په لغمان کې دښخو ډله ییزه وژنې زبات کړه چې د ښځو حقونه دروغجن شعار دی
په لغمان کې دښخو ډله ییزه وژنې زبات کړه چې د ''ښځو حقونه'' دروغجن شعار دی حنان حبیبزی د سېتېمبر پر 16 ، د لغمان په ولایت کې، یوه ډله ښځې او ماشومانې د لرګیو دغونډولو په نیت له کورونو ووتلې چې د سوند مواد برابر کړي. دامریکا په مشرۍ د ناټو یوې الوتکې د نورعالم صاحب په دره کې پر دوی بمبار وکړ 9 تنه يې ووژلې او 7 تنه نورې يې ټپیانې کړې. دې رښتیاؤ زبات کړه چې د ښځو د حقونو هغه ادعاوې چې په افغانستان کې يې بهرني ځواکونه کوي له تشو شعارونو پرته بل څه نه دي. دې عمل همداراز وښوده چې بهرني ځواکونه هغه څه ته ژمن نه دي چې د خپل ماموریت په اړه يې افغانانو ته ویلي دي. د شوروی ډوله جنایتونو تکرارول دا مانا لري چې ناټو لاپه دې نه پوهیږي چې له چاسره جنګیږي، که پوهیږي نو ولې بیا بیا په ډله ییزه توګه ملکي افغانان (ښځې، ماشومان او نارینه) وژني؟ ډیرې بیلګې شته چې ښيی له هریوې ملکي وژنې روسته بهرنیو ځواکونو یو لړ ژمنې ورکړي چې دولسي خلکو د ژغورنې اوپه وړاندې يې د ورته برید دتکرار مخه نیسي. خودتیرو 11 کلونو راهیسې افغانانو ولیدل چې نامسلمانو بهرنيو ځواکونو پخپلو ژمنو عمل نه