Skip to main content

Posts

د هرات کنسرټ، په افغانستان کې د ماډرنیټي (عصریتوب) اخلاقي تشه

د هرات کنسرټ، په افغانستان کې د ماډرنیټي (عصریتوب) اخلاقي تشه   حنان حبیبزی پیلیزه   د سې شنبې په وروستیو ساعتونو کې د اطلاعاتو او کولتور وزیر مخدوم رهین د سندرغاړي شفیق مرید دکنسرټ د لغوه کیدو لامل امنیتي ستونزه وښوده، او په دې توګه يې هغو ادعاؤ ته د پای ټکی کیښود چې د سیمې یووتلی مذهبي عالم يې د لغوه کولو  اصلي لامل بلل کیده. که د کنسرټ پر سر د راپورته شوي بحث د پایته رسولو لپاره د رهین وینا تشه رسمي پلمه وبولو، او پرځای يې هغه ادعاوې ومنو چې دسیمه ییز عالم مولوي مجیب الرحمان په ضد د ډله ییزو او ټولنیزو رسنیو(فیسبوک) په متنونو کې ولیدل شوې، چې ګویا،  '' د یو ملاامام د اعتراض په ترڅ کې چارواکو د شفیق مرید کنسرټ لغوه کړ '' ، بیا دا اړینه ده چې دې حقیقت ته پام واړو چې د مذهبي علماوو اغیز پر افغاني ټولنه ترکومه بریده پراخ دی.    که دا خبرې نه وي، ولې حکومتي چارواکي په دې مجبوریږي چې پلان شوی کنسرټ لغوه کړي. که دا نه وي، بیا ددې مسالې بل اړخ ته ګورو، هغه داچې، دغه پرمختګ د سیمه ییز حکومت د وړتیا ښودنه کوي چې نشي کولای ددغسې مراسمو ام...

دمزارشریف یوواټ د تهران او واشنګټن د انفارمیتکي جګړې په ټس کې

دمزارشریف یوواټ د تهران او واشنګټن د انفارمیتکي جګړې په ټس کې   حنان حبیبزی کله چې،  تیره اونۍ د نیمروز د خونړي برید په تور درې تنه ایرانیان ونیول شول، دې پوښتنې ته ځواب وموندل شو چې په افغانستان کې د واشنګټن او تهران ترمنځ مالوماتي یا انفارمیتکي جګړه پر پوځي جګړې بدله شوې ده. امریکا دغو شواهدو ته اړتیا لري چې دافغانستان خاوره د ایران په ضد د احتمالي بریدونو لپاره وکاروي. له دې مخکې، د کابل امنیتي څانګو له تهران سره د اړیکو په تور شکمن اشخاص نیولي، یايي لږ ترلږه ترڅارنې لاندې راوستي دي. دغه راز په امریکايي رسنیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د کړکیچ په اړه یو شمیر راپورونه د تهران په وړاندې د واشنګټن نیتونه ښيي. د بیلګې په توګه، د جولای پر 31 نیټه  وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې '' ایران افغان طالبانو ته اجازه ورکړه چې په زاهدان کې خپل دفتر پرانیزي '' ، هغه راپور چې نه ایراني چارواکو تاید کړی او نه هم د طالبانو اسلامي غورځنګ.   د وال سټریټ ژورنال دا راپور چې په کابل کې دامریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له خولې چمتو شوی د تهران په ضد د مالوماتي ی...

د خاص ارزګان دقتل عام اېتولوژي

د خاص ارزګان دقتل عام اېتولوژي حنان حبیبزی دوه اونۍ وړاندې، په خاص ارزګان کې، شاوخوا 16 تنه عام وګړي د ځانګړو پولیسو ( اربکیو ) یو قومندان ' شجاعي ' په زوره له کورونو وویستل، لاسونه يې پرې وتړل، یو داسې ځای ته يې بوتلل چې هلته د ځانګړو پولیسو کنټرول دی، او بیايي خپلو 30 تنو وسله والو ته امر وکړ چې دغه ولسي خلک په برچو(پوځي چړو) ووهي،  د برچو د ګذارونو له کبله چې لاس تړلي ولسي خلک له پښو ولویدل بیايي سرونه پر کاڼو ور وټوکل. سبا چې ځای خلکو دخپلو خپلوانو ډله ییزمړي په یوه څیرمه کنده کې وموندل د  وحشت نښې يې په مخونو له ورایه څرګندې وې.    ولسي خلک د پیښې په غبرګون کې د ولایت د ودانۍ په وړاندې ورټول شول، او دقربانیانو له منځه يې د 9 تنو مړي له ځان سره د احتجاج په توګه د ولایت مرکز ته وېوړل چې والي او اړوندو جنایي قواوو ته د شوي ظلم بیلګې وښيي. خو د ارزګان والي د ولسي خلکو دغه عدالت غوښتونکی ټینګار جدي ونه نیوه ، برعکس لاریون کونکو ته يې د ورته سزا ګواښونه وکړل. عیني شاهدانو په والي تور ولګاوو چې له قومندان ' شجاعي ' سره د نشيي موادو په قاچاق کې لا...

