Skip to main content

پر ملالې یوسفزۍ د برید سیاست

افغان خبریال عبدالحق عمري له عمران خان سره د مرکې پرمهال
پر ملالې یوسفزۍ د برید سیاست
حنان حبیبزی

د اکتوبر په 7، کله چې عمران خان وزیرستان ته سوله ییز مارش وکړد 30 تنو جګړې ضد امریکايي او برتانوي فعالینو سربیره  څه له پاسه 20 اروپايي او امریکايي خبریالان ورسره مل وو. دا له 2001 راهیسې چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیموکې د طالبانو په ضد عملیات پیل کړي دي، لومړی ځل وو چې په دومره لوی شمیر کې بهرني ملکي وګړي هلته سفر کوي. 


 د پاکستان کورنیو رسنیو په بیساري ډول ددې مارش بهیر په ژوندۍ بڼه خپراوو چې له دې مخکې د بل هيڅ پاکستاني سیاستوال فعالیت په داسې بڼه د رسنیو له خوا نه دی رانغاړل شوی، نه یوازې دا، له دې څو میاشتې مخکې همدې انځوریزو رسنیو ددې مارش په ملاتړ کمپاین وکړ او په پایله کې يې زرګونو خلک چمتو شول په دې مزل کې چې له خطره ډک وو له ښاغلي خان سره ملګري شي.  

په دې لړکې عبدالحق عمري یوازینی افغان خبریال وو چې ددغه مارش په اړه يې خپلې رسنۍ ته په ژوندۍ بڼه راپورونه ورکول. عبدالحق ولیدل چې د لارې په اوږدو کې څنګه سیمه ییزو خلکو د عمران خان ملاتړ کاوو او د مارش په وړاندې يې د هرډول خنډ په مخنیوي کې مرسته کوله. 

عمري وايي: ''خلکو، په ځانګړي ډول ځوانان ډیر احساساتي وو او خوشالي يې کوله، د لارې په اوږدو کې يې د تحریک انصاف جنډې او دعمران خان انځورونه  لګولي وو. دوی ویل،  په دې خوشاله یو چې ده موږ یاد کړو. دا موږ ته ښيي چې ټول پاکستاني سیاستوال غله او بیرحمه نه دي، ځینې شته چې په ولس يې زړه سوزي''

ددې سوله ییز مارش په غبرګون کې پاکستاني طالبانو پسته ژبه وکاروله، ان د یوې خبرتیا له لارې يې ښاغلي خان ته دا وړاندیز هم وکړ چې ''که ته وغواړې موږ به ستا امنیت ونیسو''. که څه هم طالبان لاهم ډاډه نه دي چې عمران خان د مذهب په اړه څه نظر لري او پرسیاسي تګلارو يې شک لري خو دايی ویلي دي چې د تحریک انصاف له مشر سره څه کار هم نه لري.   
له بلې خوا، دمارش په اوږدو کې دمولانا فضل الرحمان ډلې هڅه وکړه چې په یو نه یو ډول دتحریک انصاف د کاروان مخه ونیسي او دغه مارش ناکام کړي. د لارې په اوږدو کې يې څو ځایه کانټينرونه ایښي وو،  سړک يې کیندلی وو چې د خان ټرانسپورټ له خنډ سره مخامخ شي، خو ځايي خلکو پرينښودل چې د تحریک انصاف قافلې ته زیان ورسیږي. له دې سره جوخت دمولانا فضل الرحمان، جماعت اسلامي او نیشنل پارټۍ سرچینو خبر ورکړ چې طالبانو 20 ځانمرګي برید کونکي چمتو کړي چې په دې مارش برید وکړي. خو طالبانو سملاسي دا خبر رد کړ. 

د نورو سیاستوالو زړه چاودون
 د عمران خان مارش هیڅوک دومره نه وو لړزولي، لکه اسفندیار ولي، مولانا فضل الرحمان او قاضي حسین احمد، دوی هڅه وکړه چې حالات ترینګلي وښيي او د خلکو ترمنځ ویره خپره کړي چې خلک د تحریک انصاف په مارش کې له ګډون ډډه وکړي.   دویته يې پایله څرګنده وه چې د مارش بریالیتوب به نه یوازې دننه په هیواد کې دعمران خان سیاسي دریځ پیاوړی کړي، بلکې د نړیوالې ټولنې پام به ځانته ور واړوي. 

هغه وخت چې ښاغلي خان په ټانک کې زرګونو خلکو ته وینا کوله، نژدې ټولو ټلويژوني چینلونو په ژوندي بڼه ښودله او دغه رسنیز پروپاګند بس وو چې دعمران خان سیالانو ته ټکان ورکړي. مولانا فضل الرحمان، اسفندیار ولي او قاضي حسین احمد شریک درد پیدا کړخو بله لار يې نه درلوده پرته له دې چې دې وینا ته غوږ کیږدي. کله چې دوی د تحریک انصاف د مشر په وړاندې د خلکو د تاوده هرکلي ننداره وکړه، دخپلو ګوندونو سیاسي راتلونکی يې په خطر کې ولوید.   

