چین او روسيه : دریمه نړيواله جګړه پيلیدونکې ده لیکوال: حنان حبیبزی له هغې وروسته چې کابل له واشنګټن سره د سټراټیژیک تړون په نامه د افغانستان د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوي لپاره یو څه لاسلیک کړل، د اسلام اباد او تهران په ګډون مسکو او بیجینګ سرې اشارې احساس کړې. د حامد کرزي دغه پریکړه پر ټولو ګاونډیو هیوادونو ښه ونه لګیده، او دايي پر سیمه د امریکا د کنټرول لپاره د شرایطو چمتو کول وبلل . تیره اونۍ د مهمندو په ایجنسۍ کې پاکستاني پوځيان د ناټو د هوايي ګذار په نتیجه کې ووژل شول او دې کار اسلام اباد مجبور کړ چې د احتجاج په توګه د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې ګډون ونکړي. ددې پایله به څه وي؟ هغه به له کنفرانس وروسته څرګندې شي، خو په دې مقاله کې مهمې او وروستۍ سیمه ییزې اندیښنې څیړم چې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د دایمي شته والي له کبله زیږیدلي دي . لانجې او شخړې په دې وروستیو میاشتو کې د هند دفاعي چارواکو پوښتنه وکړه چې شاو خوا شل زره چینايي عسکر د پاکستان تر څارنې لاندې کشمیر کې څه کوي؟ دواړو، چین او پاکستان ځانونه غلي واچول او دغې هندي پوښتنې ته يې هیڅ...