Skip to main content

زه یـې اوس پـه ګـټـه پـوه شـوم


زه یـې اوس پـه ګـټـه پـوه شـوم

لیکوال: ډاکتر رحمت ربی زیرک یار

۹/ اپریل/۲۰۱۲

حــق بـــایــد ادا شــــي! په لـند ن کې د پـــوهانـد مجــاور احمد زیــار  د ژوند  ۷۵کلـیزه  ونمانځل شوه ( ۵  اپریل ۲۰۱۲). د دغــې کلــیــزې د درنــاوي لــپاره ما یـوه ورځ وړانــدې  په بــریــښنــــایـیــزو رســـنـیــو کې یــــوه  ډیــره لـڼـډه لــیکــنـــه خــپره کـړې وه چــې ســر لــیـک یــې و: « پــوها‎نــد زیــار او لــغــــت ســازي»، یانـــې  Prof. Zyar and Neologism

په دغه لیکنه کې په «پـوه ټولنه» ( نالـیـج سوسایـټي) غږیدلی وم . هــلته مې دیته هم ګوته نیولې وه چې دغه ټکی د یــوې لـڼـډ مهالې بریښنایـیزې مرکې په اوږدو کې رامنځته شــوی و. خو  په غــیـر ارادي ډول زه پـه دې کې پاتی راغلــی وم چې د بریــښنایـیزې مــرکې د رامنځته کـیدا  د ابــتکار پـه اړه د یو بــل ورور حـق ادا کــړم. 

دغه ورور ماتــه د اپریل په ۴ نـیټه په خپل  ایمـیل کې  په درنه ژبه خپـله پــیــرزویــنه داســې وښــودلـه : «سلامونــه ډاکتر صاحب، په  زیار صاحب باندې مې ستاسې کوچنئ لیکنه ولوستله. لکه ستاسې د نورو اکاډیمیکو پنځونو په څیر مې دا هم خوښه شوه او دا مې ځکه دلته یاده کړه چې هغه بــریـښنایي بحث ما جـوړ کړی و، او زه یې اوس په ګـټه پوه شوم چې څومره ښه کار مې کړی و.» ما خپل دغــه ورور ته پــه هـمدغه نیــټه ورغــبرګه کــړه چـې زه  « ډیره بښنه غواړم چې ستاسې حق مې نه دی ادا کړی.

له یاده مې وتــلـــی و. که د دغــې ګټــورې غوڼـــډې تقریبي نیټه  راته راولیـږئ او هم راته ولیکئ چې تاسې دکوم هـدف لپاره جــوړه کــړې وه، زه به پــرې بیا لیکنه خپره کړم او ستاسې حق به ادا کـړم.» هغه ډیر زر په ډیره خوښۍ سره په ایـمیل  کې راغــبرګه کړه چې: «هـیڅ خبره نه ده ، دغه بحث موږ د ۲۰۱۰ د دسمبر په میاشت کې کړی و.

هغه وخت ما [په انګلستان کی] د کـونـټری په پوهنتون کې ماسـټـري کـوله او زما یوه پـروژه د اینـفارمیـشن سو سایـټي پــه اړه وه چې بـیا ما وروسته یــوه مـقــاله په پښتو هم ولـیکله. د پښتو مقالې لپاره مې دغه ټکی په کار و.» حنان حبـیــبـزی. زه د مــنلي ځـوان عالم ورور حــنان حبیـبـزي  لــه درانه چلـن او ګــړنـدئ همکارۍ  نه د زړه له کــومــي منــنه کــوم. 