پرکونړد توغندیزو بریدونو سیاست

پر کونړ د توغندیزو بریدونو سیاست حنان حبیبزی د 2011 کال په سپټمبر کې د کونړ ولایت د دان ګام پر ولسوالۍ توغندي ولګیدل، سیمه ییزو افغان چارواکو يې پړه سم لاسي په پاکستان واچوله. په پيل کې دې مسالې ته په کابل کې پڅ غبرګون وښودل شو، خو په دې وروستیو کې چې دغو توغندیزو بریدونو زور واخیست، ځايي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله او یو شمیر نور يې بيځایه کیدو ته اړویستل په کابل کې د پاکستان پر ضد نارې پراخې شوې،  یو شمیر کړیو د افغانستان پر حریم  په اصطلاح د '' پاکستان له خاورې ''  داسې ښکاره ګذارونه د پیغور وړ وبلل او د کرزي پر رژیم يې غږ وکړ چې مخه يې ونیسي.   دغسې ادعا ددې لپاره اړینه وه چې د پاکستان په ضد په افغانستان کې د انزجار لمن پراخه شي، ددې لپاره چې د کرزي رژیم  فکر کاووچې ددې کار په نتیجه کې دطالبانو ملاتړ ته په افغان کلیو کې زیان ورسوي ، په بله وینا د پاکستان له توغندیزو بریدونو څخه سیاسي ګټه پورته کړي او پریږدي چې دا توغندي دوام پیدا کړي چې د پاکستان په ضد د خلکو د لمسولو لپاره ترې کار واخیستل شي او وروسته بیا پاریدلي افغانان پر طالبانو ورتاو...

افغانستان د ځناورو له خوا اداره کیږي

افغانستان د ځناورو له خوا اداره کیږي حنان حبیبزی دافغانستان جګړې د اپارتایډ بڼه غوره کړې ده ، انځور: پژواک افغان نیوز د لوګر په ولایت کې د ملکي افغانانو د قتل  عام له ځای څخه د پژواک افغان نیوز ویډیوي راپور یوه ژوره شننه راښيي چې پر افغان ولس د امریکايي نیواکګرو ظلمونه څومره پراخ او یو عادي ورځینی  دود یا چاره ګرځیدلې ده. ترګردو ظالمانه بیا دا وه چې له دې بوږنونکې پیښې په سهار رحیم وردک د امریکا دفاع وزیر ته خپل غاښونه د رضایت  او ډاډ په ډول وښودل او واشګټن يې په داسې حال کې د افغانستان د خلکو یو خوږ ملګری وباله چې څو ساعته مخکې يې سره خوله ماشومان او بیګنا ښځو په ګډون لږ ترلږه اتلس تنه ملکي خلک چې د یوې کورنۍ غړي وو پرته له کوم جرم څخه د شک پربنسټ  د امریکا په مشرۍ هوايي برید په ترڅ کې قتل عام شول.   د امریکا ددفاع وزیر له مخکیني سفر څخه یوه ورځ وړاندې  د پنجوايي  قتل عام ترسره  شوې وه، او کله چې هغه په کابل کې د ښکته کیدو وروسته د کرزي د کورنیو چارو له وزیر سره روغبړ وکړ، بسم الله خپله خندا او د خوښۍ احساس نشو پټولی او ...

ملي پاڅـون او د زده کـوونکـو مسـمومـول

لیکـوال: ډاکتـر رحمت ربی زیـرکیـا ر Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar , USA            zirakyar1234@yahoo.com June 6, 2012 مـلي پاڅــون د مظلـومــو ولسونو له خــوا د ظالــم (ښکیلاک ګر، امپریالیستي) قدرت په ضد پیل کیـږي. لویـدیز (استعمار او امپریالیزم) هـمـدغه  جنګونه د شورش او بغاوت په نوم یادوي او بیا د دغو مفهومونو د ډکولو لپاره بیلا بیلې پـړپـړې (دسیسې) راوباسـي چې د مظلومو ولسونو شعور په خپله ولکه راولـي.  Rebel/ rebellion; insurgent/ insurgency په هـند کې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۵۷ زییز کې، د انګریزانو په ضد هـندي پو ځیانو ملي پاڅون وکړ. خو انګریزانو ورته  عسکري بغاوت/ شورش (سپاهي میو ټیـني) ووایه،  Sepoy Mutiny      ظالمانوپه شلمه پیـړۍ کې د مظلومانو ملي پاڅون ته شورش/بغاوت ( ریبیـلین/اینـسرجنسـي) نومونه ورکړل. ولې؟ ځکه چې خپل اشغال او زور زیاتي ته د قانونیت او مشروعیت پرتوګ ورواغونـدي او په مقابل کې د خپلې خپلواکۍ لپاره د مظلومانو پاڅون یو غیرقانوني او نا مشروع عم...

سټراټیژیک تړون د افغانستان ګاونډیان همغږۍ ته هڅوي

سټراټیژیک تړون د افغانستان ګاونډیان همغږۍ ته هڅوي  حنان حبیبزی  د افغانستان پخلاف يې ګاونډیان هغه مهال لاپسې نژدې شول چې د امریکا جمهور ریس بارک اوباما دشپې په توره تیاره کې کابل ته ورغی او له کرزي سره يې د سټراټیژیک تړون په نامه هغه کاغذونه لاسلیک کړل چې پنټګان چمتو کړي وو. دې تړون دګردو سیمه ییزو هیوادونو ترمنځ د نظر یو والی رامنځته کړ او داسې یو شریک ټکي ته يې ورسول چې افغانستان لا نور له پریشانۍ سره مخامخ کولی شي. دغه شریک ټکی په افغانستان کې د امریکا له شته والي راټوکیدلې اندیښنې دي، او د نظر دغسې  یووالی  له اسلامي غورځنګونو لکه له طالبانو سره د سیمه ییز ملاتړ لامل ګرځيدلی شي.   ددې دلیل دادی چې په یوه ځانګړې مساله کې هم سیمه ییز هیوادونه اوهم  د اسلامي ډلو تګلارې له یوبل سره ګډې نقطې پیدا کوي. په دې مانا چې سیمه ییز هیوادونه لکه پاکستان، ایران، روسیه او چین په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون یو خطر بولي،  او اسلامي غورځنګونه يې هم مخالفت کوي.    له یولس کلونو وروسته اوس هرچاته د امریکا اهداف روښانه دي او...