د اسفندیار ولي په مشرۍ نیشنل پارټۍ  دپاکستان په پارلمان کې د 13 څوکیو په لرلو سره د زرداري د حکومت یوه مهمه برخه ده او ټلوالې يې د پیپلز پارټۍ حکومت له نسکوریدو ژغورلی دی، کنه نو، په پارلمان کې د نوازشریف مسلم لیګ له یو بل ګوند سره د اتحاد له لارې د زرداري حکومت ننګولی شي.  

ددې مانا داده چې نیشنل پارټۍ د ټولو دولتي پریکړو برخه ده، او په صوبه خیبر پښتونخوا کې چې ددې پارټی حکومتي مرکز دی، د عمران روستیو لاسته راوړونو اندیښمن کړی دی، ځکه چې، ځای خلک چې نور له پخوانیو ګوندونو ستړي شوي دي هره ورځ دغه ګوندونه پریږدي او له تحریک انصاف سره یوځای کیږي. 

په ټانک کې د عمران خان وینا
دعمران وینا ته په زرګونوخلک ورغلي وو، او ده هم خپله خوله د زرداري د حکومت پر ضد پرانیسته ، سخت لفظي بریدونه يې پرې وکړل. په تیرو وختونو کې ټولو سیاستوالو هڅه کړې ده چې د وزیرستان پخلاف پوځي خوزښتونه تشویق کړي او په تیرو لسو کلونو کې په دې بریالي شوي نه دي چې له قبایلي سیمو څخه په داسې بڼه  لیدنه وکړي. دغه یو مهم ټکی وو چې په سیمه کې دعمران او نورو سیاستوالو ترمنځ جوت توپير راڅرګندوي.  

له دې سره ښاغلي خان وښوده چې له پاکستاني طالبانو سره مساله د زور له لارې نه، بلکې د خبرو لارې اواریدای شي، او طالبانو هم پر سوله ییز مارش برید ونه کړ او د خیبرپښتونخوا د حکومت هغه ادعا يې ناسمه ثابته کړه چې ویلي طالبان به دعمران خان پر مارش برید کوي. ددوی دې چوپتیا وښوده چې داسې سیاستوال هم شته چې طالبان ورباندې باور کولای شي، او دا په دغه هیواد کې دتاوتریخوالي د پایته رسولو لپاره ډیره مهمه خبره ده. دې مسالې د نورو سیاسي او دولتي کړیو ترمنځ چې پروزیرستان دپوځي بریدونوملاتړ کوي اندیښنه راولاړه کړه او په دې فکر کې شول چې څه ډول د تحریک انصاف دا لاسته راوړنه د یوې بلې مسالې تر سیوري لاندې راولي.

تیاره قرباني
ملالۍ یوسفزۍ چې د قاضي حسین احمد په وینا ''د بي بي سي د اردو څانګې کوم سیمه ییز خبریال به ورته  یادښتونه لیکل'' په صوبه پښتونخوا کې دعمران خان د ډراماتیک پرمختګ د بي اغیزې کولو لپاره ښه قرباني وه. د قاضي حسین احمد وینا ښيي چې  تر کومه بریده په خیبر پښتونخوا کې د عمران خان سیالان د ملالې له کارونو خبر وو. دولتي او نادولتي سیاستوال د ملالې له شهرت څخه خبر وو چې نه یوازې يې په کور دننه د سولې جایزه اخیستې وه، بلکې، د نړیوالو رسنیو پام يې ځانته اړولی وو. 

له ماشومې ملالې سره دداسې نوم او نښان په ترلاسه کولو کې یوازې د صوبه خیبر پښتونخوا حکومت مرسته نه وه کړې، بلکې، د متحدو ایالاتو حکومت هم لاس ورکړی وو. ان د پاکستان او افغانستان لپاره د متحدو ایالاتو پخواني ځانګړي استازي رچرډ هالبروک هم ورسره کتلي وو. 

متحد ایات دېته اړتیا لري چې د پاکستان له لارې په افغانستان کې خپلو پوځونو ته لوژیستیکي توکي ورسوي، ددې کار لپاره د زرداري حکومت او په تیره بیا په خیبر پښتونخوا کې د اسفندیار ولي په مشرۍ د نیشنل پارټۍ حکومت د امریکا لپاره تر ګردو غوره انتخاب دی. پر ملالې کیدونکی برید ددې لپاره ضروري وو چې فبایلي سیمې یوځل بیا د پوځي عملیاتو پر مرکز بدلې شي او دعمران خان ملاتړي ونشي کړی چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې رايي ورکړې او د خیبرپښتونخوا کنټرول په یو ډول نه یو ډول د نیشنل پارټۍ په واک کې پاتې شي. 

