Tuesday 18 September 2012

په لغمان کې دښخو ډله ییزه وژنې زبات کړه چې د ښځو حقونه دروغجن شعار دی


په لغمان کې دښخو ډله ییزه وژنې زبات کړه چې د ''ښځو حقونه'' دروغجن شعار دی
حنان حبیبزی 

د سېتېمبر پر 16، د لغمان په ولایت کې، یوه ډله ښځې او ماشومانې د لرګیو دغونډولو په نیت له کورونو ووتلې چې د سوند مواد برابر کړي. دامریکا په مشرۍ د ناټو یوې الوتکې د نورعالم صاحب په دره کې پر دوی بمبار وکړ 9 تنه يې ووژلې او 7 تنه نورې يې ټپیانې کړې. دې رښتیاؤ زبات کړه چې د ښځو د حقونو هغه ادعاوې چې په افغانستان کې يې بهرني ځواکونه کوي له تشو شعارونو پرته بل څه نه دي. دې عمل همداراز وښوده چې بهرني ځواکونه هغه څه ته ژمن نه دي چې د خپل ماموریت په اړه يې افغانانو ته ویلي دي. د شوروی ډوله جنایتونو تکرارول دا مانا لري چې ناټو لاپه دې نه پوهیږي چې له چاسره جنګیږي، که پوهیږي نو ولې بیا بیا په ډله ییزه توګه ملکي افغانان (ښځې، ماشومان او نارینه) وژني؟  
ډیرې بیلګې شته چې ښيی له هریوې ملکي وژنې روسته بهرنیو ځواکونو یو لړ ژمنې ورکړي چې دولسي خلکو د ژغورنې اوپه وړاندې يې د ورته برید دتکرار مخه نیسي. خودتیرو 11 کلونو راهیسې افغانانو ولیدل چې نامسلمانو بهرنيو ځواکونو پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی. داهغه څه دي چې په مذهبي احکامو کې په وار وار سره مسلمانانو ته پرې خبرداری ورکړل شوی چې نامسلمان د مسلمان په وړاندې څه ډول خپلې ژمنې ماتوي. همدغه یوبل لامل دی چې ډيری افغانان پر بهرنیو ځواکونو او دهغوی له خوا پر درول شوي رژیم باور نه لري، ځکه چې، دوی پخپلو اعمالو کې ګردې هغه نښې نښانې راڅرګندوي چې مسلمانانو ته يې په اړه اسلامي احکامو کې ویل کیږي.  
 په دې وروستیو کې، د روان کال د جون پر 5/6 نیټه، د لوګر ولایت د سجاوند په کلي کې امریکايي الوتکو یو کور بمبار کړ چې واده په کې روان وو، لږ ترلږه 18 تنه يې ووژل چې ډيری يې ښځې او ماشومان وو. په افغانستان کې د ناټو وتلی قومندان جنرال جان الن د قربانیانو له پاتې شونو سره په داسې ځای کې وکتل چې په پرمختللو وسلوسمبال امریکايي سرتیري ترې چاپیر و، یا د امریکايي ځواکونو په سیمه ییزه اډه کې. هلته جنرال د پوځي سیاست ننداره وړاندې کړه او له ځايي خلکو يې په بمبار کې د 18 تنو د وژلو له لامله بښنه وغوښتنه، او ژمنه يې وکړه چې بیابه داسې پیښه نه تکراریږي، خبره لاړه پایته ورسیده، د18 افغانانو وژنه د یوې بښنې په بدل کې. هیڅ ډول عدالتي ژمنه ونشوه، او نه دکابل رژیم د کوم عدالتي تعقیب خبر ورکړ. پوښته دا پیدا کیږي چې ایا په قانون کې ددې افغانانو لپاره څه شته؟ دافغانستان په هغه قانون کې چې د متحدو ایالاتو په پيسو جوړ شوی د قاتل سزا څه ده؟   
روسته بیا،  موږ ژر ولیدل چې د ملکي خلکو د وژنې څو نورې پیښې تکرار شوې، ځینې يې د بهرنیو ځواکونو په لاس، او ځينې يې د بهرنیو ځواکونو له ملاتړه د برخمنو سیمه ییزو پولیسو په لاس. د بیلګې په توګه، د کندوز ولایت پیښه درواخلئ. هلته اربکیان چې د سیمه ییزو پولیسو په نوم شهرت لري او د بهرنیو ځواکونو تولیدات دي، پر یو کلي ورتوي شول او د بیلابیلو کلیوالو دروازې يې وټکولې. دهرې دروازې ځواب ته چې څوک راووتل،  ځای په ځای يې پرې ډزې وکړې او قتل يې کړل. رسنیزو راپورونو ترڅنګ ان د کابل رژیم تاید کړه چې د کندوز جنایت دیوه قوم په ضد وو اوهغو سیمه ییزو پولیسو کړی چې دبهرنیو ځواکونو ملاتړ لري.