ډاکـتر زیرکیار،    کلیفورنیا، امریک


دا مقاله د لومړي ځل لپاره په دعوت کې خپره شوې دی

Comments

Popular posts from this blog

د فیسبوک خطر

 د ذوکربرګ د کورتۍ په استر کې د شرکت پټ سمبول د فیسبوک خطر حنان حبیبزی  د عربي هیوادونو ټونس، مصر او لیبیا رژیمونه چې  د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې بدلیدل ټولنیزو رسنیو  social Media    لکه فیسبوک،  ټوایټر او یوټیوب د حالاتو په اړه شیبه په شیبه نوي مالومات وړاندې کول. داد ډله ییزو رسنیو پخواني لوستونکي، اوریدونکي او لیدونکي audiences  وو چې له خپلو سیمو يې شیبه په شیبه تازه حال شریکاوو.  د ټولنیزو رسنیو( فیسبوک ) کارونکي ، هغه خلک چې یو وخت د ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویژونونو، ویبپاڼو) مصرف کونکي وو د تولید کونکو ( چمتو کونکو) په توګه راڅرګند شول.  اوس دغه خلک دېته اړتیا نلري چې خامخا دې سهارنۍ ورځپاڼه د تیرې ورځې د خبرونو لپاره ولولي، یا دې د راډیو هغه پروګرامونه واوري چې پخوا به يې له مجبورۍ اوریدل، په بله وینا هغه چټیات واوري چې د راډیو یا ټلویژون د چمتو کونکي له خوښې یا ناخوښې سره سم چمتو شوي دي. اوس د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) هغه کارونکی چې لاهم د ډله ییزو رسنیو ( راډیو، ټلویژ...

افغانستان د اپارتايډ په لومه کې

   دغه انځور په فیسبوک کې خپور شوی، داسپین ږیری د غزني ولایت شیخ الحدیث مولوي عبدالبصیر دی افغانستان د اپارتايډ په لومه کې حنان حبیبزی دا لیکنه د ټولنیزې (سوشیل ) تیورۍ او د شخړې (کنفلکټ ) تیورۍ پر بنسټ چمتو شوې ده او پر هغو اخځلیکونو ولاړه ده چې  له  اکاډیمک سیسټم سره سم  په انګریزي بڼه د لیکنې په پای کې  شمیرل شوي دي. هر اخځلیک  ځانګړې  شمیرې ته په پام سره  له هغه ' نمبر سره تړاوو لري چې د متن په منځ منځ  کې موندل کیږي.  دا اځځونه د ثبوتونو په توګه د یوې برښنايي څیړنې په نتیجه کې غوره شوي دي.    تاریخي شالید  د پښتنو د واکمنۍ پر وخت هیڅکله افغانستان یو ویشلی او پر  قومي ګټو ولاړ هیواد  نه وو.  د تاجکو اقلیت  په ارګ کې پوره پوره واک درلود. ددې سره سره چې دا یو  اقلیت وو،  په رسمي چارو کې يې ژبه  د دومې رسمي هغې په توګه پښتنو وزغمله.  د پښتنو واکمن  پوهیدل چې ورو ورو له دې زغم څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي او د پښتو ژبې د ګوښه  کولو هڅې روانې دي، ...

په افغانستان کې د پوه- ټولنې په وړاندې پرتې ننګونې

لیکوال: حنان حبیبزی د انګلستان، کاونټري پوهنتون نړیوال ژورنالیزم  او رسنیز اړیکي  نیټه: ۱۶.۱۲.۲۰۱۰ '' خلک هیڅ کوم دلیل نه ویني چې له مخې یې په یو بهرني اقدام کې ځان ښکیل کړي ،په مرګونو او تیریو کې. نو تاسو دیته اړتیا لری چې هغوی وخوځوی .ددې لپاره چې هغوی وخوځوی، نو تاسو باید هغوی وویروی''(چومسکي ۱۹۹۷) .  د چومسکي وینا د جګړو پر وخت تل عملي ده، که تاسې د افغانستان څه له پاسه دیرش کلن ناورین ته نظر وکړی نو دا به درته ژر څرګنده شي چې د هغه هیواد دولتي مشرانو حکومتي امکانات  په څومره بۍ رحمۍ سره د خپل ولس په ضد کارولی دی.  ماډرن سوسایټي،نوې ټولنه په هر هیواد کې له سیمه ییز سیاسي، اقتصادي ،کولتوري او ټولنیز حالت سره سم تعریف لري چې د ټولنې غړو ته د هغوی د راتلونکي په اړه د پریکړو ځواک ورکوي. دا اقتصاد دی چې تل یوې پوه-ټولنې ته د پرمختګ لارې برابروي.  خو ''ډورخېم   د یوې ټولنې پر عمومي تیورۍ  ټینګار کوي چې خلکو ته  ټولنپوهنه معرفي کړي ،نه اقتصاد، په ترتیب برابر ټیکاوو ورته تشریح کړي '' (ډوډ۱۹۹۹) د نایجل ډوډ ټینګار دمځک...