Posts

Showing posts from 2012

د جنګي اسیرانو اعدام

 ډاکټر محمد عثمان روستار ترکی  غټ سوال دا دی چه د کابل اداره ولی په دغسی حال او احوال کی چه د سولی پروسه له سره پیل شوی ، د اعدامونو لړی تر لاس لاندی نیولی ؟ دلته د جنګی اسیرانو نه د سیاسی لاسوند ( افزار ) په دول کار اخیستل موضوع مطرح ده . پدی معنی چه : مقاومت دیته حاضر نشو چه د کابل د اداری سره په نیغه خبری وکړی. شمالی تلوالی د حکومت د سروال په حیث د مقاومت نه د غچ اخیستنی په یوه نا ځوانمردانه دریز په بنست باندی د مخالفینو په اعدام لاس پوری کړ. د ژنو دریم کانوانسیون د جنګی اسیر اعدامول او د هغی نه غچ اخیستنه ( ۱۰۰ ماده ) جنګی جنایت شمیری. ــ په هغه مذاکراتو باندی چه د سولی په اړه په قطر کی جریان لری ، سیاسی فشار راوستل د مخالفینو د اعدام بل لامل ګنلی شو . بهرنیان غواړی د دی لاری مخالفینو ته پیغام ورولیږی چه که په خبرو کی انعطاف ونښودل شی ، بهرنی ستراتژیستان د جګړی د دوام په مقصد مذاکراتو ته د پای تکی کیږدی . د کابل د اداری جګړه ماران هم په ناقراری ، دغه شیبی ته انتظار باسی. د بشپړ متن لپاره داځای کیکاږئ.

پر ملالې یوسفزۍ د برید سیاست

Image
افغان خبریال عبدالحق عمري له عمران خان سره د مرکې پرمهال پر ملالې یوسفزۍ د برید سیاست حنان حبیبزی د اکتوبر په 7 ، کله چې عمران خان وزیرستان ته سوله ییز مارش وکړد 30 تنو جګړې ضد امریکايي او برتانوي فعالینو سربیره  څه له پاسه 20 اروپايي او امریکايي خبریالان ورسره مل وو. دا له 2001 راهیسې چې  د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې  د  طالبانو په ضد عملیات پیل کړي دي، لومړی ځل وو چې په دومره لوی شمیر کې بهرني ملکي وګړي هلته سفر کوي.   د پاکستان کورنیو رسنیو په بیساري ډول ددې مارش بهیر په ژوندۍ بڼه خپراوو چې له دې مخکې د بل هيڅ پاکستاني سیاستوال فعالیت په داسې بڼه د رسنیو له خوا نه دی رانغاړل شوی، نه یوازې دا، له دې څو میاشتې مخکې همدې انځوریزو رسنیو ددې مارش په ملاتړ کمپاین وکړ او په پایله کې يې زرګونو خلک چمتو شول په دې مزل کې چې  له خطره ډک وو له ښاغلي خان سره  ملګري شي.   په دې لړکې عبدالحق عمري یوازینی افغان خبریال وو چې ددغه مارش په اړه يې خپلې رسنۍ ته په ژوندۍ بڼه راپورونه ورکول. عبدالحق ولیدل چې د لارې په اوږدو کې څنګه سیمه ییزو خلکو د عمران خان ملاتړ کاوو او د ما