له دې مخکې ورته پیښه په خاص ارزګان کې وشوه، د 'شجاعي' په نامه د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان  16 تنه ملکي وګړي قتل عام کړل خو شجاعي لا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي. هغه څه چې په دې دواړو ولایتونو کې پیښ شول، د جنایت بوږنونکې بڼه وه چې د ترسره کولو لپاره يې دولتي او نړیوال ملاتړ وکارول شو. که داسې نه وي، نو ولې دغه جنایتکاران لاهم خپلې دولتي دندې پرمخ بیايي او له خپلو کړنو څخه خوند اخلي.....  مادي، مانیز، پوځي او سیاسي ملاتړ څوک ورکوي؟ کله چې د رڼا ورځ جنایتکاران په دولت کې شته وي او جنایت يې توجیه شي، څوک يې له دندې لرې کولای ونشي، یو افغان به څه ډول وکولای شي چې ددې رژیم په اړه ددولت مخالفو جنګیالیو ته قناعت ورکړي. یاهغه څه چې طالبان یاد حکمتیار اسلامي حزب يې کوي ''ترهګري'' ده، خو هغه څه چې د دولتي او نړیوال موقعیت په کارولو سره يې حکومتي او نړیوال عسکر کوي، بیا څه دي؟  
ولې یو ځانګړی توکم د پلان شویو دولتي او نړیوالو  بریدونو ښکار دی؟ له پیله ترپایه، د پښتنو د له منځه وړلو لپاره ''د طالبانو، القاعدې په نامه يې تورن کړه او وي نیسه ''  تګلاره وکارول شوه چې دغه ډیرکی توکم څنډې ته شي اود هیواد په سیاسي او اقتصادي چارو کې يې له دودیز ګډون څخه بې برخې کړي. ددې حالاتو په اړه راپورته شوې پوښتنې هغه چاته ورګرځي چې دولتي دریځ لري، د قانون د لرلو دعوا لري، پارلمان لري، پوځ او پولیس لري، د متحدو ایالاتو په ګډون نړیوال سیاسي، مالي، پوځي او کولتوري ملاتړ لري.  
 دافغانستان نیواک ددې هیواد په تاریخ کې له وحشتناکو جنګي جنایتونو سره مل وو چې لړۍ يې په چټکۍ سره پراخیږي. یو لامل يې دا وو چې بهرنیو ځواکونو دهیواد واګې هغو جنګي سالارانو ته وسپارلې چې د ښکاره دلایلو لپاره يې داکثریت توکم پښتنو له منځه وړل غوښتل. د 2001 کال د نومبر په میاشت کې، دطالبانو زرګونو جنګیالي چې ډیری يې پښتانه وو او په کندوز کې شمال ټلوالې ته د جنګي اسیرانو په توګه لاسته ورغلل، نن يې د لیلې په دښته له هډونوپرته نورې نښې هیڅ ځای نشته، په وحشتناکه توګه قتل عام کړل شول. دجیمي ډورن په نامه یو برتانوی خبریال چې په دې اړه يې مستند فیلم چمتو کړی، د طالب اسیرانو دا ډله ییزه وژنه د چیلي د پخواني ډیکټاتور اګساتو پینوشې جنایتونو ته ورته وبلله.  
له هغې راهیسې ځانګړی توکم دجامو او څیرې له ځانګړې بڼې سره تر امنیتي څارلاندې دی، نه یوازې د هیواد په شمال کې بلکې په سوېل، ختیځ او نورو برخو کې،  ډیری ددې لپاره مرګ، زندان او د کور کلي، هیواد پریښودو ته اړوتل چې پښتانه  وو، یايي له طالبانو سره ګډ توکمیز اړیکي لرل. په سلګونو زره خلکوخپل پلرنی ځایونه پریښودل او دننه په هیواد کې د خیمو لاندې ژوند کولو ته مجبور شول یا د ګاونډیواو نورو بهرنیو هیوادونو خواته لاړل.  د اپارتایډ یوه څرګنده بڼه، له قومي لږکیوسره اړوند اشخاص خپل قومي، دولتي او پوځي دریځ د اکثریت قوم پښتنو دځپلو لپاره کاروي. دا حالت دهغې خیالي ډیموکراسۍ په اړه روانې ادعاوې ردوي چې د لویدیځ په رسنیو کې تکراریږي. 
