یادونه: د انسان د جوړولو او ژوند په اړه کره علمي څيړنه چې زباتوي چې الله تعالی حق دی، قران حق دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم حق دی، او اخرت حق دی او له مرګ روسته ژوند او د ایمان ټول ارکانونه حق دی لکه په غیب باندې ایمان، په ملایکو باندې ایمان او په رسولانو باندې ایمان او په قدر باندې ایمان. دا لیکنه تر اخره ولولی او خوند ترې واخلی او خپل ایمان غښتلی کړی او پخپل ځان کې د الله تعالی د قدرت او ځواک نښې وګوری. لیکوال: حنان حبیبزی ۱. د نبیانو منښت: عیسی (علیه السلام) به د قیامت له ورځې وړاندې ځمکې ته راکوز شي او خپل ځای به د الله د مخلوق په توګه تاید کړي. هغه په معجزانه ډول د الله په حکم یانې د"شه!" په کلیمه د خپلې مور مریم په رحم کې، پرته له پلار څخه، جوړ شو. الله تعالی چې د کوم شي د جوړولو اراده وکړي یوازې امر کوي چې شه نو هغه کېږي: الله تعالی فرمایي: هغې (مریمې) وویل: 'ای زما ربه! څنګه به زما زوی پیدا شي په داسې حال کې چې هیڅ سړي راته لاس نه دی راوړی؟' (د الله استازي ملایک) وفرمایل: 'همداسې دی، الله هر هغه څه پیدا کوي چې وغواړي. کله چې هغه د یو کار پرېکړه وکړ...
ډاکټر محمد عثمان روستار ترکی غټ سوال دا دی چه د کابل اداره ولی په دغسی حال او احوال کی چه د سولی پروسه له سره پیل شوی ، د اعدامونو لړی تر لاس لاندی نیولی ؟ دلته د جنګی اسیرانو نه د سیاسی لاسوند ( افزار ) په دول کار اخیستل موضوع مطرح ده . پدی معنی چه : مقاومت دیته حاضر نشو چه د کابل د اداری سره په نیغه خبری وکړی. شمالی تلوالی د حکومت د سروال په حیث د مقاومت نه د غچ اخیستنی په یوه نا ځوانمردانه دریز په بنست باندی د مخالفینو په اعدام لاس پوری کړ. د ژنو دریم کانوانسیون د جنګی اسیر اعدامول او د هغی نه غچ اخیستنه ( ۱۰۰ ماده ) جنګی جنایت شمیری. ــ په هغه مذاکراتو باندی چه د سولی په اړه په قطر کی جریان لری ، سیاسی فشار راوستل د مخالفینو د اعدام بل لامل ګنلی شو . بهرنیان غواړی د دی لاری مخالفینو ته پیغام ورولیږی چه که په خبرو کی انعطاف ونښودل شی ، بهرنی ستراتژیستان د جګړی د دوام په مقصد مذاکراتو ته د پای تکی کیږدی . د کابل د اداری جګړه ماران هم په ناقراری ، دغه شیبی ته انتظار باسی. د بشپړ متن لپاره داځای کیکاږئ.