په لغمان کې دښخو ډله ییزه وژنې زبات کړه چې د ښځو حقونه دروغجن شعار دی

په لغمان کې دښخو ډله ییزه وژنې زبات کړه چې د ''ښځو حقونه'' دروغجن شعار دی حنان حبیبزی  د سېتېمبر پر 16 ، د لغمان په ولایت کې، یوه ډله ښځې او ماشومانې د لرګیو دغونډولو په نیت له کورونو ووتلې چې د سوند مواد برابر کړي. دامریکا په مشرۍ د ناټو یوې الوتکې د نورعالم صاحب په دره کې پر دوی بمبار وکړ 9 تنه يې ووژلې او 7 تنه نورې يې ټپیانې کړې. دې رښتیاؤ زبات کړه چې د ښځو د حقونو هغه ادعاوې چې په افغانستان کې يې بهرني ځواکونه کوي له تشو شعارونو پرته بل څه نه دي. دې عمل همداراز وښوده چې بهرني ځواکونه هغه څه ته ژمن نه دي چې د خپل ماموریت په اړه يې افغانانو ته ویلي دي. د شوروی ډوله جنایتونو تکرارول دا مانا لري چې ناټو لاپه دې نه پوهیږي چې له چاسره جنګیږي، که پوهیږي نو ولې بیا بیا په ډله ییزه توګه ملکي افغانان (ښځې، ماشومان او نارینه) وژني؟   ډیرې بیلګې شته چې ښيی له هریوې ملکي وژنې روسته بهرنیو ځواکونو یو لړ ژمنې ورکړي چې دولسي خلکو د ژغورنې اوپه وړاندې يې د ورته برید دتکرار مخه نیسي. خودتیرو 11 کلونو راهیسې افغانانو ولیدل چې نامسلمانو بهرنيو ځواکونو پخپلو ژمنو عمل نه

د هرات کنسرټ، په افغانستان کې د ماډرنیټي (عصریتوب) اخلاقي تشه

د هرات کنسرټ، په افغانستان کې د ماډرنیټي (عصریتوب) اخلاقي تشه   حنان حبیبزی پیلیزه   د سې شنبې په وروستیو ساعتونو کې د اطلاعاتو او کولتور وزیر مخدوم رهین د سندرغاړي شفیق مرید دکنسرټ د لغوه کیدو لامل امنیتي ستونزه وښوده، او په دې توګه يې هغو ادعاؤ ته د پای ټکی کیښود چې د سیمې یووتلی مذهبي عالم يې د لغوه کولو  اصلي لامل بلل کیده. که د کنسرټ پر سر د راپورته شوي بحث د پایته رسولو لپاره د رهین وینا تشه رسمي پلمه وبولو، او پرځای يې هغه ادعاوې ومنو چې دسیمه ییز عالم مولوي مجیب الرحمان په ضد د ډله ییزو او ټولنیزو رسنیو(فیسبوک) په متنونو کې ولیدل شوې، چې ګویا،  '' د یو ملاامام د اعتراض په ترڅ کې چارواکو د شفیق مرید کنسرټ لغوه کړ '' ، بیا دا اړینه ده چې دې حقیقت ته پام واړو چې د مذهبي علماوو اغیز پر افغاني ټولنه ترکومه بریده پراخ دی.    که دا خبرې نه وي، ولې حکومتي چارواکي په دې مجبوریږي چې پلان شوی کنسرټ لغوه کړي. که دا نه وي، بیا ددې مسالې بل اړخ ته ګورو، هغه داچې، دغه پرمختګ د سیمه ییز حکومت د وړتیا ښودنه کوي چې نشي کولای ددغسې مراسمو امنیت ټینګ کړي. دلته پوښت

دمزارشریف یوواټ د تهران او واشنګټن د انفارمیتکي جګړې په ټس کې

دمزارشریف یوواټ د تهران او واشنګټن د انفارمیتکي جګړې په ټس کې   حنان حبیبزی کله چې،  تیره اونۍ د نیمروز د خونړي برید په تور درې تنه ایرانیان ونیول شول، دې پوښتنې ته ځواب وموندل شو چې په افغانستان کې د واشنګټن او تهران ترمنځ مالوماتي یا انفارمیتکي جګړه پر پوځي جګړې بدله شوې ده. امریکا دغو شواهدو ته اړتیا لري چې دافغانستان خاوره د ایران په ضد د احتمالي بریدونو لپاره وکاروي. له دې مخکې، د کابل امنیتي څانګو له تهران سره د اړیکو په تور شکمن اشخاص نیولي، یايي لږ ترلږه ترڅارنې لاندې راوستي دي. دغه راز په امریکايي رسنیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د کړکیچ په اړه یو شمیر راپورونه د تهران په وړاندې د واشنګټن نیتونه ښيي. د بیلګې په توګه، د جولای پر 31 نیټه  وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې '' ایران افغان طالبانو ته اجازه ورکړه چې په زاهدان کې خپل دفتر پرانیزي '' ، هغه راپور چې نه ایراني چارواکو تاید کړی او نه هم د طالبانو اسلامي غورځنګ.   د وال سټریټ ژورنال دا راپور چې په کابل کې دامریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له خولې چمتو شوی د تهران په ضد د مالوماتي یا انفارم