Skip to main content

خلـیـل زاد ، یـوشـیطان چې د خلکو په زړونو کې پـسـیـږي




Khalilzad، A Satan Whispering in the Hearts of Men


۴ فبروري ۲۰۱۲ 

څوک چې د بلاګانو په ضد جنګیـږي باید دیته یې پام وي چې په عملیه کې ورنه پخپله یوه بله بلا جوړه نشي) -جرمن فیلسوف فریدریښ نیچې ، ۱۹۰۰-۱۸۴۴. )

یو څو ورځې وړاندې زلمي خلیلزاد په کابل کې ځینې قومي مشران رابللي وو چې  که په ۲۰۱۴ کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خپلې نوماندۍ (نامزدۍ) لپاره ځان د هغوی په ژمنه ډاډمن کړي. د دې خبر په اوریدلو سره، موږ دواړه ناارامه او اریان شوو.
موږ ځکه ناارام شوو چې  خلیلزاد د افغانانو ژوند ته په سپکه سترګه کتلي دي او دغه شان نوموړي د هغو شرایطو په اسانتیا کې رول لوبولی دی چې افغانان پکې نښتي دي.

خلیلزاد  د اوسنئ بدبختۍ په مهندسۍ کې برخه لرله، موږ اریان شوو چې دا سړی څومره سپـین سترګی شودی او په دې پښیماني نه څرګندوي چې په سیمه کې د واشنګـټن د نړۍ والې فاجعې د مهـندسانو مخکښ دی. ځکه خو موږ دې احساس ته مجبورشوو چې دا لڼـډه لیکنه وکاږو او له دې لارې په دې رڼا واچوو چې خلیلزاد څوک دی او د افغانستان لپاره یې څه کړي دي ځکه د هغه کړاندې (روش) افغاني وقار او اسلامي ارزښتونه  نشي منعکسولی.

خلیلزاد په سیمه کې د ویجاړتیا او د جنګونو له پلویتوب نه خپل شغل او ژوند  جوړکړی دی. خلیلزاد د نویومحافظه کارانو په ډله کې و، د پاول ولفوویتـڅ دحمایې لاندې و، او په امریکه د نوي محافظه کار خوځښتت د فلسفوي مفکر البرت  ُوهلـشـتیـتر د لار ښودنې لاندې یې لوړ تحصیلات کړي دي. 

د دغه ډول حمایت او مربیت په برکت خلیلزاد د دې وړ وګرځید چې د امریکې د بهرني سیاست په کړیوکې د نفوذ قلمرو ته ورننوځي. هغه د خپلې ډاکټرۍ علمي درجه (پي ایچډي) له شیکاګو پوهـنتون نه په ۱۹۷۹ کې لاسته راوړه، د بین المللي اړیکیو په جرګه کې غړی شو، او د «نوې امریکایي پیـړۍ په پروژه» کې یې کار وکړ. دغه پروژه په نوې محافظه کاره فلسفه راچاپـیره وه  چې په خـپل وار سره یې له ۹۱۱ را وروسته نړۍ  قالب ته اچولې ده. 

په ۱۹۹۸ کې خلــیلــزاد او نورو نـویــو محافظه کــارانو ولـــسمــشر بیل کــلینټـن ته یو لاسلـیک شوی لیک وړانــدې کړ چې  د صدام حســین لــرې کول پکې غــوښتـل شــوي وو. د دغه لیک الهام له هغه سیاسي تحلـیل نه راوتلی و چې «کلـیـن بریک» ( بــشـپـړ، بې عیب) نومـیده. په دغه سـند کې راغلي وو چې په منځني ختیځ کې دې  رژیمونه د جنګ له لارې رانسکور شي.

 د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په پیر کې ، خلیلزاد او د ده نوي محافظه کار یاران په عراق کې دجنګ پلویان وو،او د دوی دغه دریځ واقعاَ په هغه لیک ولاړ و چې په ۱۹۹۸ کې یې ولسمشر بیل کلینټن ته استولی و. په عراق کې البته څرګنده ده چې له یو میلیون نه زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاس ورکړ، په میلیونونو معلول شول ، د خپلو خلکو وقــار یـې په خـطر کې ولــوید، او تاریخي ارزښـتمن شـیان یــې چـورشول.

په لڼـډ ه وینا، خلیلزاد د دیک چیـني مخکښ (اتباري)سړی و. د دیک چیـني په سپارښتنه [چې د لومړي جورج ایچ بوش په مهال د دفاع وزیر و او دوهم جورج ډبلو بوش په پیر کې مرستال ولسمشرو]خلیل زاد په سپـینه ماڼۍ کې د ملي امنیت په جرګه کې د کاندیلیسا رایس لاندي په کار ولګید. په سپینه ماڼۍ کې د دغې وظیفې په مهال ډیر احتمال لري چې خلیلزاد به پــه افغانستان باندې د امریکې د یرغل  په پلان کولو کې مرسته کړې وي. 

