امریکايي پوځيان قران کریم ته ولې سپکاوی کوي؟
امریکايي پوځيان قران کریم ته ولې سپکاوی کوي؟ حنان حبیبزی د افغانستان په بګرام کې د قران کریم دنسخود سوزولو په ضد ددې لپاره ځايي افغانانو سخت غبرګون وښود چې دغه تیری يې پخپلو سترګو ولید، دهمدې لپاره خو دا ځل د ولسمشر اوباما بخښنې ځای ونه نیوه. د امریکا ولسمشر په تکرار سره هڅه کړې چې په اصطلاح د '' ترهګرۍ '' په ضد جګړه د اسلام ضد جګړه ونښودل شي او پخپلو ویناوو کې يې تل د اسلامي لارښونو ستاینه کړې. خو له دې سره سره د امریکا پوځ په افغانستان او عراق کې د ماشومانو او ښځو ترڅنګ د ملکي خلکو پر ډله ییزو وژنو لاس پورې کړ او له کبله يې ډیری خلک مجبور شول چې د امریکا له مخالفینو سره لاس یو کړي، همدا لامل دی چې ګڼ شمیر منتقدین د امریکا روانه جګړه د اسلام ضد جنګ بولي. د یو قهرجن لاریون کونکي غبرګون ددوی له دلایلو څخه یو هم په 2001 کال کې د افغانستان پخلاف د جګړې د اعلان پر مهال د '' صلیبي جګړې'' د ټکی کارول وو چې ډیری مسلمانان يې له هماغه پیله په شک کې واچول. کله چې د امریکا پوځونه په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي خلک ووژني نو