Thursday 17 November 2011

په لویه جرګه کې زمونږ د نه ګډون دلایل


په لویه جرګه کې زموږ د نه ګډون دلایل      
د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه
افغان حکومت پتییلې ده چې دروال کال د لړم د میاشتې پر ۲۵ دودیزه لویه جرګه دایره کړي ترڅو د افغانستان او امریکا ترمینځ د ستراتیژیک تړون په اړه بحثونه ترسره او وروسته پدې اړه حکومت ته مشوره ورکړي. ددې احتمالي تړون په موادو کې یوامتیاز چې امریکایې غواړي ترلاسه کړي ، په افغانستان کې د اوږدې مودې نظامی اډې درلودل دي.
دافغانستان د سوله ایز بدلون د ټولنې مشر ښاغلي ډاکټرفاروق اعظم ته هم پدې دودیزه لویه جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شوېده چې په مورد کې د جرګې د چارواکو څخه مننه کوو. دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنې مرکزي شورا له اوږده بحث نه وروسته دې پایلې ته ورسیده چې پدغه لویه جرګه کې د لاندې دلایلو له امله ګډون ونه کړي:
لومړی – عارضي او تخنیکي دلایل
1.           په کار وه چې حکومت پر داسې مهمه مسئله د جرګې اجندا د عامه پوهاوي لپاره افغان ولس ته لږ تر لږ ه یوه میاشت دمخه رسولې وای ترڅو ملت هر اړخیز غور پرې کړی وای مګر داسې ونشوه او ملت په تیاره کې پریښودل شو.             
2.           په کار وه چی دولت د جرګې اجندا د جرګی د برخه اخیستونکو غړو سره د هغوی تر دعوت دمخه مطرح کړې وای، ترڅو هغوی پر موضوع د پوره علم او پوهې سره د خپل ګډون یا نه ګډون فیصله کړې وای او فرصت ورته وای چی د جرګې د ښه والي لپاره یې وړاندیزونه کړی وای. همدارنګه د جرګې غړو باید د جرګې د اجندا په موردکې د خپل ولس سره د مشورې کولو وخت درلودای او د هغوی په رايه او نظر یې ځان پوه کړی وای څو هغه یې په جرګه کې منعکس کړی وای. مګر داسې ونشول.
دوهم –  اصولي او حقوقي دلایل
1.                 افغانانوته ترټولو مهمه او لومړنۍ اړتیا سوله ده. پدې حساس وخت کې افغانانو ته ښايي چې خپله ټوله توجه دسولې راوستلو ته واړوي او له هرې هغې متنازع فیه مسلې نه ځانونه وساتي چې دسولې خنډ ګرځي او یا هم سوله شاته غورځوي. 
2.                 د افغانستان د مځکې او ولس ډیره برخه د حکومت د مؤثر کنترول څخه بهر ده.له دې امله دا جرګه د افغانستان د غوڅ اکثریت ولس تمثیل نشي کولای نو ځکه هم دا جرګه لویه عنعنوي جرګه نشی بلل کیدای. همدارنګه پر هیواد خارجي فوځونه مسلط دي او په وړاندې یې مسلح مقاومت روان دی، نوپداسې شرایطوکې امریکا ته د اوږدمهاله نظامي اډو ورکول د اوسني دولت له صلاحیتونو څخه ندي.
3.                 په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اوږدمهاله نظامي اډې د وسلوالو مخالفینو او یوزیات شمیر لیرې او نژدې ګاونډیو هیوادونو لپاره دمنلو وړندي. دغسې تړون به چې ددغه جرګې په نتیجه کې منځته راځي جګړه نوره هم توده، اوږده او پراخه کړي.
4.                 د ګاونډیانو د مداخلو د مخنیوي په دلیل، په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله نظامي اډې د توجیه وړ ندي؛ داځکه چې دلته همدې امریکایانو زموږ ګاونډیانو ته د مداخلو بیسارې موقع ورکړېده.
5.                 اوسني افغان امنیتي ځواکونه، ملي نه بلکه تنظیمي او قومي دي او د جنګ لپاره کومه ملي او مذهبي انګیزه نلري. دغه ځواکونه د کمي پرځای کیفي او بنیادي اصلاحاتو ته اړتیا لري. په اوسني شکل یې شمیر او توپک ورډیرول د افغانانو په درد نه خوري بلکې تل به دغه ځواکونه د نورو لاس او قوماندې ته ګوري.  
6.                 په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې دوامداره مبارزه افغانانو ته د منلو او توجیه وړ نه ده. افغانان په تیرو دیرشو کلونو کې د خارجي تجاوز او خصوصا په تیرو لسو کلونو کې د یوې داسې جګړې قربانیان دي چې اصلا یې په تعریف نه پوهیږي. افغانان هیڅکله تروریستان نه وو او هیڅکله یې هم د خشونت اوتاوتریخوالي پلوي نده کړې.  افغانان ترهرڅه ډیر سولې ته اړتیا لري او که نړیوامریکا رښتیا ورسره مرسته کوي نو په دې لار کې دې صادقانه مرسته ورسره وکړي.
7.                 د افغانستان په اساسي قانون کې دداسې یوې جرګې په باب څه نه دي ویل شوي اود افغانستان د لویو جرګو په تاریخ کې د راتلونکې لویې جرګې پشان صرف مشورتي او بې صلاحیته جرګه نده جوړه شوې.

No comments:

Post a Comment