دا د یادونې وړ ده چې په افغانستان باندې د امریکې د یرغل لپاره د خلیلزاد پلانونه  به ، پــه اصطلاح پخپله د خلیلزاد له هغې لیکنې نه راوتلي وي چې سرلیک یې «سپینې پاڼې» و او خلیلزاد یې  په ۱۹۹۸ کې مشر لیکوال و. سپـینې پاڼې په واقعیت کې د هغه څه «تـورې پاڼـې» وې چې په افغانستان کې پیښ شول. د جنګ- زپـلي افغانستان د درملنې لپاره د خلیلزاد نسخه  په واقعیت کې هلته د اوسنئ سـیاسي- ټولنیزې  ټـول ناروغۍ (وبا) لامل شو

د خلـــیلزاد سپـینې پاڼـې په غټه کچه په افغان اقلـیتونو، جنګسالارانو، نشه یات سالارانو، او د افغان حکومت په  راتــلونکې  څیـره را چاپـیره شوې. لکه څنګه چې یې په خپلو سـپـینو پاڼـو کې مخلـید(پیشبیني) انځور کړی و، خلیـلزاد  د افغــانستان لپاره یو کمزوری مرکزي حکومت پلان کړ د دې لپاره چې د افغانستان ګاوڼـډیان پـــرې خوښ کـړي. 

بس له هـمدې امله، د افغانستان د بیلابیلو برخو پرمختیا د افغانستا ن نږدې ګاوڼـډیانو او هـنـد ته وروسـپارل شوه. په عین ډول، د خلیلزاد د عقیدې سره  سـم، هغو اشخاصو چې د بهرنیو  هیوادونو سره يې نیغې اړیکې لرلې د کابل په نوي حکومت کې کرسیو ته ورسیدل او له دې لارې يې د سیمې هیوادونو ته  لا زیاته پـیروي او تابعیت خلق کړل. 

د خلیلزاد د چلن(برخورد، روش) منطق دا و چې افغانستان د خپلو ګاوڼـډیانو په منځ کې د سیالیو سبب شوی دی؛ نو ځکه باید یو څه وشي چې دغه سیالۍ ارامې کړي. خو روغه پوهه (سلیم عقل)  حُکم کوي چې دغه ډول چلن (روش) به د بهرنیو قدرتونو سره د افغانستان په دننه کې د ډلو ژمنه (وفاداري) لا زیاته وروزي. سر بیره پر دې، خلیلزاد په نوي حکومتي نظام کې د ځاییزې (محلي) خودمختارۍ  پلویتوب کړی دی. 

دا کار د جنګسالارانو لپاره صحنه برابروي چې  د خپلو لاسته راوړنو د خوندي کولو لپاره په فـډرالي نظام پسې ملا وتړي او د افغانستان د ویـشنې لپاره کار وکړي. دا چې خلیلزاد په افغانستام کې بهرني اغیز ته اسانتیاوې برابرې کړې، د شمالي ټــلوالې د جنایتکارو جنګــسالارانو هــدف ته یې لار پرانــیستــله  چې د فـډرالـیزم یانې د افغانستان د ویشنې د پیل  په هڅه کې شي. د جنګسالارانو د تسکینولو او راضي کولو طریقه ( میتود) به له یوه ممکن هـدف یانې فساد او انحراف  نه راوتلې وي. 

خلیلزاد شاید دا سې نظر لاره چې د فساد او انحراف په غرض  په فاســدو او منحرفو کړیوکې اغیز وکړي. خو که دغسې نه وي، ولې به یو منطقي انسان دغه ډول چلن (روش)  تعــقیب کــړي چې په افغانــستان کې داخلي بې ثباتي زیاتــوي. دا خو څه پــټه خــبره نــه ده چې په افغانستان کې په بـیلـیونونــو ډالـرې تـریـتـم شوي دي. دا کار ناشـونی و خو داچې له بـهر نه د امــریکې د حکومت مامورانو به پکـــــې هـمکاري کـــړې وي

په لڼـډ ډول، خلیلزاد د امپراتورانه زورزیاتي او تسلط لپاره روزل شوی و. خلیلزاد د امریکې په هره ماجرا کې لاس لاره چې د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ په پلمه په سیـمه کې د مسلمانانو په وژنه راڅـرخیدله. خلیلزاد معلوم لاسونـدونه (سـندونه) لاسلیک کړي دي لکه په ۱۹۹۸ کې ولسمشر کلینټن ته د نویومحافظه کارانو لیک چې د صدام حسین د لرې کولو غوښتنه پکې خوندي شوې وه، او ورپسې دعراق جنګ. 

