Posts

Showing posts from August, 2024

د انسان د جوړولو او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

 یادونه:  د انسان د جوړولو او ژوند په اړه کره علمي څيړنه چې زباتوي چې الله تعالی حق دی، قران حق دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم حق دی، او اخرت حق دی او له مرګ روسته ژوند او د ایمان ټول ارکانونه حق دی لکه په غیب باندې ایمان، په ملایکو باندې ایمان او په رسولانو باندې ایمان او په قدر باندې ایمان. دا لیکنه تر اخره ولولی او خوند ترې واخلی او خپل ایمان غښتلی کړی او پخپل ځان کې د الله تعالی د قدرت او ځواک نښې وګوری. لیکوال: حنان حبیبزی ۱. د نبیانو منښت: عیسی (علیه السلام) به د قیامت له ورځې وړاندې ځمکې ته راکوز شي او خپل ځای به د الله د مخلوق په توګه تاید کړي. هغه په معجزانه ډول د الله په حکم یانې د"شه!" په کلیمه د خپلې مور مریم په رحم کې، پرته له پلار څخه، جوړ شو. الله تعالی چې د کوم شي د جوړولو اراده وکړي یوازې امر کوي چې شه نو هغه کېږي:  الله تعالی فرمایي: هغې (مریمې) وویل: 'ای زما ربه! څنګه به زما زوی پیدا شي په داسې حال کې چې هیڅ سړي راته لاس نه دی راوړی؟' (د الله استازي ملایک) وفرمایل: 'همداسې دی، الله هر هغه څه پیدا کوي چې وغواړي. کله چې هغه د یو کار پرېکړه وکړ