Posts

Showing posts from April, 2012

د فیسبوک خطر

Image
 د ذوکربرګ د کورتۍ په استر کې د شرکت پټ سمبول د فیسبوک خطر حنان حبیبزی  د عربي هیوادونو ټونس، مصر او لیبیا رژیمونه چې  د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې بدلیدل ټولنیزو رسنیو  social Media    لکه فیسبوک،  ټوایټر او یوټیوب د حالاتو په اړه شیبه په شیبه نوي مالومات وړاندې کول. داد ډله ییزو رسنیو پخواني لوستونکي، اوریدونکي او لیدونکي audiences  وو چې له خپلو سیمو يې شیبه په شیبه تازه حال شریکاوو.  د ټولنیزو رسنیو( فیسبوک ) کارونکي ، هغه خلک چې یو وخت د ډله ییزو رسنیو ( ورځپاڼو، راډیوګانو، ټلویژونونو، ویبپاڼو) مصرف کونکي وو د تولید کونکو ( چمتو کونکو) په توګه راڅرګند شول.  اوس دغه خلک دېته اړتیا نلري چې خامخا دې سهارنۍ ورځپاڼه د تیرې ورځې د خبرونو لپاره ولولي، یا دې د راډیو هغه پروګرامونه واوري چې پخوا به يې له مجبورۍ اوریدل، په بله وینا هغه چټیات واوري چې د راډیو یا ټلویژون د چمتو کونکي له خوښې یا ناخوښې سره سم چمتو شوي دي. اوس د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک، ټوایټر او یوټیوب ) هغه کارونکی چې لاهم د ډله ییزو رسنیو ( راډیو، ټلویژون یا  په لیکه ورځپاڼې ) د تولیداتو کارول غواړي د

زه یـې اوس پـه ګـټـه پـوه شـوم

زه یـې اوس پـه ګـټـه پـوه شـوم لیکوال: ډاکتر رحمت ربی زیرک یار ۹/ اپریل/۲۰۱۲ حــق بـــایــد ادا شــــي! په لـند ن کې د پـــوهانـد مجــاور احمد زیــار  د ژوند  ۷۵کلـیزه  ونمانځل شوه ( ۵  اپریل ۲۰۱۲). د دغــې کلــیــزې د درنــاوي لــپاره ما یـوه ورځ وړانــدې  په بــریــښنــــایـیــزو رســـنـیــو کې یــــوه  ډیــره لـڼـډه لــیکــنـــه خــپره کـړې وه چــې ســر لــیـک یــې و: « پــوها‎نــد زیــار او لــغــــت ســازي»، یانـــې    Prof. Zyar and Neologism په دغه لیکنه کې په «پـوه ټولنه» ( نالـیـج سوسایـټي) غږیدلی وم . هــلته مې دیته هم ګوته نیولې وه چې دغه ټکی د یــوې لـڼـډ مهالې بریښنایـیزې مرکې په اوږدو کې رامنځته شــوی و. خو  په غــیـر ارادي ډول زه پـه دې کې پاتی راغلــی وم چې د بریــښنایـیزې مــرکې د رامنځته کـیدا  د ابــتکار پـه اړه د یو بــل ورور حـق ادا کــړم.  دغه ورور ماتــه د اپریل په ۴ نـیټه په خپل  ایمـیل کې  په درنه ژبه خپـله پــیــرزویــنه داســې وښــودلـه : «سلامونــه ډاکتر صاحب، په  زیار صاحب باندې مې ستاسې کوچنئ لیکنه ولوستله. لکه س

په افغانستان کې د پوښلو ټولنو فعالیت بند کړئ

Image
  په افغانستان کې د پوښلو ټولنو Secret Societies فعالیت بند کړئ  حنان حبیبزی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سمبول د فري میسنانو د سمبول کاپي ده. دا څرګنده نه ده چې دغه سمبول چا،څه وخت، چیرته، څه ډول او په کوم دلیل غوره کړی دی. هرڅنګه چې دی، په لوی لاس غوره شوی دی ځکه چې د پولیسو جامې او د پولیسۍ تګلاره دومره مهمه ده چې د حکومت تر ګردو مهم اشخاص پکې ګډون کوي.  دا تګلاره عملي کیدای نشي تر هغې چې د جمهور ریس لاسلیک پرې ونشي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لپاره دغه سمبول هغه مهال غوره شوی  چې کله امریکايي ځواکونو د طالبانو حکومت ړنګ کړ او د نظار شورا د یونس قانوني په مشرۍ د شمال ټلوالې ددغه وزارت واګې ترلاسه کړې.  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سمبول د فري میسنانو د سمبول کاپي ده د کرزي د حکومت تګلاره جوړونکي به ښايي دلیل راوړي چې په سمبول کې '' یوه سترګه '' د پولیسۍ او څارنې په مانا ده خو دا ادعا ځکه ځان غولونه ده چې په سمبول کې نورې څرګندې نښې هم شته چې د freemasons  له سمبول سره کټ مټ ورته والی لري. په دې پلمه،  دغه لیکنه په نړۍ کې د دوه