سپکاوی او نورې ورته پیښې د دندې پرمهال په اسلامي هیواد ونو کې شوي او د هغو پوځیانو له خوا ترسره شوي دي  چې د مسلمانانو د یوې مذهبي ډلې پخلاف جنګیږي. ددې لپاره عامو مسلمانانو ته پوښتنه پیدا کیږي چې ډیسپلین پوځ د خپل امر له قوماندې پرته د ځايي خلکو مذهبي او کولتوري ارزښتونو ته ولې یو پر بل پسې سپکاوئ کوي؟  د قران کریم سوزول پخپل ذات کې د اسلام د لارښونو له مخې درنده سزا لري، خو پوښتنه پیدا کیږي چې د امریکا د وژل شوو افسرانو په ګډون د هغو نورو لسګونو افغانانو د مرګ پړه د چا په غاړه ده چې د لاریون پر مهال ووژل شول؟  
په بګرام کې د بایبل نسخې


افغانان ددې تجربه لري، د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال قران کریم ته سپکاوی شوی دی، د افغانانو پت او درنښت ته سپکاوی شوی دی، قتل عامونه او وژنې، ان د اوبو په څاګانو کې روسيی عسکرو زهرجن توکي اچول چې د کلي خلک ووژني. امریکا هم یرغل کړی او له ځايي خلکو سره يې چلند د روسيي عسکرو ته ورته والی لري. د همدې لپاره خو افغانان پر هغه حکومت باور نلري چې د امریکا له خوا تپل شوی دی.

د قران د سوزولو ترشا سیاسي موخې 

څو کاله وړاندې کوم چا په ډینمارک کې یو کارټون چاپ کړ او هغه يې بیا  محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم  پورې منصوب کړ. بیا یو هالنډي  سیاستوال یو فیلم جوړ کړ او په هغه کې يې اسلام ته سپکې سپورې وویلې. دې ناوړه عملونو د نړۍ مسلمانان راپورته کړل او په بیلا بیلو هیوادونو کې يې لاریونونه وکړل.  افغانانو دغه خبرونه د امریکا غږ او سي این این له لارې واوریدل، یايي ولیدل. دې پیښو وښوده چې په اسلامي نړۍ کې مذهبي ارزښتونه او کولتوري مسالې ډیرې حساسې دي.  همدا  تبصیرې خپله امریکايي شننکو او خبریالانو کولې، یانې وار له مخه  امریکایان په دې پوهیدل چې د اسلام پخلاف  داسې اعمال څه ډول غبرګون له ځانه سره لري. 

  په تیرو لسو کلونو کې  امریکايي ځواکونو د ګونټانامو له  زندان نیولې تر افغانستان او عراق پورې د قران کریم په ګډون نورو اسلامي ارزښتونو ته ښکاره سپکاوي کړي. وروسته بیا د فلوریډا د کاتولیک پادري رسمي سپکاوي، تیر کال ډیرو مسلمانانو ته  د محافظه کارو امریکايي مسیحیانو نیت  روښانه کړ.   او بیا د ماشومانو وژنې او پر مړو د امریکايی پوځیانو له خوا متیازو خلک سخت خوابدي کړل.  اوس  د بګرام په هوايی اډه کې دغه  پیښه ښيي چې داسې کړنې په لوی لاس ترسره کیږي چې مسلمانانو ته روحي ځور ورکړي. 

خو دا پیښې د مسلمانانو او امریکا ترمنځ واټن پیدا کوي  ځکه  چې دا یوازې د افغانستان د خلکو مساله نه ده، قران د ټولو مسلمانانو کتاب دی، ان ټوله نړۍ،  خپله دغه قران وايي چې دا کتاب د ټول انسانیت د ښیګڼې لپاره نازل شوی دی. په دې توګه د هغو وسله والو ډلو لکه د طالبانو خواخوږي د نړۍ د نورو مسلمانانو ترمنځ ډيریږي او دغسې یو څه د کرزي او د هغه د ملګرو لپاره ښه زیری نه دی. 

 دا کار د سولې هغو خبرو ته زیان رسوي چې خپله د واشنګټن په ګډون یو شمیر هیوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې ټولې غاړې قانع کړي. کله چې عام خلک دغسې شیان پخپلو سترګو وګوري  بیا دوی پر هغو خبرو اترو بې باوره کیږي  چې په اصطلاح  د سولې په موخه  رابلل شوي دي. 

که هرڅوک بیا هڅه کوي چې قهریدلي خلک کرارۍ ته  وبولي خبرو ته يې څوک  نه یوازې غوږ نه ږدي بلکې '' د ګوډاګیانو او د بهرنیو د مزدورانو'' په نامه يې یادوي. خلک به ولې  نور د دغو په اصطلاح رهبرانو خولې ته غوږ ږدي کله چې  حقایق نور نه پټیږي او ولس هرڅه پخپلو سترګو وګوري. 