 د همدې لپاره د تحریک انصاف له مارش یوه ورځ روسته پرملالې برید وشو چې د ښاغلي خان کمپاین ته په پټه زیان ورسوي.  هغو خلکو چې غوښتل د عمران خان پرله پسې بریاوې او ولسي جلب جذب په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول قبایلي سیمو کې ناکامه کړي، یا ددوی په ګومان د هغه لاسته راوړنې زیانمنې کړي او د رسنیو خولې پر طالبانو ور واړوي پر''شهرت یافته'' ماشومې همدا برید کافي وه.  

Comments

Popular posts from this blog

چین او روسیه: دریمه نړیواله جګړه پیلیدونکې ده

چین او روسيه : دریمه نړيواله جګړه پيلیدونکې ده لیکوال: حنان حبیبزی له هغې وروسته چې کابل له واشنګټن سره د سټراټیژیک تړون په نامه د افغانستان د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوي لپاره یو څه لاسلیک کړل، د اسلام اباد او تهران په ګډون مسکو او بیجینګ سرې اشارې احساس کړې. د حامد کرزي دغه پریکړه پر ټولو ګاونډیو هیوادونو ښه ونه لګیده، او دايي پر سیمه د امریکا د کنټرول لپاره د شرایطو چمتو کول وبلل . تیره اونۍ د مهمندو په ایجنسۍ کې پاکستاني پوځيان د ناټو د هوايي ګذار په نتیجه کې ووژل شول او دې کار اسلام اباد مجبور کړ چې د احتجاج په توګه د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې ګډون ونکړي. ددې پایله به څه وي؟ هغه به له کنفرانس وروسته څرګندې شي، خو په دې مقاله کې مهمې او وروستۍ سیمه ییزې اندیښنې څیړم چې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د دایمي شته والي له کبله زیږیدلي دي . لانجې او شخړې په دې وروستیو میاشتو کې د هند دفاعي چارواکو پوښتنه وکړه چې شاو خوا شل زره چینايي عسکر د پاکستان تر څارنې لاندې کشمیر کې څه کوي؟ دواړو، چین او پاکستان ځانونه غلي واچول او دغې هندي پوښتنې ته يې هیڅ...

د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي

سمیع الله تړون  منبع: رویټر ،نړیوال څانګه لیکوال: حنان حبیبزی ژباړن:نثار صمد ، ۲۰۰۹/۵/۲۲ د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي روښانفکران او شاعران په افغاني ټولنه کی نفوذ کونکیً حیثیت لري . دا خو شاعران دي چی اکثرأ د عادي وګړو احساسات غبرګوي ، او د اشغال او کورنۍ جګړې په هکله د افغاني ذهنیت لویه برخه منعکسوي .  اوس اوس خو د افغانستان د غرونو او رغونو د خوشالتیا پر ځای د تازه وینو بوي راځي چې شاعران یې ورسره بوخت کړي دي . کله چې ما د یو افغان په حیث ، د هغوی مواد ولوستل ، نو د خپل هېواد حالت ټکان راکړ ، او په همدغه حالت کی مې د خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې ناکامي ولیده . کله چی بارک اوباما تیر کال د امریکا ولسمشریزه انتخابات وګټل ، نو د روښانفکرانو په شمول ډیر افغانان په دې ګروهه شول چی د بوش د عصر په ختمېدو سره د دوی ربړې او عذابونه هم پای ته ورسېدل . خو د می د میاشتې پر ۴/۵ شپه په لویدیځ فراه ولایت کې د امریکې تر بم وریو  وروسته چې په لس ګونو  ملکي انسانان یې ووژل ، ګڼ شمیر کسانو خپله هماغه عقیده د لاسه ورکړه . ...

د فیسبوک خطر

 د ذوکربرګ د کورتۍ په استر کې د شرکت پټ سمبول د فیسبوک خطر حنان حبیبزی  د عربي هیوادونو ټونس، مصر او لیبیا رژیمونه چې  د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې بدلیدل ټولنیزو رسنیو  social Media    لکه فیسبوک،  ټوایټر او یوټیوب د حالاتو په اړه شیبه په شیبه نوي مالومات وړاندې کول. داد ډله ییزو رسنیو پخواني لوستونکي، اوریدونکي او لیدونکي audiences  وو چې له خپلو سیمو يې شیبه په شیبه تازه حال شریکاوو.  د ټولنیزو رسنیو( فیسبوک ) کارونکي ، هغه خلک چې یو وخت د ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویژونونو، ویبپاڼو) مصرف کونکي وو د تولید کونکو ( چمتو کونکو) په توګه راڅرګند شول.  اوس دغه خلک دېته اړتیا نلري چې خامخا دې سهارنۍ ورځپاڼه د تیرې ورځې د خبرونو لپاره ولولي، یا دې د راډیو هغه پروګرامونه واوري چې پخوا به يې له مجبورۍ اوریدل، په بله وینا هغه چټیات واوري چې د راډیو یا ټلویژون د چمتو کونکي له خوښې یا ناخوښې سره سم چمتو شوي دي. اوس د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) هغه کارونکی چې لاهم د ډله ییزو رسنیو ( راډیو، ټلویژ...