خلیلزاد دغه شان د کرزي او د ده  د شمالي ټلوالې  دجنګسالار یارانو د کرغیـړن (فاجعه یي) رژیم مـهند س و. د خلیلزاد سیاسي پلانونه یقیناَ د دې وړ دي چې شـریر سیاست ورته وویل شي. ځکه خو بـه د خلیلزاد د سیاست طرز له دینه ډیر لرې نه وي چې د شیطان عمل وګڼل شي- هغه شیطان چې« دانسانانو په زړونو کې پـسیـږي»

د یوې شخصي ملاحظې په توګه،خلیلزاد دوه ځامن لري: الیکساندر بیـنارد او مکسیمیلیان بینارد. د دواړو نومونه  نـه ښي چې د افغانستان سره به کوم کلتوري یا دیني اړیکې ولري. زموږ پوښتنه داده چې خلیلزاد په افغانستان کې د کومې مخینې (سابقې) یا نیک عملۍ په بنسټ پـریکړه کړې ده چې په  ۲۰۱۴ کې ځان د ولسمشرۍ لپاره نومانـد (نامزد) کړي؟   

ټول حقوق خوندي دي. ۴ فبروري ۲۰۱۲       
ډاکټر میرکئ او ډاکټر زیرکیار

Comments

Popular posts from this blog

چین او روسیه: دریمه نړیواله جګړه پیلیدونکې ده

چین او روسيه : دریمه نړيواله جګړه پيلیدونکې ده لیکوال: حنان حبیبزی له هغې وروسته چې کابل له واشنګټن سره د سټراټیژیک تړون په نامه د افغانستان د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوي لپاره یو څه لاسلیک کړل، د اسلام اباد او تهران په ګډون مسکو او بیجینګ سرې اشارې احساس کړې. د حامد کرزي دغه پریکړه پر ټولو ګاونډیو هیوادونو ښه ونه لګیده، او دايي پر سیمه د امریکا د کنټرول لپاره د شرایطو چمتو کول وبلل . تیره اونۍ د مهمندو په ایجنسۍ کې پاکستاني پوځيان د ناټو د هوايي ګذار په نتیجه کې ووژل شول او دې کار اسلام اباد مجبور کړ چې د احتجاج په توګه د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې ګډون ونکړي. ددې پایله به څه وي؟ هغه به له کنفرانس وروسته څرګندې شي، خو په دې مقاله کې مهمې او وروستۍ سیمه ییزې اندیښنې څیړم چې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د دایمي شته والي له کبله زیږیدلي دي . لانجې او شخړې په دې وروستیو میاشتو کې د هند دفاعي چارواکو پوښتنه وکړه چې شاو خوا شل زره چینايي عسکر د پاکستان تر څارنې لاندې کشمیر کې څه کوي؟ دواړو، چین او پاکستان ځانونه غلي واچول او دغې هندي پوښتنې ته يې هیڅ...

د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي

سمیع الله تړون  منبع: رویټر ،نړیوال څانګه لیکوال: حنان حبیبزی ژباړن:نثار صمد ، ۲۰۰۹/۵/۲۲ د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي روښانفکران او شاعران په افغاني ټولنه کی نفوذ کونکیً حیثیت لري . دا خو شاعران دي چی اکثرأ د عادي وګړو احساسات غبرګوي ، او د اشغال او کورنۍ جګړې په هکله د افغاني ذهنیت لویه برخه منعکسوي .  اوس اوس خو د افغانستان د غرونو او رغونو د خوشالتیا پر ځای د تازه وینو بوي راځي چې شاعران یې ورسره بوخت کړي دي . کله چې ما د یو افغان په حیث ، د هغوی مواد ولوستل ، نو د خپل هېواد حالت ټکان راکړ ، او په همدغه حالت کی مې د خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې ناکامي ولیده . کله چی بارک اوباما تیر کال د امریکا ولسمشریزه انتخابات وګټل ، نو د روښانفکرانو په شمول ډیر افغانان په دې ګروهه شول چی د بوش د عصر په ختمېدو سره د دوی ربړې او عذابونه هم پای ته ورسېدل . خو د می د میاشتې پر ۴/۵ شپه په لویدیځ فراه ولایت کې د امریکې تر بم وریو  وروسته چې په لس ګونو  ملکي انسانان یې ووژل ، ګڼ شمیر کسانو خپله هماغه عقیده د لاسه ورکړه . ...

د فیسبوک خطر

 د ذوکربرګ د کورتۍ په استر کې د شرکت پټ سمبول د فیسبوک خطر حنان حبیبزی  د عربي هیوادونو ټونس، مصر او لیبیا رژیمونه چې  د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې بدلیدل ټولنیزو رسنیو  social Media    لکه فیسبوک،  ټوایټر او یوټیوب د حالاتو په اړه شیبه په شیبه نوي مالومات وړاندې کول. داد ډله ییزو رسنیو پخواني لوستونکي، اوریدونکي او لیدونکي audiences  وو چې له خپلو سیمو يې شیبه په شیبه تازه حال شریکاوو.  د ټولنیزو رسنیو( فیسبوک ) کارونکي ، هغه خلک چې یو وخت د ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویژونونو، ویبپاڼو) مصرف کونکي وو د تولید کونکو ( چمتو کونکو) په توګه راڅرګند شول.  اوس دغه خلک دېته اړتیا نلري چې خامخا دې سهارنۍ ورځپاڼه د تیرې ورځې د خبرونو لپاره ولولي، یا دې د راډیو هغه پروګرامونه واوري چې پخوا به يې له مجبورۍ اوریدل، په بله وینا هغه چټیات واوري چې د راډیو یا ټلویژون د چمتو کونکي له خوښې یا ناخوښې سره سم چمتو شوي دي. اوس د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) هغه کارونکی چې لاهم د ډله ییزو رسنیو ( راډیو، ټلویژ...