افغانستان د ځناورو له خوا اداره کیږي
افغانستان د ځناورو له خوا اداره کیږي حنان حبیبزی دافغانستان جګړې د اپارتایډ بڼه غوره کړې ده ، انځور: پژواک افغان نیوز د لوګر په ولایت کې د ملکي افغانانو د قتل عام له ځای څخه د پژواک افغان نیوز ویډیوي راپور یوه ژوره شننه راښيي چې پر افغان ولس د امریکايي نیواکګرو ظلمونه څومره پراخ او یو عادي ورځینی دود یا چاره ګرځیدلې ده. ترګردو ظالمانه بیا دا وه چې له دې بوږنونکې پیښې په سهار رحیم وردک د امریکا دفاع وزیر ته خپل غاښونه د رضایت او ډاډ په ډول وښودل او واشګټن يې په داسې حال کې د افغانستان د خلکو یو خوږ ملګری وباله چې څو ساعته مخکې يې سره خوله ماشومان او بیګنا ښځو په ګډون لږ ترلږه اتلس تنه ملکي خلک چې د یوې کورنۍ غړي وو پرته له کوم جرم څخه د شک پربنسټ د امریکا په مشرۍ هوايي برید په ترڅ کې قتل عام شول. د امریکا ددفاع وزیر له مخکیني سفر څخه یوه ورځ وړاندې د پنجوايي قتل عام ترسره شوې وه، او کله چې هغه په کابل کې د ښکته کیدو وروسته د کرزي د کورنیو چارو له وزیر سره روغبړ وکړ، بسم الله خپله خندا او د خوښۍ احساس نشو پټولی او امریکايي پوځ ته يې دا پیغام ورکړ چې هی