د ملي ټلویژون په څپو کې له شوروي یرغلګرو سره خواخوږي
د ملي ټلویژون په څپو کې له شوروي یرغلګرو سره خواخوږي
لیکوال: حنان حبیبزی
لومړی د شورویانو یو ټپي وښودل شو چې له افغانستان څخه يې وېوړ ، بیا یو شوروي عسکر وښودل شو چې یو لاس يې نه وو او په ډير نیولي غږ د هغه څه په اړه غږیده چې په افغانستان کې يې د جګړې پر وخت زغملي وو . له ټراژیډۍ ډک انځور وو . بیا په افغانستان کې د وژل شوو شوروي عسکرو میندې، کونډې ،ماشومان او خپل او خپلوان وښودل شول.
دوی د غم او ویر احساس درلود. د وژل شوو عسکرو په یادولو سره يې اوښکې له سترګو بهیدې ،دپخواني شوروي د یو ښار غمجن انځور وښودل شو او داسې پیغام ورکړل شو چې روسان افغانستان ته دمرستې لپاره راغلي وو او په دې هیواد کې يې خپل مرسته کونکي وګړي له لاسه ورکړي دي.
دا رښتیا هم داسې ښکاريدل لکه شورویانو چې پر افغانستان یرغل نه وو کړی ، د مرستې لپاره راغلي وو او موږافغانانو پر دوی ډير ظلم کړی وو او ددوی بیګنا خلک مو وژلي دي.د خواخوږئ او له عاطفي ډک احساس يې لیدونکي ته ورکاوو.
د فبرورۍ پر ۱۵یا د دلو پر ۲۶ نیټه دافغانستان پر ملي ټلویژون ښودل شوو انځورونو ماته همداسې یو احساس راکړ.
وروسته بیا دوه درې افغانانې وښودل شوې او یوه هدیره وښودل شوه خو دغوافغاني انځورونو هیڅلکه د هغو روسيي میرمنوهغه غمجن او ویرلړلي انځورونه دلیدونکي له ذهنه نشو لیرې کولی. یا له هغې وروسته نورو مرکو او بحثونو د لیدونکو په ذهن کې کوم تغیر نشو راوستلی.
که یوافغان په اروپا یا امریکا کې زیږیدلی وي ، او دغه خپرونه يې لیدلي وي نو خامخا به هغه ته داسې احساس ورکړل شوی وي چې شورویان افغانستان ته د خیر ښیګڼې لپاره راغلي وو خو دافغانستان خلکو يې په وړاندې ظلم کړی دی.
کله چې ددومې نړیوالې جګړې په اړه فیلمونه او ټلویژوني راپورونه د انګلستان په انځوریزو رسنیو کې ښودل کیږي،د هغو برتانوي میندو اوښکې ښکاره کوي چې زامن يې د جرمنیانو د یرغل په ترڅ کې وژل شوي وو.
د برتانیا هغه ځایونه پکې ښودل کیږي چې د جرمنیانو د هوايی یرغلونو په لړ کې ویجاړ شوي وو. د برتانیا د مخالفو ځواکونو وحشتونه پکې ښودل کیږي او هغه ظلمونه ښودل کیږي چې برتانویانو زغملي وو.
ددغو یرغلونو پر وخت پر جرمني میندو او ماشومانو څه تیریدل ، دا پکې نه ښودل کیږي. دا هم پکې نه ښودل کیږي چې د جرمني عسکرو پاتې شوني له جګړې وروسته څه احساس لري.دا هیڅکله پکې نه ښودل کیږي چې په دغه جګړه کې څومره جرمنیان ووژل شول، بلکې دا پکې ښودل کیږي چې جرمنیانو برتانیا ته څه زیانونه واړول.
که رښتیا هم شورویانو پر افغانستان یرغل کړی وو ، میلیونو افغانان يې شهیدان ،معیوبه ،کونډې ،یتیم ، بې سرپنا او مهاجرکړل ،کورونه او کلي يې ور ویجاړ کړل ، او دټانګونو او بمونو لاندې وسوزول ، د وسلې کولتور يې په افغانستان کې رواج کړ ، یو ارامه او سوکاله هیواد يې د جګړې پر ډګر بدل کړ . سوله پالي خلک يې د یرغل په نتیجه کې پر بیلا بیلو نومونو بدنام کړل او په نړۍ کې يې د افغانستان نوم او نښان تر پوښتنې لاندې راووست ، نوتاسو ته پکار نه وو چې د یو دولتي ټلويژون په توګه هغه انځورونه موږ ته وښيي چې زموږ د دښمن په وړاندې د خلکو خواخوږي ډیره شي او ستاسې لیدونکي داسې وګڼي چې افغانان رښتیا دیرش کاله وړاندې هم ترهګر وو او نن هم ترهګر دي.
تاسې باید د روسانو د تیریو او ظلمونو بیلګې ښودلې وای ، تاسو باید په هر ولایت کې خبریالان ګمارلي وايي او له هغو قربانیانو سره مو مرکې او خبرې کړې وای چې د شورویانو د تیري او یرغل په نیتجه کې يې خپل او خپلوان له لاسه ورکړل او لا هم کړیږي.