نه یوازې دا،  وار له مخه په بیوزلۍ کې ډوب څو میلیونه خلک لاپسې د لوږې خواته پورې وهل شول، ددې ترڅنګ چاپيریال، کرکیله له بده بدتره شوه، زرګونومیندو نیمګړي ماشومان وزیږول چې د څیړنو له مخې د کیمیاوي وسلو د کارونې اوچاپيریالي اغیز له کبله ددغو ماشومانو د بدن ځینې برخې نه وې.  
ددې لپاره، تش په نامه ښځینه حقونو د مدعیانو ترمنځ هغه ښځې هیڅ حقوق نه لري چې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، یا د ناټو په بمباریو کې مالي او ځاني زیان ګالي، اویا له یو ځانګړي قوم سره اړه لري. باید، هغه ښځې او ماشومان کوم حق ونه لري چې د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې وژل کیږي، دا خوهماغه ځواکونه دي چې په کابل کې د ښځینه حقونو فعالیتونو ته مالي ملاتړ ورکوي.
له بده مرغه، افغانان په داسې یوه جګړه کې قرباني ورکوي چې د سیمه ییز کنټرول لپاره روانه ده. بهرني ځواکونه افغانستان د یو سټراټيژیک موقعیت په توګه کاروي چې د منځنۍ اسیا د تیلو دسرچینو د کنټرول ترڅنګ د ایران او پاکستان د طبیعي زیرمو واک ترلاسه کړي. دا هغه سرچینې دي چې د چین اقتصادي او تولیدي ماشینونو ته انرژي برابروي.  په ځانګړي ډول د ګوادر بندر چې د چین او پاکستان ترمنځ په اقتصادي اړیکو کې ډیر ارزښت لري. په پاکستان او ایران باندې به برید له دې کبله هم کېږي چې د ډله ییزه وژنو وسلي لري چې باید بې وسلې شي.
خو، هرنوم چې دې جګړې ته ورکوی، رښتیا خبره داده چې په بل هیواد د یرغل لپاره هیڅ توجیه نشته، په ځانګړي ډول د هغې یوې لپاره چې د یو ځانګړي قوم نښه کولو ته جواز رامنځته کوي. همدا خبره ده چې د هرې ورځې په تیریدو سره شرایط خرابیږي، ځکه چې، بهرنيو ځواکونو داسې جګړه ییزه تګلاره غوره کړې چې د ملګروملتونو له منشور سره سمون نه لري. له یوهیواده په بل هیواد برید هیڅ قانوني اړخ نه لري، او د ملګرو ملتونو په منشور کې د پوځي ځواک پر کارونې سخت بندیز لګیدلی دی.
په 1970 کال کې ملګرو ملتونو 51 نوې مادې رامنځته کړې چې دامساله یقیني کړي چې څوک نشي کړی نړیوال قانون ناسم تعبیر کړي. ددې منشورله مخې د بل هیواد یا هیوادونو په ضد د وسله وال ځواک کارونه جنایت دی. هیڅ هیواد، هیوادونه، یا له هیوادونو سره اړونده ټولنه، لکه، ناټو یا دشینګهای تړون او نور نشي کولای چې دهیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. هر هیواد باید ازاده پریښودل شي چې خپل قوانین ولري او هغه پلي کړي.  دافغانستان نیواک او هلته ورسره تړلو روانو جنایتونو د ملګرو ملتونو همدغه منشور مات کړی او تر پښو لاندې دی.
ان افغانستان د هغو 16 هیوادونو له منځه یو دی چې په 1928 زیږدیز کال کې يې د جګړې ضد هوکړه لاسلیک کړه، هغه هوکړه چې دولت نه پریږدي چې د خپلو خلکو یا کوم بهرني هیواد په ضد جګړیز دریځ غوره کړي. دا یوداسې مهم سند دی چې له مخې يې ټول هغه لوړپوړي افغان چارواکي په نړیوالو محاکمو کې ترقضايي تعقیب لاندې نیول کیدای شي چې په جګړو کې مستقیم نامستقیم ګډون ولري.  


No comments:

Post a Comment