Skip to main content

Posts

جګړې ته، نه، ووايي او پوهه ترلاسه کړئ!

 جګړې ته، نه، ووايي او پوهه ترلاسه کړئ!   حنان حبیبزی   نن   یو ویشتمه پیړۍ ده ، د رسنیو، صنعت، اقتصاد، پوهې   ، ټیکنالوجۍ او د مالوماتو د کنټرول له لارې ولسونه او هیوادونه ساتل کیږي ، یا د فیسبوک او ټوايټر په عصر کې ویاړ ، نوم او نښان یوازې په دې کې دی چې د خپلې ټولنې د پرمختیا لپاره هڅې وشي. ان د اسلامي نړۍ ننني علما باید له ټیکنالوجۍ ،عصري پوهې ،داقتصاد او سیاست له تیوریو خبر وي، کنه نو د اسلام تعریف هغسې نشي وړاندې کولی، څرنګه چې يې دمصر یا د سعودي علما وړاندې کوي.   په نننۍ نړۍ کې هیوادونه د کلیو بڼه لري،ټیکنالوجي دا هرڅه سره نژدي کړي دي، که نن زموږ په هیواد کې دا بهرنیان   نه وي ، بیا هم موږ مجبور یو چې له هغوی سره اړیکي وساتو. زموږ اقتصاد به د ځواکمنو هیوادونو له اقتصادي حالت سره تړلی وي، زموږ په هیواد کې به بييې د نورو هیوادونو له اقتصادي څرنګوالي سره تړلې وي.په افغانستان کې به سیاسي حالت د نورو هیوادونو له سیاسي حالت سره تړلی وي،لنډه دا چې موږ نشو کولی له نورې نړۍ څخه جلا ژوند وکړو او په څنډه کې واوسیږو. د نړیوالتوب ټکی   چې...

د ملي ټلویژون په څپو کې له شوروي یرغلګرو سره خواخوږي

د ملي ټلویژون په څپو کې له شوروي یرغلګرو سره خواخوږي لیکوال: حنان حبیبزی ۱۵ / ۰۲ / ۲۰۱۱ لومړی د شورویانو یو ټپي وښودل شو چې له افغانستان څخه يې وېوړ ، بیا یو شوروي عسکر وښودل شو چې یو لاس يې نه وو او په ډير نیولي غږ د هغه څه په اړه غږیده چې په افغانستان کې يې د جګړې پر وخت زغملي وو . له ټراژیډۍ ډک انځور وو . بیا په افغانستان کې د وژل شوو شوروي عسکرو میندې، کونډې ،ماشومان او خپل او خپلوان وښودل شول. دوی د غم او ویر احساس درلود. د وژل شوو عسکرو په یادولو سره يې اوښکې له سترګو بهیدې ،دپخواني شوروي د یو ښار غمجن انځور وښودل شو او داسې پیغام ورکړل شو چې روسان افغانستان ته   دمرستې لپاره راغلي وو او په دې هیواد کې يې خپل مرسته کونکي وګړي له لاسه ورکړي دي.     دا رښتیا هم داسې ښکاريدل   لکه شورویانو چې پر افغانستان یرغل نه وو کړی ، د مرستې لپاره راغلي وو او موږافغانانو پر دوی ډير ظلم کړی وو او   ددوی   بیګنا خلک   مو وژلي دي.د خواخوږئ او له عاطفي ډک   احساس يې لیدونکي ته ورکاوو.   د فبرورۍ پر ۱۵ یا د دلو پر ۲۶   نیټه   دافغانستان پر مل...

دافغانستان د ژورنالیزم په ژبه کې د دولتي پروپاګند نښې

دافغانستان د ژورنالیزم په ژبه کې د دولتي پروپاګند نښې   لیکوال: حنان حبیبزی ۱۲/۰۲/۲۰۱۱ -خبرې اترې په ژوند کې دومره مهمې دي لکه اوبه چې د تندې لپاره اړینې دي.په اقتصادي،کولتوري،سیاسي او ټولنیز ژوند کې بری د خبرو اترو له لارې ترلاسه کیږي . د بیلګې په توګه ، که تاسې سابه یا نور خوراکي مواد له خپلې نژدې او څیرمه هټۍ څخه رانیسئ   نو اړ یاست چې دوکان ته ورشی او له خوښې سره سم سابه واخلئ   ، د بييې په اړه   يې له هټیوال سره خبرې وکړئ. دا کمونیکشن دی، چې تاسوته د خوراکي توکو د   ترلاسه کولو حق درکوي. همدغسې په سیاست ، کولتور او ټولنیزو چارو کې چې یو له بل سره اړیکي ساتئ   او خبرې اترې کوئ نود وخت په تیریدو سره   یوه بشپړه ټولنه جوړوئ ،د همدې لپاره خبرې اترې مهم رول لوبوي. یا دا مخامخ ترسره کیږي   یا د رسنیو   او رسنیزې ټیکنالوجۍ له لارې   شوني کیږي ،لکه اینټرنیټ ، ټلویژون، ګرځنده ټلیفون ، راډیو او ورځپاڼې.    خو دا دې پورې اړه لري چې تاسو چاته خبرې کوئ او څه ډول يې کوئ ؟ تاسو په کومه ژبه خبرې کوئ او اوریدونکي ، لیدونکي او لوستونکي مو پ...