په هر ولایت کې مو باید له قربانیانو او هغو خلکو سره مرکې کړې وای چې د شورویانو په ضد جنګیدلي وو. دهر ولایت په اړه تاسو باید داسې مستند فلمونه موږ ته ښودلي وايی چې د شورویانو پخلاف مبارزه کې ټول افغانان شریک وو او ټول ولس د بهرني یرغل په وړاندې یو لاس وو.
هغه ولایتونه چې هلته رښتیا هم خلک د شورویانو پخلاف د جګړې په اړه نا ویلې کیسې لري. تاسو باید نړۍ ته ښودلي وايی چې افغانستان او ولس يې قرباني دی او ددې ولس بیا جوړول ډیرو نړیوالو مرستو او اوږدمهالو ژمنو ته اړتیا لري.
او، تاسو باید موږ لیدونکو ته په زبات کړې وای چې موږافغانانو رښتیا هم لویه قرباني ورکړه ، شوروي امپراتوري مو ونړوله ، د امریکا متحد ایالات يي په نتیجه کې پر یوازیني قدرت بدل شو، له ختیځې اروپا نیولې، تر منځني ختیځ ، منځنۍ اسیا او سویلي اسیا پورې هیوادونه يې تر مستقیم او نا مستقیم کنټرول لاندې راغلل، خو له موږ افغانانو هیچا مننه ونکړه او برعکس لا هم د ترهګرو او اورپکو په نوم مو ماشومان له ښونځي بې برخې دي، کلي او کورونه مو بمباریږي، لا هم زموږ هیوادوال په جګړه کې ډوب دي او قرباني ورکوي ، او هرډول بشري جنایتونو ته مو سرونه نیولي دي.
فقر ، بدمرغي، بې کوري، بې روزګاري، ناپوهي زموږ ترمنځ خپره ده او په بیساري ډول د کورنیو او بهرنیو زورواکو او مداخله کونکو له خوا کړیږو.
داسې خپرونې باید چمتو شوې وای چې زموږ نیوي نسل ته يې ددښمنانانو له ماتولو وروسته د یو والي درس ورکړی وای او ددوی د تیرو لسیزو تاریخ يې ورته په مخکې ایښی وای.
کله چې په پارلمان کې سیاف صاحب کیښني هره دومه خبره يې د جهاد او د شورویانو د ماتې ده. پروفیسر رباني چې کیښني افغانستان د ځان پوروړی بولي او وايی چې د شورویانو په ضد يې جهاد کړی دی . قسیم فهیم او خپله کرزی خو بیا ځانونه د جهاد د سنګر بچیان بولي.
کله چې تاسو دغه ادعا لرئ ، نو ولې اجازه ورکوئ چې داسې انځورونه ستاسې په ملي ټلویژون کې وښودل شي چې هغه د شورویانو په ضد ستاسې پر تش په نامه مبارزې سیوری وغوړوي.
په افغانستان کې داسې کور نشته چې د شورویانو د یرغل اووحشتونو قربانیان پکې نه وي. هر کور کې یوه کونډه ، بوره او داسې کسان شته چې د زړونو ټوټې يې د سره پوځ په لاس وژل شوي دي.
په افغانستان کې درې لسیزو جګړې ، او روان فاسد سیاسي حالت د شورویانو د یرغل نتیجه ده. د افغانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې او تربګنۍ او نور بشري جنایتونه دشورویانو د یرغل میراث دی چې موږ افغانان يې زغموو.
کله چې موږ وایو ، افغانانو يې د وینو د بهولو په نتیجه کې د شوروي امپراتوري او د کمونیزم ګواښ ړنګ کړ نو د ملي ټلویژون په توګه تاسې باید د دې اسناد وښيي چې دنیا ته ور په زړه شي چې د زبرځواک په توګه موږ د نړیوال کمونیزم دماتولو لپاره اصلي قرباني ورکړې ده .
سلامونه ښاغلی حبیبزی صاحب، ډېره پر ځای لیکنه او پر وخت غبرګون، ماشاالله په قلم مو برکت او بري مو له خدایه غواړم. یو څه چې زما لپاره ګونګ پاتي شول هغه دادي چې شتاسومخاطب څوک وو؟ د ملي تلویزیون مشرتابه او که تر هغي لوړپوړي چارواکي؟
ReplyDeleteخوشحاله اوسي
ورور دي سعید.
مننه ګرانه سعید جانه ،زما مخاطب ټول افغانان ،چارواکي په دې نه پوهیږيږ زما مخاطبین عادي ،بیچاره او د شورویانو یرغل ځپلي افغانان دی.....
ReplyDeleteدا می نن ولوست ډیر ښکلی دی لیکلی ، یاره په همدی درته شاباس وایم ، ځکه لری یی خو بیا هم حساسو ټکو ته ډیر پآم کوی ، آفرین شه او په
ReplyDeleteتا شه