Posts

Showing posts from May, 2012

سټراټیژیک تړون د افغانستان ګاونډیان همغږۍ ته هڅوي

سټراټیژیک تړون د افغانستان ګاونډیان همغږۍ ته هڅوي  حنان حبیبزی  د افغانستان پخلاف يې ګاونډیان هغه مهال لاپسې نژدې شول چې د امریکا جمهور ریس بارک اوباما دشپې په توره تیاره کې کابل ته ورغی او له کرزي سره يې د سټراټیژیک تړون په نامه هغه کاغذونه لاسلیک کړل چې پنټګان چمتو کړي وو. دې تړون دګردو سیمه ییزو هیوادونو ترمنځ د نظر یو والی رامنځته کړ او داسې یو شریک ټکي ته يې ورسول چې افغانستان لا نور له پریشانۍ سره مخامخ کولی شي. دغه شریک ټکی په افغانستان کې د امریکا له شته والي راټوکیدلې اندیښنې دي، او د نظر دغسې  یووالی  له اسلامي غورځنګونو لکه له طالبانو سره د سیمه ییز ملاتړ لامل ګرځيدلی شي.   ددې دلیل دادی چې په یوه ځانګړې مساله کې هم سیمه ییز هیوادونه اوهم  د اسلامي ډلو تګلارې له یوبل سره ګډې نقطې پیدا کوي. په دې مانا چې سیمه ییز هیوادونه لکه پاکستان، ایران، روسیه او چین په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون یو خطر بولي،  او اسلامي غورځنګونه يې هم مخالفت کوي.    له یولس کلونو وروسته اوس هرچاته د امریکا اهداف روښانه دي او دا د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو کنټرول دی.  واشنګټن ددې

سټراټیژیک تړون د سیمه ییزو هیوادونو دلاسوهنې اسباب برابروي

Image
د هغه ګوښي امریکايي قاتل محاکمه څنګه شوه چې په پنجوايی کې يې 17تنه قتل عام کړل افغانستان د نوي نړیوال نظم په لومه کې حنان حبیبزی د حامد کرزي د اضطراب یو ښه انځور فضل الرحمان اوریا په یو ټلويژوني بحث کې وړاندې کړ: '' کله چې وضعه لږ خرابه شي، کرزی په بګرام کې ځان پټوي یانې د امریکا اډې ته پنا وړي '' او پخپلو عسکرو او سرتیرو هیڅ باور نلري.  موږ هیڅ پوښتنه ونکړه چې د روان کال د اپریل پر 15 د کابل پر ښار له سرښندونکي برید څخه وړاندې څه پیښ شوي وو چې وروسته کرزی  مجبور شو چې د خپل سر د ساتنې لپاره بګرام ته پنا یوسي.  هغه برید چې د هیواد په درې ولایتونو کې پر یو مهال پیل شو او د دولت مهم بنسټونه لکه پارلمان او یو شمیر نور ځایونه يې په نښه کړل.   له هغې مخکې، کله چې خلک د بګرام په شاوخوا کې  د قران کریم په ملاتړ مظاهرو ته راووتل، 30 تنه لاریون کونکي چا، د څه لپاره ووژل؟  ورپسې جوخت د پنجوايی په پیښه کې 17 تنه څنګه او څه ډول ووژل شول؟  رښتیا خو دادي چې، کله  چې په بګرام کې قران کریم ته سپکاوی وشو او په پنجوايي کې عام خلک قتل عام شول، طالبانو د غچ اخیستلو

بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی !

بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی ! « جلالت چپن» به د خپل پلار پوښتنې ته څه ډول ځواب ووایي؟!  لیکوال: ډاکتر رحمت ربی زیرکیار  ما زیرکیار دغه چغه ( بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی) نـږدې ۱۹ کلونه وړاندې د ۱۹۹۳ په شاوخوا کې ویستلې وه او په پیښور کې  د کـره پښتـو د ښـوواند  محمد آصف صمیم له خوا په ټیـنګار سره  منل شـوې وه  او د نـورو سـره یې  شـریکه کړې وه په افغانستان کی دشاهــي دوری په وروستـني اساســي قانـون کې (تلــه  ۱۳۴۳لمریز= اکتوبر۱۹۶۴م) راغلي ووچی دافغانستان دنورو ژبوله منځ نه«پښتواودري رسمي ژبې» دي. (دریمه ماده). دهمدغه اساسی قانون په پنځه دېرشمه ماده کې پښتوملي ژبه ګڼل شوې وه اودولت موظف شوی وچې دهغې دپالنې، پرمختیااوزیات استعمال لپاره «اغیزمن» پروګرام راوباسي اوعملي یې کړي. له دینه یوکال وروسته(تله ۱۳۴۴یانی اکتوبر ۱۹۶۵) پارلمان ته دهغه مهال لومړی وزیرډاکټرمحمدیوسف ورغی. دحامد کرزي پلارعبدالاحدکرزي چې د ولسي جرګې غړی وپه ډاکټریوسف نیوکه وکړه چې ولې  یې داساسي قانون د پنځه دیرشمې مادې سره سم دملي ژبې پښتودپرمختیا او ترویج لپاره پروګرام نه وجوړکړی. ډاکترمحمدیوسف ورغبرګ