Posts

Showing posts from January, 2011

خبریالي: رسنیزه ټیکنالوجي ډیموکراسي زیږوي

Image
رسنۍ په ټولنه کې ډيموکراټیک فکر غښتلی کوي خبریالي: رسنیزه ټیکنالوجي ډیموکراسي زیږوي لیکوال:حنان حبیبزی دا هیڅ مهمه نه ده چې خلک چیرته اوسیږي خو ډیری رسنیز خبرونه او ټول مالومات سیمه ییز دي. خلک یوازې هغه څه ته پام کوي چې ددوی په ټولنه،هیواد یا ټوله سیمه   کې تیریږي. نن ورځ په سره نښتې او سره   تړل شوې نړئ کې خلک کولی شي چې په اسانۍ سره یې د رسنیو له منځپانګې څخه زده کړي یا د یو خبر اغیز په بیړني ډول په ټولنه کې ولیدل شي. ددې لپاره په هره سیمه او هر ځای کې خلک د پیښو په اړه خپل نظرونه لري. که دا جګړې دي ، که دا پرمختګونه دي. په هغو ټولنو کې چې عام خلک اینټرنیټ او نورو رسنیو ته لاسرسئ لري ، ددوی پر ذهنونو باندې د خبرونو او اغیزمنو راپورونو اثر پاتې کیږي. لکه ،په اروپايی ، اسیايی ، امریکايی او ان افریقايی هیوادونو کې هغه خلک چې اینټرنیټ ته لاسرسئ لري په دې پوهیږي چې په افغانستان کې څه تیريږي. هلته جګړه ده او حکومت یې فاسد دی. دې سیاسي او اقتصادي   فساد او بې عدالتۍ   او دولتي ظلمونو ته غبرګون وسله وال دی.   خود نړۍ په بل هیواد کې داسې نه ده .   لومړی د ټونس لاریونونه او ورپسې د مصر

د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي

Image
سمیع الله تړون  منبع: رویټر ،نړیوال څانګه لیکوال: حنان حبیبزی ژباړن:نثار صمد ، ۲۰۰۹/۵/۲۲ د افغانانو د غږ غبرګونکي شاعران په شخړه کې را ګیر دي روښانفکران او شاعران په افغاني ټولنه کی نفوذ کونکیً حیثیت لري . دا خو شاعران دي چی اکثرأ د عادي وګړو احساسات غبرګوي ، او د اشغال او کورنۍ جګړې په هکله د افغاني ذهنیت لویه برخه منعکسوي .  اوس اوس خو د افغانستان د غرونو او رغونو د خوشالتیا پر ځای د تازه وینو بوي راځي چې شاعران یې ورسره بوخت کړي دي . کله چې ما د یو افغان په حیث ، د هغوی مواد ولوستل ، نو د خپل هېواد حالت ټکان راکړ ، او په همدغه حالت کی مې د خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې ناکامي ولیده . کله چی بارک اوباما تیر کال د امریکا ولسمشریزه انتخابات وګټل ، نو د روښانفکرانو په شمول ډیر افغانان په دې ګروهه شول چی د بوش د عصر په ختمېدو سره د دوی ربړې او عذابونه هم پای ته ورسېدل . خو د می د میاشتې پر ۴/۵ شپه په لویدیځ فراه ولایت کې د امریکې تر بم وریو  وروسته چې په لس ګونو  ملکي انسانان یې ووژل ، ګڼ شمیر کسانو خپله هماغه عقیده د لاسه ورکړه . ځایی مشران وایي

دتیلو پر ټانکرونو د ایران د بندیز ترشا خیرن سیاست

Image
حنان حبیبزی افغانستان ته د تیلو یو مهم لیږدونکي ایران ، دا ژمی  پلان کړ چې  پر کابل د فشار اچولو لپاره دغه  وخت  وکاروي چې خپلې تګلارې او ګټې خوندي کړي. تهران دا هڅه پخوا هم کړې ده، بیرته په ۲۰۰۷ کال کې ، کله چې د ژمي په منځ کې دوی لسګونو زره افغان کډوال مجبور کړل چې له ایران  ووځي،  ورپسې نور چلولول-  یا له خوږ شوې ګوتې نیول چې  کابل د ایرانیو امرونو پلي کولو ته اړباسي.  افغانستان په منځ کې پاتې دی، ناټو او امریکا په یوه اړخ کې دي ، او ایران په بل اړخ کې ، او له بلې خوا یې پر کابل  د امر چلولو هڅې . بله مساله د ایران د تندلاري قانوني سیسټم ده ، دا مهال یې په سلګونو افغانان  د جنایتونو په نوم ، ډیر د مخدره موادو په پلمه  زندانواني کړي دي چې بې عدالتۍ او وحشيانه چلند سره مخامخ دي. نو زه په دې حیران نشوم چې کله مې  هغه خبري راپورونه  ولوستل چې  افغانستان ته پر تلونکو ټانکرونو  د ایران د ناقانونه بندیز په اړه وو. په دې دلیل چې ایران په پرله پسې ډول هڅه کوي چې بیشمیره لارې چارې وکاروي چې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.    د امریکايي ډالرو بوخڅې  زما په زړه دي چې  د ولسمشرۍ د ماڼۍ سربی

په افغانستان کې د پوه- ټولنې په وړاندې پرتې ننګونې

Image
لیکوال: حنان حبیبزی د انګلستان، کاونټري پوهنتون نړیوال ژورنالیزم  او رسنیز اړیکي  نیټه: ۱۶.۱۲.۲۰۱۰ '' خلک هیڅ کوم دلیل نه ویني چې له مخې یې په یو بهرني اقدام کې ځان ښکیل کړي ،په مرګونو او تیریو کې. نو تاسو دیته اړتیا لری چې هغوی وخوځوی .ددې لپاره چې هغوی وخوځوی، نو تاسو باید هغوی وویروی''(چومسکي ۱۹۹۷) .  د چومسکي وینا د جګړو پر وخت تل عملي ده، که تاسې د افغانستان څه له پاسه دیرش کلن ناورین ته نظر وکړی نو دا به درته ژر څرګنده شي چې د هغه هیواد دولتي مشرانو حکومتي امکانات  په څومره بۍ رحمۍ سره د خپل ولس په ضد کارولی دی.  ماډرن سوسایټي،نوې ټولنه په هر هیواد کې له سیمه ییز سیاسي، اقتصادي ،کولتوري او ټولنیز حالت سره سم تعریف لري چې د ټولنې غړو ته د هغوی د راتلونکي په اړه د پریکړو ځواک ورکوي. دا اقتصاد دی چې تل یوې پوه-ټولنې ته د پرمختګ لارې برابروي.  خو ''ډورخېم   د یوې ټولنې پر عمومي تیورۍ  ټینګار کوي چې خلکو ته  ټولنپوهنه معرفي کړي ،نه اقتصاد، په ترتیب برابر ټیکاوو ورته تشریح کړي '' (ډوډ۱۹۹۹) د نایجل ډوډ ټینګار دمځکې په یوه کړکیچنه برخه