شیخ عمران نذیز حسین د اهل سنت والجماعت یو نوماند عالم دی، او د اسلامي تاریخ، صلیبي جګړو او د یوشمیر نورو اوسمهالو نړیوالومسالو په اړه يې د قران کریم له لیدلوري  سره سم څيړنیزې مقالې او کتابونه په بیلابیلو ژبو خپاره شوي دي. له مذهبي پلوه ددغسې جنجالي مسالو په اړه د وتلو نړیوالو کره کتونکو له ډلې څخه شمیرل کیږي.  نوموړی مې ددغې لیکنې لپاره وپوښتلو چې د بګرام په اډه کې د قران کریم د سوزولو ترشا څه ډول امریکايي سیاست پروت دی؟  ده  داسې وویل: 

'' د قران کریم  سوزول ښايي قصدا ددې لپاره ترسره شوي وي چې دغسې له تاوتریخوالي ډک حالات پیدا کړي چې امریکا ته دا پلمه په لاس ورکړي چې له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي''.

د عمران حسین له نظره امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او ددغسې اعمالو له لارې غواړي چې د خپلو پوځونو د ژغورنې په پلمه له دې هیواده ووځي. که  ددې پیښې کولتوري اړخ ته وګورو نو امریکايي پوځ خبر ناخبر هڅه کړې چې مسلمانان  په خوزښت  راولي او دا  څرګنده کړي چې اوسنیو حالاتو ته په کتلو د امریکا پخلاف عام احساسات څه  ډول دي. 


امریکا ته دا مهمه ده چې  پر عامو افغانانو د کرزي په ګډون د شمال ټلوالې د قومندانانو د اغیز کچه ( درجه ) مالومه کړي چې په دې تیرو لسو کلونو کې يې مخامخ یا پټ مالي او سیاسي ملاتړ ورکړی دی. هغه کسان چې امریکایانو يې  په دفاع کې مالي او ځاني زیانونه ورکړي دي او که امریکا له افغانستان څخه د شکست خوړلي قوت په توګه ووځي، نو دغه اشخاص به په سختۍ خپل ځانونه بچ کړي.  په داسې شرایطو کې چې  اوس متحد ایالات  له سوريي، ایران ، پاکستان، روسيي او چین سره مخامخ دی، دېته اړتیا لري چې په افغانستان کې اغیزمن ملګري ولري، نه غله او جنایتکاران. 

قران کریم او مذهبي کتابونو ته د سپکاوي په نتیجه کې د ولسي احساساتو او پر ولس د افرادو د اغیز څرګندول اسانه کار دی، په ساده ډول یوې نندارې ته اړتیا ده چې وکتل شي کوڅو ته د خلکو د راوتلو پرمهال څوک څه کوي؟  

کله چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو او له ګلبدین حکمتیار سره د خبرو  راپورونه خپاره شول، د شورای نظار او شمال ټلوالې پخوانیو قومندانانو ګواښونه وکړل چې لاریونونه او ګډوډي به جوړه کړي، دغه تش ګواښونه د امریکایانو خوښ نشول. 

واشنګټن دا هرڅه واوریدل، او له دې لارې يې  دوی ته پیغام ورکړ چې ستاسې غړوندي د امریکايي پوځ تر پښو لاندې دي او د هغه ولس د راوتلو ګوتڅنډنه چې تاسو کوئ، هغوی ستاسې له ملګرو  یانې د کابل پولیسو او پوځ سره لاس او ګریوان دي او نژدې دیرش تنه يې ور وژلي هم دي. 

اوس ټولو خلکو ولیدل چې لومړی ځل کوڅو ته هغه دوه زره تنه راووتل چې په بګرام کې يې د امریکايي پوځيانو د شتون له کبله خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله. خلکو همدا راز ولیدل چې د شمال ټلوالې قومندانان پخپلو کورنو کې ننوتلي وو او ویریدل چې قهر جن لاریون کونکي يې پر کورونو برید ونکړي. 


په دې توګه، که څوک ددې مظاهرو مخه ونیسي او که دا مظاهرې روانې وي، سم لاسي پر امریکایانو کوم اغیز نکوي، او خلک به یو څو ورځې د واشنګټن  په ضد شعارونه ورکړي بیا  د رسنیو په مرسته دا کیسه نوره د خلکو له ذهن څخه وځي. خو دښمني د کابل پولیسو او پوځیانو ته پاتې کیږي چې د هغو لاریون کونکو په وژلو او زخمی کولو يې لاس پورې کړی چې پر سر يې کابل کې هره ورځ د شمال ټلوالې ترمنځ ایتلافونه جوړیږي او په اصطلاح د پارلمان موکلین دي. 


No comments:

Post a Comment