پر ملالې یوسفزۍ د برید سیاست
افغان خبریال عبدالحق عمري له عمران خان سره د مرکې پرمهال پر ملالې یوسفزۍ د برید سیاست حنان حبیبزی د اکتوبر په 7 ، کله چې عمران خان وزیرستان ته سوله ییز مارش وکړد 30 تنو جګړې ضد امریکايي او برتانوي فعالینو سربیره څه له پاسه 20 اروپايي او امریکايي خبریالان ورسره مل وو. دا له 2001 راهیسې چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د طالبانو په ضد عملیات پیل کړي دي، لومړی ځل وو چې په دومره لوی شمیر کې بهرني ملکي وګړي هلته سفر کوي. د پاکستان کورنیو رسنیو په بیساري ډول ددې مارش بهیر په ژوندۍ بڼه خپراوو چې له دې مخکې د بل هيڅ پاکستاني سیاستوال فعالیت په داسې بڼه د رسنیو له خوا نه دی رانغاړل شوی، نه یوازې دا، له دې څو میاشتې مخکې همدې انځوریزو رسنیو ددې مارش په ملاتړ کمپاین وکړ او په پایله کې يې زرګونو خلک چمتو شول په دې مزل کې چې له خطره ډک وو له ښاغلي خان سره ملګري شي. په دې لړکې عبدالحق عمري یوازینی افغان خبریال وو چې ددغه مارش په اړه يې خپلې رسنۍ ته په ژوندۍ بڼه راپورونه ورکول. عبدالحق ولیدل چې د لارې په اوږدو کې څنګه سیمه ییزو خلکو د عمران خان ملاتړ کاوو او د ما